💞دمینی لارویی💞
448 subscribers
710 photos
21 videos
8 files
155 links
Download Telegram
له مېرمنې سره مینه کول فطرتي وي
خو مېرمنې ته عزت ورکول
د باشعوره خلکو کار دی.!
ډک زړونه مو متعال ربﷻ ته
د اوښکو په بدرګه تش کړئ،
چې واقعي سکون ومومئ!☝️😌
د جنت غوښتنه وکړئ،
ان شاءالله جنت به الله سبحانه ته
ستاسو د ورتګ خواست کوي.
(الَّلهُمٌ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ الْجَنَّةَ)
که ګناه وزن درلودای‌؛
په هېچا کې به دا پیاوړتیا نه وه؛

چې قدم پور ته کړي؛
رب کریم! ټول ګناهونه مو معاف کړي؛🥺

#آمین رمضان المبارک
که دي د ځان څخه علاوه
پر نورو هم زړه وخوږيدی،
نو د ذوالجلال رحمت درته نژدې شوی دی!
#_اې_د_آدم_اولاده!

ته به ښکلی يې خو حضرت یوسف ع پسې پیغلې ړنګيدې,
ته به هم زورور يې خو له حضرت عمر رض لمر هم ویریده,
ته به هم د اوږد عمر طمع لرې خو حضرت نوح ع 950 کاله تنهاتبلیغ کړی, ته به هم ځان ته هوښیار وايې خو د حضرت محمد ص 1400 کاله مخکې ویناوې او مبارک ارشادات ساری نه درلود او نه به پیدا سي, ته به هم ځان ته یو څه وايې خو حضرت سلیمان ع به په هوا ګرځیده او مرغان حیوانات او نباتات ټول د ده طابع ول, ته به هم ځان بزرګ بولي خو د حضرت بلال خبشي رض په شان د سور انګار په خوله کې نه دی درکړل شوی, ته به هم سخاوت لرې خو د حضرت عثمان رض سخاوت ته فکر وکړه, ته به هم ځان ته زړور وايې خو د حضرت علی رض په شجاعت او زړورتیا کتابونه ډک دي. نو سوچ/فکر وکړه , په دنیا مه نازیږه, په طاقت د مه نازیږه, غرور مه کوه, ستا دا هر څه یوه نه یوه ورځ پای مومي, او بیا به ارمان کوې. ځان سره عاجزي او نیک عمل یوسه. لويي یوازې د یو ذات ج سره ښايي. ته فاني يې, ته موقتي يې او ستا هر څه موقتي دي, یوه ورځ به دومره ناتوانه شې چې خپلې جامې به هم نسې ایستلی, بل څوک به یی درنه وباسي, نو بیا دومره غرور څنګه او ولې؟
اللهﷻ د هیـریدو صفت
په دی خاطر موږ ته راکړی دی
چې غمونه هیرکړو !
نه اللهﷻ☝️🏻❤️
د یو هدیری په دروازه لیکل شوی وو
نن خو په خپلو پښو راغلی
او بیرته به لاړشی سبا به د بل چا په اوږو راشی او هیڅکله به بیرته لاړنشی 😢😢
﴿إِنَّ اللهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾.

«اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ».
د نن سبا انسان هیڅ نه خپلیږي...
پخوا ښه و
انسان د تعهد او ژمنتوب مالک و
د خپل ځان لپاره مشخص دریځ یې لرل.
نن
انسان هیڅ قابل باور نه دی
هر څوک په یو شیبه کې مختلف النوعه نقابونه اچوي
نه د ځان مالک دی
نه د خپل فکر او دریځ مالک دی
د هیڅ ریښتینولۍ او وفاداري سره تړلی نه دی
یوازې به
په څو فکرونو باور لري، چې هغه هم عمل کې نه وي..!!
تر ټولو ستر ادب دا دي.!
چې انسان تر هر څه د مخه
د خپل ربﷻ څخه حیاء ولري، 💝☝
هر شخـــص
په دې « ثابـــتولو » کي دي.
چي زه تر تا بهتــره یم
اې بخښونکيه او لوی ذاته.!!
ته له موږ ټولو څخه راضي شې، موږ ته روحي او جسمي دواړه روغتيا په برخه کړې او د ټولو مسلمانانو شرعي او درست حاجتونه ور پوره کړې.

اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي
پروردګاره☝
دهرمسلمان دزړه غږ واوری
هیلي یی پوره
اومشکلات یی حل کړی.!

امین تاسو راسره بدرګه کړی خوږو🤲🏻
یا الله سبحانه! موږ عاجزه بنده ګان
ستا د غضب هیڅ طاقت نه لرو،
موږ وبخښې او زموږ سره
د احسان معامله وکړې.
فضل دي غواړو! 🤲🏻
کور کې به ورته په ګل غوندي ښځه ناسته وی
او دی به په مجازي کې
جان قربان و...... کوي☹️

تا په څټ صابون ووهم😠
هر انسان په ژوند کې
یو درد
او....
یو تللې نامرد لري:)
غربت او بيوزلي د خوشحالئ غټ دښمن دي
او په يقيني ډول د انسان ازادي له منځه وړي !😢
څو ملغلري !

پخپل حال قناعت وکړه
( له ناشکرۍ، بې صبرۍ
او حسد څخه به خلاصون حاصل کړي)؛
د پرمختګ هڅي کوه
( په هره برخه کي د سيالانو سيال شه)؛
خلکو ته د‌ هغوی د حيثيت په اندازه درناوی کوه
( د چاپلوسۍ او تکبر څخه به په امن سې)؛
له اسراف څخه ځان ساته
(له ډيواليتوب او ملامتۍ څخه به وژغورل سې)؛
له بخل څخه ډډه کوه
(الهي محبت او فلاح به دي په نصيب سي)........
يوه طياره هم لرم.
خو په پښو ځکه ګرځم، چې خوند کوي😒