💞دمینی لارویی💞
445 subscribers
710 photos
21 videos
8 files
155 links
Download Telegram
څومره چې دې جیب خالي شي،
مخامخ مخونه به بدلیږي.
دا د دې دنیا دستور دی.
دومره اندیښنې ته اړتیا نشته. وخانده.😊

#تازه_صورت_حال🤗
په هر هغه څه هیڅ باور مه کړئ چې تاسې یې د یو چا په اړه اورئ، هغه کس ممکن سم (مستقیم) وي؛ خو څوک چې د دوی تصویر درته غلط منعکس کوي شاید هماغه شخص په خپله ناسم وي.
د عقل اندازه سته
مګر د بې عقلۍ اندازه نسته .!
خپل نفس او نفساني خواهشات
مو کنټرول کړئ،
د ګناهونو او حرامو څخه ډډه وکړئ،
ژوند مو تل د اللّٰه تبارک وتعالی ﷻ
په رضا کي تېر کړئ،
تر څو ابدي ژوند ته مو هيڅ ډول تشويش
په زړه کي نه وي،
دا معلومه خبره ده، چي تاسو تل
همداسي تازه او پر يو حال نه پاته کيږئ
او همدغه ځواني او مستي مو ختميږي.
بيا به پښېماني کوئ او وخت به تېر وي....!!
انسان اصلاً په دې ارځي نه،
چې زړه او هیلې ورپسې وتړې.
دښایسته ښځي په لیدو
سترګي خوشحاله کیږي
او دنیک اخلاقه ښځي په لیدو
زړه سمویل.😍🫣
ژونــد ککړ پـه خاورو ښه ؤ
چــې صفا شـو نـو تباه شو😢

#بیت
تـه دې هسک وې، مــونږ دې نــه یــو...😍💪

اتي ښه شپه خوږو😴
انتظار زده کړه
د هر څه لپاره وخت راځي ..!!
یوه مسلمانه ښځه چې
د اسلام د دښمنانو لپاره
تر هغه ډیر خطرناکه ده
تر هغه مجاهدینو
چې وسلې یې پورته کړې!
د یو انسان په ژوندکې
يوازي امیدونه بس نه دی
کار فکر او توکل هم لازمي دی .!
عـزت او شهوت د ترازو مثال لري،
که یو یې دروند شو
بل به خامخا سپک ومومې..!
تر ټولو بدترین انسانان دوه مخي خلک دی .!
د سعودي له حسابه
سبا شپه د برات ده او د افغانستان له حسابه د بل سبا یعني د دوشنبي شپه ده موږ او تاسي د خپل هیواد په تاریخ مکلف یوو
  بـسـم اللّٰه الـرحـمن الـرحـيـم
د نــن ورځي  تاريـــخــونـه👇

قـمـــري🌙   1445 / 8 / 15   شعبان

شمـسي☀️   1402 / 12 / 6  حوت

ميـلادي🌏   2024 / 2 / 25  فبروری

  ورځ   ⭐️     #یک_شنبه
کله چې يو شاعر خپرونه کې مېلمه وي،
د کوربه يوه پوښتنه ترې دا وي
چې شاعر يعني څه؟

شاعر صیب په ځواب کې ووايي،
چې شاعر يعني د حالاتو ترجمان او د ولس ژبه

خو کله چې بيا د شاعر نه د شعر،غزل يا نظم
غوښتنه وشي،مستقيماً
د يار شونډې،لبان،اننګي،زلفې ،پیکی
او ګودر غاړه په خپله شعر و شاعرۍ کې ذکر کړي.

نو دا اوس رښتيا د حالاتو ترجماني شوه،
او که عياشي شوه؟

إستثنأ شته
کورونه ساده وه، زړونه پاک وه، صله رحمي ډیره وه، یو دبل پښې وهل نه وه، بدنیتی نه وو، نو دبامو ناوې به هم ډکي بهیدی
د مور او پلار سره
د رزق او خدمت حساب مه کوه
ګوندي الله پاک به در باندي د رزق
ټولي دروازي بندي کړي !
ماشاءالله تر اوسه هم ښه پاک مسلمانان شته
الله جل جلاله دې اجر عظیم درکړي
نن به درته دشيطان په اړه معلومات درکړم👇

#شــــیـطان
شيطان اتيا زره کاله (٨٠٠٠٠) د فرشتو ملګرى وه
څلويښت زره کاله (٤٠٠٠٠ )د جنت خزانچې وه
دريش زره کاله (٣٠٠٠٠) د مقربينو سردار وه
څوارلس زره کاله (١٤٠٠٠) يى د عرش طواف کوه
په اول آسمان کى يى نوم عابد وه
په دوهم آسمان کى يى نوم زاهد
په دريم آسمان کى يى نوم عارف
څلورم آسمان کى يى نوم ولى
پينځم آسمان کى يى نوم تقى
شپږم آسمان کى يى نوم خازن
اووم آسمان کى يى نوم ازازيل
او اوس يى نوم ابليس ده چى دا نوم به يى تر قيامته پورى وى
وګورى د کــبر او غرور انجام چى له څه شى يى څه شى جوړ کړ
الله ج دي مونږ او تاسی ته تري آمان راکړى .

آمـين اللهم یارب
تر څو چي الله ﷻ وي
د هیڅ هیلې ریښې نه وچیږي.!

یو ځل بیا ستاسو قدرمنو چوپړکی