ډاکټر حنیف طبی معلومات ️
9.49K subscribers
19 photos
32 links
🟢 Whatsapp & Call : +93788069313

✅️ Facebook Page :

️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺
Download Telegram
دوستان پیدا کول مُهِم ندي ، مهم په دوستانو کي د اصلیت پیدا کول دي ، ځکه یو اصیل د سلو کم اصلو بهتره ده .
Hanif Taib

https://t.me/drhanif
وس کولی شئ زمونږ د لینک هره لیکنه خپلو نورو ملګرو ته ولیږئ ✅️✅️✅️
⭕️ له مېرمني سره یې د ګډ ژوند 25 کاله تېر شوي وه ، خو ترمنځ یې هیڅ ډول شخړه او تاوتریخوالی نه و رامنځته شوی !

✍️ چا پوښتنه ځنې وکړه چې 25 کاله دي څنګه بې شخړي او بې اختلافه ورسره تېر کړل ؟

✍️سړي ویل یوه ورځ زه او مېرمن مي پر آس سپاره په تفریح ووتلو ، ناڅاپه آس وترېدی او ښځه لاندي ترې راولوېده . ښځه راپورته سوه ځان یې وڅنډی او په ډېره مینه یې د آس پر غاړه لاس ور تېر کړ ویل خیر دا دي لومړی ځل و چې بیا داسي ونه کړې . دوهم ځلي بیا په تفریح ووتلو ، آس بیا خپل عمل تکرار کړ او ښځه یې له ځمکي سره ووهل . ښځه بیا راپورته شوه ، ځان یې وڅنډی او په ډېري میني یې د آس پر غاړه لاس ور تېر کړ ویل خیر دا دي دوهم ځل و چې بیا داسي وُنکړې .

✍️ دریم ځل چې کله په تفریح ووتلو ، آس بیا خپله اشتباه تکرار کړه او ښځه یې د مځکي ووهل . ښځه ډېره په قهر او غُصه شوه ، خپله توپنکچه یې راوایستل او آس یې پر سر څو مرمۍ وویشتی . د دې حالت په لیدو سره زه پرې غُصه شوم ما ویل دادي څه وکړل ؟

✍️ ښځي په ډېري میني او مهربانۍ زما پر سر لاس تېر کړ ویل ، خیر دادي لومړی ځل دی چې بد او رد دي راته وویل له بیا ځلي ویلو سره پام کوه .

⚠️ ځکه نو له هم هغي ورځي راهیسي ښه د میني درناوي او مهربانۍ ژوند سره کوو 😜 .

📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
قوطي بندو خوړو ته کېمياوي مواد ور اچول کيږي تر څو د اوږد مهال لپاره وساتل شي. که مجبوره نه ياست له قوطي بندو خوړو استفاده مه کوئ. کوښښ وکړئ چې له تازه وطني خوراکي توکو څخه استفاده وکړئ.
🩸ټیټ فشار او درملنه یې :
(Hypotension)
ټیټ فشار په عمومی ډول سره کله چې وینه زړه په کافی اندازه د بدن اعضاوو او زړه ته ونه رسوي نو فشار ټیټ کیږي.
د ټیټ فشار اندازه په انسانانو کی له ۹۰ درجو څخه ښکته وي اوعلامې یې په لاندی ډول دي .
● د سر چکر ، بی هوښی ، ګنګسیت ، سر دردی ، زړه بدوالی ، ستړیا ، خفګان .
🩸● درملنه یې په لاندې ډول ده.
●کوښښ وکړئ چې زیات مایعات استعمال کړئ .
اوبه زیاتی وڅښئ . لیمو نارنج ، د ویټامین سی C غوره ذخیره ده او vitamin C د ټیټ فشار په برابرولو کې مهم رول لري .

📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
دري 3 شيان ډېر بي ګټي :
1 : بي عقل ته نصيحت کول .
2 : جاهل سره بحث کول .
3 : او له دوه مخي اِنسان سره ملګرتيا کول .
*الله تعالی د مسلمانانو سره په قرآن مجید کې څلور④وعدې کړي دي*

*① ۝فَاذۡکُرُوۡنِيۡ اَذۡکُرۡکُمۡ۝*
تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم،
*(سورة البقرة:153آيات)*

*② ۝ لَئِنۡ شَکَرۡتُمۡ لَاَزِيۡدَنَّکُمۡ۝*
که تاسې شکر وباسئ نو نعمتونه به درته زيات کړم
*(سورة ابراهیم 7آيات)*

*③ ۝اُدۡعُوۡنِيۡ أَسۡتَجِبۡ لَکُمۡ۝*
مانه وغواړئ زه به ستاسې دعاوې قبولې کړم
*(سورة مؤمن60آيات)*

*④ ۝وَمَا کَانَ اللّٰه مُعَذِّبَهُمۡ وَهُمۡ یَسۡتَغۡفِرُوۡنَ۝*
او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دې چې دوی بښنه غواړي.


📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
د قرآنی سورتونو خاصیتونه !

🔙سوره بقره : د جادو مخنیوی او مریض لپاره .
🔙سوره واقعه : د فقر مخنیوی لپاره .
🔙سوره کوثر : د خصومت مخنیوی لپاره .
🔙سوره ملک : د قبر له عذاب نه مخنیوی لپاره .
🔙سوره فاتحه : د خدای ﷻ د قهر مخنیوی لپاره .
🔙سوره محمد : د اخلاقو لپاره .
سوره جن : د وسوسی مخنیوی لپاره .
سوره حجر : په مال کی د برکت راتلو لپاره .
سوره کافرون : د مرګ په وخت د کفر له مرګ نه نجات لپاره .
سوره دخان : د قیامت له ورزی د ویری لپاره .
سوره تغابن : د قرض خلاصولو لپاره .
سوره کهف : د غفلت نه د راویښودو لپاره .
سوره فتح : د کار پراخولو لپاره .
سوره صف : د فتحی او پیروزی لپاره .
سوره مزمل : د مهر او محبت لپاره .
سوره حج : د دین پوره او کاملولو لپاره .
سوره مریم : د انجنو د هیدایت لپاره .
سوره احزاب : د بخت ازمویلو لپاره .
سوره یونس : د اولاد لپاره .
سوره جمعه : د مال موندلو لپاره .
سوره یاسین : د قیامت په ورز له تندی نه مخنیوی لپاره .
سوره اعلی : د ځوانان د هیدایت لپاره .
سوره حجرات : د مال د زیاتیدو لپاره .
سوره یوسف : د عظمت او بزرګئ لپاره .
سوره مومنون : په سمه لاره د تلو لپاره .
سوره طور : د همیش لپاره مالداره اوسیدل .
سوره انبیا : له بند نه د خلاصیدو لپاره .
سوره اسرا : د مریض د شفا لپاره .
سوره حدید : د بدن آرامش او محکم کیدو لپاره .
سوره مجادله : د مهر محبت او معاملی لپاره .
سوره ن والقلم : د آسانه درس ویلو لپاره .
سوره نمل : د مریض د شفا او هر ډول حاجت لپاره .

📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
هيڅوک ساده نه دي :

ځينې انسانيت ساده کړي ، ځينې ‏صداقت ساده کړي ،

او ځينې نغواړي چې د هرې خبرې ‏مقابل کې جواب ووايي .

https://t.me/drhanif
د ارواپوهنې له کتابونو څو سپارښتنې
1 وخت پېژندونکی اوسه.
2 له نا اشنا کسانو لرې اوسه.
3- په دښمن دې هېڅکله باور مه کوه.
4 که عصباني یې نو هېڅ کار سره غرض مه لره.
5- تر څو دې چې نوي دنده نه وي پیدا کړي، فعلي دنده مه پرېږده.
6 کوښښ وکړه چې، تر ټولو ګټور او ښه انسان اووسې.
7 چا ته دې په زړه کې کینه مه ساته.
8 ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه.
9 بې ارزښته مسایلو کې ځان مه ښکېلوه.

https://t.me/drhanif
⭕️ شپږ قیمتي خبرې !

1 - په ذندان کې هر پروت کس مجرم او ګنهګار نه دې ، بد یې مه بولئ ، ځکه سیدنا یوسف علیه السلام هم کلونه کلونه په زندان کې تېر کړل .

2 - د یو چا اولاد که دې ولید چې بې لارې شوی دې ، نو تر وخت مخکې قضاوت مکوﺉ او د هغه پر کورنۍ تربیه باندې نیوکې مکوئ ، ځکه نوح علیه السلام هم د اولاد مشکل درلود او بې لارې وو ، په داسې حال کې چې هغه د الله ﷻ پېغمبر وو .

3 - کوم کس که چا د خپل کور یا کلي څخه وشړه ، نو مه ور باندې خاندئ او ملنډې هم مه پرې وهئ ، ځکه ابراهیم علیه السلام هم د خپل کور او کلي څخه شړل شوی دی ، په داسې حال کې چې هغه خلیل الله ( د الله تعالی دوست ) دی .

4 - د چا په کار ، مسلک او شُغل باندې مه خاندئ ، ځکه لُقمان حکیم هم نجار ، خیاط او شپونکی وو ، په داسې حال کي چې د الله ﷻ په نزد حکیم او دانا انسان وو .

5 - که د یو چا په اړه دې بدې خبرې واورېدلې نو ژر قضاوت مکوه ، ځکه سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خلکو کوډګر ، جادوګر او مجنون باله ، په داسې حال کې چې هغه فخرالانبیاء وو .

6 - پر نورو باندې هیڅ ډول بد ګُمان مکوه او کوښښ وُکړه
چې هر وخت ښه ګمان وکړې او پر خلکو مثبت فکر کوه .

📢 ثواب په نیت نشر Share کئ .

📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
🩺 د محرقې میکروب چې د salmonella Typhi په نامه هم یادېږي ، یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي . دغه میکروب لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې خڅه تر یوې میاشتی په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلآخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي .

🩺 د دغې ناروغۍ نښې نښانې !

1 - د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه او د هډوکو دردونه .
2 - د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی .
3 - د سر دوامداره دردونه . د نس دردونه او د نس بادونه .
4 - دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات .
5 - د ډکو متیازو تور رنګ .د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي .
6 - کمزوري او د وزن کمیدل او ساړه او پر بدن د لرزې راتګ .

🩺 د محرقې زیانونه : کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي .

1 - د کولمو زخم ، له کولمو د وینې بهیدل ، د کولمو سوري کیدل .
2 - کم خوني د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي .
3 - د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل . د هډوکو کمزوری .
4 - د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت .
5 - د غوږ ، ستوني او پوزې مکروبي کیدل .
6 - د بدن د مایعاتو کمښت ، دوامداره ټیټ فشار او د تریخې مکروبي کیدل .

💊 تشخیص : د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي .
1 - Typhoid Antibodies ( IgM + IgG ) .
2 - Stool Culture For Typhoid .
3 - Bone Marrow Culture For Typhoid .
4 - Vidal test .

💊 درملنه : تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس څخه پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي .

🩸 پرهیز : غوړ خواړه ، ترخه او ترشه خواړه ، خامې اوبه او ناپاکه ترکای .

📢 خپلو نورو ملګرو سره نشر Share کئ .

🟩 زمونږ د وټساپ د معلوماتو ګروپ لینک :

https://chat.whatsapp.com/GmI9iHowcDQ3gcrioMQQu5

📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه

https://t.me/drhanif
تر دې به نو بل غټ بې عقل او بې مفهومه اِنسان چېرته وي ، چې د عيبونو ستر مثال پخپله وي او دا يې په ډېره سپين سترګئ په بل پسې وتړي . بې روزګاره ، په کورنۍ او ټولنې بوج مخلوقات دې يو ځل ګريوان کې سر ښکته کړي .
خپلو اولادونو مخکې خپله مېرمن مه وهئ او مه رټئ ، په دې سره د اولادونو په سترګو کې د مور قدر او احترام کمېږي .

Hanif Taib
ډېر ښه هم مه اوسئ ،
بیا خلک شک کوي ،
یا مو په عقل ،
یا مو په نیت .