ډاکټر حنیف طبی معلومات
9.69K subscribers
3 photos
6 links
🟢 Whatsapp & Call : +93788069313

✅️ Facebook Page :

️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺
Download Telegram
⭕️ له سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو ؟

1 - په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ .
2 - پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د 10 يا 20 دقيقو لپاره توی کړئ . يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي .
3 - له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ .
4 - له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ ، خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ .
5 - سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ .
6 - که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي .
7 - که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي بغير د ډاکتر له مشوری يي مه ماتوئ.
8 - د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ .

🩺 په لاندې وختونو کې ناروغ حتماً روغتون يا ډاکتر ته يوسئ :

1 - که سوځېدلې ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي ،
2 - که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي ،
3 - که د مخ ، لاسونو ، پښو اوداسي نوروغړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را وخېژي .

🩺 که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په ورځ کې دوه درې ځله په واسلينو غوړ کړئ . پټېدلو ته اړتيا نلري او پخپله ښه کيږي .

په ټیلیګرام کې د داسی لیکنو لپاره زمونږ چینل یا کانال لینک :

https://t.me/drhanif
حضرت انس رضی الله عنه فرمایی : چه یوه ورځ رسول اکرم ﷺ داسی یو ځوان ته راغی چه هغه قریب الموت وو ځنکدن یی شروع وو ، نبی علیه السلام ورنه پوښتنه وکړه په داسی حال کی څه فکر کوی هغه ورته جواب ورکړ :

ای د اللهﷻ رسوله ﷺ یو طرف ته د الله ﷻ نه ښه امید لرم او بل طرف ته د خپلو ګناهونو نه ویریږم ، نو نبی علیه السلام اوفرمایل
کله چه دیو بنده په زړه کی په دی وخت کی دا دوه خبری موجود شی نو چه دا کس د الله ﷻ نه دڅه شی امید لری هغه ورکوی او دڅه شی نه ویریږی دهغه نه پناه ورکوی .

سبحان الله وبحمده 🌼 سبحان الله العظیم 🌼

نشر کول یی صدقه جاریه ده . کاپی
⭕️ د معدی جوش یا سوزش مخنیوی لپاره توصیې ⚕

🩺 ټول هغه ناروغان چې د معدي د سوزش څخه شکایت لري ، د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د آواز خپ کیدل ، د شپی لخوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کېږی . لاندی توصیی باید په پام کې ونیسئ :

1 - که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی ،
2 - د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی ،
3 - چای او coffee استعمال نه کړی ،
4 - سګرت څکول بند کړی ،
5 - الکول باید استعمال نه کړی ،
6 - د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری ،
7 - د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی ،
8 - دشپی لخوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی ،
9 - د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د 6 انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی ،
10 - د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی .

✍️ هیله ده لیکنه نشر share کئ . مننه
ډاکټر حنیف طبی معلومات
078 806 9313

📢 معدې کوم مشکل وي ، معدي زخم ، درد ، سوزش ، ایچ پایلوري لپاره 100 فیصده نتیجه ورکوونکي درمل لرو .

🛻 آدرس : کابل ګلبهار سنټر 2 منزل 3 هال B_264 دُکان .

په ټیلیګرام کې د داسی لیکنو لپاره زمونږ چینل یا کانال لینک :

https://t.me/drhanif
په کور کې کمزورې او بیچاره اِنسان ته د نفرت په نظر مه ګوره ،


کیدای شي الله ﷻ دده له وجهې تاسو ته رِزق درکوي .
Hanif

https://t.me/drhanif
که وټساپ لرئ ، ټول لاندي لینک په مرسته زما د وټساپ چینل ته داخل شئ او خامخا یې فالو کئ . مننه

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p
که په چوپتیا او خاموشۍ سره خپل هدف لپاره زحمت وباسئ، ستاسو رقیبان به نا خبره پاته شي او ستاسو د هدف له منځه وړلو لپاره به کوم چانس پیدا نکړي.
سهارنئ ډالئ
‏نبي کریم ﷺ فرمایلي دي الله ﷻ له هغه بنده څخه راضي کیږي چې د خوراک او څښاک وروسته «الحمد لله» وایي .
( صحیح مسلم )