دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د افغانستان د واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې پيل شوې.
په پرانیست غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق وویل، دغه ریاست تل هڅه کوي، چې کورني سیالیو فعالیتونه لاپیاوړي شي.
ورته مهال د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان دغه لیګ د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړی او له ملي سوداګرو یې وغوښتل، چې پر ځوانو لوبغاړو پانګونه وکړي.
د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ – ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به د روان کال د غبرګولي تر ۹مې نېټې دوام وکړي.

تلګرام
د روغتیا سازمان: نږدې ۱۸۰ زره افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل میاشتني راپور کې چې د اپرېل د میاشتې فعالیتونه پکې راټول شوي، ویلي دغه سازمان په ټول افغانستان کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او همدا راز یې د لومړنیو، ثانوي او دریم‌پړاو روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا ته کار کړی دی.
دغه سازمان ویلي، په اپریل میاشت کې یې نږدې ۱۸۰ زره ناروغانو ته چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
همداراز، ۱۹۷ طبي بستې چې د ۲۴۱ مټریک ټُنه روغتیایي توکو سره برابرې وې، توزیع کړي او ۴۲۳ روغتیايي کارکوونکو ته یې د خدمتونو د ظرفیت لوړولو او وړتیا زیاتولو په موخه روزنه کړې ده.
راپور همداراز وايي، له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره یې هم د سکرینینګ یا روغتیايي ارزونې خدمتونه برابر کړي او نږدې ۱۹۵ زره راستنېدونکو ته وړاندې شوي دي.
تلګرام
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، په ایران کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو په دویمه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه؛ نن په رسمي سفر ایران ته روان شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري به د دغه سفر په بهیر کې، په ایران کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو په دویمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او ترڅنګ به یې د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګه والو سره هم وګوري.
ټاکل شوې ده چې د شرکتونو له استازو او پانګه والو سره به په لیدنو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، د افغانستان د کاني ظرفیتونو او د کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې پر اسراییل، غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوي پر سر، نړۍوال فشارونه زیات شوي، د اسراییل لومړي وزیر اعلان کړی چې د غزې په تړانګه کې د لوږې د بحراني حالت د مخنیوي په موخه، دوی غزې ته د محدودو بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړې ده.
که څه هم د دغه بهیر د پیل کره وخت روښانه نه دی خو نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو لېږد به ژر پیل شي او وېش به یې د غزې په سیمه کې میشتو نړۍوالو بنسټونو له‌لوري وي.
سقر جمالي، یو بې‌کوره فلسطینی، وايي: «هغه کړاو چې موږ یې نن تجربه کوو، نه نړۍ لیدلی او نه هم عربانو. ولې خلکو موږ یوازې پرېښودو؟»
یوسف مادي، یو فلسطینی چې په ایټالیا کې اوسیږي، وايي: «زه د ایټالیا او اروپايي پارلمان له پلاوي سره د غزې د وروڼو د ملاتړ لپاره دلته راغلی یم. موږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو: باید د غزې د ماشومانو د ژغورلو لپاره هر اړین اقدام وشي.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د غزې انساني وضعیت په وروستیو ورځو کې سخت بللی دی.

تلګرام
نوې علمي څېړنه ښيي چې د انسان پخوانيو نیکونو به له خپلو لاسونو هم د ونو د ختلو او هم د وسایلو د جوړولو لپاره کار اخیسته.
ساینسپوهانو د Australopithecus sediba او Homo naledi نومې دوو پخوانیو انساني نوعو د ګوتو د هډوکو ضخامت د تري ډي سکین له لارې څېړلی چې ښيي دوی شاوخوا دوه میلیونه او درې سوه زره کاله پخوا ژوند درلود.
څېړنو ښودلې چې دا انسانان پر دوو پښو ګرځېدل، خو لا هم یې له ونو ختلو، نیولو او ځړیدو لپاره له خپلو لاسونو کار اخیسته.
ښايي دا کار یې د خوړو راټولولو یا له ځناورو د ځان ساتنې لپاره کاوه.
څېړونکي وايي، د لاس د هډوکو بڼه دا ښيي چې د انسانانو د لاسونو کارونه یو خطي تکامل نه دی (له بیزوګانو نه تر انسانانو پورې)، بلکې یو ګډوډ او څو اړخیز بهیر و چې هم‌مهاله یې د ونو ختلو او وسایلو کارونې توان درلود.
دغه څېړنه په Science Advances ژورنال کې خپره شوې چې د امریکې د طبیعي تاریخ موزیم، سمیته‌سونیان انسټیټوټ او نورو بنسټونو پوهان یې برخه وال دي.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت او نړۍوال بانک ترمنځ له پرله‌پسې مذاکراتو وروسته، په کابل کې د دغه بانک دفتر بېرته پرانیستل شو.
نړۍوال بانک اعلان کړی، چې افغان شرکتونو ته د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پيلوي.
د رسمي اعلامیې له مخې، نړۍوال بانک د افغانستان له لوژستیکي او ودانیزو شرکتونو ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی. دا پیسې به شرکتونو ته په درې پړاوونو کې ورکړل شي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې هکله وايي:«نړۍوال بانک د افغانستان د لوژیستکي او رغنیزو شرکتونو د تثبیت شوو ارقامو له مخې، شاوخوا ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی، چې اوس به نړۍوال بانک دغه پورونه په څلورو پړاوونو کې، اړونده شرکتونو ته سپاري.»
د نړۍوال بانک له لوري د پورونو د ورکړې د بهیر پیلېدل د پراختیایي پروژو د بیا پیل، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلونونو وروسته، د نړۍوال بانک په ګډون ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې خپلې مالي چارې او پراختیایي پروژې وځنډولې.
په وروستیو میاشتو کې، د مالیې وزارت او د نړۍوال بانک د استازو ترمنځ د مشورو په پیلېدو سره، د اقتصادي اړیکو د بیا احیا کېدو او د پورونو د ورکړې د دوام هیلې راټولکېدلي دي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د مخابراتو او مالوماتي‌ ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ازبکستان هېواد د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو (ار سي سي) ۳۱ مه غونډه کې د ګډون په موخه د هغه هېواد پلازمینې تاشکند ته په رسمي سفر لاړ.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو ۳۱ مه غونډه کې چې، د ای سي ټي په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا، د ۲۰۲۵م کال ای ټي یو نړیوال کنفرانس، د آر سی سي هېوادونو او نړیوال پوسټي کانګرس لپاره پر چمتووالي، د مالوماتي ټولنې د نړیوالې غونډې د پرېکړې پر ارزونې، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د ار سي سي پلس همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو موضوعاتو ته ځانګړې شوي ګډون وکړي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نوموړي ازبکستان ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم کتلي او دواړو لوریو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو دوه اړخیزې خبرې اترې کړي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر به د یادې غونډې ګډون کوونکو ته د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوژۍ اړوند نورو برخو په تړاوخپله وینا هم واوروي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د پاکستان د فډرالي مالیې ادارې د افغانستان پر هغو لسګونو ډوله ټرانزیتي توکو چې د پاکستان له لارې هېواد ته واردېږي، لس سلنه د پروسس فیس یا د رسېده ګۍ لګښت لګولی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه اندازه لګښت به په الکترونیکي توګه د پنځو نویو ډلو پر محصولاتو، لکه د کرنې وسایل، جرثقيلونه، برقي فاضله توکي او معلوماتي ماشينونه، عملي شي.
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان له حکومته غواړي، چې پر ټرانزیټ د اضافي لګښتونو د وضع کولو پر ځای دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب‌الله صافی وايي:«د پاکستان د عمومي عوایدو ادارې د یوه مکتوب له مخې، هغوی د افغانستان د ټرانزیت ځینې توکي د لس سلنې د فیس له پروسس څخه معاف کړي دي؛ خو ډېری توکي یې په لیست کې هم شامل کړي دي، چې ډېری یې د ماشین آلاتو په برخه کې دي.»
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې لخوا د افغانستان د ټرانزیټي توکو پر وړاندې د دغه لګښت موخه، د افغانستان له ټیټو ګمرکي تعرفو د ناوړه استفادې مخنیوی، د مالیاتي عوایدو ډېرېدل او د سوداګریزو بهیرونو د روڼتیا زیاتېدل ښودل شوي دي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان، د روان زیږیز کال په اپرېل میاشت کې په بې‌ مخینې توګه په هېواد کې، د ساري ناروغیو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.
د دغې ادارې د راپور له مخې، د مارچ میاشتې پرتله د شدیدو اسهالاتو پېښې ۸۴٫۶ سلنه او د شري ناروغۍ پېښې ۴۳٫۴ سلنه زیاتې شوې دي.
په همدې موده کې، له ۱۲۸ زره زیات د سینه‌بغل (نمونیا) پېښې ثبت شوې دي، چې له دې منځه ۲۶۰ تنه مړه شوي دي.
په اپریل میاشت کې د ساري ناروغیو شمېرې:
شری: ۱۸٬۷۰۳ ناروغان، ۱۱۱ مړه شوي، ۴۳٫۴٪ زیاتوالی
شدید اسهالات: ۱۳٬۳۴۲ ناروغان، ۳ تنه مړه شوي، ۸۴٫۶٪ زیاتوالی
د کانګو تبه: ۱۰۹ ناروغان، ۵ مړه شوي، ۲۶۳٫۳٪ زیاتوالی
ډينګي تبه: ۱۳ ناروغان، له تلفاتو پرته، ۶۲۷٫۸٪ زیاتوالی
ملاریا: ۲٬۹۸۲ ناروغان، له تلفاتو پرته، ۲۷۵.۶٪ زیاتوالی
سینه‌ بغل: ۱۲۸٬۰۵۵ناروغان،۲۶۰ مړه شوي، ۹٪ زیاتوالی
کووېډ-۱۹: ۱۵۰ ناروغان، له تلفاتو پرته، د تېرو میاشتو پرتله له بدلون پرته
ډاکټران وايي، د دغو شمېرو لوړېدل ښيي، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د وقایوي خدمتونو وړاندې کولو ته بېړنۍ اړتیا ده.
ډاکتر سید عبدالله احمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته په‌ کار ده، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره منظم او اغېزمن پلانونه ترتیب کړي او ژر تر ژره لازم اقدامات وکړي، څو کافي درمل د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته ورسېږي.»
بل ډاکتر فواد ابراهیمي هم څرګندوي:«د واکسیناسیون په برخه کې باید لازمې همکارۍ وشي او عامه پوهاوی زیات شي. موږ په شاوخوا سیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو؛ خلک د واکسین په اړه مثبت لیدلوري نه‌لري او خپل ګران ماشومان هم په سمه توګه پاک نه‌ساتي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، ځينې روغتیایي مرکزونه تړل شوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس هم، تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که‌چېرې نړۍواله ټولنه افغانستان ته شا کړي، د هېواد روغتیایي ناورین به لاپسې ژور شي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: په خوست کې د افغاني سرې میاشتې ریاست د تېرې میاشتې په بهیر کې ۳۸ زره ۱۴۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټیمونو له لوري د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ زره ۷۲۵ ناروغانو معاینات ترسره او اړین درمل ورکړل شوي، ۳۴۲ ټپیان پانسمان شوي، ۴ زره ۳۶۵ ښځو او ماشومانو ته د ناروغیو د مخنیوي واکسینونه تطبیق شوي او ۱۱ زره ۶۷۱ کسانو ته یې د روغتیا ساتنې اړوند مشورې وړاندې شوې دي.
همداراز، ۱۶۳۹ ښځو ته د ولادت خدمات وړاندې او ۳ زره ۱۶۵ ماشومان معاينه شوي او هغو ماشومانو ته چې په خوارځواکۍ اخته وو، اړوند خوراکي مواد هم ورکړل شوي دي.
د دې ترڅنګ، ۱۲۳۳ ښځو ته د کورنۍ تنظیم په برخه کې مشورې ورکړل شوې دي.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې په لرې پرتو سیمو کې خلک زیاتو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او افغاني سره میاشت باید په دغه ولایت کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه زیات کړي څو د ډېرو ناروغانو درملنه وکړي.
تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د ایران اسلامي جمهوریت مشر آیت الله سید علی خامنه ای له امریکا سره د اټومي خبرو د بریا په اړه شک څرګند کړی دی.
ایت‌الله علي خامنه‌یي، د سې‌شنبې په ورځ شک څرګند کړ چې له امریکا سره د اټومي خبرې اترې به کومه پایله ولري، په داسې حال کې چې تهران د خبرو پنځم پړاو د ترسره کولو وړاندیز ارزوي.
خامنه‌یي د ایران د پخواني ولسمشر، ابراهیم رئیسي، د یاد غونډې پر مهال وویل: «زه فکر نه کوم چې له امریکا سره اټومي خبرې کومه پایله ولري..»
رویټرز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې خامنه‌يي د امریکا دا غوښتنه چې ایران دې د یورانیمو له بډاینې (غني‌سازۍ) ډډه وکړي، «افراطي او غیرمنطقي» بللې.
سره له دې چې تمه وه د خبرو پنځم پړاو د راتلونکې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي خو دا خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ دي، ځکه تهران او واشنګټن د یورانیمو د غني‌سازۍ پر موضوع اختلاف لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت‌روانچي، د دوشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن ټینګار کوي چې تهران باید د یورانیمو کورنۍ غني‌سازي بنده کړي، نو خبرې به ناکامې شي.
امریکا بیا وایي دا کار ښايي د اتومي وسلو د جوړولو لور ته لار هواره کړي خو تهران وایي، د دوی اټومي پروګرام بشپړې سوله‌ ییزې موخې لري.

تلګرام