دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د قزاقستان د اوبیزو سرچینو مرستیال اصلان عبدالرحیم‌اوف، په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په استانه کې په یوې غونډه کې ټينګار کړی، چې د دغه کانال جوړېدل کولای شي د قزاقستان د اوبو امنیت ته ګواښ رامنځته کړي او په دغه هېواد کې به د سیردریا سیند اوبه د پام‌وړ کمې کړي.
د ټایمز اف سنټرال اسیا ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د «بایتاق قزاقستان» ګوند رییس هم ویلي، چې شونې ده د قوش‌تېپې کانال د امو سیند ۲۵ تر ۳۰ سلنې اوبه واړوي.
د قزاقستاني چارواکو په اند، د دغه کانال له جوړېدو سره، ازبیکستان او ترکمنستان به کمې اوبه ترلاسه کړي او په پایله کې شونې ده، چې د سیردریا له سینده ډېرې اوبه واخلي؛ هغه موضوع چې کولای شي له دغه سینده د قزاقستان ګټه اخیستنه ۴۰ سلنه کمه کړي.
د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس وسیم صافی په دې هکله ویلي:«موږ کولای شو چې د سبزیو، غلو دانو او غوړ لرونکو نباتاتو په برخو کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږو، او خپلې اړتیاوې د همدې کانال او د هغه شاوخوا کرنیزو ځمکو له لارې پوره کړو.»
د دې څرګندونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د دغه کانال جوړول به هېڅ هېواد ته زیان ونه رسوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د قوش‌تېپې کانال هېڅ ګاونډي هېواد ته زیان نه‌رسوي، او د اسلامي امارت سیاست د ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره، د ښه ګاونډیتوب پر اصل ولاړ دی.»
په دې راپور کې همداراز راغلي، چې د قوش‌تېپې کانال جوړېدل او د منځنۍ اسیا د اوبو پر امنیت د هغه احتمالي اغېزې، د استانې په وروستي نړۍوال کنفرانس کې له مهمو موضوعاتو وو، چې په‌کې د تاجیکستان، قرغیزستان، افغانستان او ترکمنستان استازو د دغې پروژې پر اغېزو او د سیمې د اوبو د وېش پر پراخو مسایلو خبرې کړې دي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون ناوخته په تهران کې له خپل ایراني سیال ډاکټر سيد عباس عراقچي سره په کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې بللې او په ګڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی يوه اړتيا ياده کړې ده.
هغه همدارنګه د افغان کډوالو د کوربه ‌توب له امله د مننې ترڅنګ ویلي چې اسلامي امارت ژمن دی، خپلو کډوالو هېوادوالو ته په هېواد کې د بيامېشتېدو زمينه برابره کړي او له ايراني لوري يې وغوښتل چې د افغان کډوالو په راګرځولو کې د تدريج اصل په پام کې ونيسي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير ايران کې د افغان بندیانو د انتقال او د اسانتياوو په اړه د ایراني چارواکو د‌ پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې همکارۍ مخ پر پراخېدو وګڼلې.
په ورته وخت کې ايران د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه د خپلو دوه اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او زياته يې کړه چې زموږ اړيکې د پراختيا پر لور ځي.
ډاکټر سيد عباس عراقچي وويل د افغان کډوالو بېرته تګ بايد تدريجي او باعزته وي او په ايران کې يې افغان کډوالو ته د لا زياتو اسانتياوو ژمنه

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته، تېره شپه کابل ته راستون شو.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د خبر له مخې، ملا عبدالغني برادر آخند د کابل نړیوال هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل چې د دې سفر پر مهال یې د کازان په ښار کې د ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ او د تاتارستان جمهور رئیس او د موردوویا جمهور رئیس سره یې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټورې لیدنې ترسره کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د روسیې د فدراسیون له دوو مرستیال لومړي وزیرانو سره یې هم لیدنې درلودې او د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د روسي سوداګرو له لوري په افغانستان کې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر دا سفر د لاسته راوړنو ډک وباله او څرګنده یې کړه چې د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ فورم هم پرانیستل شو او د ترانسپورت، ترانزیت، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې پنځه مهم تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.
د راپور له مخې، د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د نږدې ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د ۲۰ زره نړیوالو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او یو شمېر نورو مسوولینو سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د ۵۵ نويو مخابراتي سایټونو د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغه څخه مننه وکړه، چې د دې ولايت لرې پرتو سيمو کې مخابراتي شبکې خدمات وړاندې کوي او د مخابراتي خدمتونو په تړاو ستونزې له نږدې اوري او د حل په موخه یې اړونده برخو ته لازمې سپارښتنې کوي.
د ښاغلي وفا په وینا اوس مهال د بلخ ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او همدا راز ځینې هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاوو بې برخې دي د نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه او ټينګار وکړ چې په دې نظام کې ټول هېوادوال حق لري چې د هر ډول خدمتونو څخه برخمن شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د بلخ ولايت حیرتان سوداګریزې لویې لارې په ګډون د بلخ ولايت البرز، کشنده، کلدار، چاهي، بلخ ولسوالۍ، چهارکنت ، چهاربولک، چمتال، زاري او شورتېپې ولسوالېو سربېره دې، سفید خاک اړوندو سيمو ته هم زياته پاملرنه وشي تر څو ولس له دغه خدماتو څخه برخمن شي.
ورته مهال د هېواد د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیرمولوي نجیب الله حیات حقاني په داسې حال کې چې ټکنالوژۍ يي په دې عصر کې د ټولنې له مهمو اړتياوو څخه وبلله ډاډ یې څرګند کړ، د یاد ولایت هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاوو بې برخې دي مخابراتي چوپړ په موخه به ورته ۸ نوي مخابراتي سایټونه د دولت له بوديجې څخه منظور شوي او ۱۵ ټي ډي اف مخابراتي شبکې چې پخوا منظور شوي وو دمګړۍ به يې کار پیل شي.
ښاغلي حقاني همدا راز د مخابراتي شبکو مسوولینو ته جدي هدایت وکړ چې د مسوولینو له لوري ذکر شویو سیمو کې لږ تر لږه ۵۵ مخابراتي انتنونه د ۳ میاشتو په موده کې په عاجل ډول نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري، چې د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د بلخ ولایت لرې پرتو سیمو سربېره د حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.
نوموړي ټينګار وکړ او له ټولو مخابراتي شبکو له استازو څخه يي وغوښتل تر څو چې یې په لرې پرتو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې نه وي فعالې کړې په ښار کې د هېڅ ډول نوې شبکې د جوړیدو اجازه نه لري.
بلخوا د مخابراتي شبکو استازو ډاډ څرګند کړ چې دغه خدمات به پر وخت د بلخ ولایت محرومو او لرې پرتو سیمو لپاره ورسوي ترڅو یاد ولایت ډېری لرې پرتې سیمې به له مخابراتي پوښښ څخه برخمنې او شته ستونزې به یې ورسره هوارې شي.
تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د غزې روغتیا وزارت وایي، پر دغه تړانګه د اسرییلي ځواکونو په بریدونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو هم د عامو خلکو پر استوګنځایونو د اسرییل بریدونه تایید کړي دي.
یوه فلسطینۍ بې ځایه شوې، ام فیرس المنسي وایي: «زه له خپلو ماشومانو سره ویده وم، ناڅاپه توغندی دلته ولګېد. ماشومان له خپلو ځایونو پورته شول، ځینې یوه خوا، ځینې بل خوا ولوېدل. زه پسې روانه شوم، چیغې مې و وهلې او غوښتل مې دوی پيدا کړم. ټول مې راټول کړل او دلته کېناستو. دلته یو شهید و، بدن یې ټوټې ټوټې شوی و.»
د اسراییلو پوځ ویلي، د حماس پر وړاندې یې ځکه دغه پراخ عملیات پیل کړي چې پاتې اسراییلي بندیان ازاد او پر حماس فشار زیات کړي.
اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې خلکو ته د تخلیې امرونه کړي او زرګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
د غزې اوسېدونکی، عماد ناصر ویلي: «شپه ډېره وېرونکې وه، ډېر خلک و وژل شول او ډېر ټپیان شول. دا یو وحشي پوځ دی، اسراییلي له خدایه وېره نه لري. هغوی زموږ سره د انسان په څېر سلوک نه کوي.»
ورته مهال د قطر او مصر چارواکو ویلي، تېره ورځ یې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د غیر مستقیمو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم خپل مرکچي پلاوي ته چې دا مهال دوحه کی دی امر کړی چې له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره هلته پاتې شي.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د متوازن بهرني سیاست پر بنسټ، له هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټينګار کړی دی.
ښاغلي متقي د «تهران خبرو اترو غونډې» په لومړنۍ ورځ، د داعش ډلې ځپل یې د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو یاد کړل او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې ثبات د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«موږ په تېرو نږدې څلورو کلونو کې وتوانېدو، چې سراسري امنیت تامین کړو، د داعش او نورو فتنه‌ګرو عناصرو ګواښونه له منځه یوسو، د ملوک‌الطوایفي نظام او د نشه‌يي توکو کښت ختم کړو او اداري فساد صفر ته راکم کړو.»
ښاغلي متقي د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه وویل چې په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په ګټه دی، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د متوازن بهرني سیاست د نه شتون له امله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ د سیمې او له سیمې د باندې هېوادونو سره د نږدې همکاریو له لارې هڅه کوو چې افغانستان د قدرتونو د تقابل پر میدان بدل نه، بلکې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکاریو پر مرکز بدل شي.»
ښاغلي متقي د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه ویلي، چې په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په ګټه دی، او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د متوازن بهرني سیاست د نشتوالي له امله د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی.
هغه په دې اړه زیاته کړه: «موږ د سیمې او له له نړۍوالو هېوادونو سره د نږدې همکاریو له لارې هڅه کوو، چې افغانستان د قدرتونو د تقابل پر میدان بدل نه؛ بلکې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکاریو پر مرکز بدل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ټینګار وکړ، چې افغانستان د اقتصاد محوره پالیسۍ د لرلو پر اساس، په دې لټه کې دی، چې د هېوادونو ترمنځ د وصل په نقطې بدل شي.
ښاغلي متقي د هلمند د اوبو د تړون د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د ایران د حق‌ابې په تړاو بد نیت نه‌لري.
امیرخان متقي په دې هکله څرګنده کړه:«په دې برخه کې، دا چې موږ یو شرعي او ایماني مسوولیت لرو، که یو مسلمان د تندې له امله کړېږي او موږ وکولای شو هغه ته مرسته وکړو، دا هم ثواب لري او یوه ښه پاليسي هم ګڼل کېږي.»
په دې غونډه کې، د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر هم د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره، د ښو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي:«موږ په ایران کې نږدې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لرو. زموږ په ټولو پولو کې کورنۍ اړیکې شته؛ په اذربایجان کې له اذري خلکو سره، په کردستان کې له کردانو سره، په خوزستان کې له بصرې او عراق سره، او د هېواد په ختیځ کې له افغانستان او پاکستان سره. په عمومي ډول، موږ ټول له یو بل سره د یوې کورنۍ په شان یو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم وویل:«د ډاکټر پزشکیان په دولت کې د ایران اسلامي جمهوريت بهرنۍ پاليسي پر درېیو اساسي محورونو ولاړه ده: له ګاونډیو سره اعظمي تعامل، له راټوکېدونکو لوبغاړو سره د همکاریو پراخول، او له نړۍوالو قدرتونو سره د توازن رامنځته کول.»
په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې، د نړۍ له ۵۳ هېوادونو ۲۰۰ پلاویو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي هم ګډون کړی دی.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له روسیې تر راستنېدو وروسته، دغه هېواد ته سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ښاغلی برادر ټینګار کوي، چې په دغه سفر کې یې د روسیې فډراسیون له چارواکو سره پر مهمو اقتصادي، سیاسي، ټرانزیټي او د پانګونې پر اړوندو موضوع‌ګان خبرې اترې کړې دي.
ملاعبدالغني برادر په دې هکله وايي:«د روسیې د فډراسیون د صدراعظم له دوو مرستیالانو سره، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګمرکي مسایلو په تړاو خبرې اترې شوې دي.»
له دې سره هم‌مهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې د روسیې د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ټرانسپورت، ټرانزیټ او د افغانانو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، بانکي مسایلو او په سوداګرۍ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو ملي اسعارو د کارولو په برخو کې هوکړې شوې دي.
ښاغلي عزیزي په دې اړه ویلي: «هوکړه وشوه، چې د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه لېرې شي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې ځينې ننګونې شته چې، ان‌شاءالله، لېرې به شي. همداراز هوکړه وشوه، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به سوداګري د دواړو هېوادونو د دودیزو پیسو په وسیله تر سره شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د رېل پټلۍ پروژو، په ځانګړې توګه د افغان‌- ټرانس پروژې اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، چې روسیې له افغانستان سره د دغې پروژې د جوړولو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
نوموړی همدا راز زیاتوي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د نفتو، د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«په افغان‌- ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه کې همکاري او لېوالتیا د دغو غونډو، نندارتونونو او کنفرانسونو، یو له مهمو موضوعاتو څخه وو. روسیه غواړي په دغې تشه کې پانګونه وکړي، چې شمال او سوېل سره نښلوي او د افغانستان له لارې تېرېږي.»
په وروستیو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. تر دې مخکې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي و، چې دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په موخه، د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ايران ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سره کتلي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان وبلل او ويې ويل چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
ښاغلي مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د نشه یي توکو د قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید کړی او غوښتنه يې کړې، چې د کډوالو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي، او د هغوی چارې او پانګه زيانمنه نه شي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: ځينې بنګله‌دېشي ډاکټران د ۱۲۰ هغو ماشومانو د درملنې لپاره کابل ته راغلي، چې د شونډې یا تالو له پرېوالي کړېږي او دغه ډاکټران به د اته ورځو لپاره په کابل کې پاتې شي.
د بنګله‌دېش د یوې خیریه بنسټ مشر، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په بلنې افغانستان ته راغلی، دغه مرسته یې د افغان ولس حق بللی دی.
حمزه شهیدالاسلام، چې د بنګله‌دېش د یو خیریه بنسټ مشر دی په دې هکله وايي: «ان‌شاءالله راتلونکي کې هوډ لرو، چې د سترګو د زرګونو ناروغانو لپاره یو بل کمپ جوړ کړو او د زړه د ناروغانو جراحي عملیات هم د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ ترسره کړو.»
د افغاني سرې میاشتې ویاند مدثر همراز په دې کله طلوع‌نیوز ته وویل: «د دوی موخه دا ده، چې ۱۲۰ ناروغان جراحي کړي او هڅه کوي، هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ یا ۱۳ ناروغانو جراحي وکړي.»
د ځینو ناروغانو کورنۍ وایي، دوی د دې وس نه‌لري، چې خپل ماشومان د درملنې لپاره بهر ته واستوي.
د یوه تالو پرې ماشوم پلار، رحیم‌الله طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارت او افغاني سرې میاشتې زموږ غوښتنه دا ده، چې له بې‌وزلو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. موږ مالي وس نه‌لرو چې د خپلو ماشومانو درملنه له هېواده بهر وکړو.»
په همدې حال کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چې د نړۍوالو خیریه بنسټونو همکاري جلب کړي، چې د ناروغانو درملنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د محمد بن سلمان خیریه بنسټ ځينې ډاکټران د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره په هرات ولایت کې دي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، عزیزالرحمان په دې هکله څرګندوي:«ناروغان له هرات او مزارشریفه راځي، هغوی معاینه کېږي او بیا جراحي کېږي. ان‌شاءالله، په درېیم پړاو کې به هغوی شاوخوا لس ورځې وروسته کابل ته راشي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، دې طبي ډلې تېر کال هم ۸۵ هغه ماشومان، چې د شونډو یا تالو پرېوالی یې درلود، په بریالۍ توګه جراحي عملیات کړي دي.

تلګرام