دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو تر بهیره څو میاشتې وروسته، اوس یو ځل بیا اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی دی.
دغو ښارونو کې مېشت افغانان د خپل وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندوي او له اسلامي امارت او د کډوالو له ملاتړو سازمانونو غواړي چې دغه برخه کې پاملرنه وکړي.
پاکستان کې افغان کډواله، فرشته وایي: «په اسلام‌ اباد او راولپېنډۍ کې د افغان کډوالو ایستلو یو ځل بیا زور اخیستی او د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ او د کډوالو د نورو ملاتړو بنسټونو چوپتیا د پوښتنې وړ ده.»
بل افغان کډوال، عتیق منصور و ویل: «ښځې او ماشومان هم دغه بهیر کې شامل دي خو د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د دوی چوپتیا د اندېښنې وړ ده، ځکه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي، که د ACC یا PoR کارتونه ولري او که بې اسناده وي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان شمېرې ښيي، چې د اپرېل له لومړۍ د روانې مې تر دولسمې څه باندې ۱۲۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه کړای شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان تازه ویلي:«د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸زره افغانان راستانه شوي دي، چې ډیری یې په جبري توګه را ایستل شوي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان له څه باندې ۶۸ زره راستنو شویو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو سره د سرپناه، خوړو، روغتیایي خدمتونو او د خوندیتوب د ملاتړ برابرولو مرستې کړې دي.»
د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان پویا و ویل: «د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د افغانستان مسوولین باید خپل مسوولیت ادا کړي، له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي او د اسنادو پر بنسټ د کډوالو د ایستلو مخه ونسي.»
تر دې وړاندې په ایران کې هم یو شمېر افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر پر زور اخیستو په نیوکې سره د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کړې وه.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
د افغانستان په تړاو د ټولیز امنیت تړون سازمان د وزیرانو شورا د کاري ډلې۴۱مه غونډه په مسکو کې جوړه شوه.
که څه هم د سرپرست حکومت له لوري په ځلونو ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر وړاندې کار وانخیستل شي؛ خو داسې برېښي چې د ځينو هېوادونو لپاره دا ډاډ کافي نه‌دي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې غونډه کې د افغانستان روان وضعیت، د دغه هېواد له خاورې احتمالي راپورته شوي ګواښونه ارزول شوي دي.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو هر اړخیز توګه نظرونه تبادله شول او د دغه هېواد له خاورې بالقوه خطرونو او ګواښونو ته نغوته وشوه. په دې غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو لخوا د افغانستان د خلکو لپاره د بشري او اقتصادي ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وشو. ګډونوالو په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او په دغه هېواد کې د سولې له بهیر سره د مرستې د دوام د اړتیا په تړاو ګډ دریځ غوره کړ.»
دا غونډه د ټولیز امنیت تړون سازمان د سرمنشي د مرستیال په کوربتوب او د غړو هېوادونو د پلاوو په ګډون په مسکو کې وشوه.
ګډونوالو د افغانستان د وضعیت د څارنې پر دوام ټینګار وکړ او د غړو هېوادونو له لوري یې د افغانانو د بشري او اقتصادي ملاتړ دوام مهم وباله دغه راز د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډ دریځ خپل کړ.
ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي که‌چېرې د دغه سازمان غړي هېوادونه واقعاً غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، باید د څو اړخیزو سیاستونو پر ځای، د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ په اړیکه کې شي.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان له لوري د افغانستان وضعیت په داسې حال کې ارزول کېږي، چې پرون د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي هم د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل او د افغانستان د روان وضعیت او د سیمې د امنیت پر ارزولو سربېره یې د افغانستان د ثبات لپاره د رغنده خبرو پر دوام هوکړه وکړه.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت د پای ته رسېدو پرېکړه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټامي پیګوټ وايي، چې دغه پروګرم به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۲مه پای ته ورسېږي.
ښاغلی پیګوټ زیاتوي:«اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب حالت پای ته ورسېږي. دا حالت له پیله د یوه لنډمهالي اقدام په توګه په پام کې نیول شوی و او اوس یې دا موقتي دوره پای ته رسېږي. د نورو معلوماتو لپاره باید د امریکا د کورني امنیت وزارت ته مراجعه وشي.»
له دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي پرمختګ نښه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل په دې هکله وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه، چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو شرایط نه‌پوره کوي. د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګندوي.»
خو دا پرېکړه له غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.
د امریکا د استازو جرګې غړی جو مورل دا پرېکړه د نه‌منلو وړ بللې او ټینګار یې کړی، چې ډېری دغه کډوال هغه کسان دي، چې له امریکا سره یې له مرستې وروسته خپل هېواد پرېښې او اوسمهال د هغوی وتل ناعادلانه دي.
د امریکا د استازو جرګې غړی جو موریل څرګندوي:«ډېری دغو کډوالو د «متحده ایالتونو» له پوځ سره تر مرستې وروسته خپل هېواد پرېښی دی او له هغوی مخ اړول د منلو وړ نه‌دي.»
د افغان ایوک سازمان مشر چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد ملاتړی دی، د امریکا دا پرېکړه یې غندلې او دغه کار یې «لیونتوب» بللی دی.
د افغان ایوک د سازمان مشر شان ون ډایو وايي:«دغه کسان د امریکا له خوا دغه هېواد ته راوستل شوي. دوی یوازې لنډمهالي ملاتړ ته اړتیا نه‌لري. کله چې موږ له افغانستانه ووتو، دوی هم زموږ له خوا دلته راوستل شول او درې نیم کاله کېږي، چې دلته ژوند کوي. موږ دوی دلته راوستي، نو موږ د دوی پر وړاندې مسوول یو. موږ باید دوی خوندي وساتو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت هم اعلان کړی، چې د هغو افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرم به د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۲مه پای ته ورسېږي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته امریکا ته کډوال شوي دي.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د سویل ختیځ زون په کچه ۴۴۷ پولیس له یوې میاشتې مسلکي، عقیدتي او روزنیزو زده کړو وروسته فارغ شول.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان قاري روح الله عبیده پکتیا ته د سفر پرمهال دغې فراغت غونډه کې پولیسو ته ویلي، چې اسلامي پولیس د ټولنې رښتینې خدمتګاران دي، د شفقت، عدالت او رښتینوالۍ په اساس کولای شی چې د ولسونو په زړونو کې ځای پیداکړئ او ټینګار یې کړی چې د خپلو دندو پرمهال د عالیقدر امیرالمؤمنین ټول فرامین په ښه ډول تطبیق کړئ.
نوموړي پولیسو ته سپارښتنه کړې:”په زور قوانین مه پلي کوئ، چک پواینټونو کې د تلاشۍ پر وخت خلکو سره ښه چلند وکړئ، تر څو خلک ستاسې قوانینو او اصولو ته غاړه کېږدي”.
د سویل ختیځ زون اسلامي پولیسو روزنیز مرکز قوماندان سمیع الله خالد وايي، چې فارغ شويو پولیسو ته په اسلامي، عقیدتي، مخابرې، اطفایې، د پولیسو عملیات او د سلاح تخنیک په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي، چې له دې وروسته به په ولایتونو کې خپلې دندې ترسره کوي.
چارواکو د یادې فراغت غونډې پرمهال، فارغ شویو پولیسو ته سپارښتنې وکړې چې د خپلو دندو پرمهال خلکو سره ښه چلند وکړي او ولسونو ته رښتینې خدمت وکړي.
فارغ شوي پولیس وايي، دوی ښه روزنه او مسلکي زده کړه ترلاسه کړې او ولس ته په رښتینې ډول د خدمت او امنیت ډاډ ورکوي.
د اسلامي پولیسو روزنیز مرکز مسوولینو د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت راتګ وروسته تر دې مهاله یاد مرکز څخه ١١ زره ١١٢ پولیس له مسلکي او اخلاقي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د عدلیې وزارت د انسجام رییس د عمرې د فصل پای په نوم یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د سیاحتي شرکتونو په ملاتړ په ټینګار سره ویلي، باید د دغو شرکتونو ستونزې حل شي.
د عدلیې وزارت د انسجام رییس، احمد ضیاء خبیب و ویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ موږ یو ځل بیا د دوی په ټولنو غور کوو، د دوی ستونزو ته به رسېدنه کوو. زموږ یو نظام دی، یو قاعد دی او یو مو امیر دی.»
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو مسوولینو هم دغه غونډه کې ټینګار کړی چې سیاحتي شرکتونه باید هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته پر نړۍوالو معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال، قدرت‌الله جمال و ویل: «که څه هم درون مسوولیت را پر غاړه دی خو په ورته مهال د ولس هم راته سترګې دي او د اسلامي مارت هم. اسلامي امارت دغه هېواد کې د ولس ستونزو لپاره یوازې نه دی.»
د ټرانسپورټ وزارت عملیاتي مرستیال، غلام جیلاني وفا و ویل: «هر هوایي ډګر کې له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانان په دغو خدمتونو کې ښکېل دي او کوښښ کوي چې دغه خدمتونه د نړۍوالو معیارونو او د سفر د ټولو اسانتیاو سره ترسره کړي.»
تردې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ویلي و چې ځینې دغه ډول شرکتونه په انساني قاچاق کې لاس لري.
له دې سره هم مهاله،، د دې غونډې جوړوونکو د خپلو لاسته ‌راوړنو په تړاو د مالوماتو پر وړاندې کولو سربېره، له سیاحتي شرکتونو وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کړي.
د سیاحتي شرکتونو د ټولنې رییس، محمد ګلاب سلطان ‌زوی و ویل: «له ټولو سیاحتي شرکتونو غواړم چې د عمري خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې سالم رقابت وکړي.»
د غونډې په پای کې هغو سیاحتي شرکتونو ته چې غوره خدمتونو یې وړاندې کړي، ستاینلیکونه ورکړل شول.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: په غزه کې د تاوتریخوالي او انساني ناورین د زیاتېدو له دوام سره سم، د هرات اوسېدونکو او شتمنو د غزې له اړمنو سره ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.
دغه پیسې په ۳۸ پړاوونو کې غزې ته رسېدلي او د ټپیانو درملنې، څښاک پاکو اوبو او خوړو برابرولو په برخو کې لګول شوې دي.
امیر محمد خادم چې هرات کې د دغو ولسي مرستو همغږی کوونکی دی وايي، مرستې یې په منظم ډول راټولې کړي او په پنځه زریزو او لس زریزو کڅوړو کې غزې ته استول کیږي.
امیر محمد خادم زیاته کړه: «یو لک او ۹۰ زره امریکايي ډالر مو په ټولیز ډول واستول، په ځینو پړاوونو کې پنځه زره، اته زره او په ځینو پړاوونو کې مو لس زره ډالر واستول. د څلور سوه، درې سوه او دوه سوه ډالرو په څېر جزوي مرستې موږ نه حسابوو، په ۳۸ پړاوونو کې مو تر دې مهاله مرستې لېږلې چې یو لک او ۹۰ زره امریکايي ډالر کیږي.»
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په وروستیو میاشتو کې په غزه کې لسګونه تنه په ځانګړي ډول ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د اسراییلو له لوري د غزې محاصرې او د بشري مرستو مخنیوي د غزې اوسېدونکي له سختې لوږې سره مخ کړي او د زرګونو خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
اسراییل له څه باندې یو نیم کال راهیسې پر غزې یرغل پیل کړی چې د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو پر بسټ، دغه موده چې څه د پاسه ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ زره نور ټپیان دي.
د اسراييلي پوځیانو مرګونو بریدونو ترڅنګ سخته لوږده او د ژوند لومړنیو اسانتیاو نشتوالي په جدي ډول د غزې د اوسېدونکو ژوند ستونزمن کړی دی.

تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي، تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره کتلي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې ترڅنګ د برېښنا انرژۍ لېږد او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د تاجکستان د انرژۍ وزیر، د افغانستان اسلامي امارت پلاوي پر راتګ خوښي څرګنده کړې او افغانستان یې د تاجکستان یو اسلامي ګاونډی هېواد بللی دی.
هغه، پر دې هم خوښي ښودلې چې له افغانستان سره د یو مسلمان ګاونډي هېواد په توګه د انرژۍ لېږد، ثبات او امنیت په برخه کې ګډ کار کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس هم، ویلي چې افغانستان له تاجکستان سره په بېلابېلو برخو کې مشترکات لري او د اسلامي امارت تل هڅه کوي چې له ټولو نړیوالو په تېره ګاونډیو اسلامي هېوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.
د کتنې پای کې، دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو په توګه به د برېښنا انرژۍ د هر اړخیز ثبات په برخه کې په ګډه کار وکړي.

تلګرام
دید خبرې آژانس: د خوست ولایت د کانونو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شمل دوه منده ولسوالۍ کې د کوارتزو یو کان کشف شوی دی.
د یاد ولایت د کانونو رییس مولوي صادق جان حمزه ویلي چې دا کان د دغه ریاست د انجینرۍ ټیم له لوري کشف شوی، چې د رګونو پراخوالی او د منرال شفافیت ته په کتو یو بډای کان بلل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د کوارتزو دغه کان زیاتره رګونه په شېلونو او رسوبي ډبرو کې موندل شوي، چې د اقتصادي ارزښت له پلوه ډېر مهم ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې خوست ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له پلوه د هېواد په جنوب ختیځ زون کې یو بډای ولایت ګڼل کېږي، چې تر دې وړاندې هم په کې د بېلابېلو مهمو کانونو نښې نښانې موندل شوې دي.
تلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال انډریو سبرټون وایي، امریکا پر بهرنیو مرستو د وروستي بندیز سره د دغه سازمان ۳۳۰ میلیونه ډالره بودیجه کمه کړې چې په خبره یې، تر ټولو ډېر اغېز یې پر افغانستان کړی.
انډریو سبرټون چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال هم دی، په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې د مرستو د ځنډېدو له امله افغانستان کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د دغه سازمان مرستندویه پروګرامونه بند شوي دي.
د هغه په خبره، د دغو پروګرامونو په بندېدو سره به افغانستان کې ۶.۳ میلیونه خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د مېندو مړینې شمېر پکې لوړې دي او په خبره یې، افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون اړوند د درملنې وړ ناروغیو له امله مري.
انډریو سبرټون ویلي، افغانستان ته په سفر کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د نجونو پر زده کړو او حقونو هم خبرې کړې دي.
هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «ما په ځانګړې توګه ټینګار وکړ چې که تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځینو او پوهنتونو دروازې بندې وي نو راتلونکي کې به د هغو قابلو لپاره بدیل نه وي چې عمر یې زیاتیږي او بیا تقاعد کیږي. دا په ټول هېواد او زموږ پر خدمتونو ډېرې بدې اغېزې لري.»
د ملګرو ملتونو مرستیال ویلي، د اسلامي امارت چارواکو له نوموړي سره کتنه کې د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې خو د سبرټون په خبره، دغو چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان به د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې وي.
انډریو سبرټون د روانې مې میاشتې له ۴مې تر ۹مې افغانستان ته راغلی و او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست، د بامیان له والي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال او د اسلامي امارت له ځینو نورو چارواکو سره یې کتلي و.

تلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM