دید خبری آژانس | پشتو
190 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د «کام‌ایر» شرکت له رئیس زمري کامګار او د «ایریل کام» شرکت له رئیس نادربابایوف سره کتلي دي.

د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او د جوزجان ولایت د طوطي میدان ساحې د ګازو پر قرارداد خبرې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر، د قرارداد او د يادې سیمې د اکتشاف او استخراج په اړه د خبرو ترڅنګ، د هېواد د کانونو له قوانینو سره سم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: جلال‌اباد ښار کې د تېرې ورځې سخت توپاني باد او باران له امله یو تن مړ او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس مولوي سیف‌الله خالد باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې سخت باد او باران د ښار بېلابېلو برخو ته زیان اړولی، چې له امله یې لسګونه ونې، دوه مخابراتي پایې، سولري شیشې او یو شمېر نور تجهیزات غورځېدلي او تخریب شوي دي.

د چارواکو په وینا، د باران شدت په ځینو سیمو کې د سړکونو د بندېدو لامل شوی و، خو د ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو پر مټ د اوبو د جمع کېدو سیمې پاکې او عمومي لارې یې بېرته خلاصې شوې دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایي پروګرام «يو‌ان‌ډي‌پي» له رئیس سټېفن سره کتلي دي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ویلي دي: د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «يو‌ان‌ډي‌پي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د «ام‌سي‌سي» چینايي شرکت له عمومي رئیس وانګ جي چینګ سره په کتنه کې، د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وياند عنايت الله الکوزي په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي چې

دې کتنه کې، مولوي نجیب الله حقاني د افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې کړې او ويلي يې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي په هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي.

هغه زیاته کړې چې په اوسني عصر کې د نړۍ په هره برخه کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا وده چټکه شوې او د سالمې استفادې په صورت کې د چارو د ترسره کېدا لپاره په لوړه کچه ترې ګټه اخیستل کېږي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کینیا په پلازمینې نایروبي کې د ظاهر قدیر دویمه محکمه له کومې پایلې پرته پایته ورسېده.

د بي بي سي د راپور له مخې، ښاغلی قدیر د پنجشنبې په ورځ د کینیا پلازمېنه په نایروبي کې خپلې دویمې محکمې ته حاضر شو، خو دا محکمه بې له کومې پایلې پای ته ورسېده.

د ښاغلي قدیر د وکیل په وینا، هغه امریکا ته د مخدره توکو او وسلو په قاچاق تورن دی او امریکا ته یې د سپارل کېدو په تړاو اندېښمن دی.

د ظاهر قدیر وکیل، اومېګا اوچینګ ویلي: «محکمه کولای شي چې دا غوښتنه رد کړي؛ په تېره بیا که موږ په دې قضیه کې کافي اسناد وړاندې کړو. زموږ پر باور، د دې قضیې تر شا سیاسي انګېزې شته. له همدې امله غواړو چې هغه امریکا ته ونه سپارل شي. موږ باور لرو چې دا د امریکا له خوا یوه دسیسه ده چې هغه ونیسي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: یو شمیر کډوال چې له پاکستانه ایستل شوي وایي ټول شته یې په پاکستان کې پاتې دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل، پر نورو ستونزو سربېره، په دغه هېواد کې د هغوی د شتمنیو پاتې کېدل هم یوه له بنسټيزو ستونزو ګڼل کېږي.

ادم خان، چې څلوېښت کلن دی او په پاکستان کې زېږېدلی، اوس د خپلې کورنۍ له دیارلسو نورو غړو سره له پاکستانه را اېستل شوی دی.

دی وایي، درې سوه زره کلدارې شتمني یې هم په هغه هېواد کې پاتې شوې او اوس خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت له هوايي له ډګره سعودي عربستان ته د حجاجو د لېږد لړۍ تېره ورځ (جمعه) پیل شوې ده.

تېره ورځ زر تنه حاجیان په درېیو الوتنو کې د هرات له هوايي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ولاړل.

د مسوولینو د شمېرو پربنسټ، په پام کې ده چې له لویدیځې حوزې پنځه زره حاجیان په نوولس الوتنو کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رییس، سیف الدین عزیزي و ویل: «۷۸۶ تنه هغه کسان دي چې د کرونا له وخت راهیسې پاتې وو، ۳۰۰ د سږ کال پچه اچونې له لارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د مشر له لوري ځینو مجاهدینو ته سهمیه ځانګړې شوې وه او ټولټال ۱۳۱۵ کسان له هراته حج ته ځي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلام اباد له لوري د هند پر ځینو برخو د نننیو (شنبه) بریدونو سره د هند او پاکستان ترینګلتیاوې بې سارې کچې ته رسېدلې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان دغو بریدونو کې د ځینو نورو برخو تر څنګ د هند اس – ۴۰۰ دفاعي سیسټم هم لمنځه وړی دی خو د هند پوځ دغه ادعا رد کړې ده.

تر دې عملیاتو وروسته، پاکستان خپله هوایي حریم نن د ماسپښین تر ۱۲ بجو په لنډمهالې توګه تړلی دی.

د هندي تر کنټرول لاندې د کشمیر یوې اوسېدونکې، مسکان و ویل: «موږ د یوې سترې چاودنې غږ واورېد، ټول بهر را و وتو. موټر مو خراب شوي و، ټول خلک وېرېدلي وو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وړمه ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۸۲۰ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د تورخم له لارې ۲۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۱۸۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۷۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶۱ زره ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه پرون (شنبې، د غويي ۲۰مه) په کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، په دې غونډه کې چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ګډون درلود، له کابل سره د اسلام‌اباد او بېجینګ، سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: ځینې افغان کډوال، چې په ایران کې مېشت دي، له دغه هېواده غواړي، چې د دوی د جبري ایستلو لړۍ دې ودرول شي.

دوی د هېواد له سرپرست حکومت او د کوربه هېواد له چارواکو غواړي، چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.

په ایران کې افغان کډوال صفر بارز وايي:«د افغانستان کډوال د ایران له لوري له پراخو او بې‌نظامه ایستلو سره مخ دي، او تر دې دمه د دغو جبري ایستلو د مخنیوي لپاره هېڅ اغېزمن اقدام نه‌دی شوی.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند د هغو څرګندونو له ردولو سره، چې ګواکې هند د افغانستان ځينې برخې په نښه کړي، ویلي، چې هند پر افغان خاوره هېڅ ډول برید نه‌دی کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې افغان ملت د سیمې له حقیقتونو خبر دی او پوهېږي، چې په تېر یو کال کې کوم هېواد افغان ولسي وګړي په نښه کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویکرم میسري په دې هکله وویل:«یو ځل بیا دغه بشپړه بې‌اساسه ادعا راپورته شوې، چې د هند توغندي پر افغانستان لګېدلي. دا ادعا په ټوله کې بې‌بنسټه ده. یوازې غواړم ټینګار وکړم،افغانانو ته د دې یادولو اړتیا نشته، چې کوم هېواد یوازې په یوه نیمه کال کې څو ځله د افغانستان ولسي وګړي او غیرنظامي زیربناوې په نښه کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازه له اووه مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د سوداګرۍ پرمخ پرانيستل شوه.

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه او ځینې سوداګر له پاکستانه غواړي چې د سوداګرۍ پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسيب الله ګرديزي و ویل: «د پکتيا ډنډ پټان د خرلاڅي دروازه تېره ورځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل او پر دې لار د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، ډېر ځل په جزوي خبرو دغه لار تړي او په راتلونکې کې بايد ستونزې جوړې نه کړي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي.
عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې نږدې درې نيم سوه چک ډيمونه جوړ شوي دي.
نوموړی زياتوي چې د اسلامي امارت شته شاوخوا اويا زره غړي د امنيت خونديتوب او هېواد څخه د دفاع لپاره بسنه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي:«کله کله موږ خپلو مسوولانو ته هم وایو، ځان ته هم وایو، ډلګي مشرانو ته هم وایو چې همدغه مجاهدین همداسې وساتئ، نه به بهرنی سړی پر افغانستان برید وکړي او نه به په دننه هېواد کې امنیت خراب شي؛ خو که ما او تا د دې په فکر کې شو، چې ډله اضافه کړو، راځه هر لوچک او لوفر او غل راوله او د ځان ډلګي دې پرې قوي کوه، بیا نو خدای دې نه‌کړي بیا به دغه امنیت نه‌وي او بیا به سر ټکوئ او بیا به موږ هم پرېښانه یو.»
دید خبری آژانس | پشتو
دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي. عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي،…
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی چارواکی د خپلې وينا په يوه بله برخه کې وايي چې اسلامي امارت مسووليت لري ترڅو خلکوته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې د هېواد بېلابېلو برخو کې د ۳۴۰ چک ډيمونو د جوړېدو سربېره څو ستر بندونه هم جوړ شوي دي.
عبدالطيف منصور زیاتوي:«اسلامي امارت هم د هرې ولسوالۍ لپاره یو دغسې چک ډیمونه په نظر کې نیولي وو؛ ځکه ډېره زیاته وچکالي وه، بیا نو د مشرتابه محترم مقام دغو درې وزارتونو، د اوبو او انرژۍ، د کلیو پراختیايي او کرنې وازرتونو ته لارښونه وکړه، چې په هرې ولسوالۍ کې یو چک ډیم جوړ کړئ.»
ورته مهال د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د اوبو تنظيم برخه کې د ۱۵ مېليونه افغانيو په لګښت د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
هم مهاله د پکتيا د اوبو او انرژۍ رياست لپاره د څه د پاسه ۱۲ مېليونه افغانيو په لګښت د دوه پوړيزې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.

ټلګرام
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
هبة الله آخند استخباراتو ته:تخریبي پلانونه باید شنډ شي
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر د افغانستان د استخباراتو له ریاسته غوښتي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي.
شیخ هبت‌الله اخندزاده د استخباراتو ریاست مسوولانو لپاره په یوه جوړ شوي سیمینار کې، استخبارات «د اسلامي نظام د ملا تیر» بللی او د شریعت پر تطبیق او پر ذهنیت جوړولو یې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې شیخ هبت‌الله اخندزاده په دغه یو ورځني سیمینار کې ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام پر وړاندې تخریبي پلانونه باید ناکام او شنډ کړل شي.
ښاغلی فطرت وايي:«عالي قدر امیر المومنین په اسلام کې د استخباراتو، ارزښت، اهمیت او دنده تشریح کړه او استخبارات یې د اسلامي نظام د ملا تیر وبلل او وې ویل، چې استخبارات باید د اسلامي نظام د دښمنانو ټول فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي، اسلامي شعایرو د سپکاوي مخه ونیسي او له نورو ادارو سره په ګډه، د شریعت د تطبق هڅې وکړي.»
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت د ډیپلماسۍ له انسټېټیوټه د څلورمې دورې د فارغینو په مراسمو کې، له کورني او بهرني شره د هېواد د ساتنې پر ټينګار سره د ملي یووالي ټینګښت مهم بللی دی.
د امیرخان متقي په وینا، اسلامي امارت د ملي ګټو پر بنسټ د کورني او بهرني سیاست جوړولو لپاره هڅې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلی:«موږ او تاسې باید راتلونکی افغانستان له شره وساتو، هم له داخل شر او هم له بهرني شر څخه، دا مسوولیت دی، الله تعالی به له موږ پوښتنه کوي. موږ د همدې لپاره شپه او ورځ الحمدالله یوه وکړې ده، له بهرنیو سره داسې تعامل ولرو، چې هېواد ته مو زیان ونه‌رسېږي، څنګه د مینې تعامل ولرو چې څوک د بې‌ګانګۍ حساس ونه‌کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تېره ورځ د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په درې‌ اړخیزه غونډه کې، له کابل سره د اسلام‌اباد او بیجینګ سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پرمختګ هیله‌ یې وښوده.

تلګرام