دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند (د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې، د کتاب ارزونې او د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح) کمېسیونونو د فعاليتونو راپور نن د یوې غونډې په ترڅ کې له رسنيو سره شريک شو.

د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، وویل چې په تېرو څه باندې څلور لسیزو او په تېره بیا ۲۰ کلن اشغال پر مهال، په افغانستان کې د نظامي یرغل ترڅنګ، فکري او کلتوري یرغل هم شوی و او د افغانانو د ارزښتونو د بدلولو ډېرې هڅې وشوې؛ خو د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت بېلابېلو کمېسیونونو هڅې کړې چې په هېواد کې موضوعات په ښه او دقیق ډول وڅېړل شي او په اړه یې د ټولنې په ګټه پرېکړې وشي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د روسیې او چین ولسمشرانو ویلي باثباته افغانستان غواړي چې پکې نشه يي توکي نه وي او له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

د چین ولسمشر چې مسکو ته یې سفر کړی، له خپل روسي سیال سره ټینګار وکړ، چې دا دواړه هېوادونه یو باثباته، له ترهګرۍ پاک او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې افغانستان غواړي.

د روسیې ولسمشر هم، د افغانستان د مسایلو په حل کې د سیمه ‌ییزو غونډو او هېوادونو رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې روسیه او چین په دې برخه کې ګډ دریځ لري.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د «کام‌ایر» شرکت له رئیس زمري کامګار او د «ایریل کام» شرکت له رئیس نادربابایوف سره کتلي دي.

د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او د جوزجان ولایت د طوطي میدان ساحې د ګازو پر قرارداد خبرې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر، د قرارداد او د يادې سیمې د اکتشاف او استخراج په اړه د خبرو ترڅنګ، د هېواد د کانونو له قوانینو سره سم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: جلال‌اباد ښار کې د تېرې ورځې سخت توپاني باد او باران له امله یو تن مړ او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس مولوي سیف‌الله خالد باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې سخت باد او باران د ښار بېلابېلو برخو ته زیان اړولی، چې له امله یې لسګونه ونې، دوه مخابراتي پایې، سولري شیشې او یو شمېر نور تجهیزات غورځېدلي او تخریب شوي دي.

د چارواکو په وینا، د باران شدت په ځینو سیمو کې د سړکونو د بندېدو لامل شوی و، خو د ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو پر مټ د اوبو د جمع کېدو سیمې پاکې او عمومي لارې یې بېرته خلاصې شوې دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایي پروګرام «يو‌ان‌ډي‌پي» له رئیس سټېفن سره کتلي دي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ویلي دي: د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «يو‌ان‌ډي‌پي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د «ام‌سي‌سي» چینايي شرکت له عمومي رئیس وانګ جي چینګ سره په کتنه کې، د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وياند عنايت الله الکوزي په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي چې

دې کتنه کې، مولوي نجیب الله حقاني د افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې کړې او ويلي يې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي په هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي.

هغه زیاته کړې چې په اوسني عصر کې د نړۍ په هره برخه کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا وده چټکه شوې او د سالمې استفادې په صورت کې د چارو د ترسره کېدا لپاره په لوړه کچه ترې ګټه اخیستل کېږي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کینیا په پلازمینې نایروبي کې د ظاهر قدیر دویمه محکمه له کومې پایلې پرته پایته ورسېده.

د بي بي سي د راپور له مخې، ښاغلی قدیر د پنجشنبې په ورځ د کینیا پلازمېنه په نایروبي کې خپلې دویمې محکمې ته حاضر شو، خو دا محکمه بې له کومې پایلې پای ته ورسېده.

د ښاغلي قدیر د وکیل په وینا، هغه امریکا ته د مخدره توکو او وسلو په قاچاق تورن دی او امریکا ته یې د سپارل کېدو په تړاو اندېښمن دی.

د ظاهر قدیر وکیل، اومېګا اوچینګ ویلي: «محکمه کولای شي چې دا غوښتنه رد کړي؛ په تېره بیا که موږ په دې قضیه کې کافي اسناد وړاندې کړو. زموږ پر باور، د دې قضیې تر شا سیاسي انګېزې شته. له همدې امله غواړو چې هغه امریکا ته ونه سپارل شي. موږ باور لرو چې دا د امریکا له خوا یوه دسیسه ده چې هغه ونیسي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: یو شمیر کډوال چې له پاکستانه ایستل شوي وایي ټول شته یې په پاکستان کې پاتې دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل، پر نورو ستونزو سربېره، په دغه هېواد کې د هغوی د شتمنیو پاتې کېدل هم یوه له بنسټيزو ستونزو ګڼل کېږي.

ادم خان، چې څلوېښت کلن دی او په پاکستان کې زېږېدلی، اوس د خپلې کورنۍ له دیارلسو نورو غړو سره له پاکستانه را اېستل شوی دی.

دی وایي، درې سوه زره کلدارې شتمني یې هم په هغه هېواد کې پاتې شوې او اوس خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت له هوايي له ډګره سعودي عربستان ته د حجاجو د لېږد لړۍ تېره ورځ (جمعه) پیل شوې ده.

تېره ورځ زر تنه حاجیان په درېیو الوتنو کې د هرات له هوايي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ولاړل.

د مسوولینو د شمېرو پربنسټ، په پام کې ده چې له لویدیځې حوزې پنځه زره حاجیان په نوولس الوتنو کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رییس، سیف الدین عزیزي و ویل: «۷۸۶ تنه هغه کسان دي چې د کرونا له وخت راهیسې پاتې وو، ۳۰۰ د سږ کال پچه اچونې له لارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د مشر له لوري ځینو مجاهدینو ته سهمیه ځانګړې شوې وه او ټولټال ۱۳۱۵ کسان له هراته حج ته ځي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلام اباد له لوري د هند پر ځینو برخو د نننیو (شنبه) بریدونو سره د هند او پاکستان ترینګلتیاوې بې سارې کچې ته رسېدلې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان دغو بریدونو کې د ځینو نورو برخو تر څنګ د هند اس – ۴۰۰ دفاعي سیسټم هم لمنځه وړی دی خو د هند پوځ دغه ادعا رد کړې ده.

تر دې عملیاتو وروسته، پاکستان خپله هوایي حریم نن د ماسپښین تر ۱۲ بجو په لنډمهالې توګه تړلی دی.

د هندي تر کنټرول لاندې د کشمیر یوې اوسېدونکې، مسکان و ویل: «موږ د یوې سترې چاودنې غږ واورېد، ټول بهر را و وتو. موټر مو خراب شوي و، ټول خلک وېرېدلي وو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وړمه ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۸۲۰ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د تورخم له لارې ۲۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۱۸۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۷۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶۱ زره ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه پرون (شنبې، د غويي ۲۰مه) په کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، په دې غونډه کې چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ګډون درلود، له کابل سره د اسلام‌اباد او بېجینګ، سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: ځینې افغان کډوال، چې په ایران کې مېشت دي، له دغه هېواده غواړي، چې د دوی د جبري ایستلو لړۍ دې ودرول شي.

دوی د هېواد له سرپرست حکومت او د کوربه هېواد له چارواکو غواړي، چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.

په ایران کې افغان کډوال صفر بارز وايي:«د افغانستان کډوال د ایران له لوري له پراخو او بې‌نظامه ایستلو سره مخ دي، او تر دې دمه د دغو جبري ایستلو د مخنیوي لپاره هېڅ اغېزمن اقدام نه‌دی شوی.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند د هغو څرګندونو له ردولو سره، چې ګواکې هند د افغانستان ځينې برخې په نښه کړي، ویلي، چې هند پر افغان خاوره هېڅ ډول برید نه‌دی کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې افغان ملت د سیمې له حقیقتونو خبر دی او پوهېږي، چې په تېر یو کال کې کوم هېواد افغان ولسي وګړي په نښه کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویکرم میسري په دې هکله وویل:«یو ځل بیا دغه بشپړه بې‌اساسه ادعا راپورته شوې، چې د هند توغندي پر افغانستان لګېدلي. دا ادعا په ټوله کې بې‌بنسټه ده. یوازې غواړم ټینګار وکړم،افغانانو ته د دې یادولو اړتیا نشته، چې کوم هېواد یوازې په یوه نیمه کال کې څو ځله د افغانستان ولسي وګړي او غیرنظامي زیربناوې په نښه کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازه له اووه مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د سوداګرۍ پرمخ پرانيستل شوه.

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه او ځینې سوداګر له پاکستانه غواړي چې د سوداګرۍ پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسيب الله ګرديزي و ویل: «د پکتيا ډنډ پټان د خرلاڅي دروازه تېره ورځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل او پر دې لار د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، ډېر ځل په جزوي خبرو دغه لار تړي او په راتلونکې کې بايد ستونزې جوړې نه کړي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM