دید خبری آژانس | پشتو
188 subscribers
2.39K photos
2 videos
2.25K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي له روسیې سره د درې کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند هره شېبه ممکن دی او له متحدینو یې وغوښتل چې پر مسکو نور هم فشار راوړي څو دا اقدام عملي شي.

زېلېنسکي دا څرګندونې په پراګ کې د چک له ولسمشر، پېټر پاول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل، تر هغې چې پر روسیې فشار زیات نه شي، ولادیمیر پوتین به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ رښتینی ګام وانخلي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو که فشار زیات نه شي، روسیه به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ عملي ګام وانخلي. نن ۵۴مه ورځ ده چې روسیې د امریکا له لوري د اوربند د بشپړ وړاندیز هم سترګې پټې کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښې چې په تېر لمریز کال کې د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.

کابل کې یو شمېر د غالۍ پلورونکي د دغه صنعت ارزښت ته په کتو؛ له اسلامي امارت غواړي چې د دغو تولیداتو لپاره د بازار غوړېدو په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي.

محمد هارون، د غالیو پلورونکی وايي: «موږ هره میاشت، که هغه نندارتون د هېواد دننه وي یا بهر، ګډون پکې کوو، خو په بهرنیو نندارتونونو کې د زموږ د هېوادوالو ګډون ډېر محدود وي. یانې موږ ته یوه محدوده ساحه راکول کېږي. له همدې امله زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید موږ ته پراخه ساحه راکړل شي، څو وکولای شو په نړۍوال بازار کې برخه واخلو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو تړون، د مالیې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ، نن په کابل کې لاسليک شوی دی.

د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په دویمه ناحيه کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ د جوړولو تړون د مالیې وزارت د اداري معين مولوي دوست محمد مخلص او د فقیر محمد رحماني ساختماني شرکت د رئيس له لوري لاسليک شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او استوګنیز مارکېټ پروژې ټول مساحت چې د خصوصي سکټور او عامه مشارکت پر بنسټ آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، څه باندې اووه زره متره مربع دی چې له دې جملې څخه ۳۳۶۰ متره مربع یې د ودانیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د ننګرهار ولایت د تورخم عمري کمپ او فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال ټولو راستنېدونکو افغانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

‎ د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ویلي، چې نوموړی د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبيح‌الله نوراني سره یوځای د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی دی.

د اسلامي امارت مرستيال وياند د کمپ له بېلابېلو کمېټو سره په کتنه کې د هغوی کړنې ستایلي او د لا اغېزناکې همکارۍ لپاره یې لازمې مشورې ورکړې.

فطرت څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اسلامي امارت او خلک د راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی کوي او په پوره ژمنتیا به یې خدمت ته دوام ورکړي.


ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له تاجیکستان سره اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواد سره په اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته.

هغه له ګاونډیو هېوادونو سره د باور کچې د لوړولو اهمیت ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې له تاجیکستان سره امنیتي او سرحدي ستونزې د نړۍوالو اصولو پر بنسټ حل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې تړاو وویل:«ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې به تاجیکستان یا کوم بل هېواد ته هېڅ زیان ونه رسېږي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سرحدي مسایل د دولتونو ترمنځ د اصولو پر بنسټ څېړل کېږي. افغانستان له مقابل لوري سرحدي ځواکونو سره ښې اړیکې لري، او د ځینو قاچاقي پېښو د مخنیوي په برخه کې همکاري شوې او دوام لري.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: سږکال د مۍ پنځمه، چې د قابله‌ګانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، «په هر کړکېچ کې د قابله‌ګانو د حیاتي رول» تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه.

قابله‌ګانې، د افغانستان د روغتیا سکتور یوه مهمه برخه ده، چې ان د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم، په تدریجي ډول میندو او نويو زېږېدلو ته خدمتونه وړاندې کوي.

له دې سره هم‌مهاله، په پلازمېنه کې ځینې قابله‌ګانې لا ډېریو زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د زمینې د برابرېدو غوښتونکې دي.

قابله خدیجه شېزاد ویلي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو ډېرې قابله‌ګانې وروزل شي او د هېواد په ټولو د ولایتونو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو جوړ شي، تر څو د میندو او نوزېږو د مړینې کچه راکمه شي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند، قطر ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له چارواکو سره کتلي دي.

د دغه وزارت د ویاند پر وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د نشه‌يي توکو د مخنیوي او ګډو همکاریو پر مسایلو بحث کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وايي:«معین صاحب د قطر د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې له مسوولانو سره کتلي دي. دواړو لوریو په دې کتنه کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کنټرول په اړه نظرونه تبادله کړي او د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۳٫۷ مېلیارد افغانیو د پانګونې په ارزښت د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د تولید پروژې عبارت دي له:

. د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲٫۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په هرات کې د ۴۳٫۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د سمنګانو ولايت د خلم ولسوالۍ په کفتارخانه سيمه کې نن سهار ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی، چې له امله یې درې تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۳ تنه نورټپيان شوي دي.

د سمنګانو د امنيې قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي، ټپيان د ترافيکو منسوبينو لخوا روغتون ته لېږدول شوي

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتياطي او چټک تګ ښودل شوی ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات د ولایت مقام ویاند، مفتي محمد یوسف سعیدي وايي، چې د دغه ولایت والي مولانا اسلام‌جار، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې د سوداګرۍ سکټور فعالان شامل دي، ترکمنستان ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به په دغه سفر کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او ګډو بنسټیزو پروژو د تعقیب په موخه کتنې ولري.

د یادونې وړ ده چې دا ترکمنستان هېواد ته د هرات د والي لومړی سفر دی.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: که څه هم قرغېزستان له افغانستان سره لږې سوداګریزې اړیکې لري خو دغه هېواد د «کاسا زر» د برېښنا لېږد لویه پروژه، چې د افغانستان له لارې تېرېږي، مخته بیایي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د کابل او بیشکک ترمنځ ۶۶ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې تر ډېره قرغیزستان ته د هېواد صادرات المونیمي او مسي لوښې، بخاردېګونه، غالۍ، مېوې او سبزیجات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ سوداګري په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې منځه اووه میلیونه ډالر صادرات او ۵۹ میلیونه ډالر واردات دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: یو شمېر روسي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له معین سره په کتنه کې، د افغانستان پر کانونونو په تېره بیا د سرو زرو او زمردو پر کانونو پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «په دې کتنه کې چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې، د روسي شرکتونو مشرانو د کانونو په برخو کې د خپلو ظرفیتونو، فعالیتونو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، په ځانګړې توګه د سرو زرو او قیمتي ډبرو، په تېره بیا زمردو، په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.»

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد بېلابېلو کانونو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستر فرصتونه برابر کړي او که چېرې په دې برخه کې پانګونه وشي، نه یوازې دا چې د خلکو لپاره به د کار زمینې برابره شي، بلکې د افغانستان اقتصاد به هم وده وکړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کاپیسا د پوهنې رییس په تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ارتقا په مراسمو کې و ویل، د دغه ولایت ۱۰۴ ښوونځي او دیني مدرسې، ودانۍ نه لري چې ډېری یې په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې دي.

د کاپیسا د پوهنې رییس، محمد فرید حقاني بیا وايي: «د ودانۍ نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د زده‌کړو بهیر یې کم‌رنګه کړی دی. همداراز، د پاکو اوبو نشتوالي او د مکتب د وسایلو لکه چوکیو کمبود د زده‌کوونکو نورې ستونزې دي.»

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، د دغې ولسوالۍ پوهنیز مرکزونه په ځانګړې توګه ښوونځي چې له منځنۍ کچې لېسې ته ارتقا کوي، درسي موادو او د مسلکي ښوونکو استخدام ته یې باید ډېر پام وشي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د عامې روغتیا د وزير مولوي نور جلال جلالي له لوري، نن د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د طبي اکسيجن د توليد، جنراټور او د برانکوسکوپي ماشينونه پرانیستل شول.

پر يادې پروژې شاوخوا يو ميليون ۶۵ زره ډالر لګښت راغلی چې د اروپا اتحاديې په مالي ملاتړ د روغتيا نړيوال سازمان له لوري پلې شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر د یادو څانګو په پرانیست غونډه کې، له اروپايي ټولنې او نړیوال روغتیايي سازمان څخه د یادو څانګو د جوړولو په خاطر قدرداني وکړه او ویې ویل چې په اندراګاندي روغتون کې چې د هېواد په کچه د ماشومانو د درملنې په برخه کې یو مهم او مشهور روغتون دی؛ د یادو څانګو فعالول به د ناروغانو د درملنې پر کیفیت مثبت اغېز ولري.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

حمیدالله اخند هم ویلي، چې په هېواد کې د پخوا پرتله د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي په دې هکله وايي:«په دغې کتنه کې د ټرانسپورټ او همدارنګه د هوايي چلند او سربېره پر دې د ټرانسپورټي وسایطو په ارتباط، د پانګوې اچونې او په دغې برخه کې د پانګونې په اړوندو موضوع‌ګانو بحث وشو.»

بلخوا، د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ټول‌ګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له معین سره په جلا کتنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې هڅه کوي عرب پانګوال د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد، د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره کتلي دي.

په دې کتنه کې پاول سبرټون چې د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق «یوان‌اف‌پي‌اې» د عمومي رئيس مرستيال هم دی؛ څرګنده کړه چې دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي له اړوندو امارتي ارګانونو سره د دغه صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسوولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړي.

پاول ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې شوې.

دواړو لورو ترمنځ همدارنګه د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو، چې کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتي وو د خلاصولو پرېکړه وشوه او همدا ډول هوکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

همدارنګه دواړو لوريو ټينګار کړی، چې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او پلاوو تګ راتګ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: پر بشري حقونو د څار بنسټ وايي، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز او له لوړو زده‌کړو د هغوی محرومېدو، په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پراخې ستونزې رامنځته کړې دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو د څانګې مرستیاله هېډر بار له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغان نجونو د ښونیزو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

هېډر بار وايي:«له شپږم ټولګي پر پورته زده‌کړو بندیز، پر طبي زده‌کړو بندیز، لوړو زده‌کړو ته نه لاسرسی، او د کانکور ازموینو او فراغت ورځو په څېر له مهمو شېبو د نجونو حذفېدل، نه یوازې دا چې د نجونو او د هغوی د کورنیو ژوند ته ژور زیانونه اړولي؛ بلکې د هېواد راتلونکي ته یې نه جبرانېدونکي زیانونه رسولي دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام