دید خبری آژانس | پشتو
193 subscribers
2.31K photos
2 videos
2.17K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د می درېیمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په دغې ورځې ځينو خبریالانو، د مشخصې کړنلارې پر تدوین او د رسنیو د قانون د توشیح پر اړتیا له ټینګار سره، اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي؛ پر اقتصادي ستونزو او د دندو پر نه خوندیتوب نیوکه کړې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او په ټولنه کې یې د رسنیو رول مهم بللی دی.

د یوناما رییسې رزا اوتونبایوا ویلي، چې د خبریالانو اقتصادي ستونزو او بندیزونو، افغانانو ته د حیاتي معلوماتو رسول له خطر سره مخ کړي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده، په کندهار کې د کابل ولایت ملکي او نظامي مسوولانو ته د یوه ښوونیز او اصلاحي یو ورځني سیمینار پر مهال، په هېواد کې د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مشر همدارنګه ویلي، چې له سلګونو کلونو وروسته د افغانستان سیاست د دیني عالمانو په واک کې دی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«عالي قدر امیرالمومنین، د مسوولانو پر دیني مسوولیت، د شریعت پر تطبیق، د ولس پر خدمت او د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د بیدارۍ په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او په دې اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال، ډیمیټري مدیدیف ویلي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادعا چې ګواکې امریکا د دویمې نړۍوالې جګړې په بریا کې تر هر بل هېواد ډېر رول درلود، “بې مانا خبرې” دي.

مدیدیف دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې مسکو او واشنګټن د اړیکو پياوړتیا او د اوکراین جګړې د پایته رسولو پر لارو چارو کار کوي.

هغه زیاته کړې، دا چې ټرمپ د مې اتمه رسمي رخصتي اعلانوي، سمه ده خو په خبره یې،هغه ادعا یې چې امریکا د بریا تر ټولو لویه ونډه لرله، “منافقانه مزخرفات” دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسراییل له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندیز له امله زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې ډېر یې د خوړو او درملو د کمښت له امله مړه شوي او د ځینو نورو وضعیت هم ښه نه دی.

ډاکټران خبرداری ورکوی چې حتی نوي زېږیدلي روغ ماشومانو هم له کمزورۍ سره مخ وي او د شیدو، پروټینو او سبزیجاتو نشتون له امله فلسطیني ماشومان د هاضمې په ګډون د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي.

د غزې په سویل کې د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې مشر، یاسر اوبوغالي و ویل: «دا ماشوم څلور میاشتنی دی او د سختې خوارځواکۍ له امله یې وزن ډېر کم دی. دا ماشومان معمولاً له لکټوز سره حساسیت لري او له بده مرغه د جګړې، د پولو د بندښت، او د ځانګړو شیدو د نه شتون له امله په غزه کې هیڅ بدیل نشته.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري سبا (دوشنبه) په ننګرهار کې د کرېکټ د څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو لړۍ پیلیږي.

د فرسټ کلاس په دې سیالیو کې د هندوکش، مېوند، پامیر او ماهیپر څلور لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

د کرېکټ بورډ مسوولینو طلوع‌نیوز ته ویلي، دغه سیالۍ به د ملي او کورني کرېکټ د لوبغاړو په ګډون، د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

فرسټ کلاس سږنۍ ۱۳ سیالۍ به پنځوس ورځې دوام وکړي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، په پام کې ده چې د کوچنیو صنایعو د ودې په پار کوچنیو متشبثینو لپاره یو صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

دغه زر جریبه پراخ صنعتي ښارګوټي به د هرات ښار په لویدیځ کې جوړ شي.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د ځمکې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او ټاکل شوې چې ژر د منظورۍ لپاره مرکز ته واستول شي، څو عملاً پر دې زر جریبه ځمکه کار پیل شي.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، سلګونه پانګوال د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونې سره لېوالتیا لري.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کرنې وزارت وایې، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۲م نندارتون د لیدونکو شمیر زیات شوی دی.

دغه وزارت د داسې نورو نندارتونونو د جوړولو لپاره هڅو د دوام خبره هم کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام محمد کاظم شهامت و ویل: «د نندارتون لیدونکي د تېر پرتله زیات شوي. وزارت دا زیاتوالی د پام وړ او ګټور بولي.»

دغه نندراتون ته راغلي کسان وايي، دا ډول نندارتونونه د افغانستان د صنعت او کرنیز سکټور د ودې لپاره ګټور دي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان له کروندګرو او صنعتکارانو لا زیات ملاتړ وشي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د “افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې” پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.

دغه شورا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي او امنیتي لیدلوریو پر پایلو، د متحده ایالاتو سټراټېژیکو ګټو او د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه خبرې اترې وشي.

د اتلانتیک شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دې سربېره، چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ اوږدمهاله او متحده سټراټېژي نشته؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري مرستې او د بنديانو په ازادېدو کې ځینې پرمختګونه شوي دي. موږ به په دغه هېواد د تحول په حال کې، د سیاسي او امنیتي لیدلورو، د امریکا د سټراټېژیکو ګټو لپاره د هغې پایلې او په افغانستان کې د امریکا د سیاست د پرمختګ مسیر وارزوو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز، پر سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزې ارزولې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس نور احمد نور په هغې غونډه کې چې ” پر سیمې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزو د ارزونې” تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، څرګنده کړې، چې د سیمې هېوادونه، په تېره بیا افغانستان، د اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي ترمنځ له نښتو اغېزمن شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي:«د سټراتېژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال ویلي، له دې امله چې هند او پاکستان زموږ ګاونډیان دي، د تاوتریخوالي زیاتوالی به نه یوازې پر سیمه؛ بلکې پر افغانستان هم مستقیم منفي اغېز ولري. د سیاسي چارو لومړي رییس هم ویلي په کشمیر کې پر ګرځندویانو برید، پخوانۍ شخړې لا زیاتې کړې دي او په پایله کې یې، دواړو هېوادونو داسې ګامونه اخیستي، چې په سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېزه کړې ده، چې کولای شو د واګه بندر تړل کېدو ته نغوته وکړو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي.

ښاغلي شاهین په ملګرو ملتونو کې، د اسلامي امارت د استازي حضور یوه اړتیا بولي او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتوالی کولای شو، د بېلابېلو مسایلو لپاره حل پيدا کړي.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي:«په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور، یوه اړتیا او د اسلامي امارت حکومت یو حق دی. په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي له حصور سره کولای شو د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره حل لار پیدا کړو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړونده هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه کړې ده.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د هنر او کلتور معین، د یاد مرکز کتابتون سمبال او د بېلابېلو علومو او فنونو د مطالعې زېرمتون بللی او ویلي یې دي چې دغه شان مرکزونه کولای شي د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د ایران د فرهنګي چارو مسئول دوکتور روح‌الله حسيني هم، د ایران له فرهنګي مرکز څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین لیدنه؛ د کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال یاد کړی او ژمنه یې کړې ده چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلارې په رڼا کې به د افغانستان د خلکو په خدمت کې وي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کابل ښاروالۍ له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا د کار له پیله خبر ورکوي.

دغه لار د کابل له دارلامان پیل، د کابل او لوګر تر لارې پورې غځېدلې چې په څلورو برخو وېشل شوې او د پلازمېنې اړوند له مهمو او بنسټیزو پروژو شمېرل کېږي.

د یادونې ده، چې د دغې لارې د لومړۍ برخې چارې تېر کال پیل شوې وې؛ خو د قراردادي شرکت د بې غورۍ له کبله یې چارې وځنډېدې.

تازه د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه سړک چارې یې یوه شرکت ته په قرارداد ورکړې چې په راتلونکو شلو میاشتو کې به بشپړې شې.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي له روسیې سره د درې کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند هره شېبه ممکن دی او له متحدینو یې وغوښتل چې پر مسکو نور هم فشار راوړي څو دا اقدام عملي شي.

زېلېنسکي دا څرګندونې په پراګ کې د چک له ولسمشر، پېټر پاول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل، تر هغې چې پر روسیې فشار زیات نه شي، ولادیمیر پوتین به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ رښتینی ګام وانخلي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو که فشار زیات نه شي، روسیه به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ عملي ګام وانخلي. نن ۵۴مه ورځ ده چې روسیې د امریکا له لوري د اوربند د بشپړ وړاندیز هم سترګې پټې کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښې چې په تېر لمریز کال کې د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.

کابل کې یو شمېر د غالۍ پلورونکي د دغه صنعت ارزښت ته په کتو؛ له اسلامي امارت غواړي چې د دغو تولیداتو لپاره د بازار غوړېدو په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي.

محمد هارون، د غالیو پلورونکی وايي: «موږ هره میاشت، که هغه نندارتون د هېواد دننه وي یا بهر، ګډون پکې کوو، خو په بهرنیو نندارتونونو کې د زموږ د هېوادوالو ګډون ډېر محدود وي. یانې موږ ته یوه محدوده ساحه راکول کېږي. له همدې امله زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید موږ ته پراخه ساحه راکړل شي، څو وکولای شو په نړۍوال بازار کې برخه واخلو.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو تړون، د مالیې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ، نن په کابل کې لاسليک شوی دی.

د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په دویمه ناحيه کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ د جوړولو تړون د مالیې وزارت د اداري معين مولوي دوست محمد مخلص او د فقیر محمد رحماني ساختماني شرکت د رئيس له لوري لاسليک شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او استوګنیز مارکېټ پروژې ټول مساحت چې د خصوصي سکټور او عامه مشارکت پر بنسټ آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، څه باندې اووه زره متره مربع دی چې له دې جملې څخه ۳۳۶۰ متره مربع یې د ودانیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د ننګرهار ولایت د تورخم عمري کمپ او فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال ټولو راستنېدونکو افغانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

‎ د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ویلي، چې نوموړی د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبيح‌الله نوراني سره یوځای د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی دی.

د اسلامي امارت مرستيال وياند د کمپ له بېلابېلو کمېټو سره په کتنه کې د هغوی کړنې ستایلي او د لا اغېزناکې همکارۍ لپاره یې لازمې مشورې ورکړې.

فطرت څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اسلامي امارت او خلک د راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی کوي او په پوره ژمنتیا به یې خدمت ته دوام ورکړي.


ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له تاجیکستان سره اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواد سره په اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته.

هغه له ګاونډیو هېوادونو سره د باور کچې د لوړولو اهمیت ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې له تاجیکستان سره امنیتي او سرحدي ستونزې د نړۍوالو اصولو پر بنسټ حل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې تړاو وویل:«ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې به تاجیکستان یا کوم بل هېواد ته هېڅ زیان ونه رسېږي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سرحدي مسایل د دولتونو ترمنځ د اصولو پر بنسټ څېړل کېږي. افغانستان له مقابل لوري سرحدي ځواکونو سره ښې اړیکې لري، او د ځینو قاچاقي پېښو د مخنیوي په برخه کې همکاري شوې او دوام لري.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: سږکال د مۍ پنځمه، چې د قابله‌ګانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، «په هر کړکېچ کې د قابله‌ګانو د حیاتي رول» تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه.

قابله‌ګانې، د افغانستان د روغتیا سکتور یوه مهمه برخه ده، چې ان د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم، په تدریجي ډول میندو او نويو زېږېدلو ته خدمتونه وړاندې کوي.

له دې سره هم‌مهاله، په پلازمېنه کې ځینې قابله‌ګانې لا ډېریو زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د زمینې د برابرېدو غوښتونکې دي.

قابله خدیجه شېزاد ویلي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو ډېرې قابله‌ګانې وروزل شي او د هېواد په ټولو د ولایتونو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو جوړ شي، تر څو د میندو او نوزېږو د مړینې کچه راکمه شي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام