دید خبری آژانس | پشتو
192 subscribers
2.29K photos
2 videos
2.16K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان او هند ترمنځ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، نن په یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه ۶۲۷ میلیونه ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالر یې واردات دي.

ویل شوي چې هند ته د افغانستان په صادراتي اقلامو کې انځر، هېنګ او د هېنګ تخمونه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام او په وارداتي اقلامو کې بوره، خام مواد، منسوجات، د موټرو پرزې، ماشین آلات او نور توکي شامل دي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې”د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول” تر سر لیک لاندې د التقوا نړیوال علمي څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د ننګرهار بېلابېلو امارتي ادارو او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پیل شو.

سرچینې ویلي، چې په دغه علمي نړیوال کنفرانس کې به د انګلستان، استرالیا، ایتوپیا، اندونیزیا، هندوستان، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازي، څېړونکي او علمي شخصیتونه په حضوري او انلاین ډول ګډون وکړي او خپل علمي نظریات به وړاندې کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو د پېژندلو کنفرانس، په تهران ښار کې ترسره شو.


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه کنفرانس کې چې د ایران سوداګریزو چارواکو، تولیدوونکو، اقتصادي فعالانو، د اسلامي شورا د مجلس استازو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی و؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه او شته ننګونې ارزول شوې دي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران په افغانستان کې د ایراني بندیانو وضعیت تعقیبوي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایراني بندیانو شمېر ډېر کم دی؛ خو تهران د هغوی وضعیت په جدي توګه څاري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ یې تعقیبوو، په افغانستان کې د ایراني بندیان شمېر، د یوه لاس د ګوتو شمېر ته هم نه‌رسېږي، له څو تنو زیات نه‌دي. موږ د هغوی د هغوی ټولو وضعیت څاروو، تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، یو کس چې نیول شوی و، هغه بېرته ازاد شوی.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د «راه فردا» ټلویزیون د خبریالانو او کارکوونکو له پرلپسې شکایتونو وروسته چې ګواکې د یاد ټلويزيون د ادارې له خوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي.

د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له خوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د دغه ټلويزيون مسئولين راوغوښتل شول او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته وشوې.

ویل کیږې تر اوسه د دوی له خوا یادې موضوع ته رسیدګي نده شوې، حتی ځینې وختونه له کارکوونکو سره ګواښوونکی چلند هم شوی دی.

له همدې امله د اسلامی امارت د اطلاعات او کلتور وزارت کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جانبينو موضوع د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې د «راه فردا» ټلویزیون فعالیتونه وځنډوي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پُل د رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو، د افغانستان په زیربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې لېوالتیا او د ایران له لوري د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.

د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ایران سفیر ویلي دي: «موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه لیدنه وکړه او ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړې شوې».

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير ملا نور الله نوري، د لوګر د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره کتلي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د قومي مشرانو په استازیتوب، څو تنو په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره، په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی او دا له افغانستان اسلامي امارت سره د ولسونو د ملاتړ پایله ده.

یادو مشرانو له اسلامي نظام څخه د کلک ملاتړ په څرګندولو سره، د خپلې سیمې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له مسئولينو څخه یې د رسیدنې غوښتنه کړې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د افغانستان لومړنۍ ۲۳۰ کسیزې ډلې د حج په سږني مناسکو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي، چې د زیارت کوونکو د سهولت لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاتوي:«د حاجیانو د انتقال لپاره ۹۷ الوتنې په پام کې نیول شوې دي. د دغو الوتنو له لارې به ۳۰ زره حاجیان له هېواده سعودي عربستان ته واستول شي، چې په کې ۶۵۲ ښوونکي هم شامل دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون د «افغانستان: اتصال، امنیت او سیمه‌ییز پرمختګ» تر سرلیک لاندې یو نړۍوال کنفرانس جوړ شو.

د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دولتي امنیت د خدمتونو رییس د دغه کنفرانس موخه د هغو ورانکارو ځواکونو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې نړۍواله همغږي وبلله، چې د افغانستان د بې ثباته کولو هوډ لري.

د اذربایجان رسنیو په راپورونو کې راغلي:«هغه دغه‌راز د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د تاریخي او باور پر بنسټ ولاړو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اذربایجان تل په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره د نړۍوالو نوښتونو ملاتړ کړی دی.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر ویلي د نجونو له زده‌کړو او د ښځو له بشپړې وندې پرته په افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی.

نوموړي کابل ته د خپل سفر په لړ کې، افغانستان کې د ځینو مثبتو پرمختګونو یادونه کړې او له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د لا ډېرو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په دې هکله وايي:«ښاغلي فلېچر ویلي، د افغان ښځو ستونزمن وضعیت لا هم دوام لري او دا موضوع د ملګرو ملتونو له اصلي لومړیتوبونو ده.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کندهار سپین بولدک کې روغتیايي مسوولان وايي، چې د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې یې له پاکستانه د را ایستل شویو ۲ زره او ۶۴۸ هغو کډوالو درملنه کړې، چې په رواني ناروغیو اخته شوي وو.

د مسوولانو په خبره په جبري توګه را ایستل شوي کډوال د یاد هېواد په زندانونو کې په بېلابېلو بڼونو شکنجه او ربړول شوي دي.

کندهار کې د افغاني سرې میاشتي ټولنې د ګرځنده روغتيايي ډلې مسوول محمد مقيم نعيمي په دې هکله وايي:«دلته راغلي کډوال، چې پاکستان کې زنداني شوي د وهلو له امله یې لاهم پر بدن د شکنجې اثار پاتې دي، دوی له رواني ناخوالو کړېږي؛ ځکه د کورنۍ غړي يې پاکستان کې پاتې دي او دوی يوازي راغلي دي».

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، له کجکي بند څخه د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته ویلي دي: له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ازبیکستان هېواد د کرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید په مشرۍ يوه پلاوي د بلخ له والي محمدیوسف وفا سره وکتل.

په دې کتنه کې د ازبکستان هیواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال قرشیوف رستم، د کرنیز صنعت د پراختیا د ادارې مرستیال پیرمنوف اتاجان او یوشمېر نورو تخنیکي مسوولینو شتون درلود.

په غونډه کې همدارنګه د افغانستان د اوبو او انرژې وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غله جاتو رئیس مولوي مصباح الله مستعین او یو شمېر نورو مسؤلینو ترمنځ ګډون درلود.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، په بهرنيو چارو کې د قطر دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره په دوحه کې کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پراختيا او ځينو سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړې دي.

‏د هېواد د بهرنيو چارو وزير، له قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې بللې او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د رییس الورزا اقتصادي مرستیال په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د پراختیا د دریو لویو پروژو پاتې کار پرانیست.

د کندهار، زابل او هلمند په ولایتونو کې د برېښنا د درېیو هغو سترو پراختیايي پروژو چارې چې د جمهوريت له وخته نیمګړې پاتې وې، بېرته پیل شوې.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر چې د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی، وايي اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې بیخ بنایي پروژې پلي کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: نږدې ۶۰ ورځې کېږي چې غزې ته هیڅ ډول خواړه، سون توکي، درمل یا نور اړین توکي نه دې ور ننوتي.

هغه کلابندي چې د اسراییل له لوري لګول شوې، د ۲.۳ میلیونه فلسطینیانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کول له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سویلي غزې په خان‌یونس سیمه کې، د بې‌ځایه شویو کسانو تر خېمو لاندې ماشومان له خپلو کورنیو سره له یوه خیریه پخلنځي خواړه ترلاسه کوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
پل خشتي، چې د کابل له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده، تل د ګڼې ګوڼې او د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د پراخ حضور شاهده وي.

خو اوس د کابل ښاروالۍ په دې سیمه کې د یوه معیاري ځمکتل د کار په پیلولو سره د ښاري وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګام پورته کړی دی.

دغه ځمکتل یا زیرزمینې چې د نویو ښاري سټنډروډونو پر بنسټ جوړیږي، د هېوادوالو لپاره شپږ د ورننوتو او وتو لارې لري. دغه راز، دا پروژه د ۳۴۰ هټيو د ظرفیت لري. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي، د دې پروژې موخه د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د ستونزو هوارول، ښاري پراختیا او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
جلالي افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د لګولو پر څرنګوالي نیوکه کوي

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د لګولو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې ځینې مرستندوی بنسټونه، هغه بودیجه چې افغانستان ته ځانګړې شوې، په سمه او اغېزناکه توګه نه‌لګوي.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د خوړو نړۍوال سازمان افغانستان ته ۷ زره ټنه بې‌ کیفیته خوراکي توکي او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هم د نري رنځ یا توبرکلوز د تشخیص ۶۵۰ غیر معیاري کټونه وارد کړي دي.

نور دلته ولولی

ویب پاڼه | ټلګرام