دید خبری آژانس | پشتو
192 subscribers
2.27K photos
2 videos
2.13K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف ټلیفوني خبرې کړې.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د افغان – ټرانس د اورګاډي د پټلۍ د پروژې او د «افغانستان – ازبیکستان – پاکستان» درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په اړه، چې د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه به وي، خبرې اترې شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ښاغلي سعیدوف د خپل هېواد او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د شته اړیکو د پیاوړتیا په اړه د خوښۍ ترڅنګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان صادرات ازبکستان ته د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سفر د یوې اوونۍ له معافیته خبر ورکړی دی.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوې بیانیه کې ویلي، چې د قطري چارواکو د لیدو لپاره د امیرخان متقي سفر د اپرېل له ۲۷مې د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۴مې نېټې منظور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیانیه کې راغلي:«د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټه، چې د ۱۹۸۸ کال پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوې، د امیرخان متقي پر سفرونو د بندیز معافیت د اپرېل میاشتې له ۲۷مې نېټې، د مۍ میاشتې تر څلورمې نېټې پورې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د لیدنو لپاره تصویب کړ.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: ټاکل شوې، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لومړنی پړاو د غبرګولي میاشتې په اوومه نېټه د هېواد د ۱۱ ولایتونو له داوطلبانو واخیستل شي.

د ملي ازموینو اداره وايي، چې د سږني کال د کانکور ازموینه به په ټول هېواد کې په پنځو پړاوونو کې ترسره شي.

د ازموینو ملي ادارې د مسوولانو په وینا، ټولټال به له ۱۱۲ زرو څخه ډېر داوطلبان د لوړو، نيمه‌لوړو زده‌کړو مؤسسو او د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته جذب شي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: په تېره نږدې یوه میاشت کې، د پاکستان له لوري کابو ۱۲ زره افغان کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته را اړول شوې دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې د ایستل شویو کورنیو په منځ کې، داسې کسان هم شته چې ټول قانوني اسناد لري.

په تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په دې هکله وايي:«١٢ زره کورنۍ راغلي چې شااوخوا ٧٠ زره افراد کېږي، په دې کورنیو کې اسناد لرونکې هم دي او غیر اسناد لرونکې هم دي، اسناد لرونکې کورنۍ مو کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او غیر اسناد لرونکې کورنۍ مو د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته معرفي کړي چې اسلامي امارت د ټولو کورنیو ملاتړ کړی، ټرانسپورټ یې ورکړی او مرستې ورکړل شوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: په بلخ ولايت کې د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو د انتیکو ګروپ پراختيايي افغاني شرکت په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو استخراج کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې چې د نوموړو موخه په افغانستان کې میشتو اوسېدونکو ته د کارموندنې او اقتصادي برخو پیاوړي کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پالل ښودل شوي دي.


د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي اوبو ادریس د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو رستم جبار، آرتورحسین بیګوف سرګي ګافریلوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پرمهال یې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیرمحمد متقي هم برخه اخیستې وه.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته، په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې، داسې اقدامات کړي چې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته جوړ شوی نړۍوال نظم یې ګډوډ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس په دې تړاو پخپل راپور کې ویلي، ټرمپ یوه بې‌سارې نړۍواله تعرفه‌ییزه جګړه پیل کړې، د امریکا د بهرنیو مرستو بودجه یې کمه کړې، د ناټو پر متحدینو یې نیوکې کړي او پر اوکراین د روسیې د برید دریځ یې پر روسیې منلی دی.

راپور زیاته کړې چې هغه ان د ګرينلنډ د نیولو، د پاناما کانال د بېرته ترلاسه کولو او کاناډا د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه خپلولو په اړه هم خبرې وکړې.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ۱۱۰ کلنې شخړې روغه وشوه.

دغه دښمني دوی ته له پلرونو په ميراث پاتې وه او د يوې کورنۍ دوه کسان پکې وژل شوي وو.

د پکتيا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رييس، نصير احمد طايب وايي: «موږ نن د ۱۱۰ کلنې پخوانۍ بدۍ په روغه جوړه کې حضور لرو، قومي مشرانو، مسوولينو او د شخړو د هواري کمیټې مسوولينو هم راسره ګډون کړی وو.»
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د غزې مشر، جاناتان ویتال، د غزې وضعیت بحراني بللی او خبرداری یې ورکړی چې د غزې خلک، سربېره پر بمبارد او ډزو، د سختې لوږې له خطر سره هم مخ دي.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو له خوا د غزې تړانګې د کلابندۍ له امله د مرستندویه ادارو د خوړو زېرمې، په ځانګړي ډول د اوړو ذخیرې، پایته رسېدلې دي.

د محاصرې له دوام سره، زرګونه فلسطینیان د غزې ښار په مرکز کې د یوه خیریه پخلنځي مخې ته د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د ستړو سترګو او تشو لاسونو سره په اوږدو قطارونو کې ولاړ دي او د خپلو تشو لوښو سره د خپلې نوبت په انتظار دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راټواټه ویلي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې صلاحیت دی.

ښاغلی راټواټه خبرې اترې، د دواړو خواوو د اندېښنو ارزونه او د حل لارې موندل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې مهم ګڼي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال وویل:«ډېری غړو هېوادونو په دې برخه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي، چې یوه مهمه مسئله په هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت دی او نورې مسئلې هم شته؛ خو زما په اند مخامخ خبرو، د دواړو لوریو د اندېښنو ارزونې او د ګډې حل لارې موندلو ته اړتیا ده، څو ګام په ګام پرمختګ وشي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د غويي ۸ مه چې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا ۳۳مې کالیزې سره برابره ده، په پلازمېنه کابل کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په یاده غونډه کې وویل حکومت او ولس ته په کار ده، چې له قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تعصباتو ځان وساتي او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ځینې مغرضې کړۍ د رسنیو له لارې د افغان ځوانانو اذهان مغشوشوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن په دوحه کې د له قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره کتلي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمه‌ییزو چارو خبرې وشوې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او ورورګلویزې یادې کړي او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پرختیا خوښي څرګنده کړه.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، هر څوک چې د افغانستان د بیاځلې ښکېلاک او نیواک په فکر کې وي، اسلامي امارت به د هغه پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي فطرت کابل کې د غويي د اتمې(د مجاهدینو د بریا د ۳۳ کلیزې) او د هغوی د لاسته راوړنو په مناسبت زیاته کړې، چې نور باید د افغانستان له تاریخه درس واخلي او هېڅ دښمن باید د دغه هېواد د نیواک خیال هم په خپل دهن کې راولي.

د دفاع وزارت لوی درستیز په دې هکله وویل:«دښمن چې هر څومره زور او طاقت ولري، دا طاقت به دوام ونه‌لري. د افغانستان خلک ازاد دي او په د هغوی پر وړاندې په ازاده توګه مبارزه کوي او ځان بریا ته رسوي. دویمه نکته دا ده، چې باید له دې څخه درس واخلو چې دښمن تل زموږ د کمزوریو د پیدا کولو هڅه کوي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د جرړو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تېر میلادي کال په دغو دواړو هېوادونو کې څه باندې۱۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور په بله برخه کې دغه سازمان له غړو هېوادونو، مرستندویو بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان او پاکستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور یوه برخه داسې ده: سره له دې چې د پام وړ پرمختګ شوی، تېر کال په افغانستان او پاکستان کې له ۱۰۰ ډیر ماشومان د پولیو ویروس له امله فلج شوي دي. فرعي کمیټې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د لیږد د درېدو په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې له غړو هیوادونو، بسپنه ورکوونکو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه چې وروستيو دووو سیمه ییزو هیوادونه د ویروس د لیږد د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هلمند ولایت په سنګين او کجکي ولسواليو کې ۶ روغتيایي مرکزونه ګټي اخستني ته وسپارل شول.

د هلمند شمالي ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا هڅې روانې دي.

تازه د هلمند د روغتيا ریاست له لوري د افغان روغتيایي خدمتونو مرستندويه بنسټ په همکارۍ د ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ روغتيایي مرکزونه له جوړېدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان او هند ترمنځ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، نن په یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه ۶۲۷ میلیونه ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالر یې واردات دي.

ویل شوي چې هند ته د افغانستان په صادراتي اقلامو کې انځر، هېنګ او د هېنګ تخمونه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام او په وارداتي اقلامو کې بوره، خام مواد، منسوجات، د موټرو پرزې، ماشین آلات او نور توکي شامل دي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې”د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول” تر سر لیک لاندې د التقوا نړیوال علمي څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د ننګرهار بېلابېلو امارتي ادارو او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پیل شو.

سرچینې ویلي، چې په دغه علمي نړیوال کنفرانس کې به د انګلستان، استرالیا، ایتوپیا، اندونیزیا، هندوستان، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازي، څېړونکي او علمي شخصیتونه په حضوري او انلاین ډول ګډون وکړي او خپل علمي نظریات به وړاندې کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو د پېژندلو کنفرانس، په تهران ښار کې ترسره شو.


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه کنفرانس کې چې د ایران سوداګریزو چارواکو، تولیدوونکو، اقتصادي فعالانو، د اسلامي شورا د مجلس استازو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی و؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه او شته ننګونې ارزول شوې دي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران په افغانستان کې د ایراني بندیانو وضعیت تعقیبوي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایراني بندیانو شمېر ډېر کم دی؛ خو تهران د هغوی وضعیت په جدي توګه څاري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ یې تعقیبوو، په افغانستان کې د ایراني بندیان شمېر، د یوه لاس د ګوتو شمېر ته هم نه‌رسېږي، له څو تنو زیات نه‌دي. موږ د هغوی د هغوی ټولو وضعیت څاروو، تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، یو کس چې نیول شوی و، هغه بېرته ازاد شوی.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام