دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۹۷۵راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.
د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۴مه نېټه د تورخم له لارې ۳۵۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲زره ۸ سوه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۳۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۱ زره ۸ سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې ۳۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام

دید خبرې آژانس: روسیه وايي، د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمه ییزه مسأله ده، بلکې په نړۍواله کچه د دغه هېواد د سټراټیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ده.
د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو د مسکو امنیتي غونډې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د می میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې ترسره شي، ویلي:
د روسیې د ملي امنیت سلاکار، سرګي شویګو وايي: «په نړۍواله کچه د روسیې په ملي ګټو کې پراخ مسایل شامل دي؛ له افغانستان، منځني ختیځ او سوریې نیولې، تر شمالي قطب، بالتیک سمندر، د ایران شاوخوا وضعیت او له افریقایي هېوادونو او لاتینې امریکا سره تر همکارۍ پورې.»

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د بادغيس له والي حافظ محمد امين جان عمري سره په جلا جلا توګه کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، بغلان کې د نويو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، د با کیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې شوې دي.
د بغلان والي، په دغه ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او پراختیا غوښتنه کړې ده.

دید خبرې آژانس: د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاو له زیاتېدو سره هم مهاله، په نړۍوالو او د افغانستان په بازارونو د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.
د کابل اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای سره زر و پېري او هیله لري چې بیې یې بېرته ټیټې شي.
د کابل اوسېدونکي، محمد کبیر و ویل: «زه پرون بازار ته لاړم، ځکه چې زموږ واده دی او سرو زرو ته اړتیا لرو. د څو ورځو وړاندې پرتله، نن ډېر توپیر راغلی او بیې ډېرې لوړې شوې دي. زما او د خلکو اقتصاد کمزوری دی، د سرو زرو پېرل سخت شوي دي.»
د کابل بل اوسېدونکي، فیصل و ویل: «د سرو زرو بیې یو څه لوړې شوې دي او خلک یې نشي پېرلی. هیله لرم چې د سرو زرو بیې راټیټې شي څو خلک یې د پېر توان ولري.»

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري له توشيح وروسته په رسمي جريده کې خپاره کړي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د عدلیې وزارت په دې موده کې همدارنګه ۴ کړنلارې، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او لارښوونې له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

دید خبرې آژانس: د هرات د ګلران ولسوالۍ په بوتان زلزله ځپلې سیمه کې یو ښارګوټی چې تازه په معیاري ډول جوړ شوی، زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شو.
دغه نوي کورونه د ځینو افغان او ایراني سوداګرو له لوري په ګډه جوړ شوي دي.
د یوه خیریه بنسټ مسوول، سعد خطیبي و ویل: «په بوتان کلي کې مو د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي و، د یو ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړی و، چې اوس بشپړ شو.»
دغه نوی جوړ شوی ښارګوټی د افغانستان او ایران د خلکو د خواخوږۍ نښه بلل شوی ده.

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ په دوه زره جریبه ځمکه کې د راستنېدونکو هېوادوالو ته نوی ښارګوټی پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حفنفي ويلي، چې د اسلامي امارت مشران او مسوولین له ځنډ پرته کوښښ کوي، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت مسوولین بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د یوه باعزته ژوند زمینې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیز اقدامات ترسره کړي دي.

له نن نه پوره ۴۷ کاله وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي تېري لپاره زمینه مساعده شوه.
دا کار د دې لپاره وشو، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود.
په مېړانه يې پوره ۱۴ کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) خپله ازادي او استقلال تر لاسه کړ.

دید خبرې آژانس: ځینې متقاعدین کابل کې د یوه لاریون په ترسره کولو له سرپرست حکومته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي.
دغه متقاعدین له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې بیا بیا په دې موخه راټولیږي او لاریونونه کوي.
متقاعد، عبدالخالق امرخېل یوې افغان داخلي رسنی ته ویلي: «څلور یا پنځه کاله کیږي چې تاویږو راتاویږي، محمد عمر مجاهد چې د امارت بنسټګر و، د خلکو د تقاعد حقوق یې ورکاوه، دوی یې ولې نه ورکوي؟»
بل متقاعد، عبدالرووف حمید و ویل: «موږ دا ټول چې ګورئ در په در یو، دلته راغلي یو چې له اسلامي امارته خپل حقوق وغواړو.»

دید خبرې آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، یوځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
هغه د خیبر پښتونخوا په کاکول نظامي اډه کې د وینا پر مهال، د ترهګرۍ موضوع له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کې یوه له مهمو خنډونو بولي او زیاتوي، چې په دې هکله یې اسلامي امارت ته څرګند او واضح پيغام استولی دی.
شهباز شریف په دې هکله وویل:«موږ د افغانستان لنډمهالي حکومت ته پرېکنده او څرګند پیغام استولی. په داسې حال کې، چې له کابل سره د سولهییز ګاونډیتوب اړیکو غوښتونکي یو؛ خو دا چاره به تر هغې چې د افغانستان خاوره پر پاکستانیانو د برید لپاره وکارول شي، شونې نهوي.»

دید خبرې آژانس: د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ځینو استادانو او زدهکړیالانو په دغه پوهنتون کې یو موزیم جوړ کړی دی.
مسوولین د دغه موزیم د جوړولو موخه له خپل کلتور او تاریخ سره د زدهکړیالانو اشنايي او د تاریخي اثارو خوندیتوب یادوي.
دغه موزیم کې له ډبرو او لرګیو جوړ بېلابېل څه د پاسه درې سوه تاریخي، کلتوري او لرغوني اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.
د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس، رحيم الله داوودزي و ویل: «په دې موزيم کې تاريخي اثار او ځيني پخوانۍ او دوديزې جامې او د بېلابېلو دورو سيکې دي څو زموږ تاریخ او فرهنګ ژوندی وساتل شي.»

دید خبرې آژانس: د هلمند ولایت د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د مرکزي امارتي پمپ د رغولو چارې پیل شوې دي.
په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نفتو او ګازو عمومي مديرمولوي سید نیک محمد معتصم وویل چې دغه پروژه د اسلامي امارت د نفتو او ګازو مرکزي شرکت په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۴۲ زره ۷۶۲ افغانیو په لګښت پیل شوي، چې شاوخوا ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه په دې پروژه کي د تېلو د پمپ کارکوونکو د اوسېدو لپاره نوې ودانۍ، د موټر وینځلو ځای، شل دوکانونه، یو جومات او سوپر مارکېټ جوړول هم شامل دي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دید خبرې آژانس: ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په بندر عباس ښار کې د تېرې ورځې (شنبې، د غویي ۶مې) چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته پورته شوی دی.
د دغې چاودنې له امله څه د پاسه ۸۰۰ تنه ټپيان او ۶ نور نادرکه دي.
د ایران د ناورین مهارولو ادارې ویاند ویلي، د بندر عباس په شهید رجایي بندر کې دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې تر دې وړاندې د دغو کیمیاوي توکو د چاودنې خبرداری هم ورکړل شوی و.

دید خبرې آژانس: د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اسراء په نوم راډیو د فعالیت خبر ورکړی دی.
د اسراء راډیو مسوول عبدالبصير رحماني د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دولت او رسنۍ باید یو د بل ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې شته واقعیتونه او لاسته راوړنې په ریښتیني ډول منعکس شي.
همداراز د فراه د اطلاعاتو آمر فاضل فیاض وویل چې دا مهال په فراه کې ۲ انځوريزې، ۷ غږیزې، یوه چاپي رسنۍ فعالیت لري.
د ارشاد، حج او اوقافو ریاست امر مفتي عبدالرحیم حقاني د فکري او رسنیزې مبارزې دوام ته اشاره وکړه، او د امر بالمعروف ریاست استازي د رسنیو د مسوولیتونو په اهمیت ټینګار وکړ.

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت ټولګټو وزارت وايي چې د ۱۴۰۴لمریز کال د وري میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۶ زره ۷۶۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۷ زره ۱۶۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۹ زره ۵۵۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹ زره ۷۸۶ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره ۲۵۴ ټنه چې ټولټال ۹۹۴ زره ۲۷۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۹ زره ۷۷۱ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.

دید خبرې آژانس: د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، په یاد ولایت کې د نوري فایبر پروژې چارې شاوخوا ۵۰ کیلومتره پرمخ تللې دي.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس حافظ خیرالله خیرخواه ویلي چې تر اوسه پورې په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره نوري فایبر کیبلونه غځول شوي او کار یې په چټکۍ سره روان دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه د یاد ریاست ترڅارنې لاندې د افغان ټلکام مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

دید خبرې آژانس: د هرات د سیلو مسوولین وايي، د ډوډۍ پخولو څانګې تر بندېدو وروسته، دغه سیلو له جدي ستونزو سره مخ ده.
د مسوولینو په خبره، تر دې وړاندې د هرات سیلو ۱۷۰ کارکوونکو شاوخوا شل زره ډوډۍ تولیدولې خو دا مهال یې د ډوډۍ څانګې له بندېدو سره د کارکوونکو شمېر ۱۲ تنو ته راکم شوی دی.
د هرات د سیلو رییس، احمد ثابت و ویل: «په سیلو کې دوه کارونه ترسره کیږي چې پکې نانوايي او د غنمو زېرمه کول شامل دي. زموږ د غنمو زېرمه هم کمه ده او د نانوايي په برخه کې مو تر يو کال مخکې د هرات له حوزوي روغتون سره قرارداد درلود خو دا قرارداد خصوصي سکټور له موږ اخیستی او دا مهال هیڅ قرارداد نه لرو.»

دید خبرې آژانس: د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رئیس انند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي حالاتو په تړاو خبرې شوې.
مولوي امیرخان متقي د دواړو هیوادونو تر منځ د ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.