دید خبری آژانس | پشتو
192 subscribers
2.24K photos
2 videos
2.1K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، نن د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال «سریک ژومانګارین» او مل پلاوي سره کتلي دي.


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او افغان موټر چلوونکو ته د ویزو ورکولو په اړه خبرې شوې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي او هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هم ویلي چې افغانستان او قزاقستان د یو بل په پرمختګ او همکارۍ کې ټینګه اراده لري او دا لیدنې به ښې پایلې ولري.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د دوحې څلورمه غونډه په داسې حال کې د رانږدې کېدو په درشل کې ده، چې د هغه د محرمانه بهیر او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د حذف په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو حقونو د برخې مرستیاله هېډر بار ویلي، چې د دوحې څلورمه غونډه به د تېرو درېیو غونډو پرتله په محرم ډول جوړه شي. د هغې په وینا، یوناما درې لومړیتوبونه د نړۍ له لوري او درې نه بدلېدونکي لومړیتوبنه د طالبانو له نظره مشخص کړی دی.

هېډر بار په دې هکله وايي:«دویمه مهمه مسئله د دغه بهیر طراحي ده، چې د اسلامی امارت غوښتنو ته په‌کې ډېر پام شوی. اصلي اندېښنه دا ده، چې د اسلامی لومړیتوبونه – د بندیزونو لېرې کول، د شتمنیو ازادېدل، او ډيپلوماټيکه په رسمیت پېژندنه–ډېر څرکند او نه‌ بدلېدونکي دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غوښتنې – د بشري حقونو خوندیتوب، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولګډوني حکومت جوړول– ډېرې عمومي او شاتګ‌ منونکي دي. دا حالت ښيي، چې طالبان خپلو موخو ته نږدې کېدای شي، له دې پرته چې مقابل لوری کومه څرګنده لاسته ‌راوړنه ولري.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو له کمېدو خبر ورکوي.

ښاغلی مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو کمېدل یوه طبیعي چاره بولي او وایي، دا بدلونونه د چارو د ښه‌والي او د ده په وینا، د بوروکراسي د کمېدو لپاره ترسره کېږي.

لاس ته ورغلي اسناد ښيي، چې د پوهنې وزارت خپل ۹۰ زره بستونه کم کړي دي. اوس به دغه وزارت د ۲۹۹ زره او ۶۸۴ بستونو له لارې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال «سريک ژومانګارين» کابل ته د خپل سفر په دوام، د افغانستان د ملي موزيم له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي موزيم رئیس مولوي صبغت‌الله عابد، د دغه موزیم په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي: “موږ خوښ يو چې تاسو د افغانستان ملي موزيم ته راغلي یاست، هغه ځای چې د هېواد له لويو تاريخي او فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي او زرګونه ارزښتناک تاريخي او فرهنګي اثار پکې ساتل کېږي.”

دغه راز، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د موزیمونو پر رول خبرې کړې او ویلي یې دي: “نن موزيمونه د هېوادونو په کورنۍ او بهرنۍ پراختيا کې مهم رول لري. دغه بنسټونه د نړيوالو اړيکو او همکاريو لپاره مؤثرې لامل ګڼل کېږي او د زده‌کړې، نوښتګرو مهارتونو د پياوړتيا او فرهنګي ځانباورۍ په برخه کې د پام اهمیت لري.”

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نوم ښارګوټی پرانیستل شو.

د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم ښارګوټی نن د د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مشر مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښارجوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني، د بلخ والي ملا محمد يوسف وفا، ځايي چارواکو سپينږ‌یرو او راستانه شويو هېوادوالو په شتون کې پرانستل شو.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د هغه هېواد له سفير دميتري ژيرنوف سره کتلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستايلي او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی دی.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له تازه راستنو شویو افغانانو سره د کوچنیو تشبثاتو په برخه کې مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رييس پکتيا ته د خپل وروستي سفر پر مهال ويلي، د راستنو شويو کډوالو سره د کوچنيو کاروبارونو د پيل برخه کې له هرې کورنۍ سره تر زر ډالرو پورې نغدي مرسته کوي.

عرفات جمال وايي په دغې برخه کې به د نورو بنسټونو مرستې هم را جلب کړي چې راستانه شوي کډوال له اقتصادي پلوه بسيا شي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: نړۍوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې مرستندویو هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي، په تېر یوه مالي کال کې د افغانستان اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې، چې دا کچه د دغه هېواد د وګړو د ودې پرتله کمه ده.

په دې لړ کې اقتصاد وزارت دغه اقتصادي ثبات د کورنیو تولیداتو، کارموندنې، د خصوصي سکتور د ملاتړ او پر بنسټیزو پروژو د تمرکز له امله ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د پرمختیايي موخو او باثباته اقتصاد د تحقق لپاره، د بنسټیزو پروژو عملي ‌کولو ته لومړیتوب ورکړل شوی، چې کولی شي په اوږدمهال کې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، بې‌وزلۍ د کمښت، د خوړو امنیت، عوایدو زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي، او د ځان بساینې په ترلاسه کولو کې اغېزناک پرېوځي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: پاکستان او روسیې په سیمه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له روسیې سره یې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ګډې کاري ډلې په یوولسمه غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.

په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د نړۍوالو او سیمه‌ ییزو ترهګریزو ګواښونو د لرلید په تړاو خبرې کړي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کندز ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د شکایتونو د اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې ۲۰ ټنه تاریخ ‌تېره درمل او بې ‌کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د محتسبینو امر مولوي عبدالناصر منصور ویلي چې یاد توکي د یو دوامداره کمپاین په ترڅ کې راټول کړل شوي او د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې کمپاین هدف د خلکو د روغتیا ساتنه او د ناروغیو مخنیوی دی.

هغه همداراز له هټیوالو، سوداګرو او د ولایت له اوسېدونکو وغوښتل، چې د تاریخ ‌تېره او بې ‌کیفیته توکو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۱۱۲۷ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۳مه نېټه د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳زره ۶۰۰تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۳۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵۱تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۷۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په بې ‌سارې څرګندونو کې ویلي، هېواد یې درې لسیزې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.

هغه د «سکای نیوز» له خبري شبکې سره په خبرو کې منلې چې پاکستان دا کار د امریکا، برېټانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف په دې تړاو ویلي: «موږ درې لسیزې دا چټل کارونه د امریکا او لوېدیځ په ځانګړې توګه د برېټانیا لپاره کړي دي. دا یوه تېروتنه وه چې موږ وکړه او له همدې امله اوس دا مسایل موږ ته منسوب کیږي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي چارو مرکزي کمېسیون هم ویلي وو، چې یو شمېر تازه جذب شوي ترهګر پاکستان ته لېږدول شوي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۹۷۵راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۴مه نېټه د تورخم له لارې ۳۵۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲زره ۸ سوه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۳۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۱ زره ۸ سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې ۳۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: روسیه وايي، د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمه ییزه مسأله ده، بلکې په نړۍواله کچه د دغه هېواد د سټراټیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ده.


د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو د مسکو امنیتي غونډې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د می میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې ترسره شي، ویلي:

د روسیې د ملي امنیت سلاکار، سرګي شویګو وايي: «په نړۍواله کچه د روسیې په ملي ګټو کې پراخ مسایل شامل دي؛ له افغانستان، منځني ختیځ او سوریې نیولې، تر شمالي قطب، بالتیک سمندر، د ایران شاوخوا وضعیت او له افریقایي هېوادونو او لاتینې امریکا سره تر همکارۍ پورې.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د بادغيس له والي حافظ محمد امين جان عمري سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، بغلان کې د نويو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، د با کیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې شوې دي.

د بغلان والي، په دغه ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو، ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او پراختیا غوښتنه کړې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاو له زیاتېدو سره هم مهاله، په نړۍوالو او د افغانستان په بازارونو د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای سره زر و پېري او هیله لري چې بیې یې بېرته ټیټې شي.

د کابل اوسېدونکي، محمد کبیر و ویل: «زه پرون بازار ته لاړم، ځکه چې زموږ واده دی او سرو زرو ته اړتیا لرو. د څو ورځو وړاندې پرتله، نن ډېر توپیر راغلی او بیې ډېرې لوړې شوې دي. زما او د خلکو اقتصاد کمزوری دی، د سرو زرو پېرل سخت شوي دي.»

د کابل بل اوسېدونکي، فیصل و ویل: «د سرو زرو بیې یو څه لوړې شوې دي او خلک یې نشي پېرلی. هیله لرم چې د سرو زرو بیې راټیټې شي څو خلک یې د پېر توان ولري.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري له توشيح وروسته په رسمي جريده کې خپاره کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د عدلیې وزارت په دې موده کې همدارنګه ۴ کړنلارې، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او لارښوونې له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام