دید خبری آژانس | پشتو
196 subscribers
2.21K photos
2 videos
2.07K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرني استخباراتو سازمان رییس، سرګی نارېشکین ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه د ناامنۍ د رامنځته کولو او د خپلو جیوپولیتیکي موخو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان د سرپرست حکومت له مخالفینو ملاتړ کوي.

نارېشکین چې په باکو کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، افغانستان یې یو مهم جیوپولیتیکي هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې لوېدیځ غواړي دغه هېواد د ګډوډۍ په حالت کې وساتي.

هغه زیاته کړه: «لوېدیځې استخباراتي ادارې هڅه کوي، چې د افغان حکومت له ضد قوتونو ملاتړ وکړي. په دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ د ساتلو لپاره د لوېدیځ لېوالتیا، د هغوی د جیوپولیټکي سټراټېژیکه یوه برخه ده، له دغو اغېزو سره مبارزه به د افغانستان د ژوند لار همواره کړي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر تدریجي او باعزته ستنېدو خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د پاکستاني پلاوي د سفر په پای کې له له اسحاق ډار سره په ګډه خبري ناسته کې هیله وښوده، که‌چېرې دواړه خواوې د شویو هوکړو او خبرو پر بنسټ عمل وکړي، نو پایلې به یې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

ښاغلی متقي وویل:«موږ هیله لرو نن چې کومې غونډې وشوې، که‌چېرې د دغو غونډو په رڼا کې، عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه پاملرنه وکړي او پر شویو پرېکړو عمل وشي، دا به د دواړو هېوادونو، په اقتصاد کې، په سیاست کې، په اړیکو کې، په هر څه کې به ډېر کومکي ثابت شي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د “ازبیک–افغان سوداګریز فورم” تر سرلیک لاندې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د افغان سوداګرو شورا په نوښت د اماراتو په دوبۍ ښار کې، یوه غونډه جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د ګډو پانګونو، د سوداګریزو ویزو د ستونزو حل او د ازبیکستان له لوري د افغانستان د صادراتي مالونو د ګمرکي تعرفو د صفر کېدو په هکله خبرې شوې دي.

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخېل ویلي، ازبیکستاني لوري ژمنه کړې، چې نور به د افغانستان د وچو او تازه مېوو پر صادراتو ګمرکي تعرفه نه اخلي.

ښاغلي صدرخېل زیاته کړه:«ازبیکستان تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له ازبیکستانه افغانستان ته پر خوراکي توکو ۴۰ سلنه مالیه کمه شوې. همداراز یې اعلان وکړ، هغه افغانان چې د اماراتو ویزه او اقامت لري، کولای شي تر یوه میاشت پرته له ویزې ازبیکستان ته سفر وکړي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهبر له زور اخیستو سره هم‌مهاله، د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر ویلي، چې نور د ناقانونه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د ایستلو لپاره، بل هېڅ ضرب‌الاجل نه غځول کېږي.

طلال چودري په دغې غونډه کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تراوسه، څه باندې ۸۴ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

هغه ویلي:«له دې وروسته کډوالو ته هېڅ ډول وخت نه ورکول کېږي، او ټاکل شوی وخت هم نه‌غځول کېي، له دې وروسته هېڅ نا قانونه کډوال ته، چې که افغان وي او یا هم د بل هېواد، کور په کرایه نه ورکول کېږي، یا هم چاته کور په کرایه ورکړي، یا په هوټل کې مېشتېدو، دغه‌راز بیا د منقولې او نا منقولې پانګونې اجازه هم نه‌ورکول کېږي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، ایران ته د دغه وزارت د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو په خاوره کې د ټرانزیټي وسایطو او د ټرانسپورټي بېخ‌نناوو د پراختیا لپاره د تیرپارک د ځایونو تثبیت بللی دی.

د اسلامي امارت د پلاوي دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې له ایران سره تېر کال د څه باندې درې مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې وه.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیر اکباسوف، د ټول‌ګټو وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې، دواړو لورو، د اقتصادي، سوداګري اړیکو او په بېخ‌بنايي پروژو او د رېل پټلۍ برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې په دغې کتنه کې ښاغلي ثاني افغانستان کې د رېل پټلۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو اجرا ته په نغوتې سره ویلي، چې دم‌ګړۍ په دې برخه کې پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي حق‌شناس په دې هکله وویل:«په دې ناستې کې دواړو خواوو افغانستان ته د سوداګریزو مالونو د لېږد، د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ زیاتوالي او په افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو لخوا د بنسټیزو پروژو په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: په کابل کې د ایران سفارت مرستیال، د افغان کډوالو په اړه د خپل هېواد تګلاره د قانوني اسنادو لرل ګڼي.

غلام رضا نجاري، په ایران کې له افغان کډوالو غواړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره دې د ایران قوانین مراعت کړي.

ښاغلي نجاري له افغان کډوالو غوښتي، چې ایران ته له نا قانونه ورتګه ډډه وکړي:«هغه کډوال چې په ایران کې اوسېږي، زموږ غوښتنه او هیله دا ده، چې د ایران قوانین او مقررات مراعت کړي، څو خدای مه‌کړه د دغو قوانینو نه مراعتول د قانوني چلند لامل نه‌شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې راولاړې نه کړي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: ټاکل شوې، چې نن دوشنبې د ۱۴۰۴ کال د غويي (ثور) میاشتې په لومړۍ نېټه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد ویروس واکسین کمپاین پیل شي.

مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به له پنځو کالو کم عمره شااوخوا ۱۱ اعشاریه ۶ مېلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکو سربېره د (وېټامین اې) څاڅکي هم تطبیق شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین‌الله شریف په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټول ختیځ زون کې به شاوخوا ۱۴ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکي تطبیق شي.»

ختیځ کې د کتلوي معافیت مسوول حکم خان ګلاب‌زوی هم وايي:«زموږ کمپاین به څلور ورځې دوام کوي، د پولیو واکسین تر څنګ به وېټامین اې هم تطبیق شي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو د وزير خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ، د دغه وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د وزارت پر معینانو سربېره، د وزارت اړوند لویو رئیسانو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزیر، په خپلو خبرو کې ویلي دي:”موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یوو. د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسئولیت لومړیتوب وګڼي او ډېر کوښښ وکړي, چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.”
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د دفاع وزارت له هوايي پوهنتون لس تنه د هوايي قواوو پیلوټان فارغ او سندونه یې تر لاسه کړل.

د دغه پوهنتون ارکان د یادو پیلوټانو د فراغت مراسمو کې د دغه پوهنتون د یو شمېر ښوونیځو برخو د بېرته فعالېدو خبر ورکړی.

هغه له فارغو پیلوټانو وغوښتل چې د خپلو مهارتونو د لوړولو لپآره کار وکړي.

د هوايي پوهنتون د هوایي ځواکونو د عمومي قومندانۍ ريیس ارکان، نقیب الله، وویل: “د پيلوټۍ مسلک یو پېچلې او ستونزمن مسلک دی چې هوښیارۍ ته اړتیا لري. د دې مسلک درسونه او مطالعه هیڅ وخت پایته نه رسېږي او تاسې باید تل هڅه وکړئ چې په دې برخه کې د مطالعې پر دوام ټینګار وکړئ.”

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ژمنو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.


د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې محمد اسحاق ډار، کابل ته د سفر په بهیر کې د ښې میلمه پالنې له امله مننه کړې او ټينګار يې کړی چې په کابل کې د شویو ژمنو د پلې کېدو لپاره به هڅې وکړي او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ستونزو د حل او شکایتونو د اورېدو په برخه کې به جدي اقدامات وکړي.

محمد اسحاق ډار، همدا رنګه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د کنټرول‌خونې د ايجاد او د مهاجرينو د شکايتونو اورېدو په موخه د مرستې د ټلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړی دی.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال «سریک ژومانګرین» نن د یوه لوړپوړي دولتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ کابل ته د یاد پلاوي د دغه سفر موخه، د قزاق – افغان سوداګریز فورم ترسره کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول ښودل دي.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو، کابل کې د یاد پلاوي د راتګ هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د قزاقستان د بشري مرستو چې ۳.۵ ټنه درمل او طبي وسایل په کې شامل دي؛ مننه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د قزاقستان جمهوریت پلاوی د خپل سفر په بهیر کې، د افغانستان اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ، د قزاق – افغان سوداګریز فورم چې سبا د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په شتون سره ترسره شي؛ ګډون وکړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک جومانګارین، چې نن سهار د یوه رسمي پلاوي سره کابل ته راغی او ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

په دې غونډه کې د ترانسپورت، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو چارواکو، د مرکزي بانک رییس او په قزاقستان کې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود.

دواړو خواوو د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ همکاریو پراختیا، او همدارنګه د زیربنایي پروژو پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني په خپل دفتر کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل او خبرې یې وکړې.


د وزارت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې دواړو خواوو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث وکړ او د متقابل عملونو پر دوام او د ګډو پروګرامونو په پلي کولو ټینګار وکړ.

مولوي عثماني د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له لیوالتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د دې اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بېځایه شويو د ستونزو او هغوی ته د حل‌لارو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ويلي چې د تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله میلیونونه افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.

مولوي عبدالکبير، په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی چې د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کولو سبب ګرځي.
نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير له مرستيال «سريک ژومانګارين» سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي امير خان متقي له قزاقستان سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې ارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په دوو اړخيزو اړيکو کې پرمختګونه د ستاينې وړ بللي دي.

هغه ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت لېواله دی چې له قزاق لوري سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۷۵۲ افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه د تورخم له لارې ۲۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۲۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲میلیونه ۳۸۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ۲۰ هوکړه ليکونه لاسليک شول

دید خبرې آژانس: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصاد د وزير «سریک ژومانګارين» په حضور کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز او د همکارۍ ۲۰ هوکړه ليکونه نن په کابل کې لاسليک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د یادو هوکړه لیکونو پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه هوکړه لیکونه د ۱۴۰ميليونه ډالرو په ارزښت د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

هغه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د قزاقستان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د یادو هوکړه لیکونو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

هېره دې نوي چې یاد هوکړه ليکونه د لوژیستیک، درملو، فلزات او فلزي محصولاتو، منسوجاتو، موټر، د اوړه تولید، د غوښو محصولاتو، غیر الکولي نوشابو، شیریني پخولو، د کیمیاوي موادو د تولید، کرنې، انجنیرۍ او ساختماني سکټورونو کې لاسلیک شوي دي.

ویب پاڼه | ټلګرام