دید خبری آژانس | پشتو
196 subscribers
2.21K photos
2 videos
2.07K links
دید خبری آژانس | پشتو | Didpress
د افغانستان او نړۍ خبرونه

   سايت:             Ps.Didpress.com
اینستاگرام:         instagram.com/Didpress_agency
   ايميل :           info@didpress.com

#د_افغانستان_او_نړۍ_خبرونه
Download Telegram
دید خبری آژانس | پشتو
Photo
دید خبرې آژانس: د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارټن په یوې تولیدي کارخونه کې پراخې اورلګېدنې څه باندې ۱۰ مېلیون ډالره زیان اړولی دی.
د هرات د ځايي چارواکو په وینا، دغه اور لګېدنه د جمعې ورځې پر مازیګر پیل شوې او د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو لاهم دوام لري.
د هرات اطفایې مدیریت د مطبوعاتو مسوول بشیر احمد واحدیار وايي:«په لومړي ګام کې موږ وتوانېدو، د دغې کارخونې هغه ماشینونه، چې سلګونه زره ډالره پرې پانګونه شوې، د اورلګېدنې له خطره وژغورو. د خوراکي او عضوي موادو د شتوالي له امله، اور ډېر ژر خپور شو. موږ یوازې پر دې وتوانېدو، چې اور د شرکت په محدوده کې کنټرول کړو او مخه یې ونيسو، چې د صنعتي ښارګوټي نورو برخو ته خپور شي.»
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وویل:«اورلګېدنه لا هم روانه ده، او له پرون راهیسې تر اوسه د اور وژنې ټول ځواکونه، د پولیسو له قوماندانۍ، صنعتي ښارګوټي او له هغو کارخونو، چې د اور وژنې وسایل لري، د اور وژنې پر هڅو بوخت دي.»
د هرات صنعتي ښارګوټي کې د اور وژلو امکاناتو کمښت یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي. د مسوولانو په خبره په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې دغه صنعتي ښارګوټی، د اور وژنې پر پرمختللو امکاناتو سمبال شي.
د صنایعو او کانونو خونې مدیره پلاوي غړی محمد اصف میرزاده په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په صنعتي ښارګوټي کې دد اطفایې امکانات ډېر محدود دي. له دولت، خلکو او د دغه ښارګوټي له پانګوالو غواړم، چې د اور لګېدنې د مهار لپاره اړین تجهیزات برابر کړي او دغه مسئله جدي وګڼي.»
تراوسه د دغې اورلګېدنې علت روښانه شوی نه‌دی.
تر دې وړاندې هم په ځلونو د هرات صنعتي ښارګوټي کې د اور لګېدنې ګڼې پېښې رامنځته شوي، چې پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.

ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی، شونې ده چې پاکستان د کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش‌ جنګیالیو د لېږد په توګه کار واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«باخبره کسان راته وایي اندېښمن دي، چې ښایي د پاکستان اداره د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش ترهګرو د لېږلو لپاره کار واخلي. زه هم په دې اندېښنه کې شریک یم.»

له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین ‌بولدک له لارو هېواد ته رااړول شوي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام

دید خبرې آژآنس: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، پاکستان ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یاد پلاوي کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د تسهیل ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدا رنګه د کرنیزو تولیداتو او د سوداګرۍ او پانګونې د خونو استازي شامل دي.

د افغان پلاوي د دغه سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انتقالاتو پر وړاندې د شته خنډونو څېرل او لرې کول او دغه راز، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پورې اړوند ننګونو او ستونزو د حل په اړه خبرې دي.

ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی، شونې ده چې پاکستان د کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش‌ جنګیالیو د لېږد په توګه کار واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«باخبره کسان راته وایي اندېښمن دي، چې ښایي د پاکستان اداره د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش ترهګرو د لېږلو لپاره کار واخلي. زه هم په دې اندېښنه کې شریک یم.»

له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین ‌بولدک له لارو هېواد ته رااړول شوي دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، شونې ده، چې د روان کال تر پایه د افغانستان لس سلنه وګړي له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس اډوین سنیزا سلواډور په خبره، د څه باندې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره، درې مېلیونه تنه روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسۍ محرم شوي او د څه باندې ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو وېره هم شته.

ښاغلي سلواډور ویلي:«د افغانستان روغتیايي سیسټم دا مهال په ډېر حساس حالت کې دی. که ستونزې حل نه‌شي، د ډنګي، ملاریا او نري رنځ ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتېږي او ورسره هم‌مهاله، واکسینونه هم کمېږي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، به نن، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن (شنبه) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په دې یوه ورځني سفر کې به نوموړی د اسلامي امارت له رئیس ‌الوزرا، اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او په بېلابېلو برخو کې به د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، د افغان بندیانو د لېږد د اسانتیا او افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه‌ اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې محمد زبیر ودان په ترکیه کې د افغان بندیانو د لېږد او د وېزو د صادرولو د بهیر پر اسانتیا ټینګار وکړ.

دواړو خواو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او کلتور په برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کمیسیون د جوړېدو په تړاو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت ویاند وايي، دا مهال د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د روسیې هیواد له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو غبرګونونه راپارولي دي.

د روسیې د سترې محکمې له لوري د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم له لرې کولو وروسته، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ویلي، دا اقدام به د سرپرست حکومت سره د رسمي اړیکو د پراختیا په لاره کې شته حقوقي خنډونه له منځه یوسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي: «دا پرېکړه د روسیې د فډراسیون د ټولو دولتي بنسټونو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. اوس یو لوی حقوقي خنډ چې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او نورو رسمي همکاریو د پراخېدو پر وړاندې موجود و، له منځه تللی دی. موږ دلته نه تم کېږو، نور ګامونه هم اخیستل کېدونکي دي.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشری پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت معین محمد خرم اغا او په کورنیو چارو کې د هغه هېواد د دولت له وزیر طلال چوهدري سره کتلي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او افغان ګډوالو په اړه خبرې شوې دي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې نورالدين عزیزي د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه د خبرو ترڅنګ ويلي؛ اسلامي امارت غواړي، چې د کډوالو اخراج او عودت باید په باعزته ډول ترسره شي.

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي په موخه د ایراني او افغان روغتیاپالانو ګډ علمي کنفرانس جوړ شوی دی.

ایراني متخصصین وایي، دغه علمي کنفرانس کې د مغزو جراحۍ او د زړه ناروغیو د درملنې سربېره د وزن زیاتوالي درملنې په اړه افغان روغتیاپالانو ته زده کړې ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلام‌ محمد حنفي د دې کنفرانس په اړه وویل: «د ظرفیت لوړولو لپاره اړتیا ده چې روغتیاپالان هره ورځ د طبابت په برخه کې نوې زده‌کړې وکړي. دا کنفرانس له هغو کنفرانسونو دی چې پکې روغتیاپالانو ته د لاپراسکوپي او د مغزو جراحۍ تازه لارې ورښودل کیږي، چې دا د روغتیايي خدمتونو په کیفیت او ښه والي کې ډېر مثبت اغېز لري.»

نور دلته ولولی
ویب پاڼه | ټلګرام
دید خبرې آژانس: د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو او بهرنيو سېلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

د پنجشېر والي ویلی، دغه ولایت کې یې سېلانیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پنجشير والي، محمد اغا حکیم و ویل: «پنجشېر ته د راتلونکو سېلانیانو لپاره سل سلنې چمتووالی نیول شوی. ټول افغانان کولای شي په یوه امن چاپېریال کې پنجشېر ته راشي او خوند ترې واخلي.»

پنجشير ته ورغلي ځینې کورني سېلانیان بيا له مسوولينو غواړي چې تفريحي سيمو کې د اسانتیاو زياتوالي ته پام وکړي.

پسرلی د ګرځندوی لپاره مناسب موسم دی او هېواد کې ډاډمن امنیت ته په پام په وروستیو کلونو کې د ګرځندوی صنعت غوړېدلی دی.

ویب پاڼه | ټلګرام
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM