دغــزلو ســمـنـدر جانانه
382 subscribers
6 photos
29 links
دلته په ملګرو بهترین اشعار نشر کیـږي
لکه حمدونه نعتونه انقلابی شعرونه غزلونه
او صوفیانه کلامونه او ورسره ویل شوي تراني
Download Telegram
که مینه کړې

زخم او دردونه وړه که مینه کړې
غم او هجرانونه وړه که مینه کړې

یار ته که ورتـلل غواړې دا ومنه
لو لار کي مزلونه وړه که مینه کړې

تل به روڼه وې دا توري توري شپې
دغه شبګیرونه وړه که مینه کړې

مخامخ پرې مه ورځه رسوا به شې
پټ پټ دیدنونه وړه که مینه کړې

اور واخله چنار غوندي پرملا څه خم
تن باندي اُورونه وړه که مینه کړې

مــه! دچا خبرې پر غـوږ مه نیسه
هر رنګ تهمتونه وړه که مینه کړې

هــرڅه (حقـاني کوثر) منـلې دي
اوښکي امیلونه وړه که مینه کړې

#حقاني_کوثر
نستایم بالا په شعر کی دیار شـونډان
توبه توبه مې ده نه وایم بالا پیزوان

تر اوسه کم کي وم نه وم خبر په ګناه
اوس وپوهیدلم چې ګناه لرې سره لبان

ځکه چاته په بده سترګه کتل ګناه لري
نو بالا وایم حمد او ثنا د خپل رحمان

عاشقي هم بالادمجازي مینې څخه اروم
عاشقي کوم بالادرسول ﷺ او سبحان

ای شاکره ماهی څنګه تازه دی په آب
ته هم خپل زړه که تازه په نوم درحمان

خیال محمد شاکر
غـــــزل

درهم برهم مې که او بیا لاړه شه
لږ غوندی سم مې که او بیا لاړه شه

شراب شراب درته راغلی یمه
زمزم زمزم مې که او بیا لاړه شه

لږ راته وګوره د خلکو مخ کې
لږ بل رقم مې که او بیا لاړه شه

چرته هم کم چاته راغلی نه یم
لږ غوندی کم مې که او بیا لاړه شه

آدم آدم درته ولاړ یم راشه
غنم غنم مې که او بیا لاړه شه

زه د دونیا بدنام یم غاړه راکه
لږ محترم مې که او بیا لاړه شه

نن سبا خوی د خدایانو کوم
راشه صنم مې که او بیا لاړه شه

د شونډو تاؤ باندې مې وسوځوه
ځای جهنم مې که او بیا لاړه شه

و ملاجانه ورته ووایه چې
قلم قلم مې که او بیا لاړه شه

افسر ملا جان
غــــزل

چي په هر لور دٙ چا نظر وخندل
ورته له ورايه هر منظر وخندل

محفل په ما پورې دننه خندل
ما په محفل پورې بهر وخندل

چې په ژړا کښې په خندا شومه زه
هم بی خبر هم باخبر وخندل

ستا له مُسکا ځني غوړيږي سحر
خلق به وايي چي سحر وخندل

خط د رقيب وو په درک وو زما
عجيبه کار وو چې خيبر وخندل

خيبر آفریدی
غــــزل

ګل تری پاڼی پاڼی شي غندل زړه پوری ونیسې
یو تصوير می وسیځې او بل زړه پوری ونیسې

کله می د لاس نښې خطونه په اور وسوځې
کله می د مينی ‌‌ډک غزل زړه پوری ونيسې

‌ډیر می د پښتون بابا د ننګ نه بی خبره دی
‌ډیر ورته د جګی شملۍ ول زړه پوری ونیسې

څوک به می په ښکلی پيښور کی امن راولی
څوک به می زخمی زخمی کابل زړه پوری ونیسې

زور د محبت دی که نه زه چرته او ته چرته
څوک به لا زما غوندی پاګل زړه پوری ونیسې

دا چې د خاطر په سترګو لکس کيدی چې څوک یمه
ځان ته می راجوخت کړی ما په چل زړه پوری ونیسې

ارواښاد خاطر افریدی
نظم ګزار د تبر

ساه مې ختلــې ته کـــړې وار د تبر
ته مناسب بولې ګــــــــــــــزار د تبر
ډیر ژر به واخلـــي زما بدل طالبان
په تن مې جوړ شولـــو پرهار د تبر

زه یم شهید ته کـــړې وارونه پر ما
په زور د تبر ګــــــــــــــزارونه پر ما
شهید دِ کـــړمه نور مې پرېګده کنه
بیا ګـــــــرځوې درانه ټانګونه پر ما
یو وار یې زه درنــــه په سل اخلمه
ما دې ساتلـــــی ده ټول شمار د تبر

تا را بسته کــــړه په ولچک لاسونه
زمـــــا ښایسته زمـــــا نازک لاسونه
بیا دې په ظلـــم په ما کـــــړلو ګزار
الله دې مات کړه دغه سپک لاسونه
د تبر زړه پـــــــــــه طالب کله کیږي
زمونږ دوښمن وې شوې اغیار د تبر

راشه په ژونـــد بیا وار د تبر وکـړه
بیا دې غرور وکــــــړه هم کبر وکړه
د جار قلـــــــــــم په څیر به تا ډبوو
نادان غــــــــــلامه ته لېږ صبر وکړه
ای د ډالــــــــــــــــرو او پیسو بچیه
خپله به ووینـــــــــــــــــې آزار د تبر

دغـــه ویډیو چه زما پلار مور لیدله
څه به یې ویل چه زه ما ورور لیدله
هغه به څومره ژړیــــــــدلې وي ځار
چه مې بچـــــــي او وړې خور لیدله
ځان خدمت ګار د وطن هم بولې ته
پر زړه دې ګــــــدمه سور انګار د تبر

تا کـــــړ ټوټې ولې خپل زړه د طالب
تا وشینـدل ولې ماغـــــــــزه د طالب
قسم پــــه رب وار بـه یې اخلو درنه
تا ولې ؟ مات کــــــــړله باڼه د طالب
*غمجن بهـیر* بې انــــدازې غوسه وو
چه یې ویډیو کــــې کاوو څار د تبر

غمجن بهیر
پــه قلــــــــم ☟

ــــــــــــــــ☆بیــــدار جــانان☆ـــــــــــــــــ

چی له غیـگ نه یو ستـوری په لویدو شی
په هرکور کی بس هر شی په حسابو شی

هــــر وگـــړې د افــــغان دــلته شهید دی
پـــه هــر خاکۓ یــی غــمونه په لیدو شی

مــــوږ ته پاتی یو مــیراث دنیکه جان دی
کــه پــه زور راغلــی بیـا به په گنډو شی

هــغه روس کــه امـریکه ده تــاسی گوری
چـی زمــوږ وطـن ته راشی پـه تـوبو شی

دا عــــسکر او دا اوردو یـــو نـمــایش دی
ته بی ویـنی چی مشران یی په ټوپو شی

تاسی کړلی پــه جرگه کی ډیـــری ټــوکی
واکمنی بــه مـو په شـــان تــه دگلببو شی

زه بیــدار جـانان دعــا کــړم هی غــازیانو
چی وطـن تـه مو بــیا سوله په راتلو شی

ـــــــــــــــــــ(2020)(8)11)ـــــــــــــــــــــ
ګرانه څه کوې

اې ملنګه دې ګرمه سحنه کي ګرانه څه کوې
تــه پــه دغه ټکنده غرمه کي ګرانه څه کوې

ځان خودي کباب کړو په دي ګرمو ګرمو کاڼو کي
وايه په دې پوري غره رغه کي ګرانه څه کوې

پښې خو دي تڼاکي شولې دې ډبرين غرونوکي
ځاردي شمه ته په دې دَره کي ګرانه څه کوې

زور دکومي میني له خپل کورڅخه ایستلی یې
دې صحرا دښـتونو بیابانه کي ګرانه څه کوې

ولي غرېو نیولی يې پڅه داسي غمجن ښکارې
نور به ددې عشق په يارانه کي ګرانه څه کوې

وایه په کوم چاپسې دي دومره زړګی تږی دی
ګــوره د سـنګر په ګـرېوانه کي ګرانه څه کوې

اې دشپون زړګيه ګرانه څه غواړې له رب څخه
دا د شــهیدانــو پـــه کالـــه کي ګرانه څه کوې

حافظ حنفي شپون
په زړه کي مي ستا د یاد ډېوه
نه پریږدي بله د فـــــساد ډېوه

چې داسې سرلوړدي افغانستان
پکښي همیش سته دجهاد ډېوه

زړګیه چې پر لمانځه ودریـــږي
کړه روښانه خپل دمـــراد ډېوه

راژوندي کې ضمیرونه ځوانانو
تاسې هریولرې داستعداد ډېوه

خیال محمده دشعرتوره که تیزه
چې درقیب سې دشعربربادډېوه

خیال محمد شاکر
غــــزل

اې د وخت حاکمه! څۀ دهشت و چې ونۀ شو
ستا په باچاهۍ کې کوم وحشت و چې ونۀ شو

څومره قیامتونه چې ستا لاس کې و ټول راغلل
یو ستا له وس پورته قِیامت و چې ونۀ شو

لور جګړه دې پېغله او لا ځوانه په مستۍ شوه
زوی دې خوار ولس ته امنیت و چې ونۀ شو

تور پنجاب دې زړۀ درته اره کړ او تۀ مات شوې
دلته خو په کار استقامت و چې ونۀ شو

څومره نفرتونه دې زموږ تر منځه راوړل
موږ ته ضرورت د محبت و چې ونۀ شو

سوله کې له چانه اجازې ته څۀ اړتیا ده؟
دې کار کې به څنګه مصلحت و چې ونۀ شو

هر څۀ درنه وشول، درنه شوي، درنه کېږي
یو چې باید شوی وای، غیرت و چې ونۀ شو

لس ځایه دې سلو دښمنانو باندې خرڅ کړو
کوم یو تجارت او کوم سیاست و چې ونۀ شو

راوړه "خدرخېل" د زولنو کیسه کې نۀ دی
هسې هم ژوندون د حریت و چې ونۀ شو

جانان خدرخېل
غــزل

ازادي د يوې مستې خوشبو حس دی
ازادي د لونګينې شېبې غاړه

د ريحان غوندې خوږه خوږلنه وُري
ازادي لکه د خدای د کعبې غاړه

ازادي د بارانۀ د څاڅکو شور دی
ازادي لۀ خوشالۍ د ادې غاړه

ازادي د جينکيو اننګي دي
ازادي لکه د سيند د څپې غاړه

ازادي لکه د چا لطيفې سترګې
ازادي لکه د غرۀ د چينې غاړه

بهار عیار
غـــــزل

د جلاد خاطر خندا یې ، ګوره څنګه عنایت وو
خون بها یې څله راکړه ؟ زما سر خو اجازت وو

د بڼو خنجر کافي وو، زه خو ھسي نیم بسمل وم
چي د زلفو په زندۍ کي ، د قاتل څه مصلحت وو؟

د جوټه شرابو نیم ګُټ ، میخانه کړله مدھوښه
دا ھُنر د مئفروش وو ؟ که د شونډو برکت وو ؟

دوصال طلب یې شل کړم، د بېلتون ژرنديې دَل کړم
مینه نه وه ، مجبوري وه ، د بلا خُولې ته ھجرت وو

اورېدې ګولۍ د سترګو ، بلېدې لمبې د شونډو
ځوانۍ ستا په عشق آباد کي څومره ښکلی عافیت وو

بېګاه بیا شپه زرکلنه ، بستر بیا اغزي کرله
ګیلې بیا وې په سُلګیو ، ستا له جوره شکایت وو

محترم عبدالهادی عطایی ملا
غــــــزل

داسې په ژړ‎ا چې ځوانې تیرہ شې
مه رادرومه بیا چې ځوانې تیرہ شې

حسن خو ځوانۍ پورې تړلې دی
لاړه شي ښکلا چې ځوانې تېره شي

ستا غوندې مې ډیر ښکلی لیدلې دي
پاتې سي تنها چې ځوانې تېره سي

پوهه به شي اخلاص او د لباس په فرق
ګله دا په تا چې ځوانې تېره شي

نن که د بهلول په بې بسي خاندې
ژاړی به سبا چې ځوانې تېره شي

اقبال بهلول
غـــــزل

رونق د شپې سم د ماښام نه وی
رنګ د محفل نه وی چې جام نه وی

د محبت داسې جـهان وی ملا
هلته سحرنه وی ماښام نه وی

دا پــیـرزویـنـه د ساقی ګڼمه
چې تینـدکونه ګام په ګام نه وی

هر شې جلال دی چې ژوندون یی وی ترڅو
چې شۍ حلال نه وی حرام نه وی

لکه چی نقش د لوګی زرشی فنا
چی یو آواز د هر یو قام نه وی

جام د ساقی سطح همواره ساتی
په میکده کښې خاص و عام نه وی

دا مظلومان او غـریبان چې ګورم
لکه ناظم چـې د نظام نه وی

دا هیڅ زردار پـه مخ کشې سره نه وینم
زر خوښوی مخ تـه یی پام نه وی

تـور د مینې څـنـګه ورک کړمه زه
ځاې په پښتون کښې د بدنام نه وی

راسره وه یې کړو په سترګو کښې جنګ
د خیبر دور خو بـې لام نـه وی

ارواښاد خیبر افریدی
تــــــابــع ده امــــارت یو
یــــو مــوټی یو قوت یو
هر ځـوان مو فولادي ده
کـــــؤ صـــــفـــــا جــهاد

اعــــــــــداد زنــــــــداباد
اعــ ـــــــداد زنــــــــداباد

اعـــــداد او  معـسکر  مو
سنـــــګر مـو او  دفتر مو
زړه باســـــي له دښمن نه
زمــــــــونـژ  قـــــوي مراد
اعـــــــــــداد زنــــــــداباد

لــــه جــــال د قــومیـت
تــــــل ســـــــاتي امـارت
پـــه منــــځ کي د هـرچا
ژونـــد غــــواړي د هیواد
اعـــــــــ داد زنـــــــــداباد

لــښــکرې منـصــوري بیا
هـــر ځـوان مو عمري بیا
هـــر وار  یې تـــندریز دی
مــات کــــــړی یې  الحاد
اعــــــــداد زنـــــــــــداباد

راوتــــي شا زلمـــــې دي
زلـــمي دي   فــــدایې دي
ده وخـــت ده هر فرعون
 لـــــښــــکر یې کړو برباد
اعـــــــــداد زنــــــــــداباد

تل مــــل یــــې لایزال دی
پــرځــــــولی یې جال دی
اســتعمــاریـــې نابود کړی
پــه هــــــر حال کي تضاد
اعـــــــــداد زنــــــــــــداباد

یـــو مــوټی یو قوت  مونژ
تــل غــــواړو امارت  مونژ
محـسن احـسانه کـړی پرې
جـــهــان اوس  اعـــتمـــاد
اعــــــــداد زنـــــــــــــداباد

محسن احسان
حمد شریف

مرغــــان ښکلو باغچو کي
ماهـــیان په دریـــــابو کي

څښـــــــتنه ستا ثناء کړې
زمــــــــریان په ځنګلو کي
مدام وایې هم دا الله اللهﷻ

پیدا دي ټول جهان کی
بې ستنې دي اسمان کی

سپوږمۍ لمر دي له پاسه
پرموږ باندي روښان کی
بنده ګان یو مونګه ستا الله الله ﷻ

دا درختي کاڼړې بوټې
ریګــــــونه دي که لوټې

هرڅه باندي خبر یې
ښکاره دي او که پـــټې
زه مونګه یې مولا الله اللهﷻ

دا سوال زه حقاني کړم
مــــدام درته زاري کړم

مـــعاف مي له ګناه کړه
دښــــو خلګو یاري کړم
در نه لرو بې تا الله اللهﷻ

شاعر حقاني کوثر
*مـســـافـــــرې ټـــپــــــې*

زړه بـه مـې څنګه پرقرار شې
چې وطنــوال مـې په پردې وطن کې وينه
زمــاجــانـــانــه مســـافـــــره
دزړګـــې ســره زه دې هــــروخـت يــادمــه

مسافـرې دې نصيب مـه شـه
زمانصيب شـوه دشپې نـه راځې خوبـونــه
مســافريـن ټـوله زړه ژړيـــږې
پـه اورکــړيــږې دوطـــن کــړې ارمـانــونــه

نصيبــه وســوزې ايــره شـې
تنـدی يـه مات شـې پـرتـاڅـه ليکلـې دينــه
مسافــرمـه شــې وطنــوالـه
کـه مســافــرشـوې بيــابــه تـل ژړاکــوينــه

دکلې ټول ځوانان خفــه دې
غصــه غصــه دې دپــردو وړې مـحنتــونــه
کـه غريبـې نـواې څښتـنـــه
زه بـه پـه کلـې کـې تــرعمــره پــورې ومــه

*نسته ديدن دي ياره ډېريم ناقرار درپسې*
*داستايادونوکړم په زړه باندي بيمار درپسې*

اخ دسـفـــر ګــردو وهـلـــې
رب۔ خـودې راوړه مـخ دې زه صفــاکـومــه
ته په کلونو مسـافـر شـوې
زه دې تر اوسه تصـويـر زړه کې ګـرځـومــه

پردی وطـن دظلم کـور دی
پــرمسـافــرو بـانـدې ډيــرکــوې ظلـمــونــه
دمسافـرولـوندګـريـوان وې
مــدام اوريــږې پــرې داوښکــو بـارانــونــه

سرپه سجده لاس په دوعايم
ومسـافـروتـه نصيــب کـړې خپـل کـورونــه
يم په ډيـرسخـت سفـر وتلـی
څوچې راځـم زمابـه خـوارې شـې هـډونــه

*داخوسفر دی څه دفتر خو نه دی*
*ژوند مې خراب دي برابر خونه دی*

وطن به هغه وخت وطن شې
چـې مسـافــر ورتـه دبـل وطـــن راځـيـنــه
څنـګه چې تـه په سفـر ولاړې
داسې مې تللې دې دسترګـوڅـه خـوبـونــه

دخپل وطن له نامه ځارشـم
ځـکه په بـل وطــن کـې نشتــه عــزتــونــه
پـردې وطـن کې مـزدورې ده
دابدبختې ده چـې ديفـورت ورسـره وينــه

په مات قلـم شريفـي ليکې
الله دې راوړه چــې دې وکــړم ديــدنــونــه
شـريفــي داسې مسافـريم

*Shaaer Nesar Ahmad Sharifl*

*🇸 🇭 🇦 🇷 🇮 🇫 🇮*
غـــــزل

ﺩ ﺷﭙﻮ ﻭﺭځو ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﮐیږﻱ
ﻣﺴﻠﺴﻞ ﯾﻮﻩ ﺩﻭﮐﻪ ﺭﺍﺳرﻩ کیږی

ﺩ ﺳﺎﺩﻩ ﺯړﻩ تسلۍ ﺗﻪ ﺧﻮ ﭘﻮﺭﻩ ﺩﻩ
ﮐﻪ ﭘﻪ ﻧﯿﻤﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻭﻋدﻩ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﮐﯧږﻱ

ﺷﺘﻪ ﮐﺮﺩﺍﺭ ﺩ ﻧﯿﻤﻪ ﺧﻮﺍ ﻣﯿﻨﯥ ﻣﯥ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ
ﻣﮑﻤـﻠﻪ ډﺭﺍﻣﻪ ﺭﺍﺳــﺮﻩ ﮐــﯧږﻱ

ﮐﻪ ﻣﯥ ﺳﺘﺮګه ﺭﭘﻲ، ﺭﭘﻲ ﺩﯤ ﺗﻪ ﻻړﯤ
ﺍﻭﺱ ﺑﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺣﺎﺩﺛﻪ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﮐﯧږﻱ؟

څه ﻣـﻮﺩﻩ ﭼﯥ ﭼﺎﻧﻪ پټ ﺳﺎﺗﻢ ﺯﺧﻤﻮﻧﻪ
څه ﻣﻮﺩﻩ ﯾﯥ ﯾﺎﺭﺍﻧﻪ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﮐﯧږی

ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺭﺍﺗﻪ ﻫﺮ څه ﺗﻤـﺎﺷﻪ ښکاﺭﻱ
ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺩﺍ ﺗﻤﺎﺷﻪ ﺭﺍﺳرﻩ ﮐﯧږی

ﻧﺎ ﺍشنا ﻻﺭ ﺩﻩ ﺗﻨـﻬﺎ ﺩﺭﻭﻣﻢ ﻣﻤﺘﺎﺯﻩ
خاﻣﺨﺎ ﺑـﻪ څه ﮐﯿﺴﻪ ﺭﺍﺳـﺮﻩ ﮐﯧږﻱ

ممتاز اورکزی
دیو چا تصویر ګورم دردونه راکـوي
په نیمه شپه کی لاهم غمونه راکوي

دزړه په ګالری کی مې پروت بې پروا
امکان حذف نه لرې تکلیفونه راکوي

ورته وګورم او ښکل یې کم پرمــخ
هروارپه کتوداوښکوسیلابونه راکوي

ګونګ تصویر دی زه لیوني ورته کډ
وماته هروارپه سترګو جوابونه راکوي

راسه بیرته یوسه خپل تصور شاکره
خیال محمد وایې نوې سوچونه راکوي

خیال محمد شاکر
غـــــزل

لپې له موسکا وې ډکې تنده ماتېده
مینه د رڼو اوبو چینه وه بهېده

ژبه د فطرت وه په نغمو د الاهو
شپه وه د سپوږمۍ، توره بلبله چغیده

ما دعا راوړې وه په اوښکو وه لمده
موسکه شوه ناڅاپه لکه ګل و غوړېده

نیمه شپه را ویښه وه د چا سوې سلګۍ
څه خدایي نغمه وه غلې غلې غږېده

څه نری باران په ترنم وو را روان
للمه د غاټولو په ګلونو پټېده

شنه وو له خندا نه غرونه دښتې د وطن
ځای په ځای جنډه په کې د امن رپېده

اوښکې یې خواخوږو پاکولې په دسمال
دا ځمکه یتیمه په کټ کټ و خندېده

ژوند لکه د شنه طوطي خوړلي وو نبات
اخ شېبه شېبه یې په مستۍ و چغېده

سخ به دې کاروانه وي که شوه دې لاروۍ
داسې زمانه مې په خوبونو کې لیده

پیر محمد کاروان