دغــزلو ســمـنـدر جانانه
407 subscribers
6 photos
29 links
دلته په ملګرو بهترین اشعار نشر کیـږي
لکه حمدونه نعتونه انقلابی شعرونه غزلونه
او صوفیانه کلامونه او ورسره ویل شوي تراني
Download Telegram
سولې ته نظم/

څڼورو زلمو راسئ سوله راوړئ
څڼورو زلمو ستړي یو ، له جنګه

چي اور بند سي سوله وسي امن جوړ سي
بیا به خوند واخلو ،دشنو بنګړیو شرنګه

ته پوهېږې چي ته راسې سوله راوړې؟
زما ګل جانان به خلاص سي له قیدونو

بیا به نه وړمه اغزي په ماتو پښو کي
زړه مي تور دی د باګرام له دېوالونو

په کلو به، انتظار دیدار ته نکړو
ګلالي زلمي چي راسي تر کورونو

ځنځیرونه به ناباب جرم به مړ وي
دراوزې به سي را قلف د محبسونو

څڼور لالیه، دغه مي ارمان دی
چي لاس سره بنارسۍ مي پر اوږو وي

چي د نوي ژوندانه خوب مي رښتیا سي
چي میده میده اواز ، د زمزمو وي

چي لونګۍ سي په قیمت تابوت لیلام سي
په دا هیله مي کلونه ژوندون تېر کړ

ګوندي ږغ د ناببره مرګي ورک سي
ما په دغه امید تللی لالی هېر کړ

بیا به نه وړمه، ډېوې تر زیارتونو
د لیلا یاد به مي هم مورکۍ ازاد کړي

طالب جانه؛ که له سولي سره راغلې
د مورکۍ د زړه دعا به دي اباد کړي

که ته راغلې او د سولي وزر خپور سو
دغه تور تور ماښامونه، به سبا سي

درنه جار به کړم یوه کندهارۍ غاړه
خو که دا د ناویتوب خوب مي رښتیا سي

څڼور لالیه داسی خوب مي ولید!
شاپېرۍ راکښته سوي وي له غرونو

ملایکي وي د مځکي پر سر باندي
انسانان وي ، د اسمان پر کنارونو

مرور لالیه ، دغه وعده راکړه
چي راځې مګر قلم به درسره وي

ټوپک مات کړه او شپېلۍ کړه ترېنه جوړه
د خوږمنو ، زړو ملهم به درسره وي

موږ په یوه نامه بندي په بل مړه کېږو
څوک شهید سي په ناحقه توهمتونو

زه به نه مرم! زه به ولي نه مړه کېږم؟
لوبي وسولې ، په ډېرو عزتون

چي اور بند وي د بارودو لوګی نه وي
وخت به تېر وي د ململ پر بنډلونو

بیا به پوه سمه چي سوله ده اور بند دی
چي ستن ماته سي د څرخ پر بیرغونو

ته خبر یې ته پوهېږې طالب جانه؟
چي زه څومره یم حالاتو زورولې!

د ژوندون له خوشحالیو یم محرومه
دومره ډېره یم ، غمونو کړولې

بس یوه دغه خوشحالي خو را پېرزو که
ته پخلا سه ته له<تراب>سره راسه

د مرګونو لمن ټوله له وطن که
دردېدلو پښتنو ته مسیحا سه
تراب
نوې کال او نوې غزل

ستا دحسن مسله کې څه ویلی نه شم
کیږی کافر شم دا فـتوا ورکولی نه شم

کږی او نړۍ ورځې دتورو څڼو لښکر
غنچه خوله دخمارو شهلا ستـرګومنتر
په دی عقله څه اراده کــولی نه شم

لکه نښتر قدمــامت ښکلی دخیال رفتار
د زنخدان سـیب دی مست او شــکر بار
زما زړه دی وړی ځې صــــبرولی نه شم

راته راکه یادګار د زلفـــو تار د بڼو ستن
چې بیاملا پری وګندی زما دغریب کفن
یاری دی غواړم خپل زړه دردولی نه شم

ملنګ مې قبـــــول که اشنا خپل د درګا
خیال محمد یم راغـــــــلی درته په ژړا
هغه ستا دناز او ادا خندا هیرولی نه شم

1400 1 1

خیال محمد شاکر
احمقان د خوشال بابا په نظر کې

چې مې ښهُ په زړهُ کښې فهم فکر اوکړو
احمقان راته ښکاره شو په خويونو

يؤ هغه سړی احمق بللې بويه
چې باور کا دَ غليم په سوګندونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې پاړو شي دَ لړمو دَ مارونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې په سپينه ږيره خيال کوي دَ جونو

بل هغه سړې احمق بللې بويه
چې دَ ښځوسره پاڅي په جنګونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې په هر طبيب دارو کا دَ رنځونو

بل هغه سړې احمق بللې بويه
چې ويښته به توروي په حضابونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې دَ تېښتې ګمان ورک کا له مريونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې خبرې کا په سترګو په لاسونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې بدخواهه سړی پرېږدي په رويونو

بل هغه ‌‌ سړی احمق بللې بويه
چې بې حده تکلف کا په ځانونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې پيران به کښېنوي په خپلو خونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې به غواړي دې لويي په نسبونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې بغېر تورې دعوه کا دَ ملکونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې به مال دَ دنيا نهُ خوري په کورونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې بربنډه کونه لامبي په سيندونو

بل هغه سړی احمق بللې بويه
چې غوږ نهُ کا دَ خوشال په دا حرفونو

ستر خوشال بابا.
مقاله: د رومان بابا آدم اشرف مفتون
ليک : نبيل خان

شاعرى يٶ خدا داد صلاحيت دې اٶ له نېکه مرغه په پښتو ادب کښې داسې ډېر شاعران دي چې د دنيا د نورو قامونو سره پرې سيالي کولې شو. پدې شاعرانو کښې يو ارواښاد اشرف مفتون صېب هم دې چې د پښتو شاعرئ کښې د رومان بابا آدم بللې کېږي.
اشرف مفتون په کال ۱۹۲۲ خواٶشا کښې د چارسدې تحصيل په رځړ نومې کلي کښې د قلندر خان مرحوم کره زېږېدلې وو د اسلاميه کالج نه ئې B.A اوکړه M.A فلسفه کښې ئې داخله اخستې وه چې د نامعلومه وجوهاتو له کبله ئې هم دغه دوران کښې تعليمي سلسله منقطع شول او د رېډيو پاکستان په محکمه کښې ئې د خپل وړومبي ملازمت ابتداء اوکړه او آخر دا چې په کال ۲۰۰۴ د مارچ په څوارلسمه نېټه ددې دنيا نه رخصت شو په ګور ئې نور شه.
ښاغلې اشرف مفتون يو ګڼ اړخيز شخصيت دې د هغوي په فن او شخصيت خبره کول ګران کار دې خو د سائل صېب خبره چې عشق فرهاد له تېشه په لاس کښې ورکړي نو که غر رېزه رېزه نکړي خپلې نخې نخانې خو پکښې جوړې کړي او د عشق په کتاب کښې د يو بل باب اضافه اوکړي.
د شاعرئ دوه اړخه دي. يو فنى اړخ دې چې شاعر څه موزون لفظونه مخکښې وروسته کړي او په شعر کښې جمالياتي حس پېدا کړي خو څه علمي مواد پکښې نه وي دې ته ادب محض وئېلې کېږي. بل د شاعرئ فکري اړخ دې چې پکښې د فنى او جمالياتي خوبيانو خيال د علمي موادو په مقابله کښې کم ساتلې کېږي دې ته مقصدي شاعري وائي او دا د ادب مخلوط په چوکاټ کښې دننه راځي. د اشرف مفتون شاعري د دې دواړو د يو ډېر ښېسته امتزاج نه ډکه ده که يو اړخ ته د شعر د عروضو خيال ساتي نو بل اړخ ته ئې شاعري د علمي موادو او مقصديت نه هم ډکه ده هم دا وجه ده چې نورو شاعرانو يو خيال ډېر په ګرانه په پوره نظم کښې بيان کړې نو اشرف مفتون ښه په آسانه او واضحه توګه په يو شعر کښې داسې بيان کړې چې نه خو په چا بوج کېږي او نه ئې شعر مبهم دې هم دا وجه ده چې اشرف مفتون په دې صفت کښې خپل ثاني نه لري.

د فن نظريه:.
لکه څنګه چې اشرف مفتون پخپله وئېلې دي زما فن د ترديد او تضاد نه ډک دې هم دغه شان د فن د تخليق په محرکاتو کښې هم د تضاد ښکار شوې دې لکه يو ځائې د علامه ابن خلدون په شان د شاعرۍ دپاره شراب ضرورى ګڼي

شراب خو ځکه ما له حلال دي
يو خو شاعر يم بل مې رېزش دې
(سکونډارې مخ# ۴۲۳)

نو بل ځائې لکه د ابن الرشيق پشان عشق د شاعرئ دپاره ډېر موثر ګڼي

شعر کار د عقل نه دې دا د سوي زړه ژړا ده
چې د زړه د تل نه راوځي دغه اصل شاعرى ده
(سکونډار مخ # ۱۷۸)

خدايه که نه وې درد و سوز د مينې
ما به يو شعر قدرې ليکلې نه وې
(سکونډارې مخ# ۱۳۳)

نو ددې دواړو په خلاف بل ځائې د سقراط ملګرتيا کوي او نزول و الهام د شاعرئ محرک ګڼي

په زور او جبر شاعرى نه کېږي
دا خو ناساپه څه الهام راشي
(سکونډارې مخ# ۵۰۲)

بل ځائې بيا وائي

د حادثې شان د وس نه بهر دې
شعر الهام دې خپله نازل شي
(سکونډارې مخ # ۵۴۶)

د دې تضاد وجه دا ده چې اشرف مفتون په مختلفو وختونو کښې د مختلف څيزونو نه تاثر اخستې او ددې ذکر هغه پخپله د "وږمې" کتاب په سريزه کښې داسې کوي چې

"د شاعرۍ دپاره تاثر پکار دې داسې تاثر چې زړه عقل او روح دې اوبوګنوي او د لاشعور ژور سمندر ته دې ګزار کړي او چې د لاشعور ژور سمندر کښې دې کونجکې وي او که ملغلرې هغه لکه د مرجونړا اوچې ته راوباسي. دا تاثر شاعر په مختلف وختونو کښې د مختلف شيانو نه اخلي کله ورېځ پونه او بوډۍ ټال. کله د سپوږمۍ پلوشې او د ګلونو وږمې. کله د ښکلو پېغلو خندا او د بنکړو شرنکا. کله د منصور او شمس التبرېز وجد وحال. کله د افلاطون او ارسطو قيلوقال. کله د خليل جبران او رابندر ناته ټګور سوز و ګداز کله لوږې تندې او زلزلې کله د خپل زړه دليل او د روح بې تابى او بې قرارى او کله يو ناڅاپه الهام
( سکونډارې مخ # ۴۳۵)

شعورى طور اشرف مفتون د دائمي او آفاقي فن قائل دې او د عارضي او مقامي شاعرئ نه ډډه کوي په فن کښې د ازم او د يو عقيدې د تبليغ ندې قائل ځکه خو پخپله هم فن د وخت او ماحول د اخلاقي نظرئې يا فنى معيار پابند نه ګنړي د اکثريت رائې اضافي ګنړي او وائي چې دا د وخت او ماحول سره بدلېږي. د فن د آفاقيت په لړ کښې اشرف مفتون د ګوئټې نه متاثره ښکاري ځکه د ګوئټې په نزد شاعرى يٶ آفاقى او عام څيز دې هم دا وجه ده چې دا د قامى حدودو دننه نه شي پاتې کېدې دې وائي چې هغه ورځ لرې نه ده چې د ټولې دنيا ادب به يٶ وي
اشرف مفتون فن دپاره د فن او فن دپاره د ژوند حامى ندې د اشرف مفتون شاعرى د قلبى وارداتو د اظهار سره سره د يو ذهن نه بل ته د ابلاغ نه هم ډکه ده لکه وائي

ته به پې پوهېږې څه مطلب څه ئې معنى ده
رو رو غلې غلې دا شعرونه خو څه وائ
(سکونډارې مخ#۵۹)

چې زړه دليل او روح دې اوبوګنوي
په لفظ او ترنګ کښې لږ تاثير پکار دې
(سکونډارې مخ#۵۰۵)

د فن په حقله E F Carill ليکي

"کوم فن چې انسان خدائې ا
و خپلو ورونړو ته رانزدې کوي ښه فن دې او چې کوم فن ئې لرې باسي خراب فن دې دپاره د فن غټ مقصد په انسانى نسل کښې عالمګير محبت پېدا کول دي
(philosophy of beauty page# 193)

د اشرف مفتون د ليکلو نه دا معلومېږي چې د هغوي د شاعرئ مرکز انسان دوستى ده لکه په وږمې کتاب کښې ليکي

مست د انسان په محبت کښې ګرځم
زما خو هر مذهب ,مذهب دې خدايه
(وږمې مخ #۶۶)

په خپله يٶ مرکه کښې حنيف خليل صېب ته وائي

"په فن کښې د عقيدې د تبليغ قائل نه يم البته پخپله د بدهمت او انسان شاعر يم مينه پسند او امن پسند يم انسان پرست يم حسن پرست يم
( مخ په مخ صفحه نمبر ۱۲۴)

په بل يو شعر کښې وائي

د دې نه غوره مذهب بل نشته
د چا چې مينه دين او ايمان وي
(سکونډارې#۵۳۰)

د فن د دې کږ ليچن بحث نه به لږ د مفتون د شاعرئ فکرى اړخ ته راشو اشرف مفتون يٶ رومانوى شاعر دې اٶ د شاعرۍ اسلوب ئې فلسفيانه دې خو فلسفى نه دې ځکه چې په اصطلاحى معنو کښې فلسفى هغه تن وي چې يا خو خپله کومه نوې فلسفه لري اٶ يا په نړيواله فلسفه کښې کومه اضافه وکړي اوس کۀ يٶ شاعر د آدم خان اٶ درخانۍ قصه نظم کړي نو شاعر ته خو مونږ آدم خان نه شو وئيلې کنه اٶ نه دا قصه د شاعر کېدې شي هم دغه شان کۀ کوم شاعر د چا فلسفه نظم کړى نو هغه ته فلسفى نه شو وئيلې .اشرف مفتون شاعر دې اٶ د تاثر لاندې ئې شاعرى کړې ده اٶ دا تاثر هغه په مختلفو وختونو کښې د مختلفو خلکو اٶ څيزونو نه اخستې دې.

د کلاسيکى ادب په خلاف چې په مغرب کښې کوم رومانوى تحريک راپېدا شوې وو د هغې اثرات نه صرف په مغرب بلکه په مشرق هم شوې وو، په پښتو شاعرۍ کښې د دې بابا آدم اشرف مفتون دې ځکه چې رومانويت په خپلو پوره تقاضو سره پښتو ادب ته په وړومبى ځل اشرف مفتون داخل کړې دې. د رومانويت په ټولو تقاضو کښې د رواياتو نه مخالفت، حسن و جمال اٶ فکرى بغاوت داسې تقاضې دي چې د اشرف مفتون په شاعرئ کښې په شدت سره راځي
د اشرف مفتون د خدائې تصور هم د مختلفو خلکو د تصورات نه متاثره دې خو د روايتى تصور نه ډېر مختلف دې لکه مابعد الطبيعيات د علت آخرى يا علت اولى تحقيق کوي او د موجود حقيقى علم دې مابعد الطبيعيات چونکه په داسې شيانو بحث کوي کوم چې مافوق الفطرت او ماوراءحواس دي نو ځکه د مابعد النفسيات نه علاوه نور علوم دا غېر ضرورى علم ګنړي. په مابعد الطبيعياتى مسلو کښې اشرف مفتون د احديت کلک ملګرې دې ماديت والا ماده حقيقى ګنړي او د روح نه انکار کوي دغه شان روحانيت والا ماده غېر حقيقى ګنړي ثنويت والا دواړه حقيقى ګنړي او وائي چې روح او ماده د يو بل نه جدا دي خو احديت والا روح او ماده جدا نه ګنړي بلکه يو ئې ګنړي او دواړه د نور ازل او حسن حقيقى يوه جلوه ګنړي او په هر څه کښې ورته د هغه ابدي دلدار جلوې ښکاري او دې ته وحدت الوجود هم وئېلې شي اٶ هم دې ته شوپنهار شائسته الحاد وئيلې وو
Schopenhauer complains that “Pantheism is only a euphemism for atheism,” for “to call the world God is not to explain it; it is only to enrich our language with a superfluous synonym for the word world” (Schopenhauer 1851, I:114, II:99).
اشرف مفتون هم د دې په حق کښې وائي چې

روح او جسم زما خيال کښې متضاد څيزونه نه دي
نمر به څنګه نمر شي پاتې که رڼا له نمر جدا ش
(تړمې اوښکې مخ #۶۸)

بل ځائې ليکي

چاته په نمر سپوږمئ د بوډئ ټال کښې ده
چاته نا ليدلې هستى ارماني خيال کښې
(سکونډارې مخ# ۶۱)

يا لکه اشرف مفتون د منطق په تله تلل کوي نو وحدت او کثرت کښې ورته هيڅ فرق ندې ښکاره شوې

چې خدائې حاظر ناظر ګنړي څوک
فرق پاتې نه شي وحدت کثرت کښې

(تړمې اوښکې مخ # ۷۹)

کله په خپل جمالياتي ذوق و حس حسن کل ته د رسېدو کوشش کوي نو وائي

کله پټ د سپوږمئ شپول کښې کله تا
کړي پلوشو کښې
ائ احساسه! ما هم دغې مکېزن جانان ته
بوځه
(سکونډارې مخ#۴۸۶)

د دې سره سره د خدائې د ذات د پېژندګلو دپاره د عقل نه هم کار اخلي او خپل عقلى او سائنسى دليلونه داسې پېش کوي

غر کښې راز د ذرې پروت دې دې ذره کښې راز د غر دې
دې ورېځ باران او پرخه کښې اسرار د سمندر
دې

که يزدان که اهرمن دې که ابليس که برهمن
د
د يو ذات جدا نامې دي نېک و بد که خېر و شر
دې

(سکونډارې مخ# ۵۰۶)

کله کله خو د خدائې تصور د ذوقياتو سره اوتړي او دا تصور دومره ذاتى کړي چې خدائې لکه د ذائقې محسوسېدې شي خو ليدل يا بيان ئې ممکن نه وي

هستي د خدائې هم لکه لذت شان دې
نه ئې نيوې څوک نه ئې کتې شي

(سکونډارې مخ #۳۹۹)

د خدائې ابتدائي تصور د غار د زمانې د انسان د ذهن پېداوار وو چې د کوم څيز په مخکښې به هم انسان بې بسه اٶ مجبوره شو هغې ته به ئې د خدائې درجه ورکړه اٶ عبادت به ئې ورته شروع کړو. په ابتداء کښې دا خدايان مجسم وو خو د وخت تېرېدو سره سره دغه مجسم خدايانو د تصوراتو شکل واخستو اٶ تر اوسه مونږ صرف د دې تصور کوې شو مشاهده ئې نه شو کولې نو ځکه کۀ مونږ هر څومره
کوشش وکړو خو زمونږ مازغه اٶ ذهن مونږ ته هيڅ قسمه تسلى بخش ځواب نه شي راکوې ځکه خو چې د اشرف مفتون زړه په هيڅ هم اوبه نه دي څښلې نو دا چغه ئې وهلې

چې خيال او فکر مې خدائې ته لاړ شي
څه تورې لړې اړ معمه وي

(سکونډارې مخ#۳۳۸)

يا لکه بل ځائې ليکي

څنګه نظر وږمې هوا نه ويني
داسې دليل شمکور دې تا نه ويني

(سکونډارېمخ#۴۹۰)

نو لکه د بدها ئې د خدائې متعلق د ذکر نه ډډه کړې ده بدها به وئېل چې څوک د خدائې متعلق ذکر کوي د هغه مثال هغه عاشق دې چې د خپل محبوب په صفتونو خو نه مړېږي خو دا پته ورته نه وي چې زما محبوب څوک دې؟ يا د ده مثال د هغه تن دې چې پوړئ ئې روانې کړې وي خو پته ورته نه وي چې محل کوم ځائې کښې دې؟ ّ ځکه اشرف مفتون وائي

شاعر

فلسفي خدائې ته رسائي درته په څه کښې
ښکاري
د خدائې جلوې د خدائې خدائي درته په څه
کښې ښکاري


فلسفى

زه ترې خبر نه يم تکل ئې کائنات کښې کوه
د عقل بېرته تجسس ئې خپل جذبات کښې کوه

شته دې يا نشته دې بعيد د عقل و فکره ښکاري
هڅې عبث راته د خدائې متعلق ذکر ښکاري

(سکونډارې مخ # ۱۰۹)

خو کۀ دې ټولو شعرونو ته مونږ وګورو نو د اشرف مفتون تصور خدائې ډېر آفاقى دې هغه د يٶ خاص طبقې، قام اٶ خطې نمائنده نه دې بلکه د کلهم انسانيت خبره کوي اٶ رومانويت هم ددې تقاضه کوي ځکه خو يزدان اهرمن ابليس اٶ برهمن ټول يادوي.

اوس به د اشرف مفتون په تصور حسن لږه رڼا واچوو. په نظريه حسن کښې د ټولو نه غټه مسله د موضوعيت اٶ معروضيت ده چې آيا حسن د انسانى ذهن خپل تخليق دې اٶ کۀ نه دا د حسين شى يٶ معروضى خاصيت دې. د يٶ تحقيق مطابق کښې په دنيا کښې شپيته فيصده خلک په موضوعى نظريه حسن يقين ساتى اٶ باقى په معروضى نظريه حسن يقين ساتى. خو کۀ څوک په دې دواړو کښې صرف د يٶ نظرئې ملګرې شي نو هغه د حسن صحيح تصور نه شى قائمولې ځکه چې حسن د دې دواړو د امتزاج نه جوړ دې لکه څنګه چې Crispin Sartwell په خپل کتاب Six names of beauty (2004) کښې ليکى چې حسن نه موضوعى دې اٶ نه معروضى دې بلکه دا ددې دواړو يٶ تعلق دې . د حسن يو جامع تعريف ممکن نه دې ځکه چې حسن د يو انفرادى کيفيت نوم دې چې عام قياس پرې نشى کېدې لکه څنګه چې اشرف مفتون وائي

په هر ځئ کښې د هر چا خپل معيار د حسن دې
توره ده که سپينه حور ليدلې چا ده
سکونډارې مخ (۴۳۷)

اشرف مفتون د حسن يو واضح تصور لري د مفتون حسن د جمال او جلال نه مرکب دې او دا د حسن اعلى تصور دې لکه وائي

بې جلاله بې جماله که خوبى وي هم خامى
شي
چې جلال او جمال راشي که خامى وي هم خوبى شي
سکونډارې مخ (۲۷۱)

عشق چې غيور حسن مغرور نه وي
مينه کښې هيڅ قسمه سرور نه وي
سکونډارې مخ (۱۰۸)

د اشرف مفتون د حسن تصور د موضوعيت او معروضيت د يو ډېر ښېسته امتزاج نه جوړ دې ځکه که هغه يو اړخ ته حسن د کتونکي په نظر کښې داخل يو احساس ګنړي نو بل اړخ ته ئې د شاهد نه بې نيازه هم ګنړي لکه وائي

حسن ستا د زړه احساس دې
هڅې بل ته حسين وائې
سکونډارې مخ (۲۱)

که وفاداره که بې وفا ............ ده
زه خو مين يم خوښه زما ............ده

چې زور دې نه وي چې زر دې نه وي
بيا خو لوئې ښار هم لويه صحرا ده
سکونډارې مخ(۵۶۵)

پدې بره شعرونو کښې موضوعيت په واضحه توګه ښکارى د موضوعيت په حقله اشرف مفتون د Margeret Wolfe Hungerford نه ډېر متاثره ښکاري لکه دا په خپل کتاب (1878)Molly Bawn کښې ليکى چې "Beauty is in the eyes of beholder" اٶ اشرف مفتون هم وائي چې "ښائست په معشوقو کښې عاشقان پېدا کوي". اوس راځو هغه شعرونو ته چې د معروضيت ذکر پکښې دې د حسن معروضى بانيان افلاطون اٶ ارسطو دي دوى دواړه وائي چې حسن د شيانو معروضى خاصيت دې خو د ارسطو نظر د افلاطون نه پدې بدل دې چې هغه حسن د حسين څيز په مختلف عنصرو کښې يٶ ترتيب (Order,Symmetry) ګنړى. د اشرف مفتون په شعرونو کښې هم ځائې په ځائې د حسن معروضى رنګونه هم ښکاري لکه وائي

چې شراب اوڅکې لږه نشه شې
زما لېمو کښې زياه ښائسته شې
سکونډارې مخ (۵۶۶)

هم خو پرې زه مين هم پرې دنيا مينه
نه صرف ماته ښکلې هر چاته ښکلې ده
سکونډارې مخ(۲۶)

يا لکه بل ځائې کښې ليکي چې

حسن و رعنائي ما وې زما د زړه تخليق دې
بيا هم په نازونو مکېزونو ...............تېروتم
سکونډارې مخ(۲۱۱)

د شرابو د څکلو سره د حسن زيادت هر چاته ښکلې ښکارېدل او سره د دې منلو چې حسن زما د زړه تخليق دې په نازونو مکېزونو تېروتل که معروضيت نه دې نو څه دي؟
د اشرف مفتون په شاعرئ کښې د معروضيت اندازه د دې نه هم لګولې شو چې هغه د فطرت کومه ترجمانى کوي او کومه خاکه ئې په شعرونو کښې راخکي نو هغه يوازې د معروضيت قائل شاعران کولې شي ځکه موضوعيت والا خو حسن د اندرونى کيفياتو نه ګنړي او فطرتى حسن په خارج کښې وي لکه وائي چې

ځوانى سپرلې ډک د ورېځ آسمان دې
نرئ هوا نرې
نرې باران دې

امتحان ستا د سخاوت دې ساقى
نن په دنيا مې د فردوس ګمان دې
سکونډارې مخ(۱۳۷)

دغه شان په خپل يو نظم "د غرونو مينځ" کښې چې د فطرت او غرونو د ښائست کوم منظر پېش کوي د انسان ټول حسونه ورته حېران شي بل ځائې کښې د ژوند ښائست د سر او تال د پابندئ نه عبارت ګنړي چې په ښکاره ډول معروضيت دې اٶ ددې ترتيب ذکر د ارسطو په نظريه حسن کښې هم راځي

ژوند ښائسته شانې نغمه وي چې پابند د سر او تال وي
يو بې خونده شانې شور شي چې باغى له سر او تال شي
سکونډارې مخ (۳۱۱)

اشرف مفتون د حسن و جمال لېواله دې او د ټولو نه زيات ذکر ئې د نسوانى حسن کړې دې ځکه چې د دنيا دا ټول حسن و رونق د دې صنف نازک له وجې دې هم دا وجه ده که د اشرف مفتون نه زهرا واخستلې شي نو د مفتون په جمالياتو کښې به هيڅ پاتې نشي اشرف مفتون د برندو احمرينو سترګو شاولې واولي تګ تورو اوږدو زلفو د مقدسې ګناه او د محبوب د ننګ و غېرت لېواله دې او دا ارمان کوي چې

بل ته به غم ماته ښادي ښکارى
که ګورو زلفو کښې مې ساه لاړه
سکونډارې مخ (۵۰۱)

د اشرف مفتون د حسن ابتداء د ښائسته مخلوق نه کېږي او لکه د فلاطينوس ئې انتها په حسن ازل کوي ځکه خو ورته دا ټول حسن و جمال د خدائې د نور يوه جلوه ښکارى نو وائي

هم مې خوښ ښکلې مخلوق دې هم تکل کښې د خالق يم
خپلې مينې ته چې ګورم هم مجاز هم حقيقت
دې
سکونډارې (۳۳۶)

تګد ورېځو بوډئ ټال کښې....... راته
د چا ښکالو رنګ نزاکت......... ښکارى

لېونې حسن نورانى سترګو ......کښې
ماته د خدائې حسن و صورت ښکاري
سکونډارې مخ (۴۸۷)

د دې نه علاوه د حسن و عشق د امتزاج او مقدم او موخر کېدلو په حقله استفهاميه انداز خپلوي او د حسن وجود د مخالف صفت د موجودګئ نه عبارت ګنړي چې معروضيت دې

د ښکلو قدر به چا ...........کولې
که دا بدرنګ هم ربه حسين وې
سکونډارې مخ (۵۴۹)

فکرى بغاوت د رومانويت د ټولو نه اهمه تقاضه ده او د دې تقاضې اشرف مفتون پوره پوره خيال ساتلې دې ځکه هغه د کلهم انسانيت د آزادئ قائل دې او د شاعرئ دپاره خو بيخي د فکر او خيال د پابندئ قائل نه دې. د اشرف مفتون بغاوت لکه د يورپ والو پشان د عقل او دليل خلاف ندې بلکه د فرسوده قدرونو خلاف دې.د کلهم انسانيت د آزادئ او خوږ پدې لړ کښې هغه د بدها نه ډېر متاثره ښکارى لکه وائي

زه به ئې د زړه له تله قدر کووم
دنيا ته بيا که بدهه او رام راشي

سکونډارې مخ (۵۰۲)

ځکه خو لکه د بدها د روايتى او رسمى عبادتونو قائل نه دې بدها به وئېل چې د انسان ژوند د پېدائش نه تر مرګه پورې د غم يو افسانه ده نو د دې غمژن ژوند علاج پدې نه کېږي چې مونږه دې په عبادتونو او رياضت ځانته ښه تکليف اورسوو

تسبيح او تراويح که زندګي وي پاکه........ ربه
دا داسې زندګي راته څه ګرانه غوندې ښکارى

سکونډارې مخ (۱۹۵)

بدها ۷ کاله ځانله په رياضتونو عبادتونو او دعاګانو زړه چولې وو خو بې قراري ئې نه وه ختمه شوې اشرف مفتون هم لکه د بدها خپل سکون نه دې موندې نو داسې ئې وئېلي چې

په جستجو تلاش کوشش ژړا دعا عبادت
حاصل تر اوسه پورې ماته خپل مراد نشو
سکونډارې مخ (۲۳)

نو ځکه ئې د دې هر څه نه بغاوت کړې دې او ناپوه زاهد ته چې خپل نن د سبا په طمع خرڅوي دا رنګه لګيا دې

ذاهده تسبيح کېږده موصله دې کړه راغونډه
ما جام کښې د شرابو جنتونه دي....... راوړي
سکونډارې مخ (۱۸۷)

د اشرف مفتون دا بغاوت که يو اړخ ته د ښه او آفاقى فن اظهار دې نو بل اړخ ته هغه لکه د بدها د انسانيت يو مجسمه ده او لکه د امير خسرو د انسانيت شاعر دې نو ځکه ئې د هر فکر مرکز انسانيت دې او که په چا ژوندي قدرت هم ظلم کړې دې نو مفتون د ګرېبان نه نيولې

زړه د قدرت دې لکه د .........کانړي
ځنې ړانده کړي ځنې ګډ شل کړي
سکونډارې مخ(۵۶۸)

يا لکه بل ځائې ليکي

زما تخليق ګناه ده ستا ګناهګار ماته ...وائې
خطا دې خپله د افسوس خطاکار ماته وائې
سکونډارې مخ (۱۷۹)

دغه شان د مجبورې او پابندې نېکئ نه ورته ګناه خوښه ده چې د خپل واک او اختيار سره وي

له مجبور پابند اخلاق د فرښتې نه
خود اختياره د شېطان دا بدکارى ښه
سکونډارې مخ (۱۵۸)

داسې نور ګڼ شمېر خيالونه دي چې اشرف مفتون ئې د نورو شاعرانو نه ممتاز کړې دې. د مفتون په شاعرئ کښې د رومانويت سره سره کلاسيکيت هم شته ځکه يو اعلى تخليقى فن د دې دواړو په يو خاص تناسب سره د امتزاج نه پېدا کېږي لکه وائي چې

که شرافت نه وى د کور مکتب کښې
شريف به نشى په مونځونو باندې
سکونډارې مخ (۴۰۱)

د دې شعر وړومبۍ مصرع که د کلاسيکيت ترجمانى کوي نو دوېمه مصرع ئې د رومانويت نه ډکه ده او هم دا د مفتون ځانګړتيا ده لکه بل ځائې وائي

هڅې خو قدر څوک د چا نه کوي
دا خو په پوهه په زر او زور شي
سکونډارې مخ(۵۹۰)

د دې نه علاوه هم د مفتون د فن ډېر اړخونه دي چې د طوالت د وجې ترې ما ډډه کړې ده اشرف مفتون لکه د هما پشان د شاعرئ پدې دنيا پرواز کړې دې او د پښتو شاعرئ غېږه ئې د بېش به
ا ملغلرو ډکه کړې ده د خپلې روماني دنيا په سردرو کښې ورک دغه د حسن و حق په پياله مست مفتون به د تل دپاره د خپلې لېونئ زهرا سره يو ځائې يادېږي. او که زهرا ترې واخلو نو د هغه د دې رنګين رومانى جنت نه به سقر جوړ شي. اشرف مفتون لکه د نمر په څېر هر چاته ښکاره دې او هر څوک ورسره د خپل عقل په اندازه متعارف دې. خو څومره خدمت چې مفتون د پښتو ژبې او شاعرئ کړې دې هغومره مونږه د هغه حق ندې ادا کړې قدر مو ورله ندې کړې. د اشرف مفتون قدر اوکړئ او د خپل وس او عقل مطابق د هغه په فن او شاعرئ ليکل اوکړئ

د مفتون قدر چې چا او نکړو
ارمان به اوکړى يو وخت به راشي
سکونډارې مخ(۲۳۲)

په ډېر درناوي
/
نبيل خان
خلګ څه وایې؟

د کافـــــــــر په جنازه کې خلګ څه وایې؟
یار ته په نیمه شــــپه کې خلګ څه وایې؟

چې اودس يې دتن په وینــــو تازه کېږي
شاکره په هغه لمانځه کې خلګ څه وایې؟

که داچل را زده کې احسانمند به دې شم
سړیه د دلـــدار په نه کې خلګ څه وایې؟

دا سوال په ډېره ډېره بخـښنه درنه کوم
غماز ته دیار کــوڅه کې خلګ څه وایې؟

سحرنې موسم وي د بهار مسته هوا وي
دګلاب په یخه خوله کې خلګ څه وایې؟

په تحفه کې د هرڅه خلګ هر څه وایې
شاکره د زړه په تحفه کې خلګ څه وایې؟

شاعر خیال محمد شاکر
د بورا ګيله۔

ناست وم پۀ چمن کښې يو بورا مې خوا له راغے۔
وېل يې دلته کښې ګلان و اؤ اوس نشته هغه څۀ شو؟

ما بورا ته داسې وويل چې ياره ستا مزې دي۔
نۀ دې غم وي پۀ زړګي اؤ نۀ دې کړې شوګيرې دي۔
نۀ دې څوک د يار پۀ چم کښې پۀ ګټانو شي ويشتلے۔
پۀ هر ګل شې کښېناستلے هر ګلاب شې ښکولولے۔
نۀ خبر يې د ثواب اؤ نۀ ګناه درپسې ليک ده۔
مونږ تۀ اوګورا د دهر پۀ لمبو هسې وراته شو۔

بورا اح کړه وېل يې خانه تۀ پاګل يې داسې نۀ دۀ۔
ځۀ هم غم پۀ زړۀ لرمه دردېدلي مې سينه دۀ۔
پۀ مجاز نظر د ميني څوک ليدے نشي جلوې۔
نۀ به مخ وېنې د يار چې سبا نه کړې تورې شپې۔
مونږه ستاسو د کوټه عمل پۀ وجه باندې سوځو۔
نۀ شبنم شته نۀ باران ټول ګلان د تندې مړه شو۔

و ما بورا ته لګه نورا هم ښه وکړه توجو۔
چې پۀ زېر شومه بورا تۀ خوار نېولے و سلګو۔
ما انسان له مې بورا سترګې راکړلې پۀ لاس کښې۔
اخر پاتې ورته راغلمه پۀ نيت اؤ پۀ اخلاص کښې۔
اے زمۀ ياره بورا حميد پۀ غم کښې دې شريک يم۔
خداے به وکړي بارانونه بنيادم که چرته ښه شو۔
حميد معصوم۔
خپل پر حال بانـــدې ژړا نن ځکه راځی
چې زه غریب سوم ستا رانه کرکه راځی

چې بڼست یې دمینی نه جوړسوې اوسی
تل پاتې او هــــغه یارانه کلکه راځی

پوهنتون ته هسې بې فایدی مې مه لیږه
لاس کې کتاب فکرکې هغه بــابکه راځی

سحرنې موسم وه ګلشن کې ګېرځیدلم
دګلاب نه شبنم توهیدی لکه دچوښکه راځی

چې فکردی شعرکې نه وی انځورکې وی
شاکره پر هغه شـــعر دی نیوکه راځی
تراب
احمد شاه په درانیو کې یو کس وو
د دي خپلې کونډی مور د زړه جرس وو

په یو فکر باندې ودریدولو کلک شوو
بیا د وخت په تیریدو باندې ملک شو

حق ویل حق اخستلو باندې سروو
خلک وایې هو به هو پنځم عمر وو

مشهور شو له چتراله، تر بولانه،
له هراته، تر هلمنده، او بلخ، بغلانه،

امپراطور شو له ډهلی تر اصفهانه
اباسینه تر امو او تر واخانه

پوهنمله، پوهندویه، پوهیالیه،
ننګیالیه ،توریالیه، ګټیالیه،

سل رحمته دي په پلار و په ادي شه
اذادی دي د سپیڅلی مور شیدی شه

موسس د لوی افغان وي ته تورزنه
له خطره خالې نده سرښندنه

که ویریږی نو په کور کینه دننه.
زما ھٰغه نظم کوم چې د غنې خان بابا په نامه مشهور دے ،
یاده دې وې چې دا د غنې بابا نه ، زما خپل لېک دې او ما
سره د دې ثبوت هم شته دے ، ډهېره مننه

نظم : رواجې سجده

چی دا مونږ ولې پېدا شو؟
تقاضا د ژوندون څۀ وه!؟
زۀ یو داسې ځواب غواړم
چې ضمیر مې مطمئین کړم
هر څوک اوتې بوتې وایي
څه دروغ او څه رښتيا یې
یو ملا بس دومره ؤویل
عبادت د ژوند مقصد دے
چې څوک ښۀ کړي هغه ښۀ دی
چې څوک بد کړي هغه بد دی
ما وې ښه ده زۀ منم خو
زما بېله عقیده ده !!
که سجده د ژوند مقصد دی
نو لعنت پۀ داسې ژوند شه
دا خو صرف تجارت شو
دا لا څنګه محبت شو
سجده نۀ شوه مزدوري شوه
یاره دا خو بازاري شوه
یا زما ضمیر کافر دی
یا دا خلک لېوني دي
زه خو داسې سجده غواړم
چې مقصد یې محبت وي
ملاجانه سجده نه کوم!
که مقصد ېې تش جنت وې

لیکوال : خرم شھزاد ملاجان
نیټه : اکتوبر ۲۰۱۲ پیښور حیات آباد
بل ستر افغان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه
بل باچا خان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

لكه حسين خپله سينه ډال كړي د وخت يزيد ته
يو داسې ځوان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

هغه د جنګ د مسلك خلقو پې بارود كرلي
چې سرۀ ګلان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

چې نوره وينه د افغان بۀ دلته نۀ توئيږي
چې دا امكان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

پس له حمزا بۀ د غزل زمکه ښيرازه كړي سوك
بل غزلخوان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

چې هندوستان يې د مړانې صفتونه وكړي
چې بل شيرخان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

چې د شين سترګو داغرور صنمه خپو لاندې كړي
نر عجب خان بۀ پښتنه خاوره پيدا كړي كنه

تاج ولي صنم
د جنتونو میاشتی راځه

مرحبا مرحبا د رحمتونو میاشتی راځه
لبیک لـبــیک دانــوارونو میاشتی راځه

تا کې د قدرشپه دثــواب چینه ده پټه
درب دلـــوری د ثوابونو میاشتی راځه

دنیک عمل ثواب اویا چـنده دی تا کې
په ناز ناز د مـــغفرتونو مـیاشتی راځه

تا کې نازل سوې قرآن زموږ پر نبی دی
ده اویا چنده اجــــرونو میاشتی راځه

په رسۍ د دوزخ شیطانان دې تړل سوې
عفو پر ټولو ګناهــــونو میاشتی راځه

ستاروژه مات سکه داختر وروره دی روژی
شاکــــر وایم د جنـتونو میاشتی راځه

ستاراتګ ته منتظریم خیال محمدشاکر
پر مومنانو باندې دنعمتونو میاشتی راځه

شاعر خیال محمد شاکر
تــشـنـابـونـه پـاکـٶمـه هــزاره يـم
د تـخلـيې شـرکت لـرمه هزاره يـم

جوالې اٶ ګدايـګر مې تـخلص دى
د مـاضـي نـٶم نه لرمه هـزاره يـم

د رتـبې لـپـاره هـر څـه نـه زه تـير يـم
داسې سـپک خوٸ زه لـرمه هـزاره يم

د امير شير علي خان په سلطنت کې
چـنـګـيزى بـه يـاديـدمـه هـــزاره يـم

ايرانـيان لـکه د خـرو رانـه کار اخلي
سر کوپړٸ کې بٶس لرمه هزاره يم

په قد پخش اٶ په پيت پوزې مشهور يم
نــور کـوم حــســن نـه لــرمــه هــزاره يم

نـاېيـتٶب کسب نـيکه نــه دى راپاتي
پــه بــانـډو به ګرځـېـدمـه هــزاره يم

وه "آرزو مٶمندې"نور دې قلم بند کړه
د تعــصب فــکر لـــرمـــه هـــزاره يـــم

نٶټ:د تعصب اٶ کرکې د نطفي"سکينې حسني" د شعر په مقابل کې مې دا وليکه هغي پخپل شعر کې پښتنٶ ته ډير بد رد ويلي وٶ، دا شعر درسره شير کړٸ، تر څٶ تر سکيني اٶ محقق پوري ورسيږي.
د راتلونکی مبارکۍ روژی په ویاړ

د رحمتونو میاشتی
د انـوارونو میاشتی
لبیک لبیک درته وایو
د جـنتـونو میاشتی
د انوارونـو میاشتی

تر هری میاشــتی بهتره یی
خاطر دشبی قدر افضله یی
په نازناز پرموږ باندې راځه
د نعمتونــو میاشتی
د انوارونــو میاشتی

تاکې نازل سوې فرقان
زمــــــوږ پر نبی جانان
هر کلی دی د راتګ کوه
د حکمــتونو میاشتی
د انوارونــــو میاشتی

لپه مې ځولې په مناجات
غواړمه د اجــــرو برسات
چې په عفه مې سې ګناهونه
د مغفرتونو میاشتی
د انوارونــو میاشتی

هلته معلومیږی ستا برکات
چې سې موسـم د روژمات
برخمن مې که دثوابونه څخه
د ثوابونـــــو میاشتی
د انوارونــــو میاشتی

خیال محمد شاکــــــره ژاړه
عفه پرګناهونو باندې غواړه
مرحبا مرحبا درته وایو
د اجـــــــرونو میاشتی
د انوارونــــــو میاشتی

شاعر خیال محمد شاکر
سا اخلم

ژوندی نه یم د ژوندو غوندې سا اخلم
زه د ښکلو په ستــــــرګو کې بقا اخلم

د هر ســـفر نه مې چې بری دی راوړی
زه د سفر نه مخکې دمور نه دعا اخلم

که هرڅومره غریبی راباندې بوج وکې
زه حتمن حتمن نازونه خودیوچا اخلم

وای نیمه شپه ده رانیږدی سه مه ویریږه
کنې په عام محضر کې دی نوم بیا اخلم

هغه انځور دی اوښکو ســــــولولی دی
که اجازه وی نوی انځور دی اشنا اخلم

خټه مې ملایکودعشق په اوبو ده اخښلی
چې پرهر پرهر پرهر یم نوم ستا اخلم

خیال محمد شاکر یم دوصل شپه غواړم
دخزان سیلۍ نه یم چې دګل نه بورا اخلم

شاعر خیال محمد شاکر
زه کله د الفت د عظمتونو نه منکر وم
زه کله د خایست د کمالونو نه منکر وم

زما په برخه کله لیوانۍ غمونه نه وو
زما په لمن کله د توهمت داغونه نه وو

زه کله باغي نه وومه،خودسره میئن نه وم
زه کله زما ګرانه،د زړه سره میئن نه وم

زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم
زه ټول عمر په دې ګناه د ژبې اویزان یم

زه اوس هم د سپرلي د راښکالو نغمه کوومه
زه اوس هم زندګي د محبت په تار تړمه

خو دا څه اوشو چې داسې یریدلې يی اوتر يې
ما هم یروول غواړې، لیوانې يې زوره ور يې

زه څه اوکم، ستا اومنم، د ژوند نه لاس په سر شم
د مینې نه توبه اوکم، د مینې نه منکر شم

نه نه، زما نه نه کیږي، دا نه کیږي، دا نه شي
زما لمن دې چرې په دروغو پاکه نه شي

زما زړه دې همیش د محبت په ګناه تور وي
زما په نوم دې دغسې یو زر الزامه نور وي

ته ځه ورځه چې تا ته پکې پیښه نوره نه شي
زما په الزامونو دې لمنه توره نه شي

زما مینه خودسره ده ،باغي ده، تاواني ده
زما ژوند لا تر دې ورځي بیللې جواري ده
صاحب شاہ صابر
فطرت کړي ګل ته غږ چې د اغزو سره راځه
بلبل ته اشارت چې د نغمو سره راځه

اشنا راته مسکی شو له امیده نن خلاف
ای غرېوه د زغمناکو اسوېلو سره راځه

بېګا مې انتظاره ښکلی یار ولید پۀ خوب
لېمې مې شه درځار د شوګیرو سره راځه

حيران مۀ شه نن اوښکې چې بې واره تویوم
هم دا خو تا ویل چې د جرګو سره راځه

کاروان د سپرلي راغی جنس يې راوړو د جمال
ای شوقه د نظر د غلچکو سره راځه

رېباره راته ستايې کۀ بیا زلفې د اشنا
د خولې نه دې قربان د زولنو سره راځه

واپس پۀ ښکته لاړه بوږنېدلې اسوېلي
اوس وار دې شو ارمانه د سلګو سره راځه

اوس وخت شو د ګلانو ځه اى زهده بې رخصت
بیا تېر چې پسرلی شي د توبو سره راځه

ای یاره دا اشنا راته به ته ښکاري اشنا
ليکن د هغو تېرو زمانو سره راځه

پرېوتی پرې نظر د هغو شوخو سترګو دی
حمزه ته کۀ راخې د سپېلنو سره راځه

را غونډ به وي رحمان ته بلبلان د معانې
حمزه د خپل غزل د رنګینو سره راځه

#امیر_حمزه_شینواری