دا ده بس چې مجبوري مې خپله اوښوه
تورانئ نه شـــــم کولې ســــــتا بیــــان
#غنی_خان
کومه مینه او عشق چې په خلې بیانیږي هغه جسمی عشق او د خلې مینه ده.
او له کومې مینې چې خله قاصره شي او زړه کې احساس شي هغه حقیقی عشق دی.
تشريخ ده غيور غالب صيب
تورانئ نه شـــــم کولې ســــــتا بیــــان
#غنی_خان
کومه مینه او عشق چې په خلې بیانیږي هغه جسمی عشق او د خلې مینه ده.
او له کومې مینې چې خله قاصره شي او زړه کې احساس شي هغه حقیقی عشق دی.
تشريخ ده غيور غالب صيب
لالیه پــــورته که د مخ څخه حجاب
ستا په سترګو کې پروت دمینې کتاب
دنرګس سـر دشرمه څخه کوږ ولویدي
دمخ سیالی دي کله کــولي سي ګلاب
عاشـقان دي ټول مست او لیوني ګړل
سـترګي دي لري د پنجوایي میوناب
مـخ دي قبله خال دي امام زړګیه
ګلورین جبین دي دعاشـقانو مــحراب
ستاملاقات ستړ عبادات ځکه چپ ولاړ
حج اکبربې نصیب سې پورته که نقاب
د مینې د کتاب پاڼه کـرار کرار اره وه
چې ژر اره ول ګناه لري دمـینې دباب
پرعاشقانو باندې خاب حرام دي مدام
خیال محمده عاشقان بیداره لکه عقاب
خیال محمد شاکر
ستا په سترګو کې پروت دمینې کتاب
دنرګس سـر دشرمه څخه کوږ ولویدي
دمخ سیالی دي کله کــولي سي ګلاب
عاشـقان دي ټول مست او لیوني ګړل
سـترګي دي لري د پنجوایي میوناب
مـخ دي قبله خال دي امام زړګیه
ګلورین جبین دي دعاشـقانو مــحراب
ستاملاقات ستړ عبادات ځکه چپ ولاړ
حج اکبربې نصیب سې پورته که نقاب
د مینې د کتاب پاڼه کـرار کرار اره وه
چې ژر اره ول ګناه لري دمـینې دباب
پرعاشقانو باندې خاب حرام دي مدام
خیال محمده عاشقان بیداره لکه عقاب
خیال محمد شاکر
داسې ته په نیکې مست یې
لـــکه وو فرعـــون په زور
د ریا ښه درنه تاو دی
لکه لوی او تور حصار
#غنی_خان
مغرور او ریاکار انسان ته خپل دوه رکعته نمونځ ډېر غټ او لوی عبادت ښکاري او د بل عبادت او نیکې ورته هیڅ ښکاري.
غيور غالب صيب
لـــکه وو فرعـــون په زور
د ریا ښه درنه تاو دی
لکه لوی او تور حصار
#غنی_خان
مغرور او ریاکار انسان ته خپل دوه رکعته نمونځ ډېر غټ او لوی عبادت ښکاري او د بل عبادت او نیکې ورته هیڅ ښکاري.
غيور غالب صيب
طالب د اور په څوکو لاره وهل
طالب غړۍ هسکه تر داره وهل
په پښو يې ښکل کړې د اغزيو څوکي
د غرونو، دښتو او غونډيو څوکي
دا هيواد مړو رګو کې سا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب په دنګه چنارقده ځواني
د برق شاټونه او شکنجې زغملې
پولِ چرخي، ګونتنامې او بګرام
طالب دا ټولې زولنې زغملې
ورک شو، زخمي شو، يا شهيد شو قربان
پر ځان يې دا رنګه کيسې زغملې
د تورتم شپې سپينه رڼا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب له کلي، کوره تللی جانان
په زړۀ يې کاڼې او دردونه وړله
د ګران هيواد او دين ساتنه کې يې
په ځان د هر چا تهمتونه وړله
ګېډي د ګلو يې ولس ته ورکړې
خپله يې لپه کې اورونه وړله
دا خلک تللی نظام بيا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب د سره يرغل په وړاندې راغی
په ځان يې ومنل بارود او لمبې
که څۀ يې هم د ډرون په څوکه ليدل
د وخت ياغي باغي نمرود او لمبې
يوسف بشر به يې ايره، ايره شو
تنها به پاتې شولې دود او لمبې
نن دي هغه ياغي دنيا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب بچی د احمدشاه او محمود
طالب د وخت غازي اکبر يادېږي
طالب لمسی د ميرويس خان مجاهد
طالب ثالث ملا عمر يادېږي
طالب د هرې ملالۍ لوپټه
طالب د ټولې پېړۍ لمر يادېږي
د وطن زخم دي دوا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب سرليک د نني تاريخ شو
د قربانۍ د ميدانونو اتل
په دوه لاسي سلام شوه درسته نړۍ
طالب د تورو او جنګونو اتل
طالب د سولې او د پوهي څراغ
طالب د ټول امت د زړونو اتل
شفاعت لر او بر همدا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
شفاعت ریحان
طالب غړۍ هسکه تر داره وهل
په پښو يې ښکل کړې د اغزيو څوکي
د غرونو، دښتو او غونډيو څوکي
دا هيواد مړو رګو کې سا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب په دنګه چنارقده ځواني
د برق شاټونه او شکنجې زغملې
پولِ چرخي، ګونتنامې او بګرام
طالب دا ټولې زولنې زغملې
ورک شو، زخمي شو، يا شهيد شو قربان
پر ځان يې دا رنګه کيسې زغملې
د تورتم شپې سپينه رڼا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب له کلي، کوره تللی جانان
په زړۀ يې کاڼې او دردونه وړله
د ګران هيواد او دين ساتنه کې يې
په ځان د هر چا تهمتونه وړله
ګېډي د ګلو يې ولس ته ورکړې
خپله يې لپه کې اورونه وړله
دا خلک تللی نظام بيا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب د سره يرغل په وړاندې راغی
په ځان يې ومنل بارود او لمبې
که څۀ يې هم د ډرون په څوکه ليدل
د وخت ياغي باغي نمرود او لمبې
يوسف بشر به يې ايره، ايره شو
تنها به پاتې شولې دود او لمبې
نن دي هغه ياغي دنيا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب بچی د احمدشاه او محمود
طالب د وخت غازي اکبر يادېږي
طالب لمسی د ميرويس خان مجاهد
طالب ثالث ملا عمر يادېږي
طالب د هرې ملالۍ لوپټه
طالب د ټولې پېړۍ لمر يادېږي
د وطن زخم دي دوا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
طالب سرليک د نني تاريخ شو
د قربانۍ د ميدانونو اتل
په دوه لاسي سلام شوه درسته نړۍ
طالب د تورو او جنګونو اتل
طالب د سولې او د پوهي څراغ
طالب د ټول امت د زړونو اتل
شفاعت لر او بر همدا غواړي
ورکه طالبه! بېرته تا غواړي
شفاعت ریحان
دزړه په ګالري کې مې دیوجناب انځور
نه دي ځیني حذف کیږي دګلاب انځور
چې ورته کاته کړي نو تسکین شي لــږ
خوښ لرې د خپل وطن شـاداب انځور
تل مدام یې په مینه وایې دځان سـره
خیال آینه کي لري دمینې دکتاب انځور
لکه بتان ورته سجده کاندې عاشقان
ځان سره ساتي دعشق دمحراب انځور
خیال محمده په عشق کې شوم رسوا
نه منې دروشیم داوښکو دحباب انځور
خیال محمد شاکر
نه دي ځیني حذف کیږي دګلاب انځور
چې ورته کاته کړي نو تسکین شي لــږ
خوښ لرې د خپل وطن شـاداب انځور
تل مدام یې په مینه وایې دځان سـره
خیال آینه کي لري دمینې دکتاب انځور
لکه بتان ورته سجده کاندې عاشقان
ځان سره ساتي دعشق دمحراب انځور
خیال محمده په عشق کې شوم رسوا
نه منې دروشیم داوښکو دحباب انځور
خیال محمد شاکر
د اتل شهید تنکي ځوان تاند شاعر
(سمیع الله سمسور) یاد ته ډالۍ
پاکې عقیدې ته د سلام کوم
مستې حماسې ته د سلام کوم
دین ته د خپل سرپه نظرانه کیښود
دې تاندې جذبې ته د سلام کوم
توود د ؤ ساتلی خړ سنګر یاره
دې مبارزې ته د سلام کوم
حق د کړو اداء ده دې خوږې مینې
ژوند او فلسفې ته د سلام کوم
ته چې پکې شولې ابدي ویده
خړې مقبرې ته د سلام کوم
روح د چې خپل رب پخپله قبض کړو
دې خوږې شیبې ته د سلام کوم
تیر شوې ته له دې تاندې خوږې ځوانۍ
دې لویې قیصې ته د سلام کوم
زه مخبت به تل درباندې ویاړمه
هرې خاطرې ته د سلام کوم
مخبت وردګ
(سمیع الله سمسور) یاد ته ډالۍ
پاکې عقیدې ته د سلام کوم
مستې حماسې ته د سلام کوم
دین ته د خپل سرپه نظرانه کیښود
دې تاندې جذبې ته د سلام کوم
توود د ؤ ساتلی خړ سنګر یاره
دې مبارزې ته د سلام کوم
حق د کړو اداء ده دې خوږې مینې
ژوند او فلسفې ته د سلام کوم
ته چې پکې شولې ابدي ویده
خړې مقبرې ته د سلام کوم
روح د چې خپل رب پخپله قبض کړو
دې خوږې شیبې ته د سلام کوم
تیر شوې ته له دې تاندې خوږې ځوانۍ
دې لویې قیصې ته د سلام کوم
زه مخبت به تل درباندې ویاړمه
هرې خاطرې ته د سلام کوم
مخبت وردګ
په تا مین یم ته می زړه یی زما زړه طالبه
مادی لیدلی دی په مینه کی ډیر شه طالبه
مینه دی خوند کړی دسنگر او دمُرچل جانانه
کله به درشم ستا دیدن ته د تور غره طالبه
په ملا راکوگ ته غنم رنگ لکه چنار یی اشنا
تل درسره وی یو ماشین خړه چنټه طالبه
توری دی زُلفی ستا کلاش مخابری نه قربان
د غره په سر کوی ته تل مــدام پیره طالبه
ستاو غیرت او ســتا جذبی ته می سلام زړگیه
چی تیروی د تور غرو په سر ته شــپه طالبه
چی و تشکیل ته یی روان درسره څومره خوند کړی
چی په سینه دی وی راتاو شرید بسته طالبه
د انصاری جانان خو ته یی د زړگی لوی ارمان
صفات دی لیکم په قلم زما شایسته طالبه
1399/8/19
شاعر انصاری جانان
مادی لیدلی دی په مینه کی ډیر شه طالبه
مینه دی خوند کړی دسنگر او دمُرچل جانانه
کله به درشم ستا دیدن ته د تور غره طالبه
په ملا راکوگ ته غنم رنگ لکه چنار یی اشنا
تل درسره وی یو ماشین خړه چنټه طالبه
توری دی زُلفی ستا کلاش مخابری نه قربان
د غره په سر کوی ته تل مــدام پیره طالبه
ستاو غیرت او ســتا جذبی ته می سلام زړگیه
چی تیروی د تور غرو په سر ته شــپه طالبه
چی و تشکیل ته یی روان درسره څومره خوند کړی
چی په سینه دی وی راتاو شرید بسته طالبه
د انصاری جانان خو ته یی د زړگی لوی ارمان
صفات دی لیکم په قلم زما شایسته طالبه
1399/8/19
شاعر انصاری جانان
بچے شاعر شه خو حرامه شاعري مه کوه
داسې نيک نام ښه يې بدنامه شاعري مه کوه
تخليق هم لوے کار دے خو څه نه څه روز ګار هم ښه دے
دا دچربانګ نه تر ماښامه شاعري مه کوه
هر څه وئیل ښه وي خو هر څه د وئيلو نه وی
داسی بې ګامه بې لګامه شاعري مه کوه
بچے کامياب به یې خو ډير په لنډو لارو مه ځه
چې ناکام نه شې دا ناکامه شاعري مه کوه
داسې ډير لرې هم د دود او د دستور نه مه ځه
دا سې بې خلکو او بې قامه شاعري مه کوه
د ابتدا نه په ټوپونو انتها ته مه ځه
بې نتیجې او بې انجامه شاعري مه کوه
د ژوند په کندو او کپرو به یې ؤړو ځان سره
ډيره ګل فامه ګل اندامه شاعري مه کوه
د ميخانې او جام سحر ماښام خبرې کوه
ولې سره دګوټ او جامه شاعري مه کوه
خير دے که ګوټ نيم د هر چا د تړمو اوښکو کوې
دا سې تو ده توده تمامه شاعري مه کوه
د خپل اولس او قام نومونه پکښې مه اخله خو
خو بې اولسه او بې قامه شاعري مه کوه
خيال او ښايست فن او ژوند مينه او خوند شعر بويه
سایله ته هم بې پيغامه شاعري مه کوه
رحمت الله سایل
داسې نيک نام ښه يې بدنامه شاعري مه کوه
تخليق هم لوے کار دے خو څه نه څه روز ګار هم ښه دے
دا دچربانګ نه تر ماښامه شاعري مه کوه
هر څه وئیل ښه وي خو هر څه د وئيلو نه وی
داسی بې ګامه بې لګامه شاعري مه کوه
بچے کامياب به یې خو ډير په لنډو لارو مه ځه
چې ناکام نه شې دا ناکامه شاعري مه کوه
داسې ډير لرې هم د دود او د دستور نه مه ځه
دا سې بې خلکو او بې قامه شاعري مه کوه
د ابتدا نه په ټوپونو انتها ته مه ځه
بې نتیجې او بې انجامه شاعري مه کوه
د ژوند په کندو او کپرو به یې ؤړو ځان سره
ډيره ګل فامه ګل اندامه شاعري مه کوه
د ميخانې او جام سحر ماښام خبرې کوه
ولې سره دګوټ او جامه شاعري مه کوه
خير دے که ګوټ نيم د هر چا د تړمو اوښکو کوې
دا سې تو ده توده تمامه شاعري مه کوه
د خپل اولس او قام نومونه پکښې مه اخله خو
خو بې اولسه او بې قامه شاعري مه کوه
خيال او ښايست فن او ژوند مينه او خوند شعر بويه
سایله ته هم بې پيغامه شاعري مه کوه
رحمت الله سایل
مناجات
پر اوږو مې بار ربه ګناهونه غرونه غرونه پروردګاره غواړم رحمتونه غـرونه غرونه
پر تېرو کــــــــرڼو بانـدې یم پشېمان ربه
عاصي ولاړیم راکه ثوابونه غـرونه غرونه
ته لوی ذات او بــخښونکي لایزال رب یې
درنه طلبه وم مغفرتونه غـــرونه غــــرونه
ستاپه نومونو کې یو نوم رحــمان دي ربه
په ژړا ولاړ یم راکه اجرونه غـرونه غرونه
کاڼي بوټي همه واړ دي ثنا خــوان دي ربه
خلک له تانه غواړي بارانونه غرونه غرونه
بې له ستاله امره د درختي پاڼه نه رژیږي
ملحدینو ته سته عـــذابونه غرونه غرونه
پاتې عمر مې سم په طـــــــریقت که ربه
په زړه کې لرم اُمیدونه غـــرونه غـــرونه
ربه بخښنه غــــواړم ز خیال محمد شاکر
ادامې نه کړل ستاشکرونه غـرونه غرونه
خیال محمد شاکر
پر اوږو مې بار ربه ګناهونه غرونه غرونه پروردګاره غواړم رحمتونه غـرونه غرونه
پر تېرو کــــــــرڼو بانـدې یم پشېمان ربه
عاصي ولاړیم راکه ثوابونه غـرونه غرونه
ته لوی ذات او بــخښونکي لایزال رب یې
درنه طلبه وم مغفرتونه غـــرونه غــــرونه
ستاپه نومونو کې یو نوم رحــمان دي ربه
په ژړا ولاړ یم راکه اجرونه غـرونه غرونه
کاڼي بوټي همه واړ دي ثنا خــوان دي ربه
خلک له تانه غواړي بارانونه غرونه غرونه
بې له ستاله امره د درختي پاڼه نه رژیږي
ملحدینو ته سته عـــذابونه غرونه غرونه
پاتې عمر مې سم په طـــــــریقت که ربه
په زړه کې لرم اُمیدونه غـــرونه غـــرونه
ربه بخښنه غــــواړم ز خیال محمد شاکر
ادامې نه کړل ستاشکرونه غـرونه غرونه
خیال محمد شاکر
سترګې وم باڼه ومه اوس نه يمه
زه هم ده چا زړه ومه اوس نه يمه
اوس مې تصويرونه ډير بدرنګ راځي
وو يٶ وخت چې ښه ومه اوس نه يمه
جال کې يې ده زلفو پټ ساتلى وم
زه ده سرو مارغه ومه اوس نه يمه
اوس راپسې تګي تګي نه ګرځي
تګو ته اوبه ومه اوس نه يمه
اوس په زيارتونه باندې نه ګرځي
زه مراد ، ده ،ده ومه اوس نه يمه
هغه سترګې اوس بدلې شوې دي
زه پکې رانجه ومه اوس نه يمه
څه دې ويل صنم ته چې مې هيڅ نه يې
زه خو ستا هر څه ومه اوس نه يمه
تاج ولي صنم
زه هم ده چا زړه ومه اوس نه يمه
اوس مې تصويرونه ډير بدرنګ راځي
وو يٶ وخت چې ښه ومه اوس نه يمه
جال کې يې ده زلفو پټ ساتلى وم
زه ده سرو مارغه ومه اوس نه يمه
اوس راپسې تګي تګي نه ګرځي
تګو ته اوبه ومه اوس نه يمه
اوس په زيارتونه باندې نه ګرځي
زه مراد ، ده ،ده ومه اوس نه يمه
هغه سترګې اوس بدلې شوې دي
زه پکې رانجه ومه اوس نه يمه
څه دې ويل صنم ته چې مې هيڅ نه يې
زه خو ستا هر څه ومه اوس نه يمه
تاج ولي صنم
#پروفیسر_رخمت_اللہ_درد_صیب•
رشته مو چې تر منځ د وفا ورو ورو زیاتېدله•
په ما باندې یی درده جفا ورو ورو زیاتېدله•
هر ځل مو چې په لار کښی جنګیدلې سره سترګې•
هر ځل مو په سینو کښې درزا ورو ورو زیاتېدله•
جمال یی ده کتو وو دوصال په شپه زړګیه•
په مخ یی د رنګونو ګډا ورو ورو زیاتېدله•
ما زړه په درد ګاڼه که ما خپل ځان په غم ګاڼه که•
قرضه د محبت وه په ما ورو ورو زیاتېدله•
بیګا د سپین محل په دریچو کښې رڼا نه وه•
نرې نرې ژړا وه او بیا ورو ورو زیاتېدله•
تیاری هم تنها نه وې د تیارو ملګرې هم وو•
ما شمع بلوله هوا ورو ورو زیاتېدله•
دا قید د عمر قید دې زه مجرم د محبت وم•
هر کال نه پس مې درده سزا ورو ورو زیاتېدله•
رشته مو چې تر منځ د وفا ورو ورو زیاتېدله•
په ما باندې یی درده جفا ورو ورو زیاتېدله•
هر ځل مو چې په لار کښی جنګیدلې سره سترګې•
هر ځل مو په سینو کښې درزا ورو ورو زیاتېدله•
جمال یی ده کتو وو دوصال په شپه زړګیه•
په مخ یی د رنګونو ګډا ورو ورو زیاتېدله•
ما زړه په درد ګاڼه که ما خپل ځان په غم ګاڼه که•
قرضه د محبت وه په ما ورو ورو زیاتېدله•
بیګا د سپین محل په دریچو کښې رڼا نه وه•
نرې نرې ژړا وه او بیا ورو ورو زیاتېدله•
تیاری هم تنها نه وې د تیارو ملګرې هم وو•
ما شمع بلوله هوا ورو ورو زیاتېدله•
دا قید د عمر قید دې زه مجرم د محبت وم•
هر کال نه پس مې درده سزا ورو ورو زیاتېدله•
غزل اشرف مفتون
---
که لېونے وم په کمڅو به دې تړلے ومه
لکه ارمان به دې تنکي زړه کې ساتلے ومه
له دې بې خونده زندګۍ نه به دا ډېره ښه وه
که د پتنګ غوندې دې شمعې سوځولے ومه
ستا د جفا راته هم دغه يوه وجه ښکاري
لکه د ځان رنګ بې وفا دې زۀ ګڼلے ومه
نه اسوېلي مې خپل قابو، نه مې اختيار کې اوښکې
غلطي خو ستا وه چې مودو پس دې بللے ومه
بيا ستمګر او بې وفا به اشنا ماته ويلے
که يار مئين وے زه د يار په رنګې ښکلے ومه
د ببر سر، څيرې ګرېوان راز که معلوم وے درته
تا بې تپوسه به زه خپله پېژندلے ومه
شوق بې غېرته زه د يار درشل ته بيا بوتلمه
ګني آدم غوندې جنت نه يار شړلے ومه
نه مې څه علم، نه چل ول، نه څه هنر دے زده
ګني د يار سره به بل وطن ته تللے ومه
حيا به ښه وه، خدايه تا به مونږ ته نه کتلے
غاړه غړۍ چې دې جانان سره ليدلے ومه
مرګيه تاته خوشحالۍ نه په خندا شم ځکه
ژوندون ناترسه د مور غېږ کې ژړولے ومه
---
که لېونے وم په کمڅو به دې تړلے ومه
لکه ارمان به دې تنکي زړه کې ساتلے ومه
له دې بې خونده زندګۍ نه به دا ډېره ښه وه
که د پتنګ غوندې دې شمعې سوځولے ومه
ستا د جفا راته هم دغه يوه وجه ښکاري
لکه د ځان رنګ بې وفا دې زۀ ګڼلے ومه
نه اسوېلي مې خپل قابو، نه مې اختيار کې اوښکې
غلطي خو ستا وه چې مودو پس دې بللے ومه
بيا ستمګر او بې وفا به اشنا ماته ويلے
که يار مئين وے زه د يار په رنګې ښکلے ومه
د ببر سر، څيرې ګرېوان راز که معلوم وے درته
تا بې تپوسه به زه خپله پېژندلے ومه
شوق بې غېرته زه د يار درشل ته بيا بوتلمه
ګني آدم غوندې جنت نه يار شړلے ومه
نه مې څه علم، نه چل ول، نه څه هنر دے زده
ګني د يار سره به بل وطن ته تللے ومه
حيا به ښه وه، خدايه تا به مونږ ته نه کتلے
غاړه غړۍ چې دې جانان سره ليدلے ومه
مرګيه تاته خوشحالۍ نه په خندا شم ځکه
ژوندون ناترسه د مور غېږ کې ژړولے ومه
له لمر سپوږمۍ سپین. پـه آسمان او زمین
دی خوږ او شیرین. هم له شات او ګبین
مـحــبــوب د الله. ورته ګران او قریب
حبیب دی حبیب دی. حبیب دی حبیب
د جِهِل تیارې یې کړې ختمې اشنا
زمونږ خوږ نبي محمـد رسول الله
جهان شو رڼا پـه راتلو د جانان
تیاره شوله ختمه پری راغله سبا
راغلی جانان مونږ ته ډیر محترم
په رب باندې ګران اولین آخرین
په ربیع الاول میاشـت کې راغلی
د زړونو مالک تشریف دی راوړی
له زړۀ نه نیږدې دی ومونږ ته دلبر
د رب معشوقه او زمونږه ښاغلی
دا نیمه نړۍ یې اخلاق کړه مسلم
تر نوم یې قربان شم آمین ؤ آمین
کړه مینه یې خـپره دا یې ؤ ابتداء
هم په ده باندې شو نبوت انتهاء
له ادم نۀ هم پیش دی راغلی حبیب
له رویه یې شوله پیدا دا دنیا
اعلا په نبیانو کې زمونږه پیشوا
امام په اقصاء کې دټول مرسلین
"حقیار" شـفاعت ترینه غواړمه زۀ
د هر لمانځه په دوعا ورته ژاړمه زۀ
هـمـدا سـوال کومه هـمـدا تنما
راځم واپس نۀ مدینې ته که لاړمه زۀ
نصیب مې کړې ربه دیدار دحبیب
چې وګورم ها په تا ګران نازنین
حقیار
دی خوږ او شیرین. هم له شات او ګبین
مـحــبــوب د الله. ورته ګران او قریب
حبیب دی حبیب دی. حبیب دی حبیب
د جِهِل تیارې یې کړې ختمې اشنا
زمونږ خوږ نبي محمـد رسول الله
جهان شو رڼا پـه راتلو د جانان
تیاره شوله ختمه پری راغله سبا
راغلی جانان مونږ ته ډیر محترم
په رب باندې ګران اولین آخرین
په ربیع الاول میاشـت کې راغلی
د زړونو مالک تشریف دی راوړی
له زړۀ نه نیږدې دی ومونږ ته دلبر
د رب معشوقه او زمونږه ښاغلی
دا نیمه نړۍ یې اخلاق کړه مسلم
تر نوم یې قربان شم آمین ؤ آمین
کړه مینه یې خـپره دا یې ؤ ابتداء
هم په ده باندې شو نبوت انتهاء
له ادم نۀ هم پیش دی راغلی حبیب
له رویه یې شوله پیدا دا دنیا
اعلا په نبیانو کې زمونږه پیشوا
امام په اقصاء کې دټول مرسلین
"حقیار" شـفاعت ترینه غواړمه زۀ
د هر لمانځه په دوعا ورته ژاړمه زۀ
هـمـدا سـوال کومه هـمـدا تنما
راځم واپس نۀ مدینې ته که لاړمه زۀ
نصیب مې کړې ربه دیدار دحبیب
چې وګورم ها په تا ګران نازنین
حقیار
که عقل ورک شي له دې جهانه
هېڅ پاته نه شي، اې زما جانه
هېڅوک به نه وايي چي زه نادان یم
هریو به ښه ګڼي ځان له لقمانه
#خوشحال_خان_خټک
هېڅ پاته نه شي، اې زما جانه
هېڅوک به نه وايي چي زه نادان یم
هریو به ښه ګڼي ځان له لقمانه
#خوشحال_خان_خټک
دا چې ته ورپورې خاندی دا مـجنون او دا ملنګ
ستا قبا د شـــــنو ریښـمو او د دوی شلیدلې لنګ
دا هــم زوی دی د آدم د الله د ګـــوتـــو جـــوړ دی
څه که ډوب دی په تیرو کښې په شرابو کې شوړ پوړ دی
#غنی_خان
که مجنون دی، که ملنگ او که غریب که دولتمن دا ټول د الله مخلوقات دي او ټول د قدر وړ دی ځکه چې ټول د حضرت ادم علیه السلام زامن دي او ټول الله ژوندون لپاره پیدا کړي دي چې په نړې کې ژوند وکړي.
ستا قبا د شـــــنو ریښـمو او د دوی شلیدلې لنګ
دا هــم زوی دی د آدم د الله د ګـــوتـــو جـــوړ دی
څه که ډوب دی په تیرو کښې په شرابو کې شوړ پوړ دی
#غنی_خان
که مجنون دی، که ملنگ او که غریب که دولتمن دا ټول د الله مخلوقات دي او ټول د قدر وړ دی ځکه چې ټول د حضرت ادم علیه السلام زامن دي او ټول الله ژوندون لپاره پیدا کړي دي چې په نړې کې ژوند وکړي.
ذوالقافیتین
مخ دي ښایسته تر ګـلاب او آفتاب
عاشقان دي ګړل بې خاب او کباب
لالیه پر ځان دي ډیر ډیر پام کوه
چې کلي کې روان انقلاب اوقصاب
ستادسترګو دي زما سترګې نه اوړي
ستا سترګې د میـني کتاب او باب
ډیرخلک دي پر رخسار ستا مینان
ته هم ورکوي ورته ثواب او عذاب
ستا دشاعري مسلک هرڅوک خوښوي
شاکره ځکه لري سحاب او حُباب
نوت ملګرو بخښنه غواړم که کومه نېمګرتېا ولري ځکه زما او ذوالقافیتین
شعر دي او په 10 دقیقو کې مې ولیکي
مخ دي ښایسته تر ګـلاب او آفتاب
عاشقان دي ګړل بې خاب او کباب
لالیه پر ځان دي ډیر ډیر پام کوه
چې کلي کې روان انقلاب اوقصاب
ستادسترګو دي زما سترګې نه اوړي
ستا سترګې د میـني کتاب او باب
ډیرخلک دي پر رخسار ستا مینان
ته هم ورکوي ورته ثواب او عذاب
ستا دشاعري مسلک هرڅوک خوښوي
شاکره ځکه لري سحاب او حُباب
نوت ملګرو بخښنه غواړم که کومه نېمګرتېا ولري ځکه زما او ذوالقافیتین
شعر دي او په 10 دقیقو کې مې ولیکي
ولور وروره حرام دی دا حکوم ده قرآن دی
انصاف وکره یوه ورځ زی حضورته د الله
خوسره ناروا
ولور غواړی لـــــکونه لس لکه سره لوټونه
خو هلته جواب غواړی بیا ورځ د حشرگا
خوسره ناروا
ته وایی چی دوستی ده دا انسان فروشی ده
دا پیسی دی مُرداری اخر ځی له دی دنیا
خوسره ناروا
شل لکه چی ته غواړی له خدایه ته نه ډاری
دا ټولی به وی پاتی مُردار پورت به یی سبا
خوسره ناروا
خوار زوم دی مسافر کی بل ورک دی له وطن کی
لاسو پشی یی دی تڼاکی خدای دی درکی ستا سزا
خوسره ناروا
اخر دا هم انسان دی بس شکر مسلمان دی
د سر په سترګو ړوند شی لژ ده لور خاطر کوا
خوسره ناروا
انصاری دا بیان دی خوسره ته پیغام دی
ولور مه اخله دلور داته کوی لویه گناه
خوسره ناروا
انصاری جانان
انصاف وکره یوه ورځ زی حضورته د الله
خوسره ناروا
ولور غواړی لـــــکونه لس لکه سره لوټونه
خو هلته جواب غواړی بیا ورځ د حشرگا
خوسره ناروا
ته وایی چی دوستی ده دا انسان فروشی ده
دا پیسی دی مُرداری اخر ځی له دی دنیا
خوسره ناروا
شل لکه چی ته غواړی له خدایه ته نه ډاری
دا ټولی به وی پاتی مُردار پورت به یی سبا
خوسره ناروا
خوار زوم دی مسافر کی بل ورک دی له وطن کی
لاسو پشی یی دی تڼاکی خدای دی درکی ستا سزا
خوسره ناروا
اخر دا هم انسان دی بس شکر مسلمان دی
د سر په سترګو ړوند شی لژ ده لور خاطر کوا
خوسره ناروا
انصاری دا بیان دی خوسره ته پیغام دی
ولور مه اخله دلور داته کوی لویه گناه
خوسره ناروا
انصاری جانان
غزل
دا دي خـال د زنــــخدان پـــه خط کــي ښکاري
او کـــه مچ دی پــــر لیکلي قـــــران کښېنوست
پاس دي ټیک د تـــورو زلـــفو پـــه اطلس کــي
کـــه د قهر پـــه لـــباس قــــومـندان کښېنوست
خــیال د عشق دي نـور خیالونه راڅه ورک کړه
پـــهلوان دي یک تـنها پــــر مـــیدان کښېنوست
واعــــظ پــــېژنم دښــــمن د دوسـت پـــه شکل
څرمن خُور دي د بـوټ ساز پر دکان کښېنوست
پـــه کــــرمان کــــي قــــدر کم ســـو د یاقــوتو
چي پر لعل دي د سرو شونډو پېزوان کښېنوست
ســــتړی خـــیال دي تــــر زهـــیرو زلــفو لاندي
د سنبل تــــر سیوري لانــدي باغوان کښېنوست
خــدایه فـضل پـــه وصال مـــي بـــریالی کــړې
زکــندن تــــه مــي د هجر شـــیطان کښېنوست
مولانا عبدالغفار بریالی رحمه الله
دا دي خـال د زنــــخدان پـــه خط کــي ښکاري
او کـــه مچ دی پــــر لیکلي قـــــران کښېنوست
پاس دي ټیک د تـــورو زلـــفو پـــه اطلس کــي
کـــه د قهر پـــه لـــباس قــــومـندان کښېنوست
خــیال د عشق دي نـور خیالونه راڅه ورک کړه
پـــهلوان دي یک تـنها پــــر مـــیدان کښېنوست
واعــــظ پــــېژنم دښــــمن د دوسـت پـــه شکل
څرمن خُور دي د بـوټ ساز پر دکان کښېنوست
پـــه کــــرمان کــــي قــــدر کم ســـو د یاقــوتو
چي پر لعل دي د سرو شونډو پېزوان کښېنوست
ســــتړی خـــیال دي تــــر زهـــیرو زلــفو لاندي
د سنبل تــــر سیوري لانــدي باغوان کښېنوست
خــدایه فـضل پـــه وصال مـــي بـــریالی کــړې
زکــندن تــــه مــي د هجر شـــیطان کښېنوست
مولانا عبدالغفار بریالی رحمه الله
ستړ ارمان مو د ژوند یوه لو دره واي
پر اوږه مو سکیل پرملا شرید بسته واي
ښه خواږه او خړپړیاران مـو پرڅنک واي
ظالم غلیم باندې سرمـسته مو حمله واي
لاړه ددښمن موڅاره لي ګذارمو پري کولي
په ظالم ګوډاګي مو یخه کړي سینه واي
پر دښمن غورځنګ دتــــوري شرنګ واي
په خوله مو دملالۍ خـــــوړکي ټپه واي
کاڼي مو بالښـتونه خاوري مو بستر واي
دستړ عبادات په خـــــــــــوب اوده واي
پسرلي یخ هوا واي دبلبلانوچیغهار واي
سپېړه خاوره پوشل ســوې اوشنه واي
ټول سره راټول دغــره په لمن کې واي
دهـر یوه په لاس کې تنها پـیاله واي 1
دشهادت وغیږ ته چې درومیدلي شاکره
او خیال محمده دا به څنـګه صحنه واي
1پیاله زما مقصد چاوی دي چې هر یوه په لاس کې تنها تنها دچاوه پیاله واي
2د مو څخه زما مقصد ده دوه نفرو دي
چې یاڼي دوه نفره واي
خیال محمد شاکر
پر اوږه مو سکیل پرملا شرید بسته واي
ښه خواږه او خړپړیاران مـو پرڅنک واي
ظالم غلیم باندې سرمـسته مو حمله واي
لاړه ددښمن موڅاره لي ګذارمو پري کولي
په ظالم ګوډاګي مو یخه کړي سینه واي
پر دښمن غورځنګ دتــــوري شرنګ واي
په خوله مو دملالۍ خـــــوړکي ټپه واي
کاڼي مو بالښـتونه خاوري مو بستر واي
دستړ عبادات په خـــــــــــوب اوده واي
پسرلي یخ هوا واي دبلبلانوچیغهار واي
سپېړه خاوره پوشل ســوې اوشنه واي
ټول سره راټول دغــره په لمن کې واي
دهـر یوه په لاس کې تنها پـیاله واي 1
دشهادت وغیږ ته چې درومیدلي شاکره
او خیال محمده دا به څنـګه صحنه واي
1پیاله زما مقصد چاوی دي چې هر یوه په لاس کې تنها تنها دچاوه پیاله واي
2د مو څخه زما مقصد ده دوه نفرو دي
چې یاڼي دوه نفره واي
خیال محمد شاکر
غزل/ پیر محمد کاروان
په کې بېلتون هم دی جانان هم دی
دا ژوند خو ګران هم دی آسان هم دی
معشوق موسکی دی او مین ژاړي
لمر پلوشې کوي باران هم دی
زه په یوه سړي پوره غلط شوم
ماسکه مومن هم دی انسان هم دی
سپوږمۍ په ویر کې دې یوازې نه یم
خپه په تا پسې آسمان هم دی
اوس یې خبرې تر انګورو خوږې
موسم د مني دی میزان هم دی
اخ د سپوږمۍ د شپې یو سیوری مې یار
را سره ناست هم دی روان هم دی
چې تا په موسکو ور کتلي بار بار
کاروان غزل هم دی کاروان هم دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په کې بېلتون هم دی جانان هم دی
دا ژوند خو ګران هم دی آسان هم دی
معشوق موسکی دی او مین ژاړي
لمر پلوشې کوي باران هم دی
زه په یوه سړي پوره غلط شوم
ماسکه مومن هم دی انسان هم دی
سپوږمۍ په ویر کې دې یوازې نه یم
خپه په تا پسې آسمان هم دی
اوس یې خبرې تر انګورو خوږې
موسم د مني دی میزان هم دی
اخ د سپوږمۍ د شپې یو سیوری مې یار
را سره ناست هم دی روان هم دی
چې تا په موسکو ور کتلي بار بار
کاروان غزل هم دی کاروان هم دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ست7ی شوم روان يم نه رس85م خپل قـدم پسـ3
لاس ک3 مـ3 قلـم دی او -ر$85مـه قلـم پسـ3
ما کـه دا دنيـا تـا پسـ3 پر4+ـوده نـو 'ـه وشـو
خلکــو جنتونــه پر4+ــودل3 پــه غــنم پســ3
'وک په انتظـار راتـه ولاړ دی ل5ـونی نـه شـي
$ان م3 امانت درسـره ږدمـه بيـا را$ـم پسـ3
زړه م3 ل5ونی ل5ونی -ر$ي د چـا سـتر-و کـ3
غم م3 ل5ـونی ل5ـونی -ر$ـي د چـا غـم پسـ3
ډ4ره موده وشـوه چـ3 -لونـه تـ8ي شـوي دي
پر84ده چ3 وروخ5ـژي بـاقره ! پـه شـبنم پسـ3
لاس ک3 مـ3 قلـم دی او -ر$85مـه قلـم پسـ3
ما کـه دا دنيـا تـا پسـ3 پر4+ـوده نـو 'ـه وشـو
خلکــو جنتونــه پر4+ــودل3 پــه غــنم پســ3
'وک په انتظـار راتـه ولاړ دی ل5ـونی نـه شـي
$ان م3 امانت درسـره ږدمـه بيـا را$ـم پسـ3
زړه م3 ل5ونی ل5ونی -ر$ي د چـا سـتر-و کـ3
غم م3 ل5ـونی ل5ـونی -ر$ـي د چـا غـم پسـ3
ډ4ره موده وشـوه چـ3 -لونـه تـ8ي شـوي دي
پر84ده چ3 وروخ5ـژي بـاقره ! پـه شـبنم پسـ3