دیني مدرسه
420 subscribers
149 photos
709 videos
11 files
763 links
ديني مدرسه يوه بشپړه او بي پرې اسلامي اداره ده چي يوازي دالله تعالی لوري ته بلنه کوي
Download Telegram
دیني مدرسه
Photo
#دتلاشی_لپاره_اوصول_اوهدایات

1 تلاشی کی بایدمناسب کسان وګمارل شی
2 تلاشی کی به کم دوه اوزیات به شرایطو ته په کتو وی
3 په تلاشی کی که څوک مزاحمت کوی دپوستی مسؤل باید په جریان کی واچول شی
4 دتلاشی ملګری باید ځان با رعب اوبا وقار عیارکړی
5 دتلاشی په حدودو کی باید ملګری خوراک څښاک اومجلس ونــــــکړی
6 دتلاشی ملګری به دخند ا ټوکو ټکالو څخه ځان وژغوری
7 دتلاشی ملګری به دخلکوسره ډیری خبری نکوی
8 دکوم موټر یه نفر چی دډیری پلټنی اړتیا وی هعه به دسړک یولوری ته کوی
9 دتلاشی ملګری به دخلکو سره ملګرتیا نه جوړوی
10 دتلاشی ملګری به لباس شکل سیرت اوصورت منظم وی
11 دتلاشی ملګری دچا وهلو اوسپکولو حق نه لری
12 په تلاشی کی که کوم نفر مجرم ثابت شی نومسؤلی مرجع ته به سپارل کیږی
13 تلاشی کی شکمن کسان باید ښه وپلټل شی
14 په تلاشی کی به دمجاهدینو څخه دمر بوطه ډلګی وغیره استفسار کیږی
15 دتلاشی ملګری به بغیر دعجلو وقعاتو څخه مخکی درامخته کیدو اجازه نه ورکوی
16 دتلاشی ملګری به دخلکو سره ښه رویه اومناسب چلند کوی
17 دتلاشی یا دتلاشی سره نیږی دی کم عمره کسان داودریدو اجازه نه لری
18 دچه داسی غو ښتنه چی زموږ مربو ط نه وی باید خپلی مراجع ته ولیږل شی
19 دپلټنی په وخت کی به دتفتیش لپاره به یو نفرخبری کوی
20 دتلاشی ملګری به په خپل مکان قرارلری
21 دتلاشی په وخت کی باید دتلیفون استعمال څخه ډډه وکړی
22 دتلاشی په وخت کی به موټر ته سر نه ورښکته کوی
23 دتلاشی په وخت کی به ملګری لفظی اوفزیکی شخړه نه کوی بلکی دشخړی په ځای به موضوع مسؤل ته راجع کوی

هدایت له مشرانو څخه
لیــــــــــــــــــــــــــــــــکنه
"عاکیف مجاهد"
#شهید_شیر_جان_کاکړ

شهید شیر جان کاکړ هغه اتل افغان وو چې د پاکستان له آزادۍ څخه اووه کاله مخکې یعنې په 1940 میلادي کال باندي یې د افغانستان په ننګ د برطانیا پولیټېکل ایجنټ (میجر یانس) پخپل دفتر کی وواژه ، ددغه انګریز ایجنټ خیالې مجسمه نن هم د پاکستان په (ژوب) نندارتون کې لګیدلی ده

له نیول کیدو او سخت تعذیب وروسته بالاخره په 1941 میلادي کال د دِسمبر میاشتي په اتمه نیټه باندي د انګریز پولیټېکل ایجنټ د قتل په جرم باندي شیر جان کاکړ ته د انګریزانو لخوا د پاکستان په (مَچ زندان) کې پانسۍ ورکړل شوه

له اعدام څخه مخکې اتل ځوان شیر جان کاکړ لومړی سګریټ بل کړ بیا پخپله د اعدام تختۍ ته په خندا وخوت او د اسلام افغانستان زنده اباد ناری یې ووهلې ، پښتنی پیغلې او سندر غاړې نن هم په کاکړۍ غاړو کې د شیر جان ستاینه د یؤ اتل په حیث کوې👇

چې پانسۍ تی خیزاوۍ!!!
شیر جان سِیګرټ ولګاوۍ .

فرنګي شیر جان ایله که!!!
ژوب تر پایه جرمانه که .
*******************
✍️: (نجیب اللّٰه عادل)
دا سړی (ډاکتر عبدالباري عمر) چې ظاهراً مولانا ښکاري خو په اصل کې نهایت مسلکي ډاکتر دی. دا څو ورځې نوموړی په دولتي او غيري دولتي روغتونونو ګرځي مکمل د افغانستان طب او ډاکتر يې د صفر سره ضرب کړل. په هر روغتون کې د روغتون مالک، سر طبيب، ډاکتران، نرسان مکمل سټف يې ولاړ وي د فروپيشنليزم په ساحه کې د ا.ا دا هيأت ډاکتر ټول داسې چپ کړې وي چې له ځمکې غږ خيږي له دوی نه. باور وکړﺉ د افغانستان له طبابت مې زړه تور شو.
يو ډاکتر ته وايي چې دا نسخه تا ورکړې هغه ورته خوله وینجه کړي چې هو صيب، دی ورته وايي کومه ده دلته خو د مریض د تشخيص او مرض جزيات نشته؟ د ډاکتر ژامې د ډير شرم څخه وچ کړس هار شروع کړي.
په خپل ژوند کې په اول ځل وينم چې يو کس تردې حده مسلکي وي چې د نيم وطن ډاکتر دي د چلنج سره مخ کړي.
هغه وحید مجروح را خبر کړﺉ ورته وايه راشه چې يو ملا ډاکتر دي مکمل د افغانستان د طب کورنۍ درته بګېل کړي.
C
💐💐💐
ته یوه معمولي ټوټه نه یی ته دټـــول اُمت سمبول یی
دامن سمبول دبیا عروج سمبول دعثماني خــ.ــلافت دځرک سمبـــول.
مــــوږ دي تا ته لوګی شو خو ته دي داســـلام په دنګو ماڼیو او مورچو رپاند یی
ستا هر رپ دشهید دخندا کړس رایادوي
سپینه بیرغه لکه ځنګه چي متعال رب په ارګ ورپولی داسي به دي په سپینه ماڼي هم رپوي إن شاء الله
سپینه ماڼي تــر سپین بیرغ لاندي ها به داُمت لپاره ځومره روڼ سهار وي.
موږ عقیده ده چي داسي به کـــیږي خو خدای دي سپینه بیرغه موږ هم ستا په شان سپین کړي.
له ریا سپین له بی اتفاقي سپین له هر غیري شرعي کار او فکره سپین

له ځهری غریب ماشوم
او پر اوږه یی ځو داُمت دبَرم سمبولونه
يټوب چينل لينک ⬇️
https://youtu.be/y5ExtThzBCA
دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ، خبرو ته مو ځانګړي ښکلا ورکوي.

خاص √ ځانګړی
خاصو √ ځانګړو
خصوصيات √ ځانګړتياوې
نیرو √ ځواک
سرباز √ سرتېری
پرواز √ الوتنه
کتابخانه √ کتابتون
کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی
دانشګاه √ پوهنتون
مکتب √ ښوونځی
تحصیل √ زده کړه
محصل √ زده کړيال
محصلين √ زده کړيالان
معلم √ ښوونکی
شاګرد √ زده کوونکی
سرمعلم √ سر ښوونکی
نتایج √ پايلې
نتيجه √ پايله
احترام √ درناوی
بې سواده √ نالوستی
محترم/آقا √ ښاغلی
امتحان √ ازموينه
نام √ نوم
فیصده √ سلنه
ميلادي √ زیږدیز
توجه √ پاملرنه
فامیل نوم √ کورنی نوم
فاميلي √ کورنۍ
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
اِمضآ √ لاسليک
دواخانه √ درملتون
دوا √ درمل
دوايي √ درملنه
مريض √ ناروغ
مریضي √ ناروغۍ
مرض √ رنځ
عکس √ انځور
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
باغ √ بڼ
باغ وحش √ ژوبڼ
باغوان √ بڼوال
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
ګاوخانه √ غوجل
برق √ بريښنا
د برق لین √ د بريښنا مزی
برقي √ بريښنايي
غلط √ ناسم
غلطو √ ناسمو
غلطې √ ناسمې
اشتباه √ تېروتنه
ترس √ ويره ډار
سیزن √ موسم
مشکل √ ستونزه
مشکلات √ ستونزې
مشکله √ ستونزمنه
کثیق √ چټل ناولي
منزل طبقه √ پوړ
دومنزله √ دوه پوړه
ساختان √ ودانۍ
زندګي √ ژوند
زنده √ ژوندی
جوش √ ځوښ/خوټېدل
قطار/کتار √ ليکه
تماس √ اړیکه
مربوط √ اړوند
قطع √ پرې
ضرور √ اړین
ضرورت √ اړتیا
مجبور √ اړ
تایید √ منل
مفت √ وړيا
کیپ √ بټوه
قيمت √ بيه
شمارل √ شمېرل
نمبر شماره √ شمېره
بې شماره √ بې شمېره
انتخاب √ ټاکل ټاکنه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې
وقت √ وخت
میدان √ ډګر
امده √ چمتو
امدګي √ چمتوالی
محافظ √ ساتونکی
قهرمان √ اتل
قهرماني √ اتلولي
قهرمانان √ اتلان
نامي √ نوميالی
مالدار √ شتمن
مالداري √ شتمني
ثروتمند √ بډایه
دعوه √ شخړه
جنګ √ جګړه
بعضې √ ځينې
ماهي √ کب
ماهیان √ کبان
تقريباً √ کابو
غذا √ خواړه
ترجمان √ ژباړن
ترجمه √ ژباړه
ترجمه کول √ ژباړل
بخشه √ بښنه
معلوم √ څرګند
زیاتره √ اکثره ډېری
بیرون √ دباندې
خارج √ بهر
خارجي √ بهرني
مظاهره √ لاریون
قرض √ پور
قرضدار √ پوره وړی
غیب √ نادرکه
سخت √ غښتلی/کلک
قوي √ پیاوړی
ضعيف √ کمزوری
وحدت √ يووالی
دعوت √ بلنه
دعوت نامه √ بلنلیک
درخواست √ غوښتنه
درخواست نامه √ غوښتنلیک
تحقيق √ څېړنه/څېړل
جنګ √ جګړه
دعوه √ شخړه
تعقیب √ څارنه
تحقيقات √ څېړني
دهقان √ بزګر
نجار √ ترکاڼ
نجاري √ ترکاڼي
اخر √ پای
اول √ لومړی
شروع √ پیل
قديمي √ پخوانی
چاقو √ چاړه