دیني مدرسه
420 subscribers
149 photos
710 videos
11 files
764 links
ديني مدرسه يوه بشپړه او بي پرې اسلامي اداره ده چي يوازي دالله تعالی لوري ته بلنه کوي
Download Telegram
طارق بدر (دادمحمد ناوک)

دا ښايي د چا په خوب کې هم نه ورتلل، چې د کابل کوڅې به د سنګر د ګردو وهلیو ځوانانو د پښو د ښکلولو ویاړ ګټي؛ خو یوازې یو اوسپنیز باور موجود و، چې ولی الله حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله درلود، هغه د امریکا د غرور په اوج کې د امریکا پر ماتې داسې باور درلود، لکه اوس چې يې موږ وینو!
نن هغه مبارکه ورځ وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه ستړي سرتېري د ښار د خوندیتوب لپاره د کابل د مغرورو غرونو پر وړاندې ودرېدل، چېرته چې د حال پر ژبه د غازي محمد جان خان د سرتېرو سترګې حیرانې پاتې وې، چېرته چې له شهدای صالحینو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین د مبارکۍ پيغامونه الهامېدل او د کابل دنګو غرونو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین سرشاره سرښندنې او د دې خړو ځوانانو د باروتي سینو لولپه کېدل سره پرتله کول، د حال پر ژبه يې همدا ملنګ ټولګی پر دې ګرده کره د نبوي سپاهیانو یوازیني لارویان بلل.

الحمد لله؛ د کابل فتحه د مسلمان ولس د ستړیو سرتېرو د قربانیو، سرښندنو او زنداني شکنجو هغه پایله وه چې انساني عقل يې په ټپه دراوه؛ شین سهار مې د ښار په لوري مخه ونیوله، لومړی مې په یوه شنه رینجر کې چې وړاندې تر دې به يې له څنګ سره تېرېدل ځان ته کار کتل و، څو څڼېور زلمي ولیدل، ور وګرځېدم، لاسونه مې يې لاسونه کې ټینګ کړل، هر یوه ته مې په اوښلنو سترګو هرکلی ووایه، ځان راته بد ښکارېده چې له ټانګ او ان تیاري سره د موټر سایکل د دې جنګیالي پر وړاندې خوله پرانیزم، خو زړه مې سره راټول کړ:

ـ موږ د دې عظیم نعمت حقدار نه یو، خدای خبر دا لوی احسان راباندې له کومه وشو؛ ګورئ یارانو د کابل تر کوڅو راتګ د باروتي سینو د ځوانانو پر غوښو او هډونه پلونه ايښودل و، هېر يې نه کړئ!

په مسکا يې ډاډ راکړ، نږدې ټوله ورځ مو لسګونه سرتېري په غېږو کې ونیول او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مو د خپل محبت اظهار ورته وکړ، خو د کوټه سنګي تر پله لاندې یو سرتېري تر ماښام چورتي کړی وم؛ ده له چا اوبه وغوښتې همالته يې مخ ته څو لپې ور واچولې، داسې ښکارېده چې لا يې هم د وردګو ګردونه نه و څنډلي؛ ور نږدې شوم، کلک مې په غېږ کې ونیو، ده د خبرو ډېر فرصت راکړ، له ما الفاظ تښتېدلي و، د هغه خړ پړ وضعیت، زړې څپلکې او د کابل د دې رنګینو کوڅو ظاهري پړق!

څه چې مې سهار کوم سرتېري ته ویلي و، ده ته مې په جزییاتو ور یاده کړه، سترګې يې را ډکې شوې، پر خپل شنه څادر يې پرلپسې سترګې موښلې، ده له ولسه مننه کوله او ما دوی د ولس د دین ساتونکي ګڼل؛ تر ډېره يې غېږ کې ونیولم، همدې وخت کې یو ځوان راغی، له دې سرتېري سره يې د تصویر ایستو هیله وکړه، ما يې تصویر واخیست؛ بېرته مې سرتېری مخاطب کړ:

ـ پوهېږې، یوازې څو میاشتې وړاندې ستا نوم جرم و، ستا نوم د فیسبوک ادرس بنداوه، ستا تصویر په موبایل کې د زنداني کېدو لپاره کافي و؛ خو اوس یو څوک پخپله تصویر درسره اخلي، دا ستا د دې خړو څپلکو د ستړیو، د لوی رب د احسان او د سرښندونکو باروتي ځوانانو د قربانیو واضح ژوندی مثال دی!
د ښار وضعیت تر پخوا په جوش کې و، ځینې له مینې، ځینې له نادیده ګۍ پر هر سرتېري را ګرځېدلي و، د دوی هم د خلکو له مینې او د فتحې له جوشه خولې مسکۍ وې، مازیګر مهال دهبوري پارک ته لاړو، چې طالب سرتېرو له ښاري ځوانانو سره د ولیبال لوبه کوله، لنډ ویډیو کلیپ مو ترې واخیست او د لوړو زده کړو وزارت ته مو مخه کړه، د اسلامي امارت یو مسؤل چارواکي د تېرې شپې داستان راته تېر کړ، چې څنګه يې ټول ښوونیز بنسټونه له ممکنه تخریب یا هم لوټه وساتل او څنګه يې تر سهار پرې همدلته مېشتو محصلینو او مخلصینو ملګرو په مرسته پیره وکړه، وړاندې لاړو او تر سپين محمدي توغ لاندې مو تصویر ویوست چې د وزارت په انګړ کې دنګ مغرور رپاند و؛ له راوتلو سره یو ملګری را په څنګ شو:

د وزارت مرستیال به دغسې دروازه کې درته ولاړ و؟ خدای خدای به مو کاوه چې دلته مو کومه امضا بنده نه وي؛ الحمدلله

زموږ شریک سنګر نن ټکی اسیا او خواله رسنیو ته مو د ښار له بېلابېلو څنډو لنډ کلیپونه برابر کړل او د اسلامي امارت د واکمنۍ لومړۍ ورځ تر اختر کمه نه وه؛ لوږه تنده او پر پښو ډېرو ګرځېدو له پښو غورځولي و؛ خو هرې هغې صحنې به انرژي راکوله چې ځوانان بر پر سرتېرو را ګرځېدلي و او په رڼو سترګو به يې د هغوی چلند، ټوکې او خنداوې لیدل، دوی حیران و، چې شل کاله شل ډوله چینلونو د شلګونو کارکوونکو په خولو ولې دا پرېښتې انسان خواره را معرفي کول؟؟؟
‏وَلَا تَهِنُواْ وَلَا تَحْزَنُواْ وَأَنتُمُ ٱلْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ.
په غلامو عادتونو عادت نه يم
غورځومه د غرور غرونه غورځنګ يم
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د خپلواکۍ ورځ په وياړ ډير ښکلی ډيزاين
دیوه۰شهید۰مجا۰هد۰د۰واده۰کیسه😥

ډير وخت يې په سنګر کې تير کړې وو،
یوه ورځ کورته راغۍ مور يې بيرته د تلو اجازه ورنکړه او ورته ويې ويل زوي جانه! د پلار دي دا يو زوي يې کوم بل ورور نه لري، د مرګ او ژوند هېڅ معلومات نشته، د کوژدې دې هم ډير وخت تير شو . د جمعې ورځې ته دي واده کوو، ګوندې خداى پاک ګلالي لمسيان راکړي. زوى يې د مور خبره رد نه کړه او ورزياته يې کړله چې مورجانې يو ځل به لاړ شم د خپل امير څخه به اجازه واخلم او ورسره به د سنګر نور ملګري هم خبر کړم چې واده ته مې راشې شايد هغوى هم خوشحاله شې، سبا بيرته له کوره تر سنګره لاړ، او ملګرو ته يې د واده خبره وکړه، ملګري يې ډير خوشحال شول او يوه خوږ ملګري يې دا هم ورته وويل چې که اجازه راکړي ستا واده کې به يو نظم هم ووايم. امير هم خوښ شو، خداى فامانى یې ورسره وکړه او ورته ويې ويل چې که ژوند و موږ هم درځو. طا.لب چې په مسرور مشهور وو نو ډير خوشحاله کور ته راغۍ، مور يې ورباندې غږ کړ زويه هله ته له نژدي بازار څخه سودا او د واده سامان راوړه ګوره پام دي وي ولايت ته لاړ نشي هسې نه چې د کفر غلامان دي ونيسې. زوى يې تر ماښامه ټوله سودا پوره کړه او کور ته راستون شو. خو له دوه ورځو تيريدو څخه وروسته يې د واده ورځ شوه، لږ ملګري يې راغلي وو، نو خفه شو چې ولي هغه نور نه دي راغلي، امير صاحب ورغبرګه کړه چې خفه کيږه مه مسرور جانه که هغه هم راغلي وې نو سنګر مو چاته پريښودو خو سلام او مبارکې يې درته ويله. خو خير وخت ماښام شو ټول خپل او خپلوان يې لاړل خپلو کورو ته، طا.لب جان د شپي ډوډۍ له مور او خورګانو سره وخوړه، شپه هم نا وخته شوي وه، دا چې طا.لب جان له شرم څخه خپلي کوټې ته نه تلو نو مور او خويندې يې مجبوري شوي چې په ټيلو ټيلو يې تر خپلې کوټې ورسوي. کله چې کوټې ته ننوت د سلام له اچولو څخه وروسته يې دوه رکعته نفل لمونځ وکړ، د لمونځ په خلاصيدو سره يې ډزي تر غوږو شوي له ډيرې ويرې په رپيدو شو ژر يې خور ته غږ کړ هله خورجانې هغه زما مخابره راوړه.. ، نو په يو ملګري يې غږ وکړ چې اى! ابودجانه څه شوي دي ابودجانه جواب ورکړ چې د کفر غلامانو شديد جنګ شروع کړئ خو ته غم مه کوه موږ دلته يو،طا.لب چې له غيرته يې په سترګو کې توروالۍ ختم شو جها دي جذبه یې تر۱۰۰ پورته شوه. بغير له دي چې د خپلې بي بى يا ښځې مخ وګوري چانټه یې په ملا او ټوپک يې په لاس کې واخیست تر څو د خپلو ملګرو څنګ ته ځان ور ورسوي . کله چې د ملګرو څنګ ته ورغئ نو ملګري يې ډير ورته په غصه شول چې دا د واده شپي ته ګوره او دا ستا راتګ ته ګوره خو ډيره وسه يې په وکړه چې کور ته لاړ شي اما نتيجه يې ور نکړه
لږه شيبه وروسته د دښمن بنګنه طياره راغله او په مجا هدينو يې بمبار وکړ چې د يو نفر څخه علاوه نور ټول په شها دت ورسيدل. شپه ناوخته وه ملګري يې د ټولو کورونو ته خبر ورکړ چې خير ده راشئ زامن او وروڼه مو په شها دت ورسيدل. کله يې چې د واده والا يا مسرور کور ته زنګ وکړ نو مور يې ډیره خوشحاله شوه چې زوى مي زنګ وکړ خو کله يې چې د زوى د شها دت خبر واوريده بي هوشه شوه په دي وخت کې ناوې هم خبره شوه ناوې په چيغو شروع وکړه او د کوټي دروازه يې په ځان پسې بنده کړه، سهار شو جنازه يې راوړه نو د مسرور خورګانو غوښتل چې ناوې ته هم خبر ورکړي چې راشه د ورور جنازه يې راته راوړه، ګوري چې دروازه بنده ده او ناوې غږ نه کوي له ډير ځنډ وروسته يې دروازه ور ماته کړه چې ګوري ناوي مړه ده او له خولي يې ويني بهيږي ، لږ وروسته معلومه شوه چې ناوې پخپل مسرور جان جانان پسې د خپل واده بنګړي خوړلي دي او روح يې ورکړئ
نو د يوي جنازې پر ځاى يې دوه داسې جنازي خاورو ته وسپارلي چې يو بل سره يې هيڅ دیدن او ملاقات هم نه وشو ،،،،،😭ارمانونه😭
_______________________
زمونږ دکلي پهٔ ګلشن یې وحشتونه وکړل
وحشي خزان رانه ګلان د پسرلـي وخوړل

ددین پهٔ ننګ او د وطن د ازادې پهٔ خاطر
دې انقـلاب رانه چنـار چنـار زلمي وخوړل

کم امېدونو ته چی ما د سر وېښتهٔ سپینول
هغه دپورې غرهٔ پهٔ څوکه کی مرګي وخوړل

زلمي د خداي مینه ته وبائیلله خپله مینــــه
پیغلې دیار مینه کی دوا لیچې بنګړي وخوړل

ماساقی جان اشنا ټوپک ته ځکه لاس واچول
لیــــوانو سپو رانه د کار روزګار سړي وخوړل
مدثـــــرملنګ