دیني مدرسه
420 subscribers
149 photos
710 videos
11 files
764 links
ديني مدرسه يوه بشپړه او بي پرې اسلامي اداره ده چي يوازي دالله تعالی لوري ته بلنه کوي
Download Telegram
سـ.. پـ.نه بیرغه...!!

لیکنه. عاکف عزام الخراساني

سـ.،پـ.ینه بـ. یرغه! ته زمونږ د اقا بیرغ یې
زمو اقا محمد صل الله علیه وسلم
د الله جل جلاله ریښتونی استازی
د رسولانو سردار
کایناتو ته رحمت د انسانیت ستر لارښود.

تر تا ښکل شوې د توحید طیبه کلمه چې ته پرې ښکلی یې له دروغجنو خدایانو انکار دی.
ځکه یې بندګان تا نشي زغملي.

دا فرعون ، دا هامان ، ستا په وړاندې ګستاخي کولی شي ځکه الله جل جلاله مهلت ورکړي داسې مهلت چې خیر ندی ورته
(وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا اَنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ خَیْرَ الِّانْفُسِهِمْ اِنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ لِیَزْدَادُوْ اِثْمَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْن) ۱۷۸ ال عمران

خو ستا معنوي شتون چې د نړۍ لر او بر یې نیولی نشي ننګولی .
ستا په وړاندې ګستاخان میړني، نه بزدلان، دي ازاد، نه غلامان، دي صادقان، نه غداران، دي.

سـ. پـ.،ینه بیـ. رغه! ستا چناري سیوری ته یوه لحظه دمه مو د ژوند ټول دردونه هېروی.
سپـ.. ینـ،ه بـ.یرغـ.ه! ستا دا زړۀ وړونکې رپیدل مـ..رتدین، خـ.. وارج ، او او کفـ.ارو ته روحيې مرګ او سرطان دي.

سـ. پيـ.نه بیرغـ. ه! زمونږ اندلس،او اقصي لتا سره بدرګه د تکبیر د ملکوتې نغمو انتظارونه کوي.
سپـ. یـ.نه بـ.یرغ.ـه! ته دي لوړ یې زمونږ ژوند یې لتا ځار شي مونږ به لتا د سر په قیمت دفاع کوو.

ډاډه اوسه ډیر ژر به زمونږ د اشتشهاد امسا دا د سحر مارن یو مړۍ کړي
ډیر ژر به د نړۍ په هسکو، ماڼیو او غررونو، رپاند شي.
ان شاءلله

د اس ت ش ها د امسأ تل دي وي زمونږ د اس ت ش ه اد امسأ…!!

10 محرم الحرام 1443ه
19 اگست 2021
#عاکف_عزام_الخراساني
طارق بدر (دادمحمد ناوک)

دا ښايي د چا په خوب کې هم نه ورتلل، چې د کابل کوڅې به د سنګر د ګردو وهلیو ځوانانو د پښو د ښکلولو ویاړ ګټي؛ خو یوازې یو اوسپنیز باور موجود و، چې ولی الله حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله درلود، هغه د امریکا د غرور په اوج کې د امریکا پر ماتې داسې باور درلود، لکه اوس چې يې موږ وینو!
نن هغه مبارکه ورځ وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه ستړي سرتېري د ښار د خوندیتوب لپاره د کابل د مغرورو غرونو پر وړاندې ودرېدل، چېرته چې د حال پر ژبه د غازي محمد جان خان د سرتېرو سترګې حیرانې پاتې وې، چېرته چې له شهدای صالحینو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین د مبارکۍ پيغامونه الهامېدل او د کابل دنګو غرونو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین سرشاره سرښندنې او د دې خړو ځوانانو د باروتي سینو لولپه کېدل سره پرتله کول، د حال پر ژبه يې همدا ملنګ ټولګی پر دې ګرده کره د نبوي سپاهیانو یوازیني لارویان بلل.

الحمد لله؛ د کابل فتحه د مسلمان ولس د ستړیو سرتېرو د قربانیو، سرښندنو او زنداني شکنجو هغه پایله وه چې انساني عقل يې په ټپه دراوه؛ شین سهار مې د ښار په لوري مخه ونیوله، لومړی مې په یوه شنه رینجر کې چې وړاندې تر دې به يې له څنګ سره تېرېدل ځان ته کار کتل و، څو څڼېور زلمي ولیدل، ور وګرځېدم، لاسونه مې يې لاسونه کې ټینګ کړل، هر یوه ته مې په اوښلنو سترګو هرکلی ووایه، ځان راته بد ښکارېده چې له ټانګ او ان تیاري سره د موټر سایکل د دې جنګیالي پر وړاندې خوله پرانیزم، خو زړه مې سره راټول کړ:

ـ موږ د دې عظیم نعمت حقدار نه یو، خدای خبر دا لوی احسان راباندې له کومه وشو؛ ګورئ یارانو د کابل تر کوڅو راتګ د باروتي سینو د ځوانانو پر غوښو او هډونه پلونه ايښودل و، هېر يې نه کړئ!

په مسکا يې ډاډ راکړ، نږدې ټوله ورځ مو لسګونه سرتېري په غېږو کې ونیول او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مو د خپل محبت اظهار ورته وکړ، خو د کوټه سنګي تر پله لاندې یو سرتېري تر ماښام چورتي کړی وم؛ ده له چا اوبه وغوښتې همالته يې مخ ته څو لپې ور واچولې، داسې ښکارېده چې لا يې هم د وردګو ګردونه نه و څنډلي؛ ور نږدې شوم، کلک مې په غېږ کې ونیو، ده د خبرو ډېر فرصت راکړ، له ما الفاظ تښتېدلي و، د هغه خړ پړ وضعیت، زړې څپلکې او د کابل د دې رنګینو کوڅو ظاهري پړق!

څه چې مې سهار کوم سرتېري ته ویلي و، ده ته مې په جزییاتو ور یاده کړه، سترګې يې را ډکې شوې، پر خپل شنه څادر يې پرلپسې سترګې موښلې، ده له ولسه مننه کوله او ما دوی د ولس د دین ساتونکي ګڼل؛ تر ډېره يې غېږ کې ونیولم، همدې وخت کې یو ځوان راغی، له دې سرتېري سره يې د تصویر ایستو هیله وکړه، ما يې تصویر واخیست؛ بېرته مې سرتېری مخاطب کړ:

ـ پوهېږې، یوازې څو میاشتې وړاندې ستا نوم جرم و، ستا نوم د فیسبوک ادرس بنداوه، ستا تصویر په موبایل کې د زنداني کېدو لپاره کافي و؛ خو اوس یو څوک پخپله تصویر درسره اخلي، دا ستا د دې خړو څپلکو د ستړیو، د لوی رب د احسان او د سرښندونکو باروتي ځوانانو د قربانیو واضح ژوندی مثال دی!
د ښار وضعیت تر پخوا په جوش کې و، ځینې له مینې، ځینې له نادیده ګۍ پر هر سرتېري را ګرځېدلي و، د دوی هم د خلکو له مینې او د فتحې له جوشه خولې مسکۍ وې، مازیګر مهال دهبوري پارک ته لاړو، چې طالب سرتېرو له ښاري ځوانانو سره د ولیبال لوبه کوله، لنډ ویډیو کلیپ مو ترې واخیست او د لوړو زده کړو وزارت ته مو مخه کړه، د اسلامي امارت یو مسؤل چارواکي د تېرې شپې داستان راته تېر کړ، چې څنګه يې ټول ښوونیز بنسټونه له ممکنه تخریب یا هم لوټه وساتل او څنګه يې تر سهار پرې همدلته مېشتو محصلینو او مخلصینو ملګرو په مرسته پیره وکړه، وړاندې لاړو او تر سپين محمدي توغ لاندې مو تصویر ویوست چې د وزارت په انګړ کې دنګ مغرور رپاند و؛ له راوتلو سره یو ملګری را په څنګ شو:

د وزارت مرستیال به دغسې دروازه کې درته ولاړ و؟ خدای خدای به مو کاوه چې دلته مو کومه امضا بنده نه وي؛ الحمدلله

زموږ شریک سنګر نن ټکی اسیا او خواله رسنیو ته مو د ښار له بېلابېلو څنډو لنډ کلیپونه برابر کړل او د اسلامي امارت د واکمنۍ لومړۍ ورځ تر اختر کمه نه وه؛ لوږه تنده او پر پښو ډېرو ګرځېدو له پښو غورځولي و؛ خو هرې هغې صحنې به انرژي راکوله چې ځوانان بر پر سرتېرو را ګرځېدلي و او په رڼو سترګو به يې د هغوی چلند، ټوکې او خنداوې لیدل، دوی حیران و، چې شل کاله شل ډوله چینلونو د شلګونو کارکوونکو په خولو ولې دا پرېښتې انسان خواره را معرفي کول؟؟؟
‏وَلَا تَهِنُواْ وَلَا تَحْزَنُواْ وَأَنتُمُ ٱلْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ.
په غلامو عادتونو عادت نه يم
غورځومه د غرور غرونه غورځنګ يم
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د خپلواکۍ ورځ په وياړ ډير ښکلی ډيزاين