دیني مدرسه
426 subscribers
149 photos
703 videos
11 files
757 links
ديني مدرسه يوه بشپړه او بي پرې اسلامي اداره ده چي يوازي دالله تعالی لوري ته بلنه کوي
Download Telegram
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ ٱلنَّاسَ شَيْـًٔا وَلَـٰكِنَّ ٱلنَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

بېشكه الله پر خلګو هيڅ ظلم نه كوي خو خلګ پر خپلو ځانونو ظلم كوي.
سورة یونس: ٤٤
‏إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ

بېشکه ځان ساتونکي به په سيورو او چينو کې وي.
سورة المرسلات: ٤١
1
وَاتَّقُوا الَّذي خَلَقَكُم وَالجِبِلَّةَ الأَوَّلينَ

او له هغه ذاته ووېرېږئ چې تاسې او پخواني نسلونه يې پيدا كړي دي.

سورة الشعراء: ١٨٤
وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ

او زغم وكړه او ستا زغم د الله په مرسته دی
سورة النحل: ١٢٧
يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَـٰنُ ضَعِيفًا

الله غواړي چې له تاسې (ستاسې بار) سپك كړي او انسان كمزورى پيدا كړى شوى دى.
سورة النساء: ٢٨
وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُهُۥ ۗ

او تاسې چې څه خیراتوئ يا کوم نذر نیسئ؛ نو بېشكه الله پرې پوهیږي
سورة البقرة: ٢٧٠
فَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ

نو د الله ستاينه کوئ چې کله درباندې ماښاميږي او کله چې درباندې سهاريږي.
سورة الرّوم: ١٧
1
وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا

او له الله بخښنه وغواړه. بېشکه الله بخښونكى، لوروونكى دى.
سورة النساء: ١٠٦
‏وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ

او له هغې ورځې ووېرېږئ چې پکښې د الله لوري ته ورګرځول کېږئ
سورة البقرة: ٢٨١
وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ ٱلْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ ٱلْجِبَالَ طُولًا

او پر ځمكه په نخرو (تكبر) مه ګرځه، بېشکه ته هیڅکله نه مځکه څیرلای شې، او نه په لوړوالي کي هیڅکله غرونو ته رسېدلای شې.
سورة الإسراء: ٣٧
وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًا

او رسول صلی الله عليه وسلم به ووايي: ای زما پالونکيه! بېشکه زما قوم دغه قرآن پرېښی وو.
سورة الفرقان: ٣٠