دیني مدرسه
434 subscribers
99 photos
644 videos
11 files
679 links
ديني مدرسه يوه بشپړه او بي پرې اسلامي اداره ده چي يوازي دالله تعالی لوري ته بلنه کوي
Download Telegram
سبا سهار لمانځه نه وروسته تکبیرات تشریق پیلیږي، یاد تکبیرونه په هر نارینه او ښځینه د فرض لمانځه وروسته ویل واجب دي.


> اللّٰهُ أَكْبَرُ اللّٰهُ أَكْبَرُ، لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ، وَاللّٰهُ أَكْبَرُ اللّٰهُ أَكْبَرُ، وَلِلّٰهِ الْحَمْدُ

ژباړه: الله لوی دی، الله لوی دی؛ نشته بل معبود مګر یواځې الله؛ او الله لوی دی، الله لوی دی، او ټول شکرونه خاص د الله دي.

تکبیرات تشریق په مجموعي ډول له ۲۳ لمونځونو وروسته ویل کیږي.

د یوم عرفې په ورځ: پنځه فرض لمونځونه.
د اختر لومړۍ ورځ: پنځه فرض لمونځونه.
د اختر دوهمه ورځ: پنځه فرض لمونځونه.
د اختر درېیمه ورځ: پنځه فرض لمونځونه.
د اختر څلورمه ورځ: درې فرض لمونځونه: (سهار، ماسپښین، مازدیګر).