💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.54K subscribers
401 photos
263 videos
156 files
370 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
https://www.facebook.com/share/17cF3YHJVR/ Follow
ګوګل شرکت د امریکا په ټکزاس ایالت کې د کلاوډ او مصنوعي ذکاوت په برخو کې تر ۲۰۲۷ کاله د ۴۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې خبر ورکړی.
#ګوګل
🥰9😍5😘4
عجیبه نړۍ ده!
پلار یې په 1996 کال کې د مکمـل کال تنخوا بیله کړه، تر څو چې زوی ته یې د امریکا د تللو ټیکټ پرې وکړي، یعنی معاش یې دومره کم وو، او همغه کس نن د 1.3 بیلیونه دالر مالـک او د ګوګل ریـس دی.
همدا کس یو هندي دی، سوندر پیچای نومیږي.

https://www.facebook.com/share/17cF3YHJVR/

Follow
😍9🥰6😘1
هندوستان د لومړي ځل لپاره داسې پرمختللې نظامي خولۍ جوړې کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټیکنالوژۍ پر مټ کار کوي. دغه هوښیاره خولۍ د جګړې په میدان کې سرتېرو ته د مرمیو د راتګ خبرداری ورکوي، د ډزې غږ سمت تشخیصوي، سرتېرو ته رهنمایي برابروي او د خطر حالت په دقیقه توګه درک کوي.

د وسلو او ټیکنالوژۍ څېړنیزې ادارې وايي چې دا خولۍ به د پوځ د عملیاتو خوندیتوب او د سرتېرو د ژوند د ژغورلو کچه لوړه کړي. نړیوالو شنونکو په وینا، نړۍ ورځ تر بلې د ټیکنالوژۍ نوې لاسته راوړنې تجربه کوي، او د یادو پرمختګونو ترڅنګ پراخه ګټه اخیستنه د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره هم مهمه ده.
😍8🥰5😘4👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د راپورونو له مخې چین د کوانټم رادار سیسټم جوړ کړی چې د الوتکو د افشا کولو وړتیا لري چې یو وخت یې کشفول ناممکن وو. دا ټیکنالوجي د کوانټم انټانګمنټ اصول کاروي ، چیرې چې دوه ذرې یو بل په سمدستي ډول هنداره کوي - حتی که د اوږدو فاصلو لخوا سره جلا شي.

دا ولې مهمه ده:
🔹 د F-35 او B-2 په څیر د سټیلټ جیټ الوتکې ممکن نور ناڅرګند پاتې نشي
🔹جمي او برېښنايي جګړې لږ اغېزمنې کېږي
🔹 د رادار دقت حتی په پخو ، وریځو ، یا سخت باران کې ښه کیږي
🔹 ډرون او توغندي په لوړ دقت سره تعقیب کیدی شي

که چیرې په پیمانه کې ځای پر ځای شي ، دا کولی شي د نړۍ د هوا دفاع ستراتیژي بیا ولیکي ، اسمانونه د پخوا په پرتله ډیر شفاف جوړوي.

https://www.facebook.com/share/16HDSRAvjE/
😍7😘6🥰3👌1
*‏خاینانو ته دا قناعت ورکول*
*چې له شخصي ګټو ملي ګټې غوره دي*
*دومره سخت کار دی لکه مچانو ته چې وایې له چټلیو نه په ګلانو ناسته غوره ده.*
.
👍7🥰7😍4😘3
نړۍځکه پرمختګ کوي!
چین هیوادکې 2025  کال له سپټمبر څخه دمصنوعې ځیرکتیا زده کړې  AI Education دټولو ماشومانو لپاره لازمې شوې - آن دشپږو کلونو ماشومانو لپاره هم.
🥰7😍6😘5👍2
پښتو ژبې ته پرمختګ!
موږ او تاسې ټول موبايل لرو، انټرنېټ کاروو، مصنوعي ځيرکتيا (AI) کاروو او له ګوګل نه پښتو ځوابونه غواړو.
خو فکر مو کړی چې ولې ChatGPT او نور موږ ته ډېری وخت ګډه وډه پښتو ليکي! هلته نه ChatGPT ملامت دی، نه ګوګل. ملامت موږ يو، چې خپلې خوږې ژبې پښتو ته مو کار نه دی کړی.

اوس، ماشاالله، يو شمېر ځوان پښتانه هڅه کوي چې د Common Voice په نوم يو لوی ډيټابېس ته د پښتو غږونه او ليکنې ور زيات کړي. دا يوازې د څو کسانو دنده نه ده، بلکې دا زمونږ او ستاسې ټولو پښتنو مسوليت ده چې پښتو ته کار وکړو.

يادونه: لارښود او لينکونه يې په لومړي کمنټ کې شته او هم دا پوسټ شير کړه تر څو ستا ملګري هم پښتو ته کار وکړي.
👍15🥰8😘5😍4
د ېوي شمېرې څخه بلي شمېرې ته د پيسو لېږلو طريقه

Salaam → *741*074xxxxxxx*50#
Etisalat → *125*078xxxxxxx*50#
Roshan → *123*079xxxxxxx*50#
Awcc → *444*0700xxxxxx*50#
MTN → *776*2*50*077xxxxxxx#

د XXX پر ځای د موبايل شمېره او د 50 پر ځای د پيسو حساب وليکي
👍6🥰6😘4😍1
په دغه ویب سایټ کی کولی شئ د مصنوعي ځيرکتیا په واسطه متن په ویډیو تبديل کړئ.


https://mirage.app/
👍6😘5🥰4😍1
د چین تازه قانون:
هر څوک نه شي کولای پر ټولنیزو رسنیو په هره موضوع نظر ورکړي.
د چین (CAC) ادارې ویلي چې، هیڅوک نه شي کولای پر خواله رسنیو په هره موضوع لیکل یا نظر څرګند کړي، په ځانګړي ډول طبي، حقوقي اقتصادي او تعلیمي مسایلو کې.
د مسؤلینو په وینا چې، هر څوک به د خپل مسلک اړوند موضوعاتو کې لیکل کوي چې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي.
🥰8👍5😘5😍2
🔴 له چينايي وسايلو پرته بل ځای کې مطمئن امن نشته

💥 د سامسونګ په موبايلونو کې نه‌لېریدونکی اسرایيلي جاسوسي پروګرام وموندل شو
سامسونګ دا مهال سختو نيوکو سره مخ دي، ځکه چې د AppCloud په نوم يو اپ، چې د اسرایيلو له لوري جوړ شوی، د Galaxy A او M لړۍ ارزانه وسايلو کې له مخکې نصب شوی وي.
تحقيقاتو څرګنده کړې چې دا اپ په بشپړ ډول د عملياتي سيستم (OS) برخه ګرځول شوی، او بشپړ حذف کېدل يې ناممکن دي.
حتي که دا اپ غيرفعال شي، بيا هم په موبايل کې پاتې کېږي، د اپډېټونو وروسته بېرته راښکاره کېږي، او د کاروونکي له اجازې پرته نور پټ پروګرامونه هم نصبولای شي.
😍8👍5😘4🔥2🥰2
*عامل سیستمونه*
💻 د کمپیوټر عامل سیستمونه (Computer Operating Systems)

عامل سیستم هغه سافټویر دی چې کمپیوټر ته وايي څنګه کار وکړي. ټول پرزې لکه CPU، حافظه، هارډ ډرایف، کیبورډ او نور د عامل سیستم په مرسته یو بل سره تړل کېږي.
لاندې مشهور کمپیوټري OSونه دي:

1️⃣ Windows

د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکی OS.

د زده کوونکو، دفترونو، شرکتونو او ګېمرانو لپاره ډېر مناسب.

د کارولو لاره یې ساده ده.

2️⃣ macOS

یوازې د Apple د کمپیوټرونو لپاره.

ډېره نرمه، چټکه او د امنیت له اړخه پیاوړې ده.

د ډیزاین، تدوین او مسلکي کارونو لپاره غوره انتخاب.

3️⃣ Linux

وړیا او خلاص-کوډ سیستم.

د پروګرامرانو، سرورونو او تخنیکي خلکو تر ټولو محبوب OS.

امنیت یې لوړ او د ویروس امکان یې کم دی.

📱 د تلیفون عامل سیستمونه (Mobile Operating Systems)

لکه څنګه چې کمپیوټر OS ته اړتیا لري، همداسې موبایل هم پرته له عامل سیسټم څخه نشي کار کولای.

1️⃣ Android

د نړۍ تر ټولو ډېر کارېدونکی موبایل OS.

د Samsung، Xiaomi، Oppo، Vivo، Huawei او نورو ګرځنده‌تو لپاره.

د اپس او تخصیص (Customization) امکانات یې ډېر دي.

2️⃣ iOS
👍8😘6🥰5😍1
د فسبوک قرباني!
محمد نومېږي، فسبوک کې یې له یوې ښایسته شین سترګې او سور مخې نجلۍ سره د ملګرتیا تار وغځید، نجلۍ ورته کړل، روسیې ته راشه، دلته به د طب لوستو تر څنګ ډېرې پیسې هم تر لاسه کړې او څو کاله وروسته به لوی ډاکټر شې.
محمد روسیې ته لاړ، نجلۍ ورکه شوه، هلک چې له ځان سره کومې روپۍ وړې وې، هغه یې خلاصې کړې، له ستونزو سره مخ شو، طب یې پرېښود او پر ځای اقتصاد شروع کړ، ځکه د اقتصاد فیس کم و.
په یو هوټل کې یې د ډلیوري دنده پیدا کړه، یوه ورځ ورته چا په هغه بکس کې چې مشتریانو ته پکې شیان لیږدوی، نشه یي توکي ایښې و، پولیسو ونیو او محکمې ورته د ۷ کالو بند سزا واوروله.
د یو کال بند وروسته ورته هماغه نحلۍ راغله ورته کړل یي:
زه کولی شم تا له زندان ازاد کړم، خو په دوه شرطونو یو داچې مصري تابعیت به همدلته پرېږدې او بل دا چې یو کال به د روسيې په پوځ کې خدمت کوې.
محمد چې د زندان له شکنجو په تنګ شوی و، د نجلۍ په غوښتنه د روسيې پوځ کې سر تېری شو، څه موده وروسته یې د اوکراین جنګ ته واستو، هلته د اوکراین سرتېرو ونیو او بندي یې کړ، یو اوکرایني یوټیوبر د محمد هغه ویډیو خپره کړه، چې نوموړی پکې له خپلې مور سره غږیږي او
🥰8👍6😍4😘3💔1
09913340831الخوبیب استډیو09332182140
09913340831الخوبیب استډیو09332182140
نوې او خوندوره ډیکلومه

دا هم د غزې یو څو ګیلې د شعر په ژبه



اواز او ڪلام :- زینت الله حیدري

https://chat.whatsapp.com/CWJ3AfDG8pS2zu9Ku1ZfP0?mode=ems_copy_t
👍5🥰5😍4😘1
سعودي عربستان د cloud seeding په نوم د مصنوعي باران ټیکنالوژی کارولو ته مخه کړې، چې پکې الوتکې او جنراتور کاروي او په عربي لویو دښتو او صحراګانو باندې مصنوعي وریځې جوړوي
#تکنالوژي
🥰6😍6😘4👍3💔1
هغه محصلین چی کمپیوتر ساینس رشته ته کامیاب کیږی، ولی یی اکثریت خپل هدف او یو مطلوبه نتیجی ته نه رسیږی؟

د کمپیوتر ساینس د یو محصل په صفت زما له نظره زموږ لوی مشکل انګلیسی ژبه ده،
د کمپیوتر ساینس مربوط ټوله ډیټا او درسی مواد معتبر کتابونه په انګلیسی ژبه دی.
هر محصل چی کله دی رشته ته راشی په لومړیو کی له همدی مشکل سره مخ وی، تر څو چی انګلیسی زده کوی یو کال پری د پوهنتون تیر وی، هلته د پوهنتون درسونو بوج شی 8 مضمونونه چی مجموعه یی 28 کریدیت کیږی، له محصل بیچاره نه لار ورکه شی😥
د کمپیوتر ساینس مضامین البته اساسی مضامین داسی دی چی په یو ځل ټول نه زده کیږی، هغه باید قدم په قدم زدکړی، که موږ د پروګرامینګ مضمون فرض کړو: دا مضمون باید په دری مرحلو کی زده کړای شی، په لومړی مرحله کی باید د پروګرامینګ په basic concept ځان پوه کړی چی دا په لومړی او دوهم سمستر د پوهنتون کی تدریس کیږی،
او په اول وخت کی چی د پروګرامینګ concept وانخلی بیا ورسته په دوهم صنف کی مستقیم OOP شروع کوی، بیا خو بیخی پری څوګ نه پوهیږی.
همدا وجه دی چی د کمپیوتر ساینس په یو صنف کی په 80 کسو کی 5 کسه داسی فارغیږی چی سم په هر شی پوهیږی، نور هڅی د
😘9🥰6👍4😍3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
متریکس (Matrix) څه شی دی؟

مکمل درسونه دلته شته دي👇
https://t.me/computerscience010bot
😘7👍4🥰3😍2