💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.58K subscribers
401 photos
263 videos
156 files
370 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
د جذب قانون وايي: هر هغه څه چې ته ورباندې فڪر ڪوې، هماغه ځان ته جذبوې.
فرق نه ڪوي چې مثبت فڪر ڪوې او ڪه منفي...
د جذب قانون تل او هر ځای په ڪار ڪې وي؛ مهمه نه ده چې ته د څه په اړه فڪر ڪوې.
ڪه ته د بې پیسه توب او د ڪار نشتوالي په اړه فڪر ڪوې، نو بې پیسه توب او بیڪاري ځان ته راجذبوې.
ڪه د ناوړې اړیڪې په اړه فڪر ڪوې، نو په خپل ژوند ڪې خرابې اړیڪې راجذبوې او ڪه ته وایې چې هلڪ او انجلۍ ښه نه دي، نو ڪائنات یعنې ذهن دې همدا ډول شرایط ستا ژوند ته راولي.
خو ڪه ته همیش مثبت فڪره واوسئ او د ښو شیانو په اړه فڪر ڪوې، نو هماغه مثبت شیان به ستا ژوند ته ډیر داخل شي.

د دې لپاره چې خپلې هیلې او موخې راجذب ڪړې، باید خپل افڪار، احساسات او ذهن تر خپل ڪنټرول لاندې راولې، ځڪه چې په ډیری وختونو ڪې فڪرونه منفي وي او د ذهن ڪنټرولول اسانه ڪار نه دی.
ڪه دې دا توان درلود چې خپل ذهن او احساسات ڪنټرول ڪړې، نو خپلې هیلې او اهداف به ځان ته جذب ڪړې.
خو ڪه دې خپل فڪرونه ڪنټرول نه ڪړه او په خپل اختیار ڪې یې وانخلې، نو د ژوند حالت به دې همداسې وروسته پاتې او هیڅ پرمختګ به ونه ڪړې.

د ذهن او افڪارو د ڪنټرول تر ټولو غوره لار تمرین ڪول دي...🫵

تمرین یعنې د ذهن روزنه...🧠
👍10😍5😘5🥰3💔1
ICT_AZ
Daily ICT market analysis from A to Z
Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks
Educational content • No signals

https://t.me/ict_az
😘4
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
ICT_AZ Daily ICT market analysis from A to Z Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks Educational content • No signals https://t.me/ict_az
که غواړی د ترید په اړه مو معلومات زیاد شي او د ICT تحلیلونه وګورئ نو دې چینل کې راسره یو ځای شی
👇
https://t.me/ict_az
😍7😘6🥰5👍3
د روژې مبارکې میاشتې د راتګ زېری 🌸🌸

@computerscience010
@computerscience010bot
😘8👍5🥰5😍5💯1
Forwarded from 𝑴, 63 𝒀, 𝑶🕊🤍
ایا ڪله دې فڪر ڪړی چې ولې د ځینو خلکو رزق یا روزي حتی په تر ټولو سختو شرایطو ڪې هم جاري وي؟!

جواب یې په یوه خبره ڪې دی...
رزق یا روزي، مخڪې له دې چې له اسمانه راڪښته شي، ستا له درون څخه تیرېږي!
ڪله چې ستا درون ډڪ وي: له حسد، ځان له نورو سره پرتله ڪول او ناامیدي...
نو هغه وخت رزق ځای نه شي پڪښې نیولی.
خو ڪله چې خپل درون ډڪ ڪړې له: قناعت، د شڪر احساس او د ڪار انرژي نو هماغه وخت، لڪه اهنربا، ځان ته نعمتونه او برڪتونه راجذبوې!
دا زده ڪړه چې د بیرونې ڪنټرول پر ځای، خپل درون مدیریت ڪړې… رزق خپله لاره خپله پیدا ڪوي او راځي.

ڪوم څه هغه دروازې بندوي؟
منفي فڪرونه لڪه: زه یې وړ نه یم، زه یې نشم ڪولای، پخواني خپګانونه، په ځانګړي ډول د والدینو په وړاندي، د بریا څخه ویره او په دوامداره توګه ځان له نورو سره پرتله ڪول.
پاڪول یعنې څه؟!
بخښنه ڪول، ترڅو زړه سپڪ شي.
هغه فڪرونه او باورونه له خپل ذهنه ایستل چې د پرمختګ مخه دې نیسي، یعنې تل مثبت فڪر باید وشئ.

هره ورځ دا جملې ویل: زه چمتو یم چې حلال او له برڪت رزق زما ژوند ته راشي.
زه د غوره نعمتونو مستحق یم.
دا مه هیره وه:
مخڪې له دې چې روزي یا رزق ستا ژوند ته راشي، باید له درون څخه دې ورته ځای خلاص ڪړی وي.

راځئ چې نور څه ولولو...📄
ممڪن یو ڪس ته دا پوښتنه پیدا شي چې ڪوم خلک د حسد او ناامیدي څخه پاڪ وي او بیا هم غریب او روزي یې ډیره ڪمه وي؟! نو د دې پوښتنې په جواب ڪې ویلي شو چې ځینې داسې څه شته چې انسان په خپل خیر او شر نه وي خبر... ڪه یو څوڪ ډیرې پیسې ولري هغه شخص حتماً خپله ناروغ وي او یا د ڪور له فامیل څخه یو، یا همداسې نوري ستونزې چې ویل یې ناممڪن دي.
او بل داسې غریبان څو الله تعالی خپل هغه بندګان چې شتمن دي، امتحان ڪړي.
لنډه دا چې د لته خبره د خیر او شر ده چې موږ په هغه نه یو خبر، ڪومه شتمنې زموږ په خیر ده او ڪومه زموږ په شر... یو ڪس شپه او ورځ د پیسو ګټلو په لټه ڪې وي خو بیا هم د هرڅومره زحمت او ستونزو سره پایله منفي وي، ولې؟ دلته دوې خبري دي، یا به د پیسو ګټلو لپاره دوڪه او فریب ڪوي او یا دا چې دغه پیسې د ده په خیر نه دي، ممڪن اللهﷻ نه غواړي چې ده ته زیان ورسیږي... ناعلاج ناروغي، موټر ټڪر، د غلو سره مخ ڪیدل، تڪبر، ظلم، ناروا عمل، د مظلوم حق خوړل او... هغه څه چې د ده په خیر ندي.

زه ګایي وخت د سرو او سپین زرو په اړه بحث ڪوم، ممڪن ډیری هغو ملګرو ته دا فڪر ورځي چې پیسې یا زر نلرم، ځان ورته ضعیف او ناتوانه ښڪاري او نور په سلګونه فڪرونه...
اول دا چې داسې فڪر راتلل د منفي انرژۍ سره تړاو لري چې شیطان همداسې ضعیف خلک هدف ګرځوي او په دې ډول د هغه شخص ذهن په ډیر اسانۍ د شیطان تر ڪنټرول لاندې راځي... دا ډول فڪر ڪول په پټه ناشڪرۍ ڪې هم راځي.
څه چې لري؛ په هماغه څه باندې قناعت ڪوه او د اللهﷻ شڪر وایه، د الله نعمتونه ډیر دي او هیڅ ڪمی نلري.
ممڪن اللهﷻ ستا لپاره هغه څه خوښ ڪړې وي چې ستا په خیر وي، ته خپل ڪوښښ او هڅه ڪوه، الله مهربانه ذات دی، ته مستقیم واوسه هغه څه چې ما پورته ذڪر ڪړل... رزق په تا پسې ګرځي، ځان دومره مه ستړی ڪوه چې هرڅه هیر ڪړې او په دنیا پسې لالهانده وګرځي.

لنډه دا چې ته غواړي روزي، فرصتونه، نعمتونه او برڪتونه ستا ژوند ته راشي، نو اول باید خپل فڪر، نیت او زړه سم ڪړې.
ڪله چې درونې بدلون وشي، بیرونې بدلون خپله ورپسې راځي.
👍8😍4🥰3😘3
د حج او اوقافو وزارت:

‏د حنفي فقهې مطابق د کابل ښار، ناحیو او شاوخوا سیمو لپاره د روژه ماتي او پیشلمي وختونه:
😘8😍5👍3🥰3
📱 د آنلاین مرکز اپلیکیشن په اړه بشپړ

آنلاین مرکز یو تعلیمي، تخنیکي او معلوماتي اپلیکیشن دی چې د زده کړې، مهارت لوړولو او تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره جوړ شوی دی. دا اپلیکیشن د ځوانانو، زده کوونکو او ټکنالوژۍ مینه والو لپاره اسانه او کاروونکي-دوستانه چاپېریال برابروي.
په آنلاین مرکز کې تاسو کولای شئ د اپلیکیشن جوړولو عملي او ویډیويي زده کړې ترلاسه کړئ، تخنیکي لارښودونه وګورئ، او هره ورځ نوي معلومات او اپډیټونه ولولئ. همدارنګه د مسدوده شمېرو خلاصولو په اړه رسمي لارښوونې او تازه ریفورټونه هم شتون لري.
اپلیکیشن د لایک او کمنټ سیستم لري چې کاروونکي کولای شي خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي. د AI لپاره د عکس جوړولو مسلکي فرومیتونه (Prompts) هم پکې شامل دي. سربېره پر دې، رسمي ویب‌سایټ ته مستقیم لاسرسی او د ټولو رسمي چینلونو لینکونه (فیسبوک، ټیلیګرام او نور) هم موجود دي.
په آنلاین مرکز کې مکمل او مستند اسلامي معلومات، قرآني او حدیثي لارښوونې هم نشرېږي، ترڅو اسلامي پوهاوی زیات شي.
🎯 زموږ هدف د ځوانانو روزنه، د تخنیکي مهارتونو لوړول، اسلامي پوهاوی زیاتول او په ټولنه کې مثبت بدلون راوستل دي.
😘8😍7👍4🥰3
آنلاین مرکز.apk
26.2 MB
📱 واټساپ شمېره:
+93703582589

📲 ټیلیګرام آيډي:
@Ezatullah47543

📧 برېښنالیک (Email):

Ezatullaherfan631@gmail.com
😘10😍5🥰3👍1
ټکنالوژي د علمي پوهې، تخنیکي مهارتونو او عملي وسایلو مجموعه ده چې انسان یې د ستونزو د حل، د کارونو د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره کاروي. په بل عبارت، ټکنالوژي هغه تطبیقي علم دی چې نظري پوهه په عملي سیستمونو او وسایلو بدلوي .
د چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
👍7🥰7😍5😘4💔1
ټکنالوژي د علمي پوهې، تخنیکي مهارتونو او عملي وسایلو مجموعه ده چې انسان یې د ستونزو د حل، د کارونو د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره کاروي. په بل عبارت، ټکنالوژي هغه تطبیقي علم دی چې نظري پوهه په عملي سیستمونو او وسایلو بدلوي .
د چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
😍6😘4🥰3👍2
ټایني واو (TinyWow): د انټرنېټ سوېس آرمي چاقو او ستاسو د هرې ستونزې حل
تصور وکړئ چې تاسو غواړئ یوه PDF فایل Word ته واړوئ، د کوم انځور شالید (Background) لرې کړئ، یا یوه ویډیو GIF ته تبدیل کړئ—او دا ټول کارونه په یو ځای، په بشپړه توګه وړیا او د حساب جوړولو پرته ترسره کړئ. TinyWow همداسې یو جادويي پلیټفارم دی چې د انټرنېټ د «سوېس آرمي چاقو» نوم ورته ورکول شوی دی. دا ویب‌سایټ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د سلګونو کوچنیو خو پیاوړو وسیلو مجموعه ده، چې هغه کارونه په څو دقیقو کې ترسره کوي کومو ته چې پخوا درانه سافټویرونه نصبولو ته اړتیا وه.
د ټایني واو تر ټولو لویه ځانګړنه د هغې سادګي او پراخ تنوع ده. دلته تاسو پنځه لویې برخې موندلی شئ: PDF، انځور (Image)، ویډیو، لیکنه (Writing) او فایل وسایل. که ستاسو PDF فایل پاسورډ ولري، دا یې په څو ثانیو کې لرې کولی شي. که تاسو غواړئ له کوم انځور څخه غیر ضروري شیان حذف کړئ، د دې AI انځور پاکوونکی ډېر په زړه پورې نتیجه درکوي. تر دې هم زیات، دا وسیله کولی شي ستاسو لپاره مضمونونه ولیکي، د فېسبوک پوسټونه تیار کړي او حتی ستاسو د یوټیوب ویډیو لپاره غوره سرلیکونه وړاندیز کړي.
د دې ټو
😘7🥰5👍3😍2
که تاسو ته د دفتر یا پوهنتون لپاره پریزنټیشن جوړول وي، تر ټولو سخت کار د سلایډونو ډیزاین فکر کول او په هر مخ کې د معلوماتو تنظیمول وي. د دې پر ځای چې ساعتونه په پاورپواینټ کې وخت ضایع کړئ، که داسې جادو وي چې یوازې د یوې جملې په لیکلو سره ټوله پریزنټیشن درته چمتو کړي، نو څنګه به وي؟ Tome په نوم دا د AI وسیله همداسې جادو کوي او ستاسو د سټوري ټیلنګ او پریزنټیشن جوړولو طریقه د تل لپاره بدلوي.
ټوم (Tome) یو عصري پلاتفورم دی چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره یوازې د یوې "پرامپټ" یا جملې پر بنسټ بشپړه پریزنټیشن، پچ ډیک یا سیلز راپور جوړوي. د دې ځانګړنه دا ده چې نه یوازې متن لیکي، بلکې اړوند او لوړ کیفیت لرونکي انځورونه هم په اتومات ډول تولیدوي او هر سلایډ ته یې ځای پر ځای کوي. ډیزاین یې دومره عصري او ښکلی وي چې هر لیدونکی حیران کړي.
د دې ټول بله ځانګړې ګټه دا ده چې ډاینمیک دی. د دودیز پاورپواینټ په څېر ستړی کوونکی نه دی، بلکې تاسو کولی شئ په کې ژوندی وېب کانټنټ، درې بعدي ماډلونه او ویډیوګانې په ډېرې اسانتیا سره شاملې کړئ. که د کوم سلایډ کومه برخه مو خوښه نه شي، کولی شئ AI ته بیا امر وکړئ چې هغه بدله کړي یا یې ټون لا
👍11🥰9😍4😘1
Audio
واخله پنجابه
خوندوره چیلنجي ډیکلومه
وعدې سره سم یې واخلی
☝️حتما یې واوری ملګرو ☝️
کسر
ازاد زمری یم غلامانو ته جواب وایمه
ددین اسلام دا کلمه به پنجاب وایمه


❗️تر پنجابه یې رسول په تاسو

اواز :- زینت الله حیدري
ڪلام:- زینت الله حیدري
🥰12👍5😍2😘2
اوس تاسو کولای شئ چې د کمپیوټر ساینس په ربات کې د PixelLab مکمله زده کړه په ډېر اسانه او عملي ډول ترلاسه کړئ!
که تاسو غواړئ چې مسلکي ډیزاینر جوړ شئ، خپل پوسټرونه، بینرونه، یوټیوب تامبنیلونه، لوګوګانې او سوشل میډیا ډیزاینونه جوړ کړئ، نو دا ستاسو لپاره یو زرین فرصت دی. زموږ د کمپیوټر ساینس ربات له لارې به تاسو:
له صفر څخه تر مسلکي کچې پورې PixelLab زده کړئ
د متن ډیزاین، 3D افکتونه، سیوري (Shadow) او سټایلونه زده کړئ
د تصویرونو ایډیټ کول، بکګرونډ بدلول او PNG جوړول زده کړئ
د اسلامي، تجارتي او شخصي ډیزاینونو عملي مثالونه ترلاسه کړئ
چمتو پروژې او تمرینونه ترسره کړئ
دا زده کړه مرحله په مرحله ترتیب شوې ده، ترڅو هر څوک—even که نوی هم وي—وکړای شي په اسانه توګه یې زده کړي.
نو نور انتظار مه کوئ! همدا اوس د کمپیوټر ساینس ربات ته داخل شئ، خپل مهارتونه لوړ کړئ او د ډیزاین نړۍ ته مسلکي قدم کېږدئ. 🚀
@computerscience010bot
😍8👍6😘5🥰4
Follow the پښتو ټکنالوژي channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
🥰5👍4😍4😘2
څنکه د تلویزیون چینلونه د یو چا کنټرول لاندې راځي؟
مونږ او تاسو ټول پدې پوهیږو چې نن سبا نړۍ کې تلویزیونونه د یوې سپوږمکۍ او یا سټایلایټ سره وصل کیږي او د فریکونسۍ په اساس کار کوي، هغه معلومات چې د تلویزیون څخه څخه سټایلایټ ته لیږل کیږي د uplink او د سټایلایټ څخه واپس خلکو ته ښودل د downlink په اساس کیږي
اکثریت وخت نامعلوم خلک کوشش کوي چې uplink فریکونسۍ ته چې معلومات پورته سټایلایټ ته لیږي لاس رسۍ پیدا کړي ، خو ددي لپاره قوي ټرانسمیټر، مسلکي او پوه کسان، زیاته بودیجي او دقیق معلومات ته ضرورت دی کله چې سیګینل د نا معلومو خلکو لاس ته ورشي همدې پروسې ته signal hijackings ویل کیږي یعنې سیګنل په لاس کې اخیستل وروسته یو څوک کولی شئ هر څه چې وغواړي په سکرین باندې یې نشر کړي. کله نه کله داسې هم کیږي چې playout server د یو چا لاس ته ورشي، یعنې هغه مرکزي کمپيوټري سیستم چې یو تلویزیوني چینل ټول پروګرامونه لکه خبرونه، سریالونه، فلمونه، اعلانونه او نور مواد له همغه ځای څخه برابروي او وروسته یې سټایلایټ ته لیږي...
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
🥰7👍5😍4😘2👏1