💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.58K subscribers
401 photos
263 videos
156 files
370 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
انټرنیټ او زموږ حالت

د انټرنيټ په دې زمانه کي ما ته د يوه حکيم او هوښيار کس وصيت ډېر خوند راکړ، چي خپل زوى ته يې کاوه او ښه خبره دا ده چي د سروزرو په اوبو وليکل سي، په دې وصيت کي نوموړى وايي:
اې زويه!
ګوګل، فېسبوک، ټويټر، وټساپ او د ټولنيزو رسنيو ټول پروګرامونه يو ژور درياب دئ چي په دې کي د لويو خلکو اخلاق خراب سوي دي...
په دې کي عقلونه له منځه تللي دي...
په دوى کي ځوانان هم سته ...
په دوى کي زاړه هم سته ...
او د دې څپو د پيغلو حياء له منځه وړې ده ...
او په دې کي ډېر نور خلک تباه سوي دي ...
نو په دې برخه کي د ډېر توغل او ځان مصروفولو څخه ځان وساته او په دې کي د خورما د درختي په څېر اوسه چي يوازي د ښو پاڼو لپاره درېږي چي اول ځان ته ګټه ورسوي او بيا نورو ته.

اې زويه!
د مچ په څېر مه کېږه چي پر هر شي درېږي؛ که ښه وي که بد، نو په ناخبرتيا کي مرضونه نقلوي...
😘8👍6🥰6😍4💔3
اې زويه!
بېشکه انټرنيټ لوى بازار دئ او په دې کي هيڅوک خپل سامان وړيا نه وړاندي کوي...
بلکي هر کس په مقابل کي څه غواړي...
ځيني کسان د خپل سامان په مقابل د خلکو اخلاقو فاسدوي...
ځيني کسان خلکو ته ناولي فکرونه انتقالوي...
ځيني يې د شهرت غوښتونکي وي...
ځيني يې اصلاح کوونکي وي ...
نو هيڅ شى مه رانيسه تر څو ښه شى پيدا نه کړې...

اې زويه!
لینکونه مه خلاصوه، ځکه ځیني يې لوی دام، لوی شر، سپکاوی او هلاکت وي...

اې زويه!
د آوازو او خرافاتو د نشرولو څخه ډډه وکړه، په خاص ډول د ناروا شیانو د کاپي کولو او نشرولو څخه...
په دې ځان پوه کړه، چي همدا شی ستا د سره د بدیو او نېکیو تجارت کوي....
نو خپل سامان تر وړاندي کېدو مخکي اختیار کړه، ځکه مشتري ته څوک مشوره نه ورکوي.

اې زويه!
مخکي تر دې چي یو شی نشر کړې، یا يې شریک کړې، یا تبصره ورباندي وکړې، ښه فکر وکړه چي دا کار الله پاک راضي کوي او که يې په قهر کوي.

اې زويه!
د هغه چا پر ملګرتیا باور مه کوه چي تا په خپلو سترګو لیدلی نه وي...
پر خلکو باندي د هغوی د لیکني له مخي فیصله مه کوه...
ځکه هغوی ناآشنا خلک دي...
شکلونه يې اصلي نه دي...
اخلاق يې مبهم دي...
خبري يې ښایستي دي...
مخان يې پټ دي او په ښکاره درواغ وايي.
ډېر داسي کسان سته چي ځان به دین ته منسوبوي خو تر ټولو ناپوه به وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان به ښایسته ګڼي مګر هغه تر ټولو بدرنګ وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان سخي ښيي مګر تر ټولو بخیل وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان شجاع ګڼي مګر ټولو بې زړه وي!!!
یوازي هغه کسان چي پاک رحم ورباندي کړی وي او ساتلي يې وي، نو په هغو کسانو کي ځان راوله چي الله تعالی رحم ورباندي کړی وي.

اې زويه!
د مستعارو نومونو څخه ډډه وکړه، ځکه دا ډول خلک پر خپلو ځانو باندي هم باور نه لري، نو پر هغه چا هیڅ باور مه کوه چي پر خپل ځان باور نه لري.
په خپله هم د مستعار نوم د کارولو څخه ډډه وکړه، ځکه الله تعالی په پټو او ښکاره ټولو خبر دئ.

اې زويه!
چا چي خوږ کړې ته هغه مه خوږوه، ځکه ته د خپل ځان استازیتوب کوې او هغه د خپل ځان استازیتوب کوي، ته خپل اخلاق ښيې، د هغه اخلاق نه ښيې، ځکه هر لوښی هغه څه څڅوي چي پکښي وي.

اې زويه!
کوم څه چي لیکې هغه ښه وګوره، ځکه کوم چي ته لیکې هغه ملائکي هم لیکي او الله تعالی تر ټولو لوړ دئ هغه مو څاري او حساب درسره کوي.

اې زويه!
تر ټولو خطرناک شی چي زه يې بېره لرم چي ته پکښي غرق نه سې، هغه د انټرنیټ په دې وېروونکي دریاب کي د حرامو لیدل دي، د ګناه او بې لارۍ ویډیوګاني دي...
که چیری ته د دغه ناروا شیانو څخه تېر سوې، نو د دغه انټرنیټ څخه د خپل ځان او ټولني د خدمت لپاره کار واخله او د دین په نشرولو کي کوښښ وکړه...
او که چیري ته د ناروا او حرامو شیانو په خټو کي بند پاته سوې، نو د انټرنيټ د نړۍ څخه داسي وتښته لکه څنګه چي د وحشي او څيرونکي حیوان څخه تښتې...
ځکه سبا ورځ به ستا ځای دوږخ وي او ستا سره دعوی کوونکی به ستا بادار او پالونکی ذات وي.

اې زويه!
د شیطان د راتګ مهمي دروازې غفلت او شهوت دئ او دا دواړه د انټرنیټ ستني دي...
په دې هم ځان پوه کړه چي دا شی ستا د غفلت لپاره نه دئ جوړ سوی، بلکي ستا د خدمت لپاره جوړ سوی دئ، نو ته يې وکاروه، داسي نه چي انټرنیټ تا وکاروې...
په انټرنیټ ځان جوړ کړه، داسي نه چي هغه دي ونړوي...
انټرنیټ د ځان لپاره دلیل او حجت وګرځوه، داسي نه چي هغه پر تا باندي حجت او دلیل سي.
د الله عزوجل څخه د هدایت او توفیق غوښتنه کوو...
هیله! تر نورو وروڼو يې ورسوئ چي فائده يې عامه سي...

ژباړه: شبیر أحمد
مأخذ: له عربي سرچینو څخه
۲۳ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق

زموږ نشرات د وټساپ او ټيليګرام له لاري هم تعقيبولاى سئ:
د وټساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb2PDZT9xVJmqQJtmR0w

ټيليګرام چينل:
https://t.me/jamiaislamiaashrafiakandahar

https://t.me/computerscience010
👍8🥰7😘4😍2
د جذب قانون وايي: هر هغه څه چې ته ورباندې فڪر ڪوې، هماغه ځان ته جذبوې.
فرق نه ڪوي چې مثبت فڪر ڪوې او ڪه منفي...
د جذب قانون تل او هر ځای په ڪار ڪې وي؛ مهمه نه ده چې ته د څه په اړه فڪر ڪوې.
ڪه ته د بې پیسه توب او د ڪار نشتوالي په اړه فڪر ڪوې، نو بې پیسه توب او بیڪاري ځان ته راجذبوې.
ڪه د ناوړې اړیڪې په اړه فڪر ڪوې، نو په خپل ژوند ڪې خرابې اړیڪې راجذبوې او ڪه ته وایې چې هلڪ او انجلۍ ښه نه دي، نو ڪائنات یعنې ذهن دې همدا ډول شرایط ستا ژوند ته راولي.
خو ڪه ته همیش مثبت فڪره واوسئ او د ښو شیانو په اړه فڪر ڪوې، نو هماغه مثبت شیان به ستا ژوند ته ډیر داخل شي.

د دې لپاره چې خپلې هیلې او موخې راجذب ڪړې، باید خپل افڪار، احساسات او ذهن تر خپل ڪنټرول لاندې راولې، ځڪه چې په ډیری وختونو ڪې فڪرونه منفي وي او د ذهن ڪنټرولول اسانه ڪار نه دی.
ڪه دې دا توان درلود چې خپل ذهن او احساسات ڪنټرول ڪړې، نو خپلې هیلې او اهداف به ځان ته جذب ڪړې.
خو ڪه دې خپل فڪرونه ڪنټرول نه ڪړه او په خپل اختیار ڪې یې وانخلې، نو د ژوند حالت به دې همداسې وروسته پاتې او هیڅ پرمختګ به ونه ڪړې.

د ذهن او افڪارو د ڪنټرول تر ټولو غوره لار تمرین ڪول دي...🫵

تمرین یعنې د ذهن روزنه...🧠
👍10😍5😘5🥰3💔1
ICT_AZ
Daily ICT market analysis from A to Z
Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks
Educational content • No signals

https://t.me/ict_az
😘4
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
ICT_AZ Daily ICT market analysis from A to Z Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks Educational content • No signals https://t.me/ict_az
که غواړی د ترید په اړه مو معلومات زیاد شي او د ICT تحلیلونه وګورئ نو دې چینل کې راسره یو ځای شی
👇
https://t.me/ict_az
😍7😘6🥰5👍3
د روژې مبارکې میاشتې د راتګ زېری 🌸🌸

@computerscience010
@computerscience010bot
😘8👍5🥰5😍5💯1
Forwarded from 𝑴, 63 𝒀, 𝑶🕊🤍
ایا ڪله دې فڪر ڪړی چې ولې د ځینو خلکو رزق یا روزي حتی په تر ټولو سختو شرایطو ڪې هم جاري وي؟!

جواب یې په یوه خبره ڪې دی...
رزق یا روزي، مخڪې له دې چې له اسمانه راڪښته شي، ستا له درون څخه تیرېږي!
ڪله چې ستا درون ډڪ وي: له حسد، ځان له نورو سره پرتله ڪول او ناامیدي...
نو هغه وخت رزق ځای نه شي پڪښې نیولی.
خو ڪله چې خپل درون ډڪ ڪړې له: قناعت، د شڪر احساس او د ڪار انرژي نو هماغه وخت، لڪه اهنربا، ځان ته نعمتونه او برڪتونه راجذبوې!
دا زده ڪړه چې د بیرونې ڪنټرول پر ځای، خپل درون مدیریت ڪړې… رزق خپله لاره خپله پیدا ڪوي او راځي.

ڪوم څه هغه دروازې بندوي؟
منفي فڪرونه لڪه: زه یې وړ نه یم، زه یې نشم ڪولای، پخواني خپګانونه، په ځانګړي ډول د والدینو په وړاندي، د بریا څخه ویره او په دوامداره توګه ځان له نورو سره پرتله ڪول.
پاڪول یعنې څه؟!
بخښنه ڪول، ترڅو زړه سپڪ شي.
هغه فڪرونه او باورونه له خپل ذهنه ایستل چې د پرمختګ مخه دې نیسي، یعنې تل مثبت فڪر باید وشئ.

هره ورځ دا جملې ویل: زه چمتو یم چې حلال او له برڪت رزق زما ژوند ته راشي.
زه د غوره نعمتونو مستحق یم.
دا مه هیره وه:
مخڪې له دې چې روزي یا رزق ستا ژوند ته راشي، باید له درون څخه دې ورته ځای خلاص ڪړی وي.

راځئ چې نور څه ولولو...📄
ممڪن یو ڪس ته دا پوښتنه پیدا شي چې ڪوم خلک د حسد او ناامیدي څخه پاڪ وي او بیا هم غریب او روزي یې ډیره ڪمه وي؟! نو د دې پوښتنې په جواب ڪې ویلي شو چې ځینې داسې څه شته چې انسان په خپل خیر او شر نه وي خبر... ڪه یو څوڪ ډیرې پیسې ولري هغه شخص حتماً خپله ناروغ وي او یا د ڪور له فامیل څخه یو، یا همداسې نوري ستونزې چې ویل یې ناممڪن دي.
او بل داسې غریبان څو الله تعالی خپل هغه بندګان چې شتمن دي، امتحان ڪړي.
لنډه دا چې د لته خبره د خیر او شر ده چې موږ په هغه نه یو خبر، ڪومه شتمنې زموږ په خیر ده او ڪومه زموږ په شر... یو ڪس شپه او ورځ د پیسو ګټلو په لټه ڪې وي خو بیا هم د هرڅومره زحمت او ستونزو سره پایله منفي وي، ولې؟ دلته دوې خبري دي، یا به د پیسو ګټلو لپاره دوڪه او فریب ڪوي او یا دا چې دغه پیسې د ده په خیر نه دي، ممڪن اللهﷻ نه غواړي چې ده ته زیان ورسیږي... ناعلاج ناروغي، موټر ټڪر، د غلو سره مخ ڪیدل، تڪبر، ظلم، ناروا عمل، د مظلوم حق خوړل او... هغه څه چې د ده په خیر ندي.

زه ګایي وخت د سرو او سپین زرو په اړه بحث ڪوم، ممڪن ډیری هغو ملګرو ته دا فڪر ورځي چې پیسې یا زر نلرم، ځان ورته ضعیف او ناتوانه ښڪاري او نور په سلګونه فڪرونه...
اول دا چې داسې فڪر راتلل د منفي انرژۍ سره تړاو لري چې شیطان همداسې ضعیف خلک هدف ګرځوي او په دې ډول د هغه شخص ذهن په ډیر اسانۍ د شیطان تر ڪنټرول لاندې راځي... دا ډول فڪر ڪول په پټه ناشڪرۍ ڪې هم راځي.
څه چې لري؛ په هماغه څه باندې قناعت ڪوه او د اللهﷻ شڪر وایه، د الله نعمتونه ډیر دي او هیڅ ڪمی نلري.
ممڪن اللهﷻ ستا لپاره هغه څه خوښ ڪړې وي چې ستا په خیر وي، ته خپل ڪوښښ او هڅه ڪوه، الله مهربانه ذات دی، ته مستقیم واوسه هغه څه چې ما پورته ذڪر ڪړل... رزق په تا پسې ګرځي، ځان دومره مه ستړی ڪوه چې هرڅه هیر ڪړې او په دنیا پسې لالهانده وګرځي.

لنډه دا چې ته غواړي روزي، فرصتونه، نعمتونه او برڪتونه ستا ژوند ته راشي، نو اول باید خپل فڪر، نیت او زړه سم ڪړې.
ڪله چې درونې بدلون وشي، بیرونې بدلون خپله ورپسې راځي.
👍8😍4🥰3😘3
د حج او اوقافو وزارت:

‏د حنفي فقهې مطابق د کابل ښار، ناحیو او شاوخوا سیمو لپاره د روژه ماتي او پیشلمي وختونه:
😘8😍5👍3🥰3
📱 د آنلاین مرکز اپلیکیشن په اړه بشپړ

آنلاین مرکز یو تعلیمي، تخنیکي او معلوماتي اپلیکیشن دی چې د زده کړې، مهارت لوړولو او تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره جوړ شوی دی. دا اپلیکیشن د ځوانانو، زده کوونکو او ټکنالوژۍ مینه والو لپاره اسانه او کاروونکي-دوستانه چاپېریال برابروي.
په آنلاین مرکز کې تاسو کولای شئ د اپلیکیشن جوړولو عملي او ویډیويي زده کړې ترلاسه کړئ، تخنیکي لارښودونه وګورئ، او هره ورځ نوي معلومات او اپډیټونه ولولئ. همدارنګه د مسدوده شمېرو خلاصولو په اړه رسمي لارښوونې او تازه ریفورټونه هم شتون لري.
اپلیکیشن د لایک او کمنټ سیستم لري چې کاروونکي کولای شي خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي. د AI لپاره د عکس جوړولو مسلکي فرومیتونه (Prompts) هم پکې شامل دي. سربېره پر دې، رسمي ویب‌سایټ ته مستقیم لاسرسی او د ټولو رسمي چینلونو لینکونه (فیسبوک، ټیلیګرام او نور) هم موجود دي.
په آنلاین مرکز کې مکمل او مستند اسلامي معلومات، قرآني او حدیثي لارښوونې هم نشرېږي، ترڅو اسلامي پوهاوی زیات شي.
🎯 زموږ هدف د ځوانانو روزنه، د تخنیکي مهارتونو لوړول، اسلامي پوهاوی زیاتول او په ټولنه کې مثبت بدلون راوستل دي.
😘8😍7👍4🥰3
آنلاین مرکز.apk
26.2 MB
📱 واټساپ شمېره:
+93703582589

📲 ټیلیګرام آيډي:
@Ezatullah47543

📧 برېښنالیک (Email):

Ezatullaherfan631@gmail.com
😘10😍5🥰3👍1
ټکنالوژي د علمي پوهې، تخنیکي مهارتونو او عملي وسایلو مجموعه ده چې انسان یې د ستونزو د حل، د کارونو د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره کاروي. په بل عبارت، ټکنالوژي هغه تطبیقي علم دی چې نظري پوهه په عملي سیستمونو او وسایلو بدلوي .
د چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
👍7🥰7😍5😘4💔1
ټکنالوژي د علمي پوهې، تخنیکي مهارتونو او عملي وسایلو مجموعه ده چې انسان یې د ستونزو د حل، د کارونو د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره کاروي. په بل عبارت، ټکنالوژي هغه تطبیقي علم دی چې نظري پوهه په عملي سیستمونو او وسایلو بدلوي .
د چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
😍6😘4🥰3👍2
ټایني واو (TinyWow): د انټرنېټ سوېس آرمي چاقو او ستاسو د هرې ستونزې حل
تصور وکړئ چې تاسو غواړئ یوه PDF فایل Word ته واړوئ، د کوم انځور شالید (Background) لرې کړئ، یا یوه ویډیو GIF ته تبدیل کړئ—او دا ټول کارونه په یو ځای، په بشپړه توګه وړیا او د حساب جوړولو پرته ترسره کړئ. TinyWow همداسې یو جادويي پلیټفارم دی چې د انټرنېټ د «سوېس آرمي چاقو» نوم ورته ورکول شوی دی. دا ویب‌سایټ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د سلګونو کوچنیو خو پیاوړو وسیلو مجموعه ده، چې هغه کارونه په څو دقیقو کې ترسره کوي کومو ته چې پخوا درانه سافټویرونه نصبولو ته اړتیا وه.
د ټایني واو تر ټولو لویه ځانګړنه د هغې سادګي او پراخ تنوع ده. دلته تاسو پنځه لویې برخې موندلی شئ: PDF، انځور (Image)، ویډیو، لیکنه (Writing) او فایل وسایل. که ستاسو PDF فایل پاسورډ ولري، دا یې په څو ثانیو کې لرې کولی شي. که تاسو غواړئ له کوم انځور څخه غیر ضروري شیان حذف کړئ، د دې AI انځور پاکوونکی ډېر په زړه پورې نتیجه درکوي. تر دې هم زیات، دا وسیله کولی شي ستاسو لپاره مضمونونه ولیکي، د فېسبوک پوسټونه تیار کړي او حتی ستاسو د یوټیوب ویډیو لپاره غوره سرلیکونه وړاندیز کړي.
د دې ټو
😘7🥰5👍3😍2
که تاسو ته د دفتر یا پوهنتون لپاره پریزنټیشن جوړول وي، تر ټولو سخت کار د سلایډونو ډیزاین فکر کول او په هر مخ کې د معلوماتو تنظیمول وي. د دې پر ځای چې ساعتونه په پاورپواینټ کې وخت ضایع کړئ، که داسې جادو وي چې یوازې د یوې جملې په لیکلو سره ټوله پریزنټیشن درته چمتو کړي، نو څنګه به وي؟ Tome په نوم دا د AI وسیله همداسې جادو کوي او ستاسو د سټوري ټیلنګ او پریزنټیشن جوړولو طریقه د تل لپاره بدلوي.
ټوم (Tome) یو عصري پلاتفورم دی چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره یوازې د یوې "پرامپټ" یا جملې پر بنسټ بشپړه پریزنټیشن، پچ ډیک یا سیلز راپور جوړوي. د دې ځانګړنه دا ده چې نه یوازې متن لیکي، بلکې اړوند او لوړ کیفیت لرونکي انځورونه هم په اتومات ډول تولیدوي او هر سلایډ ته یې ځای پر ځای کوي. ډیزاین یې دومره عصري او ښکلی وي چې هر لیدونکی حیران کړي.
د دې ټول بله ځانګړې ګټه دا ده چې ډاینمیک دی. د دودیز پاورپواینټ په څېر ستړی کوونکی نه دی، بلکې تاسو کولی شئ په کې ژوندی وېب کانټنټ، درې بعدي ماډلونه او ویډیوګانې په ډېرې اسانتیا سره شاملې کړئ. که د کوم سلایډ کومه برخه مو خوښه نه شي، کولی شئ AI ته بیا امر وکړئ چې هغه بدله کړي یا یې ټون لا
👍11🥰9😍4😘1
Audio
واخله پنجابه
خوندوره چیلنجي ډیکلومه
وعدې سره سم یې واخلی
☝️حتما یې واوری ملګرو ☝️
کسر
ازاد زمری یم غلامانو ته جواب وایمه
ددین اسلام دا کلمه به پنجاب وایمه


❗️تر پنجابه یې رسول په تاسو

اواز :- زینت الله حیدري
ڪلام:- زینت الله حیدري
🥰12👍5😍2😘2
اوس تاسو کولای شئ چې د کمپیوټر ساینس په ربات کې د PixelLab مکمله زده کړه په ډېر اسانه او عملي ډول ترلاسه کړئ!
که تاسو غواړئ چې مسلکي ډیزاینر جوړ شئ، خپل پوسټرونه، بینرونه، یوټیوب تامبنیلونه، لوګوګانې او سوشل میډیا ډیزاینونه جوړ کړئ، نو دا ستاسو لپاره یو زرین فرصت دی. زموږ د کمپیوټر ساینس ربات له لارې به تاسو:
له صفر څخه تر مسلکي کچې پورې PixelLab زده کړئ
د متن ډیزاین، 3D افکتونه، سیوري (Shadow) او سټایلونه زده کړئ
د تصویرونو ایډیټ کول، بکګرونډ بدلول او PNG جوړول زده کړئ
د اسلامي، تجارتي او شخصي ډیزاینونو عملي مثالونه ترلاسه کړئ
چمتو پروژې او تمرینونه ترسره کړئ
دا زده کړه مرحله په مرحله ترتیب شوې ده، ترڅو هر څوک—even که نوی هم وي—وکړای شي په اسانه توګه یې زده کړي.
نو نور انتظار مه کوئ! همدا اوس د کمپیوټر ساینس ربات ته داخل شئ، خپل مهارتونه لوړ کړئ او د ډیزاین نړۍ ته مسلکي قدم کېږدئ. 🚀
@computerscience010bot
😍8👍6😘5🥰4
Follow the پښتو ټکنالوژي channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Vb7ztVx5kg74x9HPGF0H
🥰5👍4😍4😘2