1_اقتصادي خپلواکي...!💰
اقتصاد د هر ملت د ملا تیر دی. بېاقتصاده ملت لکه بېسده کور. زموږ ستونزه دا ده چې اقتصاد مو یوازې د مالیاتو، ګمرکاتو او زکاتونو په نوم خلاصه کړی دی.
په حقیقت کې د نړۍ ستر اقتصادونه د همدې مالي بازارونو (Trading Markets) او پانګونې پر بنسټ ولاړ دي. تر ټولو غټه سرمایه د نړۍ د ټریډینګ مارکیټونو کې ده او همدا ځای دی چې د نړۍ مرکزي بانکونه پانګونه کوي او خپل اقتصاد پیاوړی ساتي.
باید له هغو کسانو څخه استفاده وشي چې واقعاً په ټریډینګ او مالي بازارونو کې تجربه، پوهه او مهارت لري.
مرکزي بانک او نور مالي بنسټونه باید پیاوړي ټریډران او اقتصادي پوهان له ځان سره ولري، نه یوازې تش اداري کارکوونکي او معاش خواره...!
که موږ نړیوالو مالي بازارونو ته ور ودانګلو، کولی شو خپله پانګه څو چنده کړو او د هیواد اقتصاد ته د تلپاتې ځواک بنسټ کېږدو.
بدبختانه زموږ په ټولنه کې داسې کسان شته چې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو لوی مالي نوښتونه (لکه کریپټو، سټاک، کمیډیتي، فارکس او بلاکچین) د ناسمو معلوماتو له کبله یوازې په یوه جمله کې پرېکړي: "حرام دی ځکه فزیکي شتون نه لري"، په داسې حال کې چې همدا بلاکچین سیسټم د نړۍ ډېری بانکونه کاروي. دا زموږ د فکري وروسته پاتېوالي ښکاره ثبوت دی.

😍7👍4🥰3😘3💔1
2__د ټکنالوژۍ خپلواکي...!💻
نن ورځ جګړه یوازې په میدان کې نه ده، بلکې په سایبري فضا کې هم روانه ده. هغه ملتونه چې د ټکنالوژۍ څښتنان وي، نړۍ یې پر وړاندې بې وسه ده.
موږ داسې ځوانان لرو چې د هکینګ وړتیا لري، خو د ناوړه نوم، بېقدره کولو او فشار له کبله استعدادونه یې زنګ وهي.
حکومت باید د دوی د روزنې، تجهیز او پراختیا لپاره ځانګړي انسټیټیوټونه، او عملي ځایونه جوړ کړي.
باید د سایبري پوځ جوړولو لپاره زمینه مساعده شي چې زموږ ملي بانکونه، دولتي ادارې، تعلیمي سیستم او حتی پوځ د نړیوالو سایبري بریدونو پر وړاندې خوندي کړي.
تر دې هم مهمه دا ده چې موږ د نوي تکنالوژۍ جوړوونکي شو، نه یوازې مصرفوونکي. که موږ خپله مصنوعي ځیرکتیا (AI)، خپل Operating Systems او خپل ملي انټرنېټي سرورونه جوړ کړو، بیا به هیڅ ځواک زموږ د معلوماتي امنیت دروازه ونه شي ماتوولی...

😘7👍4😍4🥰2💯1
3__ د نظامي خپلواکۍ پیاوړتیا...! ⚔️
هیڅ ملت تر هغو نه شي سرلوړی کېدای ترڅو د خپلو خلکو او خاورو د دفاع وړتیا ونه لري. که اقتصاد د ملت ملا تیر وي، نو پوځ یې د زړه وینه ده.
موږ د ساینس پوهانو، انجینرانو او زدهکړیالانو زښته استعدادونه لرو.
که د هغوی لاسونه خلاص شي، په اټومي پروژو، راکټي سیسټمونو، هایدروجن انرژۍ او دفاعي ټکنالوژۍ کې کار کول د هغوی لپاره ستونزمن نه دي.
نړۍ موږ ته په سپکه ځکه ګوري چې موږ د خپلو استعدادونو لپاره دروازې تړلې دي.
که موږ دفاعي ټکنالوژۍ کې خپلواک شو، د هېڅ بهرني ځواک د ګواښ پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.
دا خبره باید ومنو چې یوازې ټوپک، بوشکه او ټانک کافي نه دي. د راتلونکي جګړې ځواک په ډرون ټکنالوژۍ، لیزري وسلو، راکټي سیسټمونو او سایبري پوځ کې دی.
که موږ خپل ځوانان په دې برخه کې روز کړو، نو نه یوازې به خپل وطن وساتو، بلکې د نړۍ په دفاعي ډګر کې به زموږ نوم د ویاړ سره اخیستل کېږي.
نوټ...!
زه په خدای قسم اخلم چې موږ دا ټول استعدادونه لرو، خو د قدر او زمینه ورکولو اړتیا ده.
هر څوک چې وایي دا امکان نه لري هغوی زموږ د ملت دښمنان دي.
موږ که د اقتصاد، ټکنالوژۍ او نظامي ځواک په درې ستنو ملت ودان کړو، هېڅ ځواک به زموږ پر وړاندې ونه درېږي...!
که لیکنه دي مکمل لوستي وي د کاپي او شیر اجازه شته...
@computerscience010
@computerscience010bot

🥰11😍7👍3😘1
computer-science.pdf
271 KB
😘9👍7🥰2😍1
Forwarded from اپلیکیشن جوړول 24🎖 (Ezatullah Erfan)
YouTube
چگونه یک ربات کامل تلګرام بسازیم
در این ویدیو بهصورت کامل و قدمبهقدم یاد میگیرید که چگونه از صفر تا صد یک ربات تلگرام بسازید. از ساخت ربات با BotFather و دریافت توکن، تا اتصال ربات به کُد، ایجاد دستورات (Commands)، پاسخ خودکار، مدیریت پیامها و تست نهایی ربات—تمام مراحل به زبان ساده…
😘7👍6🥰5😍4
ګرانو وروڼو او خویندو!
نن شپه ډېره مبارکه او د ارزښت وړ ده، هڅه وکړئ چې دا شپه د الله تعالی په عبادت کې تېره کړئ، دا د توبې او دعا تر ټولو ښه فرصت دی.
د عاجز بنده لپاره هم دعا وکړئ، ستاسو دعاوو ته محتاج یم، زه به هم د دې ګروپ د ټولو دوستانو لپاره دعا کوم.
الله تعالی دې ټولو ته د عبادت او رښتینې توبې (توبه نصوح) توفیق ور وبخښي.

🥰12😘8👍7😍2
جامعه اسلامیه حمادیه يو ګټور اپليکشن معرفي کړی چې د ميراث مسئلې په ډېره ساده او منظم ډول حلوي. دا اپليکشن په پښتو، فارسي، عربي او انګليسي ژبو کار کوي او د وفات شوي کس د وارثانو شرعي حصې په اسانۍ سره معلوموي. همدارنګه که څوک د ميراث دقيق مالي حساب غواړي، اپليکشن هغه هم په واضح ډول ښيي.
هيله:
مهرباني وکړئ دا اپليکشن نصب کړئ او نورو ته يې هم ور وپېژنئ، څو زيات خلک ترې ګټه واخلي.
يادونه:
کله چې اپليکشن خلاص کړئ، يوازې د وفات شوي کس خپلوان وټاکئ او د هر يوه تعداد مشخص کړئ؛ نتيجه به سمدستي ستاسو مخې ته ښکاره شي.
دا اپليکشن هېڅ ډول اعلانونه نه لري او د تجارتي ګټې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د صدقه جاريه په نيت او د خلکو د اسانتيا لپاره وړاندې شوی دی.
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.Jamiaislamia.hammadia&pcampaignid=web_share

👍10🥰2😍2😘2💔1
د جيفري اپسټين په نوم يوه يهودي درې مېلیونه په تعداد کې ويډيوګانې، انځورونه او نور معلومات إفشأ کړي.
په يادو معلوماتو کې د غـ،رب مشرانو او لوړپوړو چارواکو هغه اسناد نشر شوي چې إنسانيت ترې شرمېږي. دا هغه خلک وو چې د إنسانيت او بشريت دعوه يې کوله.
دوی په هېڅ شي برېک ندی نیولی، هره بد اخلاقي يې ترسره کړې ده. چې اوس يې رسنيو کې معلومات لاس په لاس کېږي.
په نړۍ دغسې بداخلاقه او وحشیان حاکمان دي.

😍8😘5😭3👍2🥰2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
زموږ له غرب څخه نفرت یوازی سیاسی نه دی
بلکی حقوقی اخلاقی او هغه ټولنیز ژوند وحشتونه ربړوني ظلمونه ناوړه تجارتونه جنسیت پرستی ده چی موږ تل په نفرت کی ژوندی ساتی
دا ایپټسن فایل هغه صحنی دی چی د نړی لوی کافر ټرمپ او د دا خبیث په څیر نوری هغه توری ناوړه څهری چی له ٣ کلن ماشوم څخه نیولی بیا تر ١٠ کلن ماشومان سره په زور جنسی ځورونې ترسره کړی
تاسی یو ځل حتمی وګوری په رب قسم چی سړی له شرمه لیدلی نسی دی پلیت او مردار غرب هغه ناوړه کړني ترسره کړی چی تصور کول یی هم ګران دی
نن دوی موږ ته د بشر حقوق راښوی په اصل کی دوی د بشریت سره هغه ناوړه عملونه تر سره کړی چی په تصور کولو سره بشریت شرمیږی همدا د غربي تمدن اصلي څهره وه!!!
د پيټر سينګر، ريچارډ ډاوکنز، جيمز ريچلز په ليکنو کې مې دا خبره ډېره مخې ته راتله چې ويل به يې انسان لۀ حيوان او حتی لۀ بکټريا څخه هم کوم بهتر والی نلري او د انسانانو د «نسلي اصلاح» په اړه مې د دوی وړاندیزونه ډېر ليدلي
او پوه شوم چې کله انسان لۀ ټاکل شويو الهي اخلاقو لرې شي نو علم، فلسفه او ازادي(!) ټول د ظلم وسيلې ګرځي او کمزوری انسان بېارزښته کېږي.
د غرب مزدوران او د دوی څخه متاثره چیری دی نن.

😍10😘6👍3💔3🥰2💯1
د اپستین موضوع څخه مونږ دا درس واخیست چې کله انسان د الله تعالی له لورې رالیږل شوي قانون څخه اِعراض وکړي او د دې قانون اصولو سره سم خپل ژوند تېر نکړي
نو شيطان او خپله د انسان شهوت بیا دا کس داسې غیر اخلاقي کړنو ته راکاږي او د داسې کارونو مرتکب کوي یې چې انسان خو لا څه ځکه چې انسان خو الله تعالی اشرف المخلوقات پيدا کړې بلکې یو وحشي حيوان څخه هم د داسې کړنو د صادريدلو تصور نه کیږي نو همدا اسلامي قانون دې چې د انسان شهوتونه نه پريږدي چې د انسان په عقل غالب شي
الله تعالی دې موږ له خپل الهي قانون څخه نه چپ کوي
الحمدلله علی نعمة الاسلام

🥰10👍6😍2💔2😘2
د کابل ښاروالي پرېکړه !
هر چا چې په سړک اضافي څیزونه وغورځول او د پاکوالي خیال یې ونکړ هغه کس د نیول کېدو په صورت کې باید یوه ورځ د ښاروالۍ کارکونکو سره کار وکړي .
چې پته ورته ولګېږي سېر نه څو پخیېږي .

😍11👍8😘6🥰5🤩5👎1
په ۲۰۲۶ کال کې داسې یو اپلیکیشن جوړ شو چې ستاسو د پوره ژوند معلومات اخلي او ستاسو یو ډیجیټل 'غبرګونی' (Digital Twin) جوړوي. دا مجازي انسان ستاسو په څېر فکر کوي، خبرې کوي او حتی ستاسو په غیر شتون کې ستاسو ایمیلونه ځوابوي. دا په ټیکنالوژۍ کې د "مصنوعي شعور" یو خورا نوی او وېروونکی ریکارډ دی چې په ۲۰۲۶ کال کې پیل شو. ډېر خلک اوس خپل ډیجیټل غبرګونی لري ترڅو د هغوی کارونه په سرعت سره ترسره کړي. دا ثابتوي چې په راتلونکي کې به د حقیقي او مجازي انسان ترمنځ کرښه بیخي له منځه لاړ شي. دا د ۲۰۲۶ کال یو له خورا جنجالي موضوعګانو څخه ګڼل کیږي.
😍9👍6🥰5😘3🔥2👎1
انټرنیټ او زموږ حالت
د انټرنيټ په دې زمانه کي ما ته د يوه حکيم او هوښيار کس وصيت ډېر خوند راکړ، چي خپل زوى ته يې کاوه او ښه خبره دا ده چي د سروزرو په اوبو وليکل سي، په دې وصيت کي نوموړى وايي:
اې زويه!
ګوګل، فېسبوک، ټويټر، وټساپ او د ټولنيزو رسنيو ټول پروګرامونه يو ژور درياب دئ چي په دې کي د لويو خلکو اخلاق خراب سوي دي...
په دې کي عقلونه له منځه تللي دي...
په دوى کي ځوانان هم سته ...
په دوى کي زاړه هم سته ...
او د دې څپو د پيغلو حياء له منځه وړې ده ...
او په دې کي ډېر نور خلک تباه سوي دي ...
نو په دې برخه کي د ډېر توغل او ځان مصروفولو څخه ځان وساته او په دې کي د خورما د درختي په څېر اوسه چي يوازي د ښو پاڼو لپاره درېږي چي اول ځان ته ګټه ورسوي او بيا نورو ته.
اې زويه!
د مچ په څېر مه کېږه چي پر هر شي درېږي؛ که ښه وي که بد، نو په ناخبرتيا کي مرضونه نقلوي...

😘8👍6🥰6😍4💔3
اې زويه!
بېشکه انټرنيټ لوى بازار دئ او په دې کي هيڅوک خپل سامان وړيا نه وړاندي کوي...
بلکي هر کس په مقابل کي څه غواړي...
ځيني کسان د خپل سامان په مقابل د خلکو اخلاقو فاسدوي...
ځيني کسان خلکو ته ناولي فکرونه انتقالوي...
ځيني يې د شهرت غوښتونکي وي...
ځيني يې اصلاح کوونکي وي ...
نو هيڅ شى مه رانيسه تر څو ښه شى پيدا نه کړې...
اې زويه!
لینکونه مه خلاصوه، ځکه ځیني يې لوی دام، لوی شر، سپکاوی او هلاکت وي...
اې زويه!
د آوازو او خرافاتو د نشرولو څخه ډډه وکړه، په خاص ډول د ناروا شیانو د کاپي کولو او نشرولو څخه...
په دې ځان پوه کړه، چي همدا شی ستا د سره د بدیو او نېکیو تجارت کوي....
نو خپل سامان تر وړاندي کېدو مخکي اختیار کړه، ځکه مشتري ته څوک مشوره نه ورکوي.
اې زويه!
مخکي تر دې چي یو شی نشر کړې، یا يې شریک کړې، یا تبصره ورباندي وکړې، ښه فکر وکړه چي دا کار الله پاک راضي کوي او که يې په قهر کوي.
اې زويه!
د هغه چا پر ملګرتیا باور مه کوه چي تا په خپلو سترګو لیدلی نه وي...
پر خلکو باندي د هغوی د لیکني له مخي فیصله مه کوه...
ځکه هغوی ناآشنا خلک دي...
شکلونه يې اصلي نه دي...
اخلاق يې مبهم دي...
خبري يې ښایستي دي...
مخان يې پټ دي او په ښکاره درواغ وايي.
ډېر داسي کسان سته چي ځان به دین ته منسوبوي خو تر ټولو ناپوه به وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان به ښایسته ګڼي مګر هغه تر ټولو بدرنګ وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان سخي ښيي مګر تر ټولو بخیل وي!!!
ډېر داسي خلک سته چي ځان شجاع ګڼي مګر ټولو بې زړه وي!!!
یوازي هغه کسان چي پاک رحم ورباندي کړی وي او ساتلي يې وي، نو په هغو کسانو کي ځان راوله چي الله تعالی رحم ورباندي کړی وي.
اې زويه!
د مستعارو نومونو څخه ډډه وکړه، ځکه دا ډول خلک پر خپلو ځانو باندي هم باور نه لري، نو پر هغه چا هیڅ باور مه کوه چي پر خپل ځان باور نه لري.
په خپله هم د مستعار نوم د کارولو څخه ډډه وکړه، ځکه الله تعالی په پټو او ښکاره ټولو خبر دئ.
اې زويه!
چا چي خوږ کړې ته هغه مه خوږوه، ځکه ته د خپل ځان استازیتوب کوې او هغه د خپل ځان استازیتوب کوي، ته خپل اخلاق ښيې، د هغه اخلاق نه ښيې، ځکه هر لوښی هغه څه څڅوي چي پکښي وي.
اې زويه!
کوم څه چي لیکې هغه ښه وګوره، ځکه کوم چي ته لیکې هغه ملائکي هم لیکي او الله تعالی تر ټولو لوړ دئ هغه مو څاري او حساب درسره کوي.
اې زويه!
تر ټولو خطرناک شی چي زه يې بېره لرم چي ته پکښي غرق نه سې، هغه د انټرنیټ په دې وېروونکي دریاب کي د حرامو لیدل دي، د ګناه او بې لارۍ ویډیوګاني دي...
که چیری ته د دغه ناروا شیانو څخه تېر سوې، نو د دغه انټرنیټ څخه د خپل ځان او ټولني د خدمت لپاره کار واخله او د دین په نشرولو کي کوښښ وکړه...
او که چیري ته د ناروا او حرامو شیانو په خټو کي بند پاته سوې، نو د انټرنيټ د نړۍ څخه داسي وتښته لکه څنګه چي د وحشي او څيرونکي حیوان څخه تښتې...
ځکه سبا ورځ به ستا ځای دوږخ وي او ستا سره دعوی کوونکی به ستا بادار او پالونکی ذات وي.
اې زويه!
د شیطان د راتګ مهمي دروازې غفلت او شهوت دئ او دا دواړه د انټرنیټ ستني دي...
په دې هم ځان پوه کړه چي دا شی ستا د غفلت لپاره نه دئ جوړ سوی، بلکي ستا د خدمت لپاره جوړ سوی دئ، نو ته يې وکاروه، داسي نه چي انټرنیټ تا وکاروې...
په انټرنیټ ځان جوړ کړه، داسي نه چي هغه دي ونړوي...
انټرنیټ د ځان لپاره دلیل او حجت وګرځوه، داسي نه چي هغه پر تا باندي حجت او دلیل سي.
د الله عزوجل څخه د هدایت او توفیق غوښتنه کوو...
هیله! تر نورو وروڼو يې ورسوئ چي فائده يې عامه سي...
ژباړه: شبیر أحمد
مأخذ: له عربي سرچینو څخه
۲۳ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق
زموږ نشرات د وټساپ او ټيليګرام له لاري هم تعقيبولاى سئ:
د وټساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Vb2PDZT9xVJmqQJtmR0w
ټيليګرام چينل:
https://t.me/jamiaislamiaashrafiakandahar
https://t.me/computerscience010

Telegram
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زدهکړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه

👍8🥰7😘4😍2
د جذب قانون وايي: هر هغه څه چې ته ورباندې فڪر ڪوې، هماغه ځان ته جذبوې.
فرق نه ڪوي چې مثبت فڪر ڪوې او ڪه منفي...⚠⚠
د جذب قانون تل او هر ځای په ڪار ڪې وي؛ مهمه نه ده چې ته د څه په اړه فڪر ڪوې.
ڪه ته د بې پیسه توب او د ڪار نشتوالي په اړه فڪر ڪوې، نو بې پیسه توب او بیڪاري ځان ته راجذبوې.
ڪه د ناوړې اړیڪې په اړه فڪر ڪوې، نو په خپل ژوند ڪې خرابې اړیڪې راجذبوې او ڪه ته وایې چې هلڪ او انجلۍ ښه نه دي، نو ڪائنات یعنې ذهن دې همدا ډول شرایط ستا ژوند ته راولي.
خو ڪه ته همیش مثبت فڪره واوسئ او د ښو شیانو په اړه فڪر ڪوې، نو هماغه مثبت شیان به ستا ژوند ته ډیر داخل شي.
د دې لپاره چې خپلې هیلې او موخې راجذب ڪړې، باید خپل افڪار، احساسات او ذهن تر خپل ڪنټرول لاندې راولې، ځڪه چې په ډیری وختونو ڪې فڪرونه منفي وي او د ذهن ڪنټرولول اسانه ڪار نه دی.
ڪه دې دا توان درلود چې خپل ذهن او احساسات ڪنټرول ڪړې، نو خپلې هیلې او اهداف به ځان ته جذب ڪړې.
خو ڪه دې خپل فڪرونه ڪنټرول نه ڪړه او په خپل اختیار ڪې یې وانخلې، نو د ژوند حالت به دې همداسې وروسته پاتې او هیڅ پرمختګ به ونه ڪړې.
د ذهن او افڪارو د ڪنټرول تر ټولو غوره لار تمرین ڪول دي...🫵
تمرین یعنې د ذهن روزنه...🧠

👍10😍5😘5🥰3💔1
ICT_AZ
Daily ICT market analysis from A to Z
Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks
Educational content • No signals
https://t.me/ict_az

😘4
💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
ICT_AZ Daily ICT market analysis from A to Z Smart Money Concepts | Liquidity | Order Blocks Educational content • No signals https://t.me/ict_az
که غواړی د ترید په اړه مو معلومات زیاد شي او د ICT تحلیلونه وګورئ نو دې چینل کې راسره یو ځای شی
👇
https://t.me/ict_az
👇
https://t.me/ict_az
😍7😘6🥰5👍3
Forwarded from 𝑴, 63 𝒀, 𝑶🕊🤍
ایا ڪله دې فڪر ڪړی چې ولې د ځینو خلکو رزق یا روزي حتی په تر ټولو سختو شرایطو ڪې هم جاري وي؟!
جواب یې په یوه خبره ڪې دی...
رزق یا روزي، مخڪې له دې چې له اسمانه راڪښته شي، ستا له درون څخه تیرېږي!
ڪله چې ستا درون ډڪ وي: له حسد، ځان له نورو سره پرتله ڪول او ناامیدي...
نو هغه وخت رزق ځای نه شي پڪښې نیولی.
خو ڪله چې خپل درون ډڪ ڪړې له: قناعت، د شڪر احساس او د ڪار انرژي نو هماغه وخت، لڪه اهنربا، ځان ته نعمتونه او برڪتونه راجذبوې!
دا زده ڪړه چې د بیرونې ڪنټرول پر ځای، خپل درون مدیریت ڪړې… رزق خپله لاره خپله پیدا ڪوي او راځي.
ڪوم څه هغه دروازې بندوي؟
منفي فڪرونه لڪه: زه یې وړ نه یم، زه یې نشم ڪولای، پخواني خپګانونه، په ځانګړي ډول د والدینو په وړاندي، د بریا څخه ویره او په دوامداره توګه ځان له نورو سره پرتله ڪول.
پاڪول یعنې څه؟!
بخښنه ڪول، ترڅو زړه سپڪ شي.
هغه فڪرونه او باورونه له خپل ذهنه ایستل چې د پرمختګ مخه دې نیسي، یعنې تل مثبت فڪر باید وشئ.
هره ورځ دا جملې ویل: زه چمتو یم چې حلال او له برڪت رزق زما ژوند ته راشي.
زه د غوره نعمتونو مستحق یم.
دا مه هیره وه:
مخڪې له دې چې روزي یا رزق ستا ژوند ته راشي، باید له درون څخه دې ورته ځای خلاص ڪړی وي.
راځئ چې نور څه ولولو...📄
ممڪن یو ڪس ته دا پوښتنه پیدا شي چې ڪوم خلک د حسد او ناامیدي څخه پاڪ وي او بیا هم غریب او روزي یې ډیره ڪمه وي؟! نو د دې پوښتنې په جواب ڪې ویلي شو چې ځینې داسې څه شته چې انسان په خپل خیر او شر نه وي خبر... ڪه یو څوڪ ډیرې پیسې ولري هغه شخص حتماً خپله ناروغ وي او یا د ڪور له فامیل څخه یو، یا همداسې نوري ستونزې چې ویل یې ناممڪن دي.
او بل داسې غریبان څو الله تعالی خپل هغه بندګان چې شتمن دي، امتحان ڪړي.
لنډه دا چې د لته خبره د خیر او شر ده چې موږ په هغه نه یو خبر، ڪومه شتمنې زموږ په خیر ده او ڪومه زموږ په شر...⚠⚠⚠ یو ڪس شپه او ورځ د پیسو ګټلو په لټه ڪې وي خو بیا هم د هرڅومره زحمت او ستونزو سره پایله منفي وي، ولې؟ دلته دوې خبري دي، یا به د پیسو ګټلو لپاره دوڪه او فریب ڪوي او یا دا چې دغه پیسې د ده په خیر نه دي، ممڪن اللهﷻ نه غواړي چې ده ته زیان ورسیږي... ناعلاج ناروغي، موټر ټڪر، د غلو سره مخ ڪیدل، تڪبر، ظلم، ناروا عمل، د مظلوم حق خوړل او... هغه څه چې د ده په خیر ندي.
زه ګایي وخت د سرو او سپین زرو په اړه بحث ڪوم، ممڪن ډیری هغو ملګرو ته دا فڪر ورځي چې پیسې یا زر نلرم، ځان ورته ضعیف او ناتوانه ښڪاري او نور په سلګونه فڪرونه...
اول دا چې داسې فڪر راتلل د منفي انرژۍ سره تړاو لري چې شیطان همداسې ضعیف خلک هدف ګرځوي او په دې ډول د هغه شخص ذهن په ډیر اسانۍ د شیطان تر ڪنټرول لاندې راځي... دا ډول فڪر ڪول په پټه ناشڪرۍ ڪې هم راځي.
څه چې لري؛ په هماغه څه باندې قناعت ڪوه او د اللهﷻ شڪر وایه، د الله نعمتونه ډیر دي او هیڅ ڪمی نلري.
ممڪن اللهﷻ ستا لپاره هغه څه خوښ ڪړې وي چې ستا په خیر وي، ته خپل ڪوښښ او هڅه ڪوه، الله مهربانه ذات دی، ته مستقیم واوسه هغه څه چې ما پورته ذڪر ڪړل... رزق په تا پسې ګرځي، ځان دومره مه ستړی ڪوه چې هرڅه هیر ڪړې او په دنیا پسې لالهانده وګرځي.
لنډه دا چې ته غواړي روزي، فرصتونه، نعمتونه او برڪتونه ستا ژوند ته راشي، نو اول باید خپل فڪر، نیت او زړه سم ڪړې.
ڪله چې درونې بدلون وشي، بیرونې بدلون خپله ورپسې راځي.

👍8😍4🥰3😘3