💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.55K subscribers
403 photos
263 videos
156 files
370 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
نن چې پوهنتون ته روانېدم خپل ساعت مې بدل کړ، کوم ساعت مې چې په لاس کړ هغه خراب و خو ښکلی او ډيزايني ساعت و، ما ويل راځه دا لږ ښه ښکاري.
د سړک څنګ ته د موټر لپاره ودرېدم، يو ځوان راغی او رانه وی پوښتل څو بجې دي؟
ما چې ساعت ته وکتل په ټپه ولاړ و، د سهار وخت و خو په ساعت کې دولس بجې وې، ژر مې موبېل وليد او هغه ته مې د وخت په اړه وويل.
جالبه دا وه چې تر دې وړاندې هيچا زه نه وم پوښتلی چې څو بجې دي!؟
خو نن مې چې خراب ساعت په لاس کړی و دا پېښه رامنځته شوه!!

خبره مې دا کوله؛ چې ځيني وخت موږ هسې د ځان سينګار او ډولي کولو ته خوشحالېږو، خو په حقيقت کې موږ هغسې نه وو، يانې زموږ مصنوعي ښکلا دا مانا نه ورکوي، چې خود کفا شولو او هر څوک به مو په ليدو زموږ د سټايل او ډول هيله وکړي. نا دا غلطه ده انسان بايد ساده واوسي، څه ډول چې تخليق شوی هماغه رقم بايد خپل ځان ومني او د دې هڅه ونه کړي چې خلک پخپل ظاهري شکل ځانته جذب کړي، (ځان ښکلی کړي، په کاليو، څپليو، ساعت...) ځکه د يوه سړي ښکلا په باطن کې نغښتې وي او باطني ښکلا د ده پر ټول کېرېير اغېز کوي.

ليکنه پخوانۍ ده.
https://www.facebook.com/share/1G7pwAFpQT/
😘7👍5🥰5😍5💔1
بالاخره مایکروسافټ یو زوړ او #خطرناک سیسټم (#RC4) له منځه یووړ.
​مایکروسافټ پرېکړه کړې چې د RC4 په نوم هغه کوډیز سیسټم (#Encryption Cipher) په بشپړ ډول بند کړي چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د #هکرانو لپاره تر ټولو اسانه لاره وه.
​RC4 څه و او ولې خطرناک و؟
​دا سیسټم په کال ۲۰۰۰ کې له #Windows Active Directory سره یوځای شو.
​هکرانو به د "#Kerberoasting" په نوم حملې له لارې د دې سیسټم له #کمزوریو ګټه اخیستله او د لویو کمپنیو او ادارو #پاسورډونه به یې په اسانۍ ماتول.
​دا سیسټم دومره کمزوری و چې هکرانو به په ډېر کم وخت کې د ادارې د "اصلي کلیو" کنټرول په لاس کې اخیست.
​اوس څه کېږي؟
۱. مایکروسافټ د نوي او قوي سیسټم (AES-SHA1) کارول جبري کړي دي، چې ماتول یې د RC4 په پرتله زرګونه ځله ډېر #وخت او #امکاناتو ته اړتیا لري.
۲. تر ۲۰۲۶ کال پورې به په ټولو وینډوز سرورونو کې RC4 په اتومات ډول بند شي.
۳. مایکروسافټ نوي اوزار (#Tools) وړاندې کړي چې د آی ټي مدیرانو سره مرسته کوي ترڅو هغه زاړه #سیسټمونه پیدا کړي چې لا هم په #خطرناک RC4 کار کوي.
👍5🥰4😍4😘2
دا نجلۍ«شرادا کاپرا» نومیږي، هندۍ ده او ۲۳ کاله عمر لري. دا د سافټویر یوه ډېره لایقه انجینره او متخصصه ده. څه موده وړاندې ورته د مایکروسافټ کمپنۍ د ۴۳ لکه هندي روپۍ وړاندیز وکړ چې موږ سره دنده پیل کړه او دا مبلغ معاش به درکوو؛ خو نوموړې هندۍ دا دنده او معاش رد کړل. دا چې نوموړې له خپل مسلک سره ډېره مینه لرله، ترڅنګ یې په ځان ډېر باور او وړتیا لرله، نو د Apna College«خپل کالج» په نوم یې یوټیوب کانال جوړ کړ چې په خورا کمه موده کې یې«7.33» میلیونه فالورز پیدا کړل چې اوس له هغه ۴۳ لکه هندي کلدارو د خپل کانال له ادرسه ډېرې پیسې ګټي. هدف دا دی چې په خپله خوښه مسلکونه وټاکئ، بیا په کې په پوره مینه او وړتیا سره کار وکړئ. ځان ورسوي. پیسې او دنیا به ستاسې پښو کې وي.
لاندې برخه کې يې بهترين کورسونه او د هغې يوټيوب چينل ليدلى شئ.
Data structure
Css
Javascript
Github
Java
Dsa course
Python
👍14😘4😍3🥰2
وَعَلَيْكُمْ السَّلَامِ وَرَحْمَةًاللهِ وَبَرَكاتُهُ

وروره ګرانه ستا پوښتنه ډېره ساده ښکاري خو وزن یې ډېر دروند دی ځکه دا د يوه انسان د ټول ژوند مسیر بدلولی شي نن ته يوازې د یو تصميم په درشل ولاړ یی خو سبا به همدا تصمیم ستا نوم ستا ځای ستا عزت او ستا ارام ټاکي ډېر ځوانان شته چې د نورو د خوښې لپاره یی ژوند تېر کړ خو په اخر کې یې ځان وبايله او ډېر لږ کسان شته چی د خپل زړه خبره یی و اورېده او هماغه یې نړۍ ته ځان وروپیژاند زده کړه هغه وخت ګټه کوی چی انسان یکی خپل ځان وویني که ته ریاضی فزیک کیمیا لولی او زړه دي ورسره نه وي نو دا داسې ده لکه څوک چی بل ته په زوره سندرې وايي نه خوند لري نه اثر خو که ته انګلیسي او کمپیوتر زده کوی نو دا هغه ژبه ده چی نن پرې نړۍ خبرې کوي دا هغه ځواک دی چی نن بی وسه انسان باوسه کوي ډېر کسان شته چی پوهنتون یی نه دی لوستی خو مهارت یی زده کړی او نن لسګونه کسان ورته کار کوي او ډېر کسان شته چې لوړی درجې لري خو خپل ژوند نه شي
😍6😘5👍4💔2🥰1💯1
Follow

ډېر کسان شته چی لوړی درجې لري خو خپل ژوند نه شي چلاولی پلار دی بد نه غواړي هغه يوازي هغه څه ویني چې ده ليدلي خو ته باید هغه څه ووینی چی ستا مخې ته دي زمانه بدله شوی لاری بدلی شوی بریا یوازی په یو دروازه نه راځي كانكور یوازې یو امتحان دی نه تقدير شخصي پوهنتون یوازی نوم دی نه ضمانت خارج ته تلل یوازی سفر دی نه کاميابي تجارت یوازی پیسی نه دي بلکي فکر دی اصل دا دی چی ته په څه کې ځان ژوندی احساسوي ځکه هغه کار چی انسان یکی ژوندی وي هغه یې ژوند بدلوي ته کولی شی د پلار خبره واورې د امتحان درناوی وکړی خو خپل اصل مسير له لاسه ورنه کړې احترام او اطاعت فرق لري اطاعت دا نه دی چی ځان قرباني کړي بلکي دا دی چې په عقل او ادب خپله خبره ورسولی که نن ته په شعور پرېکړه وکړی سبا به ستا همدا پرېکړه د نورو لپاره مثال شي دا دنيا د جرئت خلکو بدله کړي نه د مجبوريت انسانان چی د خپل زړه غږ ته غوږ نيسي هغوى کله هم نه ورکېږي نو مه وېرېږه فکر وکړه مشوره وکړه خو په اخر کې هغه لار ونیسه چی ته پکی خپل راتلونکی وینی نه د بل کس خوب ځکه هر انسان خپل امتحان لري او هر امتحان خپل سوال
🥰7😍6💔3👍2💯1😘1
ملګرتيا دې ته وايي:

د چین د جیانګسو ولایت یو ۱۸ کلن زده کوونکي وښودله چې رښتینې ملګرتیا څه معنا لري. 👌🏻

شيې شو درې کاله خپل نږدې ملګری ژانګ چي، چې د عضلو د کمزورۍ له ناروغۍ سره مخ و، هر ټولګي ته پر اوږه وړلو. له دهلېزونو، زینو، د غرمې د وقفې او بیا تر لیلیې پورې هغه خپل ملګری يوازې پرېنښود.

هغه دا کار د ستاینې لپاره نه کاوه؛ یوازې یې غوښتل چې ملګری یې د نورو خلکو په څېر د زده‌کړې مساوي فرصت ولري.
د دوی چوپې ژمنتیا میلیونونه خلک متاثره کړل او دا یې ثابته کړه چې ریښتوني اتلان اکثره عادي انسانان وي.
😘12🥰7👍4😍3
د عامه پوهاوي په موخه!

د WhatsApp خوندي ساتلو څو مهمې لارې چارې.

وټساپ زمونږ ستاسې په ورځني ژوند کې یو له مهمو برخو څخه دی چې خلک یې د اړیکو نیولو او ورځنیو ستونزو د حل او پیغامونو د انتقال لپاره کاروي خو دا وټساپ بیا د یوه شخص خصوصي حریم هم ګڼل کېږي او معلومات یې خورا اهمیت لري د همدې مهمو معلوماتو د ساتلو لپاره یو شمېر لارې چارې دي که غور پرې وشي تر ډېره بریده به مو خپل معلومات خوندي ساتلي وي.
اوس وخت کې په انټرنټي نړۍ کې هکران د ګوسټ پیرینګ Ghost pairing په نوم یوه طریقه کاروي او هڅه کوي ستاسې د وټساپ حسابونه غلا کړي دوی لومړی یو شخص په نښه کوي وروسته ورته د لنک په بڼه یو داسې پیغام لېږي چې نښه شوی کس اړ کړي څو پیغام ولولي، لکه ورته وايي، ستاسې شخصي انځور مې پیدا کړی یا یوه ویډیو ده خو ځان ته یې وګوره او ورته نور داسې موارد.
خو کله چې شخص د ورخطایئ یا تشویش له کبله لنک پرانیزي او په داسې حال کې چې د لنک بڼه هم اصلي بریښي خو په حقیقت کې د وټساپ د هک کېدو یوه دوکه وي او لنک ته په داخلېدو سره هکر ستاسې وټساپ له خپل کمپیوټر سره Linked Device کوي او په آسانۍ ستاسې حساب ته داخلېږي.
.
👍11🥰7😍4😘4
د #ترکی ځوان جالب کار د ټولې نړۍ مخ ځانته واړوو

#ناسا د ترکیې د #دنیزلي_ښار له یو سایبري امنیت څېړونکي #حسن_اسماعیل_ګلکایا (۲۸ کلن) څخه د مننې رسمي لیک واستاوه، ځکه هغه د ناسا په سیستمونو کې ۴ جدي امنیتي #نیمګړتیاوې وموندلې او مسؤلانه یې راپور کړې.

له دغو نیمګړتیاوو څخه یوه د #لوړپوړو_چارواکو د غونډو معلوماتو ته لاسرسی ورکوه، او درې نورې د مالي زیان خطر درلود. #ګلکایا دا ستونزې د ناسا د #Vulnerability_Disclosure_Program له لارې ثبت کړې، او ناسا یې تر ناوړه استفادې مخکې حل کړې.

ناسا په خپل لیک کې د هغه مسلکي چلند وستایه. ګلکایا وویل چې دا لیک یې د #مسلک لپاره مهم و او غواړي په دې برخه کې کار ته دوام ورکړي.

دا ډیر په لوړه کچه د #غلطیو نیول وه او ترکې ځوان هم په اخلاصمندانه ډول دا غلطۍ ناسا ته په ګوته کړل.
او دا د #بامسولیته او خپل مسلک ته د ژمن انسان رښتینی تصویر دي.

لو موږ چې داسې څه پیدا کړو نو کوشش کوو چې څنګه
یې معلومات غلا کړو یا څنګه سو استفاده ترې وکړو
خو مسلکیان بیا داسې نکوی
👍8🥰8😍3😘3👎1
فنلنډ د برېښنا په نړۍ کې یو لوی بدلون پیل کړی دی. هلته داسې نوی سیستم جوړېږي چې برېښنا به بې‌له پلګ او تارونو، د هوا له لارې لېږدوي. هغه څه چې پخوا د کیسو او خیال برخه وه، اوس په عملي ازموینو کې دي. دا ښيي چې کېدای شي په راتلونکي کې برېښنا بې‌له فزیکي نښلونکو وکارول شي.
له سل کلونو ډېر وخت راهیسې برېښنا په تارونو او شبکو ولاړه وه. خو د فنلنډ دا نوې لاره دا دود بدلوي. په دې سیستم کې ځانګړي برقي څپې کارول کېږي چې برېښنا په خوندي ډول له لېږونکي څخه تر اخیستونکي رسوي. دا یو نوی فکر دی چې ښايي د انرژۍ د وېش راتلونکی بدل کړي.

ښه ده چې فنلنډ د بې‌تاره برېښنا لري، خو پوښتنه دا ده:
ایا زموږ او ستاسو برېښنا به په دې سخت ژمي کې لږ تر لږه اته ساعته راشي؟
🥰7👍5😍5😘3🤔1💔1
ځوانانو!
اوس د دې وخت نه دی چې تاسې ټوله ورځ لګیا یاست، عاشقانه شعرونه لیکئ او نشروئ، غمجن غمجن پوستونه کوئ. خپل وخت او انرژي پر داسې شیانو مصرف کړئ چې هم تاسي ته ګټه ورسیږي، او هم د امت مسلمه ځوانانو ته ګټه ورسېږي. موږ او تاسې بېخي شاته پاتې یو. زموږ اکثره ځوانان دا استعداد نه لري، چي خپل تعرف یو خبریال یا ژورنالیست ته وکړي، چي زه څوک یم؟ دکوم ځای یم؟ او زما پیغام هیواد والو ته څه دی؟ موږ او تاسي د نبي علیه‌السلام د ژوند او کارنامو په اړه خبر نه یو، موږ او تاسي د خلافتونو په اړه هېڅ معلومات نه لرو، موږ او تاسي د مذاهبو په اړه معلومات نلرو،
ډېر د افسوس ځای دی چې ټول فلمونه او سریالونه مو یاد دي، خپل ټوله وخت فلمونو یا عبثو کارونو ته ورکوو، خو د خپل تاریخ په اړه هېڅ معلومات نه لرو، مطالعې ته وخت ورکړﺉ، کتابونه واخلی، ځانونه ته هدفونه وټاکی،خپل هدف لاس ته راوړﺉ، دامت مسلمه سترګۍ او هېلي هم تاسو ته دي.
👍11😘8🥰6😍4🔥1😭1
چینايي انجن اې آی کمپنۍ له ټرمېنیټر فلم نه په الهام تر انسانانو تېز تکواندو باز روباټ جوړ کړ.
د ټي -٨٠٠ په نوم دا روباټ ١،٧٣ متره قد، ٧٥ کلو وزن او فابریکو کې پر لپسې څلور ساعته په چټکۍ د پرزه جاتو بدلولو، نصبولو ظرفیت لري خو ٥ کیلو وزن هم جګولی شي.
یاد روباټ له مګنیزیم او المونیمو جوړ دی، ٢٩ زاویو کې حرکت کولی او حساس سنسرونه یې په بیړني ډول د شاوخوا شیانو د پیژندلو وړتیا لري.
👍7😍7💔5😘4🥰2
موږ او راتلوونکی
۱: مصنوعی ذکاوت(Artificial intelligence): د تصور خلاف مصنوعی ذکاوت(AI) خورا په چټکي په مخ روان دی، ډیر هغه وړتیاوي،ځانګرتیاوي او مهارتونه چې مخکې یوازې انسان درلودو، اوس یي مصنوعی ذکاوت لری لکه زده کړه، استدلال، درک، تصمیم نیونه او په طبعی ژبو پوهیدل. اوس تر انسان خورا په چټکي په مخ روان دی، خو اصلي او وروستی ارټیپیشل انټلیجنس تر اوسه لا په لابراتورونو کې دی.

هغه ته یوازې د ټکنالوژي د برخي کارپوهان او متخصصین لاس رسي لري ممکن ځینې یې بیخی هیڅکله عمومي نشي یا ممکن یوازي د یو څو هیوادونو د وګړو په لاس کي وي.
د ټکنالوژي د برخې متخصصین وایي چي ممکن تر ۹۰٪ چاري او انساني کارونه په راتلوونکو څو کلونو کې، مصنوعی ذکاوت تر انسان په ډیر ښه شکل او خورا په چټکي ترسره کړي مثلا ځیرک پخپله چلیدونکي موټر اوس تر هغه چې انسان چلوي خوندي موټر دي. راتلوونکي کلونو کي به هوایي ټکسیانې لرو، پخپله چلیدونکي تیز اورګاډي، ځیرک کورونه ، ځیرک ښارګوټي، سمارټ ټرانسپورټی سیسټم، ځیرک پلورنځي، ځیرک روغتونونه، ځیرک ښوونځي، ډیر تکراری او تولیدی کارونه به روباټونه ترسره کوي...
ریحان محمدي
👍8😍6🥰4😘3💯1💔1
د ېوي شمېرې څخه بلي شمېرې ته د پيسو لېږلو طريقه!

زموږ يواځينۍ موخه او هدف ستاسو په کارونو کې د اسانتيا رامنځته کول دي.
👍15😍6😘5🥰3💯1
Audio
خوندوره ډیکلومه

ڪله چې مونږ په اتفاق وو متحد ملت وو
ټولې دنیا له مونږ هیبت لرلو


اواز او ڪلام :- زینت الله حیدري
@haidari11
👍8😘5🥰4😍4
نن ټکنالوجي یوازې لوبه نه ده؛ دا مهارت، تمرکز او د راتلونکې جوړولو ځواک دی. هغه څوک چې نن له کمپیوټر سره بلد دی، سبا له نړۍ سره سیالي کولی سي
1- ټکنالوجي تفریح نه ده، دا د ځوانانو د بریا ژبه ده.
2 - هغه څوک چې نن ډیجیټل مهارت لري، سبا به مشري کوي.
3 -کمپیوټر یوازې اله نه ده؛ دا د فکر، سرعت او نوښت نړۍ ده.
4 -له سکرین تر بریا پورې، یو مهارت فاصله ده.
5 - نن زده کړه، سبا ځواک—ټکنالوجي د راتلونکې کیلۍ ده.
6 -ځوان ذهن + ټکنالوجي = روښانه راتلونکی
کاپي
👍7😘5🥰4😍4🔥2💯1