💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.55K subscribers
401 photos
263 videos
156 files
370 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
د چین تازه قانون:
هر څوک نه شي کولای پر ټولنیزو رسنیو په هره موضوع نظر ورکړي.
د چین (CAC) ادارې ویلي چې، هیڅوک نه شي کولای پر خواله رسنیو په هره موضوع لیکل یا نظر څرګند کړي، په ځانګړي ډول طبي، حقوقي اقتصادي او تعلیمي مسایلو کې.
د مسؤلینو په وینا چې، هر څوک به د خپل مسلک اړوند موضوعاتو کې لیکل کوي چې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي.
🥰8👍5😘5😍2
🔴 له چينايي وسايلو پرته بل ځای کې مطمئن امن نشته

💥 د سامسونګ په موبايلونو کې نه‌لېریدونکی اسرایيلي جاسوسي پروګرام وموندل شو
سامسونګ دا مهال سختو نيوکو سره مخ دي، ځکه چې د AppCloud په نوم يو اپ، چې د اسرایيلو له لوري جوړ شوی، د Galaxy A او M لړۍ ارزانه وسايلو کې له مخکې نصب شوی وي.
تحقيقاتو څرګنده کړې چې دا اپ په بشپړ ډول د عملياتي سيستم (OS) برخه ګرځول شوی، او بشپړ حذف کېدل يې ناممکن دي.
حتي که دا اپ غيرفعال شي، بيا هم په موبايل کې پاتې کېږي، د اپډېټونو وروسته بېرته راښکاره کېږي، او د کاروونکي له اجازې پرته نور پټ پروګرامونه هم نصبولای شي.
😍8👍5😘4🔥2🥰2
*عامل سیستمونه*
💻 د کمپیوټر عامل سیستمونه (Computer Operating Systems)

عامل سیستم هغه سافټویر دی چې کمپیوټر ته وايي څنګه کار وکړي. ټول پرزې لکه CPU، حافظه، هارډ ډرایف، کیبورډ او نور د عامل سیستم په مرسته یو بل سره تړل کېږي.
لاندې مشهور کمپیوټري OSونه دي:

1️⃣ Windows

د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکی OS.

د زده کوونکو، دفترونو، شرکتونو او ګېمرانو لپاره ډېر مناسب.

د کارولو لاره یې ساده ده.

2️⃣ macOS

یوازې د Apple د کمپیوټرونو لپاره.

ډېره نرمه، چټکه او د امنیت له اړخه پیاوړې ده.

د ډیزاین، تدوین او مسلکي کارونو لپاره غوره انتخاب.

3️⃣ Linux

وړیا او خلاص-کوډ سیستم.

د پروګرامرانو، سرورونو او تخنیکي خلکو تر ټولو محبوب OS.

امنیت یې لوړ او د ویروس امکان یې کم دی.

📱 د تلیفون عامل سیستمونه (Mobile Operating Systems)

لکه څنګه چې کمپیوټر OS ته اړتیا لري، همداسې موبایل هم پرته له عامل سیسټم څخه نشي کار کولای.

1️⃣ Android

د نړۍ تر ټولو ډېر کارېدونکی موبایل OS.

د Samsung، Xiaomi، Oppo، Vivo، Huawei او نورو ګرځنده‌تو لپاره.

د اپس او تخصیص (Customization) امکانات یې ډېر دي.

2️⃣ iOS
👍8😘6🥰5😍1
د فسبوک قرباني!
محمد نومېږي، فسبوک کې یې له یوې ښایسته شین سترګې او سور مخې نجلۍ سره د ملګرتیا تار وغځید، نجلۍ ورته کړل، روسیې ته راشه، دلته به د طب لوستو تر څنګ ډېرې پیسې هم تر لاسه کړې او څو کاله وروسته به لوی ډاکټر شې.
محمد روسیې ته لاړ، نجلۍ ورکه شوه، هلک چې له ځان سره کومې روپۍ وړې وې، هغه یې خلاصې کړې، له ستونزو سره مخ شو، طب یې پرېښود او پر ځای اقتصاد شروع کړ، ځکه د اقتصاد فیس کم و.
په یو هوټل کې یې د ډلیوري دنده پیدا کړه، یوه ورځ ورته چا په هغه بکس کې چې مشتریانو ته پکې شیان لیږدوی، نشه یي توکي ایښې و، پولیسو ونیو او محکمې ورته د ۷ کالو بند سزا واوروله.
د یو کال بند وروسته ورته هماغه نحلۍ راغله ورته کړل یي:
زه کولی شم تا له زندان ازاد کړم، خو په دوه شرطونو یو داچې مصري تابعیت به همدلته پرېږدې او بل دا چې یو کال به د روسيې په پوځ کې خدمت کوې.
محمد چې د زندان له شکنجو په تنګ شوی و، د نجلۍ په غوښتنه د روسيې پوځ کې سر تېری شو، څه موده وروسته یې د اوکراین جنګ ته واستو، هلته د اوکراین سرتېرو ونیو او بندي یې کړ، یو اوکرایني یوټیوبر د محمد هغه ویډیو خپره کړه، چې نوموړی پکې له خپلې مور سره غږیږي او
🥰8👍6😍4😘3💔1
09913340831الخوبیب استډیو09332182140
09913340831الخوبیب استډیو09332182140
نوې او خوندوره ډیکلومه

دا هم د غزې یو څو ګیلې د شعر په ژبه



اواز او ڪلام :- زینت الله حیدري

https://chat.whatsapp.com/CWJ3AfDG8pS2zu9Ku1ZfP0?mode=ems_copy_t
👍5🥰5😍4😘1
سعودي عربستان د cloud seeding په نوم د مصنوعي باران ټیکنالوژی کارولو ته مخه کړې، چې پکې الوتکې او جنراتور کاروي او په عربي لویو دښتو او صحراګانو باندې مصنوعي وریځې جوړوي
#تکنالوژي
🥰6😍6😘4👍3💔1
هغه محصلین چی کمپیوتر ساینس رشته ته کامیاب کیږی، ولی یی اکثریت خپل هدف او یو مطلوبه نتیجی ته نه رسیږی؟

د کمپیوتر ساینس د یو محصل په صفت زما له نظره زموږ لوی مشکل انګلیسی ژبه ده،
د کمپیوتر ساینس مربوط ټوله ډیټا او درسی مواد معتبر کتابونه په انګلیسی ژبه دی.
هر محصل چی کله دی رشته ته راشی په لومړیو کی له همدی مشکل سره مخ وی، تر څو چی انګلیسی زده کوی یو کال پری د پوهنتون تیر وی، هلته د پوهنتون درسونو بوج شی 8 مضمونونه چی مجموعه یی 28 کریدیت کیږی، له محصل بیچاره نه لار ورکه شی😥
د کمپیوتر ساینس مضامین البته اساسی مضامین داسی دی چی په یو ځل ټول نه زده کیږی، هغه باید قدم په قدم زدکړی، که موږ د پروګرامینګ مضمون فرض کړو: دا مضمون باید په دری مرحلو کی زده کړای شی، په لومړی مرحله کی باید د پروګرامینګ په basic concept ځان پوه کړی چی دا په لومړی او دوهم سمستر د پوهنتون کی تدریس کیږی،
او په اول وخت کی چی د پروګرامینګ concept وانخلی بیا ورسته په دوهم صنف کی مستقیم OOP شروع کوی، بیا خو بیخی پری څوګ نه پوهیږی.
همدا وجه دی چی د کمپیوتر ساینس په یو صنف کی په 80 کسو کی 5 کسه داسی فارغیږی چی سم په هر شی پوهیږی، نور هڅی د
😘9🥰6👍4😍3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
متریکس (Matrix) څه شی دی؟

مکمل درسونه دلته شته دي👇
https://t.me/computerscience010bot
😘7👍4🥰3😍2
*📱 د راتلونکي نړۍ حیرانوونکې اختراع: ذکي عینکې (Smart Glasses) 👓*

*🟢 څه شی دي ذکي عینکې؟*
ذکي عینکې هغه نوی نوښت دی چې *ستاسو د سترګو مخې ته سکرین جوړوي!* دا عینکې د عادي عینکو په څېر دي، خو پکې *کیمره، سپیکر، سکرین، مایکروفون، او وای‌فای* شامل وي!

*🔍 څه کولی شي؟*
*د موبایل کارونه پرته له لاس نیولو*
*لارښوونه (GPS) د سترګو مخې ته ښيي*
*فوري ژباړه: یوه ژبه اوري، بله ښيي!*
*عکس اخیستل او ویډیو لیدل*
*AR (Augmented Reality): مجازي شیان ژوندی درښيي*

*🚀 ولې دا مهمې دي؟*
کیدای سی راتلونکی کی دا ټکنالوژي د موبایل ځای ونیسي
کار، زده‌کړه، ژباړه، روغتیا، او سوداګري به بدل کړي
کم‌لید لرونکو ته مرسته کوي
په راتلونکي کې به د هر چا اړتیا شي!

*🏭 څوک یی جوړوی؟*
📌 Google
📌 Meta (فېسبوک)
📌 Apple
📌 Xiaomi
>
🥰6😘6😍5👍2🔥1
🌐 د نړۍ تر ټولو زياته کومه ټولنیزه شبکه ده چې زيات کارونکي لري🌐

💥 فیسبوک ۳ میلیارد
💥 یوتیوب ۲.۵ میلیارد
💥 انسټاګرام او واټس اپ ۲ میلیارد
💥 ټک ټاک ۱.۵ میلیارد
💥 ټیلیګرام ۹۵۰ میلیون

💡 یاد ولره:
میټا (فېسبوک) ټولې شبکې ۷.۹ میلیارد کارونکي لري!
مارک زوکربرګ په ټولنیزو شبکو واکمني لري.
🥰14😘5👍4😍3
اوسني ځوانان…

ډېر څه غواړي، خو زحمت نه کوي.
شهرت غواړي، خو مهارت نه لري.
پیسې غواړي، خو کار ته زړه نه لري.

ټول وخت په موبایل، چټ کی او بنډارو تیره وی ،
خو د ژوند اصلي جګړه نه پېژني.

اصلي ځوان هغه نه دی چې یوازې ښکلی ښکاري،
اصلي ځوان هغه دی چې هر سهار د خپل هدف لپاره له خوبه پاڅي،
کار کوي، زحمت باسي،
او له چا طمعه نه لري.

هغه چې ځان جوړوي، نه چې ځان ښيي.
د کار، مهارت، زړه ورتیا او صبر سره پرمختګ کوي، نه د خلکو د نظرونو لپاره ځان بدلوي.

ځوانه، وخت ستا تر ټولو لوی سرمایه ده.
د وخت نه ګټه واخله، نه دا چې وخت دې درنه ګټه واخلي!

یاد ولره: د هدف لپاره هره دقیقه قیمتي ده، هغه چې نن یې ضایع کړي، سبا یې نه شي بیرته ترلاسه کولی.

دا چینل درسره وڅاره 🥰 ، لائيک 👍❤️ مو هیر نشي.
🥰8👍7😍5💯2💔2😘1
HomePlug AV / Powerline Adapter

که په کور کې لرې اطاقونه یا څو منزلې ودانۍ لرئ، نو هر ځای ته د انټرنېټ غځول ستونزمن وي. خو اوس نور اړتیا نشته چې د انټرنېټ اوږده او ګرانه کیبل واخلئ.

یوه ځانګړې وسيله شته چې HomePlug AV یا Powerline Adapter په نوم یادیږي. دا وسیله دا توان لري چې د برېښنا عادي مزو له لارې انټرنېټ انتقال کړي.

---

دا وسیله څنګه کار کوي؟

د HomePlug کار کول ډېر ساده دي، یوازې دوه اډاپټرونه ته اړتیا لرئ:

اډاپټر (Transmitter)

لومړی اډاپټر د خپل وایفای روټر په LAN/Ethernet پورټ وصل کوئ.

بیا دا اډاپټر د کور په عادي برېښنا ساکټ کې ننباسئ.

انټرنېټ په کور کې د برېښنا ټول مزو ته خپرېږي.

2️⃣دوهم اډاپټر (Receiver)

دوهم اډاپټر د هغه اطاق برېښنا ساکټ ته ننباسئ چې هلته انټرنېټ ته اړتیا لرئ.

بیا یې د کمپیوټر، تلویزیون، CCTV یا بل هر وسیله سره Ethernet کیبل په مرسته وصل کړئ.

بس! انټرنېټ تاسو ته د بریښنا له مزو راورسېد.

---

د HomePlug AV ګټې:

د انټرنېټ کیبل غځولو ته اړتیا نه شته
له یو اطاق څخه بل ته انټرنېټ په ثانیو کې لیږدوي
د دوهم یا درېیم منزل انټرنېټ ستونزه حل کوي
د CCTV، IPTV
🥰11😍5👍3💯2🔥1
📣 ګرانو ملګرو!

مهرباني وکړئ چینل له Unmute څخه Mute ته بدل کړئ، او چینل mute وساتئ، ترڅو د نوو درسونو، تازه معلوماتو او مهمو خبرتیاوو څخه تر ټولو مخکې او پر وخت خبر شئ.

ستاسو ملاتړ زموږ لپاره ډېر ارزښت لري!
👍9😍7🥰4😘2
خطر!
چین داسې وسیله جوړه کړې ده چې په ډېر کم وخت کې د سمندر په 4000 میتره ټیټو برخو کې د نړۍ د انترنیت 95 % برخه فلج او له کاره غورځولی شي .
دا وسیله کولای شي د فولادو او الماسو پوښ لرونکي کېبلونه پرې کړي او په نړۍ انترنیت قطع کړي که څه هم چینایان وایي چې دا وسیله د دوی د ټیکنالوژۍ ټیم د سوله ییزو موخو لپاره جوړه کړې ده خو د نړۍ د ټیکنالوژیو مرکزونو بیا جدي اندېښنه ورته ښودلې ده .
د نړۍ د انترنیت 95 فیصده د سمندر له لارې سره نښلول کیږي .
🌹
👍10😍7🥰6💔4🤔1😘1
Forwarded from هرډول اپلیکیشنونه 🫆 (Ezatullah Erfan)
📌 د اپلیکیشن لنډې او بشپړې ځانګړتیاوې

زموږ اپلیکیشن د هر کارونکي اړتیاوې پوره کوي او لاندې اسانتیاوې وړاندې کوي:

1️⃣ اسلامي انځورونه – د قرآن کریم آیتونه، مسجدونه او ښکلي خطاطي انځورونه خوندي او شریک کړئ.
2️⃣ لینک نشرول – خپلې خوښې لینکونه او اسلامي مطالب له نورو سره شریک کړئ.
3️⃣ نشرات، لایک او کمنټ – خپل پوسټونه خپاره کړئ او د نورو نظرونه ترلاسه کړئ.
4️⃣ واتساپ بلاک نمبر خلاصول – د بند شوي واتساپ نمبر د خلاصون بشپړ لارښود ترلاسه کړئ.
5️⃣ نظر شریکول – خپل وړاندیزونه او نظریات موږ ته واستوئ.
6️⃣ رسمي چینلونه – د اپلیکیشن رسمي چینلونه او تازه معلومات وګورئ.

🤖 د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړتیاوې:
7️⃣ د AI په مرسته عکس جوړول، لیکنې اپډیټ کول او د رنګونو ګډونه.

🧩 د سکچویر (Sketchware) ځانګړتیاوې:
8️⃣ د سکچویر بلاکونه او کمپوننټې، اپ جوړول، Firebase، WebView، ډیزاین او پرمختللې ګډونې.

👤 جوړونکی: عزت الله عرفان
📧
ezatullaherfan631@gmail.com
📱 WhatsApp: 93703582589
📨 Telegram:
@Ezatullah47543
👍4