💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.53K subscribers
402 photos
263 videos
156 files
371 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
ګوګل لينز
د ګوګل لينز په نوم اپلکېشن چې يو بيليون خلکو ډاونلوډ کړى دى. يو هم د بهترينو اپلکېشنونو څخه ده. ولې که تاسو هر چېرې د بلې ژبې په ليکلو نه پوهېږو ساده ډول يې موبايل کمره ورتاو کړئ مستقیم ډول يې درته ترجمه کوي که تاسو يو څه ووينى خو نه پوهېږى چې دا څه شى دى ساده ډول ترې عکس وباسئ مکمل معلومات درته راپيدا کوي که ستاسو ملګري په لاس ساعت، بوټونه، کوټ... او يا هم بل څه باندې نه پوهېږى چې کوم ځاى دي قيمت او کمپنۍ يې کومه ده همدا اپلکېشن ثانيه کې درته ټول معلومات را اخلي.
يادونه: هر موبايل کې انسټاليږي او استعمالولو محدوديت نلري.
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.google.ar.lens

موږ دلته درسره Follow کړى
https://www.facebook.com/share/16noZU1wBW/
😍8🥰4😘3
امازون په عملي ډول خلکو ته د سامان الاتو او يا موادو رسولو لپاره د روباټ ماشينونو څخه کار پيل کړو.
مخکې به همدا کار انسانانو په اساس تر سره کېدو.
😘9🥰4😍3
خطرناکه وسله!
چین څو ورځې وړاندې د "بلېک آوټ بمب" یا د ګرافایټ بم آزموینه کړې ده .
ګرافایټ بم یوه عجیبه خو خطرناکه وسله ده .
دا وسله انسانان نه وژ.ني مطلب فزیکي زیان نه اړوي خو چې په کومه سیمه استعمال شي هلته برېښنا او هر ډؤل الکټرونیکي وسائل کار پریږدي لکه برېښنا ، انترنیت ، مخابرات او نور.
نړیوالو رسنیو دا د تایوان لپاره یو بد خبر بللی دی ځکه که دا بمونه استعمال شي ته به ویده یې نیم هیواد به دوښ.من درڅخه نیولی وي ، الوتکې به نشې پورته کېدلی ، بانکونه به فلج وي ، بېړۍ به بې حرکته وي ، حتی په یوه کوچني ښار کې به دوه پوستې د یوه بل له حاله نا خبرې وي د مرکز او ولایتونو اړیکې خو څه کوې .
په هر حال نړۍ د ټیکنالوژۍ پر مټ ډېر پرمختګ کړی دی ، چې د علمي بنسټونو پر مټ د نړۍ مقابله ونشي حتی که اتوم هم څوک ولري بې ګټې دی ځکه اتوم به لرې سیستم به دې فلج وي دغسې به لکه چاټۍ درته پروت وي هیڅ به دې په درد نه خوري ، توغندي به دې کار نه کوي په ګودامونو کې به پراته وي ، قومانده به دې یواځې څو ساتونکي مني ځکه بلې سیمې کې به هیڅوک ستا له احواله نه خبریږي .
🥰8😘6💔3😍2💯1
د ټویټر بنسټګر دورسي داسې اپلیکشن جوړ کړی، چې د شبکې او انټرنټ څخه بغیر د بلوتوت په ذریعه د خلکو تر منځ د مسجونو او پیغامونو د لیږلو او تر لاسه کولو وړتیا لري او تر 300 مترو فاصله کې به کار کولای شي.
دغه مسجونه به فقط موبایل کې ساتل کیږي، د وخت په تیریدلو به خپله ډیلیټ کیږي او په واسطه به یې د خلکو ترمنځ د ګروپي پیغامونو د لیږد قابلیت هم ولري.
دغه اپلیکشن چې اوس د بلوتوت په ذریعه کار کوي، د وخت په تیریدلو به د ډایریک وایفای په ذریعه هم کار وکړی شي.
Jalib جالب
Disclaimer: This post is for informational purposes only. The content provided is based on available reports.
🥰11😍5😘4
سَيَجْعَلُ ٱللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍۢ يُسْرًۭا
(سورة الطلاق، آیت 7)

ژباړه:
الله به له سختۍ وروسته اسانتیا پیدا کړي.

اللهﷻ وعده کړې:
له سختۍ وروسته به ضرور اسانۍ راولي!
یوازې تم شه، باور ولره، او الله ته نږدې اوسه.

شه شپه
🤲
😍7🥰5😘3💔1
یوټیوب د جولای ۱۵، ۲۰۲۵ څخه خپل د عوایدو تګلاره بدلوي، او له هغه وروسته به د هغو ویډیوګانو مخه نیسي چې په زیاته اندازه، تکراري یا نقل شوې وي.

نوي اصول به جعلي یا د AI له لارې جوړې شوې ویډیوګانې او کم‌زحمت لرونکي مواد ژر وپېژني. جوړونکي باید اصلي او ریښتیني مواد جوړ کړي، که نه نو د پيسو حق به له لاسه ورکړي؛ د ګټې لپاره لږ تر لږه ۱۰۰۰ سبسکرایبر او یا ۴۰۰۰ ساعتونه کتل یا ۱۰ مېلیونه لنډې لیدنې په ۹۰ ورځو کې پکار دي.
🥰10😍7😘7🔥1🫡1
🤍 څنګه یې جوړ کړو؟

⚪️  اوس یې د خپلو نږدې ملګرو لپاره هم وکاروی. یوازې دا کافي ده چې یو عادي عکس د خپل ځان او خپل نږدې ملګري سره په چت جی پي ټي کې اپلوډ کړئ او لاندې پرامپټ ورکړئ، ترڅو یې تاسو ته جوړ کړي.

لینک پرامپت :
A cinematic duo prompt standing together boldly give cold vibes and expression one person is adjusting his cap another one is giving cold expression and on hand in pocket Standing under a flickering street light sharp focus on bothe of them 35mm lens. People running from fear across us both blurred motion foggy night cold vibes dark scary texture Potrait 4:3
🥰7💯3😘2😍1
Andrew Tate – The Real World (2024 Updated)

📚 Courses Included (23 Total | 200GB+):
• Amazon FBA
• Iron Mind
• Network Brilliance
• Arno About
• Business Mastery
• Copywriting
• Cryptocurrency
• E-commerce
• Financial Wizardry
• Body Language
• Fitness
• Hustler's University
• PHD Course
• Life Lessons from LUC
• Peak Performance
• AI Campus
• And many more...

📥 Download Link (1st Time Access):
https://drive.google.com/drive/folders/1UhzoLvqGngpfxtdS_kIdN4eufQmZzPAr


@computerscience010
😍5🥰4😘4
له مياشو د خلاصون لپاره لېزر
يو چينايي شرکت د مياشو پر وړاندې يو نوی لېزري وسله جوړه کړې ده چې د LiDAR او مصنوعي ځيرکتيا (AI) په مرسته په يوه ثانيه کې تر ۳۰ پوري مياشي له منځه وړي!

دغه سيسټم چې "د مياشو هوايي دفاعي سيسټم" نومول شوی، کولای شي مياشي په هوا کې کشف کړي. يادونه په کومه ژبه باید ډيزاين جوړ شې مشوره راکړي درنو لوستونکو انګليسي که پښتو
🥰10😍5😘4
🔘 مصنوعي ځیرکتیا Copy.ai څنګه د منځپانګې (ویډیو) تولید بدلوي؟ 🤔

🌀 Copy.ai څه شی دی او زموږ لپاره څه کوي؟

Copy.ai یو مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ جوړ شوی د منځپانګې تولید ابزار دی. د دې هدف یوازې دا دی چې مرسته درسره وکړي تر څو ته ژر، اسانه او پرته له درد سر نه، غوره او ګټور متنونه ولیکې. دا مهمه نه ده چې ته د یو کاروبار خاوند یې او که یو فریلنسر د منځپانګې جوړوونکی، دا ابزار کولی شي ستا ډېره مرسته وکړي.

🌀 Copy.ai څه کارونه کولی شي؟

د اعلانونو لپاره متن لیکل
د لنډو او اوږدو مقالو جوړول
د بازار موندنې او رسمي ایمیلونو لیکل
د ټولنیزو شبکو پوسټونو لپاره د نظریو وړاندیز
زړې لیکنې بیا لیکل او ښه کول
د مختلفو ژبو (انګلیسي، اسپانوي، فرانسوي، او نورو) منځپانګه تولیدول

فقط ته دا ورته ووایه:
«زما د نوي محصول د معرفي لپاره یو جذاب کپشن جوړ کړه»
او بیا... جادو پېل شي!

🌀 که غواړې له دې قوي ابزار سره ښه آشنا شې او زده یې کړې چې څنګه کار ورکوي، نو لاندې لینک ته لاړ شه او مقاله په بشپړه توګه ولوله! 👇
https://aiolearn.com/what-is-copy-ai/
😍6😘4🥰2💔1
🔥 د مصنوعي ځیرکتیا یوه نړۍ په یو وېب‌سایټ کې! 🤯

⭐️ که ته د مصنوعي ځیرکتیا د وسیلو ډک سرچینې په لټه کې یې، Hugging Face Spaces ستا لپاره یو خزانه ده! 🎯

🟢 له ۴۰۰ زرو څخه ډېر د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه د بېلابېلو کارونو لپاره:

1️⃣ له متن نه غږ ته بدلول
2️⃣ د انځور ایډیټ او پروسس
3️⃣ د غږ او موسیقۍ پروسس ماډلونه
4️⃣ د متن تولید، ژباړه، لنډیز او نور...

‼️ زړه‌راښکونکې خبره: هېڅ ډاونلوډ یا انسټال ته اړتیا نشته! ټول شیان هلته پر سایټ وازمویلی شې.

🌐 د AI نړۍ د موندلو لینک:

➡️ https://huggingface.co/spaces
😍5😘5🥰3👏1
د ۱۴۰۴ کال د کانکور اول نمره چې ۳۵۶ نمرې یې اخیستي دي ❤️❤️
مبارک د وي ورته!
😍11🥰5😘4💯3
نویو بریالي شویو محصلانو ته!
السلام علیکم...
ګرانو محصلانو تحصیلي ډګر ته د ستاسې بریا مبارک او نېک قدمه وي!
دا ستاسې د ژوند یو دیني او ټولنیز مسؤلیت او یوه معنوي موخه وه. ګرانو بریالي شویو ځوانانو اوس تاسې په یوه داسې موقف کې منحصر شوي یاستئ، چې هېڅ مادي مسؤلیت تاسې ته نه متوجه کېږي؛ بلکې لازمه ده تر هغه چې تاسې دین پېژندونکي او اسلام پېژندوکي شئ، متخصصین شئ، رهبران او مدیران شئ، سیاست پوهان شئ، فرهنګ پال شئ، مفکرین شئ، او همدارنګه ټولنې ته ښه استادان او ټولنپوهان معرفي شئ او نور...
پوښتنه: اوس تاسې څنګه رسېدلی شئ؟
ځواب: لاندې دوه برخې په نظر کې درسره ونیسئ:
۱ـ ګرانو بریالي شویو محصلانو! ستاسې د تحصیلي ژوند لپاره دوه برخې ډېرې اهمې او اړینې دي چې پوه شئ، یوه معنوي برخه ده؛ یعنې چې تاسې باید خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دیني، تاریخي، ادبي، فلسفي او نور مطالعاتو او مهارتونو ته جدي پاملرنه وکړئ، په دې برخه کې به ستاسې موخه شخصي منافع، نفسي خواهشات او شهرت پرستي نه وي نغښتې، بلکې د ټولنې ستونزې به درک کوئ او د اصلاح لپاره به یې پورتنۍ مطالعې جاري ساتئ!
۲ ـ بله مادي برخه ده؛ یعنې په دې برخه کې موخه دا وي چې که زه ښه متخصص او مسلکي شم، نو زما به دفتر وي، معاشات به وي، موټر او بنګلي به وي... متوجه اوسئ چې دا یو خطأ فکر دی له تعلیم سره هېڅ تعامل نه لري. او زموږ د نه پرمختګ ستر لامل همدا دی چې تحصیل ته مو د معنویت نه مادیت ته لومړیتوب ورکړی او مادیت پرسته یو؛ تاسې به ډېر ځوانان وینئ چې تحصیلي زده کړې یې پاس کړې دي خو بیا هم دوی وړتیا نه لري او اړتیا ورته هم نه پیدا کېږي، دا ځکه چې د پوهنتون د اولې ورځ نه تر اخرې پورې یې د مادیت پرستۍ فکر خپل کړی و. تاسې باید په هره برخه کې مبارز فکر ولرئ، مانا دا چې که اقتصاد وایئ، نو باید داسې مقتصدین جوړ شئ چې موجوده اقتصادي یرغلونو لپاره لازم اقتصادي فکر ولرئ، لازمې اقتصادي طرحې ولرئ. که انجنیري وایئ باید تاسې د امت په سطحه یو تکنالوژیکي فکر ولرئ، مانا دا فکر درسره وي چې نن اسلامي نړۍ د زوال اوج ته رسېدلې ستر لامل یې د تکنالوژۍ نشتون دی او دا زما مسؤلیت دی چې نن په دې برخه کې په ما باندې مصارف کېږي.
ځوانانو ژور فکر وکړئ! څومره سهولتونه درته برابر شوي دي. ليليه، درسي ماحول، مسلکي مواد، ځانګړې بودیجه، لوړ استعداد درلودنکي استادان، وړیا زده کړې... شکر وباسئ او زحمت وګالئ!
راځئ دا څو وړاندېزونه هم ولولئ!
۱ـ مشخص هدف ولرئ او د رسونې لپاره یې پوره هڅه وکړئ!
مشخص هدف/ موخه درلودل زموږ د بریا تضمین کوي. هېڅ مبالغه یې مه بولئ چې د موږ اکثریت ځوانان په تحصیلي اسنادو پسې وتلي بیرته راغلل. ( وړتیا ولرئ چې اړتیا پیدا شي)
۲ـ (دا په درد نه خوري) دې جملې زموږ ډېر محصلان د زوال لوري ته مایل کړي او د تباهۍ سره یې مخ کړې دي. یعنې تاسې ته علمي، فکري او مسلکي سمینارونه جوړېږي، حتماً پکې برخه اخلئ، تاسې به په متمدن فکر روږدي شئ، مالومات به مو اضافه کېږي، جرأتمن به شئ،...
۳ـ عملي تجوید، عقاید، او نور هغه چې تاسې یې یوه ورځ مسؤلیت محسوسه وئ زده کړه یې لازمي وبولئ. مانا دا چې محصل باید د امامت او نور ټولنیزو دیني مسؤلیتون اګاهي (پوهه) ولري.
۴ـ مهارتونه زده کړئ!
یعنې کمپیوټر، انګلیسي، خطاطي، فن بیان (ویناوالي) او د خپل مسلک اړوند مسلکي برنامې تعقیب کړئ!
۵ـ په لومړیو دوه سمسترو کې تاسې باید خپل مسلکي مواد چمتو کړئ!
مثلاً کمپیوټر دی. هڅه وکړئ چې په لومړیو دوه سمسترو کې یې واخلئ ځکه تاسې ته لیلییه درکول کېږي، نو اقتصادي ضربه نه وینئ.
۶ ـ ځانګړی لباس غوره کړئ!
هڅه وکوئ چې سپینې او آسمانې رنګ جامې او تور واسکټ ولرئ، د دې تر څنګ پټکی او خولۍ هم په سر کړئ، که پټکی نه وي خولۍ حتماً په سر کوئ.
۷ـ د پوهنتون په ماحول کې ځانګړی سیاست غوره کړئ!
کلیوالي اجالسو تقلید مه کوئ، خنداوې مو کنترول وساتئ، غیرې اکاډمیک/ علمي اصطلاحات او حرکات مو کنترول وساتئ، موسیقي مه غږوئ، نیشه یي مواد لکه سګریټ، نصوار، قیلون او داسې نورو څخه ډډه وکړئ.
۸ ـ په صنفي فعالیتونو کې ګړندي او چالاکه اوسئ!
بېلګې په ډول: تاسې ته سمینارونه او پروژې درکول کېږي په شوق او ذوق سره یې اخلئ؛ ځکه همدغه ستا موخې دي.
۹ـ په فرهنګي فعالیتونو کې گډون کوئ!
د بېلګې په ډول: په مختلفو برخو کې غونډې نیول کېږي، لکه : فرهنګي، فکري، علمي او ادبي غونډې دي تاسې یې په تنظیم او مدیریت کې یې برخه اخلئ، سربیره پر دې د معلوماتو وړاندې کولو لپاره ځانونه چمتو کوئ!
۱۰ـ ښه ملګري انتخاب کړئ!
یعنې چې په مسلمو اخلاقو، دیانت، تقوا او لوړ استعداد مشتمل وي.
😍7🥰6💯2😘21
۱۱ـ د اطاق د ملګرو سره حد وپېژنئ!
یعنې ډېره خندا او مستي شور ماشور، یو په بل ټوکې کول او داسې نور باید بیخي محدود وي. ځکه د اطاق ژوند د یوه کور مثال لري په کور کې که څوک مزاحمت وکړي د اصلاح په نتیجه کې یې حتماً د خپګان را منځته کېدو احتمال پیدا کېږي.
۱۲ـ قومي منازعاتو ته ارزښت مه ورکوئ!
دا وردګ دی، لوګری، کندوزی، ننګرهاری دی او نور...
ټول مسلمانان د یوې کلمې وروڼه یو، د ملګرۍ معیار به تقوا او دیانت وي.
۱۳ـ ږیرې اوږدې کړئ!
ځکه دا خو یې مسنون عمل دی، اکثریت علمأ کرام د واجبو حکم پرې کوي. او په ننني اسلامي نظام کې یې ویرې کس د اسلامي شعائرو او حکمونو تر چتر لاندې په خپله کاري ساحه کې اعتماد نشې لرلی، که څه هم د اهلیت خاوند وې.
۱۴ـ د پوهنتون استاد ته د معلم اصطلاح نه، بلکې د استاد نوم اخله!
۱۵ـ منظم تقسیم اوقات ولرئ!
مثلاً: د پوهنتون درس، د اضافي مطالعې وخت، د ورزش وخت، د تفریح وخت، د انترنت وخت او نور لپاره منظم تقسیم اوقات ولرئ!
۱۶ـ د سهار لمانځه نه وروسته خوب مو مه عادت کوئ( اړوند معلومات خپله ترلاسه کړئ)
۱۶ـ بیا ځلې یادونه درته کوم، چې تاسې اوس راتلونکي کې مسؤلیتونو ته روزل کېږئ، خپل تحصیل مو لس چنده محسوس کړئ!
په درنښت!
ستاسې ورور محمد مخدوم عیاض.
😍6💯6😘6🥰5💔2
📌 د اپلیکیشن ځانګړتیاوې

زموږ اپلیکیشن یو جامع او ګټور پلیټ فارم دی چې د هر کارونکي اړتیاوې په نظر کې نیسي. د دې اپلیکیشن ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

1. اسلامي انځورونه 📿
ښکلي اسلامي انځورونه، د قرآن کریم آیتونه، مسجدونه او خطاطي وګوره. تاسو کولی شئ دا انځورونه خپل موبایل کې وساتئ او له دوستانو سره یې شریک کړئ.


2. لینک نشرول 🌐
خپلې خوښې ویب لینکونه، ویډیوګانې او اسلامي مطالب خپاره کړه او نور کاروونکي هم وڅاري.


3. نشرات، لایک او کمنټ 💬
خپل نظرونه، لیکنې او انځورونه خپاره کړه، نور یې وویني، لایک ورکړي او یا کمنټ وکړي.


4. واتساپ بلاک نمبر خلاصول 📱
د بند یا بلاک شوي واتساپ نمبر د خلاصولو لارښود او معلومات ترلاسه کړه او خپل نمبر بیرته فعال کړه.


5. زموږ سره نظر شریکول 📝
خپل نظرونه، وړاندیزونه او شکایتونه موږ ته ولیږه، تر څو اپلیکیشن نور هم ښه کړو.


6. رسمي چینلونه کتل 📢
ټول رسمي چینلونه وګوره، تازه معلومات ترلاسه کړه او د اپلیکیشن اعلانونه له لاسه مه ورکوې.

جوړونکی عزت الله عرفان

ایمیل ادرس
ezatullaherfan631@gmail.com واتساپ لمبر (93703582589)
تلگرام آدرس
@Ezatullah47543
💯4🔥1