💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.52K subscribers
402 photos
263 videos
156 files
371 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
د وينډو او افس ايکټيويټر
اکثریت هېوادوال کله چې په کمپيوټرونو کې وينډو او يا هم افس پروګرامونه استعمالوي هغه بيا ايکټيويټ کولو او يا هم کي نمبرو ته ضرورت لري خو مونږ درته داسې فايل چې هم وينډو ته کار کوي او هم هر قسم افس ته کار کوي راپيدا او تاسو ته وړاندې کوو. کمپيوټرونو کې يې درسره وساتئ کوم ځاى کې مو چې په کار کېدو هلته يې استعمال کړئ.
😘8🥰3😍3
د معلوماتو پلټولو او يا سرچ لپاره تقریباً لاندې 43 قسمه مختلف بروزرونه په موبايلونو کې استعماليږي تاسې ورڅخه کوم کوم کارولې دي.
🥰5😍5😘4
بسم الله الرحمن الرحیم
*عنوان: د واټساپ فحش چینلونه؛ یوه خطرناکه فتنه او د بندولو حل‌لاره*



الحمد لله، چې لا هم زموږ په امت کې داسې بیدار او غیرتي مسلمانان شته چې د فتنو پر وړاندې غږ پورته کوي. واټساپ، چې پخوا یوه پاکه او د اړیکو یوه ساده وسیله وه، نن‌سبا د "Updates" یا "تازه‌خبرونو" په نامه داسې چینلونه وړاندیز کوي چې د فحشا، بې‌ادبۍ، ذهني ککړتیا، او د اخلاقو تباهۍ مرکزونه دي. دا چینلونه یوازې یو عکس یا ویډیو نه ده، بلکې د ټول امت د معنوي وژنې یوه پټه وسله ده.

*خطر څه دی؟*
– دا چینلونه په ناڅاپي ډول هر کاروونکي ته ښکاري، حتی هغه چا ته هم چې نیت یې پاک وي.
– پکې ناسم، فحش، بې‌ادبانه او ځوانان تباه کوونکي مواد خپریږي.
– د دین، غیرت، حیا، فکر او ایماني قوت تباه کوي.

*خلک وایي:* موږ خو دا چینلونه نشو بندولای!
*ځواب:* هو، مستقیم اپشن نشته، خو یوه مؤثره لاره شته، او هغه دا ده:

*حل‌لاره: شکایت کول (ریپوټ WhatsApp ته)*
که زرګونه مسلمانان دا شکایت وکړي، واټساپ مجبوره ده چې د چینلونو دا برخه یا خو بند کړي، یا یې کنټرول لاندې راولي.

*څنګه شکایت وکړو؟*
1. واټساپ خلاص کړئ
2. درې نقطې (⋮) باندې کلیک وکړئ
3. "Settings" ته لاړ شئ
4. "Help" ته لاړ شئ
5. "Contact us" ته لاړ شئ
6. دا پیغام ولیکئ:
*Please add an option to disable suggested channels in the Updates tab. There are too many unwanted recommendations!

*یادونه:* که دا شکایت زرګونه خلک وکړي، نو واټساپ کمپنۍ ممکن مجبوره شي چې دا چینلونه یا بند کړي یا داسې اختیار ور اضافه کړي چې موږ یې بند کړو.


*اوس ستا مسؤلیت څه دی؟*
– دا لیکنه له نورو سره شریکه کړه
– دا شکایت عملي وکړه
– خپل نور دوستان تشویق کړه
– دا فتنه مه پرېږده چې زموږ کورونه، فکرونه، او اولادونه وسوځي

*الله مو وساته، غیرت ژوندی وساته، غفلت مه کوه!*
🥰11😘8😍2
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په عمومي کتابتون کې د ۶۴۰۰۰ زره څخه زیاتو مختلفو کتابونو لپاره آنلاین ډیټابیس جوړ شو
۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د کابل پوهنتون پولي ‌تخنیک د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علمي، تحصیلي او څیړنیزو خدماتو د پراختیا، په موخه کتابونو او درسي سرچینو ته د استادانو او محصلانو د لا آسانه لاسرسي په پار، د یاد پوهنتون د عامه کتابتون د سرچینو ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی دی.
دا سرچینې د استادانو تالیف شوي او ژباړل شوي آثار او نور اړین درسي او څېړنیز کتابونه رانغاړي او د همدې آثارو لپاره ځانګړی انلاین ډیټابیس جوړ شوی دی.
محصلین او علاقمندان کولای شي د لاندې انلاین لینک له لارې خپل اړوند کتابونو ته لاسرسی ولري:
https://tinyurl.com/KPULibrary
د پوهنتون رهبري له دې برنامې ملاتړ کوي او د ډیټابیس د تخنیکي ظرفیت او بنسټیزو جوړښتونو د لا پیاوړتیا ټینګار کوي، تر څو پوهنتون په دې برخه کې د معاصرو کتابتونیزو خدماتو په وړاندې کولو کې مخکښ پاتې شي.
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت
😍8😘4🥰3💔2
د بلوتوث نیمګړتیاوې کولی شي هیکرانو ته اجازه ورکړي چې ستاسو مایکروفون له لارې جاسوسي وکړي
هغه زیانونه چې د لسو پلورونکو څخه د دوه درجن څخه زیاتو آډیو وسیلو کې د بلوتوث چپسیټ اغیزه کوي د حساس معلوماتو د اوریدو یا غلا کولو لپاره کارول کیدی شي.
څېړونکو تایید کړه چې د بییرډینامیک، بوس، سوني، مارشل، جبرا، جي بي ایل، جلیب، ایریس میکس، مور لیبز او تیوفیل څخه ۲۹ وسایل اغیزمن شوي دي.
د اغیزمنو شویو محصولاتو لیست کې سپیکرې، ایربډونه، هیډفونونه، او بېسیم مایکروفونونه شامل دي.
د امنیتي ستونزو څخه د یو زیان منونکي محصول د نیولو لپاره کار اخیستل کیدی شي او په ځینو تلیفونونو کې، د اړیکې په حد کې یو بریدګر ممکن د زنګ وهلو تاریخ او اړیکې استخراج کړي.
که چیرته غواړی چی هک نشی نو بلوتوت همیشه بند ساتی
😘8🥰4😍2
کله چې تاسو ته څوک د مکتوب سکين راولېږې
د کتاب کومه صفحه سکين راولېږې
او يا هم بل څوک يو څه درته راولېږې او درته ووايي چې دا کمپيوټر کې راته ټايپ کړه مختلفې طريقې شته خو يو بهترين سايټ همدا هم ده چې الفاظو کې کومه ګډوډي نه راولي.
https://www.imagetotext.info/
😍5😘5
سکېنر!
د متحده ایالاتو او مکسیکو په ګډه پوله کې یې داسې سکېنرونه فعال کړیدي چې د هر ډؤل انساني قاچاق مخه ونیسي .
دا هم عجیبه ده چې تر اوسپنې ، پلاستيکي تر پالونو ، چرمي ترپالونو او د نور شیانو شاته دې داسې معلوموي .
علم برکت دی

د نورو لیکنو لپاره پاڼه فالو کړى
https://www.facebook.com/share/1BjwUdFjeR/
😍6🥰5😘4💔2
سلام سهار مو پخير

🌅 سهار د يوې نوې هيلې پېل دی، هره شعاع د يو نوي فرصت زېرى درکوي.
#سهار
😘7🥰5😍2
ګوګل لينز
د ګوګل لينز په نوم اپلکېشن چې يو بيليون خلکو ډاونلوډ کړى دى. يو هم د بهترينو اپلکېشنونو څخه ده. ولې که تاسو هر چېرې د بلې ژبې په ليکلو نه پوهېږو ساده ډول يې موبايل کمره ورتاو کړئ مستقیم ډول يې درته ترجمه کوي که تاسو يو څه ووينى خو نه پوهېږى چې دا څه شى دى ساده ډول ترې عکس وباسئ مکمل معلومات درته راپيدا کوي که ستاسو ملګري په لاس ساعت، بوټونه، کوټ... او يا هم بل څه باندې نه پوهېږى چې کوم ځاى دي قيمت او کمپنۍ يې کومه ده همدا اپلکېشن ثانيه کې درته ټول معلومات را اخلي.
يادونه: هر موبايل کې انسټاليږي او استعمالولو محدوديت نلري.
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.google.ar.lens

موږ دلته درسره Follow کړى
https://www.facebook.com/share/16noZU1wBW/
😍8🥰4😘3
امازون په عملي ډول خلکو ته د سامان الاتو او يا موادو رسولو لپاره د روباټ ماشينونو څخه کار پيل کړو.
مخکې به همدا کار انسانانو په اساس تر سره کېدو.
😘9🥰4😍3
خطرناکه وسله!
چین څو ورځې وړاندې د "بلېک آوټ بمب" یا د ګرافایټ بم آزموینه کړې ده .
ګرافایټ بم یوه عجیبه خو خطرناکه وسله ده .
دا وسله انسانان نه وژ.ني مطلب فزیکي زیان نه اړوي خو چې په کومه سیمه استعمال شي هلته برېښنا او هر ډؤل الکټرونیکي وسائل کار پریږدي لکه برېښنا ، انترنیت ، مخابرات او نور.
نړیوالو رسنیو دا د تایوان لپاره یو بد خبر بللی دی ځکه که دا بمونه استعمال شي ته به ویده یې نیم هیواد به دوښ.من درڅخه نیولی وي ، الوتکې به نشې پورته کېدلی ، بانکونه به فلج وي ، بېړۍ به بې حرکته وي ، حتی په یوه کوچني ښار کې به دوه پوستې د یوه بل له حاله نا خبرې وي د مرکز او ولایتونو اړیکې خو څه کوې .
په هر حال نړۍ د ټیکنالوژۍ پر مټ ډېر پرمختګ کړی دی ، چې د علمي بنسټونو پر مټ د نړۍ مقابله ونشي حتی که اتوم هم څوک ولري بې ګټې دی ځکه اتوم به لرې سیستم به دې فلج وي دغسې به لکه چاټۍ درته پروت وي هیڅ به دې په درد نه خوري ، توغندي به دې کار نه کوي په ګودامونو کې به پراته وي ، قومانده به دې یواځې څو ساتونکي مني ځکه بلې سیمې کې به هیڅوک ستا له احواله نه خبریږي .
🥰8😘6💔3😍2💯1