💻کمپیوټر ساینس Computer Science 💻
4.52K subscribers
402 photos
263 videos
156 files
371 links
السلام عليکم ګرانو ملګرو ښه راغلاست تاسو به دلته د کمپیوټر درسونه
زده‌کړي په پښتو ژبه ان شاالله
مکمل درسونه دې ربات کې شته
https://t.me/computerscience010bot👈
Welcome friends, here you will learn all Computer lessons in Pashto
@Shahidkhan114 👈رابطه
Download Telegram
دا سړی«ډني مانو» نومیږي، ګانایي الاصله برېتانوی دی. له اکسفورډ بروکس پوهنتون څخه یې د غږ او او میوزیک تکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي. ډېر مبتکر او خلاق انسان دی. ۲۰۱۶ م کې یې داسې ګوشکي(غوګۍ) جوړې کړې چې بېدون له انټرنیټه په ژوندۍ بڼه پر انګلیسي، الماني او فرانسوي سربیره ۳۷ بېلابېلو ژبو ته خبرې ژباړي.

د بېلېتوت په واسطه کنېکټ کېږي. داسې بېترۍ یې هم ورته جوړې کړي دي چې شاوخوا څلوېښت ساعته کار کوي. دا ګوشکي د باران او یخې هوا پر وړاندې هم مقاومت کوي. ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ یې نور پرمختګ هم په کې راوستی چې پرو بڼه یې له ۱۵۷ واخله تر ۴۰۰ ډالر قیمت لري.
کاپی
🥰7😍6😘2💯1
ماسټر کارټ څوک لرى ددى استفاده وکوى ډير ښيسته ويډوګانى شيان جوړيږى فسىوک tiktak مو به followers زيا ت شى
🥰8😘4😍3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ګوګل Veo3 اکاونټ لپاره د edu ایمیل جوړولو طریقه!
🥰7😍5😘3
google veo3
🥰6😘6😍5
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
😍7🥰5😘2
بورسیه ماستری AIT تایلند
برای دانشجویان بین‌المللی رشته‌های انجنیری و تکنالوژی که با مشکلات مالی روبه‌رو هستند.
#ختم ثبت نام: 30 جون 2025
لینک معلومات و ثبت نام:
https://scholarships.af/opportunity/ait-alumni-scholarship-fund-in-thailand-for-masters-applicants/

د AIT تایلند د ماستری بورس

د انجنیري او ټکنالوژۍ په برخو کې د هغو نړیوالو محصلینو لپاره چې له مالي ستونزو سره مخ دي.
د نوم‌لیکنې پای نېټه: ۳۰ جون ۲۰۲۵
🔗 د معلوماتو او نوم‌لیکنې لینک:
🥰8😍2😘2🔥1
په یوټیوب کې ډېر فالورز لرونکی«میسټر بیسټ» وتوانېد چې په 27 کلنۍ کې «میلیاردر» سي.هغه چې اوس په اکثریتو ټولنیزو رسنیو کې ډېر فالورز لري د«Under 30» میلیاردرانو کې شامل سو.

مانا دا کس ډېر مخ ته ولاړ،نه پوهېږم دوی ته فرصتونه ډېر دي که د عاید په لارو چارو ښه بلد دي؟
ستاسي نظر څه دی؟
کاپي
😍9🥰5😘5🔥2
په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنټ کاروي، خو لا هم بېکاره او فقیر یو! موږ اکثره وخت انټرنټ د عبثو، تفریحي ویډیوګانو، بې‌فایدې بحثونو، او بې‌مقصده اهدافو لپاره کاروو.

انټرنیټ د زده‌کړې، دندې، مهارتونو او کاروبار لپاره وکاروئ.
تاسې انټرنټ په کوم هدف کاروئ؟
😍9💯8🥰6😘3
د وينډو او افس ايکټيويټر
اکثریت هېوادوال کله چې په کمپيوټرونو کې وينډو او يا هم افس پروګرامونه استعمالوي هغه بيا ايکټيويټ کولو او يا هم کي نمبرو ته ضرورت لري خو مونږ درته داسې فايل چې هم وينډو ته کار کوي او هم هر قسم افس ته کار کوي راپيدا او تاسو ته وړاندې کوو. کمپيوټرونو کې يې درسره وساتئ کوم ځاى کې مو چې په کار کېدو هلته يې استعمال کړئ.
😘8🥰3😍3
د معلوماتو پلټولو او يا سرچ لپاره تقریباً لاندې 43 قسمه مختلف بروزرونه په موبايلونو کې استعماليږي تاسې ورڅخه کوم کوم کارولې دي.
🥰5😍5😘4
بسم الله الرحمن الرحیم
*عنوان: د واټساپ فحش چینلونه؛ یوه خطرناکه فتنه او د بندولو حل‌لاره*



الحمد لله، چې لا هم زموږ په امت کې داسې بیدار او غیرتي مسلمانان شته چې د فتنو پر وړاندې غږ پورته کوي. واټساپ، چې پخوا یوه پاکه او د اړیکو یوه ساده وسیله وه، نن‌سبا د "Updates" یا "تازه‌خبرونو" په نامه داسې چینلونه وړاندیز کوي چې د فحشا، بې‌ادبۍ، ذهني ککړتیا، او د اخلاقو تباهۍ مرکزونه دي. دا چینلونه یوازې یو عکس یا ویډیو نه ده، بلکې د ټول امت د معنوي وژنې یوه پټه وسله ده.

*خطر څه دی؟*
– دا چینلونه په ناڅاپي ډول هر کاروونکي ته ښکاري، حتی هغه چا ته هم چې نیت یې پاک وي.
– پکې ناسم، فحش، بې‌ادبانه او ځوانان تباه کوونکي مواد خپریږي.
– د دین، غیرت، حیا، فکر او ایماني قوت تباه کوي.

*خلک وایي:* موږ خو دا چینلونه نشو بندولای!
*ځواب:* هو، مستقیم اپشن نشته، خو یوه مؤثره لاره شته، او هغه دا ده:

*حل‌لاره: شکایت کول (ریپوټ WhatsApp ته)*
که زرګونه مسلمانان دا شکایت وکړي، واټساپ مجبوره ده چې د چینلونو دا برخه یا خو بند کړي، یا یې کنټرول لاندې راولي.

*څنګه شکایت وکړو؟*
1. واټساپ خلاص کړئ
2. درې نقطې (⋮) باندې کلیک وکړئ
3. "Settings" ته لاړ شئ
4. "Help" ته لاړ شئ
5. "Contact us" ته لاړ شئ
6. دا پیغام ولیکئ:
*Please add an option to disable suggested channels in the Updates tab. There are too many unwanted recommendations!

*یادونه:* که دا شکایت زرګونه خلک وکړي، نو واټساپ کمپنۍ ممکن مجبوره شي چې دا چینلونه یا بند کړي یا داسې اختیار ور اضافه کړي چې موږ یې بند کړو.


*اوس ستا مسؤلیت څه دی؟*
– دا لیکنه له نورو سره شریکه کړه
– دا شکایت عملي وکړه
– خپل نور دوستان تشویق کړه
– دا فتنه مه پرېږده چې زموږ کورونه، فکرونه، او اولادونه وسوځي

*الله مو وساته، غیرت ژوندی وساته، غفلت مه کوه!*
🥰11😘8😍2
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په عمومي کتابتون کې د ۶۴۰۰۰ زره څخه زیاتو مختلفو کتابونو لپاره آنلاین ډیټابیس جوړ شو
۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د کابل پوهنتون پولي ‌تخنیک د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علمي، تحصیلي او څیړنیزو خدماتو د پراختیا، په موخه کتابونو او درسي سرچینو ته د استادانو او محصلانو د لا آسانه لاسرسي په پار، د یاد پوهنتون د عامه کتابتون د سرچینو ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی دی.
دا سرچینې د استادانو تالیف شوي او ژباړل شوي آثار او نور اړین درسي او څېړنیز کتابونه رانغاړي او د همدې آثارو لپاره ځانګړی انلاین ډیټابیس جوړ شوی دی.
محصلین او علاقمندان کولای شي د لاندې انلاین لینک له لارې خپل اړوند کتابونو ته لاسرسی ولري:
https://tinyurl.com/KPULibrary
د پوهنتون رهبري له دې برنامې ملاتړ کوي او د ډیټابیس د تخنیکي ظرفیت او بنسټیزو جوړښتونو د لا پیاوړتیا ټینګار کوي، تر څو پوهنتون په دې برخه کې د معاصرو کتابتونیزو خدماتو په وړاندې کولو کې مخکښ پاتې شي.
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت
😍8😘4🥰3💔2