azam.af
158 subscribers
4.42K photos
1 file
7.45K links
عزم آزاده او خپلواکه وېب پاڼه
Download Telegram
لوړه؛ اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو خپل مراسم ځنډولي دي

https://wp.me/pazXlZ-hZx

عزم(دوشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه چې نن د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره شي، چې اشرف غني به خپل مراسم په ارګ کې او عبدالله عبدالله به خپل مراسم په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کړي.

د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، د اشرف غني له لوري د لوړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره کېږي.

دی وايي، یادو مراسمو ته ۴۰۰۰استازي رابلل شوي دي او پوره چمتووالی ورته نیول شوی دی.

له بل لوري د اجرائیه ریاست ویاند امېد میثم هم وايي، چې د عبدالله عبدالله لوري د لوړې مراسم ځنډول شوي او لامل یې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ خپلمنځي ستونزې دي.

له تېرې شپې راهیسې زلمی خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې دي او د دواړو لوریو ترمنځ د روغې جوړې هڅې کوي؛ خو بریالي شوي نه دي.

پرون داسې اوازې هم خپرې شوې، چې په راتلونکي حکومت کې به د اشرف غني ونډه ۷۰سلنه او د عبدالله عبدالله ونډه به ۳۰سلنه وي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله لوري داسې مهال د لوړې مراسم ځنډول کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزیر هم نن د تورخم له لارې یادو مراسمو ته رارسېدلي دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه له بوست زون څخه بهرني ځواکونه وتلي

https://wp.me/pazXlZ-hZA

عزم(دوشنبه، ۱۹ کب ۱۳۹۸): له هلمند ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې امریکایي ځواکونه د دغه ولایت له بوست زون څخه د شوراب هوایي اډې ته تللي.

امریکایي ځواکونه له دغې اډې څخه داسې مهال وتلي چې لس ورځې وړاندې طالبانو او امریکا د قطر په مرکز دوحه کې په دې هوکړه وکړه چې روانو څلور نیمو میاشتو کې به پنځه زره امریکایي عسکر وځي.

نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې تازه ویلي چې امریکا طالبانو ته د خپلو ټولو اډو لیستونه او د ځای په اړه معلومات ورکړي او هغه اډې یې ورته په نښه کړې دي چې له کومو اډو به وځي.

د امریکا کانګرس دغه اسناد محرم بللي او نیوکه یې کړې چې طالبانو ته باید دا اسناد په لاس نه وی ورکړل شوي، خو هغوی بیا وایی چې دا کار یې د دې له امله کړی تر څو طالبان پرې برید ونکړي.

د یادونې وړ دی چې دفاع او کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هلمند امنیتي چارواکو منلې چې د امریکایي ځواکونو ځانګړې قطعه له لښکرګاه ښار څخه وتلې.
نوی كال او اشغالگرانه سياسي وز لوبه

https://wp.me/pazXlZ-hZE

محسن پكتين
وزلوبه چې دري/فارسي (بزكشي) نوم يې ډېر مشهور دی د افغانستان ملي لوبه ده، شاليد يې د سكندر مقدوني تر لښكر كشيو پوري رسي، چې آريايي(د پښتنو نېكونو) اتلانو به د جگړه ايزي وړتيا ښودلو په پار د دښمن د لښكر پر پنډغالو د شپې مهال يرغل ور وړ او پوځيان به يې ژوندي يرغمل كړل.
وروسته يې د وخت تېري او نندارې د يوې تفرېحي لوبې بڼه خپله كړه چې اوس هم پرې د هېواد شمال كندز، تخار، مزار، بغلان، بدخشان، جوزجان، سمنگان، فارياب او... ولايتونو كې د نوي كال خوښۍ لمانځلې كېږي، خو سږ نوی كال به پر يوه شرمونكې سياسي وزلوبه پيل شي.
له جعلي او له درغليو ډكو ټاكنو ترسره كېدو راسي نږدې پېنځه مياشتي د هغو پر سر د نوماندانو ترمنځ دغې وزلوبې دوام وكړ او بالآخر د تېري دلوې مياشتې پر۲۹مه يې پايلې په ډاگه شوې، گټونكی لوری يې بايلونكی او بايلونكی يې گټونكی وښودل شو.
د مونيخ له غونډې د اشرفغني له راتلوسره سم دم د گڼو ټاكنېزو لانجو د هوارۍ شاته كولو سره د ټاكنو كمېسيون تمه وښوده چې د څلورو ورځو په دننه كې به يادي پايلي اعلان شي، اشرفغني واليان او د ډلگۍ غړي را وبلل ورسره يكدم د ټاكنو كمېسيون هم د پايلو د اعلان موده نن يا سبا ته را لنډه كړه.
د همدې ورځي په مازدېگر ناوخت يو ناڅاپه هوا ألم نورستانۍ درز وركړ او بايلونكی اشرفغني يې گټونكی اعلان كړ، اشرفغني خوشاله و جشنونه يې كول، خو د۲۴ساعتونو په تېرېدو لاهم نه چا ورته مباركي وويله او نه هم د نورستانۍ پام و چې د گټني باورليك خو يې وركړی وای.
گټونكي نوماند ډاكټر عبدالله او ډلې يې هم له ليږ چوپتيا وروسته هغه گواښ چې لومړی دوستم، ورپسې خلېلي او محقق كړی وه بياځل تكرار او ځان يې گټونكی اعلان كړ، ورسره يې د كمېسيون د پايلو اعلان هم رد كړ.
سياسي وزلوبه بحران ته ننوته او د هېواد سياسي وضعيت يې هم بحراني كړ، ډاكټر عبدالله د موازي حكومت هڅې پيل كړې، د دوستم او نورو پلويانو پر مټ ځيني ولايتونو ته لانجمن واليان وگومارل او نوبت د ولسمشرۍ د لوړي مراسمو ته ورسېده.
هاخوا د طالبانو او امريكايي لوري ترمنځ د اشغال د خاتمې او سولي د اعادې تړون د لاسليك د مراسمو نېټه راغله، نو اوس به څه كېږي ! خليلزاد، كرزی او سياف د وزلوبي پر خرونو سپرو لوبغاړو پسې ورغلل.
جمهور رئيسان د لوړي له مراسمو نه تېرېدل!! خو خليلزاد دواړه د امريكا خارجه وزارت په تائيد د دوو اونيو لپاره ترې ايسار كړل ترڅو له طالبانو سره يې تړون مختل نكړي، خو ارگ بياهم د كرونا ناروغۍ او د بهرنيو مېلمنو د راتگ لپاره د وخت كمښت نوم وركړ.
د طالبانو او امريكا ترمنځ تړون په برياليتوب سره ترسره شو، د پلي كولو پړاو لومړی گام يې د۵۰۰۰طالب بنديانو خلاصون، بين الأفغاني ناسته او د اشغالگرو ځواكونو د وتلو لړۍ پيل كېدل و چې دا د غني لپاره په جلا جلا توگه يو پر بل پسي د خطر زنگونه او د هغه ذهن يې نور هم مغشوش كړ.
غني چې پام يې ټول د سياسي وزلوبې سيالۍ ته دی د طالبانو او امريكا ترمنځ تړون، بين الأفغاني ناسته، د طالبانو د اوربند او بنديانو د خلاصون دوه سرې كرښي ټول يې سره خوشې كړل ترڅو يواځي وزلوبه وگټي.
په دې برخه كې درې ورځې مخكې د ډاكټر عبدالله پر پلويانو او هم خيالو يوه لښكر كشي هم وشوه، ويل كېږي د مزاري د تلين لمانځغونډې ته نږدې يوه اپارتمان كې تر غونډه څلور ورځې وړاندې د امنيتي كسانو پرنوم د داعشيان ځای پر ځای شوي و.
د غونډې د ګډونوالو د وينا له مخې دوی د بريد له پيل مخكې د هغه د مخنوي هڅه كړې وه، خو وركې د پاتې راتلو وروسته پرې بريد وشو، د امنيت ساتونكي يې له سيمي و تښتېدل او د خليلي په خبره په پېښه کې ژوبل هزاره وگړي أمنيتي کسانو پر لغتو وهل او ورپوري خندل يې.
د هزاره وگړو قصابه ترسره شوه، محقق او خليلي د پېښي د جدي څېړني غوښتنه هم وكړه، په ياد اپارتمان كې د امنيتي كسانو په نوم د حكومت له لوري ځای پر ځای شوي بريدگر كشف شول، حكومت ته د تسليمۍ په نوم كابل ته راوړل شويو داعشيانو يې پړه ومنله او اشرفغني باندې د بريد شكونه او سياسي تحليلونه ور ټول شول.
د بريد موخه يا ترلاسه شوې يانه هغه دوی ته پرېږدو، خو د پېښي شاته كولو په پار د لوړي هغه مراسم چې تر ټاكلې نېټې يې يوه اونۍ لا پاتې ده يوځل بيا يې پاتې كار رامنځته او د لوړي د مراسمو تياری پيل شو.
دواړو سيالانو په كور دننه او له بهر مېلمانه را وبلل او ترخپل منځ يې هم بلني تبادله كړې، دا چاره د پورتنۍ خونړۍ پېښي په اړه د چوپتيا رامنځته كولو يو كارنده تدبير تمام شو.
نور نو چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت اجازه نه وه كه څه هم مراسمو ته له بهر څخه را بلل شوي مېلمانه كابل ته را رسېدلي، خو ورسره ارگ او مرگ دواړو ته د ياد وزارت تليفون هم راغلی او يوځل بيا دغه مراسم ځنډېدلي دي.
دا وروسته له هغه چې خليلزاد له وړمې ورځي راسي د وزلوبي لوبغاړو ترمنځ د گډوله س
هامي شركت رامنځته كولو هڅه كوي، خو چې ونه توانېد امريكا د تليفون پر ليكه د لوړي مراسم تر هغه وځنډول چې دواړه لوبغاړي معاملې ته تيار شوي نه وي.
اوس د اندېښنې ځای دا ده چې په ملي وزلوبه كې يو دوه څاروي وي، خو د رواني سياسي وزلوبي قربانيان گڼ ولسي وگړي دي، څاروي خو چې پرې لوبه گټله كېږي پر يوڅه شمار هم وي، ولسي وگړي پر هيڅ نه دي شمار او كنه ډاكټر عبدالله چې د درې ورځي مخكې بريد ستره قرباني يې وركړه يواځي د هغې له أمله يې هم بايد لوبه گټلې او چوكۍ نوره هغه ته خوشې شوې وای، خو حاشا وخلا.
دوی يو هم د شرم پر نوم څه نه پېژني او نه ورته له خپلو گټو پرته د ولس او ځوانانو ژوند او قربانۍ ارزښت لري، د لنډغر عطانور د خوښۍ لپاره اشرفغني پر قيصاري د خوشال سادات پر مټ بريد وكړ، له درنې مرگ ژوبلي او مالي زيانونو اړولو وروسته بياهم د همدغه لنډغر لپاره اشرفغني سادات هم وشاړه.
نو ولس او ځوانان دې پام كوي چې د دوی ويني څومره بې ارزښته دي؟ پر چوكۍ سياسي وزلوبه د چا ترمنځ او قربانۍ څوك او ولي وركوي؟ چې ور يې هم كړي نو كومه گټه او چاته يې وكړي؟ دوی دې نور و پوهېږي چې لوبه د اشرفغني او عبدالله ترمنځ او د امريكا بهرنيو چارو په واك كې ده زموږ پر وېنو يواځي لاس ورته مېنځي.
خو بايد پام مو وي چې د نوري نړۍ په څېر زموږ ولس هم بايد يواځي د نندارچيانو رول ولرو، د دوی د تېري گډوله كرغېړني دورې پام پرې خطا كړو او پكي هيڅ زيان بايد ونه وينو، همدا مو بس دي چې نوی كال مو د ملي وزلوبي پر ځای پر اشغالگرانه سياسي وزلوبه پيل كېږي، هزاره وگړو يې لوړه بيه پرېكړه او موږ ته د نوي كال او نوې گډولې بد پال ښيي.

عبدالله: د حل یواځینی لار د تقلبي رایو باطلول دي

https://wp.me/pazXlZ-hZL

عزم(دوشنبه، ۱۹ کب ۱۳۹۸): د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د هیواد له اوسني سیاسي ناورین څخه د وتلو یوه لار د تقلبي رایو باطلول دي.

نوموړي تازه په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې دوی پر خپل دریځ ولاړ دي د قوانینو له مخې د خلکو له حقوقو او رایو دفاع کوي.

هغه ویلي چې شکمنې رایې باید باطلې شي او یوازینۍ لار چې اوسنی بحران له منځه وړلی شي د ناسمو او غیر شفافو رایو باطلول دي.

عبدالله ویلي چې زمونږ تیره قرباني او مصلحت باید خلکو ته د دې بهانه جوړه نکړي چې هر څه به بې له ښه او بده منو.

په ورته وخت کې د عبدالله د ټیم غړي فضل احمد معنوي ویلي مذاکرات ناکام شول که اشرف غني لوړه کوي عبدالله به یې حتما کوي.
د راز خبرہ / پيرزاده

https://wp.me/pazXlZ-hZY

انور السادات:
د مصر پخوانی ولسمشر و، چې په ۱۹۱۸ م کې په یوہ عادي کورنۍ کې زیږ‎یدلی و او په ۱۹۸۱ میلادي کې په مصر کې ترور شو.
سادات نظامي سړ‎ی و. له سیاست سرہ یې څه کار نه و خو د ترقۍ او پرمختگ دروازہ یې ھغه مھال پر مخ پرانستل شوہ چې له یوې انگریزې سرہ یې وادہ وکړ‎! ھغې انگریزې وروسته خپل نوم له رئوف جھان څخه جھان سادات ته واړ‎وہ.

حسنې مبارک:
د مصر پخوانی ولسمشر و چې د مصر په یوہ ډیرہ غریبه او بې بضاعته کورنۍ کې په ۱۹۲۸ م کې زیږ‎یدلی و او سږ‎ کال ( ۲۰۲۰ م ) و مړ‎.
د مبارک لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې پخپل کلي کې وې، پلار یې د خپلې سیمې په یوہ محکمه کې ټیټ پوړ‎ی مامور و، گوزارہ یې په ډیر مشکل روانه وہ. خو پلار یې په محکمه کې د خپلې وظیفې له برکته ځینې لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي او قاضیان پیژندل او د خپلې ھمدغې شخصي پیژندگلوۍ پر مټ یې خپل زوی مبارک ته د مصر په یوہ فوځي ښوونځي کې داخله واخیسته.
مبارک تر فوځي روزنې وروسته د مصر په ھوائي ځواک کې پیلوټ شو.
د حسنې مبارک ژوند په نورماله توگه پر مخ روان و، خو د بخت باز یې ھغه مھال پر اوږ‎ہ کیناست چې کله یې له انگریزې سوزان ( Suzanne ) چې وروسته یې بیا د مبارک وروستاړ‎ی له خپل نوم سرہ وتړ‎ہ، وادہ وکړ‎.

زلمی خلیلزاد
په کال ۱۹۵۱ م کې په مزار شریف کې زیږ‎یدلی. په قوم مموزی او لغماني الأصله امریکائي دی.
لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې یې په افغانستان او لوړ‎ې یې په بیروت او امریکا کې تر سرہ کړ‎ي.
خلیلزاد د امریکا د متحدہ ایالتو لوړ‎و مقامونو ته ھله لار پیدا کړ‎ہ چې کله یې له یوې یھودي الأصله امریکائي میرمن چیري برنارډ ( Cheryl Bernard ) سرہ د مینې په ټال تر زنگلو وروسته وادہ وکړ‎.

محمد اشرف غني:
په ۱۹۴۹ م کال د افغانستان د لوگر ولایت په یوہ متوسطه کورنۍ کې زیږ‎یدلی.
لومړ‎ني تحصیلات یې پخپل پلرني وطن کې کړ‎ي او بیا د لوړ‎و تحصیلاتو لپارہ د لبنان امریکایي پوھنتون او ورپسې د امریکا متحدہ ایالاتو ته تللی.
د روسانو د یرغل پر مھال غني په غرب کې عادي کارگر و، کله په کومه درسگاہ کې استاد، او کله د نړ‎یوال بانک مامور.
ھغه مھال چې وطن د روسي ښامار د اشغال په تلک کې د خلاصون ټوپونه وھل او بیا ورپسې د مجاھدینو د انډوخر په نتیجه کې د تجزیې پر پوله ولاړ‎ و، غني له دې خاورې سرہ لیونۍ مینه نه لرله بلکې په غرب کې یې خپله روز مزدوري کوله.
د ھغه لیونۍ مینه ھله را وپاریدہ چې کله د غرب گټې افغانستان ته راغلې.
غني د غربي قواو څخه د ملاتړ‎ په افغاني ټیم کې د کرزي تر مشرۍ لاندې افغانستان ته راغی.
د ھغه ښځه آغلې رولا گله د لبنان عیسوۍ دہ.

حمد الله محب
نوموړ‎ی د ننگرھار د خوگیاڼو غوایي خیل دی. په کال ۱۹۸۳ م کې په یوہ متوسطه کورنۍ کې زیږ‎یدلی.
لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې یې په افغانستان او بیا د مھاجرت په چاپیریال، پاکستان کې کړ‎ي.
لوړ‎ې زدہ کړ‎ې یې د انگلستان په برونل پوھنتون کې د انجنیرۍ په برخه کې تر سرہ کړ‎ي.
له زدہ کړ‎و پس د ټولنې د نورو وگړ‎و په څیر پر عامو دندو بوخت و، خو اسماني نغارہ یې ھغه مھال پر سر وکړ‎نگیدہ کله یې چې له یوې امریکائي ښځې لایل آدم (Lael Adam ) سرہ وادہ وکړ‎! محب له امریکایي میرمنې سرہ تر وادہ پس په طوفاني رفتار د ترقي منازل طی کړ‎ل. اوس د افغانستان په نظام کې د ملي امنیت مشاور دی.

د راز خبرہ:

د دریمې نړ‎ۍ او په ځانگړ‎ي ډول د اسلامي ھیوادونو لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي په درې کټه گوریو ویشلای شو؛
لومړ‎ی ھغه چارواکي چې اقتدار ورته له پلرونو او نیکونو په میراث پاته دی لکه د سعودي، اماراتو، اردن او نورو ملکونو جگپوړ‎ي.
دویمه کټه گورۍ ھغه لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي دې چې د خپل فھم، دانش، سیاسي مبارزې، او ټولنیز جدوجھد پر مټ پخپلو ټولنو کې ځلیدلي او بیا یې لوړ‎ منصبونه خپل کړ‎ي دي، د بیلگې په توگه د افغانستان پخوانی صدر اعظم مرحوم موسی شفیق، د پاکستان پخوانی صدراعظم مرحوم ذو الفقار علي بوټو، د مالیزیا صدراعظم مھاتیر محمد او نور.
دریمه کټه گوري ھغه لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي دي چې نه د سیاسي مبارزې مخینه لري او نه په ولس کې د ټولنیزو ھڅو پر مټ ځلیدلي دي او نه ھم د خپل علمي استعداد په زور قدرت ته رسیدلي.
د بیلگې په توگه: انور السادات، حسني مبارک، خلیلزاد، غني او مشھور ټامی محب!
دا محترمین چې د خپلو ټولنو عام وگړ‎ي و، ھله د اقتدار او لوړ‎و منصبونو په تر لاسه کولو بریالي شول چې کله یې د انگریز د نمکدانۍ مالگه وڅټله؛ دوی ھغه مھال وځلول شول چې کله یې ښځې انگریزی عزت شو او یا پر بل تعبیر چې کله یې عزت انگریزۍ ښځې شوې!!
ھمدغه وہ د راز خبرہ!!!
فاعتبروا یا أولی الأبصار.......

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۶/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن
اشرف غني: سبا به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون حکم صادر کړم

https://wp.me/pazXlZ-i02

عزم (دوشنبه،  ۱۹کب، ۱۳۹۸): نن د کابل حکومت دواړو مشرانو ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په جلا جلا توګه لوړه وکړه او د دواړو مشرانو د لوړې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ونډه اخیستې وه.

جمهور رئیس غني وویل، سبا به د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د پریښوودلو رسمي حکم صادر کړي چې په بدل کې به یې د جګړو کچه هم خورا کمه شي.

نوموړي دغه راز پر طالبانو تور ولګاوو چې ګواکې د داعش ډلې سره پټې اړیکې لري او ټینګار یې وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې به له جمهوریت څخه د سرې کرښې په توګه دفاع وکړي.

نوموړي له مخالفو سیاسي مشرانو هم وغوښتل چې له ارګ سره دې په ټولو چارو کې همغږي شي.

نوموړي زیاته کړه چې فساد به له حکومته ورکوي، اقتصادي پیاوړتیا به راولي او د کډوالو برخه کې به ځانګړی رول لوبوي.

د نوموړي د وینا پر مهال په غونډه کې د ډزو غږونه هم واوریدل شول، خو په هکله یې تر اوسه تازه مالومات نه دي رسنیز شوي.

سرچینې: مایک پمپیو د انتخاباتي جنجالونو د حل لپاره کابل ته راغلی

https://wp.me/pazXlZ-i07

عزم(دوشنبه، ۱۹کب ۱۳۹۸): باوري سرچینو عزم ویبپاڼې ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اشرف غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ د انتخاباتي جنجالونو د منځګړتوب په موخه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
سرچینه وایي، پمپیو به له غني او خلیلزاد سره په جلا جلا توګه وګوري او د دوو موازي لوړو مراسم به پرې وځنډوي.

بلخوا بیا د ثبات او همبالنې ټیم غړي فضل احمد معنوي ویلي چې د خلیلزاد په رسمي غوښتنه ډاکټر غني او عبدالله دواړو د لوړې مراسم ځنډولي دي.

خو د اشرف غني د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي بیا دا خبر ناسم بللی او ویلي یې دي چې نن به خامخا د غني د لوړې مراسم ترسره کیږي.
ویل کیږي چې خلیلزاد تیره ورځ د ارګ او سپیدار ماڼیو تر منځ ۵ ځله تګ راتګ وکړ، خو بیا هم بریالی نه شو چې د دواړو مشرانو قناعت ترلاسه کړي.

طالبان: د هېواد په داخلي موضوعاتو مو له بهرنیانو سره هیڅ مذاکره نه ده کړې

https://wp.me/pazXlZ-i0a

عزم (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸): طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې ویلي چې له تېرو څه باندې اتلسو کلونو راهیسې د هېواد ”د خپلواکۍ د بیااعادې او د یوه اسلامي نظام د نفاذ لپاره په وسله واله مبارزه بوخت دي، او هممهاله یې له سیاسي لارې هم دې سترو موخو ته د رسېدو لپاره ټول توان کارولی دی“.

طالبانو له امریکایي لوري سره د بهرنیوځواکونو د وتلو د تړون لاسلیک د افغان ولس لپاره ستره بریا بللې او زیاته کړې یې ده چې ”د دې تړون په امضا سره به ان شاءالله هېواد ته خپله هغه خپلواکي بېرته را اعاده شي چې بهرنیو اشغالګرو، د ځینو کورنیو ناخلفو په ملاتړ، تروړلې وه“.

سرمقاله وایي، ”د تړون له مخې به، امریکا نږدې ۵۰۰۰ هغه بندیان خوشي کوي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د استقلال او خپلواکۍ غوښتنې په جرم (!) نیول شوي دي“.

طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې د دې بندیانو د خلاصولو مسؤلیت د امریکا پر غاړه دی ځکه چې په وینا یې ”د همدوی په دستور، قومانده او د همدوی د خوشحالولو لپاره نیول شوي وو. امریکايي لوری باید په دې برخه کې د خپلو ژمنو په پوره کولو سره د یوه بل مهم پړاو (د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو) ته، چې د افغانستان د ستونزې اخیرنی حل دی، لار پرانیزي.“

سرمقاله کې ویل شوي دي چې طالبان باور لري، د افغانستان داخلي مشکلات او موضوعات تر افغانانو پورې اړه لري او یوازې افغانان یې باید په اړه تصمیم ونیسي. ” له همدې امله یې په تېرو ټولو مذاکراتي پړاوونو کې د هېواد په داخلي موضوعاتو (لکه اوربند، د آینده نظام نوعیت او نورو مسایلو) له بهرنیانو سره هیڅ خبرې ونکړې.“

طالبانو د هېواد پر ټولو جناحونو باندې د خپلمنځي اتحاد، د اشغال د خاتمې تړون ته د ژمنتیا، د سولې-ضد کړیو پر ضد د یووالي او ملي-اسلامي منافعو ته د توجه اړولو غږ کړی، او ډاډ یې ورکړی چې ”د هېواد د داخلي موضوعاتو په اړه د خپلو خلکو پرېکړو ته احترام لري، او په خپل ټول توان به د هېواد د څو لسیزو د ناورین ختمولو او د یوه مستحکم، قوي او اسلامي نظام د تاسیس هڅو ته دوام ورکوي“.