د افغانستان اسلامي امارت دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا برادر اخند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر محترم سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، په ارګ کې ښه راغلاست ووایه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او ملي اقتصاد وزیر په مشرۍ راغلي پلاوي سره په کتنه کې به د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست، د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست، د صنعت او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.
په دغه کتنه کې به د دواړو هیوادونو مقامات د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

هیأتی تحت ریاست محترم سیریک ژومانگارین معاون صدراعظم و وزیر اقتصاد ملی قزاقستان که جهت یک سفر رسمی به کابل آمده است، قبل از ظهر امروز در ارگ مورد استقبال محترم الحاج ملا برادر آخند معاون اقتصادی ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان قرار گرفت.
در دیدار معاون اقتصادی ریاست الوزراء با هیات قزاقستانی تحت ریاست معاون صدراعظم و وزیر اقتصاد ملی آن کشور، سرپرست وزارت ترانسپورت و هوانوردی، سرپرست ریاست عمومی دافغانستان بانک، معینان وزارت های صنعت و تجارت و معادن و پترولیم و سفیر امارت اسلامی در قزاقستان نیز حضور خواهند داشت.
مقامات افغانستان و قزاقستان در دیدار شان، برعلاوۀ روابط اقتصادی، تجارتی و ترانزیتی میان دو کشور، در خصوص گسترش هرچه بیشتر همکاری های دوجانبه در زمینه پروژه های زیربنایی، بحث و تبادل نظر خواهند کرد.

H.E. Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, Deputy Prime Minister for Economic Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan, warmly welcomed the delegation led by Mr. Serik Zhumangarin, Deputy Prime Minister and Minister of National Economy of the Republic of Kazakhstan, at the Prime Minister’s Office upon their arrival in Kabul for an official visit today.
In a meeting with the delegation of Kazakhstan, led by the Deputy Prime Minister and Minister of National Economy of Kazakhstan and the Deputy Prime Minister for Economic Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan, the Acting Minister of Transport and Civil Aviation of the Islamic Emirate, the Acting Governor of the Afghanistan Bank, the Deputy Ministers of Industry, Commerce, and Mines and Petroleum, as well as the Ambassador of the Islamic Emirate to Kazakhstan, will also participate.
In this meeting, officials from both countries will discuss the further expansion of cooperation in infrastructure projects, as well as economic, trade, and transit relations between Afghanistan and Kazakhstan.

خبر
۱۴۰۴ د غویي میاشتې لومړۍ نېټه
افغانستان او قزاقستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا لار نقشه پلې کوي
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سیریک ژومانګارین او مل پلاوي سره، نن په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل. دواړو لوروپه مختلفو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان له قزاقستان سره ګډ بنسټیز مشترکات لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خورا مثبت اغېز لرلی او د پانګونې فرصتونه یې زیات کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لار نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د دې لار نقشې پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، د کانونو استخراج، ټرانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت چمتو دی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې موجود فرصتونه له قزاقستان سره شریک او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې موافقتنامه لاسلیک کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د نفتو ساحو په توسعه او اکتشاف کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد د وارداتو او صادراتو کچې د زیاتوالي په موخه د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته ورمعرفي شي. له دې سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه اسلامي امارت د څلورو هېوادونو (افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان) د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.
همدا راز محترم ملا صاحب د کابل او استانې ترمنځ د الوتنو پر پيل، افغان سوداګرو ته د قزاقستان د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سيمې هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې د افغانستان پر فعالې برخې اخيستو ټینګار وکړ.
ورپسې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سیریک ژومانګارین وویل، قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي وویل، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ - هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغې پروژې د چارو پرمخ بېولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، قزاقستان د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري، چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي. نوموړي وویل، قزاقستاني پانګوال په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او په دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي. د دغې لیدنې پر مهال قزاقستاني لوري افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو او همدا راز د روغتیا او تعلیم برخو کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې پټلۍ په یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ او هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.