Forwarded from 🔴 دَقِـیْـقً خَـبَـرُوْنَــهٌ 🔴
د کندهار ښاروالۍ لخوا د پرمختیایي خدماتو په دوام د شپږمي ناحیې مربوط په نوې قلعچه کښي یو بل پلچک چي مخکي تخریب سوی وو ورغول سو.
کندهار ښآروالۍ د خپلو پرمختیایي خدماتو په دوام یاد تخریب سوی پلچکونه یو په یو رغوي، ترڅو د سیمي خلګ ورڅخه استفاده وکړئ، او ورته ښاري سهولت برابر سي.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي د کندهار ښار په پنځلسوناحیوکښي ګرانو ښاریانو ته ښاري اسانتیاوي رامنځته کوي.
.
📶
دقیق_خبرونه
https://t.me/Daqiqkhabar

#تـازه
نن د ااا بهرنيو چارو وزير محترم مولوي صاحب اميرخان متقي د افغانستان لپاره د المان او نيدرلينډ خاص استازو جاسپر وايک او ارنيل ديبونټ، د المان نوماند سفير مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل.
په ليدنه کې د المان او نيدرلينډ هيوادونو ګډ هيئت دافغانستان نوي حکومت سره په بشري مرستو او راتلونکي سياسي اړيکو خبرې وکړې، او هم يې ژمنه وکړه چې داسې لارې لټوي ترڅو معليمينو او صحي کارکونکو ته معاشات ورکړي.
محترم متقي صاحب له مرستو او له نوي اسلامي حکومت سره مثبت لور ته ګام اخستلو نه مننه وکړه او سپارښتنه يې وکړه چې د معاشاتو برخه کې کوشش وشې چې مرستي مستقيما د مامورينو بانکي حسابونو ته نقل شي ترڅو نور اضافي مصارف ورباندې او ځنډ کي رانشي.
#مجاهد
@Wayandoae

اسلامي امارت د آلمان او نيدرلنډ هیوادونو د دې اقدام هرکلی او ستاینه کوي، چې د تعلیم او روغتیا په برخو کې د ټولو نارینه او ښځینه کارمندانو معاشونه ورکوي.
اسلامي امارت به په شفاف ډول د معاشاتو په رسولو کې مرسته او همکاري کوي.

نن ناوخته د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سيمه کې د سهراب په نوم يو ماشوم، چې د پلار نوم یی گل اغا دی او دوې ورځې وړاندې د پشت کوتل سیمه کې اختطاف شوی و، د مجاهدینو له لوري د اختطافګرو له منګولو ازاد کړل شو او ژر به خپلې کورنۍ ته و سپارل شي.

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وایي چې سر له نن څخه د ټولو دولتي کارمندانو د۳ میاشتو(سنبلې، میزان او عقرب)معاشات په یوه ځای اجراء کیږي.
وزارت مالیه امارت اسلامي افغانستان میگوید که، سر از امروز معاشات ۳ ماهه ( سنبله، میزان و عقرب ) کارمندان دولتی يکجا پرداخته میشود.

متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست. د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام.
متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي.
#مجاهد
@Wayandoae
متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي.
#مجاهد
@Wayandoae
د خپل اسلامی نظام ملاتړ وکړئ!
اسلامي امارت هغه شرعي نظام دی چي الله تعالی د افغانستان پر خلګو و لوروی، ټول ولس یې بايد شکر آداء کړي او د هر هغه چا په وړاندي چي امنیت اخلالوي لکه فتنه ګر داعش، مفسدين غله او ظالم اختطافګر د اسلامي امارت د مجاهدینو سره هر هړخیزه مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صاحب عبدالکبیر نن غرمه د اهل تشیع یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د اسلامي امارت غېږه ټولو ته پرانیستې او ټولو وړ افغانانو ته به د خدمت زمینه برابره شي.

د عاليقدر امیرالمؤمنین د فرمان په اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې.
۱ ــ محترم مولوي صاحب شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه
۲ ــ محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه
۳ ــ محترم ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه
۴ ــ محترم مولوي صاحب شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۵ ــ محترم مولوي صاحب عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۶ ــ محترم مولوي صاحب حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه
۷ ـــ محترم شيخ صاحب عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه
۸ ــ محترم مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه
۹ ــ محترم مولوي صاحب عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه
۱۰ ــ محترم مولوي صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه
۱۱ محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه
۱۲ ــ محترم مولوي صاحب کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه
۱۳ ــ محترم مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه
۱۴ ــ محترم مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه
۱۵ محترم شيخ صاحب مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه
۱۶ ــ محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه
۱۷ ـــ محترم مولوي صاحب عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه
۱۸ ـــ مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه
۱۹ ــ حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
۲۰ ــ محترم مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه
۲۱ ــ محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه
۲۲ ــ محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه
۲۳ ــ محترم مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه
۲۴ ـــ محترم مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
۲۵ ــ محترم مولوي صاحب عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه
۲۶ ـــ حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه
۲۷ ــ محترم مولوي صاحب عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۳/۴/۱۷ هـ ق
۱۴۰۰/۹/۱ هـ ش 2021/11/22 م

د اسلامي امارت د کابینې غونډه دائره شوه.
https://t.co/DSAz9fYbla https://t.co/8i9s05iGN1
#مجاهد
@Wayandoae
https://t.co/DSAz9fYbla https://t.co/8i9s05iGN1
#مجاهد
@Wayandoae
د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب کمېټې له عملیاتي رئیس سره وکتل.
https://t.co/MvfiJ7Ytqu https://t.co/I5GJOmNmTX
#مجاهد
@Wayandoae
https://t.co/MvfiJ7Ytqu https://t.co/I5GJOmNmTX
#مجاهد
@Wayandoae
#تـازه
د چاپیریال ساتنه زموږ د ټولو دنده.
موږ اوږده جګړه شاته پرې ايښې ده، طبیعي ده چې ستونزې به له ځان سره لري.
اکسیجن لوی او مفت نعمت دی چې الله تعالی موږ ته راکړی باید پاک یې وساتو.

ټول ښاریان باید له پیلترونو څخه استفاده وکړي تر څو په صاف او پاک چاپیریال کې ژوند وکړو.

"د هېواد ځنغوزي چې کله چین ته ورسیږي، نو داسې بڼه غوره کړي. راځئ د خپلو تولیداتو په قدر پوه شو. هیواد هلته په پښو دریږي چې صادرات مو تر وارداتو زیات شي."
#مجاهد
@Wayandoae
#مجاهد
@Wayandoae
ملت ته د رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخند د وينا متن
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم. اما بعد:
تر ټولو دمخه خپل ګران او ځورېدلي ملت ته خپل سلامونه وړاندې کوم. الله جلاله دې ستاسې د پلرونو، زامنو او وروڼو تکلیفونه، شهادتونه، زندانونه او هر ډول سختۍ، چې پرتاسو تېرې شوې دي، په خپل دربار کې قبولې کړي. کوم کسان چې زخمي شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړې او معیوب شوي وي او ژوندي پاتي وي، د دوي تکلیفونه دې هم الله جل جلاله قبول او مقبول وګرځوي.
ګران او ځورېدلی ملته!
غواړم چې پر روانو حالاتو له تاسو سره یو څو خبرې وکړم او څه وضاحت ستاسې حضور ته وړاندې کړم.
ګران ولسه، شل کلن تاریخ او د الله له لوري لوی امتحان پر تاسې تېر شو. تاسې او ستاسې بچیانو مجاهدینو دا شل کلن جهاد په ډېرو سختو تکالیفو، زندانونو، چاپو او قربانیو تېر کړ؛ مجاهدینو د هر څه پر وړاندې ځان سپر کړ، چې په پایله کې یې الله جل جلاله دا لوی نعمت ورپه برخه کړ.
ټول ګران ولس ته دا وینا کوم چې اوس موږ او تاسې له یوه بل امتحان سره مخ یو.
محترمو مجاهدینو! تاسې له الله جل جلاله سره د درو شیانو ژمنه کړې وه: چې موږ به له وطنه د کفارو ګیلم ټولوو، اشغال ته به د پای ټکی ږدو؛ پر ځای به یې یو اسلامي حکومت او نظام قایموو؛ او ټول هېواد ته به امنیت راولو.
ګران ملته! له تاسې سره مجاهدینو وعده کړې وه چې تر څو چې اشغال ختمیږي موږ به جنګېږو؛ تر څو چې دلته اسلامي حکومت او نظام راځي، موږ به جنګېږو؛ او په دې هېواد کې به [داسې] امنیت راولو چې د ټولو حقوق، مال او عزت به خوندي وي، څوک به چا ته ضرر نه شي رسولای - مجاهدینو په درې درو واړو وعدو د الله تعالی په نصرت وفا وکړه.
اوس مو خبره دا ده چې اې ملته!
پر تاسې د دې نعمت شکر لازم او واجب دی. محترمو وروڼو، خدای مه کړه، که د دې نعمتونو شکر ادا نه شي او نارضایتي ښکاره شي، نو څه به پېښ شي؟ د امارت په اړه بعضې ناپوهه اشخاص داسې څرګندونې کوي چې سړی وویریږي چې که ملت د دې عظیم نعمت شکر ادا نه کړي نو په یوه بل عذاب به اخته شي. له یوه طرفه چیغې وهل کیږي چې د کار نشتوالی دی، د امارت له راتلو سره نرخونه لوړ شوي دي. سبحان الله، اې ملته! دغه به انصاف وي چې دا د نرخ لوړوالی له امارت سره وتړل شي؟ ایا نیستي، قحطي له امارت سره راغلې او که دا له پخوا په دې هیواد کې موجوده وه؟
ګران او مهربان ولسه !
تاسې له خپل ځان سره فکر وکړئ چې امارت خو له تاسې سره د رزق وعده نه ده کړې. امارت خو پر خپله کړې وعده وفا درسره وکړه، د رزق وعده خو الله جل جلاله له خپل مخلوق سره کړې ده. باید موږ ټول خپل بادار جل جلاله ته فریاد وکړو چې پر موږ د رحمت بارانونه راووروه ترڅو زموږ له هېواد څخه د وچکالۍ لمنه ټوله شي او شته مشکلات مو حل شي. دا د الله لوی امتحان دی، [ځکه چې] بنده ګانو له الله څخه سرکشي شروع کړې ده. الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي چې الله جل جلاله ته فریاد وکړو او زموږ ستونزې هوارې شي.
الحمدلله، په دې ملک کې چې څه واکداران دي، خاینان نه دي، پیسې ګټونکي نه دي چې خپل جېبونه ډک کړي؛ دا د پیسو شایقین نه دي - دا هغه کسان دي چې خپل سرونه یې د اسلامي نظام راوستلو او د دې ملت لپاره د الله په لار کې وقف کړي وو.
ولسه! دغه خلک له تاسې پیسې نه غلا کوي. دلته چې زه موجود یم د دې ځای واقعه به تاسې ته وړاندې کړم تر څو تاسې ته دا په ثبوت ورسیږي چې دلته حکومت کوونکي خلک غله، جېب ډکوونکي نه دي. په ارګ کې موږ او مجاهدین ګوزاره کوو، دلته چې له موږ څخه مخکې څوک وو، کله چې تښتېدلي وو په لارو کې پیسې ترې لوېدلې وې. سړی تعجب وکړي د دې خلکو ایمانونو ته: یو کشر طالب به یو لک دوه لکه ډالر ځای پر ځای پیدا کړل، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله پرته به بل هېڅوک هم نه و، خو دوي به هغه پیسې ما ته راوړې چې دا مو په فلاني ځای کې پيدا کړې. حتی یوولس لکه ډالر د ارګ په بیلابیلو برخو کې طالبانو موندلي وو او ما ته یې راوړل چې دا واخله. په هرځل پیسو راوړلو به ما د دوی په ایمان او وجدان تعحب کاوه. دا دا ډول انسانان دي.
نو که چیرې د افغانستان د خلکو پیسې، چې د ملت سرمایه ده، ازادې شي، زه یقیني یم چې شته ستونزې به ټولې هوارې شي، هغه ستونزې چې د ولس په مخ کې دي الله جل جلاله به یې په خپل نصرت سره هوارې کړي او افغانستان به له دې مشکلاتو وباسي.
نو اې ملته! هوښیار اوسئ. د مخکیني نظام بعضې کسان چې په دې ملت کې پاتې دي او پټ دي داسې څرګندونې کوي چې ټول ملت ته تشویش وراچوي، ټول ملت په خپل دې مبارک نظام شکمنوي. ډېر هوښیار اوسئ چې دښمن مو بیا یرغمل نه کړي. خدای مه کړه چې په خپل داسې مبارک نظام، امنیت او حکومت باندې بدګومانه شئ، یا په دې اړه یوه بېکاره خبره درنه وشي، الله جل جلاله به درنه ناراضه شي.

پخوا به مو نه د شپې ځای و او نه د ورځې، نه د پټېدو او نه د شپې تېرېدو او نه د خوب ځای - الله جل جلاله دا ټول مشکلات حل کړل او داسې ډاډمنه فضا یې رامنځته کړه چې د شپې او ورځې ارام خوب او هوسا ژوند پکې تیرولای شئ؛ د شپې له مخې هم تګ او مزل کولای شئ او د ورځې هم. هېڅ کومه ستونزه مو پر وړاندې نشته، نه مو څوک مخې ته درېدلای شي. که د دې نعمت شکر ادا نه کړو، الله به مو په سختترین عذاب اخته کړي.
داسې خبرې اورم چې ویل کیږي طالبان راغلي دي، کار نه پیدا کیږي، کارونه نشته. د کار زمینه خو اصلًا پخوانۍ ادارې بنده کړې وه. د یو کلي اوسېدونکی بل کلي ته نشوای تلای، چا به په خپلو کروندو کې اوبه نه شوای لګولای، چا به خپل روزګار نه شوای چلولای. اوس خو شکر الحمدلله که د ورځې یا شپې سفر کوې، که کار کوې، که خپل روزګار چلوې، بزګري کوې بڼوالي کوې، هره چاره چې پر مخ بیایې، هېڅ مشکل دې نشته - ارامه او ډاډمنه فضا درته چمتو ده. نو د کار زمینه اوس ښه برابره ده که هغه وخت چې قدم په قدم به پوستو او ټوپکوالو درنه پیسې اخیستلې؟ د مخکیني نظام پیسه-خوارو او هغوی ته تبلیغ کوونکو - هغه که دلته په افغانستان کې دي که په بهر کې دي - په دې شکل تبلیغ پیل کړی چې طالبان راغلي او افغانستان کې یې کاروبار زیانمن کړی دی. ملته! که داسې فکر له چا سره موجود وي، نو دا به بیخي بې انصافي وي. ګران ولسه! بیداره اوسئ، که خدای کول، زما یقین دی چې په لږ وخت کې به الله جل جلاله له موږ او تاسې مشکلات ختم کړي. الله ته مې ډېر امید دی چې الله پاک به بارانونه راباندې ووروي، او زموږ، د ملت او د خدای جل جلاله دښمنان به په دې کار کې هم شرمنده او ذلیله کړي. دا مې تاسې ته وینا ده چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړئ او ناشکري یې مه کوئ.
مجاهدینو او مسولینو ته مې دا وینا ده چې اې محترمینو، کشرانو او مشرانو، د امارت کارکوونکو! له موږ او تاسې سره پروردګار عالم ډیر لوی کمک وکړ، که د دې نعمت شکر ادا نه کړئ، آیا تاسې له دې نه وېرېږئ چې الله تعالی به تر دې [شل کلنې سختۍ] سخت عذاب درباندې راولي؟ ګوره مجاهده وروره، باید پر خپل ولس رحم او ترحم وکړئ، زهیر یې نه کړې. د یتیم په سر یې د ترحم لاس کش کړه. دا هغه ولس دی چې شل کاله یې له تا سره تکلیفونه اوږه په اوږه تېر کړي، ته یې په خپله غېږه کې ساتلی یې. ته له دوی سره ښه چلند کوه، ځوره یې مه، ضرر مه وررسوه، درڅخه مه یې خوابدی کوه، خپلې دروازې دې د ملت پرمخ مه تړه. اوس که ته د دې ملت او د لوی الله بادار شکر ادا نه کړې، ای مجاهده، الله تعالی به تا ته هم سختترین عذاب درکړي.
داسې مه کوه چې دروازې دې په ځان پسې بندې کړې وي، پر ځان دې زنځیرونه او پاټکونه راګرځولي وي، او ولس نشي کولای چې خپلې ستونزې له تا سره شریکې کړي او یا په اساني ستا لیدل ورته مهیا شي. دا خصوصا والیانو او امنیه قومندانانو ته وایم. اې ورووره! تهپخپله فکر وکړه، دې ولس پوره شل کاله په خپله غېږ او کور کې ساتلی یې، څومره ناځواني او نامردي ده چې دوی اوس ستاسې دروازې ته په شواروزو ولاړ وي خو ته دومره موقع نه ورکوې چې خپلې ستونزې درسره شریکې کړي. ده د خپل کور د حرام سرای دروازه ستا پر مخ خلاصه کړې وه، خو د ډېر افسوس ځای دی چې دوی اوس په هفتو او شواروزو ستا دروازو ته ولاړ وي یو خط کاغذ او خپله چیغه ستا تر دره نشي دررسولای ځکه چې ستا پیره داران، زنځیرونه او ساتونکي ولاړ دي او ستا د لیدو اجازه څوک نه لري.
ټولو والیانو، قومندانانو، قاضیانو او مسولینو ته مې دا قاطع امر دی چې د ولس لپاره باید ستاسې دروازې خلاصې وي؛ که مو خلاصې نه کړې، زما دې په الله قسم وي چې د الله د رحمت دروازې به ستاسې پرمخ بندې وي. د دې مسلمان ملت او مجاهدینو خدمت وکړئ. ناشکري مه کوئ. که ته د تېرو چارواکو په څېر کارونه کوې، نو ستا بهتري به په هغوی څه وي؟ چې د الله د نظام ساتنه نه کوې، د دې ولس خدمت نه کوې، د مجاهد خدمت نه کوې، نو ته به څنګه پر الله ګران یې؟ ستا خیال څه دی چې تر څو به په دې ښایسته بنګلو کې ناست یم، تر څو به په دې لویو لویو موټرونو کې ناست یم؟ الله به دې داسې د قدرت په څپېړه ووهي چې فکر به دې هم نه وي کړی، هیڅ تصور به دې یې نه وي کړی. بیا به وایې چې دا څه راوشول. الله دې موږ له داسې کار او انجامه وساتي. کوم خلک چې تر موږ وړاندې دلته وو شل ورځې مخکې به یې فکر هم نه و کړی چې په ارګ یا فلاني ولایت کې به طالب ګرځي - خو الهي فیصله دا وه چې په لسو ورځو کې یې د دوی حکومت پر بل مخ راواړوه. نو که د الله سرکشي دې وکړه، که ولس یې یا مجاهد، الله جل جلاله ته هر څه اسان دي، هر څه درسره کولای شي.