زبیح الله مجاهد ”ویاندوی“
983 subscribers
15 photos
6 links
تازه او پر وخت خبرونه د ا ا ا رسمي نظر ښودنـه
Download Telegram
#تـازه

‏اوس مهال په هېواد کې يونيم ميليون وګړي د غالیو په صنعت کې بوخت دي.
همدا ډول په ټول هېواد کې د صنعت کارانو لپاره د ځمکو د ويش لړۍ هم روانه ده.

#مجاهد
@Wayandoae
#تـازه

‏همدا اوس د تجارت په وزارت کې د غاليو د اتحاديو د مشر د ټاکلو په موخه ټاکنې پيل شوې.
په دې ټاکنو کې د هېواد په لويو ولايتونو کې هم ګډونوال رايه ورکوي او د اتحاديې مشر ټاکي.

#مجاهد
@Wayandoae
#خبــر

نن سهار د روسیې هیواد لخوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لومړۍ جوپه را ورسیده.
دغه مرستې، چې په ۳ الوتکو کې را انتقال شوې او ۳۶ ټنه وزن یې درلود، اوړه، غوړي او کمپلې په کې شاملې دي او د اسلامي امارت د ویاند محترم ذبیح الله مجاهد، د ضد حوادث وزارت د معین ‏او د مرستو د تسلیمۍ د کمیسیون د استازو په حضور کې تسلیم شوه.
د دغې مرستې د تسلیمیدو په مهال د روسیې هیواد او د روسیې له خلکو څخه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت په نمایندګۍ مننه وشوه او له نورو هیوادونو څخه هم غوښتنه وشوه چې ورته ګامونه واخلي او د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
باید یادونه وکړو، چې د روسیې لخوا ټولې ۱۰۸ ټنه بشري مرستې په ۳ مرحلو کې د افغانستان له خلکو سره تر سره کیږي، چې لومړۍ جوپه یې نن او پاتي ۲ نورې جوپې به يې په راتلونکې کې ترسره شي.

#مجاهد
@Wayandoae
#خبــر:

د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیالانو د المان او هالنډ هیوادونو له استازو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا‌ مرستیالانو محترم ملا عبدالغني برادر او محترم مولوي صاحب عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د المان او هالنډ هیوادونو له ځانګړو استازو او مل پلاویو سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او بشري وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې محترم ملا عبدالغني برادر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د روان وضعیت او اسلامي امارت له لورې د لازمو اسانتیاو او شرایطو برابرولو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو ده او بیرته ورته را خوشې شي.
موږ غواړو بین المللي ټولنه د افغانستان وضعیت ته پام وکړي،
که په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري.
وروسته د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د دیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د تامین مننه وکړه او زیاته یې کړه، موږ د افغانانو تر څنګ یوو او په دې وروستیو کې د المان لومړي وزیر له افغانستان سره د دغه هیواد د مخکېنیو مرستو سربېره، ۶۰۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.
په دغه کتنه کې محترم حنفي صاحب وویل،افغانستان اوالمان تاریخي مناسبات لري او موږ د دغو روابطو پراختیاغواړو.
هغه زیاته کړه، موږ هیچاته د دې اجازه نه ورکوو چې دافغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي،
د نشه یي توکو د کر، قاچاق او پروسس دمخنیوي هڅې کوو اوکوښښ کوو کروندګرو ته دبین المللي ټولنې په همکارۍ دبدیل اقتصاد زمینه برابره کړو.
محترم حنفي صاحب دېته په اشارې چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او بشپړ لازم شرایط برابر شوي، د المان او هالنډ او د نړۍ له نورو ‏هیوادونو وغوښتل چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ او د روغتیا برخو کې پانګونه وکړي
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۳/۴/۱۴۴۳ هـق
۲۶/۸/۱۴۰۰ هـش 18/11/2021 م

@Wayandoae