VOU | امت غږ
158 subscribers
44 photos
1 video
24 links
‏موخه مو د سپيڅلو رڼو اسلامي افکارو او مفاهيمو له لارې د اسلامي امت ويښول دي.
🏴🏳️
https://x.com/VOUmmat?s=09
https://t.me/VOUmmat1924
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
Download Telegram
دنیا د آزموینې ډګر دی، نه د پوچ‌ګرایۍ (بې‌هدفۍ) میدان!

کله چې د یونان فلسفه د اسلامي فکر نړۍ ته ننوتله او د علم کلام (د عقیدې د فلسفي بحثونو) بنسټ کېښودل شو، نو د مسلمانانو تر منځ عقیدوي شخړې او ژور بحثونه زیات شول. دا لاره، پر ایمان او نېک عمل د زیاتوالي پر ځای، د امت ځواک په داسې مباحثو ولګاوه چې نه یې ګټه لرله او نه یې کوم درد ټکوراوه. په دې توګه د مسلمانانو یووالی له دننه څخه کمزوری شو.

ورو ورو د یقین ځای شک او تردید ونیو، او د «دیني پوچ‌ګرایۍ» یوه بڼه راپیدا شوه، چې حتی تر ټولو څرګند اصول یې هم د شک لاندې راوستل. پایله دا شوه چې اسلامي ټولنه له هغه روښانه لارې واوښته، کومه چې د قرآن او سنتو ساده او بې‌واسطې پیروي وه همغه لاره چې صحابه‌کرامو او د هغوی لومړنیو نسلونو درک کړې وه.

له همدې امله، نن اړینه ده چې قرآن د نزول د زمانې په شان په طبیعي، صفا او شفاف فهم سره درک کړو؛ داسې فهم چې له فلسفي او کلامي پېچلتیاوو پاک وي. ځکه یو مسلمان باید دنیا د ازموینې ډګر وبولي او خپل مسؤلیت او مکلفیت وپېژني، نه دا چې د پوچ‌ګرایۍ او بې‌مفهومۍ په دام کې سرګردان شي.
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
1
زموږ خپرونې په واټساف کې هم له لاندې لنک څخه لاسته راوړلى شئ؛ هم يې خپله فالو کړئ او هم يې نورو ته ورسوئ!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
هغه پولې چې وروري يې ختمه کړې

هغه هېوادونه چې د دولت ـ ملت په نظم جوړ شوي؛ د اسلامي امت په ټټر د سرطان له دانې پرته بل څه نه دي، د دې دانې له ختمولو پرته بله لار نشته، دغه داسې دانه ده چې کافرانو کلونه مخکې زموږ په منځ کې کرلې او اوس حاصل ته رسيدلې؛ ترڅو هېڅ هېواد د هغوی له ټاکل شوو حدودو څخه تېر نه شي حتى تر دې پورې چې په خپلو کې دومره سره پردي شي چې د ظلم په ليدو ووايي: «پرېږده يې موږ يې څه کوو؛ دا خو د دوى خپله مسله ده.»

دغه پولې چې کافرانو رسم کړي دي، بايد د مسلمانانو ترمنځ خنډ نشي؛ ځکه مسلمانانو ته د خپلو وروڼو وينه تویول روا نه دي. مسلمانان يو د بل وروڼه دي، د يو بدن غړي دي، او هېڅ مصنوعي پوله يې له يو بله نشي بېلولى.
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
نتانیاهو په داسې حال کې ټرامپ ته د سولې نښه ډالۍ کړه، چې دواړه لاسونه يې د غزې په وينو سره دي. دوى د سولې په نامه د جګړې تخم په څو هېوادونو کې وکرلو، دا د سولې د موسکا او جنايت ترمنځ ښکاره ټکر دى که پوهيږئ!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي وحدت ننګونې: له خلافته تر وطني کرښو!
د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو د يو امير تر مشرۍ لاندې د اسلامي خلافت په چوکاټ کې د اتحاد امکان ډېر لوړ دی؛ ځکه چې د دې دواړو هېوادونو مسلمانان نه يوازې د عقيدې له مخې يو له بل سره تړلي دي، بلکې د ژبې او وينې له مخې هم سره ګنډل شوي دي.
کله چې امريکا له دې سيمې څخه د خطر احساس وکړ، د دواړو لورو د پوځونو تر منځ يې د جګړې لمبې بلې کړې، تر څو د دواړو غاړو مسلمانانو تر منځ د دښمنۍ او کينې فضا ګرمه کړي او د هغوی له يووالي څخه مخنيوی وکړي.
ملي، وطني او قومي مفکورې هم د غرب هغه بله وسيله ده چې د څو مزدورانو له لارې يې خپره کړې ده، څو مسلمانان د اسلام پر ځای د وطن، سرحد او قوم په مفکوره د ډيورند ستونزه د حل معيار وبولي.
او د دې پر ځای چې خلک د پولو د ماتولو او د اسلام پر بنسټ د يووالي او د يو خليفه سره د بيعت لپاره وهڅول شي؛ برعکس د پولو دفاع، د وطن پر بنسټ د يووالي او د څو واکمنانو تر فرمان لاندې پاتې کېدو ته هڅول کېږي.
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
هغه پوځ چې د کشمیر او غزې د دفاع لپاره باید جنګېدلى واى؛ ولې د خپلو مسلمانو وروڼو وژلو ته صفونه تړي؟؟!
ملت پالنه او وطن پالنه ده چې موږ يې خپل منځي دښمنۍ ته تړلي يو!
آيا د دې وخت نه ده رسيدلى چې نور دغه پوچه مفکوره وغورځوو او د امت او خلافت په مفکوره منګولې ولګوو؟؟!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
زياتې هيلې د مرګ له هيريدو څخه راځي!
#عمر فاروق رضي الله عنه
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
1
د ټرمپ سوله؛ که په غزه کې د نوې جګړې پیل؟!

د ټرامپ له جعلي سولې وروسته څو څو ځله د صهیونیستي رژیم ځواکونو د غزې پر مظلوم ولس بریدونه کړي او لسګونه بې‌ګناه انسانان یې په خاورو او وينو لت پت کړي. موږ څو ځله په امت غږ کړى وو چې دا سوله یوازې د یو نوي جنګ پټ پیغام دى. دا خلک تراوسه پورې نه کوم تړون ته ژمن پاتې شوي او نه هم د مسلمانانو خير غواړي، نو ولې باور پرې وشي؟!

د افسوس ځاى خو دا ده چې خاين او ګوډاګي واکمنان تل کافرانو ته لاس په نامه وي، خو په خپلو خلکو جبر کوي. موږ بيا هم خپله خبره په خورا دردوونکي توګه تکراروو او په امت غږ کوو چې دا دښمنان هیڅکله په خپلو ژمنو نه درېږي او هېڅکله به هم ونه درېږي. نور باید نه پر دوى او نه د دوى پر چاپلوسانو باور وشي!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
هره بوختيا چې د الله سبحانه وتعالى په رضایت پورې نه وي تړلي، هواى نفس دى؛ په دې اړه باید ووېرېږو!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
👍1
پاکستان، عربستان، ترکیې، مصر، اماراتو، اردن، مالیزیا او اندونیزیا د الله په خاطر غزې ته د مظلومانو د دفاع لپاره پوځ ونه لېږه خو نن يې د ټرمپ په خاطر د ظالمانو ملاتړ ته ور لېږي؛ آيا اوس هم دا حکام د امت بولئ؟؟! آيا د نبوت پر منهج د دوهم راشد خلافت وخت نه دى رارسېدلى چې تاسو وحدت او عزت ته ورسوي او د امريکا له غلامۍ مو د الله غلامۍ ته لوړ کړي؟؟!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
نړیوال سوله ساتى که نوى اشغالګر ځواک؟

په ظاهره یې نوم «نړيوال سوله ساتى ځواک» دی، خو په حقيقت کې يې مأموريت د غزې له بيا اشغال پرته بل څه نه دي. هغوی د سولې د راوستلو لپاره نه، بلکې د صهیونيستي رژيم په ګټه د يو نوي نظم د جوړولو لپاره راغلي دي؛ داسې نظم چې د جهاد او مقاومت غږ پکې چوپ شي او اشغالګران ځانونه خوندي احساس کړي؛ دا سوله نه ده، بلکې په نرمه څېره کې د هماغه زاړه اشغال دوام دی!
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
غزه او سوډان؛ د اسلامي امت پر سينه دوه پرانيستي زخمونه

په غزې او سوډان کې د مسلمانانو وینه بهېږي، خو اسلامي نړۍ په چوپتیا کې ډوبه ده. یو هېواد د نیابتي جګړې او بل د اشغالګرانو د بمبارۍ په اور سوځي (که څه هم په غزه کې د ظاهري سولې پرده غوړېدلې، خو دا سوله هره شېبه د یهودي دولت لخوا تر پښو لاندې کېږي). د دواړو درد یو دی؛ د امت د بې‌پروايۍ درد.

سوډان، هغه ستړې خاوره ده چې يو وخت يې له خاورو د ژوند خوشبويي راوتله، اوس پرې د دوو ډلو ترمنځ د مسلمان وروڼو وينې تويېږي او غزه، د مقاومت هغه کلا ده چې د نړۍ تر مخ د ظلم او چوپتيا په ډنډ کې تر خاورو لاندې ښخېږي؛ او هېڅ فرياد يې د چا تر غوږونو نه رسېږي.

اسلامي امت د غفلت په ژور خوب ويده دى؛ رسنۍ چوپې او وجدانونه يخ او بې‌احساسه دي. په داسې حال کې چې د سوډان او غزې ماشومان د لوږې او ويرې له درده په غمجنو سترګو آسمان ته ګوري او مسلمانان په نورو هېوادونو کې د ورځنیو چارو په بوختيا کې غرق دي.

سوډان او غزه، دوه هندارې دي؛ یوه د بې‌پایه ظلم او بله د اسلامي امت د ژور خوب څرګند تصویر انځوروي. که نن راویښ نه شئ، سبا به دا اور د ټولو لمن ونیسي.
د غزې ولس په نسل وژنه کې د امریکا رول!

د يوې تازه څېړنې له مخې، د امریکا حکومت د 2023م کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه پورې اسراییلو ته 21.7 میلیارده ډالره پوځي مرسته ورکړې ده.
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
بسم الله الرحمن الرحیم

د «امت غږ» صفحې لخوا د سمنگان او بلخ ولایتونو زلزله‌ځپلو ته د تسلیت پېغام

﴿الَّذین إذا أصابتهم مصیبة قالوا إنّا لله وإنّا إلیه راجعون * أولئک علیهم صلوات من ربّهم و رحمة وأولئک هم المهتدون﴾ [بقره: ۱۵۶-۱۵۷]

په ژورې خواشينۍ سره د خپلو ورونو او خويندو د شهادت تسليت وړاندې کوو، چې د سمنگان او بلخ په ولايتونو کې د زلزلې له امله شهيدان شوي دي. له الله تعالی څخه دا غوښتنه کوو چې هغوی د شهیدانو په ډله کې شامل کړي، زخمیانو ته بېړنۍ شفا ورکړي، او پاتې شوې کورنۍ د صبر او ښې بدلې په اجرونو ونازوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«شهیدان پنځه ډلې دي: څوک چې په طاعون، نس درد، اوبو کې له ډوبېدو او د ودانۍ يا ښويېدنې له امله ژوند له لاسه ورکړي او يا هم د الله په لار کې شهادت ته ورسېږي.» [متفق علیه]

بېشکه مؤمن پوهېږي چې هېڅ شی د الهي تقدير نه بهر نه دی، او د هر تقدير تر شا يو حکمت پټ وي. زموږ دنده دا ده چې صبر، زغم او د خپل رب د خوښۍ لټون وکړو.

اې الله! زموږ مړه وبخښه، زموږ ټپیان روغ کړه، او پاتې شوي د خپل حفظ او رحمت لاندې وساته.

﴿إنّا لله وإنّا إلیه راجعون﴾
👍2
د افغانستان او پاکستان د پولې د کړکېچ حل په څه کې دی؟

امریکا، هند، چین او روسیه لا هم د خپل نفوذ او واکمنۍ له سیاسې تګلارې نه دي تېر شوي، او تر هغې چې دا سیالي روانه وي، د مسلمانانو ترمنځ د جګړې لمبې بلې پاتې کېږي؛ له همدې امله امریکا او هند هڅه کوي چې خپل سیالان مهار کړي او د یوه رښتیني اسلامي دولت له راټوکېدو مخه ونیسي.

د روان بحران یوازینی غوره حل په اسلام کې دی: الهي احکامو ته ستنېدل، د اسلامي عقیدې پر بنسټ سیاسي تګلارې خپلول، او د امت د یووالي، پرمختګ او ځواک پر لور حرکت کول.

د پاکستان او افغانستان مسلمانانو لپاره لازمه ده چې د دښمنۍ او جګړې پر ځای د اسلامي ورورۍ لور ته مخه کړي، مصنوعي کرښې له منځه یوسي او په ګډه د استعماري پلانونو د سقوط هڅه وکړي؛ ځکه د استعماري کرښو له امله د مسلمانانو وینه تویول د الله تعالی په نزد يوه ستره او نه بخښونکې ګناه ده.

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
👍2
د وحدت په نشت د سوډان اوښکې

د بې‌سرپرسته اسلامي امت په منځ کې د اسلامي خاورې (سوډان) کړاوونه، داسې يوه خاوره چې د ارزښتناکو طبعي منابعو څخه ډکه ده، خو د اسلامي خلافت په نشت کې د نړیوالو قدرتونو ښکار ګرځيدلې؛ بېشکه د سوډان او ټولو اسلامي خاورو د ستونزو سالم بنسټیز حل یوازې د امت په سیاسي او جغرافیوي وحدت (د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت) کې نغښتى.
https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
👍2
په اوسنۍ نړۍ کې موږ (اسلامي امت) چېرته ځاى لرو؟

په داسې نړۍ کې چې لوى قدرتونه د خپلو ګټو لپاره سيالۍ کوي او له ملتونو څخه د يوې سياسي وسيلې په توګه کار اخلي؛ د اسلامي امت مقام چيرته دى؟ آیا د خپلو ګټو د دفاع لپاره ځواک او اراده لرو، که یوازې د غیراسلامي قدرتونو ترمنځ د نړۍ د وېش ننداره‌چیان یو؟ دا يوه جدي پوښتنه ده، د اسلامي امت راتلونکی د دې پوښتنې له ځواب سره تړلی دی.

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
اردوغان د افغانستان او پاکستان په لانجه کې ښکېل دى؛ غواړي دلته هم امریکا ته یو مهم خدمت وکړي، په ظاهري خواخوږۍ يې ونه غولېږئ، له مسلمانانو سره کړي خيانتونه يې وڅېړئ! د سیمې مسلمانان يې بايد دا ځل خيانت ته پرې نږدي کنه دا ځل به دا سیمه د عراق، سوریې، غزې او سوډان په برخلیک اخته کړي.‌

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
که د انسان عقل او ځیرکتیا ماتې وخوري یا له کاره ولوېږي؛ نو زړه هم د کمزورۍ او خطا ښکار ګرځي.

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
له دې مخکې باید راويښ شو چې سترګې مو د تل لپاره بندې شي؛ ځكه په لقبونو او ميراثي اسلام جنت نه اخیستل کېږي بلکې په ايمان او نيک صالح عمل ترلاسه کېږي.

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
4👍1
صالح انسان څوک دى؟
هغه څوک دى چې ایمان یې سالم وي، نیت یې پاک وي او عمل یې د اصلاح سبب ګرځي؛ نه خپله فاسدېږي او نه نور د فساد پر لور کشوي.
🤲🏻 يا الله موږ د صالحينو له ټولي څخه وګرځوې!

https://whatsapp.com/channel/0029Vb6vaCn3QxRrHLNRNs2O
3