❤2👎1💯1
ستا په مینه کې بـدنام دی او ماښام دی
دواړو لاسوکې یې جام دی او ماښام دی
تا چې سر پرې ورکولو اوس یې چیرته؟
پـرې راغلی نــن الـزام دی او ماښام دی
دغه څوک دی لېونی خو چېرته نـه دی؟
پـه ژړا چې شام مـدام دی او ماښام دی
دې رقیب کې احترام خو مخکې نـه وو
چې دا ولې لاس په نام دی اوماښام دی؟
دا چې څيرې ګرېـوان ګرځوي پـه غـاړه
د خوږې مینې انـجـام دی او ماښام دی
اوس لـه عشـقه مــزه تللې ده "سایله"
هـرسـړی پکښې نـاکام دی او ماښام دی
#درد #او #خاطری
(❤️) @Mvc125( ❤️)
دواړو لاسوکې یې جام دی او ماښام دی
تا چې سر پرې ورکولو اوس یې چیرته؟
پـرې راغلی نــن الـزام دی او ماښام دی
دغه څوک دی لېونی خو چېرته نـه دی؟
پـه ژړا چې شام مـدام دی او ماښام دی
دې رقیب کې احترام خو مخکې نـه وو
چې دا ولې لاس په نام دی اوماښام دی؟
دا چې څيرې ګرېـوان ګرځوي پـه غـاړه
د خوږې مینې انـجـام دی او ماښام دی
اوس لـه عشـقه مــزه تللې ده "سایله"
هـرسـړی پکښې نـاکام دی او ماښام دی
#درد #او #خاطری
(❤️) @Mvc125( ❤️)
❤4👎1
👏5
❤4👍1
❤4
څومره ساتمه د يو چا سره کار نۀ پوهېږم
څومره پرې اخلمه د ډېرو ازار نۀ پوهېږم
ما وئې مئېن دې يم د زړۀ پۀ رنځ مې ښۀ خبر يې
وئيل يې نه جي زۀ د زړۀ پۀ بيمار نۀ پوهېږم
زۀ به تر څو پورې تابع يمه نور ستا د بڼو
زۀ به تر څو پورې د ځان پۀ اختيار نۀ پوهېږم
يه شکر لبه! غږ دې نېغ راځنې زړۀ ته رسي
نور مې سوچ نشته پۀ معنا د ګفتار نۀ پوهېږم
ستانه بغېر زما د وخت د ګړۍ ستن درنه وي
چې تا سره يمه د وخت پۀ رفتار نه پوهېږم
خداے پېدا کړے ووم کمزورے تاته ښۀ پته ده
ځار ملائيکه! زۀ د خداے ګناهګار نۀ پوهېږم
زۀ منتشر ياسر ناست دلته يم سوچ بل ځاے لرم
ناصيحه څۀ وائې زۀ ستا پۀ اظهار نه پوهېږم
#پوهئڔم

🥰2👏1
❤1👎1
شـورونه می د زړه د اوریدلو کله دی
پریشانی خاطری می د لیکلو کله دی
آشنا به د شرابو کیفیت ور څخه اخلی
که نه دا توری وینی می د څښلو کله دی
د زړه هره تڼـاکه می دفتـر دی د دردونو
دا سوی سـوی پاڼی د لوستلو کله دی
حیران یمه کمینه زه دی خپلی حوصلی ته
د یار دومره ناخوالی د زغملو کله دی
#زڔه
(❤️) @Mvc125( ❤️)
پریشانی خاطری می د لیکلو کله دی
آشنا به د شرابو کیفیت ور څخه اخلی
که نه دا توری وینی می د څښلو کله دی
د زړه هره تڼـاکه می دفتـر دی د دردونو
دا سوی سـوی پاڼی د لوستلو کله دی
حیران یمه کمینه زه دی خپلی حوصلی ته
د یار دومره ناخوالی د زغملو کله دی
#زڔه
(❤️) @Mvc125( ❤️)
❤2🔥1
په ما خزان شو ستا د حسن بهار هغسی دی
ستا په ښایست د بلبلانو چغار هغسی دی
وختونه تیر شو د ستم نخی دی نه زړيګې
داغ می تازه په زړه د ستا د گذار هغسی دی
بیا یی کوڅی ته زه په طمعه د وصال راغلمه
نه وم خبر چی یی په شونډو انکار هغسی دی
دا زر داران په ډیرو شتو کی چی سکون نه مومی
ورته په زړه کی جوړ د خوارو ازار هغسی دی
راغله چی څوک به بندیوان کړی بیا د حسن په دام
نن یی په کوم هنر جوړ کړی سینگار هغسی دی
بس دی ساقی چی نور را نه کړی ډیر خیرونه دی وی
چی کوم می څکلی لا د هغو خمار هغسی دی
ملگرو راغلم په لیدو یی پریشانۍ واخستم
اوښکی یی وایی چی تکلیف په بیمار هغسی دی
#راغلم

❤3👎1
یو وخت وو چی له سره تیر په تا وم خو اوس نه یم
یو وخت وو چی به مړ ستا په خندا وم خو اوس نه یم
یو وخت وو لیونی رانه جوړ کړی وو ستا مینی
یو وخت وو چی به ځان سره لگیا وم خو اوس نه یم
یو وخت وو چی زما د حسن وار وو لکه ستا اوس
یو وخت وو چی اشنا خوښ د هر چا وم خو اوس نه یم
ما هم لکه دا ستا دا وظیفی را ټولوی
زه هم لکه دا ستا په شان ملا وم خو اوس نه یم
اول می در پام نه وو چی در پام می شو نو درومی
اول کی دی په تگ باندی رضا وم خو اوس نه یم
دا خوب هم په مثال د شگو بند وی فکرمنده
په خوب کی د تمام جهان بادشاه وم خو اوس نه یم
#اشنا

❤4🥰1