MaHer-مـاهـر
4.32K subscribers
3.8K photos
280 videos
2.35K files
424 links
زموږ خدمات په لاندو برخو کې دي
①کتابونه
②پروګرامونه
③ډیزاین عکسونه
④لوګو زده کړه
⑤ټوکې ټکالي
⑥ویډیو ایډیټینګ
⑦جالب معلومات
⑧غوره ویناوې
⑨اسلامې معلومات
دلته هم راشئ👇
https://t.me/best7650000
زما وټساف نمبر👇
0775216545
Download Telegram
ڪه غواړی ڪوم ملت بي له جګړي تباه ڪړی.
نو په ځوان نسل ڪي یي زنا یا بربنډتوب عام ڪړه...


سلطان صلاح الدین ایوبي رح
6💯2👍1🥰1❤‍🔥1💔1
ټول خلک یو شان نه وي
ځینې خپل شخصیت په عمل کې ښيي.

ځینې اشتباه کوي، خو وفادار وي؛
که پر ځمکه هم ولګېږي، بیا هم ستا تر څنګ ولاړ وي،
نه دې شاته خبرې کوي، نه دې پرېږدي.
داسې خلک بښل کېږي
او د دوهم ځل باور هم پرې کېږي.

خو یوه بله ډله هم شته
هغه چې ستا د سختو شیبو پر وخت چوپ پاتې شي،
ستا پر زخمونو خوښي وکړي،
او چې ګټه یې وي، پر تا خیانت وکړي.

داسې خلک نه په ژړا بدلېږي، نه په دلیل، نه په منطق؛ داسې خلک ساتل، له خپل ځان سره ظلم او جفا ده.
نو غوره ده، چې د ژوند له دروازې یې د تل لپاره وشړئ.🚪
5👍1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
اور ته د دوزخ پناه وروړل ښه دي
اړ مشه آدم د آدم سيوري ته
ص.پسرلی
5💯2👍1🥰1❤‍🔥1💔1
‏د *یوسف* د وروڼو پرېکړه اشتباه ده
قیمتونه په آخر کې *معلومیږي ..!*
5💯2👍1🥰1❤‍🔥1💔1
د دنیا له حقیقت څخه یوازې څلور کسان خبر دي ---
یتیم ماشوم، مجبوره سړی، بدرنګه پیغله او بې روزګاره ځوان .کاپي
4💯2💔2👍1🥰1❤‍🔥1
د زیاتره ښو خلکو یو فطري عادت دا وي، چې کله د مقابل لوري څخه پرې د سختو خبرو حمله وشي؛ دوۍ سمدستي ځواب نشي ورکولای، يانې د حاضر ځوابۍ له وړتیا څخه محروم وي.
مقابل لوری د دوۍ له دې عادت څخه ګټه پورته کوي او ځان ګټونکی حسابوي.
کله چې یوازې شي، بیا له ځان سره د مقابل لوري د خبرو په مقابل کې ډېر عالي ځوابونه مومي؛ خو بیا وخت تېر وي او دا چاره ورته ډېره ځورونکې تمامېږي.
4👍2💔2🥰1❤‍🔥1💯1
راشه فرښته د مرګ مې سترګو ته ولاړه ده
ساه مې تر مرۍ پورې راغلې ده ته چرته یې!؟

کریم
🥰32👍2❤‍🔥1💯1💔1
د یو انسان سره غادت کېدل ډېر زوروونکی وي..!
په پیل کې هر څه زړه راښکونکي ښکاري،
خو ورو ورو انسان داسې ځای ته رسوي
چې بېرته راګرځېدل اسانه نه وي.

زه له خلکو سره له عادت کېدو وېره لرم،
ځکه ځینې خلک
په پای کې انسان یوازې پرېږدي..
دومره یوازې او دومره لری،
چې بیرته ستنېدو حوصله په بشپړ ډول ختمه شي
Alone boy
2👍2💔2🥰1❤‍🔥1💯1
په ژوند کې که نور څه زده کوې یا نه، خو د خلکو پېژندل حتماً زده کړه، ځکه لکه څنګه چې خلک ښکاري، هغسې نه وي.🦋
4👍1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
د_فکرونو_او_تصوراتو_ځواک_آریان_پښتو_کتابتون_.pdf
7.7 MB
📘 کتاب : د فکرونو او تصوراتو ځواک
✍️ ژباړه : حبيب الله ځلاند
📄 صفحي : 54
💾 حجم : 7Mb
🌐 ژبه : پښتو

📚 موضوع : د فکرونو او تصوراتو ځواک یو
الهام‌بښونکی او ژور کتاب دی چې انسان ته
ښيي څنګه کولی شي د خپلو فکرونو په بدلولو
سره خپل ژوند بدل کړي. دا کتاب در زده کوي
چې مثبت تصور، قوي اراده او باور څنګه ستا
بریا ته لاره هواروي. که غواړې خپل هدفونه په
حقیقت بدل کړې او په ژوند کې پرمختګ وکړې،
دا کتاب به دې لپاره یو قوي لارښود وي.!

*په لایــــک سره مو مونږ ته مثبته انرژې راوبخـــښې😊
5👍3🥰1❤‍🔥1💯1💔1
غوره شخصیتونه مثبت فکرونه خپروي،
عالي شخصیتونه خپاره شوي افکار مصرفوي.
او پرېوتي شخصیتونه چې پورته دواړه استعدادونه نه لري، په نورو پسې خبرې کوي.
زموږ د ټولنې بدمرغي دا ده، چې اکثریت يې درېيمه ډله خلک دي..

Rahat Ullah
4🥰2👍1❤‍🔥1💯1💔1
د خبرو کولو لپاره ۱۰ بنسټیز اصول:

۱. آرامۍ ساتل: هیڅکله په چیغو خبرې و نه کړئ، ځکه چیغو کول د کمزورۍ نښه ګڼل کیږي.
۲. سلام او خوشحالي: هر اړیکه باید په سلام او د پام وړ خوشحالي سره پیل شي.
۳. د نوبت رښتیا: کله چې بل څوک غږېږي، د هغه خبره په ځنډ نه وایئ او د هغه نوبت ته درناوی وکړئ.
۴. لنډې او مودې خبرې: خبرې داسې مه اوږدې کړئ چې ګډونوال ستاسو څخه ستړی شي.
۵. د مسکې ښودنه: په خندا خبرې کول ستاسو د خبرو د اهمیت او وزن زیاتوي.
۶. د بل ډلې درناوی: که د چا خبره درته غلطه هم ښکاري، په بدو ټکو یې ځواب مه ورکوئ.
۷. د غیاب کې خبرې نه کول: د هغه چا په اړه خبرې مه کوئ چې په مجلس کې شتون نلري.
۸. مننه کول: که چا ښه خبره وکړه یا یې مشوره درکړه، د هغه څخه مننه وکړئ.
۹. د سترګو اړیکه: کله چې له چا سره خبرې کوئ، ورته په سترګو وګورئ ترڅو هغه پوه شي چې تاسو ورته پام کوئ.
۱۰. رښتیا وایستل: تل رښتیا وایئ، ځکه دروغ ستاسو شخصیت خرابوي.
6🥰2👍1❤‍🔥1💯1💔1
د ځوان له حاله څوک خبر نه وي بيا وايي:
بې غیرته و خودکشي يې وکړه.
اخرت يې خپل تباه کړ دا او هغه سل او زر کيسې ورپسې تړي.
سل او زر ننګونو سره سړی مخ وي ژوند کې ځينې مجبوريتونه او ضرورتونه داسې وي چې هر چاته يې څوک نه شي ويلی.
ځکه ځوان وي غرور لري حياء لري هغه هم د پت او د عزت خاوند وي هغه هم دا حق لري چې په درنه سترګه ورته کورنۍ دوستان او خلک وګوري.....
پر ځای ددې چې هغه ته تسلي او ډاډ ور کړي نصيحتونه به ورته شروع کړي مبارزه وکړه ژوند نه خوند واخله ......
وه سړيه!
دا د ژوند نه خوند هم په څه اخيستل کېږي هغه چا څه ښه ويلي:
خندا د روغو زړونو کار دی.
د هر چا زړه کېږي چې ژوند وکړي د ژوند نه خوند واخلي خو دا خو هغه وخت کېږي چې وخت او حالات خو مناسب او جوړ وي کنه.

زنده ګي زما د وس خبره نۀ ده
خو مجبور یمه انکار کولی نۀ شم

ګورئ!
زما دا خبرې دا معنا نه لري چې زه خدای نا خواسته ناشکره يم زه د خدای په راکړو نعمتونو شکر ګذار يم؛ خو
کله ـ کله خبره يوازې ددې نه وي کله کله د ژوند نور اړخونه هم مهم کېږي.
سړی چې ځوان شي هغه سره د هغه هېلې ـ اميدونه ـ ارزوګانې او د هغه د خيال او فکر ټول چاپيريال ځوانېږي.
د هغه په سر مسؤليتونه اچول کېږي چې هغه يې په سمه او پوره توګه ادا کول غواړي؛ خو
افسوس کاش دلته ما سره زما قلم ملتيا کولی او خپل غرور او حالاتو اجازه را کولی چې درته مې ويلی وی.
چې ما څه زوروي څه شی دی چې ما کړوي او دردوي.
ګورئ!
دلته دا ټاپه مه وهئ او مه دا ګمان کوئ چې دا درد دې يوازې د مينې درد وي مينه هم رول لري؛ خو
کله ـ کله له مينې نه نور داسې شيان وي چې هغه مهم او مقدم وي د يو ځوان له پاره لکه د هغه غرور د هغه کورنۍ او ..........
خدای دې وکړي چې زما په خبرو مو سر خلاص شي او ما درک کړئ.
زه چې د ژوند له کومو شېبو او په دې شېبو کې له کومو کړاوونو تېرېږم او زه چې کومه مبارزه او هڅه کوم په هغې باندې خدای شاهد دی.
ما د ژوند او مبارزې هره ممکنه او کېدونکې لارې طئ کړي او د حالاتو هر ور مې ټکولی؛ خو
دا چې زه شړل شوی او مايوسه شوی يم دا به د ژوند او وخت ازموينه وي.
دا هم منم چې ژوند د مبارزې نوم دی؛ خو
ددې مبارزې له پاره اوزار او سامان ډېر اړين دي زه يوه پوښتنه له تاسې کوم:
کله چې له يو چا سره د جنګ اوزار نه وي دا کس او شخص ميدان ګټلی شي!؟
چې دوښمن ورته ټوپک/ توره په لاس ولاړ وي او دی خالي لاس وي ايا دا تمه چې دا به جنګ وګټي ناروا نه وي!؟
عربي کې يو متل وايي:
دنيا کې اوسېدل او ژوند‌‌ کول په وسائلو دي نه په فضائلو.
هو په دې ماشوم هم پوهېږي چې دا ډول جنګ نه ګټل کېږي موږ سره هر څه شته خو د حالاتو او زمانې مخ ته تش او خالي لاس ولاړ يو.
موږ سره جسم فکر عقل وخت شته؛ خو
لاس مو تش او خالي دی.
همدا پورته مثال:
جنګ ته راغلي يو خو خالي لاس.

موږ تمه هم ساتو او اميد هم لرو؛ خو
کله ـ کله دا تمه او اميد کول هم په سړي وغمېږي زما پنځه ويشت کاله عمر دی د خپل عمر په هره ورځ کې مې دا خبره اورېدلې چې:
خدای مهربان دی خدای به وخت راولي.
زه شک نه کوم خو هغه شاعر وايي:

دا اته ويشت کاله زخم ـ زخم کېږم
خدای به ټولې چارې سمې کړي خو کله!؟

صبر هم يو حد لري دا پنځه ويشت کالو کې هېڅ هم بدل نه شول ورځ تر بلې بدترې راغله خو ښه والی نه.
ګورئ!
بيا يې وايم هېله ده ما درک کړئ او په هغه احساس دا هر څه ولولئ چې ما ليکلي.
په هر حال بيا هماغې خبرې ته مې سر وځي چې:
خدای به ښې ورځې راولي خدای خو مهربان دی.
بس!
رب دې خپل رحم نور وکړي پرته له هغې زموږ حالت نه څوک ښه کولی شي او نه درک کولی.
ربه!
ستا له حکمتونو جار خو نور چې هر څه کوې لږ ژر يې وکړه ځکه زموږ د انسان وس او د انساني صبر جامونه‌ را ډک شوي.

نه شم ور کولی زړه ته نوره تسلي ياره!
توي مې حوصله نوره د صبر له هر جامه شوه.

ربه!
خفه هم نه شې موږ ډېر کمزوري يو د هېڅ وس او توان نه لرو نور دا هر څه زغمل زموږ د انساني وجود او وس کار نه دی په موږ د خپل رحم او صبر اوبه را وشینده او دا ټولې ستونزې کړاوونه مو ته حل او فصل کړه ته په هر څه پوه حکيم عليم او قادر ذات يې.
موږ خپل هر څه تاته سپارو له بندګانو او دنيا مخ اړوو او تاته يې وايو ته را مهربانه شه.

د بربادۍ د غره په ژۍ ولاړ يم
وه مهربانه! چغې اورې که نه!؟
3👍1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
دې ټکو ته پام کول کولی شي اړیکه په لوړه کچه وساتي:
۱- شپه په خیر ویل
۲- سهار په خیر ویل
۳- باور ورکول
۴- د چلند بدلولو پر ځای خبرې کول
۵- هره خبره د جنجال پر وخت نه کول
۶- که یوازې وي او که په جمع کې، یو بل ته احترام کول
۷- بښنه غوښتل پرته له دې چې ملامت ولټوئ
۸- د یو بل د خوښې خوراکي اخیستل
۹- د یو بل د خوښې خواړه پخول
۱۰- د خپلې ورځې په اړه له یو بل سره خبرې کول
۱۱- یو بل ته پام کم او زیات نه کول (صفر او سل نه کېدل)
۱۲- کله چې د یو حالت ښه نه وي، درک کول
۱۳- که نوې جامې واغوندئ، د یو بل ستاینه کول
۱۴- په ورځ کې له یو بل سره اړیکه نیول او د حال پوښتنه کول
۱۵- کله چې سره یو ځای یاست، په موبایل کې نه بوخت کېدل
۱۶- د تګ پر مهال د یو بل لاس نیول
۱۷- تل د یو بل خیال ساتل
۱۸- داسې کار نه کول چې یو بل ځان نه خوښېدونکی احساس کړي
4👍1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
ومې بخښه
بخښنه راته وکه
نن مې هدېره کې ستا قبر له یاده وتلی وه
نه پوهېږم پر ما څه کېږي/څه شوي دي
ستا له تلو وروسته چې هر څومره د فکر بدلولو هڅه وکړم نه کېږي
په خوله خاندم خو له زړه مې يواځې رب خبر دی هره ثانیه وژل کېږم هره ثانیه لکه ترې وینې څاڅي
له خولې مې د وینو بوی ځي نه پوهېږم ولې

پهٔ عادي خبره ډېر خوشاله شم ، خو بیا پهٔ وړه خبره له ټولې نړۍ زړه راټول کړم رب ته ګېلې کوم چې ولې دې پیدا کولم
د ځان وژنې هڅه کوم خو بیا مور راياده شي چې هغه به د نورو دردونو زغملو توان ولري؟
دا اوس چې ژوندي یم ژوند ته هیله لرم د مور پهٔ خاطر د مور لپاره، ،،



کاااااااش
3💔3👍1🥰1❤‍🔥1💯1
ته ولې خفه یې؟!
ایا پوروړی یې؟
رسول الله ص وفات شو او ډال یې د یو یهودي و.
ایا مور او پلار دې له لاسه ورکړي؟
رسول ص یتیم رالوی شوی و.
ایا کومه لور دې طلاقه شوې؟
د رسول الله ص دوو لوڼو ته طلاق ورکړل شوی.
ایا په میرمن دې تور لږیدلی؟
د رسول الله ص په میرمن د زنا تور لږیدلی و.
ایا ګاونډیانو ځورولی یې؟
رسول الله خپلو خپلوانو دومره تنګ کړ چې مهاجر شو.
ته ولې خفه یې چې لوی رب لرې؟!
6😢3👍1🥰1👏1❤‍🔥1💯1💔1
علم، پوه او زده کړې


ناپوه مه وژنئ، ناپوهي يې ووژنئ.
(سید جمال الدین افغان)
پوهه دوه ډوله ده، ریښتنې او ناریښتنې، د ریښتنې پوهې بنسټ د پوهې لټون دی او د ناریښتنې پوهې بنسټ بې ځایه خیالونه دي.
(سقراط)
زموږ استعداد حد نه لري؛ خو موږ يې محدود وو.
(مردولا اګروال)
ښوونکی د ملتونو هغه څراغ دی، چې له رڼا یې هر وګړی کټه اخلي.
(ویکټور هوګو)
د زده کړو هدف د علم پرمختګ او د حقیقت خپرېدل دي.
(جان اېف کېنیډی)
لوی استعداد پرته له لويې ارادې وجود نه لري.
(بالزاک)
په لږو مسایلو ډېر پوهېدل د پوهې مهارت دی.
(بي پیماستر)
یواځې پوهه کافي نه ده، بلکې پر خپلې پوهې عمل وکړئ.
(ناپليون هېل)
یواځې پوهېدل کافي نه دي، باید کټه ترې واخلو، یواځې غوښتنه کافي نه ده، باید سرته يې ورسوو.
(بروس لي)
علم له خطا خالي دی خو عالمان تل په خطا کې وي.
(اناتول فرانس)
له زده کړو وروسته هر بدلون مثبت وي.
( ... )
د علم حاصلول ژوند ته تیاری نه دی، علم خپله ژوند دی.
(جان ډیویي)
علم هغه کلي ده، چې تل د ازادۍ دروازې پرانیزي.
(جورج واشنگټن)
پوهنه رڼا ده.
( ... )
د علم ریښې ترخې؛ خو مېوې یې خوږې وي.
( ... )
زده کړې بايد د ماشومتوب له دورې پيل او د ژوند په هره دوره کې دوام ولري.
(افلاطون)
نېکمرغي په علم کې نشته؛ بلکې دهغه د استعمال په طریقه کې ده.
(اوگاریو)
هغه څوک چې په علم عمل نه کوي، لکه ناروغ چې درمل لري، خو استفاده ترې نه کوي.
(دیمقراطیس)
چېرته چې علم او پوهه نه وي هلته سوله قدم نه وهي.
( ... )
علم د تمدن د لېږد وسیله ده.
(ویل دورانت)
هر څومره چې د علم او زده کړو پر لور ګامونه اخلئ هومره خدای(ج) ته نېږدې کیږي.
( ... )
بې له زده کړې ازادي تل په وېره کې وي او له ازادۍ پرته زده کړې بې مقصده وي.
(جون اېف)
د هوښيارانو پانګه د هغوی علم او پوهه ده.
(پاسکال)
د انسان ښایست په دریو شیانو کې دی: په علم، محبت او ازادۍ کې.
(افلاطون)
د دې پر ځای چې پر تیاره لعنت و وايی، یوه شمعه بله کړئ.
(کنفسیوس)
علم پرته له فکر نه دام او فکر پرته له علم نه بلا دی.
( ... )
چا چې د ښوونځي ور خلاص کړ، په حقیقت کې یې د زندان دروازه وتړله.
(ویکتور هوگو)
په هغه څه چې نه پوهیږئ له عالمانو نه پوښتنه وکړئ، پر هغه څه چې پوهیږئ خلکو ته یې وروښيي.
(لقمان حکیم)
زده کړې وکړئ مخکې له دې چې مجبور شئ.
( ... )
نن چې څه په لاس راوړې دا د وړمې ورځې د زده کړو برکت دی.
( ... )
کتاب: ویښوونکې خبرې
ژباړه: حسیب نورمل
2👍2🥰1👏1❤‍🔥1💯1💔1
مخکې له دې چې خبرې مو په سترګو کې اوبه شي وه يې وايئ.
خپلې خبرې خاموشۍ او تنهايۍ ته مه پرېږدئ.
د خپلو خبرو له پاره د اوریدو غوږونه پيدا کړئ.
الفاظ وزن نه لري؛ خو
کله چې په زړه بوج شي انسان داسې حسوي لکه ټوله نړۍ يې چې په زړه پرته وي.
کلمې په زړونو کې مري؛ نو
مخکې له دې چې کلمې مو په زړه کې مړي شي وه يې وايئ.
خپل دردونه هوا ـ ستورو ـ سپوږمۍ ـ شپې ـ تيارې ـ اسمان او طبيعت ته ووايئ که د ويلو څوک نه وي.

ما پسې غږ وشي چې وګورم بيا هېڅوک نه وي
زما دعوه ده چې له ما به تنها هېڅوک نه وي

زما ارمان دی چې په ډک محفل کې وخاندمه
خو زه چې خاندم را سره د خندا هېڅوک نه وي
4👍1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
لالیه زه په مخ دی ښه سه
ستا بیا راتګ ته زه په ګوتو شپي شمیرمه

اواز…
قاری..امین الله روحانی.النبوي اداره یې و
جالبه کمپوز کی او جالب طرز کی د ښکلی ټفی په بیا بیا اوریدلو ارځی

کسر
لالیه زه په مخ دی ښه سه
ستا بیا راتګ ته زه په ګوتو شپي شمیرمه

اواز قاری..امین الله روحانی
کلام...
الفت سباوون
4👍3🥰1❤‍🔥1💯1💔1
هيرې شوې پېړۍ د اسلام زرين دور !.pdf
3.5 MB
📘 کتاب : هيرې شوې پېړۍ د اسلام زرين دور
✍️ لیکوال : شوکت الله زماني
📄 پاڼې : 154
💾 حجم : 4MB
🌐 ژبه : پښتو
📊 د کتاب د نشر کيدو شمېر : 326

📚 موضوع :
‏تاريخ – برم – اسلام

❤️ که کتاب مو خوښ شو، Like وکړئ
🔁 او له نورو سره یې Share کړئ
6👍3🥰1❤‍🔥1💯1💔1
ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه!
ــــ
د فیسبوک غمی به هغسې تک شین وي
مېسجونهٔ به مې لا وي ناځوابه
ډېر به ووایې چې نهٔ یې منم نه! نه!
خو نهٔ زهٔ به رښتیا مړ ومه ګلابه
مرور به زهٔ لاړ شوی وم له تا نه!
ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه!
ـــــ
څهٔ خبر یې چې دا ژوند څومره لنډی دی
والله هي د ژمي لنډ ماذدیګری دی
شیبه مخکې وم ژوندی شیبه پس مرمه
بې فایدي دې وروسته وخی او ای هی دی
نن مې غېږه کې کلک ونیسه سبا نه!
ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه!
ـــــ
خپل وجدان ته ملامته به ودریږې
پیښمانه به په خپل ضد او غرور وې
له خوږو سترګو به اوښکې درنه درومي
او ولاړ به مې په خړ قبر او ګور وې
بیا بخښنه هلته مه غواړه له مانه!
ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه!
ـــــ
لمر به هغسې ولاړ وي په آسمان کې
د ماښام اذان به هم هغسې کیږي
هدیره کې به یو نوی مزار جوړ وي
د منلي په نامه به دا یادیږي
افسوسونه ګټه نهٔ کوي جانانه!
ما به کډه وي بار کړې له دنیا نه!
ـــــــ

منلی🥀
👍32❤‍🔥2🥰1😁1😢1💯1💔1