د خپل شبکې د انټرنټ معلومولو طریقه
روشن #444*
افغان #4*6*477*
اتصالات په پیغام پاڼه کي 505 ولیکئ او 606 ته یی واستوئ
اټوما #7*344*
سلام په پیغام پاڼه کي 888 ولیکئ او 888 ته یی واستوئ
که معلومات ګټور تمام شوی وی نو لایک ورکړئ او خپل نورو ملګرو سره یی شیر کړئ
#Roshan
#AWCC
#Etisalat
#Atoma
#Salaam

❤6👍6🥰2❤🔥1💯1💔1
که ته ځان کنټرول نه کړې، نفس به دې کنټرول کړي. 🧠 نو غوره ده چې ته خپله مشري په لاس کې واخلې. ✨
❤4👍3❤🔥2🥰1💯1💔1
قانون ۳: خپلې موخې پټې وساته
فیصله یا قضاوت (Judgment):
تل هڅه وکړه چې خپل مخالف بېتوازنه او په ناپوهۍ کې وساتې. هېڅکله هم د خپلو اصلي هدفونو په اړه هغه ته څه مه وایه. کله چې هغوی ونه پوهېږي چې ته څه کوې، نو هېڅکله به هم د ځان د دفاع لپاره چمتو ونه ونه اوسي.
هغوی په داسې ډول پر غلطه لاره روان کړه او په شک او ابهام کې یې راګیر کړه، چې هېڅکله ستا په نیتونو پوه نه شي.
تل د خپلو موخو لپاره چوپ پاتې شه، او خپل مخالفین په عمل کې مات کړه، نه په خبرو.
ژباړن: امرالله مومند

❤3👍2🥰1❤🔥1💯1💔1
«کیوانچ تاتلیتوت» د ترکي سریالونو اداکار وایي چې هغه په ژوند کې تر ټولو لوړ شهرت، بې شمیره پیسې، قیمتي موټر او هر هیواد ته سفرونه تجربه کړل، خو بیا یې هم په زړه کې ریښتینی ارامښت نه درلود.
هغه د خپل ژوند د بدلون کیسه داسې لنډوي:
"#ما هر څه لرل خو سکون راسره نه و. یوه ورځ مې اودس وکړ او تنها الله (ج) ته په عاجزۍ او دعا سر شوم. هغه وخت مې داسې سکون وموند چې په ټول ژوند کې مې هیڅکله نه و احساس کړی."
#پایله: د هغه دا تجربه ثابتوي چې د زړه ډاډ په مادي شیانو کې نه، بلکې له خالق سره په معنوي اړیکه کې دی.

❤6👍2💯2🔥1🥰1❤🔥1💔1
لیونی او هوښیار دواړه بېضرره وي،
یوازې نیم لیوني او نیم هوښیار خلک خطرناک وي.

❤5👍2🥰2💯2❤🔥1💔1
تبر، ونې قانع کړې ؤې چې لاستی مې له تاسې دی، موږ تاسې يؤ يو. ځنګل ؤرځ په ؤرځ کميده.
❤4👍2🥰1❤🔥1💯1💔1
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
قیامت به تر هغه وخته پورې قائم نسي، ترڅو چې مال دومره ډېر او زیات نسي چې وبهيږي.
تر دې چې یو سړی به د خپل مال زکات راوباسي خو داسې څوک به نه مومي چې هغه يې ترې قبول کړي، او تر هغه وخته چې د عربو ځمکه بېرته شنه، په چمنونو بدله او سیندونه پکې جاري نسي...!

❤8👍1🥰1❤🔥1💯1💔1
*موږ هم کولاي شوائ چې په :*
*تحفه ورکولو سره بدن تر لاسه کړو ، خو مور ...*
*مې ویلي وه چې زویه که اړیکه پالې نو عزت یي هم ساته ."*
يو ځل یې بيا ولوله!
*𝑯𝒂𝒎𝒅𝒂𝒓𝒅ـ*

❤7💯3🥰2👍1❤🔥1💔1
هره ګناه چې ته پټه کوې، ستا په زړه کې نښه پرېږدي.
فحشا هم همداسې ده—ورو ورو زړه دروندوي.
فحشا هم همداسې ده—ورو ورو زړه دروندوي.
❤4🥰4👍2❤🔥2💔2💯1
خره خپله د یاداښت کتابچه پرانېسته او ولیکل:
زه نه پوهیږم چې د زمري له مرګ څخه څومره وخت تېر شوی
خو د ژوند په پای کې مي یوې دردناکې پایلې ته رسیدلی یم.
د زمري واکمني ، د بیزوګانو او سپو له ازادۍ څخه غوره ده ، ځکه زمري مونږ غلام کړي نه وو خوندي یې ساتلي وو.
خو بیزوګانو نیم ځنګل د کیلې لپاره خرڅ کړ
او نیم ځنګل سپو د هډوکو په بدل کې ورکړ.

❤5💯3❤🔥2👍1🥰1💔1
بې ضرورته ستاینې لږې کړئ، د هر چا د خوشحالولو لپاره حقیقت مه پټوئ, ځینو خلکو ته دا احساس ورکول هم ضروري دي چې هغوی غلط دي، هر ځای کې منافقت ته اړتیا نه وي. ❤️🩹
❤7👍2❤🔥2💯2🥰1💔1
کله چې هدهد مرغه د سبأ له مملکته راستون سو،
نه یې د هغوی د پرمختګ، او نه د ښار د ودانۍ او سوکالۍ ذکر وکړ.
بلکې په تعجب او انکار سره یې وویل:
﴿ما هغه (ملکه) او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته سجده کوي﴾
او نن ورځ ځینې خلک، بلکې ډير یې، کله چې د لویدیځو هېوادونو څخه راستانه سي، نو د هغوی ستاینه کوي…!
په هغوی کې کمال ویني… بلکې خپل وطن ته بد وایي،
خپله خاوره سپکوي، او له خپل قومه مخ اړوي…
د هدهد د توحید پروا او پاملرنه،
د نن ورځې د ډيرو مسلمانانو له پاملرنې نه ډيره لوړه ده..!
#ژباړه

❤6👍1🥰1❤🔥1💯1💔1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
که ستا د چلند له امله کومه خور یا لور
مجبوره شي چې خپله لار بدله کړي، نو ستا
او د سپي هېڅ فرق نشته!
#ژوند_ټولنه_خلک!
مجبوره شي چې خپله لار بدله کړي، نو ستا
او د سپي هېڅ فرق نشته!
#ژوند_ټولنه_خلک!
❤8👍5💔4💯2🥰1❤🔥1
د مور او پلار هغه ۵ جملې چي د کېدلای سي د ماشوم و آیندې ته زیان ورسوي:
ایا تا کله فکر کړی چي ستا يوه خبره هم ستا د ماشوم پر خپل ځان اعتماد له مینځه وړلای سي؟ ماشومان ډېر حساس وي، د مور او پلار خبري ژوري اخلي او ډېری وخت همدا خبري د دې سبب کیږي چي هغوی پر خپلو وړتياوو شک وکړي.
هغه ۵ زهري جملې چي مور و پلار یې اکثره په ناپوهۍ کي وايي، خو اغېز یې د ماشوم پر ټول ژوند پاته کیږي:
۱- ته خو هېڅ نسې کولای!
دا جمله د ماشوم په زهن کي د ناکامۍ ویره پيدا کوي. هغه لا مخکي له هڅي کولو تسليمېږي، ځکه دا ذهن ته ور کړل سوې وي چي دی هېڅ نسي کولای.
ښه بدیل:
"هڅه وکړه، زه درسره یم!"
۲- د نورو بچيان وګوره، څومره ښه دي!
دا جمله په ماشوم کي د کمترۍ احساس پيدا کوي. کله چي مور و پلار خپل ماشوم له نورو سره پرتله کوي، نو هغه ځان کم ارزښته احساسوي او د مور و پلار په وړاندي بدګوماني پيدا کوي.
ښه بدیل:
"ته ډېر استعداد لرې، یوازي زحمت وباسه!"
۳- بس، خوله دي بنده کړه!
کله چي ماشوم غواړي خپله خبره ووايي او مور یا پلار یې چپ کړي، نو هغه د ناامنۍ ښکار کیږي. هغه فکر کوي چپ د ده خبرو ته ارزښت نه ورکول کېږي، او ورو ورو چپتیا او یوازيتوب غوره کوي.
ښه بدیل:
"زه درته غوږ یم، راته ووایه!"
۴- ته خو همیشه غلطي کوې!
دا جمله ماشوم پر خپل نفس بې باوره کوي. هغه له پرېکړو ویریږي، ځکه فکر کوي چي هر ځل به تېروتنه وکړي.
ښه بدیل:
"له غلطۍ زده کړه کیږي، بل ځل به بهتره وکړې!"
۵- ته خو زموږ لپاره بار یې!
دا تر ټولو زیانمنه جمله ده! که چیري مور و پلار دا خبره د غصې په وخت کي وکړي، نو ماشوم ځان بې ارزښته او نه منل سوی احساسوي. دا ډول خبري د ماشوم شخصیت سخت خرابولای سي او کله کله خو ډیپریشن او د ځان وژني فکرونه هم پکي پیدا کوي.
ښه بدیل:
"موږ له تا سره مینه لرو، ته زموږ لپاره ډېر قیمتي یې!"
- د اسلام له نظره:
د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له ماشومانو سره تل مهربانه و.
په حدیث کي راغلي:
"پر کوچنيانو رحم وکړئ، ځکه څوک چي پر کوچنيانو رحم نه کوي، زموږ له ډلي څخه نه دی." (مسلم)
په تربیه کې نرمه لهجه او تشویقي خبري کول سنت دي، او همدا د بریالیو والدینو نښه ده.
له نن ورځي څخه خپله ژبه وڅارئ او د خپل ماشوم شخصیت له ماتېدو او زخمي کېدو وژغورئ!
#شُبیر #ژباړه
#فلسفه #ارواپوهنه #کتاب

❤5💯3👍1🥰1❤🔥1💔1
ڪه غواړی ڪوم ملت بي له جګړي تباه ڪړی.
نو په ځوان نسل ڪي یي زنا یا بربنډتوب عام ڪړه...

سلطان صلاح الدین ایوبي رح
❤6🥰2💯2👍1❤🔥1💔1
ټول خلک یو شان نه وي
ځینې خپل شخصیت په عمل کې ښيي.
ځینې اشتباه کوي، خو وفادار وي؛
که پر ځمکه هم ولګېږي، بیا هم ستا تر څنګ ولاړ وي،
نه دې شاته خبرې کوي، نه دې پرېږدي.
داسې خلک بښل کېږي
او د دوهم ځل باور هم پرې کېږي.
خو یوه بله ډله هم شته
هغه چې ستا د سختو شیبو پر وخت چوپ پاتې شي،
ستا پر زخمونو خوښي وکړي،
او چې ګټه یې وي، پر تا خیانت وکړي.
داسې خلک نه په ژړا بدلېږي، نه په دلیل، نه په منطق؛ داسې خلک ساتل، له خپل ځان سره ظلم او جفا ده.
نو غوره ده، چې د ژوند له دروازې یې د تل لپاره وشړئ.🚪

❤5👍1🥰1❤🔥1💯1💔1