🕯د اَیـــ🕋ــمان ډیـوه🕯
1.71K subscribers
8.8K photos
2.62K videos
153 files
1.86K links
که ډیوه دې د ایمان زړه کې شوه بله
تــیـاري بــه د دنــیــا درتـــه رڼــا شئ
Download Telegram
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:په مشخص کس باندی لعنت ویل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فائدة عجيبة:په شريعت كی دلعنت تقاضا کونکی څیزونه دری دی(۱)کفر، (۲) بدعة،(۳)فسق، او بیا په هر یوکی دری مرتبی دی-(۱)اول لعنت په عام وصف باندي لكه(لعنة الله على الكافرين والمبتدعين والفاسقين)
(۲) لعنت په وصف خاص سره د مخکنی نه لکه(لعنة اللهِ عَلَى الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى)يا (عَلَى القدرية والخوارج، والروافض أو على الزناة والظلمة و أكل الربا)دا ټول جائز دی-

(۳)-دريم لعنت په شخص معین باندی لکه یو شخص وايی:زيد لعنه الله-يا ووائي چه دافلانی فاسق یا بدعتی یا منافق دی نو پدی کی تفصیل دی۔(۱) که دیوتن شرعاً کفر ثابت وی نو په هغه لعنت وئيل جائز دی پدی شرط چه بل مسلمان ته په کی ضرر نه وى لكه(لعنة الله على فرعون وأبي جهل) ځکه دا ثابته ده چه دا خلق په کفر کی وفات شویدی-(۲)او که شرعا د هغه کفر نه وی ثابت لكه لعنت په زید او عمرو و غیره نو پدی کی ډیر خطر دی ځکه چه د هغه د خاتمی حال نه دی معلوم دیر کرته داسی کیدی شی چه کافر مسلمان شی یا توبه وباسی او الله تعالی ته مقرب جوړ شی او بیا پری مرگ راشی نو هغه باندی د ملعون کیدو حکم څنگه جانز کیدی شی-لکه مثلاً وحشی بن حرب به ته وگوره چه در سول الله ﷺ تره حمزہ رضی الله عنه یی شهید کری وو لیکن بیا یی اسلام قبول کرو او الله تعالى ورته د جنت زیری ورکرو-
او هر چه نبی اکرم ﷺ دی نو هغه ته به وحی سره معلومه شویی وه چه دا فلانی فلانی به کفر کوی په دی وجه هغه ابو جهل،عتبه بن ربيعه،و غیره په لعنت سره خاص کریدی او د کوم کسانو په باره کی چه نبی اکرم ﷺ ته معلومات نهٔ وو نو په هغوی باندی د لعنت ويلو نه الله تعالى په{لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ}(آل عمران:۱۲۸)آیت کی منع وفرمائیله،دارنگه هر هغه شخص چه دهغه په کفر باندی مرکیدل مونږ ته معلوم شی نو دهغه ذم او په هغه لعنت وئیل جائز دی-خو شرط دا دی چه بل مسلمان ته دهغه په لعنت وئیلو کی ضرر نهٔ وی لکه د یو مسلمان پلار کافر وی،نو په دغه شخص باندی لعنت وئیلو سره دهغه مسلمان ځوی ته ضرر رسیږی نو دا کار هم جائز نه دی،لکه د سعيد بن العاص رضی الله عنه په باره کی ابو بكر صديق رضی الله عنه ووئيل:(دا د هغه سری قبر دی چه د الله او د رسول نه سرکشه وو)نو دهغه ځوی عمرو بن سعید غصه شود ابوبكر رضی الله ته یی ووئيل:داد هغه سری قبر دی چه د ابو قحافه نه خلقو ته ډیر طعام ورکونکی(سخی)وو او ډیری کوپری و هونکی وو نو ابو بکر صدیق رضی الله عنه نبی اکرم ﷺ ته ددی گیله وکره نبی اکرم ﷺ عمرو بن سعيد رضی الله عنه ته وفرمائيل:دابو بکر نه قلارشه! او بیا یی ابو بکر ته وفرمايل:کله چه تاسو کافر ذکر کوی نو عموم طریقی سرہ یی ذکر کوی ځکه که تاسو تخصیص وکړی نو ځامن به د پلارانو دپاره غصه کیږی)[مراسیل ابی داود تخریج احاديث الاحياء رقم:٣]
نو خلق ددی کار نه بند شوی.دارنگه بل شرط دا دی چه هغه (شخص معین) باندی په لعنت او بد رد وئیلو کی به دینی فائده وی مثلًا داچه هغه مبتدع کافروی چه دهغه د شر نه خلق ځان وساتی لکه هغه د شر کتابونه لیکلی وی،نو ته دهغه بدی بیان کری ددی دپاره چه خلق دهغه دشرنه محفوظ شی،او په عامو گناهکارانو باندی لعنت وئيل هم صحیح نه دی لکه صحیح بخاری کی دی چه یو شخص د عبد الله په نوم چه لقب یی حمار وو نبی اکرم ﷺ به یی کله نا کله خندولو هغه شراب وڅکل او هغه ته سزا ورکرل شوه،نو یوه ورځ راوستی شو او امر وکړی شو چه جلاد (دری) ورته ورکړی نو په ناستو خلقو کی یو سرى ووئيل:(داكس دی الله تباه کری هر وخت راوستلی شی د سزا دپاره)نبی اکرم ﷺ و فرمایل:(په ده باندی لعنت مه وایی ځکه ما ته دا معلوم دی چه د الله او رسول ﷺ سره محبت ساتی)په بل روایت کی دی:(د شيطان سره د خپل مسلمان ورور په مقابله کی مدد مه کوی) [بخاری:۶۷۸۱] نو په معین فاسق باندی لعنت وئیل جائز نشو،او که فاسق مر شوی وی نو په هغه لعنت وئيل خو ډیر سخت دی،مگر کله چه دهغه د شر نه د حفاظت په نیت په هغه لعنت وويلی شی نو دا جواز لری-و كذا في تحفة الأحوذي (۱۳۸/۳) نقلاً عن الطيبي، واحياء العلوم(١٥٧٣/٣) وفتح المجيد ص (۱۲۵).
حاصل:دا چه په اشخاصو باندی په لعنت وئیلو کی خطره ده ځان ترینه ساتل ضروری دی،خصوصاً چه کله دهغه فسق او بدعت او کفر معلوم نه وی-
بله فائده:لعنت کله دی ته وائى(لعنة الله على فلان) دویمه معنی ښیری:ښیرا او بد دعائی کول دی لکه فلانی دی الله تعالى هلاك كرى،جهنمی دی شی وغیره وغیره ـــ

فائده بديعة:په شریعت کی لعنت په کومو کسانو او څیزونو باندی وئیلی شویدی،یعنی...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن
4👍3🔥2🥰1😍1❤‍🔥1💔1
"له (لا إله إلا الله) وروسته چې زما کوم عمل ته ډېره هیله ده، هغه سخته واورینه او یخه شپه ده چې د مهاجرینو په سریه کې مې تېره کړه، زه تر سخت ورښت لاندې تیارسۍ سهار ته په تمه ولاړ وم چې پر کفارو برید وکړم، د دغو او هوغو بریدونو شاهد وم او په ټول بدن کې مې یوه لوېشت داسې روغ ځای نه شته چې یا دې د تورې وار، یا د غشي او نېزې ګوزار نه وي پرې شوی، خو زه دا دی اوس لکه اوښ پر خپله بستره مرم [یعنې شهید نه شوم او اوښ هم په جنګ کې ګډون نه کوي] نو د بزدلانو سترګې دې د ارام خوب نه ویني [چې مرګ یوازې په جنګ کې ګڼي]". بیا یې روح خپل خالق ته وسپاره، رحمه الله ورضي عنه.

خالد بن الوليد / حمص _ ٢١ هـ

@LOHULJEHAD313
💯3👍2😍2🕊11🥰1❤‍🔥1💔1
تفکر،یعنې د الله تعالی په مخلوقاتو کې سوچ،غور،او فکر کول داسې یو عبادت دی چې نن زموږ له منځه ورک شوی دی؟!

«تفکر داسې یو عبادت دی چې د الله تعالی د اولیاوو او د هغه د عارفانو له ځانګړنو څخه دی»

— علامه ابن سعدي رحمه الله
📚 تفسیر السعدي
4🥰3😍3👍1❤‍🔥1💘1
تفکر،یعنې د الله تعالی په مخلوقاتو کې سوچ،غور،او فکر کول داسې یو عبادت دی چې نن زموږ له منځه ورک شوی دی؟!

«تفکر داسې یو عبادت دی چې د الله تعالی د اولیاوو او د هغه د عارفانو له ځانګړنو څخه دی»

— علامه ابن سعدي رحمه الله
📚 تفسیر السعدي

@LOHULJEHAD313
💯3💔3❤‍🔥2🔥1🥰1😍1🍓1💘1
خپل ځوانان مو خبر کړئ!
• عمر رضي الله عنه له مدینې منورې څخه ٢٢ هېوادونه اداره کول.
• د ولید بن عبدالملک فوځونه به د چین له دیواله تر فرانسې آسونه ځغلول.
• هارون الرشيد د آسیا له څلورو برخو په درېوو واک چلاوه.
• معتصم د عموریه وروسته د بلغاریا تر دیوالونو رسېدلی و.
• د صـلاح الدین ایـوبي له نوم څخه به صـلیب پال ډارېدل.
• قطز له نړۍ څخه د تاتاریانو شر دفع کړ.
• عـثمانیانو له نيمې څخه په زياته اروپا واک چلاوه.
• که به یو مسـ لمان له قرطبې تر هند تللو، ټوله خاوره يې خپله وه، د سفر جواز ته اړتیا نه وه.
• د اندلس له طبابت به د اروپــا خلګ سېراب کېدل.
• د عربي ژبې جملې به د ښه شخصیت او د با تهذيبه ښکاره کېدو لپاره په هره محاوره کې کارول کېدې.
• د امـریکا خلګو او دولت به عـثماني خـلافت ته جزیه ورکوله.

@LOHULJEHAD313
🥰3❤‍🔥32👍2🔥1😍1🍓1💘1
«هر هغه څه چې د نفس لپاره دردناک او سخت وي،د ګناهونو کفاره ده»

— علامه ابن رجب حنبلي رحمه الله
📚 (مجموع الرسائل: ۴ / ۱۷)
4💯3😍2🍓2🔥1💔1
🔹 هغه کسان چې د مشرانو ناروغانو پالنه او خدمت کوي، ضروري ده چې صبرناک او زغمناک وي، د دوی په تېروتنو او د مزاحمتونو په رامنځته کولو سترګې پټې وساتي، او هېڅکله دې هغوی ته زیان، اذیت، سپکاوی یا ملنډې ونه وهي؛ځکه داسې ناوړه چلند د انساني کرامت او شخصیت سره سمون نه لري، د ناروغۍ او اضطراب کچه ډېروي، او حتی ممکن د نورو ناروغیو قرباني هم شي.له بلې خوا، قرآن ډېری مسؤلیتونه د ناروغانو، مشرانو او کمزورو کسانو له اوږو لېرې کړي دي.

📚 نکته‌های نغز تفسیر عون المنان.
👍2🥰2❤‍🔥2💔2😍1💯1🍓1
که چیرته دا شنه دانه موږ ورته عامیانه ژبه کې وایو د بد نظر څخه د ساتلو یا د خوشبختی په معنی سره وکاروي نو دا د شرکیاتو څخ دی.
😍😍😍
2🔥2🕊1👍1🥰1😍1💯1🍓1
*《اَلَّهُمَّ اَعِنیَّ عَلیَ ذِکْرِکَ وَشُکْرِکَ وَحُسْنِ عِباَدَتِکْ》*

*🤲🏻ای خدایه زمامدد ستا په یاد اوشکر سره وکړه،اوپه دی سره چی ستاسم عبادت وکړو*
4😍4👍1🔥1❤‍🔥1💔1
کوم اُمت چې د اذان پر غږ را ویښیږي د اقامت پر ناره یو صف کې درېږي، که همدا یووالی یې د جـ.ـهاد په میدان کې هم غوره کړي، نو ډېر ژر به د عزت ماڼۍ ته ورسېږي. د اسلام لوړتیا اتحاد او قربانۍ ته اړتیا لري نه بې‌وسۍ او تماشا ته

@LOHULJEHAD313
❤‍🔥63💯2🔥1💔1💘1
خــوږو وړونو
د جمعی
مـبـاࢪڪــه شـپـه ده
دࢪود شـــࢪیــف مــو هـــیـــࢪ نــشــی

🧡
ٱللَّـﮬـُمَّ صـَلِِّےوَسَلِّـمْ؏َـلَےسَيِّدِنَـا
םבםב

🧡
🥰4🔥3🕊2❤‍🔥2👍1😍1💘1
🕊2👍2😍2💯21❤‍🔥1🍓1
𓆩•.̈🤍ࡋߺ❟ܟܢ ߊ‌‌ࡋߺܟٜߺܣߊ‌‌ܥ‌🪽.•̈𓆪
Photo
غرنـ..ـاطه… د دمشـ.ـقي انارو ښار

په هسپانوي ژبه کی غرنـ.ـاطةد انار معنا لري (جرنـ.ـادا). مسلـ..ـمانـ.ـانو دا نوم غرنـ..ـاطة کړ، کله یی چی ‌دا جغرافیایي سیمه ونوموله. دا ښار د سیېرا نیوادا د غرونو په لمنه کی، د مادرید د ښار په جنوب کی موقعیت لري.
مسلـ..ـمانـ..ـانودلته د انارو ګڼ باغونه جوړ کړل، او د انارو نیالګي یې د س‍‌وریي د دمشـ.ـق له سیمی، راوړل. دا یوه قیصه ده چې هسپانويایان، په ځانګړي ډول د سيمی اوسیدونکي، پرې ښه پوهیږي.

هر کال د اکتوبر له پیل څخه د نومبر تر پای پوری، دوی د سرو زمرّدي انارو د حاصلاتو موسم لمانځي؛ هماغه انار چې ‌مسلـ..ـمانـ..ـانود انـ..ـدلـ.ـس ننی اسپانیی په خـ..ـاوره کې کینول، تر څو د پیړیو لپاره د یو ستر او دیوژور تمدن ژوندی شاهد پاتې شي

نوټ: دلته چی مونږ دغرنـ.ـاطی په شان ښـ.ـارونو ستاینه کوو داپه دی معنا نه ده چی دکـ.ـفـ.ـارو دښـ.ـارونو ستایینه کوو بلکی داپه دی موخه چی دایو وخت دمسـلـ..ـمان‍‌ـ.ـانوخـ..ـاوره وه اومسلمـ..ـانـ..ـانو آبـ.ـاد کړی وه ‌ترڅو زمونږ اوسنی اوراتلونکی نسـ..ـل په دی خب‍‌ر اوسی چی ‌دازمونږ خـ..ـاوره ده اوزمونږ ح‍‌ق ده او نن زمونږ څخه کفـ..ـارو اشغـ..ـال کړی دی،، باید آذ‌.اد یی کړو اوآذ.اد.ي يي په مونږ فـ..ـر.ض ده.

@LOHULJEHAD313
👍2🥰2🕊11😍1❤‍🔥1💯1💔1
3👍3🔥2🕊1😍1💯1
د رسول الله ﷺ د پیدایښت څرنګوالی

رسول الله ﷺ د خلقت له پلوه تر ټولو کامل انسان و.

انس رضی الله عنه وايي:«ليس بالطويل الْبَائِنِ وَلَا بِالْقَصِيرِ، وَلَيْسَ بِالْأَبْيَضِ الْأَمْهَقِ، وَلَيْسَ بِالْآدَمِ، وَلَيْسَ بِالْجَعْدِ الْقَطَطِ، وَلَا بِالسَّبْطِ، بَعَثَهُ اللَّهُ عَلَى رَأْسِ أَرْبَعِينَ سَنَةً، فَأَقَامَ بِمَكَّةَ عَشْرَ سِنِينَ وَبِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ، وَتَوَفَّاهُ اللَّهُ عَلَى رَأْسِ سِتِّينَ سَنَةً، وَلَيْسَ فِي رَأْسِهِ وَالْحِيَنِهِ عِشْرُونَ شَعَرَةً بَيْضَاءَ».بخاری (٥٤٤٩)

یعنې:«رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ډېر لوړ وو او نه ډېر لنډ، نه یې پوستکی ډېر سپین و او نه ډېر غنم رنګه، نه یې وېښتان په بشپړه توګه مستقیم وو او نه ډېر تاو/ګوڼګوټي.الله تعالی هغه په څلویښت کلنی کې مبعوث کر،لس کاله په مکه کې پاتې شو او لس کاله په مدینه کې،او الله تعالی د هغه روح په شپیته کلنۍ کې قبض کړه، په داسې حال کې چې د هغه په ​​مبارک سر او ږیره کې له شلو څخه زیات سپین ویښتان نه وو».

یادونه:شیخ محمد صالح العثیمین رحمه الله وایي:علما د پیغمبر ﷺ د مکې د استوګنې مودې په اړه اختلاف لري،خو غوره (راجح) قول دا دی چې هغه ﷺ په مکه کې ۱۳ کاله اوسېدلي وو. والله اعلم.

عَنِ الْبَرَاءِ رضی الله عنه قَالَ:كَانَ رَسُولُ الله ﷺ أَحْسَنَ النَّاسِ وَجْهَا، وَ أَحْسَنَهُ خَلْقًا، لَيْسَ بِالطَّوِيلِ الْبَائِنِ وَلَا بِالْقَصِيرِ.

یعنی:براء رضي الله عنه وایي:«رسول الله ﷺ د مخ او خلقت له پلوه د ټولو خلکو تر ټولو ښکلی وو،او قامت یې نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ وو»

📚 سیمای ظاهری پیامبر ﷺ بر اساس روایت نزدیکانش
😍4💯4🕊3💔1
د حمـ.ـص د و.الـ.ـي سعید.بن. عام‍‌ر رضي الله عنه قیصه د ع‍‌مـ..ـر.بن.الخ‍‌طاب رضي الله عنه په زمانه کی

راوي وایي یوه ورځ د مسلـ.مانانو خلیـ..ـفه، حضرت ع‍‌مـ..ـر.بن.الخ‍‌طاب رضي الله عنه، د حم‍‌ـ.ـص له خلکو وغوښتل چې د بیوزلو او محتاجانو نوملړ ولیکي، تر څو د بیـ.ـت المـ ـال څخه د هغوی حق ورکړل شي.
کله چې نوملړ ع‍‌مـ..ـر.بن.الخ‍‌طاب رضي الله عنه ته ورسید، نو پکی یی د سعی‍‌د.بن.عام‍‌ر نوم ولید، چی هغه د حم‍‌ص والي و، د بیوزلو په نوملړ کی شامل و.
عمـ..ـر ډیر حیران شو چې د حمـ.ـص و.الـ.ـي څنګه د فقی‍‌رانو له ډلې وي نو یې د حمـ.ـص خلکو ته یو استـ.ـازی ولیږه چی د هغه د فق‍‌ر سبب څه دی.
هغوی ورته وویل سعی‍‌د.بن.عامر خپل ټول معاش پر بیوزلو او مسکینانو لګوي او وایي
زه څه وکړم، حال دا چی د دوی په اړه به د الله تعالی په وړاندی پوښتل کېږم.
د حمـ.ـص خلکوددی خبرهم ورکړ چی سعی‍‌د.بن.عامر یوازی دڅاښت وخت کی خلکو ته راوځي، شپه کی یې هیڅکله نه وینو، او همدارنګه په اوونۍ کی یوه ورځ په بشپړه توګه له خلکو پټ وي.
کله چی عمـ..ـر رضي الله عنه تری د دې سبب وپوښت، نو سعید بن عامر وویل
زه یوازی دڅاښت پر مهال ځکه راوځم چی سهار د خپلی کورنۍ چاری سمبال کړم؛ ځکه زه خادم نه لرم او میرمن می ناروغه ده، نو خپله یی خدمت کوم.
شپه می د الله تعالی د عبـ.ـادت لپاره ځانګړې کړې ده، ځکه ورځ مې د خلکو د حاجتونو لپاره ده.
او هغه یوه ورځ چی په اوونۍ کې له خلکو پټ یم، دا ځکه چی زه یوازی یو جوړه جامی لرم هماغه وینځم او تر وچیدو پورې یی نه شم اغوستلای.

دا خبری چې ع‍‌مـ..ـر.بن.الخ‍‌طاب رضي الله عنه واوریدی، نو سخت یی وژړل.

مصدر:کتاب سيـ.ـرة البخـ.ـاري
داما.م عبدالسلام المبار.کف‍‌وري رحمه اللّٰه ‌

دنورو اسـ.ـلامـ.ـي تـ.ـاریخي معلو.ماتو لپاره زمونږسره یو ځای شی

@LOHULJEHAD313
💯42😍2👍1❤‍🔥1💔1🍓1
Forwarded from رحماني کتابتون | Rahmani Library (𝙥𝙖𝙠𝙩𝙚𝙠𝙖𝙬𝙖𝙡𝘼𝙛𝙜𝙝𝙖𝙣)
د ښه ژوند تګلارې (رحماني کتابتون).pdf
9.5 MB
کتاب : د ښه ژوند تګلارې
‏ژباړن : حضرت عثمان نوري
‏صفحي : 131
‏حجم : 10MB
‏ژبه : پشتو
‏د کتاب د نشر کيدو شمير ( 319 )


🔴 نوټ : تنـــــــها رحماني کتابتون نوي
کتابونه نشر کوئ ، نو ملتيا مو غواړم .!

ملګرو د چينل لينک در سره شير کړئ .!
او لايک مــــــو هير نشې ﴿
👍💯
مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــينه او مننه
💐

✈️‏چينل : رحماني کتابتون
https://t.me/RahmaniLibrary1
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
❤‍🔥32😍2🔥1🥰1💯1💔1🍓1