🕯د اَیـــ🕋ــمان ډیـوه🕯
1.71K subscribers
8.8K photos
2.62K videos
153 files
1.86K links
که ډیوه دې د ایمان زړه کې شوه بله
تــیـاري بــه د دنــیــا درتـــه رڼــا شئ
Download Telegram
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:د قرآن کریم د پوهی نه منع کونکی څیزونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
علامه زرکشی په "البرهان" کی لیکلی دی په چا کی چی دا (۹) صفات راشی نو هغه د قرآن کریم پوهه نشی حاصلولی او فائده نشی ورکولی دفاندی په طور مختصراً بیانیږی:

(۱)-[اَلْبِدْعَةُ]-(بدعتی دقرآن کریم نه فائده نشی اخستی)-

(۲)-[اَلْإِصْرَارُ عَلَى الذَّنْبِ] (په ګناه باندی چی یو انسان همیش والی کوی او توبه تری نه وباسی نو دا هم د قرآن نه فائده نشی اخستی)-

(۳)-)[اَلْكِبْرُ](د چا په زړه کی چه تکبر وی چه حق له دیکه ورکوی او خلق ورته سپك ښکاری)لکه آیت کی دی:{سَاَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِيْنَ يَتَكَبَّرُوْنَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ}(الاعراف:١٤٦)
(یعنی زه د خپلو آیتونو نه هغه څوک آروم چه په زړه کی یی تکبر دی)

(٤)-[اَلْهَوٰى] (د خواهشاتو تابعداری)

(۵)-[ حُبُّ الدُّنْيَا] (د دنيا سره محبت)

(۶)-[ أَنْ يَّكُوْنَ غَيْرَ مُتَحَقِّقِ الْإِيمَانِ] (چه ایمان یی قوی نه وی)

(۷)-[أَنْ يَّكُوْنَ ضَعِيْفَ التَّحْقِيْقِ]-
(چه دخبری تحقیق پوره نه کوی) یعنی بغیر د تحقیق نه د خبری تابعداری کوی او خپل تدبر او سوچ او كتب التفاسير ته رجوع نه کوی)-

(۸)...[أَنْ يَّكُوْنَ مُعْتَمِدًا عَلٰى قَوْلِ مُفَسِّرٍ فَقَطُ]-
(صرف دیو مفسر په قول اعتماد کوی د خپل شیخ نه چه یی څه اوریدلی وی بس همیشه دپاره همغه ترجمه او تفسیر کوی او نور تفاسیر نه ګوری او خپله تدبر نکوی)-

(۹)-[أَنْ يَّكُوْنَ رَاجِعًا إِلٰى مَعْقُوْلِهِ]-
(په خپل عقل اعتماد کوی)چه بس زه پوهیږم د استاذانو نه فائده نه اخلی نو داسی انسان هم په قرآن کریم پوره نشی پوهیدلی بلکی هسی به د قرآن کریم تحریف کوی-
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن
ځـینی انسـانان
لکـه بـاران په زړه وریږی..🙂🫀

💞🌸🦋
نازولو فاضلانو.ته🫀

دا چـــې ځلــیږي لکه ستورې ګلان
د پــــاک نـبـي د بــــاغیچې بـلبـلان
د فضـیلت دسـتار پـه سر یې کړلو
ورته خوشحاله موراو پلار استادان

ستر مسؤلیت شو در له غاړي ګرانه
کـار د آمـت شـو در لــه غاړي ګرانه
علم ادب دې کـــړو حاصل جانانه
د ټــولو ستـرګې سـتا په لاري ګرانه
نن دې پوره دا لوی ارمان شو ګله
خدای دی همیش لره کامیاب او کامران

دا د جـــانــان څــــو فــاضـــلان ګلونه
شـــول وارثـــان د خـــــوږ نبي لعلونه
سپینې بګړۍ چې يې په سر دې ګوره
د خدای کلام باندي یې ډک دې زړونه
کږی وږی بګړی یې خوند کړي بیخې
دستار د نـور یـې کـړو په سر د جانان

پلار جانه تا چې مې اصلاح غوښتله
نن پــه دینې تربیـت پــوښلـی راغلم
بیا هم توفیق غواړم له پاک الله نه
قرآن مې زړه کې دی ساتلی راغلم
جـلال الــدین شاعره جار دی شمه
خدایه همیش لري کامیاب شاعران


✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ
د امام ابوحنیفة کیسه

   د امام ابو حنیفة رحمه الله عادت و چې د خپل یوه شاګرد د کور سیوري ته به ناست و، یو وخت همدې شاګرد څه قرض ورنه واخیست، بله ورځ چې امام ورغی له کوره ازاد کېناست ، شاګرد یې پوښتنه ورنه وکړه چې ولې له کوره ازاد کېنستلې؟ ابو حنیفة ورته وویل: وېرېږم اوس ستا د کور سیوري ته ناسته په سود کې رانه شي!

   شاګرد یې ورته وویل: زما د کور سیوري ته خو ته پخوا هم کېنستلې؟!  امام رحمه الله ورته وویل: پخوا به چې زه کېنستلم؛ هغه به زما سره ستا احسان او ښېګڼه وه او اوس زه په داسې حال کې کېنم چې ما د قرض درکولو ښېګڼه درسره کړې ده. قصص من التاريخ الإسلامي لأبي الحسن الندوي

دلته به هغه حدیث ته اشاره مراد یي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په هر ډول قرض ګټه اخیستل؛ سود ده. (کل قرض جر نفعا فهو ربا).

@LOHULJEHAD313
🥰3❤‍🔥2🕊1👍1🔥1😍1💯1
یو سړي عمر بن خطاب رضي الله عنه ته وویل:تر اوسه مې له تا نه غوره سړی نه دی لیدلی.عمر رضي الله عنه وفرمایل:ایا ابوبکر رضي الله عنه دې لیدلی دی؟،هغه وویل:نه.عمر رضي الله عنه وفرمایل:که دې ویلي وای چې هغه مې لیدلی دی،نو په درو به مې وهلی وې.(فضائل الصحابة للإامام امام احمد بن حنبل رحمه الله:١٢٢)

همدا باید زمونږ ریښتینی الګو وی.
مونږ هم عجیبه خلک یو عزت غوارو خو دعزتمنو خلکو په لاره نه ځو!؟
🥰21👍1🔥1❤‍🔥1💔1
ډير باور مو هم ملا ماتوي.! 😊

💞🌸🦋
💔3💯2👍1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که د چا په بدن کې درد وي – په نبوي ﷺ طریقه یې علاج
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ

[مسلم ٢٢٤/٢ رقم : ٥٨٦٧ ، ابو داود رقم : ۳۸۹۳ ، الترمذي : ٣٥٨٨] .

ترجمه:په نوم د الله تعالی پناه غواړم په عزت او قدرت د الله تعالی باندی د شر د تکلیف هغه نه چه زه ئی مومم او تری یریږم

فائده:حدیث کی راځی د چا چه کوم ځائ درد کوی نو دری ځله دی- بِسْمِ اللَّهِ بِسْمِ اللهِ بِسْمِ اللّٰهِ بِسْمِ اللّٰهِ - ووایی، او اوه (۷) ځله دی دادعا:أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ:ووائی او په هغه درد مند ځائ دی لاس کیدی نو الله تعالی به یی روغ کړی.

عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه فرمایي:پر ما داسې درد راغلی و چې نږدې و هلاک مې کړي،نو رسول الله ﷺ راته دا دعا او دا طریقه وښوده. ما هم همداسې وکړل، نو الله تعالی مې درد ختم کړ.اوس زه تل دا دعا خپل اهل او نورو خلکو ته هم ورښیم.(ابو داود، ترمذي –او مسنون مستند اذکار او دعاګانې)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټي ټي پی غازیانو ته ډالۍ

جار تحریکي زلمیو
د ټی ټي پي زلمیو
رسو تر منزل راسره مل دی ذالجلال
مات مو دښمن ګوری راغلی یې زوال

د ټیـنـګـي نــــه دي غلامــان
له پوستو تاوی شول غازیان
غوټ کړی تري سرونه د بې دینو او دجال

شور د تکبیر د زمزمو
رګونو ډک دي له جزبو
ځو د عشق په لاره همیش لوړ ساتو مُرال

په تشکیل ځې زما لالی
له سر یې تاو کړله پټی
وار کړي پر شیطان لکه د ستورو یې کمال

دغــه کــمــزوری تـن او سر
خدایه قبول کړه ستا په در
د جلال الدین حقمل در ځار مال او ایال

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ

نوی کیوبیس طرز
هرڅوک اتل کیدلی شي

په دې شرط چې په ځان باور اوپه ربﷻ پخه عقیده ولرې .

@LOHULJEHAD313
5🕊2👍2💔2😍1💯1
🔹 پر هغه چا چې د ګناه مرتکب شوی وي،واجب ده چې په رښتینې او خالصه توبی سره الله تعالی ته وګرځي،او شاوخوا ټولنه هم باید د هغه د توبې او رجوع په لاره کې ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.او باید په بشپړه توګه له دې څخه ډډه وشي چې د هغه پېښې اړوند کوم خبر،انځور، غږ،او حتّی هغه الفاظ چې ترې صادر شوي وي،خپاره شي.

🔸 او هر کله چې د صادقانه توبې آثار په نارینه او ښځه کې څرګند شي، پر ټولنه واجب دی چې له هغوی سره داسې چلند وکړي لکه هېڅ پېښه چې نه وي شوې،تر هغه وخته پورې چې په توبه کې الله ته ریښتینی او صادق وي.

📚 - إرشاد المتقين، شرح ریاض الصالحین(5/66) اثر؛ شیخ عبدالقدوس حکیمی رحمه الله.
👍42🕊1🔥1🥰1😍1💯1
خــوږو وړونو
د جمعی
مـبـاࢪڪــه شـپـه ده
دࢪود شـــࢪیــف مــو هـــیـــࢪ نــشــی

🧡
ٱللَّـﮬـُمَّ صـَلِِّےوَسَلِّـمْ؏َـلَےسَيِّدِنَـا
םבםב

🧡
🕊32👍2😍2🥰1❤‍🔥1💯1
#جهـاااد او #شهـااادت د هر چا کار نه دی!!
د تورو سترګو صفت نه دی چي هر ډم به یې په وازه خوله کوي، عملاً د تور ثقیل سره لوبي دي چي برجسته مټي غواړي.

د ګودر د غاړي خبره هم نه ده چي هر نر ښ/ځۍ به مازدیګر ور روان وي، بلکي د سنګر خبره ده او هغه ځوان به ورځي چي قوي ایمان ولري، وطن یا کفن نه دی چي د کفن سره به خاورو ته سپارل کیږي،
بلکي
#شریعت یا #شهادت دی، چي کفن ته بیخي ضرورت نلري، او د پیسو مین د عزت شوقي د قدرت وږی یې له سره کولای نه شي.
او نه هم
#جهـااااد د کمزوري ایمان واله سړي کار دی.

@LOHULJEHAD313
😍2💔21👍1❤‍🔥1💯1🍓1
📖 حدیث شریف:

قال رسول الله ﷺ:

"من صلّى عليّ صلاةً واحدة، صلّى الله عليه بها عشرًا."
رواه مسلم
ژباړه:
څوک چې پر ما یو ځل درود ووايي، الله ﷻ پرې لس ځله رحمت نازلوي.

لیکنه: (د درود شریف فضیلت)

درود شریف د مؤمن زړه ته سکون، ذهن ته صفا، او روح ته نور ورکوي. دا هغه ذکر دی چې فرشتې پرې فخر کوي، او رسول الله ﷺ پرې خوشحالېږي.
هر ځل چې مؤمن درود وايي، الله ﷻ یې نوم له فرشتو سره یادوي.
د درود ویلو له برکته دعا قبلیږي، ستونزې حل کېږي، او درجات لوړېږي.
درود شریف د محشر پر ورځ شفاعت ته لاره خلاصوي.
راځئ چې ژبه مو له درود ویلو نه خالي نه وي:

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَعَلَىٰ آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ...

@LOHULJEHAD313
🔥43🕊2👍1🥰1😍1
😍3🥰2💔2💘2👍1❤‍🔥1
د حضرت محمد رسول الله ﷺ لند ژوند لیک

د محمد رسول‌الله ﷺ د ژوند لیک په اړه ډېرې لیکنې شته؛سلګونه کتابونه د هغه ﷺ د سیرت په اړه راټول شوي دي.او حتی له علماوو څخه یو عالم د رسول‌الله ﷺ د ژوندلیک په اړه په ۲۵ جلدونو کې کتاب لیکلی دی، او تر ټولو لنډ د سیرت کتاب امام نووي رحمه الله د «تهذيب السيرة النبوية» په نوم لیکلی دی.خو زه غواړم هغه څه چې نامتو تاریخ‌پوه جناب زرکلي په «الأعلام» کې لیکلي دي، دلته وژباړم او تاسو ته یې وړاندې کړم.

هغه ﷺ: محمد رسول‌الله ﷺ (۵۳ ق هـ – ۱۱ هـ / ۵۷۱ – ۶۳۳ م) د عبدالله زوی، د عبدالمطلب زوی، د هاشم زوی، د عبدالمناف زوی، د قصي زوی، د کلاب زوی، د مره زوی، د کعب زوی، د لؤي زوی، د غالب زوی، د فهر زوی، د مالک زوی، د نظر زوی، د کنانه زوی، د خزیمه زوی، د مدرکه زوی، د الیاس زوی، د مضر زوی، د نزار زوی، د معد زوی او د عدنان زوی دی.

هغه ﷺ د قریشو یوه نیکه بېلګه،او د اسلامي ټولنې مؤسس، د ښو اخلاقو او عاداتو بنسټګر،د ګوندونو او ډلو یو امت ته راټولونکی، د سیاسي او تشریعي ژوند پیلونکی و.چې یتیم لوی شو،او مور یې آمنه بنت وهب هغه روزلی و.کله چې محمد ﷺ شپږ کلن و، مور یې وفات شوه، نو سرپرستي یې عبدالمطلب پر غاړه واخیسته. دوه کاله وروسته عبدالمطلب هم وفات شو، نو کفالت یې ابو طالب (کاکا یې) پر غاړه واخیست.رسول الله ﷺ یو زړور او صادق سړی و، لوړ همت یې درلود،د خپل لاس له کاره یې خوراک پیدا کاوه او هغه به یې خورل.د هغه اخلاقو ټول خلک حیران کړي وو، عقل یې بشپر،او تجربه یې تر ټولو ثابته وه.قوم یې هغه ته د «امین» لقب ورکړی و. کله چې د رسول الله ﷺ عمر ۲۵ کاله شو، له خدیجې رضی الله عنها سره یې واده وکړ.له هغې سره شام ته په سوداګرۍ لاړ او هلته دوی ته ګټوره سوداګري نصیب شوه.کله چې د رسول الله ﷺ عمر ۴۰ کلونو ته ورسېد،ریښتینې خوبونه یې پیل شوې او تنها والی او خلوت ورته محبوب شو. نو هغه ﷺ به غار حراء ته تللو او هلته به یې عبادت کاوه.په رمضان کې (۱۳ ق هـ / ۶۱۰ م) په غار حراء کې ورته دا آیت نازل شو:«اقرأ باسم ربك الذي خلق،خلق الانسان من علق» نو پټ دعوت یې،لومړی له خپلوانو څخه پیل کړ:له خپلې میرمنې خدیجی رضی الله عنها،د خپل کاکا زوی علی بن ابی طالب،خپل ملګری ابوبکر،او دهغه مولا زید بن حارثه،او د هغه د قوم یو شمېر خلکو پری ایمان راوړ.

له دې وروسته،دعوت یې ښکاره کړ،او خلکو ته یې د اسلام او توحید بلنه ورکړه،د شرک او بت پرستۍ څخه یی خلک ودار کرل،قریشيان پر هغه پاڅیدل،او هغه ته یې آزار او اذیت رسول،خو هغه ﷺ صبور و، ګواکې دغه اذیتونه هغه ځواکمنه کوی.ابو طالب تر خپلې مړینې پورې د هغه ملاتړ وکر،کله چې حمزه رضی الله عنه او عمر بن خطاب رضی الله عنه ایمان راوړو،نو دین او دعوت قوي شو،خو د مشرکانو بریدونه او اذیتونه هم لا زیات شول.نو هغه د حبشو خاورې ته د هجرت امر صادر کړ؛په لومړي پړاو کې ۱۱ کسانو او په دویم پړاو کې ۸۳ کسانو هجرت وکر.د وخت په تېرېدو سره اسلام خپور شو،او د اوس او خزرج له اهل د مدینې څخه شپږ کسان مسلمان شول.د مسلمانانو شمیر ورو ورو زیات شو،رسول الله ﷺ مصعب بن عمیر رضی الله عنه هغوی ته واستاوه ترڅو خلکو ته د اسلام شریعت او دقرآن تعلیم ورکړي.اسلام په مدینه کې خپور شو.هغوی له رسول الله ﷺ څخه وغوښتل چې مدینې ته هجرت وکړي،او ژمنه یې وکړه چې د رسول الله ﷺ دفاع به کوي. نو رسول الله ﷺ د دوی غوښتنه ومنله،خپلو صحابه وو ته یې امر وکړ او هغوی مدینې ته هجرت وکړ.کله چې هغوی مدینې ته ورسېدل،خبر یې قریشيانو ته ورسېد،نو هغوی د رسول الله ﷺ د وژلو په لټه کې شول، خو الله تعالی هغه وساته.په مدینه کې رسول الله ﷺ ابادیګانې جوړې کړې،او هلته یې یو جومات جوړ کړ او له هغه ځایه یې دعوت عام کاوه.د قریشو مشرکانو سره له دې هم هغه آرامه پرېنښود،نو الله تعالی ﷺ د جهاد اجازه ورکړه، او لومړۍ آیه چې نازل شوه:«أذن للذين يقاتلون بأنهم ظلموا» وه.

لومړۍ جګړه د رسول الله ﷺ له خپل قوم (قریشو) سره د مدینې په نېږدې کې په بدر کې د روژی په میاشت کې رامنځته شوه.په دې سلسله کې د رسول الله ﷺ د غزاګانو لړۍ د اسلام د دښمنانو پر وړاندې پیل شوه.رسول الله ﷺ په ټول عمر کې په ۲۷ غزاګانو کې ګډون کړی او په ۵۳ سریو کې یې امیر ټاکلی و.رسول الله ﷺ یوازې په جګړو بسنه ونه کړه، بلکې پاچاهانو ته یې هم لیکونه استول.رسول الله ﷺ (نُه) ښځی،او اوه ماشومان درلودل(درې زامن او څلور لوڼې) چې ټول یې د هغه ﷺ په ژوند کې وفات شول پرته له حضرت فاطمه رضی الله عنها.خپل ژوند په پای کې، هغه د حج په جریان کې خلکو ته یوه خطبه ورکړه، چې د حجة الوداع په نوم یادیږي.هغه خطبه په خپل اوښ باندې ویلې وه. دا یوه ډېره اوږده او ارزښتناکه خطبه وه، چې د دین او دنیا ټول اړخونه یې رانغاړلي وو. کله چې رسول الله ﷺ وفات شو، د هغه صحابه شاوخوا ۱۲۴,۰۰۰ تنو ته رسیدو.

📚 سیمای ظاهری پیامبر ﷺ بر اساس روایت نزدیکانش
❤‍🔥2💔21👍1🔥1🥰1💯1🍓1
چا چې د روژې زیری خلڪو ته ورڪړ په هغه د جهنم اور حرام دی

دا خبره به تاسو ډیره ڪتلي وي په رسنیو ڪښ دلته یو څو خبرې ڪوو
❶. حدیث ڪښ داسی نشته چی د جهنم اور وریاندې حرام شو
❷. حدیث ڪښ دا هم نشته چي څو میاشتی مخڪښ یی خلڪو ته خبر ورڪړی وي بلڪه د شعبان په آخره شپه چی سبا له رمضان وو خلڪو ته یی مبارڪي ورڪړه چی عظیمه میاشت درباندې راغله....
❸حدیث ضعیف دی نو خلڪ ورباندې تنګول نه دي پڪار اګر چی فضائلو ڪښ یی بیان ښه دی خو دومره هم نه چی خلڪ ورته رد بد اوایی او نن سبا همدغه حال دی خلڪ وایی دا دروغ دي اول ما هم دغه شان ویل ځڪه ناپوهي وه
❹. ڪه د ډیر نشر له له امله ورته یو ناپوه دروغ اوایی ګناه به یی په نشرونڪي وي چی دوه میاشتی مخڪښ یی نشر ڪړی
ځڪه په ڪومه اندازه چې یی نن سبا خلڪ نشروي او بیانوي نبیﷺ دغه شان نه دی ویلی بلڪه نورې ورسره ډیرې خبرې او ترغیبات دي
❺.ځنې علماء او محدیثین دې حدیث ته 'موضوع' وایی لڪه امام البانیؒ نو نشرول یی ښه نه دي
❻ ڪه زما ڪومه خبره غلطه وي اول د ﷲ نه بښنه غواړم او رجوع ڪوم بیا د علماء ڪرامو نه هیله ڪوم چی ماته لارښونه وڪړئ

🌑 حديث عن الرسول صلى الله عليه وسلم أنه كان يهنئ بقدوم شهر رمضان. يعني حديث: خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في آخر يوم من شعبان فقال: أيها الناس قد أظلكم شهر عظيم، شهر مبارك، شهر فيه ليلة خير من ألف شهر، جعل الله صيامه فريضةً، وقيام ليله تطوعًا، من تقرب فيه بخصلة من الخير، كان كمن أدى فريضةً فيما سواه، ومن أدى فيه فريضةً كان كمن أدى سبعين فريضةً فيما سواه، وهو شهر الصبر، والصبر ثوابه الجنة، وشهر المواساة، وشهر يزداد فيه رزق المؤمن، من فطر فيه صائمًا كان مغفرةً لذنوبه وعتق رقبته من النار، وكان له مثل أجره من غير أن ينتقص من أجره شيء، قالوا: ليس كلنا نجد ما يفطر الصائم، فقال: يعطي الله هذا الثواب من فطر صائمًا على تمرة، أو شربة ماء، أو مذقة لبن، وهو شهر أوله رحمة، وأوسطه مغفرة، وآخره عتق من النار، من خفف عن مملوكه غفر الله له، وأعتقه من النار، واستكثروا فيه من أربع خصال: خصلتين ترضون بهما ربكم، وخصلتين لا غنًى بكم عنهما، فأما الخصلتان اللتان ترضون بهما ربكم: فشهادة أن لا إله إلا الله، وتستغفرونه، وأما اللتان لا غنًى بكم عنهما: فتسألون الله الجنة، وتعوذون به من النار، ومن أشبع فيه صائمًا سقاه الله من حوضي شربةً لا يظمأ حتى يدخل الجنة
▫️ درجة الحديث: ضعيف
▫️ الراوي: سلمان الفارسي
▫️ المحدث: ابن عثيمين في المناهي اللفظية - 326

📚 الموسوعة الحديثية

@LOHULJEHAD313
🥰4💯32💔2❤‍🔥1🍓1
تاريخ په ياد کې

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت پر مهال، د اروپا یو سفیر مسلمان خلیفه ته راغی، او ویې ویل:
زموږ بادشاه حیران دی! تاسو د دومره لوی خلافت واکمن یاست، خو ما تاسو د عامو خلکو په جامو کې ولیدئ! ستاسو د سپرو اسونه تېر شوي، خو حتی کوچنی زیان یې خلکو ته نه دی رسولی! تاسو څنګه دا عدالت تامین کړی؟
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مسکی شو، او ویې ویل:
کله چې موږ د الله قانون پلی کړو، نو نړۍ ته سوله راځي. که موږ ظلم وکړو، نو الله به زموږ عزت پای ته ورسوي!
دا د اسلام همغه نظام و چې د نړۍ عدالت یې جوړ کړی و، هغه عدالت چې نن یې نړۍ لټوي!

#عمر_بن_عبدالعزيز_رحمه_الله

@LOHULJEHAD313
4🥰3❤‍🔥2👍1😍1
زما وروڼو!
موږ په داسې حالت کې ژوند کوو،چې د ایمان د ساتلو له پاره یوازینی معيار جهاد دی چې باید وشي!

@LOHULJEHAD313
2🔥2❤‍🔥2💯2💔2👍1🥰1
3👍2🔥2🥰1❤‍🔥1💯1