🕯د اَیـــ🕋ــمان ډیـوه🕯
1.71K subscribers
8.8K photos
2.62K videos
153 files
1.86K links
که ډیوه دې د ایمان زړه کې شوه بله
تــیـاري بــه د دنــیــا درتـــه رڼــا شئ
Download Telegram
امام نووي رحمه الله وايي:

جهاد د اسلام لوړ مرتبې عبادتونو کې راځي، او که امت پکې سست شي، نو ذلت، کمزوري، او د دښمن تسلط پرې راځي.

ښه شپه ولری درود شریف مو هیر نه ...

@LOHULJEHAD313
3❤‍🔥3🕊2🔥1🥰1💔1🍓1
موږ باغيان يو خو د ظلم پر وړاندې، د جهالت پر وړاندې، د نفس پر وړاندې. موږ هغه ياغيان يو چې د زولنو په شرنګ کې هم د آزادۍ نغمه اورو، او د زندان په تيارو کې د رڼا لاره لټوو. د حق بغاوت؛ دا بغاوت د ابراهيم اور دی چې لمبه کوي؛ خو سوځول نکوي، د موسی عصا ده چې باطل خوري او محوه کوي يه او د محمد ﷺ هغه غږ دی چې د جاهليت تياره يې په يو «اقرأ» رڼا کړه.

#د_حق_بغاوت

#د_رڼا_زېرمي

#جارالله_فراهي.!
😍3🕊22👍2❤‍🔥2🔥1
4💯3🕊2👍1🔥1❤‍🔥1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:د قرآن کریم نه د فائدی اخستلو اسباب (۱) برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د قرآن کریم نه د فائدی اخستلو ډیر اسباب او ذرائع دی،دلته مختصراً یو څو ذکر کوو

(۱)-اول سبب:[طلب مرضاة الله سبحانه وتعالى]-(د الله تعالی درضا طلب کول) چه دبنده دا نیت وی چه ما نه الله تعالى راضي شي-سورة المائده (۱۹) آیت کی دی:{يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ}(الله تعالی پدی قرآن هدایت کوی هغه چاته چه دالله تعالی درضا پسی روان شی) نو معلومه شوه چه څوک دالله تعالى رضا لتوی نو قرآن کریم هغه ته هدایت کوی او هغه د قرآن کریم نه فائده اخستی شی-

(۲)-التقوى:(تقوى دالله تعالی یره چه چاکی راشی نو هغه د قرآن کریم نه فائده اخیستی شی)قرآن کریم خو دیر قسمه خلق لولی انګریزان،شیعه ګان، هندوان،مبتدعین،بریلیان وغیره لیکن دهغوی پری عقیده نه جوړیږی اعمال یی نه برابریږی وجه داده چه تقوی یکی نشسته الله تعالی فرمائي:{هُدًى لِلْمُتَّقِينَ}_

(۳)دريم سبب:(خشیة الله والاشفاق
من الساعة](د الله نه یره او د قیامت نه سخت یریدل)تقوٰی دی ته وایی چه انسان د الله تعالی د حکمونو تابعداری کوی او خشیت دی ته وایی چه د الله تعالی د ذات نه یره کوی دالله تعالی او د قیامت نه یره مجموعه دتولو خیرونو ده او دا قسم خلق د قرآن کریم نه فائده اخستی شی لکه الله تعالی فرمائي:{وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ۝الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ وَهُم مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ}(الأنبياء:۴۹،۴۸)

(مونږ موسى او هارون (عليهما السلام) ته فرقان اورنرا (تورات) ورکری وه او یاداشت دپاره د متقینو کوم چه د الله تعالی نه یریدل او د قیامت نه یی خوف لرلو)

(۴)-[الاستماع والانصات] (قرآن کریم ته غوږ کیخودل متوجه کیدل او مشاغل/مصروفیتونه پریخودل)

لکه فرمائی:{وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهُ وَأَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ}(الأعراف:۲۰۴)

(کله چه قرآن کریم لوستلی شي نو غوږ ورته کیدی او چپ شی دی دپاره چه په تاسو رحم اوکری شی)دلیث بن سعد رحمه الله نه نقل دی:[اليس شيء أسرع إليه الرحمة من مستمع القرآن]-(داسي یو شی نشته چه رحمت دی هغی ته په جلتی/تیزۍ روان وی لکه څنگه چه د قرآن کریم اوریدونکی ته په جلتی/تیزۍ راځی)-

دارنګه فرمائی:{إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ}

(پدی قرآن کی یاداشت دی دهغه چا دپاره چه زره لری او غوږ کیدی او زرہ یی حاضر وی نو فائده به دقرآن کریم نه واخلی که د انسان زره بل طرف ته متوجه وی نو پوره فائده نشی اخیستی)-

(۵)-[خوف وعید الله](الله تعالی چه په قرآن کریم کی کوم وعيدونه عذابونه او سزاګانی دمجرمانو دپاره بیان کریدی د هغی نه یره کولو سره بنده د قرآن کریم نه فائده اخیستی شی)-لكه الله تعالیٰ فرمائی:{فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ}(ق:۴۵)
(قرآن بیان کره هغه چاته چه زما د عذابونونه یره کوی)
{سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ}(الاعلى:۱۰)
(زردی چه نصیحت به واخلی هغه څوک چه د الله تعالی نه یره کوی)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن
امام غزالي رحمه الله فرمايي:

عجیبه ده، چې یو شخص/ انسان خپلې څهرې ته چې د خلکو د نظر ځای دی ډېره پاملرنه کوي؛ خو خپل زړۀ ته، چې د الله ربُّ العزت ﷻ د نظر ځای دی؛ هېڅ اهمیت نۀ ورکوي.

@LOHULJEHAD313
3👍2❤‍🔥2💔2🕊1🥰1😍1
شـ.ـهيـ،ـد ابـ.ـو عـ.ـبيـ،ـده "تقبله الله تعالی" کـ.ـفـ،ـري نړۍ ته دا ثابته کړه چې په دې امت کې د حضرت ابو بکر صديق، عمر فاروق، عثمان غني، علي مرتضی، امیر حمزه، خالد بن وليد، ابو عبيده ابن الجراح، ضرار ابن ازور او د نورو صحابه کرامو
"رضي الله تعالی عنهم اجمعین" لارويان لا شته دي.
په ايماني وسـ.ـله سمبال داسې لارويان چې د الله ﷻ او رسول الله ﷺ په سپڅلې مينه خپل ځانونه په اورونو کبابوي، د بدر او احد په څېر په تشو لاسونو له ټولې کـ.ـفـ،ـري نړۍ سره ټټر وهي، د شـ،ـهـ.ـادت مرګ قبلوي خو هېچا ته د غلامۍ سر نه ټيټوي
.
🥰2❤‍🔥2💔21🕊1🔥1😍1💯1💘1
د اُمت د جرار ژبي ابو عبیده تقبله الله یاد کې💔

هغه د کفرۍ نړۍ په سترګو کې ازغی شهید
هغـه د مـؤمنـو پـرګنـو چــې وو زړګـی شهید

هغه له هیبت غږ یې د تل لپار خاموشه شو
هـغـه د اُمــت مسـلـمـه د ســر سـړی شهید

اخ څومره دی سخته جدای له زغم وتلی ده
پاتې قافله شوه ترینه تللی یو زمری شهید

لاړی د اُمت څه ګیلمن د خپل خالق په لور
دا منم مرګ حق دی چې یو څه وخت وای ژوندی شهید

جوړ هر خوا ماتم دی له هر خوا راځي د غم.سلګۍ
هغه جرار ژبی عبیده زما لالی شهید

نه ده پري خفه یوه غزه ټوله اُمت غمجن
اوف جلال الدین حقمله هغه ګلالی شهید


✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ
🥰42🔥2💯2👍1🍓1
قائد المجاهدين شهيد ابو عبيده
تقبله الله 😢😭
ستاپه فراق مو زړونه سخت غمجن دي 🥹🥹
💔32🥰2👍1❤‍🔥1🍓1
د جراره ژبي څیښتن ابوعبیده نور نشته
پټ مخې جانان نور د تل لپاره خدای پامان وکړه 😭
ربﷻ دی په جنتونو ونازوه🤲🤲🤲
3👍2🕊1🔥1🥰1❤‍🔥1💯1💔1
2❤‍🔥2💔2👍1🔥1😍1💯1🍓1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:د انترنيت څخه د ښې استفادي كولو لاري:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لاندي څو ټکي بيانيږي تر څو کله دنت عالم/نرۍ ته داخل شئ له هغه څخه د ګټي او فائدې سره ووځی،نه دا چې وخت مو هم ضايع،بي ګتي او بي فائدي تير شی او يا حتی په گناه کې اخته شي.

اول:خپل هدف مشخص کړی د څه د پاره او د څه په لټه کې یاست تر څو تاسې ته کار آسانه او وخت مو ضايع نشي هدف او مقصد مو خاص د الله جل جلاله رضا وګرځوي،د مشروع هدف په لټه کې ووسى.

يوازي يو هدف و تاکی نه ډیر اهداف ځکه بیا به مو مشغول كړي او خپل هدف به تر لاسه نه کری.

دوهم:که په کوم سایت او ویبلاک کې اشتراک کول غواړي څه مطلب ليكي يا څه تبصيره نو خپلو ليکلو ته ښه پام کوه د تولو ورونو سره داسي تعامل او سلوک کوه لکه څنګه چي ته یي د خپل ځان د پاره غواړي(که د ځان عزت او اکرام غواړي نو د نورو د عزت او اکرام خيال کوه) څه چې ليکي په هغه كي له الله جل جلاله څخه ووېرېږه ځكه چې د هر حرف محاسبه به در سره کیږي نو داسي څه ليکه چي بيا یي جواب ولري.

دریم د هر چا سره خپل راز مه شریکوه پر هر چا اعتماد مه کوه تر څو خدای مه کړه څوک در ته ضرر ونه رسوي الله جل جلاله دې تا د هغوى له ضرر او بدو وساتي.

څلورم:که کوم ورور یا خور له تا څخه مرسته او مدد غواړي د هغه نه خپله مرسته مه سپموه الله(جل جلاله) به ستا سره مرسته وکړي.

پنځم:پخپل ځان اعتماد کوه ناهیلی مه کوه که کوشش وکړی په هر هغه څه به پوه شي کوم چې ستا د پاره ګتور وي، ناهيلي مه کوه.
د انترنيت له لاري ديرو ورونو او خویندو ډیر ګټور څیزونه زده کړی دي.

شپږم:د بي ګتي او ټولو هغو پانو چی منكرات او حرام خپروي له مطالعي او كتني ځان ساته ځكه چی د هغه مطالعه تا ته څه ګټه نه لري او ډير يي يوازي د خلکو د ګمراه کولو په موخه جور شوی دي نو د داسې سایتونو څخه ځان ساته.

اووم:مسلمانه وروره او مسلماني خوري! نن د فتنو زمانه ده په دې زمانه کې د ضروري شرعي علم زده کول ډیر اړین دي ترڅو سړی وکولای شي حق او باطل حلال او حرام وپیژني او د باطلو تبليغاتو تر تأثير لاندي را نه شي.

په انترنيت کي ډير ښه ګټور سایتونه شته چې ډير مهم او ګټور معلومات خپروي او په دې برخه کې د اسلامي نرى علماؤ ډیر لوی خدمت کړی دی.

د انترنيت له لاري خلكو ستر علوم تر لاسه کړي دي او د انترنيت په وسیله خلکو دیر کسان اسلام ته دعوت کړي دي او په اسلام باندي مشرف شوي دي.

خو دا هغه کسان دي چي د انترنيت څخه یي صحي استفاده کړي ده.

اتم:د انترنيت کارولو د پاره يو مشخص وخت وتاكی نه دا چې ټول وخت پكي مشغول او مصروف شئ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی فلمونه سيريالونه او موسيقي
💠 #نا_امید_مه_اوسۍ!

🔹کله چې د مسلمانانو خلیفه «عمر بن خطاب رضی الله عنه» شهید شو؛د روم شرقي امپراتورۍ خوشحاله شوه(چې نور به اسلام په خپلو پښو ونه دریږي!)

⁉️خو ایا پوهېږئ چې څه وشول؟!!

🔸د دوی خوشحالي په غم او خپګان بدله شوه، ځکه «عثمان بن عفان رضی الله عنه» د مسلمانانو خلیفه شو، او هغه د «ارمنیه، خراسان، کرمان، سجستان، افریقا او قبرس» سیمې فتح کړې.نو نا امید مه اوسئ، یوه ورځ به الله تعالی د غربیانو خوشحالي په دوامداره خپګان او اندیښنو بدله کړي…
📚له کتاب:«قصه های شیرین محمدی وسلف صالح».
😍3🕊2🔥2💯21👍1💔1🍓1
یا 😂 🫀🫀

د قبر له تیارو او له عذاب او د دوزخ له
اور څخه ټول مومنان مسلمانان وساتې .


                   آمين
🫀🫀🗣

#پکتيکاوال
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
4💔4❤‍🔥2🍓2👍1🔥1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
جانان غم دی نور زغمه لی نشم🥺

اډیټ جارالله فراهی..!🤍
🔥2😍2💯21👍1🥰1💔1💘1
صلی الله علیه وسلم ❤️‍🩹🌼
❤‍🔥32😍2👍1🔥1🥰1💯1💘1
5🔥2😍2🕊1👍1💘1
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:د قرآن کریم نه د فائدی اخستلو اسباب (۲) آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-[عدم الركون إلى الدُّنيا واتباع الهوى](دنیا ته نه مائله کیدل او دخپلو خواهشاتو پسی نه روانیدل)په قرآن کریم باندی دنیا پرست خلق او هغه څوک چه د خپلو خواهشاتو تابع وی نشی پوهیدلی-لکه بلعام بن باعورا په اوله کی د تورات عالم وو بیا پکی دوه مرضونه پیدا شوی:(۱)-حب الدنيا(دنیا سرہ یی مینه پیدا شوه)-دویم اتباع الهوی-د خپلو خواهشاتو تابعداری-نو بس گمراه شو.لكه سوره الاعراف(١٧٦) آیت کی به راشی:{وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ}(د دی زمکی (دنیا) ته مائل شو او د خپل خواهش تابعداری یی وکړه) نو دغه علم ورته فائده ورنکړه-سفیان ثوری رحمه الله نه نقل دی:«لَا يَجْتَمِعُ فَهُمُ الْقُرْآنِ وَالْاشْتِغَالُ بِحُطَامِ الدُّنْيَا فِي قَلْبِ مُؤْمِنٍ أَبَدًا»(د قرآن کریم پوهه او د دنیا په لذتونو مشغوله کیدل دواړه د مؤمن په زړه کی هیڅکله نه شی را جمع کیدی)

(۷)-[الْإِيمَانُ الْكَامِلَ بِاللَّهِ وَبِوَعْدِهِ وَوَعِيدِهِ](قوی او کامل ایمان لرل په الله تعالی او د هغه په وعدو او د هغه په عذابونو) که داسی نه وی او ایمان یی ضعیف وی نو دا پوره طریقی سره د قرآن نه فائده نشی اخستی هسی الفاظ به وائی او قرآن به ختم کری، درس نه به فارغ شی مگر ډیره فائده به اونکری-لكه الله تعالی فرمائی:{قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءُ}(فصلت: ٤٤) (ووایه دا قرآن د ایمان والو دپاره هدایت او شفاء ده)-همدارنګه فرمائی:{أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ}(عنکبوت:٥١) (آیا دوی له دا کافی نه دی چه مونږ دوی ته کتاب نازل کریدی او په دوی باندی لوستلی شی یقیناً پدی کی ضرور رحمت دی او یا داشت دی د ایمان والو دپاره){وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ(يونس: ٥٧)(دا کتاب هدایت او رحمت دی د ایمان والو دپاره)

(۸)-[ طَهَارَةُ الْقَلْبِ)(د زړه صفائی) دحسد،کینه،ضد او بغض او گنده اخلاقو نه)یعنی د چا تزکیه دنفس چه شوی وی نو هغه د قرآن کریم نه حقیقی فائده اخستی شی لکه فرمائی:{لا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ}ددي يوه معنی مفسرینو داسی کریده:(وَلَا يَنَالُ فَهُم مَعَانِيهِ إِلَّا الْقُلُوبُ الطَّاهِرَةُ)(صرف پاکو زړونو والا په معانی او مقاصدو د قرآن کریم پوهیږی)چه زړه ته اورسیږی-

(۹)[الْعَزْمُ الْحَازم](کلکه اراده کول چه زه به د قرآن کریم نه فائده اخلم)علماً، عملاً او عقيدةً.لكه د سورة التكوير (۲۸) آيت کی دی:{لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يُسْتَقِيمَ}(د قرآن کریم نه فائده هغه څوک اخستی شی چه د هغه اراده د استقامت وی)د ځان دبرابرولو ارادہ یی کری وی-

(۱۰)-(اَلْيَقِينُ) (دا یقین کول چه قرآن کریم به ما ته ضرور فائده راکوی)-

(۱۱) (اَلصَّبْرٓ) (دا تولی خبری انسان ته هغه وخت حاصلیږی چه صبر پکی راشی بنده نه علم کولی شی او نه عمل کولی شی او نه د نفس کومه تزکیه کولی شی او نه د کوم بد اخلاقو نه بچ کیدی شی مگر هله چه صبر اختیار کړی پدی وجه په قرآن کریم کی د صبر بیان دیر راغلی دی۔الله تعالیٰ فرمایی:{وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ}(الم السجده:۲۴)(ما دبنی اسرائیلو نه امامان د دین جوړ کړی وو چه خلقو ته به یی د الله تعالی دین بیانولو کله چه هغوی کی صبر راغلو او زما په آیتونو یی یقین لرلو)-
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن
د رسول الله ﷺ چلند او تعامل له خپلو یارانو سره

هغه ﷺ به د خپلو اصحابو خبرې اورېدلې،د هغوی خبرې به یې په منځ کې نه پرې کولې؛او که څه هم د یارانو خبرې به یې خطا یا د هغه ﷺ د سنت خلاف وه، بیا به یې هم پرېښودل چې خپله خبره بشپړه کړي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې:یو سړي رسول الله ﷺ ته راغی او په سخته لهجه یې خپل حق وغوښت.صحابه‌و رضی الله عنهم غوښتل چې هغه وغندي؛خو رسول الله ﷺ وفرمایل:«دَعُوهُ،فَإِنَّ لِصَاحِب الحَقِّ مَقَالاً»:«له هغه سره کار مه لرئ؛ځکه هغه څوک چې حق لري،د خبرو کولو او د خپل حق د غوښتلو حق هم لري».بیا یې وفرمایل:«أَعْطُوهُ سِنَا مِثْلَ سِنَّهِ»:«هغه ته د هغه د اوښ په څیر یو اوښ ورکړئ».صحابه کرامو ورته وویل:ای د الله رسوله ﷺ موږ د هغه له اوښ څخه ښه او تر هغه لوی اوښ نه مومو.رسول الله ﷺ وفرمایل:«أَعْطُوهُ،فَإِنَّ خَيْرَكُمْ أَحْسَنُكُمْ قَضَاءً»:«هماغه (اوښ) هغه ته ورکړئ؛ځکه ستاسو تر ټولو غوره کس هغه دی.چې خپل پور په غوره ډول ادا کړي».متفق علیه.

عن أنس رضی الله عنه قال: ک«خدمت النبي صلى الله عليه وسلم عشر سنين، فما قال لي أف قط وما قال لشيء صنعته لم صنعته، ولا لشيء تركته لما تركته».مشكاة المصابیح،صحیح حدیث دی.

يعنې:انس رضي الله عنه وایي: ما لس کاله د رسول الله ﷺ خدمت وکړ،خو په دی ټوله موده کې یې ما ته هېڅ ناراحته کوونکې خبره ونه کړه،داسې خبره چې دهغی له امله زه پرې خفه شم،او هېڅکله یې د هغه کار له امله چې ما ترسره کړی وو، نه دی ویلی: ولې دې دا کار وکړ؟ حتی هغه کارونه چې انس رضی الله عنه په خپل اجتهاد ترسره کول،رسول الله ﷺ په هغه د دغو کارونو له امله نیوکه نه کوله،نه یې یادونه ورته کوله،او نه یې ورته ویله:ولې دې دا کار وکړ؟ سره له دې چې انس خدمتګار و.او همدارنګه د هغه کارونو لپاره چې انس نه ترسره کول،نه ویله:ولې دې دا کار یا هغه کار ونه کړ؟.

📚 سیمای ظاهری پیامبر ﷺ بر اساس روایت نزدیکانش
1