Kabull.com کابل ټکی کام
520 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
راځئ بحران په فرصت بدل کړو…!
سليمان سعيد «غلجی»
هر هېواد او ملت چې ازادي تر لاسه کړې، نو يې ډېر سخت مشکلات زغملي دي. معنی دا چې؛ بې زحمته راحت نشته!
هغه هېوادونه چې نن سوکاله او آرام ژوند لري، که د هغوی تاريخ وګورئ، ډېرې زياتې سختۍ يې تېرې کړې او د پرمختګ په لاره کې له ډېرو سختو ازميښتونو او ننګونو سره مخ شوي دي.
د غلامي په حالت کې هيڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، نو که تېر رژيم سل کاله نور هم دوام کړی وی، د افغانستان به بيا هم نن همدا، يا تر دې هم بدتر حالت ؤ. مګر اوس چې الحمدلله؛ استقلال مو تر لاسه کړی، همدا زموږ د پرمختګ وخت دی.
خو کفار او د هغوی نوکران هيڅکله نه شي زغملی چې افغانستان خپل استقلال وساتي او پرمختګ وکړي. ځکه خو يې ډول ډول بنديزونه راباندې لګولي، تر څو مو ازادي داغدره او د پرمختګ له قافلې مو ايسار کړي.
ازادي د يو هېواد او ملت د ابادي او پرمختګ لپاره لومړنی شرط دی او له ازادي پرته؛ پرمختګ هيڅ امکان نه لري. مګر د ازادي قيمت ډېر لوړ دی، تر لاسه کول يې هم ډېر سخت دي او ساتل يې هم ډېرې زياتې قربانۍ، صبر، همت او زغم غواړي.
دا چې پرون ټولې نړۍ له افغانستان سره مرستې کولې او نن برعکس بنديزونه راباندې لګوي، علت يې دا دی چې پرونۍ مرستې يې زموږ د ازادي د اشغالولو په بدل کې وې، امّا نن يې چې شرائط نه ورسره منل کيږي او پلانونه يې خنسا شول، ځکه خو دا دی هغوی هم عکس العمل وښود، مرستې يې بندې کړې، بنديزونه يې راباندې ولګول او آن خپله شتمني يې هم راڅخه کنګل کړه.
خو که له بلې زاويې وګورو همدغه حالت زموږ په ګټه دی، اوس ايله زموږ هېوادوال خپل دښمن؛ د دښمن په توګه پېژندلی شي، اوس به ايله خپله لاس په کار شي او پرديو مرستو ته د تمې پر ځای به خپله همت وکړي.
هغه څوک کامياب دي؛ چې د چنار په څېر په خپل ځواک وخيژي او بيا د نورو لاس نيوی وکړي، خو هغه خلک ناکام دي، چې د انګور په څېر د نورو په اوږو ور تاوان وي.
نو اوس ايله زموږ ولس په دې وپوهيږي چې پرمختګ خپله فقط په موږ پورې اړه لري او تر څو چې خپله کار او همت ونه کړو، تر هغو به نورو ته محتاج او د ذلت ژوند تېروو.
زموږ ولسونو کې يوه لنډه کيسه مشهوره ده. وايي؛ يو پلار خپل زوی ته ويلي ؤ چې لاړ شه او له غره خس راوړه! زوی يې ويل چې بيا به څوک ګېډی/ بار راسره پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: هلته بيا «ناکام» ته نارې وکړه، هغه به يې درسره پورته کړي. زوی يې چې خس برابر کړل، «ناکام» ته يې نارې پيل کړې، ډېرې نارې يې وکړې، خو څوک رانغی، آخر مجبور شو، خپله يې بار پورته کړ او کور ته راغی. پلار ته يې وويل؛ چې ما خو «ناکام» ته ډېرې نارې وکړې، خو هيڅوک هم رانغی! پلار يې ورته وويل: ښا؛ نو آخر دې څه وکړل؟ زوی يې وويل: آخر مې خپله راپورته کړ! پلار يې ورته وويل: همدغه «ناکام» دی…!!
نو چې موږ هم ناکام او وچ مجبور نه شو او خپل بار په خپله پورته نه کړو، تر هغو پرمختګ ناممکن دی.
ځکه خو همدغه ستونزې، بنديزونه، د نړيوالو جفاوې او موجوده ناخوالې او بحران زموږ لپاره د پرمختګ يو ښه چانس دی، تر څو مجبور شو، خپله کار وکړو او خپل حوائج په خپله پوره کړو.
دا نړۍ ظالمه ده، نه بشري حقوق شته، نه قانون او عدالت. دلته نه يوازې دا چې هيڅوک؛ د هيچا مرسته نه کوي، بلکې يو بل ته خنډونه جوړوي او يو بل راڅملوي.
نو ځکه خو هر هېواد او ملت دغسې ستونزې او مشکلات ګاللي دي، خو کامياب او هوښيار ملتونه هغه دي، چې له دغسې بحرانونو څخه يې د فرصتونو په توګه استفاده کړې، کار يې کړی، ولس يې رابيدار کړی او د خودکفايي په لور يې ګامونه اخيستي. نو دغه ډول خلک بالآخره له پردۍ متازي خلاص شوي او نن آرام او سوکاله ژوند لري. خو هغه خلک چې په دغسې حالاتو کې د خپل کار او همت پر ځای، نورو ته د تمې سترګې نيسې او پرديو مرستو ته په تمه کښېني، هغوی به تل همداسې کرياب او محتاج وي. پښتو متل دی؛ «چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي!»
نو بايد چې افغان ملت هم خپله کار او همت وکړي او ځان ورسوي. د نړۍ هيڅ هيواد د بل په مرسته نه دی آباد شوی، بلکې خپلو ملتونو يې کار کړی، زحمت يې ايستلی او ځان يې زهير کړی. الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي: « الله تعالی هيڅکله د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله بدلون ونکړي».
او دغه د کفارو بنديزونه هم تر هغه وخته ختمېدل او کمېدل نه لري، څو چې موږ خپله خود کفا نه شو او قوت تر لاسه نه کړو، ځکه چې دا دنيا د زورورو ده!
د ايران د انقلاب څلور لسيزې وشوې، خو لا هم له بنديزونو نه دی خلاص، مګر هغوی هوښيار دي، کار کوي او ځان رسوي.
فاعتبروا يا اولي الالباب…!
https://wp.me/p8XUyy-ulK
ځوانانو ته د شهید حسن البناء رحمه الله لس لارښونې
١- حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.
٢- تاسې بايد د قرﺁن مجيد تلاوت يا په غور سره مطالعه وکړئ يا دا چې د نورو څخه يې واورئ، په هر حال کې تاسې بايد د خپل وخت يوه برخه قرﺁن مجيد ته ورکړئ او بې ځايه يې تېر نه کړئ.
٣- په ساده او واضح ډول سره خبرې وکړئ، ځکه چې دا د اسلامي شعايرو له جملې څخه دي.
٤- معامله او مسئله که هر ډول وي خو تاسې په هغې کې ډېر بحث او جنجال مه کوئ، ځکه چې د بحث او جنجال څخه سمه او غوره پايله نه راوځي.
٥- زيات مه خاندئ، ځکه چې کوم زړه د الله پاک سره اړيکې لري هغه ډېر ډاډه او مطمئن وي.
٦- په لوړ او پورته اواز سره خبرې مه کوئ، په دې کې کبر هم راځي او نورو ته زيان او ضرر هم.
٧- د ځان څخه خندني او ريش خند مه جوړوئ، ځکه چې مجاهد او غازي قوم پرته د دروندوالي څخه بل شى نه پيژني.
٨- د خلکو د غيبت کولو او په هغوى باندې د تور لګولو څخه ځان وساتئ، ستاسې له ژبې څخه بايد پرته د نيکو او د خير د خبرو څخه بل څه را ونه وځي.
٩- د هر ملګري سره چې ستاسې ليدنه وشي لومړى بايد ورسره ځان پېژندنه وکړئ، که هغه د دې هيله وکړي او که و نه کړي بايد ځان ورته معرفي کړئ، ځکه چې زموږ د دعوت او بلنې بنسټ او بنياد په مينه، محبت او پېژندنه باندې ولاړ دى.
١٠- مسؤوليتونه او دندې د وخت څخه زيات دي، تاسې بايد د خپلو ملګرو سره پوره مرسته او کومک وکړئ چې هغوى د خپل وخت څخه زياته ګټه پورته کړي، او که په تاسې باندې کوم مسؤوليت پروت وي نو کوښښ وکړئ چې هغه په ډېر لږ وخت کې سرته ورسوئ.
https://wp.me/p8XUyy-ulN
دفاع وزير: هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ جدي، ۱۴۰۰ل)
د افغان سرپرست حکومت دفاع وزیر "ملا محمد یعقوب مجاهد" د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: دوی ژمن دي چې په هېواد کې یو پیاوړی هوایي ځواک جوړ کړي.
دفاع وزیر دغه راز د تېر نظام په تښتېدلو پیلوټانو او نظامیانو غږ کړی، چې بېرته دې هېواد ته را وګرځي او په خبره یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان پیلوټانو هیڅ درناوی نه کېږي، پخواني نظامیان د هېواد سرمایه ده او دوی ته قدر لري.
د دفاع وزارت ځوان وزیر دغه راز څرګنده کړې ده چې د افغانستان د سل زره کسیز پوځي ځواک د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي او ژر به دا لړۍ بشپړه شي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت د خپلو ځواکونو د روزنې بهیر پیل کړی دی او په لنډه موده کې یې زرګونه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ کړي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ulP
امریکا د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ
کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د ان بي سي نيوز د راپور له مخې، ‏امریکا نن د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستي اعلان وکړ.
امریکا وايي، چې دا مرستې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه ترسره کوي.
د ان بي سي راپور زياتوي، د ملي امنیت شورا ویاندې ایملي هورن په یوه بیان کې وویل، چې نوې مرستې به د خپلواکو بشردوستانه سازمانونو له لارې وېشل کېږي او د خلکو د مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاو، د اړتیا وړ روغتیايي مواد، بیړني خوراکي مرستو، اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې ترسره شي.
هغې زياته کړې«متحده ایالات د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او موږ پر ټولو امکاناتو غور کوو. موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»
راپور کې راغلي، چې امریکا به افغانستان ته یو میلون د کورونا واکيسنونه هم واستوي.
https://wp.me/p8XUyy-ulS
Forwarded from الرباط ـ AL Ribat (Rouhallah Parwani پروانی)
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
Afghan Defense Minister Mullah Yaqub in a sweet Dari accent:
For us, there is no difference between Badakhshani, Kandahari, Nangarhar and Faryabi, they are all brothers and equal.........
#Afghan #Afghanistan #Afghans #AFG #AIEthics #AIEians #AIEthics #أفغانستان #طالبان #Taliban https://t.co/qiXO6SKQIN
دکرنې وزارت سرپرست ننګرهار ته سفر وکړ https://rohullahpar.com/archives/552
ملا برادر پانګوالو ته: راشئ خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، https://rohullahpar.com/archives/549
د نیمروز د چاپېریال ساتنې رئیس، د خښتو له بټیو څخه لیدنه وکړه https://rohullahpar.com/archives/555
بسم‌ الله الرحمن الرحیم د غازیانو کارناموته لنډه کتنه.لیکوال: الحاج انجنیر احمد نبی محمدي الله داد خېل ستانکزی https://rohullahpar.com/archives/579
١٠ اساسی ګټي
د ونو کښت"
"ونې" د سوکالۍ سمبول او د زرغون او خرما نښه او د ژوند څرګندونه ده او د هوا د نرموالي او د خلکو د هوساینې او او د طبیعت د پاکوالي لامل کیږي.

زه روح الله پروانی
د اربر اونۍ تر سرلیک لاندې په دې راپور کې می د ایکولوژي په برخه کې د ونو تر ټولو مهمو ګټو یادونه می کړې ده.
1- د اکسیجن تولید او د ککړتیا کمول
د اکسیجن تولید او د ککړتیا کمول د انسان په ژوند کې د ځنګلونو یو له خورا اغیزمنو ارزښتونو څخه دی. په مجموع کې د نړۍ 60٪ اکسيجن مصرف د نباتاتو لخوا تولید کیږي، د ځینو اټکلونو له مخې، هر هکتاره ځنګل په کال کې د 2.5 ټنه اکسیجن خوشې کولو توان لري (په کال کې د 10 خلکو اړتیا) پداسې حال کې چې کاربن ډای اکسایډ جذبوي.
د شور د ککړتیا کمول، د دوړې جذبول، د ځینو کیمیاوي ګازونو جذب او د ډیرو باکتریاو وژل، د واحد حجرو فنګسي او زیان رسونکي حشرات د ځنګلي ونو نورې ګټې دي.

۲- د اقلیم سمون
د ځنګل پوښ د ونو څخه پاکو سیمو په پرتله اعظمي حد کموي او لږترلږه تودوخه زیاتوي، او اقلیم معتدل کوي.
۳- ایکوتوریزم
نن ورځ په ځنګلي سیمو کې د ګرځندوی له لارې د پرمختللو هیوادونو عاید د لرګیو د راټولولو په پرتله څو چنده دی. د نباتاتو او حیواناتو د جینیاتی سرچینو ساتنه او د ژویو تنوع د ځنګلونو نورې دندې دي.
4- د سطحي اوبو کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو ته تغذیه کول
د یو لیتر اوبو لپاره اوه دقیقې او څلویښت ثانیې وخت نیسي چې پراخې ځنګلي ځمکې ته ننوځي، په کرنیزو ځمکو کې ۴۶ دقیقې او ۴۶ ثانیې او له ځنګله بهر څلور ساعته او ۲۶ دقیقې او ۴۰ ثانیې وخت نیسي، یعنې په یو ساعت کې په ځنګلونو کې. ځمکه 8.4 لیټره پرنسي ځنګل، 1.29 لیټره کرنیزه ځمکه او 0.22 لیټره اوبه د ځنګل څخه بهر خاورې ته ننوځي. دا پایلې د سیلابونو په مخنیوي کې د نباتاتو په ځانګړې توګه د ځنګلونو اهمیت په ګوته کوي، همدارنګه د تبخیر مخنیوي او د ځمکې د اوبو د ښه تغذیه کولو په برخه کې، همدارنګه ځنګلونه د ډیری سیندونو او چینو سرچینه ده.
۵- د ونو په واسطه د اوبو د ذخيره کولو توان
په حوضونو او چینو کې د ونو سیوري د اوبو د ډیر تبخیر مخه نیسي. دا په زړه پورې ده چې پوه شئ چې ډیری نوي کرل شوي ونې په اونۍ کې یوازې پنځلس ګیلن اوبو ته اړتیا لري (هر ګیلن شاوخوا 4.5 لیټره برابر دی). ونې هم د دې وړتیا لري چې د هوا رطوبت زیات کړي.
۶- ونې هوا پاکوي
ونې د دې وړتیا لري چې بوی او ککړونکي جذب کړي (نایتروجن اکسایډ، امونیا، سلفر ډای اکسایډ او اوزون). دوی دا زیان رسونکي ذرات د خپلو پاڼو له لارې هوا سره جذبوي او د اکسیجن تولید سربیره، دا ککړتیاوې په خپلو پاڼو او پوټکي کې ذخیره کوي.
7- د ونو په کارولو سره ښارونو ته د مختلفو حیواناتو جذب کول
د ونو د مختلفو نوعو شتون د دې لامل ګرځي چې خورا ښکلي او نادره حیوانات د استوګنې لپاره ښارونه غوره کړي، دا کافي ده چې په ښارونو کې د ونو ډولونه چې په ښارونو کې کرل کیږي د حیواناتو لخوا غوره کیږي، هغه مرغان دي یا موږکان، د بیلګې په توګه: بلوط د موږکانو لکه د جذبولو لوړه وړتیا لري.
۸- ونه د حیواناتو لپاره پناه ځای دی
د حشراتو، مرغانو، تی لرونکو حیواناتو، فنګسي او لیچین د 500 څخه زیاتو ډولونو ژوند د ونو په ژوند پورې اړه لري. که موږ هغه ژوندي موجودات شامل کړو چې د ونو په ریښو چاپیریال کې ژوند کوي، موږ باید ووایو چې د زرګونو ډوله حیواناتو ژوند، لوی او واړه، د هرې ونې، مرغیو کور او ځینې بې کوره حیواناتو ژوند پورې تړلی دی.
۹- ونې د اوبو د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي
د اوبو ککړتیا یو بل لوی روغتیایی خطر دی چې د نړۍ نفوس ګواښي، مګر ونې کولی شي د دې خطر په کمولو کې مرسته وکړي، ونې د باران ځواک کموي، او د دوی ریښې اوبه پاکوي او د اوبو ډکوي، ونې د جریان کمولو او د سیلابونو خطر کمولو کې مرسته کوي، دا شرایط همدارنګه د اوبو ککړتیا کموي.
۱۰- شنه ځایونه اجتماعي احساس ته وده ورکوي
د اجتماعي احساس درلودل د انسان روغتیا او هوساینې لپاره مهم دي. ونې کولی شي خلک په مثبت ډول سره یوځای کړي. خلک ډیر لیواله دي چې د ونې په لیکه سړک کې تګ وکړي، کوم چې کولی شي د یوازیتوب احساساتو سره مبارزه کې مرسته وکړي. ونې هم په ټولنو کې د غږ ککړتیا کموي، کوم چې کولی شي د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د ښه شرایطو په ساتلو کې مرسته وکړي، برسیره پردې، څیړنې ښولی شم چې هغه ټولنې چې ډیرې ونې لري د جرمونو کچه ټیټه وي.
پای. د لوستلو مو مننه ستاسو ورور روح الله پروانی.
https://rohullahpar.com/archives/609
Forwarded from الرباط ـ AL Ribat
مناجات
مرګی خو حق دی قبلوم یې په ایمان یې راکړه
عاجر بنده مخبت به دغه یوه غوښتنه وکړم
شاعر مخبت وردګ
ډیکلومه روح الله پروانی
Forwarded from امارتي ميډيا Emaratimedia... (Rouhallah Parwani پروانی)
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
https://youtu.be/JcdjbkNnhI8
يوټيوب چينل درسره سبسکراب👍 کړي

د محراب شهید

رب ته په مسجد کې په قیام او د محراب شهید
دا اوس انصاری دی، که عمر بن خطاب شهید

شعر قاري عبدالستار سعید
ډیکلمه روح الله پروانی
https://t.me/ATDRN