Kabull.com کابل ټکی کام
520 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
امریکا: نیویارک کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي
امریکا: نیویارک کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د امریکا نیویارک یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله د نهه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د نیویارک ښاروال ایرک اډمز په خبره د دې پېښې په تړاو ۳۲ کسان روغتون ته استول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت سخت دي.
له دې مخکې تېره اونۍ د امریکا فلاډلفیا ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو.
https://wp.me/p8XUyy-ulq
موږ په (۲۱۲۲)م کال کې؟!
حسان مجاهد
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:زما دامت عمرونه به له شپيتو تراويا کلونو پورې وي او ډير کم به داسي خلګ وي چي عمرونه يې له اويا کلونو واوړي.رواه الترمذي وابن ماجه
شارحين د حديثو ليکي چي که د بعضو عمرونه تر اويا کلونو واوړي نو هغه عمر په نيستي شمارده،ځکه هغه وخت سړی دبل محتاج وي او دخلګوپه نظر ډير خوار وي.
محمد بن ابي عميرة رضی الله عنه وايي: که څوک د پيدايښت له ورځې ترهغه وخته چي دی سپين ږيری مري د الله تعالی په عبادت کي سر په ځمکه کيږدي نو یقینا دی به له مرګه وروسته دا عبادت ډېر لږ وبولي او دا ارمان به لري چي کاشکي بيا دنيا ته تللی وای چې نور ثواب او اجريې زيات شوی وای. رواه احمد،مشکواةص۴۵۲.
امام غزالي رحمه الله تعالی وايي: که له ځمکې تر اسمانه ټوله ساحه د(ږدن) له دانو ډکه شي او په زر کاله کي يو ه مرغۍ راځي او يوه دانه اوچتوي نو دا د ږدن دانې به پای ته ورسيږي خو د آخرت ژوند به پای ته نه ورسيږي،يعني د دنيا ژوند په نسبت د آخرت ژوند ته ډيره کم ده.
يوبزرګ وايي: ماله يو(برف)يخي فروش څخه ډير عبرت حاصل کړ،چي په لاره روان وو او خلکوته يې ويل «ای خلګو د خدای په خاطر له ما څخه دا يخی واخلئ(رانيسئ) زما ټوله سرمايه داده که تاسي وانخيست نو ټول به لمر ويلي کړي» نو ما فکر وکړ چي د انسان ژوند تردې يخي ډير ژر ختميدونکی دی خو مونږ انسانان يې له ختميدو غافل يو.
مونږ د نوي کال په رارسيدو خوښي څرګندوو او یوبل ته مبارکي ورکوو خو دې ته مو پام نه ده چي زمونږ له قيمتي ژوند څخه بيا يو کال تير شو. يو عالم وايي ای انسانه! ته له ورځو جوړ يې چې يوه ورځ تيريږي نو ستا د بدن يوه حصه ورسره تماميږي.
مونږ د خپل ژوند په قيمت اوس نه يو خبر، علماء ليکي چې فرضا که مړ انسان پنځه سوه کاله عبادت وکړي خو د ژوندي انسان د يو سبحان الله ويلو ثواب نشي موندلی.
پخوانيو خلګو هريوه په مختصر ژوند کې ډير لوی کارونه کړي دي، کله چې مونږ د هغوی تاريخ لولو او دامخي ته راشي چي پلاني عالم .....سوه يا ....زره يعني دومره تصنيفونه کړي دي خو چي عمر ته يې نظر وکړو نو دډيرو عمرونه به تر سلو نه وي اوښتي، اوس خو تر دوويشت کلنۍ پوري دماشومتوب لقب کاريږي خو په اسلامي تاريخ کې اکثره خلګو په ۲۲,۲۳،۲۴کلنۍ کي ستر ستر قيادتونه او کارنامي کړي دي.
اوس دادی بل نوی کال راغی خو مونږ باید فکر وکړو چي په ۲۱۲۲م کال کې (له نن څخه سل کاله وروسته به) مونږ تر تورو خاورو لاندي يو، زمونږ مال او جايداد به د نورو په واک کي وي، په مونږ پسي د ژړيدونکو غم به سپک شوی وي، مونږ به د حسرت او وحشت په کور کي يوازې پراته يو، هيڅوک به مو فرياد نه اوري او يوازي مونږ او اعمال به سره پاته يو.
نو راځئ دا قيمتي ژوند عبث تېر نه کړو، زمونږ د عمرونو ډيره کمه حصه پاته ده او دا پاته حصه د الله تعالی په عبادت او طاعت زرينه کړو او د ابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو.
https://wp.me/p8XUyy-ult
د ځوان نسل فکري روزنه
د ځوان نسل فکري روزنه
لیـــــــکوال: حمزه الیاس
الحمدلله امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې سو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې پر ځای پرېښودې.
د دې ناخوالو له جملې څخه یوه هم فکري جګړه ده.
دا جګړه له هغه وخته پیل سوې ده، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت آدم علیه السلام خلق کړ او ملایکو ته یې په سجده کولو امر وکړ. ملایکو حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه؛ خو شیطان له سجدې کولو انکار وکړ. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایې:
【واذ قلنا للملئکة اسجدوا لآدم فسجدوآ الا ابلیس ابی واستکبر وکان من الکفرین
کله چې شیطان انکار وکړ، رب ذوالجلال له خپل دربار څخه ورټئ. نو شیطان وعده وکړه؛ که زما وس ورسیږي، ستا یو بنده به د جنت بوی رانه ونه وینی.
وروسته رب متعال جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته امر وکړ، چې ته او ستا زوجه جنت ته داخل سئ او ورته یې وفرمایل【ولا تقربا هذه الشجرة فتکونا من الظلمین】شیطان په دې وخت کې فکري جګړه پیل کړه، آدم علیه السلام ته راغی او ورته ویې وویل:
ته دې رب له دې ونې څخه ځکه منع کړی یې، چې د تل لپاره په جنت کې ژوندی پاتې نه شې. له دې ونې څخه خوراک وکړه، تل به په جنت کې وې. کله چې حضرت آدم او بي بي حواء علیهم السلام له دې ونې خوراک وکړ، رب ذوالجلال دوی له جنت څخه وویستل ...
پایله دا شوه چې فکري جګره د بشر له پیدایښت څخه پیل شوې ده.
په یوه روایت کې داسې راغلي دي، چې په دوولسمه پېړۍ کې یو جرمني لوړ پوړی چارواکی د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو. جرمني لوړ پوري چارواکي ته د خپل بند په موده کې دا معلومه شوه، چې هېڅکله به مسلمانان په مخامخ جګړه کې ماته ونه خوري؛ مسلمان که ماته خوري، هغه فکري جګړه ده.
کله چې کفارو د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه پیل کړه؛ نو مسلمانان هم له هغه راهیسې مغلوب سول او آن تر اوسه مغلوب دي.
په تېرو دوه لسیزو کې امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه هم کوله. خو د عسکري جګړې لت پایته رسېدو سره سره یې فکري جګړه لا هم روانه ده، بلکې تر پخوا لا ګړندی ده.
د عسکري جګړې ویران سوي رغول لسیزې وخت نیسي؛ خو د فکري جګړې ویران شوی/ فکرونه رغول به پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي.
غربیانو ځوان نسل ته دا په سوچ کې ورکړې، چي څوک کلین شیف او نیکټایي وکړي، ښځه له کور څخه بهر پرېږدي (بې پردې یې کړي) او د خلګو مخ ته یې fashion show ته راوباسي، د نامحرمو خلکو سره په کاري دفترونو کې کار وکړي؛ دا پر مختګ دي. د دې تر څنک یې دا هم په فکر کي ورکړل، چې ښځینه ته دې هم د نارینه غوندې حقوق ورکړل سي او ډیموکراسي، نیشنلزم (قوم پرستي) ته لار هواره سي.
موږ او تاسو یې وینو چې اشتهارونه یې جوړ کړي، د خپل حق غوښتلو لپاره مظاهرې کوي، کوم چې غربیانو ورښودلي.
افسوس چې فکري جګړې ډېر تکړه علماء په خپل غېږ کي اخیستي او د نړیوالو څخه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د ډیموکراسي اشتهارانو بدرګه کوي. موږ او تاسې باید داسې سوچ او فکر ونه لرو، چې اشغال ختم سو نور به کرار کښېنو. نه؛ هېڅکله نه. اصلي جګړه خو اوس پیل شوې ده او دا جګړه د تېري جګړې په پرتله خطرناکه او مضره ده. ځکه چې د عسکري جګړې جګړه ماران معلوم عسکر دي؛ خو د فکري جګړې عسکر بیا عام اولس دی.
د عسکري جګړې اشغال سوي کورونه او ودانۍ دي؛ خو د فکري جګړې اشغال سوي بیا عامه ذهنیتونه، تدریسي کتابونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ...
موږ او تاسې باید هر وخت فکري جګړې ته تیاری ولرو او دا هڅه وکړو چې د افغانانو شل کلن اشغال شوي ذهنونه د فکري او کلتوري اشغال څخه خلاص کړو. له دې اشغال څخه د خلاصون یوه مهمه لار د رسنیو او میډیا تر لاسه کول دي؛ خو افسوس چې موږ د دې خطرناک ناورین مخه نه نیسو، بلکې لا نوره هم وده ورکوو. د نورو په ناکامۍ خوشالېږو او تر خپل وس پورې بېځایه پوچ تبلیغات کوو.
راشئ! د دې پر ځای چي یو بل ته څاه وکیندو، باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه د فکري جګړې مخه ونیسو. ځوان نسل ته فکري او عقیدوي روزنه ورکړو. دغه اسلامي معاشرې ته اسلامي کلتور او عنعنات راوړو...
https://wp.me/p8XUyy-ulC
‏اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي
‏اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي
کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د اسلامي امارت پلاوي په ایران کې د نورو مهاجرینو تر څنګ له اسماعیل خان او احمد مسعود سره هم لیدلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري اطمئنان ورکړل شو، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته دمخالفت دلیل پاتي نه شي.
دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي اميرخان متقي هم په سوشل ميډيا خپره شوې ويډيو کې دغه ملاقات تاييد او وويل: «د نورو افغانانو ترڅنګ مو له احمد مسعود او اسماعيل خان سره هم په تهران کې وليدل، ډاډ مو ورکړ چې هرڅوک خپل هېواد ته راتلای شي، د هرچا خپل کور دی، مونږ چاته امنيتي مشکل نه ايجادوو.»
https://wp.me/p8XUyy-ulE
د جوزجان د پنځو ولسواليو نمايندګانو او مشرانو د رياست الوزرا له معاون سره د مشکلاتو د حل په موخه کتنه وکړه
کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د رياست الوزرا دوهم مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د جوزجان ولايت د پنځو ولسواليو له نمايندګانو او مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ليدنه وکړه.
د جوزجان د پنځو ولسواليو (آقچه، خانقاه، مرديان، منګجيک او فيض اباد) ولسواليو مشرانو د سړک جوړونې، د ژورو څاګانو کیندلو، د اوبو د کانالونو د جوړولو، د سه سرکه اقچې په سیمه کې د سب سټېشن د نصبولو او د ځايي خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
مشرانو او مخورو ښاغلي عبدالسلام حنفي ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي ورکړه او له اسلامي نظام څخه یې خپل عمومي ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز ښاغلي عبدالسلام حنفي دوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د افغانستان د باعزته خلکو خدمت کوي او دا خپله اسلامي دنده ګڼي.
https://wp.me/p8XUyy-ulH
راځئ بحران په فرصت بدل کړو…!
سليمان سعيد «غلجی»
هر هېواد او ملت چې ازادي تر لاسه کړې، نو يې ډېر سخت مشکلات زغملي دي. معنی دا چې؛ بې زحمته راحت نشته!
هغه هېوادونه چې نن سوکاله او آرام ژوند لري، که د هغوی تاريخ وګورئ، ډېرې زياتې سختۍ يې تېرې کړې او د پرمختګ په لاره کې له ډېرو سختو ازميښتونو او ننګونو سره مخ شوي دي.
د غلامي په حالت کې هيڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، نو که تېر رژيم سل کاله نور هم دوام کړی وی، د افغانستان به بيا هم نن همدا، يا تر دې هم بدتر حالت ؤ. مګر اوس چې الحمدلله؛ استقلال مو تر لاسه کړی، همدا زموږ د پرمختګ وخت دی.
خو کفار او د هغوی نوکران هيڅکله نه شي زغملی چې افغانستان خپل استقلال وساتي او پرمختګ وکړي. ځکه خو يې ډول ډول بنديزونه راباندې لګولي، تر څو مو ازادي داغدره او د پرمختګ له قافلې مو ايسار کړي.
ازادي د يو هېواد او ملت د ابادي او پرمختګ لپاره لومړنی شرط دی او له ازادي پرته؛ پرمختګ هيڅ امکان نه لري. مګر د ازادي قيمت ډېر لوړ دی، تر لاسه کول يې هم ډېر سخت دي او ساتل يې هم ډېرې زياتې قربانۍ، صبر، همت او زغم غواړي.
دا چې پرون ټولې نړۍ له افغانستان سره مرستې کولې او نن برعکس بنديزونه راباندې لګوي، علت يې دا دی چې پرونۍ مرستې يې زموږ د ازادي د اشغالولو په بدل کې وې، امّا نن يې چې شرائط نه ورسره منل کيږي او پلانونه يې خنسا شول، ځکه خو دا دی هغوی هم عکس العمل وښود، مرستې يې بندې کړې، بنديزونه يې راباندې ولګول او آن خپله شتمني يې هم راڅخه کنګل کړه.
خو که له بلې زاويې وګورو همدغه حالت زموږ په ګټه دی، اوس ايله زموږ هېوادوال خپل دښمن؛ د دښمن په توګه پېژندلی شي، اوس به ايله خپله لاس په کار شي او پرديو مرستو ته د تمې پر ځای به خپله همت وکړي.
هغه څوک کامياب دي؛ چې د چنار په څېر په خپل ځواک وخيژي او بيا د نورو لاس نيوی وکړي، خو هغه خلک ناکام دي، چې د انګور په څېر د نورو په اوږو ور تاوان وي.
نو اوس ايله زموږ ولس په دې وپوهيږي چې پرمختګ خپله فقط په موږ پورې اړه لري او تر څو چې خپله کار او همت ونه کړو، تر هغو به نورو ته محتاج او د ذلت ژوند تېروو.
زموږ ولسونو کې يوه لنډه کيسه مشهوره ده. وايي؛ يو پلار خپل زوی ته ويلي ؤ چې لاړ شه او له غره خس راوړه! زوی يې ويل چې بيا به څوک ګېډی/ بار راسره پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: هلته بيا «ناکام» ته نارې وکړه، هغه به يې درسره پورته کړي. زوی يې چې خس برابر کړل، «ناکام» ته يې نارې پيل کړې، ډېرې نارې يې وکړې، خو څوک رانغی، آخر مجبور شو، خپله يې بار پورته کړ او کور ته راغی. پلار ته يې وويل؛ چې ما خو «ناکام» ته ډېرې نارې وکړې، خو هيڅوک هم رانغی! پلار يې ورته وويل: ښا؛ نو آخر دې څه وکړل؟ زوی يې وويل: آخر مې خپله راپورته کړ! پلار يې ورته وويل: همدغه «ناکام» دی…!!
نو چې موږ هم ناکام او وچ مجبور نه شو او خپل بار په خپله پورته نه کړو، تر هغو پرمختګ ناممکن دی.
ځکه خو همدغه ستونزې، بنديزونه، د نړيوالو جفاوې او موجوده ناخوالې او بحران زموږ لپاره د پرمختګ يو ښه چانس دی، تر څو مجبور شو، خپله کار وکړو او خپل حوائج په خپله پوره کړو.
دا نړۍ ظالمه ده، نه بشري حقوق شته، نه قانون او عدالت. دلته نه يوازې دا چې هيڅوک؛ د هيچا مرسته نه کوي، بلکې يو بل ته خنډونه جوړوي او يو بل راڅملوي.
نو ځکه خو هر هېواد او ملت دغسې ستونزې او مشکلات ګاللي دي، خو کامياب او هوښيار ملتونه هغه دي، چې له دغسې بحرانونو څخه يې د فرصتونو په توګه استفاده کړې، کار يې کړی، ولس يې رابيدار کړی او د خودکفايي په لور يې ګامونه اخيستي. نو دغه ډول خلک بالآخره له پردۍ متازي خلاص شوي او نن آرام او سوکاله ژوند لري. خو هغه خلک چې په دغسې حالاتو کې د خپل کار او همت پر ځای، نورو ته د تمې سترګې نيسې او پرديو مرستو ته په تمه کښېني، هغوی به تل همداسې کرياب او محتاج وي. پښتو متل دی؛ «چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي!»
نو بايد چې افغان ملت هم خپله کار او همت وکړي او ځان ورسوي. د نړۍ هيڅ هيواد د بل په مرسته نه دی آباد شوی، بلکې خپلو ملتونو يې کار کړی، زحمت يې ايستلی او ځان يې زهير کړی. الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي: « الله تعالی هيڅکله د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله بدلون ونکړي».
او دغه د کفارو بنديزونه هم تر هغه وخته ختمېدل او کمېدل نه لري، څو چې موږ خپله خود کفا نه شو او قوت تر لاسه نه کړو، ځکه چې دا دنيا د زورورو ده!
د ايران د انقلاب څلور لسيزې وشوې، خو لا هم له بنديزونو نه دی خلاص، مګر هغوی هوښيار دي، کار کوي او ځان رسوي.
فاعتبروا يا اولي الالباب…!
https://wp.me/p8XUyy-ulK
ځوانانو ته د شهید حسن البناء رحمه الله لس لارښونې
١- حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.
٢- تاسې بايد د قرﺁن مجيد تلاوت يا په غور سره مطالعه وکړئ يا دا چې د نورو څخه يې واورئ، په هر حال کې تاسې بايد د خپل وخت يوه برخه قرﺁن مجيد ته ورکړئ او بې ځايه يې تېر نه کړئ.
٣- په ساده او واضح ډول سره خبرې وکړئ، ځکه چې دا د اسلامي شعايرو له جملې څخه دي.
٤- معامله او مسئله که هر ډول وي خو تاسې په هغې کې ډېر بحث او جنجال مه کوئ، ځکه چې د بحث او جنجال څخه سمه او غوره پايله نه راوځي.
٥- زيات مه خاندئ، ځکه چې کوم زړه د الله پاک سره اړيکې لري هغه ډېر ډاډه او مطمئن وي.
٦- په لوړ او پورته اواز سره خبرې مه کوئ، په دې کې کبر هم راځي او نورو ته زيان او ضرر هم.
٧- د ځان څخه خندني او ريش خند مه جوړوئ، ځکه چې مجاهد او غازي قوم پرته د دروندوالي څخه بل شى نه پيژني.
٨- د خلکو د غيبت کولو او په هغوى باندې د تور لګولو څخه ځان وساتئ، ستاسې له ژبې څخه بايد پرته د نيکو او د خير د خبرو څخه بل څه را ونه وځي.
٩- د هر ملګري سره چې ستاسې ليدنه وشي لومړى بايد ورسره ځان پېژندنه وکړئ، که هغه د دې هيله وکړي او که و نه کړي بايد ځان ورته معرفي کړئ، ځکه چې زموږ د دعوت او بلنې بنسټ او بنياد په مينه، محبت او پېژندنه باندې ولاړ دى.
١٠- مسؤوليتونه او دندې د وخت څخه زيات دي، تاسې بايد د خپلو ملګرو سره پوره مرسته او کومک وکړئ چې هغوى د خپل وخت څخه زياته ګټه پورته کړي، او که په تاسې باندې کوم مسؤوليت پروت وي نو کوښښ وکړئ چې هغه په ډېر لږ وخت کې سرته ورسوئ.
https://wp.me/p8XUyy-ulN
دفاع وزير: هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ جدي، ۱۴۰۰ل)
د افغان سرپرست حکومت دفاع وزیر "ملا محمد یعقوب مجاهد" د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: دوی ژمن دي چې په هېواد کې یو پیاوړی هوایي ځواک جوړ کړي.
دفاع وزیر دغه راز د تېر نظام په تښتېدلو پیلوټانو او نظامیانو غږ کړی، چې بېرته دې هېواد ته را وګرځي او په خبره یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان پیلوټانو هیڅ درناوی نه کېږي، پخواني نظامیان د هېواد سرمایه ده او دوی ته قدر لري.
د دفاع وزارت ځوان وزیر دغه راز څرګنده کړې ده چې د افغانستان د سل زره کسیز پوځي ځواک د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي او ژر به دا لړۍ بشپړه شي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت د خپلو ځواکونو د روزنې بهیر پیل کړی دی او په لنډه موده کې یې زرګونه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ کړي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ulP
امریکا د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ
کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د ان بي سي نيوز د راپور له مخې، ‏امریکا نن د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستي اعلان وکړ.
امریکا وايي، چې دا مرستې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه ترسره کوي.
د ان بي سي راپور زياتوي، د ملي امنیت شورا ویاندې ایملي هورن په یوه بیان کې وویل، چې نوې مرستې به د خپلواکو بشردوستانه سازمانونو له لارې وېشل کېږي او د خلکو د مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاو، د اړتیا وړ روغتیايي مواد، بیړني خوراکي مرستو، اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې ترسره شي.
هغې زياته کړې«متحده ایالات د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او موږ پر ټولو امکاناتو غور کوو. موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»
راپور کې راغلي، چې امریکا به افغانستان ته یو میلون د کورونا واکيسنونه هم واستوي.
https://wp.me/p8XUyy-ulS
Forwarded from الرباط ـ AL Ribat (Rouhallah Parwani پروانی)
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
Afghan Defense Minister Mullah Yaqub in a sweet Dari accent:
For us, there is no difference between Badakhshani, Kandahari, Nangarhar and Faryabi, they are all brothers and equal.........
#Afghan #Afghanistan #Afghans #AFG #AIEthics #AIEians #AIEthics #أفغانستان #طالبان #Taliban https://t.co/qiXO6SKQIN
دکرنې وزارت سرپرست ننګرهار ته سفر وکړ https://rohullahpar.com/archives/552
ملا برادر پانګوالو ته: راشئ خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، https://rohullahpar.com/archives/549
د نیمروز د چاپېریال ساتنې رئیس، د خښتو له بټیو څخه لیدنه وکړه https://rohullahpar.com/archives/555
بسم‌ الله الرحمن الرحیم د غازیانو کارناموته لنډه کتنه.لیکوال: الحاج انجنیر احمد نبی محمدي الله داد خېل ستانکزی https://rohullahpar.com/archives/579
١٠ اساسی ګټي
د ونو کښت"
"ونې" د سوکالۍ سمبول او د زرغون او خرما نښه او د ژوند څرګندونه ده او د هوا د نرموالي او د خلکو د هوساینې او او د طبیعت د پاکوالي لامل کیږي.

زه روح الله پروانی
د اربر اونۍ تر سرلیک لاندې په دې راپور کې می د ایکولوژي په برخه کې د ونو تر ټولو مهمو ګټو یادونه می کړې ده.
1- د اکسیجن تولید او د ککړتیا کمول
د اکسیجن تولید او د ککړتیا کمول د انسان په ژوند کې د ځنګلونو یو له خورا اغیزمنو ارزښتونو څخه دی. په مجموع کې د نړۍ 60٪ اکسيجن مصرف د نباتاتو لخوا تولید کیږي، د ځینو اټکلونو له مخې، هر هکتاره ځنګل په کال کې د 2.5 ټنه اکسیجن خوشې کولو توان لري (په کال کې د 10 خلکو اړتیا) پداسې حال کې چې کاربن ډای اکسایډ جذبوي.
د شور د ککړتیا کمول، د دوړې جذبول، د ځینو کیمیاوي ګازونو جذب او د ډیرو باکتریاو وژل، د واحد حجرو فنګسي او زیان رسونکي حشرات د ځنګلي ونو نورې ګټې دي.

۲- د اقلیم سمون
د ځنګل پوښ د ونو څخه پاکو سیمو په پرتله اعظمي حد کموي او لږترلږه تودوخه زیاتوي، او اقلیم معتدل کوي.
۳- ایکوتوریزم
نن ورځ په ځنګلي سیمو کې د ګرځندوی له لارې د پرمختللو هیوادونو عاید د لرګیو د راټولولو په پرتله څو چنده دی. د نباتاتو او حیواناتو د جینیاتی سرچینو ساتنه او د ژویو تنوع د ځنګلونو نورې دندې دي.
4- د سطحي اوبو کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو ته تغذیه کول
د یو لیتر اوبو لپاره اوه دقیقې او څلویښت ثانیې وخت نیسي چې پراخې ځنګلي ځمکې ته ننوځي، په کرنیزو ځمکو کې ۴۶ دقیقې او ۴۶ ثانیې او له ځنګله بهر څلور ساعته او ۲۶ دقیقې او ۴۰ ثانیې وخت نیسي، یعنې په یو ساعت کې په ځنګلونو کې. ځمکه 8.4 لیټره پرنسي ځنګل، 1.29 لیټره کرنیزه ځمکه او 0.22 لیټره اوبه د ځنګل څخه بهر خاورې ته ننوځي. دا پایلې د سیلابونو په مخنیوي کې د نباتاتو په ځانګړې توګه د ځنګلونو اهمیت په ګوته کوي، همدارنګه د تبخیر مخنیوي او د ځمکې د اوبو د ښه تغذیه کولو په برخه کې، همدارنګه ځنګلونه د ډیری سیندونو او چینو سرچینه ده.
۵- د ونو په واسطه د اوبو د ذخيره کولو توان
په حوضونو او چینو کې د ونو سیوري د اوبو د ډیر تبخیر مخه نیسي. دا په زړه پورې ده چې پوه شئ چې ډیری نوي کرل شوي ونې په اونۍ کې یوازې پنځلس ګیلن اوبو ته اړتیا لري (هر ګیلن شاوخوا 4.5 لیټره برابر دی). ونې هم د دې وړتیا لري چې د هوا رطوبت زیات کړي.
۶- ونې هوا پاکوي
ونې د دې وړتیا لري چې بوی او ککړونکي جذب کړي (نایتروجن اکسایډ، امونیا، سلفر ډای اکسایډ او اوزون). دوی دا زیان رسونکي ذرات د خپلو پاڼو له لارې هوا سره جذبوي او د اکسیجن تولید سربیره، دا ککړتیاوې په خپلو پاڼو او پوټکي کې ذخیره کوي.
7- د ونو په کارولو سره ښارونو ته د مختلفو حیواناتو جذب کول
د ونو د مختلفو نوعو شتون د دې لامل ګرځي چې خورا ښکلي او نادره حیوانات د استوګنې لپاره ښارونه غوره کړي، دا کافي ده چې په ښارونو کې د ونو ډولونه چې په ښارونو کې کرل کیږي د حیواناتو لخوا غوره کیږي، هغه مرغان دي یا موږکان، د بیلګې په توګه: بلوط د موږکانو لکه د جذبولو لوړه وړتیا لري.
۸- ونه د حیواناتو لپاره پناه ځای دی
د حشراتو، مرغانو، تی لرونکو حیواناتو، فنګسي او لیچین د 500 څخه زیاتو ډولونو ژوند د ونو په ژوند پورې اړه لري. که موږ هغه ژوندي موجودات شامل کړو چې د ونو په ریښو چاپیریال کې ژوند کوي، موږ باید ووایو چې د زرګونو ډوله حیواناتو ژوند، لوی او واړه، د هرې ونې، مرغیو کور او ځینې بې کوره حیواناتو ژوند پورې تړلی دی.
۹- ونې د اوبو د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي
د اوبو ککړتیا یو بل لوی روغتیایی خطر دی چې د نړۍ نفوس ګواښي، مګر ونې کولی شي د دې خطر په کمولو کې مرسته وکړي، ونې د باران ځواک کموي، او د دوی ریښې اوبه پاکوي او د اوبو ډکوي، ونې د جریان کمولو او د سیلابونو خطر کمولو کې مرسته کوي، دا شرایط همدارنګه د اوبو ککړتیا کموي.
۱۰- شنه ځایونه اجتماعي احساس ته وده ورکوي
د اجتماعي احساس درلودل د انسان روغتیا او هوساینې لپاره مهم دي. ونې کولی شي خلک په مثبت ډول سره یوځای کړي. خلک ډیر لیواله دي چې د ونې په لیکه سړک کې تګ وکړي، کوم چې کولی شي د یوازیتوب احساساتو سره مبارزه کې مرسته وکړي. ونې هم په ټولنو کې د غږ ککړتیا کموي، کوم چې کولی شي د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د ښه شرایطو په ساتلو کې مرسته وکړي، برسیره پردې، څیړنې ښولی شم چې هغه ټولنې چې ډیرې ونې لري د جرمونو کچه ټیټه وي.
پای. د لوستلو مو مننه ستاسو ورور روح الله پروانی.
https://rohullahpar.com/archives/609