Kabull.com کابل ټکی کام
520 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
نایجریا: وسله والو غلو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي
نایجریا: وسله والو غلو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي
کابل ټکی کام (يکشنبه ۱۹مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورنو له مخې، د نايجيريا په لویدیځ کې وسله والو کسانو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي دي.
د نايجيريا امنيتي چارواکو رویټرز ته ویلي چې وسله والو غلو په ۹ کلیو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې تر ۲۰۰ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
راپور زياتوي، وسله والو په دې برید کې لسګونه کورونه سوځولي او د وژل شویو کسانو جسدونو ته یې هم اورونه اچولي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې وسله والو غلو تر برید وروسته شاوخوا دوه زره غواوې هم ورسره وړې دي.
نايجيريا کې د وسله والو غلو لوی لوی بانډونه دي چې وخت ناوخت پر کليو او تجارتي مالونو بريدونه کوي او لوټي يې.
https://wp.me/p8XUyy-ula
قزاقستان: په مظاهرو او اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (يکشنبه ۱۹مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د قزاقستان د روغتیا وزارت وايي، ددې هیواد په مظاهرو او اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، یواځې په پلازمینه الماتای ښار کې ۱۰۳ تنه د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ په سختو نښتو کې وژل شوي دي.
تردې مخکې چارواکو يواځې د ۲۶ مظاهره چيانو او ۱۶ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړی و.
د قزاقستان حکومت وايي په مجموعي توګه ۵۸۰۰ کسان د ناارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
نن يکشنبه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جمارت تقایف دفتر له خوا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې «حالات نورمال شوي دي».
تر دې مخکې تقایف ددې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی و تر څو هغه کسان چې په ناارامیو کې لاس لري "له خبرداري پرته په ډزو" ووژني.
د قراقستان محلي رسنیو ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې پدغو اعتراضونو کې ملکیتونو ته څه دپاسه ۱۹۹ میلیون ډالر زیان رسیدلی دی. په څه دپاسه ۱۰۰ سوداګریو او بانکونو بریدونه شوي او لوټ شوي دي. ددې وزارت په وینا همداشان ۴۰۰ موټر ویجاړ شوي دي.
په قزاقستان کې مظاهرې تیره اونۍ د تیلو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې ددې هیواد په لویدیځو څنډو کې پیل شوې چې دغه مظاهرې ډیر ژر ټول هیواد ته پراخې شوې.
https://wp.me/p8XUyy-uld
د ډيورنډ کرښه د چا په ګټه او د چا په زیان ده ؟
امين وردګ
دا چې اوس دستي د هغې فرضي کرښې په اړه تودې خبرې روانې دي ؛ کومه چې د افغانستان په شرق کې د 2640 کيلومټرونو په اوږدوالي سره پرته ده او د (ډيورنډکرښې) په نامه ياديږي ؛ دا لعنتي کرښه په 1893 م کال کې د انګليس استازي (ډيورنډ) او افغان امير (عبدالرحمن خان) تر مينځ د 100 کالونو لپاره امضا شوې وه ؛ چې ګواکي دا کرښه به د برتانوي هند او افغانستان تر مينځ يو موقتي سرحد وي.
مګر دغه کرښه نه شوه اوس سم غم شو !
له يوې خوا خو دغه کرښه موقتي وه ؛ چې په 1993 م کال کې يې هغه ټاکل شوې موده هم پوره شوه (یعنې دا 24 کاله کاملاً بې قانونه ده) له بلې خوا دغه کرښه په ډېرې غدارۍ سره تېره شوې ده ؛ چې د پښتون انګړ يې سره دوې ټوټې کړى ؛ نو ځکه دغې لعنتي کرښې دوه وروڼه داسې سره بېل کړل ؛ چې اوس يې يو د کرښې هاخوا او بل دېخوا کې ژوند کوي.
راځو اصل مطلب ته !
دغه کرښه د چا په ګټه او د چا په زیان ده ؟
کرښه خو له لويه سره د شيطانت له معيار سره سمه تېره شوې او د دغې منحوثې کرښې د مسير په اړه شيطانانو ډېر وخت فکرونه کړي دي.
که څه هم چې د دغې کرښې تاوان د افغانستان مربوط- ټولو وګړو او قومونو ته رسېدلى او لا هم رسيږي ؛ مګر پښتون قام ته يې د نورو قومونو په پرتله تاوان درۍ برابره دى.
که چېرې دغه کرښه رسمي شي ؛ نو د پښتون پلار دوه زامن به يو د هغه بل کره پرته له پاسپورت او ويزې څخه نه شي ورتللاى.
پښتون قام هم د افغانستان او پاکستان تر مينځ د رسمي سرحد مخالف نه دى ؛ مګر دغه سرحد خو بايد لږ د انصاف له مخې تعين شي ؛ نه دا چې يو ورور د دېخوا ته حصار شي او بل هغې خوا ته.
د پاکستان د سېند او پنجاب غدار مشران او د افغانستان د شمال لنډغر دغې نکتې ته شنه ناست دي ؛ چې دا شومه کرښه زرترزره رسمي شي ؛ تر څو پښتون په خپلو کې سره واوړي او دوى چکې ورته ووهي.
خو زه دغو خلکو ته وايم چې پام کوئ ګورئ !
پښتون دومره کمعقل او کمزورى نه دى ؛ چې د خپل ورور کره دې د ورتګ د پاره له تاسو اجازه واخلي ؛ پښتون قام ته داسې کرښې مرښې نشي ټينګېدلاى ان شاءالله.
نن خو تاسو ته د کومک د پاره د نړۍ ټول طاغوتي لښکر را کوچېدلى دى ؛ ځکه خو ممکن تاسو هم د پخوانيو غدارانو په څېر کومه غلطي وکړئ ؛ مګر سبا به ان شاءالله داسې وخت هم راشي چې يا خو به دغه کرښه د برلېن ديوال غوندې له مينځه ځي او يا به (لوى پښتونستان) جوړيږي ؛ چې تاسو به بيا لاس تر زنې ورته ناست واست او خجل خجل به ګورئ ؛ نو ځکه بايد نن په موږ باندې زړونه وسوزوئ ؛ تر څو يې موږ سبا پر تاسو وسوزوو.
https://wp.me/p8XUyy-ulg
کندهار کې ديني علماوو د یوې ۲۴ کسیزې شورا د جوړېدو اعلان وکړ
کندهار کې ديني علماوو د یوې ۲۴ کسیزې شورا د جوړېدو اعلان وکړ
کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورنو له مخې، کندهار کې ديني علماوو د یوې مهمې ۲۴ کسیزې شورا د جوړېدو اعلان وکړ.
له کندهار څخه سرچينې وايي، ‏د کندهار دیني علماوو د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده په غوښتنه د یوې لويې او مهمې ۲۴ کسیزې شورا جوړېدل اعلان کړي دي.
سرچينې زياتوي، چې مولوي حبیب الله اغا د د دې شورا مشر، شېخ اختر محمد زعفراني مرستیال او مولوي مجاهد صاحب یې مالي او اداري مسوول ټاکل شوی دی.
راپور زياتوي، ‏د دې شورا مسوولین چې له امیرالمؤمنین سره یې لیدنې هم کړي، د علماوو د یووالي، د مهمو پرېکړو او ستونزو د حل مسولیت لري.
ويل کېږي، دغه شورا به اوسمهال يواځې د کندهار ولايت مربوطاتو کې فعاليت او خپل کارونه مخته وړي.
https://wp.me/p8XUyy-ulk
امریکا: نیویارک کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي
امریکا: نیویارک کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د امریکا نیویارک یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله د نهه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د نیویارک ښاروال ایرک اډمز په خبره د دې پېښې په تړاو ۳۲ کسان روغتون ته استول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت سخت دي.
له دې مخکې تېره اونۍ د امریکا فلاډلفیا ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو.
https://wp.me/p8XUyy-ulq
موږ په (۲۱۲۲)م کال کې؟!
حسان مجاهد
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:زما دامت عمرونه به له شپيتو تراويا کلونو پورې وي او ډير کم به داسي خلګ وي چي عمرونه يې له اويا کلونو واوړي.رواه الترمذي وابن ماجه
شارحين د حديثو ليکي چي که د بعضو عمرونه تر اويا کلونو واوړي نو هغه عمر په نيستي شمارده،ځکه هغه وخت سړی دبل محتاج وي او دخلګوپه نظر ډير خوار وي.
محمد بن ابي عميرة رضی الله عنه وايي: که څوک د پيدايښت له ورځې ترهغه وخته چي دی سپين ږيری مري د الله تعالی په عبادت کي سر په ځمکه کيږدي نو یقینا دی به له مرګه وروسته دا عبادت ډېر لږ وبولي او دا ارمان به لري چي کاشکي بيا دنيا ته تللی وای چې نور ثواب او اجريې زيات شوی وای. رواه احمد،مشکواةص۴۵۲.
امام غزالي رحمه الله تعالی وايي: که له ځمکې تر اسمانه ټوله ساحه د(ږدن) له دانو ډکه شي او په زر کاله کي يو ه مرغۍ راځي او يوه دانه اوچتوي نو دا د ږدن دانې به پای ته ورسيږي خو د آخرت ژوند به پای ته نه ورسيږي،يعني د دنيا ژوند په نسبت د آخرت ژوند ته ډيره کم ده.
يوبزرګ وايي: ماله يو(برف)يخي فروش څخه ډير عبرت حاصل کړ،چي په لاره روان وو او خلکوته يې ويل «ای خلګو د خدای په خاطر له ما څخه دا يخی واخلئ(رانيسئ) زما ټوله سرمايه داده که تاسي وانخيست نو ټول به لمر ويلي کړي» نو ما فکر وکړ چي د انسان ژوند تردې يخي ډير ژر ختميدونکی دی خو مونږ انسانان يې له ختميدو غافل يو.
مونږ د نوي کال په رارسيدو خوښي څرګندوو او یوبل ته مبارکي ورکوو خو دې ته مو پام نه ده چي زمونږ له قيمتي ژوند څخه بيا يو کال تير شو. يو عالم وايي ای انسانه! ته له ورځو جوړ يې چې يوه ورځ تيريږي نو ستا د بدن يوه حصه ورسره تماميږي.
مونږ د خپل ژوند په قيمت اوس نه يو خبر، علماء ليکي چې فرضا که مړ انسان پنځه سوه کاله عبادت وکړي خو د ژوندي انسان د يو سبحان الله ويلو ثواب نشي موندلی.
پخوانيو خلګو هريوه په مختصر ژوند کې ډير لوی کارونه کړي دي، کله چې مونږ د هغوی تاريخ لولو او دامخي ته راشي چي پلاني عالم .....سوه يا ....زره يعني دومره تصنيفونه کړي دي خو چي عمر ته يې نظر وکړو نو دډيرو عمرونه به تر سلو نه وي اوښتي، اوس خو تر دوويشت کلنۍ پوري دماشومتوب لقب کاريږي خو په اسلامي تاريخ کې اکثره خلګو په ۲۲,۲۳،۲۴کلنۍ کي ستر ستر قيادتونه او کارنامي کړي دي.
اوس دادی بل نوی کال راغی خو مونږ باید فکر وکړو چي په ۲۱۲۲م کال کې (له نن څخه سل کاله وروسته به) مونږ تر تورو خاورو لاندي يو، زمونږ مال او جايداد به د نورو په واک کي وي، په مونږ پسي د ژړيدونکو غم به سپک شوی وي، مونږ به د حسرت او وحشت په کور کي يوازې پراته يو، هيڅوک به مو فرياد نه اوري او يوازي مونږ او اعمال به سره پاته يو.
نو راځئ دا قيمتي ژوند عبث تېر نه کړو، زمونږ د عمرونو ډيره کمه حصه پاته ده او دا پاته حصه د الله تعالی په عبادت او طاعت زرينه کړو او د ابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو.
https://wp.me/p8XUyy-ult
د ځوان نسل فکري روزنه
د ځوان نسل فکري روزنه
لیـــــــکوال: حمزه الیاس
الحمدلله امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې سو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې پر ځای پرېښودې.
د دې ناخوالو له جملې څخه یوه هم فکري جګړه ده.
دا جګړه له هغه وخته پیل سوې ده، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت آدم علیه السلام خلق کړ او ملایکو ته یې په سجده کولو امر وکړ. ملایکو حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه؛ خو شیطان له سجدې کولو انکار وکړ. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایې:
【واذ قلنا للملئکة اسجدوا لآدم فسجدوآ الا ابلیس ابی واستکبر وکان من الکفرین
کله چې شیطان انکار وکړ، رب ذوالجلال له خپل دربار څخه ورټئ. نو شیطان وعده وکړه؛ که زما وس ورسیږي، ستا یو بنده به د جنت بوی رانه ونه وینی.
وروسته رب متعال جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته امر وکړ، چې ته او ستا زوجه جنت ته داخل سئ او ورته یې وفرمایل【ولا تقربا هذه الشجرة فتکونا من الظلمین】شیطان په دې وخت کې فکري جګړه پیل کړه، آدم علیه السلام ته راغی او ورته ویې وویل:
ته دې رب له دې ونې څخه ځکه منع کړی یې، چې د تل لپاره په جنت کې ژوندی پاتې نه شې. له دې ونې څخه خوراک وکړه، تل به په جنت کې وې. کله چې حضرت آدم او بي بي حواء علیهم السلام له دې ونې خوراک وکړ، رب ذوالجلال دوی له جنت څخه وویستل ...
پایله دا شوه چې فکري جګره د بشر له پیدایښت څخه پیل شوې ده.
په یوه روایت کې داسې راغلي دي، چې په دوولسمه پېړۍ کې یو جرمني لوړ پوړی چارواکی د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو. جرمني لوړ پوري چارواکي ته د خپل بند په موده کې دا معلومه شوه، چې هېڅکله به مسلمانان په مخامخ جګړه کې ماته ونه خوري؛ مسلمان که ماته خوري، هغه فکري جګړه ده.
کله چې کفارو د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه پیل کړه؛ نو مسلمانان هم له هغه راهیسې مغلوب سول او آن تر اوسه مغلوب دي.
په تېرو دوه لسیزو کې امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه هم کوله. خو د عسکري جګړې لت پایته رسېدو سره سره یې فکري جګړه لا هم روانه ده، بلکې تر پخوا لا ګړندی ده.
د عسکري جګړې ویران سوي رغول لسیزې وخت نیسي؛ خو د فکري جګړې ویران شوی/ فکرونه رغول به پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي.
غربیانو ځوان نسل ته دا په سوچ کې ورکړې، چي څوک کلین شیف او نیکټایي وکړي، ښځه له کور څخه بهر پرېږدي (بې پردې یې کړي) او د خلګو مخ ته یې fashion show ته راوباسي، د نامحرمو خلکو سره په کاري دفترونو کې کار وکړي؛ دا پر مختګ دي. د دې تر څنک یې دا هم په فکر کي ورکړل، چې ښځینه ته دې هم د نارینه غوندې حقوق ورکړل سي او ډیموکراسي، نیشنلزم (قوم پرستي) ته لار هواره سي.
موږ او تاسو یې وینو چې اشتهارونه یې جوړ کړي، د خپل حق غوښتلو لپاره مظاهرې کوي، کوم چې غربیانو ورښودلي.
افسوس چې فکري جګړې ډېر تکړه علماء په خپل غېږ کي اخیستي او د نړیوالو څخه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د ډیموکراسي اشتهارانو بدرګه کوي. موږ او تاسې باید داسې سوچ او فکر ونه لرو، چې اشغال ختم سو نور به کرار کښېنو. نه؛ هېڅکله نه. اصلي جګړه خو اوس پیل شوې ده او دا جګړه د تېري جګړې په پرتله خطرناکه او مضره ده. ځکه چې د عسکري جګړې جګړه ماران معلوم عسکر دي؛ خو د فکري جګړې عسکر بیا عام اولس دی.
د عسکري جګړې اشغال سوي کورونه او ودانۍ دي؛ خو د فکري جګړې اشغال سوي بیا عامه ذهنیتونه، تدریسي کتابونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ...
موږ او تاسې باید هر وخت فکري جګړې ته تیاری ولرو او دا هڅه وکړو چې د افغانانو شل کلن اشغال شوي ذهنونه د فکري او کلتوري اشغال څخه خلاص کړو. له دې اشغال څخه د خلاصون یوه مهمه لار د رسنیو او میډیا تر لاسه کول دي؛ خو افسوس چې موږ د دې خطرناک ناورین مخه نه نیسو، بلکې لا نوره هم وده ورکوو. د نورو په ناکامۍ خوشالېږو او تر خپل وس پورې بېځایه پوچ تبلیغات کوو.
راشئ! د دې پر ځای چي یو بل ته څاه وکیندو، باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه د فکري جګړې مخه ونیسو. ځوان نسل ته فکري او عقیدوي روزنه ورکړو. دغه اسلامي معاشرې ته اسلامي کلتور او عنعنات راوړو...
https://wp.me/p8XUyy-ulC
‏اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي
‏اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي
کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د اسلامي امارت پلاوي په ایران کې د نورو مهاجرینو تر څنګ له اسماعیل خان او احمد مسعود سره هم لیدلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري اطمئنان ورکړل شو، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته دمخالفت دلیل پاتي نه شي.
دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي اميرخان متقي هم په سوشل ميډيا خپره شوې ويډيو کې دغه ملاقات تاييد او وويل: «د نورو افغانانو ترڅنګ مو له احمد مسعود او اسماعيل خان سره هم په تهران کې وليدل، ډاډ مو ورکړ چې هرڅوک خپل هېواد ته راتلای شي، د هرچا خپل کور دی، مونږ چاته امنيتي مشکل نه ايجادوو.»
https://wp.me/p8XUyy-ulE
د جوزجان د پنځو ولسواليو نمايندګانو او مشرانو د رياست الوزرا له معاون سره د مشکلاتو د حل په موخه کتنه وکړه
کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د رياست الوزرا دوهم مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د جوزجان ولايت د پنځو ولسواليو له نمايندګانو او مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ليدنه وکړه.
د جوزجان د پنځو ولسواليو (آقچه، خانقاه، مرديان، منګجيک او فيض اباد) ولسواليو مشرانو د سړک جوړونې، د ژورو څاګانو کیندلو، د اوبو د کانالونو د جوړولو، د سه سرکه اقچې په سیمه کې د سب سټېشن د نصبولو او د ځايي خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
مشرانو او مخورو ښاغلي عبدالسلام حنفي ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي ورکړه او له اسلامي نظام څخه یې خپل عمومي ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز ښاغلي عبدالسلام حنفي دوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د افغانستان د باعزته خلکو خدمت کوي او دا خپله اسلامي دنده ګڼي.
https://wp.me/p8XUyy-ulH
راځئ بحران په فرصت بدل کړو…!
سليمان سعيد «غلجی»
هر هېواد او ملت چې ازادي تر لاسه کړې، نو يې ډېر سخت مشکلات زغملي دي. معنی دا چې؛ بې زحمته راحت نشته!
هغه هېوادونه چې نن سوکاله او آرام ژوند لري، که د هغوی تاريخ وګورئ، ډېرې زياتې سختۍ يې تېرې کړې او د پرمختګ په لاره کې له ډېرو سختو ازميښتونو او ننګونو سره مخ شوي دي.
د غلامي په حالت کې هيڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، نو که تېر رژيم سل کاله نور هم دوام کړی وی، د افغانستان به بيا هم نن همدا، يا تر دې هم بدتر حالت ؤ. مګر اوس چې الحمدلله؛ استقلال مو تر لاسه کړی، همدا زموږ د پرمختګ وخت دی.
خو کفار او د هغوی نوکران هيڅکله نه شي زغملی چې افغانستان خپل استقلال وساتي او پرمختګ وکړي. ځکه خو يې ډول ډول بنديزونه راباندې لګولي، تر څو مو ازادي داغدره او د پرمختګ له قافلې مو ايسار کړي.
ازادي د يو هېواد او ملت د ابادي او پرمختګ لپاره لومړنی شرط دی او له ازادي پرته؛ پرمختګ هيڅ امکان نه لري. مګر د ازادي قيمت ډېر لوړ دی، تر لاسه کول يې هم ډېر سخت دي او ساتل يې هم ډېرې زياتې قربانۍ، صبر، همت او زغم غواړي.
دا چې پرون ټولې نړۍ له افغانستان سره مرستې کولې او نن برعکس بنديزونه راباندې لګوي، علت يې دا دی چې پرونۍ مرستې يې زموږ د ازادي د اشغالولو په بدل کې وې، امّا نن يې چې شرائط نه ورسره منل کيږي او پلانونه يې خنسا شول، ځکه خو دا دی هغوی هم عکس العمل وښود، مرستې يې بندې کړې، بنديزونه يې راباندې ولګول او آن خپله شتمني يې هم راڅخه کنګل کړه.
خو که له بلې زاويې وګورو همدغه حالت زموږ په ګټه دی، اوس ايله زموږ هېوادوال خپل دښمن؛ د دښمن په توګه پېژندلی شي، اوس به ايله خپله لاس په کار شي او پرديو مرستو ته د تمې پر ځای به خپله همت وکړي.
هغه څوک کامياب دي؛ چې د چنار په څېر په خپل ځواک وخيژي او بيا د نورو لاس نيوی وکړي، خو هغه خلک ناکام دي، چې د انګور په څېر د نورو په اوږو ور تاوان وي.
نو اوس ايله زموږ ولس په دې وپوهيږي چې پرمختګ خپله فقط په موږ پورې اړه لري او تر څو چې خپله کار او همت ونه کړو، تر هغو به نورو ته محتاج او د ذلت ژوند تېروو.
زموږ ولسونو کې يوه لنډه کيسه مشهوره ده. وايي؛ يو پلار خپل زوی ته ويلي ؤ چې لاړ شه او له غره خس راوړه! زوی يې ويل چې بيا به څوک ګېډی/ بار راسره پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: هلته بيا «ناکام» ته نارې وکړه، هغه به يې درسره پورته کړي. زوی يې چې خس برابر کړل، «ناکام» ته يې نارې پيل کړې، ډېرې نارې يې وکړې، خو څوک رانغی، آخر مجبور شو، خپله يې بار پورته کړ او کور ته راغی. پلار ته يې وويل؛ چې ما خو «ناکام» ته ډېرې نارې وکړې، خو هيڅوک هم رانغی! پلار يې ورته وويل: ښا؛ نو آخر دې څه وکړل؟ زوی يې وويل: آخر مې خپله راپورته کړ! پلار يې ورته وويل: همدغه «ناکام» دی…!!
نو چې موږ هم ناکام او وچ مجبور نه شو او خپل بار په خپله پورته نه کړو، تر هغو پرمختګ ناممکن دی.
ځکه خو همدغه ستونزې، بنديزونه، د نړيوالو جفاوې او موجوده ناخوالې او بحران زموږ لپاره د پرمختګ يو ښه چانس دی، تر څو مجبور شو، خپله کار وکړو او خپل حوائج په خپله پوره کړو.
دا نړۍ ظالمه ده، نه بشري حقوق شته، نه قانون او عدالت. دلته نه يوازې دا چې هيڅوک؛ د هيچا مرسته نه کوي، بلکې يو بل ته خنډونه جوړوي او يو بل راڅملوي.
نو ځکه خو هر هېواد او ملت دغسې ستونزې او مشکلات ګاللي دي، خو کامياب او هوښيار ملتونه هغه دي، چې له دغسې بحرانونو څخه يې د فرصتونو په توګه استفاده کړې، کار يې کړی، ولس يې رابيدار کړی او د خودکفايي په لور يې ګامونه اخيستي. نو دغه ډول خلک بالآخره له پردۍ متازي خلاص شوي او نن آرام او سوکاله ژوند لري. خو هغه خلک چې په دغسې حالاتو کې د خپل کار او همت پر ځای، نورو ته د تمې سترګې نيسې او پرديو مرستو ته په تمه کښېني، هغوی به تل همداسې کرياب او محتاج وي. پښتو متل دی؛ «چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي!»
نو بايد چې افغان ملت هم خپله کار او همت وکړي او ځان ورسوي. د نړۍ هيڅ هيواد د بل په مرسته نه دی آباد شوی، بلکې خپلو ملتونو يې کار کړی، زحمت يې ايستلی او ځان يې زهير کړی. الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي: « الله تعالی هيڅکله د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله بدلون ونکړي».
او دغه د کفارو بنديزونه هم تر هغه وخته ختمېدل او کمېدل نه لري، څو چې موږ خپله خود کفا نه شو او قوت تر لاسه نه کړو، ځکه چې دا دنيا د زورورو ده!
د ايران د انقلاب څلور لسيزې وشوې، خو لا هم له بنديزونو نه دی خلاص، مګر هغوی هوښيار دي، کار کوي او ځان رسوي.
فاعتبروا يا اولي الالباب…!
https://wp.me/p8XUyy-ulK
ځوانانو ته د شهید حسن البناء رحمه الله لس لارښونې
١- حالات او شرايط که هر ډول وي چې کله هم د اذان اواز واورئ سمد ستي د لمانځه له پاره پورته شئ.
٢- تاسې بايد د قرﺁن مجيد تلاوت يا په غور سره مطالعه وکړئ يا دا چې د نورو څخه يې واورئ، په هر حال کې تاسې بايد د خپل وخت يوه برخه قرﺁن مجيد ته ورکړئ او بې ځايه يې تېر نه کړئ.
٣- په ساده او واضح ډول سره خبرې وکړئ، ځکه چې دا د اسلامي شعايرو له جملې څخه دي.
٤- معامله او مسئله که هر ډول وي خو تاسې په هغې کې ډېر بحث او جنجال مه کوئ، ځکه چې د بحث او جنجال څخه سمه او غوره پايله نه راوځي.
٥- زيات مه خاندئ، ځکه چې کوم زړه د الله پاک سره اړيکې لري هغه ډېر ډاډه او مطمئن وي.
٦- په لوړ او پورته اواز سره خبرې مه کوئ، په دې کې کبر هم راځي او نورو ته زيان او ضرر هم.
٧- د ځان څخه خندني او ريش خند مه جوړوئ، ځکه چې مجاهد او غازي قوم پرته د دروندوالي څخه بل شى نه پيژني.
٨- د خلکو د غيبت کولو او په هغوى باندې د تور لګولو څخه ځان وساتئ، ستاسې له ژبې څخه بايد پرته د نيکو او د خير د خبرو څخه بل څه را ونه وځي.
٩- د هر ملګري سره چې ستاسې ليدنه وشي لومړى بايد ورسره ځان پېژندنه وکړئ، که هغه د دې هيله وکړي او که و نه کړي بايد ځان ورته معرفي کړئ، ځکه چې زموږ د دعوت او بلنې بنسټ او بنياد په مينه، محبت او پېژندنه باندې ولاړ دى.
١٠- مسؤوليتونه او دندې د وخت څخه زيات دي، تاسې بايد د خپلو ملګرو سره پوره مرسته او کومک وکړئ چې هغوى د خپل وخت څخه زياته ګټه پورته کړي، او که په تاسې باندې کوم مسؤوليت پروت وي نو کوښښ وکړئ چې هغه په ډېر لږ وخت کې سرته ورسوئ.
https://wp.me/p8XUyy-ulN
دفاع وزير: هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ جدي، ۱۴۰۰ل)
د افغان سرپرست حکومت دفاع وزیر "ملا محمد یعقوب مجاهد" د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې هيڅ هيواد نشي کولی له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان متکي شي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: دوی ژمن دي چې په هېواد کې یو پیاوړی هوایي ځواک جوړ کړي.
دفاع وزیر دغه راز د تېر نظام په تښتېدلو پیلوټانو او نظامیانو غږ کړی، چې بېرته دې هېواد ته را وګرځي او په خبره یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان پیلوټانو هیڅ درناوی نه کېږي، پخواني نظامیان د هېواد سرمایه ده او دوی ته قدر لري.
د دفاع وزارت ځوان وزیر دغه راز څرګنده کړې ده چې د افغانستان د سل زره کسیز پوځي ځواک د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي او ژر به دا لړۍ بشپړه شي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت د خپلو ځواکونو د روزنې بهیر پیل کړی دی او په لنډه موده کې یې زرګونه سرتېري له نظامي زده کړو فارغ کړي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ulP
امریکا د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ
کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د ان بي سي نيوز د راپور له مخې، ‏امریکا نن د افغانستان سره د ۳۰۸ میلونو ډالرو د مرستي اعلان وکړ.
امریکا وايي، چې دا مرستې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه ترسره کوي.
د ان بي سي راپور زياتوي، د ملي امنیت شورا ویاندې ایملي هورن په یوه بیان کې وویل، چې نوې مرستې به د خپلواکو بشردوستانه سازمانونو له لارې وېشل کېږي او د خلکو د مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاو، د اړتیا وړ روغتیايي مواد، بیړني خوراکي مرستو، اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې ترسره شي.
هغې زياته کړې«متحده ایالات د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او موږ پر ټولو امکاناتو غور کوو. موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»
راپور کې راغلي، چې امریکا به افغانستان ته یو میلون د کورونا واکيسنونه هم واستوي.
https://wp.me/p8XUyy-ulS
Forwarded from الرباط ـ AL Ribat (Rouhallah Parwani پروانی)
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
Afghan Defense Minister Mullah Yaqub in a sweet Dari accent:
For us, there is no difference between Badakhshani, Kandahari, Nangarhar and Faryabi, they are all brothers and equal.........
#Afghan #Afghanistan #Afghans #AFG #AIEthics #AIEians #AIEthics #أفغانستان #طالبان #Taliban https://t.co/qiXO6SKQIN
دکرنې وزارت سرپرست ننګرهار ته سفر وکړ https://rohullahpar.com/archives/552
ملا برادر پانګوالو ته: راشئ خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، https://rohullahpar.com/archives/549
د نیمروز د چاپېریال ساتنې رئیس، د خښتو له بټیو څخه لیدنه وکړه https://rohullahpar.com/archives/555
بسم‌ الله الرحمن الرحیم د غازیانو کارناموته لنډه کتنه.لیکوال: الحاج انجنیر احمد نبی محمدي الله داد خېل ستانکزی https://rohullahpar.com/archives/579