راځئ چې مالي تحریمات داسې ختم کړو!
امین وردګ
مغروره کیږو به نه! له کفري نړۍ څخه مو لا په پوره توګه جګړه نه ده ګټلې؛ ځکه چې جګړه په دوه ډوله ده: فکري جګړه او فزیکي جګړه؛ چې اولې ته یې سړه او دویمې ته یې توده جګړه ویل کیږي.
بیا هره یوه یې څلور اساسي ابعاد لري! لکه: کلتوري، سیاسي، نظامي او اقتصادي.
په دریو بُعدو کې دواړه جګړې یو ډول دي ، مګر په نظامي بُعد کې بیا یوازې دومره توپیر سره لري چې؛ په توده جګړه کې مخالف لوري نېغ په نېغه سره نښلي او په سړه کې بیا له غیر مستقیمو لارو دښمن وهل کیږي (یعنې د بل پر مټو) لکه پخواني رهبران چې (د کابل له فتحې وروسته) د پردیو په نغوتو! یو بر سره وخوړل.
په هر حال...یعنې د دواړو جګړو ابعاد ټولټال آته (۸) راغلل! چې موږ یې اوس یوازې یو ( هغه هم د تودې جګړې نظامي) بُعد ګټلی او په نورو اوو ابعادو کې لا پاتې یو ! ګورو به چې بریالي به شو، که مات؟
نو راشئ چې په ټولو سره دا پاتې اووه بُعده هم وګټو!
خو تر ټولو مهم یې فعلاً اقتصادي او سیاسي ابعاد دي.
د نورو ابعادو بحث بیا بل وخت ان شاءالله! خو اوس به راشو په اقتصادي بُعد کې یوازې مالي برخې ته!
له کله نه چې کفري نړۍ د مسلمانانو ستر زعامت (عثماني خلافت) چپه کړ، نو د فکري تمرکز هدف یې فقط مالي برخه و ګرځوله.
کرنسۍ یې کاغذي کړې او د چاپ اختیار یې په خپل لاس کې واخیست.
بانکي سیستم یې رامنځته او د خزانې نوم یې ختم کړ.
اوس نو د کرنسیو اعتبار د دوی په لاسو کې دی! چې څه رقم یې زړه غواړي هغسې یې اړوي.
دا بحث هم یو کتاب خبرې او په سلګونو دلائل لري خو موږ یې را لنډوو!
که موږ وغواړو چې مالي استقلال تر لاسه کړو؛ نو کولای شو! خو هغه داسې: موږ باید خپله کرنسي له کاغذ نه فلزاتو ته واړوو! یعنې بېرته پخوانۍ مړې سیکې را ژوندۍ کړو.
موږ باید په راکړه ورکړه کې فلزي سیکې او اجناس وکاروو.
کولای شو چې له الماسو، سرو زرو، سپینو زرو، میسو، برنجو، جستو، آلمونیمو او داسې نورو... قیمتي فلزاتو څخه سکې جوړې کړو، همداراز له قیمتي غمیو څخه کار واخلو لکه: له یاقوتو، زمرودو، لاجوردو، فروزو، عقیقو او داسې نورو... څخه.
دا منو چې دغه کار نسبت کاغذي کرنسیو ته سخت دی، مګر مالي تحریمات مو بیا نه شي ځپلای.
دا کار مو ځکه له مالي تحریماتو څخه ساتي ؛ چې یاد اجناس هېڅکله هم خپل قیمت له لاسه نه ورکوي.
مګر هو! په هغه صورت کې، چې صادرات او واردات مو ټول په الماسو، طلا او نقره شي.
بله او مهمه خبره چې زموږ سم نه دی ورته پام! مګر د افغانۍ ارزښت مو هره ورځ ځپي! هغه د ماشومانو مخصوص خوراکي زهریات دي!!! لکه د یوې، دوو، بیا تر لسو افغانیو پورې -په دوکانونو کې پوفک، پاپړ، مصالجات و غیره... یعنې دوی پر موږ (غیر ضروري شیان څه چې حتی) زهر پلوري او له موږ نه (په بدل کې) مېوه جات او حبوبات پېري! خو موږ ویده لاهم ویده یو.
که زموږ حکومت کومه ورځ پر ټولو غیر ضروري وارداتو بندیز ولګولو! زه یقین لرم چې نسونه به مو هم ماړه شي ان شاءالله.
غټ دبنګ به خپل ګلالی ماشوم تر لاس نیولی دوکان ته کوږ -کوږ را روان وي، دوکاندار ته به وایي: ((زما زوی ته خو د لسو افغانیو سلانټي ورکړه )) بیا به نو دا غړنګه هم پسې کش کړي چې: زما زوی هره ورځ پنځوس افغانۍ مصرفوي.
وا سوپړنه! ورمېږ دې مات شه چې ته هره ورځ زوی ته د پنځوسو افغانیو زهر اخلې او پیسې یې هم خارج ته لېږې.
وا ماماګیه! دا تا چې کومې پیسې دوکان والا ته ورکړې، دا د هغه نه شوې! دا تجار ته وروړي او تجار یې خارج ته لیږي؛ چې نور زهر درته را وارد کړي او ته سوپړن یې واخلې.
نو حکومتي مسؤلینو ملګرو ته مې مشوره دا ده چې: کرنسۍ فلزي کړئ، پاپړ او پوفک بند کړئ، خلک وهڅوئ چې غنم وکري؛ ان شاءالله چې ټولې مالي ستونزې به مو په راتلونکو کالونو کې حلې شي.
خود به د پیسو تغیر څه ستونزې او حساسیتونه را و پاروي! مګر افغانستان به په تاریخي او بې ساري ډول مالي استقلال تر لاسه کړي ان شاءالله.
https://wp.me/p8XUyy-uhO

کابل ټکی کام
راځئ چې مالي تحریمات داسې ختم کړو!
امین وردګ مغروره کیږو به نه! له کفري نړۍ څخه مو لا په پوره توګه جګړه نه ده ګټلې؛ ځکه
بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی

محمد اسماعيل (عندليب)
اوس چې سياست د يو علم بڼه غوره کړې، په دې ډګر کې خبرې کول يوه معنا او چوپتيا ډېرې معناوې لري، د خبرو، چلند، لباس او حتی د خوراک انداز خپل مطلب لري، په سياست کې آن اشارې او رموز تر څرګندو خبپېچليرو ډېر اهميت لري، او تر دې چې شونې ده روانپوهان د سياسيونو د ساه اخستلو په اړه هم سياسي تبصرې ولري، د يو سياسي مشر د شخصيت په اړه پرېکړه کول خورا ستونزمن کار دی.
زما اند پر څېرو له لېکنو سره په مخالفت کې دی، زه وايم چې د اشخاصو پر کردار دې بحث وشي، کله مې هم د يو چا پر شخصيت تبصره نه ده کړې، شخصيت مې د هغه د نظرياتو او کړنو په تله کې تللی دی، هغه هم که کله په شخص خبره شوې هلته.
کومې خبري ادارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې د کرزي پر لباس لېکل کړي وو، لېکنه په قرقل، چپن، يو رنګ لباس، تل يو لباس اغوستل او.....راڅرخېده، هغه لېکنه ښه وه يا بده، خو زموږ د اصيل فرهنګ ترجماني يې نه کوله.
له کله چې د طالبانو د تحريک د بنسټګرو له جملې يو او مخکښ غړی او اوسنی د رياست الوزراء مرستيال ملا عبدالغنی برادر د پاکستان له زندانه راخلاص شوی، او په رسنيو راڅرګند شوی، ما يې نژدې ټولې اعلاميې، ټولې بيانيې، او په ځينو برخو کې پټ نظريات تر نظر لاندې نيولي، البته پټ نظريات د افغانستان د سياستونو په اړه د هغه دريځ چې رسينيز شوی نه دی، ما ملا برادر مخامخ نه دی لېدلی، ځکه يې شخصيت په کړنو کې لټوم، له خبرو يې زړه ته د ورکوزېدو هڅه کوم، او هر ځل مې کوښښ کړی، چې د خبرو پر مهال د هغه الفاظ، د هغه جذبات او احساسات او د موضوع په اړه د هغه وضعيت او حساسيت د هغه له خبرو، حرکاتو او سکناتو درک کړم.
زه چې د طالبانو تحريک په اړه مې لږه ډېره مطالعه کړې، شايد هغوی ته نژدې هغه څوک و اوسم چې ډېرې نېوکې پرې هم ولرم، آن تر دې بريده چې اوس د حکومت واګي په لاس کې لري، بيا يې هم روان سياستونه نقد کړم، ځکه خو که کومه مثبته وينم، نو په زغرده يې ويلی شم، چې رسمي غړيتوب يې نه لرم.
په دې تحريک کې داسې ډېرې څېرې شته، چې د خوځښت غړي يې درانده تلي، خو د ولس په منځ کې مبهمې څېرې دي، يادول به يې اړين نه وي، خو داسې مشران به وي د امارت په لېکو کې چې تېرو شلو کلونو کې يې يو ځل هم هيواد ته په دې نيت د راتګ زړه نه وي ښه کړی، چې دلته وضعيت وګوري، يا د دوی وينا په (مفتوحه) سيمو کې د خپلو مجاهدينو سره وګوري، له ولس سره يو والی او رښتيا يووالی څرګند کړي، په پټو غونډو او اعلاميو کې نه، اوس هم ځينې داسې به وي چې له څېرې ښکاري، چې د واکمنۍ شوقيان دي، ځانونه سياسيون بولي، نه عسکر، خو نورو ته عسکري خوښوي، شايد ډېر راسره مخالف وي؛ خو زه باور لرم، چې ملا صاحب برادر تر ډېره بريده له دې څخه پاک دی.
که افغانيت خبره کوو نو کلونه وړاندې يې سياسي او نظامي مخالفينو دا اعتراف کړی و، چې ښاغلی برادر ځکه د زندان په تيارو کې پروت دی، چې په دې هيواد کې يې د ارامۍ، سوکالۍ او د ولس د خپلواکۍ فکر په سر کې درلود، کله چې له زندانه خوشې شو، په ډېر عاميانه ژبه يې په هماغه پاکستان کې وويل چې ګيله نه لري، شايد هغه پر ځان پښې د دې ورځې لپاره اېښې وي، چې بيا هغه هيواد ته مجبور نه شي، يو وخت دا هم چې د پاکستان په دولتي ايوانونو کې ورته ډېر په درناوي هرکلی وشو.
که د اصيل افغاني کلتور خبره کوو نو ملا برادر يې په هره ټيږه پوره خېژي، ملا صيب په خپلو ټولو لېدنو کې که له هېواده بهر وې، او که اوس د هېواد په داخلکې دي، هغه که له بهرنيانو سره دې که له افغانانو سره دي، هغه که په هره موضوع کې وي، له څېرې څخه يو دروند افغان ښکاري، د ملا صيب دا بې ځان ښودنې لباس شايد چې ډېرو کمو سياسيونو په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر تن کړی وي، خصوصاً له بهرنيو مسئولينو سره د کابل په يخ ژمې کې په يو عادي څآدر کې راڅرګندېدل.
ملا برادر چې کله هم خبرې کوي، نو له ورايه ښکاري، چې هېڅ راز تصنع پکې نه شته، ما چې څومره د هغه خبرې اورېدلي، نو د يو پاک زړي افغان رنګ مې پکې لېدلی دی،زه فکر کوم چې د هغه په ځېنو څرګندونو د نېوکو لامل به هم دا وي چې هغه له ولس سره د يو يو ولسي مشر په توګه خبرې کول غواړي، نه د يو واکمن، مسئول واجب الاحترام په توګه، يعنې کېدای شي هغه هيڅکله دا تمه ونه لري، چې په يوه نيمه ژبنۍ ښوېدنه به ولس زما په وړاندې راپورته شي.
تر اوسه د هغه د سياسي اقتدار د لوږې تندې څرک نه دې لګېدلی، حال دا چې زما دمعلوماتو پر اساس نوموړی د شوروي اتحاد د جهاد په کلونو کې او بيا را وروسته پړاونو کې هغه ځواکمن نظامي مسئول و چې ککرۍ يې ماتولې، خو اوس چې وخت دواک دی، نو ډېرغلی دی، حال دا چې د ځينو د حکومت او مشرتابه سره د مينې داستانونه پټ نه دي.
د زړونو مالک الله دی، خولږ تر لږه د ملا برادر له مظاهرو دا درک کولای شم چې ممکن د طالبانو

په تحريک کې اوس مهال له ملا برادر څخه پر ولس هيڅوک زړه سواندی نه وي.
داسې ښکاري، چې هغه د چوکۍ لپاره په خپلو خبرو، کارونو، منډو ترړو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی، او په ولس کې د محبوبيت د ګټلو لپاره يې هېڅ کوم تصنعي اقدام نه دی کړی، هغه د ځينو په څېر په ولايتونو کې د خپل شان او شوکت ښودلو هڅه نه ده کړې، دابريت يې نه دی تاو کړی چې موږ امريکا ماته کړه، او اوس نو وطن هم جوړوو، خو زه باور لرم، چې د همدې ټولو په پرتله به د ابادۍ فکر هغه په خپل سر کې لري.
ملا صيب يو قومي او ملي سړی ښکاري، او زه باوري يم چې د ملي محبوبيت لپاره به يې همدا ساده چلند بسنه وکړي، نه له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو لپاره لاس پښې وهل، يوه فقهي قاعده چې « من تعجل شيئا قبل أوانه عوقب بحرمانه» يعنې څوک چې له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو هڅه کوي، ترې بې برخې کېږي، دا ځينې خو لګيا دي، د انګريزانو په اصطلاح د (شارټ کټ) لار غوره کوي، او هر يو دا هڅّه کوي، چې د هيواد په يو کونج کې د انقلاب د بريا د پګړۍ ولونه يې پر سر تاو شي، خو که ملا برادر په دې فکر کې نه وي، نو تاريخ به يې دا لونګۍ پر سر کېږدي.
له ظاهري بڼې داسې ښکاري، چې ملابرادر اوس د اصيل افغان او اصيل افغاني کلتور تمثيل وړاندې کوي، هغه يو رېښتينی افغان بلل کېدای شي، له باطن او راتلونکي خدای خبر دی.
2021-12-18
https://wp.me/p8XUyy-uhR

بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی محمد اسماعيل (عندليب) اوس چې سياست د يو علم بڼه غوره کړې،
بهرنيو چارو وزارت: جاپان له افغانستان سره د ۱۰۰ملېونه ډالرو مرسته کوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې جاپان په پام کې لري څو له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي وايي، د دوشنبې په سهار د ااا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي د افغانستان په اړه د او آی سي نړيوال کانفرانس نه وروسته د افغانستان لپاره د جاپان سفير تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.
د بلخي په وينا، په ليدنه کې د افغانستان بشري او اقتصادي حالاتو په اړه خبرې وشوې چې ترڅ کې يې ښاغلي اوکادا د جاپان له لوري له افغانستان سره سل ميليون ډالر مرسته اعلان کړه چې محترم متقي صاحب يې هرکلی وکړ.
دغه راز د جاپان رسنيو د یاد هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، چې ښایي دغه مرستې د ۱۶ نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان ته ورکړل شي.
https://wp.me/p8XUyy-uhU

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې جاپان په
د ناخوالو سبب زه یم
د ناخوالو سبب زه یم
ليکوال: عبيدالله رقيب
ډير خفه وم، د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل نفس مې ګویان شو، راته یې ویل: د دې ټولو مصیبتونو سبب ته یې! ته یې چې له ملته دې د اللهﷻ نصرت ګرځولی دی، ته د ټولو ناخوالو لومړنی لامل یې، ته د هغو مشکلاتو ستر باعث یې چې ملت ورنه کړېږي!.
ما ورته وويل: ای زما نفسه! زه یو غریب عاجز بنده یم، نه قدرت لرم نه منصب نو څنګه دا مشکلات زما له لاسه پېښ شول؟ زه که چاته د څه امر وکړم نه یې مني او که نصیحت ورته وکړم نه یې قبلوي نو ولي مې د ناخوالو سبب ګڼې او…
په ډېرې تیزۍ سره یې زما خبره غوڅه کړه او راته یې وویل: ستا ګناهونه دي، هماغه ګناهونه چې د چپې اوږې ملائکه یې په لیکلو ستړي او ستومان دي، ستا ګناهونه دي چې په مټ یې له اللهﷻ سره په جنګ یې… ستا بې پروايي چې په واجباتو کې یې کوې او ستا حرص چې په حرامو کې یې لرې.
ما ورته وويل: ما نو څه کړي دي چې دومره زیاتې ملامتۍ راباندې اچوې؟ او د الهي نصرت د ځنډیدو لامل دې هم زه وګڼلم؟!
راته یې وویل: ای د الله بنده! والله چې همدا اوس درته کښېنم او ستا ناوړه کړنې در شمیرم اوږده موده به یې ونه شمیرلای شم… ایا د سهار لمونځ په جماعت سره کوې؟
ماول: هو، کله کله یې په جماعت وکړم او کله کله رانه پاتي شي.
زما خبره یې ونیوه، ویل یې همدا دې ضد و نقیض کړنې دي؛ ته څنګه د حالاتو د سمون او د دښمن په وړاندې د مبارزې دعوه لرې خو د نفس په وړاندې په داسې مبارزه کې ناکام یې چې نه پکې د مال تاوان شته او نه د ځان قرباني، فقط یو څو دقیقې په دوه رکعته لمونځ باندې مصروفیت چې د اللهﷻ له لوري درباندې فرض دی او بس؟! ته څنګه د ملت د حالاتو په سمون فکر کوې او د سمون لاپې یې وهې چې دوه رکعته لمونځ جماعت ته نه شې رسولای او د رسول الله ﷺ مؤکد سنت نه شې ترسره کولای؟!
ته څنګه د ملت په حالاتو تبصرې کوې چې خپله د الله د رالیږل شوي کلام یوه برخه نه شې تلاوت کولای او د سهار اذکار نه شې لوستلی؟! څنګه د ملت په درد اظهارات کوې چې د خپلې مور او پلار حال احوال نه شې پوښتلی، د خپلوانو خپلوي نه شي پاللی؟
پسې زیاته یې کړه: ته څنګه په هیواد د شریعت نفاذ غواړې حال دا چې په ځان یې نه عملي کوې او خپله کورنۍ نه ورته دعوتوې؟ هیواد که نه ده، ځان خو دې په واک کې دی، نو ولې هغه شریعت چې په هیوادوالو یې نافذول غواړې په ځان نه نافذوې؟!
له نورو د حلال کاروبار غوښتنه لرې او خپله یې په ناحقه قسمونو، دوکو او تېر ویستلو ګټې، ته هغو خلکو ته مائل یې چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:«یحبون المال حبًا جمًا» ته دروغ وایې، دوکه کوې، وعده خلاف یې نو د سزا مستحق یې.
ما ورته وویل: د دې کارونو او د اللهﷻ د نصرت د ځنډیدو یې سره څه؟ ایا له ټول ملته یواځې زما په ګناهونو د الله کومک ځنډېدلی؟!
نفس مې راته وویل: افسوس افسوس.. نړۍ ستا غوندې میلیونونه انسانانو بدرنګه کړه.. ټول یې ستا منطق کاروي د طاعت پروا نه لري او له ګناهونو وېره نه لري، ټول همدا خبره کوي چې د ملت خیر غواړي په ملت له هرچا زیات مهربان دی؛ مګر تریخ حقیقت دا دی چې ټول سره برابر دي، پرته له یوڅو هغو چې د الله رحم ورسره مل دی.
ای د خدای بنده! ته خبر یې چې کله به د صحابه کرامو نه د اللهﷻ کومک وځنډید نو باور به یې شو چې په صف کې یې یو ګناهګار انسان شته نو ستا په هغه امت څه خیال دی چې له مشره تر کشره له مسؤله تر رعیته ټول په ګماهونو کې نښتي دي… ایا دا ولسونه د همدغو ناخوالو وړ نه دي؟!
د سترګو اوښکې مې په مخ باندې را ورغړیدې، تر ننه مې هیڅ فکر نه و کړی چې همدا زه به هغه شخص یم چې په سبب یې له دې ملته د الله نصرت ګرځول شوی… حال دا چې له الله سره مینه لرم، له رسول الله ﷺ سره یې مینه لرم او له دې ملت سره هم مینه لرم… هیڅ فکر مې نه و کړی چې زه د زرګونه مؤمنانو په وینه تویولو کې شریک یم… په نورو باندې ملامتي راته ډیره اسانه وه، په واکمنو، په مسؤلینو وزیرانو او رئیسانو مې ډېر په کلکه نیوکې کولې مګر هیڅکله مې خپل عیب ته کتلي نه وو خپلې غلطیانې مې کتلې نه وې… د الله تعالی په دې فرمان مې فکر نه و کړی چې فرمایې:« إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم »
نو مې له ځان سره وویل:«الله لره لویه ستاینه ده چې ماته یې ملامتوونکی نفس راکړی، د دغسې نفس په څېر نفس باندې الله قسم یاد کړی او فرمایلي یې دي «وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ».
زما ځانه راته وایه! ستا نصیحت په سر سترګو منم…
راته یې وویل: له ځانه یې پیل کړه، فرائضو ته پابند اوسه، پنځه وخته لمونځ په خپل وخت کوه، د خپل مال زکات پوره اداء کوه، خیال کوه چې مور او پلار ازار نه کړې، الله ته په مسنونو اعمالو سره ځان محبوب کړه، د الله د قربت هیڅ فرصت له لاسه مه ورکوه هرڅومره وړه نیکي چې وي کوه یې، یاد ساته چې د مؤمن په وړاندې ستا مسکا هم صدقه ده، الله پرې ثوابونه درکوي، داسې مه کوه چې نور

نیکیو ته رابولې او الله تعالی فرمایې:« ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ». په وچه او دریابونو کې د خلکو د کړنو په سبب فساد رامنځ ته شوی دی؛ د دې لپاره چې الله دوی ته د خپلو اعمالو یو څه سزا وروڅکي ترڅو دوی بیرته د الله لوري ته راوګرځي.
الله ته راګرځېده د دنیا او آخرت د سعادت پیلیزه نقطه ده، الله ته راګرځېده د دښمنانو د شکست لومړنۍ مورچه ده، الله ته را ګرځیده د جنت د پیدا کولو او له جهنم نه د ژغورلو مهمه زینه ده.
ای مومنانو څه چې مو وویل ښه دقیق فکر ورباندې وکړئ دا د ټولو لپاره مهم درس دی.
بارک الله في الجمیع
وصلی الله تعالی و سلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.
https://wp.me/p8XUyy-uhX

د ناخوالو سبب زه یم ليکوال: عبيدالله رقيب ډير خفه وم، د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل
مالیزیا: ممکن ځينې هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورنو له مخې، ممکن ځينې اسلامي هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
دا څرګندونې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير سیف الدین عبدالله په خپلو خبرو کې کړي او زياته کړې ده چې د غرب له دریځ ور هاخوا ځینې اسلامي هېوادونه غواړي د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
سیف الدین عبدالله وويل:«دا نریټیف ماتول غواړي چې هره موضوع کې دې د غرب سترګې وڅارل شي.پرځای یې پکار ده افغانستان کې عیني واقعیتونه وڅارو.
دده په خبره مالیزیا او نږدې پنځه نور لوی هېوادونه پر دې کار کوي چې په ګډه د افغانستان موجود حکومت په رسمیت وپېژني او ژر به خپل دريځونه اعلان کړي.
https://wp.me/p8XUyy-ui0

م-م امنیت شورا له افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا پرېکړه لیک تصویب کړ
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو وړاندې شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.
امنیت شورا پرون په یوه خوله دا پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې راغلې چې د پیسو د ورکړې اجازه ورکوي، همدا راز له نورو مالي او اقتصادي سرچینو څخه د استفادې مخه نه نیسي، د مالونو د چمتو کولو، په وخت د دې مرستو په خاطر د ضروري خدماتو د برابرولو او د داسې فعاليتونو حمایت کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کړی او وایي چې دا به د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي.
د روانې میاشتې په پیل کې نړیوال بانک وویل چې مرستندویانو موافقه کړې ده چې هغه دوه سوه اتیا میلیونه ډالر چې افغانستان ته ځانګړې شوې وې او د طالبانو د رژیم په خاطر کنګل شوې وې په افغانستان کې دوو مرستندویه موسسو ته ورکړي چې د بشري بحران مخه پرې ونیسي.
په عين حال کې جاپان هم روانه اوونۍ له افغانستان سره د شااوخوا سل میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه.
https://wp.me/p8XUyy-ui3

نن د افغان حکومت، قطري او ترکي شرکتونو ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت په سره خبرې پیلېږي
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورونو له مخې، نن پنجشنبه د (مرغومي۲مه)د افغان حکومت، قطري او ترکي شرکتونو ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت په سره خبرې پیلېږي.
د افغانستان د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د ترکي او قطري شرکتونو پلاوی کابل ته راشي او دلته به د یاد وزارت له چارواکو او تخنیکي ټیمونو سره د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې ممکن ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي.
په دې کې د هرات، کندهار، بلخ، کابل او خوست هوایي ډګرونه شامل دي.
ترکیې هم ویلي چې له قطر سره په ګډه د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو امنیت او مدیریت په مخ وړي.
دوه ورځې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي و چې ښايي هېواد یې له قطر سره پر ګډه د افغانستان پنځه هوايي ډګرونو د مدیریت کولو مسوولیت واخلي.
https://wp.me/p8XUyy-ui6

په نظام كې انډيوال پالنه؛ تر ټولو ګواښونكې بدمرغي !!
جبريل سعد
زموږ گران هېواد افغانستان چې د۴۳كلنې جگړې، بېلابېلو سوله ييزو او جگړييزو سياستونو-پاليسيو-او ستراتېژيو، همدا رنگه د طالبانو پخواني۷كلن واك په گډون د گڼو اسلامي او غير اسلامي-خپلو او پرديو-خپلواكو او بلواكو-لنډ مهاله او اوږد مهاله نظامونو، د هغو د چلښت-چارو-چارواكو-پټ او ښكاره-اغېز-پايلو، د دې اوږدې مودې گڼو متفاوتو شرائطو او د تاريخ پاڼې اړونكو دريو طالب مشرانو، گڼو طالب جنگياليو او د هغوی وروستيو۲۰كلنو شهكاريو او لاسته راوړنو ډگر پاتې شوی، د خوږو او ترخو تجربو او سترو مهارتونو د يوې بټۍ حيثيت يې خپل كړی.
دلته چې په هره برخه كې د روزنې، تربيې، پالنې او تخنيك معيار عمل دی، د كار ټولې وړې او لويې اجزاوي پر خپل ځای او وخت له فزيكي او رواني برخورد څخه تېرېږي، په هر مسلك كې تر روزنې لاندې افراد كاري تجربه ترلاسه كوي، په دوران يې د الله تعالی د نصرت-معيت-تائيد مشاهده كېږي، معنوي ځواك پياوړی كېږي، د مسلك اړوند او هم ځينې نورې نوې تجربې پر لاس را كوي (هغه ځانگړنې چې د روزنې هيڅ معيار يې نلري) او له ښې مرغې زموږ هېواد يې تقريباً د نړۍ پر كچه وړ ځای او پوهنتون هم ثابت شوی، نو له فكري مخې رښتوني مسلمان او افغان پوځ، چارواكو، قوماندانانو، ډيپلوماټانو، سياسيونو او تخنيك كارانو سره ښاييږي هم دا چې له نورو تش پر زدكړو روزل شويو هغو وړاندې او پر خپل مسلك ښه برلاسي وي.
ورسره په تېر شل كلن هر اړخيز جهاد كې د يو ستر حقيقت په توگه دا هم ثابته شوې چې د غربي ټيكنالوجي معياري روزنې له مخې د يو قطبه نړۍ تر ټولو ښه روزل شويو ځواكونو، ډيپلوماټانو، ماهرينو او تخنيك كارانو چې د روزنې ترڅنگ امكانات او صلاحيتونه هم پراخ ور كړل شوي و او د ځمكې پر مخ په ځانگړې د ياد معيار روزنې څخه بې برخې افغانانو سره يې د پرتلې او انډول خيال لا نه كېده، د افغاني معيار روزنې گوتشمېره مجاهدو طالبانو (چې امكانات او تنگو شرائطو او ظروفو وركړي صلاحيتونه يې هم په نشت كې ضرب و) پر وړاندې ماتې خوړل ورسره ښايېدل هم او بايد شوي هم داسي وای لكه چې وشول، ځكه روزنې يې خيالي او پر اټكلونو ولاړې وې او دغه اټكلونه بيا د افغانستان له جغرافيايي او فزيكي جوړښت او د افغانانو له مزاجونو او طبيعي عقيدوي صلابت چې ځمكني واقعيتونه دي، فرسخونه ليري و، له دواړو لوريو سره چې څه ښايېدل، عام اټكل سرچپه ښودلي وو او اوس د ځمكني واقعيت په توگه ټولې نړۍ ته هېښونكي برېښي.
د طالبانو ټوله ماضي څه دا ډول وه چې د خپل غورځنگ موخو لاس ته راوړلو ترڅنگ يې د نظام ټولو برخو كې له خپلې پاليسي سره سم د عملي كار پر مټ د افرادو او مسلكي كسانو روزنه هم يو له مهمو او لوړو موخو څخه گڼلې، اوس نه يواځي دا چې د هغوی پر مټ يې غورځنگ تر منزله ورساوه، بلكې لا هر فرد فرد يې پر عمل وروزه او اوس زياتر طالبان كاري تجربه هم لري.
خو دغه كاري تجربه په خپل مسلك او مسئوليت كې، په جهادي روحيه، د مشر ملاصاحب د جهادي مكتب او فكر له اصولو سره سم، د غورځنگ د داعيې او موخو پر بنسټ او…، نو ځكه اوس له واكمنۍ وروسته د يو مسلك او مسئوليت څښتن په بل مسلك او مسئوليت كې، د جهادي روحيې پر ځای پر جگړه ييزه روحيه، د ملا صاحب له مكتب او فكر سره په نه سمون او د غورځنگ له داعيې او موخو په ناخبرۍ او يا لاپرواهۍ سره د نظام په هره برخه كې له ماتې سره مخ كېږي او د ليكو د گډوډۍ لامل يې جوړېږي.
په دې وروستيو كې همدا د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواكي د ليكو تصفيې ته توجه وكړي او يو ځانگړی كمېسيون يې رامنځته كړی ترڅو له مسلك او مسئوليت آخوا كړنې او تصرفات كنترول كړي، په جهادي روحيه روزل شويو مجاهدينو ليكو ته د جگړه ييز رول ننوتلي افراد بېرته وباسي، د ټول نظام په كچه د مشر ملاصاحب جهادي فكر او مكتب بيا له سره په تجديدي ډول وپنځوي، د اسلامي امارت غورځنگ داعيې او موخو او د ميلينونو شهيدانو او د جهاد او هجرت په لاره كې تللو مرحومينو ارمانونو ته تعهد او ژمنتيا فكر او پوهاوی عام كړي او…
كه له نوم (ليكو تصفيې) سره سم د نظام/اسلامي امارت ټولې برخې له هر ډول نامطلوبو هغو تصفيه كړي، په اوسنيو شرائطو كې او د ښه راتلونكي لپاره د ليكو تصفيې يو مبرهنه اړتيا او بربنډ ضرورت دی او اقدام يې خوښۍ او هيلې بښونكی دی، خو كه د ليكو تصفيې لكه چې ښكاره او په لومړي ځل ذهن ته راتلونكی لامل دلته د نفوذ وروستۍ هڅې دي، همغسې يې په نښه كړي هم يواځي هغه افراد وي چې په همدې وروستيو كې ليكو ته ورغلي او زياتر يې په پوځي برخه كې دي، خو ځينې هغه چې همدې پوځي او نورو برخو كې يې له تېرو څو كلونو نفوذ كړی او له لوړ پوړو طالبانو سره د انډيوالۍ او رابطې مزي ولري، ښايي مستثنی وي ياهم آن ونه پېژندل شي چې خدای مكړه دا تصفيه به د نظام په كچه نه، بلكې بشپړه نيمگړې وي.
نامطلوب او هغه افراد چې د ليكو د تصفيې كمېسيون يې هد

ف گڼي، د اسلامي امارت د بريا څرك لگېدو سره سم له كلونه راسي دلته د نفوذ هڅې كوي او په خواشينۍ سره چې يو شمېر يې د را وروسته څو كلونو پر وتو اوس ډېر نه پكې پېژندل كېږي، دوی كه څه هم د گډوډۍ را منځته كولو په غرض به نه وي د اسلامي امارت ليكو ته راغلي، خو بياهم چې اشغالگرو ته يې د تېر رژيم برخه جوړېدو سره چوپړ وهلی، د مظلومو خو غيورو افغانانو د زړه ازادرېدو لامل كېږي، جهادي غرور او حيثيت يې زيانمنوي او لكه څرنگه چې هغه خپله د كوم مشر له نوم او شخصيت څخه په استفاده/انډيوالي خپلولو د اسلامي امارت ليكو كې نفوذ كړی وي؛ د ټول نظام په كچه د انډيواليزم روحيه پنځوي او…بايد د اسلامي امارت ليكو/هيڅ برخه كې شتون ونلري.
په يو جهادي غورځنگ، نظام او په ځانگړې د څو لسيزو جهاد پر مټ راغلی اسلامي نظام او د هغه په چارو او چارواكو كې د خپلوۍ، قوم، سمت او دا ډول نورو توپيرونو پالنه كې انډيوال پالنه تر ټولو گواښونكې بد مرغي ځكه ده چې خپلوي، قوم، سمت او…توپيرونه د ښكاره دښمن په څېر وي چې زياتر مخلصين ورته متوجې او له خپل لوري ترې ډاډمن هم وي، يواځي ځينې كمزوري خلك يې پالي، بل دا چې د يادو توپيرونو پالونكي ښايي دواړه لوري/اړوند اړخونه غوره او ښه خلك واوسي، درېيم دا چې ښايي ځينې كمزوري خپلوان قوميان، سمت وال او… يې وپالي، نه ټول خپلوان، هر قوم، سمت او…څلورم دا چې د پالنې مدار او انگېزه يې ښايي ځينې مشروع، قانونې، څرگند، بې ضرره او بې خطره عام مشتركات وي، خو له دې هرڅه سره يې پالنه بياهم د نظام لپاره گواښونكې ده.
خو انډيوال پالنه چې د يو پټ او منافق دښمن په څېر، همداسي پټ، منافق مزاجه او خام خلك ترې گټه اخلي او مدار او انگېزه يې هم ناوړه-پټ او مضر مشتركات وي؛ ټول خپلوان، قومونه، سمتونه، قشرونه او آن پردي نژادونه شعوري ياهم غيرشعوري ډول پر اوړي، د بېلابېلو خپلوانو، ډلو، قومونو، سمتونو او نژادونو له منځه ټيټ فطرته خلك ورته خوشال او سره پرې را ټول وي او همدغه ډله خلك يې د پاكو او مخلصو مشرانو او بانفوذه د لوړ فطرت خلكو له نوم او رتبې په ناوړه گټه اخيستنه په ټولنه كې پنځوي او عاموي، نو ځكه تر نورو ټولو گواښونكې بدمرغي ده.
په خواشينۍ سره د همدې ټيټ فطرته خلكو له لوري په همدې تكتيك او تخنيك په اتومات شكل د يادو پاكو او مخلصو مشرانو او بانفوذه د لوړ فطرت څښتنانو په اړه هم د انډيوال پالنې نظر عامول كېږي او دوی پكې ښكېل او پرې خوښ را پېژندل كېږي، سره له دې چې د دوی له شخصيت، نوم او رتبې څخه په انډيوال پالنه كې استفاده لاهم د دوی په لاشعوري او ناخبري كې وي، دا خو ليري خبره چې پكې ښكېل يا هم پر خوښ وي، خو يو تريخ حقيقت بيا دا چې نوموړي كه ډېر لږ پر ياده ناوړه استفاده وپوهېږي، زياتر يې جدي نه گڼي او نه يې پر وړاندې جديت ښيي چې متأسفانه مفسد خلك دا هم په انډيوال پالنه كې د دوی د ښكېلتيا او پرې د خوښې دليل گڼي.
له نورو بدمرغيو پرته يواځي د توپيرونو او تبعيضونو له منځه انډيوال پالنه له دې أمله هم گواښونكې بدمرغي ده چې ساري، چټكه خپرېدونكې، په ښكاره څرگندو-خو مبهمو خلكو له لوري پټه پنځېدونكې، پراخه/تر ټولو زياته عامېدونكې، په ساده خو پېچلي تخنيك ولاړه، له دننه ويجاړونكې او هېښونكي زيانونه يې هر خاص او عام فرد فرد ته متوجې دي چې د هغوی له لارې د يو هېواد پر دوو لومړيو بنسټونو (ولس او نظام) بريد كوي او له پښو يې غورځوي.
توكم پالنه كه د خپلوۍ، قوم، سمت او… په هره بڼه وي په ځانگړې انډيوال پالنه نه له جهادي روحيې سره سمون خوري او نه د مشر ملاصاحب د جهادي مكتب او فكر له اصولو سره سمه ده، نه د طالبانو غورځنگ له داعيې او موخو څخه وه او نه پرته له دې چې پر مطلق زيان تعبير شي هيڅ، همدا لامل به و چې په پخواني اسلامي امارت كې د عرب او عجم، كورني او بهرني، گاونډي او خليجي هيڅ توپير نه كېده، ټول په گډه د يوې داعيې پر لرلو لاس پر كار ول او همدې يواځينۍ داعيې له ټولو منفي او ناوړه توپيرونو څخه بې پروا او مصروف كړي ول.
پای
https://wp.me/p8XUyy-uia

پاکستان: بلوچستان کې پر امنيتي پوستې برید له امله ۲ پوځيان وژل شوي
کابل ټکی کام (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورنو له مخې، د پاکستان په بلوچستان ايالت کې پر امنيتي پوستې د برید له امله ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې دا بريد د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوی دی.
د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي، د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښته هم شوې خو وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
پوځ وايي، په سيمه کې د وسله والو د لټون عمليات روان دي.
https://wp.me/p8XUyy-uid

اسیایي جام: د کرکټ تر ۱۹ کلنو کشره افغان لوبډله متحده عربي اماراتو سره لوبېږي
کابل ټکی کام (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله په اسیایي جام لوبو کې سبا شنبه له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي.
د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شوي مهالویش له مخې دا لوبه د افغانستان په وخت سهار نهه نیمې بجې پيلېږي.
پرون افغان لوبډلې په دې جام کې خپله لومړنۍ سیالي له پاکستان سره وکړه چې د پاکستان لوبډلې په څلورو ویکټو وګټله.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله د ۱۹ کلنو په اسیایي جام کې درېیمه لوبه له هند سره کوي چې راتلونکې دوشنبې ته پلان شوې ده.
https://wp.me/p8XUyy-uig

ملګري ملتونه غواړي چې افغانستان کې د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستې او خدمتونو برنامه پلې کړي
کابل ټکی کام (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان اقتصادي سیستم د پياوړې کولو په موخه د مرستو او خدماتو پروګرامونه پلې کړي.
د والسټریت ژورنال ورځپاڼه ليکي، دا برنامه د ملګرو ملتونو د اوسني بشردوستانه ماموریت له پولو اوړي او تر ډېره به د حکومتي سیستم پر بیا ژوندي کولو او ټولنیزو خدمتونو ور ټوله وي.
راپور کې راغلي، دا نوې برنامه په ښونځیو کې ماشومانو ته د خوړو په برابرولو، کاري فرصتونو او د افغانستان ګاونډیو ته د برېښنا په بدل کې د پيسو په ورکړې متمرکزه ده.
په افغانستان کې بې وزلي او اقتصادي ستونزې وروسته تر هغو زیاتې شوې چې طالبانو د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پخوانی نظام نسکور او واک ته ورسېدل.
له دې وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمني امریکا کنګل کړه چې ورسره بانکي معاملې ټکنۍ، نغدې پيسې کمې، د افغانیو ارزښت کم او د توکو بیې لوړې شوې.
خو طالبانو هڅی پيل کړي څو د افغانستان اقتصاد پياوړی کړي.
https://wp.me/p8XUyy-uil

بنګله دېش: په کښتۍ کې د اورلګېدو له امله تر سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کابل ټکی کام (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د بنګله دېش چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې په يوې کښتۍ کې د اورلګېدو له امله تر سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وينا، دا پېښه نن د جمعې په ورځ سهار مهال د جالوکاتي سيمې د جلکتي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د ۳۶ تنو د وژل کیدو او تر سلو زياتو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د جالوکاتي د سیمې د پولیسو مشر ظهور علي ويلي، ډیری مساپرو د اورلګیدنې پر مهال ځانونه سیند ته غورځولي دي.
د اورلګیدنې لامل تر اوسه ندی معلوم خو په اړه يي تحقیقات دوام لري.
https://wp.me/p8XUyy-uio

اشرف غني څه ډول تېښته وکړه؟
د ژباړن لنډ یادښت:
دا هغه پوښتنه ده چې د هر افغان په مغزو کې تاویږي ، دې پوښتني ته د انیسې شهید په نامه یوې افغان ژورنالستي ځواب موندلی ، او د (فرار از میدانچه ارگ) تر عنوان لاندي یې یو رپوټ پرې ترتیب او خپور کړی دی ، دا رپوټ د کیسې په شکل د ملي امنیت د یو غړي همدا راز د پي پي اس یاد ولسمشر د ځانګړي ځواک د دوو تنو غړو په استناد لیکل شوی .
ما دا رپوټ پښتو ته ځکه وژباړه ترڅو هغه افغان ځوانان چي له فارسي ژبي سره کامل بلدیت نه لري اود اشرف غني او د ده دملګرو له مکارانه تیښتي اود تیښتي له واقعیت څخه خبرنه دي خبر شي .
رپوټ : انیسه شهید
ژباړه : رحمت الله فیضان
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه له ارګ څخه د اشرف غني د تیښتي رپوټ مي د پي پي اس د یو مهم غړي، د ملي امنیت د مهم غړي او د پی پي اس له یو تن سرتیري سره په حضوري مرکو سره چمتو کړي دي. مصاحبه شویو کسانو ونه غوښتل چي نومونه یې واخیستل شي. دا لومړی ځل دی چي د اشرف غني د حکومت امنیتي مقامات د ده د تیښتي په اړه خپله چوپتیا ماتوي.
د پي پي اس غړی (په ارګ د ولسمشر ځانګړی ځواک)
د زمري په ۲۴مه د سهار په ۷:۵ بجي یې (د پي پي اس د غړي) شخصي موټر له شش درک څخه د غزني د دروازي پر لور حرکت وکړ ، یوه ډله فوځیان چي تل به د امنیت په خاطر همالته ولاړ ول د ده موټر در وي (د پی پی اس غړی) ترې پوښتني : تاسو ما نه پیژنئ ؟ څه خبره د ؟ زه تل تګ را تګ کوم ، پوهیږئ چي هیڅوک نشي کولی زموږ پر مدیریت محدودیت وضعه کړي .
د غزني په دروازه کې ولاړ فوځي منصبدار ځواب ورکوي (نن ورځ ارګ ته د هیڅ دولتي او شخصي موټر د ورتګ اجازه نشته ) (د پي پي اس غړی) په تعجب سره ترې پوښتي ولي ؟.
فوځي افسر ورته وایې : (نه پوهیږم د کوچي صیب امر دی چي هیڅ دولتي او شخصي موټر ته اجازه مه ورکوئ چي ارګ ته داخل شي ، که غواړي نو مخابروي اړیکه به ونیسم ؟)
(د پي پي اس غړي له لوري) په ځواب کې ورته ویل کیږي چي ریس درته ویلي بیا نو سمه ده .
جنرال کوچي په ارګ د ولسمشر د ځانګړو محافظتي ځواکونو مشر وو ، دغو ځواکونو د پي پي اس په نامه سره شهرت درلود .
د (پي پي اس غړی) له خپل موټر سره لیږ وړاندي ځي ، د پی پی اس د استخباراتو له مدیرسره چي بریالی واحدي نومیږي او شخصي دوستي هم ورسره لري اړیکه نیسي او پوښتنه ترې کوي : ( واحدي صیب سرتیري له موټر سره اجازه نه را کوي علت څه دی ؟څه وکړم ؟) بریالی واحدي په خندا ورته وایې :(ښاي ته هم غواړې تیښته وکړې …)(پي پي اس غړی) جدي کیږي په ځواب کې ورته وایې (چیرته و تښتم ، تښتک نه یم ،
یعني څه ؟ ته خو ما نه پيژنې؟ خبره څه ده ؟ څه پیښه را منځته شوې؟)
واحدي په ځواب کې ورته وایې : (نو چي تېښته نه کړې نو موټر دي یو ځای ودروه او دفتر ته پلی راشه ؟)
(د پي پي اس غړی) په منډه د شهر نو لورته ځي ، هلته د موټرو تم ځای تړلی . خلک لالهانده دي . یو شمیر پلورنځي تړل شوي ، بیا د تایمني مخکیني څلور لاري خواته ځی ، موټر دروي او په یوه ټکسی کې د زنبق څلور لاری ته ځي ، له هغه ځایه پیاده ارګ ته روانیږي . د ارګ منځ کې د پي پي اس یو شمیر سر تیري په لالهانده حال کې ورته وایې :(طالبان کابل ته داخل شوي دي )دی په ځواب کې ورته وایې :(مهمه نه ده موږ پنځه شپږ زره تنه یو ،زیات شمیر تجهیزات لرو ، د B کنډک ، لسم ریاست ، د ګارنیزیون حمایوي لوا اوهغه مدیریتونه چي له موږ سره کار کوي ،ټول شته شپږ میاشتي چي ارګ کې محاصر پاته شو بیا هم له ځان څخه د دفاع توان لرو ، کافي ځواکونه ، او تجهیزات لرو موږ له څه وویریږو؟ موږ هرڅه لرو جګړه به وکړو) ، په دې خبرو سره خپلو ملګرو ته روحیه ور کوي .
د پي پي اس غړی د پي پي اس ۱۶ مدیریت ته ورځي هلته هم لالهاندي ده ،له زینو څخه لاندي د ( ملي توحید مرکز ) ته ورځي د ولسمشر ورځنی مهال ویش ګوري ، د نورو ورځو خلاف ولسمشر یوازي یوه ناسته لري . په تعجب سره له ځانه سره وایې : عجبه ده ! نن ولسمشر ولي یوازي یوه ناسته درلوده ؟
ولسمشر له لسو تر لسو او پنځه څلویښت دقیقو پوري د ملي امنیت له مشاور حمد الله محب ، د چارو د لوی ریس فضل محمد فضلي ،د استراتژیکو اړیکو له مسول وحید عمر سره لیدنه کوله .
د توحید له ملي مرکز څخه را وزي په انګړ کې سګریټ لګوي ، وحید عمر د رسنیو له دفتر څخه را وزي . وحید عمر د ده د پلار ملګری وو له ده سره یې هم ښې اړیکې درلودې ور نږدې کیږي ترې پوښتني : (عمرصاحب څه پیښ شوي ؟دا څه بي نظمي ده ؟خلک پریشانه دي).
وحید عمر ورته وایې : نه نه هیڅ خبره نشته ، موږ او تاسو هم یو ، له ریس صاحب سره مي خبره کړي هیڅ نشته ، هرڅه عادي دي )وحید عمر بیرته خپل دفترته ځي تلیفوني اړیکي او پیغامونه شیبه په شیبه زیاتیږي ضد او نقیض خبرونه را رسیږي د مثال په ډول (د پلچرخي زندان مات شو) (طالبان کمپنۍ ته را ورسیدل)(په کوټه سنګي کې ترافیکو تیښته وکړه ).
د پي پي اس ریس جنرال قاهر کوچی د سهار له لسو تر

یوولسو بجو، یو هډور عرب د حرم سرای لورته بیایې . سر تیري په تعجب سره یو بل ته ګوري ، د میلمنو لارښوونه د ځانګړو ځواکونو د قومندان دنده نه وه ، هیچا د دې میلمه له راتګ څخه اطلاع نه درلوده چي څوک دی / د دې میلمه له هویت څخه چاته مالومات نه و.د پي پي اس د اصولو او قواعدو خلاف ، کوچي عرب میلمه چي اوږد سپین لباس یې پر تن او چلتار یې تړلی وو په حرم سرای کې ولسمشر ته ور ولي.
شیبه وروسته وحیدعمر ډیر لالهانده په داسي حال کې چي یو بکس یې په بغل کې وو د ګلخاني له ماڼۍ را وزي ، رنګ یې سور شوی او ډیر وارخطا دی . له وحید عمره پوښتنه کوي ( عمرصاحب کومه خبره ده ؟ .وحید عمر په ځواب کې ورته وایې : (فکر کوم د افغانستان مسله نوره ختمه ده ). بیا پوښتنه ترې کوي (اوس چیرته روان یې ؟)وحید عمر ورته وایې : ( هرڅوک یوې خواته ځي، نوره خبره خلاصه ده .)
لس پنځلس دقیقه وروسته له سوق او اداري څخه په مخابره کې غږ کیږي : ( د غزني له دروازي او زمبق څلور لاري دوه موټران را روان دي پیسې پکې دي ) [موټرانو کې پیسې دي]هرڅومره کسان چي وي [په موټروکې ناست کسان چي هر څومره وي ]موټرانو ته اجازه ورکړئ ممانعت یې مه کوئ .د دې غږ له اوریدو وروسته د ریاست دفتر اداري کارمندان ، د چارو د ادارې کارمندانو او د رسنیو د دفتر مامورینو په تیښته پیل وکړ ، ډیره سخته ویره او بي نظمي په ارګ کې پیل کیږي . د ارګ ټولو کارمندانو په تیښته پیل وکړ او هر یوه هڅه کوله چي له ارګ څخه ووزي ،د پي پي اس د سوق او اداري له لوري اضطراري حالت اعلامیږي او ټولو ته دستور ورکول کیږي چي وضعیت کنټرول کړي ، ترڅو څوک له ارګ څخه کوم شی ونه باسي ،د کارمندانو تلاشي دي پیل شي . د پي پي اس ټول سرتیر د تیار سئ په حال قرار نیسي .
د مصونیت قریب پیغام : د ولسمشر د مصونیت قریب د ځانګړي کړۍ له لوري ورته پیغام رسیږي : (چیرته یې) ځواب ور کوي :(دلته ، له دفتره بهر) مدیر بیا پيغام ورته استوي ( زما په خیال سړی تښتي )دی بیرته ورته لیکي (فکر نه کوم چي و به تښتي ، تاسو چیرته یاست ؟)مدیر بیا ځل لیکي (دوه موټره له پیسو بار را ورسیدل ګلخانې لاندي ولاړ دي ، موږ ته یې د تیارسئ امر کړی ،د دلګشا ماڼۍ څنګه ته د میدانچې پر لور مو حرکت وکړ )د مصونیت قریب مدیر ته لیکي:(که کومه خبره شوه ووایه ، فکر نه کوم چي تیښته به وکړي .
شېبه وروسته د تمې خلاف اووه ، اته موټرانو د میدانچې پر لور حرکت وکړ .
د پی پي اس غړی بیا د مصونیت قریب مدیر ته پیغام استوي : ( ولي موټران زیات دي ، موټران باید څلور داني وي ؟.
د مصونیت قریب مدیر ورته ځواب کې لیکي :(هه هه ههه ، نور له پیسو ډک دي .)
دری چورلکي په میدانچه کې منتظرې دي ، پیلوټان او حمایوي افراد په دوو چورلکو کې پیسې ځای پر ځای کوي ،ولسمشر ، فضل محمود فضلي ، حمد الله محب، جنرال قاهر کوچی ،ډاکټر یاد ګاري ، د ولسمشر روغتیال پال ډاکټر، وحید عمر ، محمد رفیع فاضل ، سید مقیم عبدالرحمن زی او څو تنه نور د مصونیت قریب له ۱۲ تنو سرتیرو سره په چورلکو کې سپریږي .
چورلکي چالانیږي ،خو د ارګ د هوایې کنډک قومندان رحمت الله اصولي چي د ولسمشر د چورلکي پيلوټ هم دی ولسمشر ته وایې : (د چورلکو بار زیات دی، پر وزا له خطر سره مخ کوي ، له دې وزن سره نشو کولی چي پرواز وکړو .)
یو نفر چي په زیات احتمال سره جنرال کوچي به وو غږ وکړ ( تر هوایې ډګره فاصله کمه ده ، پرواز وکړه .) اصولي بیا ټینګار کوي : (له دې بار سره الوتنه ممکنه نه ده ، زه دا خطر نشم قبلولی .)
همدلته یو شمیر پیسې اود مصونیت قریب له اتو تنو ساتوونکو سره ښکته کوي الوتکي بیرته چالانیږي .
فضلي ډير وارخطا دی ، وایې : ښایې نه دا الوتنه ونشي نه هاغه)
بیا هم د هوایې کنډک مشر رحمت الله اصولي وایې : ( باید د چورلکو بار نور هم کم شي وزن نه دی سپک شوی ) بیا د مصونیت قریب سر تیرو ته چي په میدانچه کې د موټرانو ترڅنګ ولاړ دي ور غږ کیږي ، سرتیري په چورلکو د یو نیم لنډکروزر په اندازه پیسې را ښکته کوي او په موټرو کې یې باره وي ، چورلکي الوتنه کوي.
سر تیري او د ولسمشر د موټرانو ډریوران چي په ډيره ناهلي او پریشاني د میدانچې په انګړ کې پاته کیږي، تصمیم نیسي چي پیسې خپلو کې سره وویشې ،موټران له میدانچې څخه پارکنګ ته بیایې اود پا رکنګ در وازه ځان پسی تړي او د پيسو په وېشلو پيل کوي .
یو په موټر کې ، بل په بکس کې ، بل په جامو کې او لاسي خلیتوکې خپلې برخي ځای پر ځای کوي ،(د پیسو له ویشلو) ووروسته د پارکنګ در وازه پرانستل کیږي .
د ولسمشر ځانګړي لنډکروزران په ډيره چټکي سره د ذمبق څلور لاري او د غزني در وازي پر لور حرکت کوي د ذنبق په څلور لاري او غزني دروازه کې نور موټران منتظر دي ، د ولسمشر له ځانګړو موټرانو څخه ښکته کیږي او په دغو موټرانو کې تیښته کوي .
د ارگ سوق او اداره متوجه کیږي چي ځینو کسانو له ارګ څخه څه و ایستل خو وخت تیر شوی و.
یو څوک پخواني ولسمشر حامد کرزي ته خبر ورکوي

چي محمد اشرف غني او جنرال کوچي تیښته وکړه دولت بي برخلیکه پاته دی .حامد کرزی د پي پي اس له اپراتیفي مرستیال عبدالاحمد محمدي سره اړیکه نیسه ورته وایې ترڅو وضعیت روښانه کیږي د پي پي اس مسولیت پر غاړه واخله .
محمدي د پي پي اس سرتیرو ته وایې (ولسمشر ، محب ، فضلي او کوچی تللي، موږ او تاسو به خپل کار ته په عادي ډول ادامه ور کوو ترڅو وګورو چي څه کیږي .
له دې سره سره بیا هم د ارګ کنټرول ناشونی وو ، هغوی چي په ارګ کې پاته ول هغوی د ارګ له مختلوفو څانګو څخه د پیسو په لوټلو پیل وکړ .
دوه تر دوه نیمو لکو ډالرو پوري د اوپراتیفي ریاست پیسې د قاهر کوچي د ملګرو لخوا و لوټل شوې او د موټر په وسیله انتقال شوې ، پنځه سوه زره ډالره د حمد الله محب له دفتره یو وړل شول ، د څو بانکونو د اي ټي ام ماشینونه مات شول پيسي یې بهر ته را وغورځول شوې ، څو تنو سرتیرو هڅه وکړه چي دا پیسې بیرته را غونډي کړي چي د سلو زرو ډالرو په را غونډه ولو بریالي شول او په هاموي موټر کې یې ځای پر ځای کړل ، دغه موټر له پیسو سره د طالبانو لاسته ولوېد .
د مازدیګر له څلور نیمو بجو وروسته د غزني د دروازي له لوري یو شمیر وسلوال را غلل سر تیرو ته یې وویل چي تسلیم شئ او خپلي وسلې پرځمکه کیږدئ .
سر تیرو له سوق او اداره څخه هدایت و غوښت خو څوک نه وو چي هغوی ته هدایت ورکړي ، د محمدي مخابره ګلوه ، د پي پي اس منصبدار جنرال اشرف نبي زاده په مخابره کې غږ وکړ (چاته د داخلیدو اجازه مه ور کوئ زما په خیال محمدي هم تللی )
یوه ګړۍ وروسته سر تیرو بیا غږ وکړ :(مسلح کسان زموږ پر لور ډزي کوي څه وکړو؟)
هیڅوک نه وو چي سر تیرو ته هدایت ورکړي . سر تیرو وویل: (موږ خپلي وسلې پرځمکه ږدو او پر خپله مخه ځو څوک نشته چي مسولیت پرغاړه واخلي )
د ماښام اووه بجې او څلویښت دقیقې سر پرست وویل: (شپږ نفره نوکریوالان دي ارګ کې پاته شي نور دي شخصي جامې واغوندي ، وسلې دي کیږدې اوخپلو کورونو ته دي لاړ شي .
(پي پي اس غړی) له یوې نړۍ غم او غوصي سره پرته له دې چي خپلي جامې بدلي کړي له خپلي وسلې سره د زمبق د څلور لاري پر لور حرکت کوي ، په څلور لاري کې څو تنه طالبان ولاړ دي ، ده باور در لود چي تریخ چلند به ورسره وکړي خو هغوی ورته د تګ اجازه ورکړه .
د ملې امنیت د مهم غړي (کیسه ):
د اشرف غني تیښته مخکې له مخکې پلان شوي وه ، حمد الله محب او فضل محمد فضلي د تیښتي پلان جوړ کړی وو خو د تیښتي ورځ او ساعت یې مالوم نه وو.
ملي امنیت داسي مالومات تر لاسه کړي و چي د نظام له ړنګیدو وړاندي یوه الوتکه د کابل په هوایې ډګر کې پارک شوي وه اود ولسمشر د ځانګړو ځواکونو له لوري یې امنیت نیول شوی وو ،هیڅ چا اجازه نه درلوده چي دې الوتکې ته ور نږدې شي .
ټاکل شوی وه (ولسمشر)چي د تیښتي پر ورځ د چورلکو په واسطه تر هوایې ډګر پوري لاړشي له هغه وروسته د همدې ساتل شوي الوتکي په مټ له افغانستان څخه ووزي ، خو په هوایې ډګر کې د بي نظمي له امله ونه توانید چي د دغې الوتکي په واسطه له افغانستان څخه ووزي .
ولسمشر پر دوو او پنځه څلویښت دقيقو د ملي امنیت له ریس او د کورنیو چارو له وزیر سره اړیکه نیسي هغوی ته هدایت ورکوي چي په ښارکې دغلا، بي نظمي او فرصت طلبو اشخاصو مخه ونیسي ،هغه په خپله اړیکه کې ډاډ ورکړ چي تر دوو اونیو پوري طالبان کابل ښارته نه داخلیږي .
بینظمي د کابل ښار کې زور واخیست بل اړخ ته ځواکونه سره و پاشل شول ، حتي د یوې وړې بینظمي د مخنیوي په موخه هم کافي ځواک موجود نه وو.
د اشرف غني له تلیفوني اړیکي یو ساعت وروسته خبر را ورسید چي ولسمشر هیواد پرېیښی د مقاومت لپاره هیڅ لارنه ده پاتي.
اشرف غني د خپل حکومت په ورستیو میاشتو کې هیڅ مهمه موضوع له ملي امنیت سره نه شریکه وله ، د مثال په ډول : د ثور میاشتي په څولسمه د بریتانوي قواو له مشر سره ملاقات او همدا راز د پاکستان له لوی درستیز سره د لیدو کتو په اړه مالومات د ملي امنیت په واک کې نه دي ورکړل شوي، او نه هم د هغه وخت د ملي امنیت ریس ته په دغو لیدونو او ناستو کې برخه ورکړل شوي وه ،او نه په دې اړه هغه ته کوم مالومات او ریپوټ ور کړل شوی وو .
د ملي امنیت د غړي په آند چي دهماغو بندو در وازو ترشا په لیدنو او ناستو کې د افغانستان دوسیه وتړله شوه او دغه ملاقاتونه د اشرف غني له تیښتي سره بي اړیکي نه دي .
د پي پي اس د سر تیر (دسترګو حال) :
د ولسمشر د نږدې کړۍ یو سر تیری ته چي دا مهال په رختصي کي دی زنګ وهل کیږي ورته وایې : ( ولسمشر دفاع وزارت ته ځي ژر راشه ) ، په داسي حال چي کابل ته د طالبانو د داخليدو پیغامونه یو پربل پسي را رسیږي او ښارکې بي نظمي وه ، له باغ بالاڅخه پياده ځان ارګ ته رسوي .
هدایت راغلی چي د میدانچې لورته لاړ شي ، ولسمشر ، لومړۍ میرمن ، حمد الله محب ، فضل محمود فضلي ، د ولسمشر د یاور مرستیال سهراب ،او د ولسمشر یاور شمس ،په چورلکو کې سپاره شوي .د چورلکو په الوتلو سره سرتیري پوه ش

ول چي چورلکي د دفاع وزارت لورته نه ځي بلکي ولسمشر تښته وي ، د پي پي اس یو شمیر سر تیري هم په چورلکو کې سپاره ول خو هغوی ته وویل شول چي د چورلکو د زیات وزن له امله باید ښکته شي . هغوی هم له مجبوري ښکته شول . د چورلکو له الوتلو وروسته د پي پي اس سر تیري چي په میدانچه کې وو د ارګ د خروجي دروازو پر لوري وخو ځيدل ترڅو له ولسمشري ماڼۍ څخه ووزي ، د خروجي دروازو ساتونکو د هغوی د وتلو مخنیوی کا وو غوښتل یې چي ډزي پرې وکړي ، د پي پي اس سر تیرو ورته وویل: د دوی دنده د ولسمشر ساتنه ده اوس چي هغه نشته نو د دوی دنده هم پایته ورسیده باید خپلو کورونو ته لاړ شي .
د دغو سرتیرو له ډلي یو شمیر د امریکا د سفارت د دروازي پر لور لاړل خو هلته هم څوک نه ول چي خبري ورسره وکړي ، نو مجبور شول چي د خپلو کورونو لار پرمخه ورکړي .
د پي پي اس یو شمیر نور سر تیري بیا له ارګ څخه ونه وتل ، بلکي مستقیم په میدانچه کې د ولسمشر یاورانو ، منګل او او خیبر ته ورغلل چي تر اوسه لا د ارګ په انګړ کې ولاړ ول ، یو سر تیري د اشرف غني یاورانو ته وویل: (ټول لاړل موږ څه وکړو ؟)له یا ورانو څخه یوه ځواب ور کړ (صبر وکړئ چي د ولسمشر ( حامد کرزي) له کوره څخه زنګ ( پيغام ) را ځي .)
طالب قومندان عبدالقیوم ذاکر د حامد کرزي له دفتر څخه اړیکه نیسي وایې : ( له تاسو سره هیڅ کار نه لرو،وړاندي تر دې چي جنګ او خونریزي را منځته شي ، یا چور او چپاول را منځته شي خپلي وسلې پرځمکه کیږدئ ، ارګ راته تسلیم کړئ ، تاسو ته به تعهد پاڼی درکړو هیڅوک به له تاسو سره کار نه لري او نه به درته ستونزه جوړه وي .
د پي پي اس سر تیري له یوې نړۍ غم او غوصي سره یو ځای خپلي وسلې په خپلو هستوګنځایونو کې ږدي له ارګ څخه وزي ، په اتو بجو د ارګ کنټرول د طالبانو لاس ته لویږي .
پای
https://wp.me/p8XUyy-uis

د مخابراتي مالیې د لس سلنه محصول څخه یونیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې د مخابراتي مالیې يواځې د لس سلنه محصول څخه په وروستيو کې یونیم میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ویاند عنایت الله الکوزي په وينا: «په تېرو څلورو میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول شااوخوا ۱.۵ افغانۍ عواید راټول شوي.»
د الکوزي په خبره، ټول هغه سایټونه بېرته فعال شوي،چې مخکې بند و او په خبره یې اوس په هغو ټولو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعاليت بيا ځلې پيل شوی دی.
https://wp.me/p8XUyy-uiu

شهاب الدين دلاور: په ناقانونه توګه د کانونو ایستونکو سره به سخت قانوني چلن کېږي
کابل ټکی کام (شنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزير شهاب الدين دلاور وايي، چې د کانونو ناقانونه استخراج ملي خيانت دی او ايستونکو سره به يې سخت قانوني چلند وشي.
ښاغلي دلاور پرون د کانونو د داوطلبۍ په یوه غونډه کې وويل: "که دغه کسان ونیول شي د دوی ماشینري به هم ټوله ضبطیږي دوی به بګرام یا پلچرخي ته استول کېږي. دوی ته به هغه جزا ورکوو چې په ټول عمر چا نه وي ورکړي ځکه دا خاین ملي دی او خاین اسلامي دی."
نوموړي زياته کړه، دوی ته د ورسېدلو راپورنو پر اساس ځینو سیمو کې لا هم کانونه په پټه او ناقانونه توګه استخراجیږي خو ناقانونه استخراجوونکو ته يې د سخت مجازات کولو ګواښ وکړ.
د سروې له مخې، افغانستان څلور زره واړه کانونه لري، چې مالي ارزښت یې تر څلور زره میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
د اسلام امارت حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو په را ایستلو سره خپل کورني عواید زیات کړي تر څو په مشروطو بهرنیو مرستو خپله تکيه کمه کړي.
د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر تائيدوي وايي، چې په تېرو وختونو کې د کانونو په قاچاق کې سيمه ييز زورواکي، با نفوذه کسان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي ښکېل و.
https://wp.me/p8XUyy-uix