Kabull.com کابل ټکی کام
521 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
ځله ھغه مھال مخ شوي و چې پر قلمرو یې لمر نه ډوبیدہ.
موږ‎ ھر ځل له خپلې خاورې او دین دفاع کړ‎ې او سوچ انگریز مو بیرته پر شا تمبولی!
خو د کمزورو او ناتوانه ملتونو لخوا ھمدا له خپلې خاورې دفاع ھم ھغه ته خپل اھانت ښکاري!
زموږ‎ سرہ یې د دښمنۍ دا لړ‎ۍ په ۱۸۳۹ م کې د میوند پر مقام پیل شوہ چې تر اوسه دوام لري!
له ھغې ورځې تر نن پورې چې موږ‎ څومرہ وھل خوړ‎لي، ویشل شوي یو، بې عزته شوي یو، له خپلو کورونو شړ‎ل شوي یو او ډیرو نورو ننگونو سرہ لاس او گریوان شوي یو، اصلي محرِک او د سنیاریو رښتینی رسام یې ھمدا سوچ انگریز دی!
سوچ انگریز د اوسني سیاست یواځې ښه لوبغاړ‎ی نه دی بلکې دا له چل او فریب څخه ډک معاصر سیاست د ھمدہ ایجاد دی، ھمدہ نخچه کړ‎ی، او د ھمدہ له کورہ راوتلی!
ځکه خو وایم که څوک د اوسني سیاست په باریکیو او کږ‎لیچیو پوھیدل غواړ‎ي، باید د لندن بکنگھم په قصر کې ناستې زړ‎ې انگریزې د ټنډې د گونځو لوستلو پر فن پوہ شي!
خو له ډیرہ بدہ مرغه چې دا فن نه په معاصرو پوھنتونونو کې تدریس کیږ‎ي او نه زموږ‎ په دیني مدارسو کې…………!
________________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۶/ ۲۰۲۱ م
لندن
https://wp.me/p8XUyy-uh8
د طالبي افغانستان ډیجیټلي دښمنان، لاسته راوړنې او واقعیتونه!
لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
تاریخ دا په زرینو کرښو ولیکل، د دوست او دښمن دواړو ذهنیت اوس دا حقیقت منلي، سیمه او نړۍ د امریکایانو په شمول په دې بیا ـ بیا اعترافات وکړل چې طالب د دوی د سیاسي معادلاتو، استخباراتي مالومات او ستراتژیک تحلیل په خلاف د جګړې او سیاست دواړه ډګرونه ګټلي، دوی په دې هم اعتراف کړې چې د دوی د وړاندوینو په خلاف طالب په کور دننه د یوې مډرنې، تعریف شوی او مدونې حکومتواله او ملت ـ دولت په فورم کې د خدماتو، اسانتیاوو، ملي اعتماد او سیاسي ثبات په برخه کې هم ملموس، مالوم او لازم کارونه او کارخانګې ترسره کړې.
نړۍ نشي کولای چې د یوې چور شوی، په بی اعتمادۍ کې ډوب او د اقتصادی شننو له اړخه د یوی فلجي بانکوالۍ له سل سلنې سقوط څخه د ژغورنې، په برخه کې چې د اقتصادی ثبات د ملا تیر جوړوی، په دې برخه کې د طالب د ملي مسوولیت، دولتي رسالت او تاریخي ماموریت په لاسته راوړنو سترګې پټی کړې.
همدارنګه د تیر ۴۳ کلن انارشیزم او بی ثباتۍ په نس کې د قدرت د سرطانی غدو رشد چې بیا په تیر ۲۰ کلن اشغال کې د ثروت او قدرت دواړو خاوندان شول، دوی به افغانستان او حتا د واحد افغانستان وجود او هویت ګواښل او په عینی حال کې د استعمار او فاسدو حکومتونو د دوام سبب شوی ول، د طالب په راتګ سره نیست او نابود شوی.
د طالب حکومتواله د یوه هېوادشموله او ملي فورم په دریځ کې په څو مهمو برخو کې د پام وړ لاسته راړونو لرونکې دی:
۱ـ د شرعي عمومي عفوی او آمن اعلانول، هغه چاره چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې بی مخینې او د افغانانو ترمنځ د زغم، د ګډ افغانستان جوړولو او په افغانستان کې د سیاسي انتقال او ثبات په برخه کې تاریخی ګام وو.
د سیاست، سیاسي تاملاتو، اړیکو، لابی او ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم افغانستان مهم ګامونه اخیستي، د بیلګې په توګه:
۲ـ له نړۍ سره د یوه متوازین، بلانس محوره، څو وجهی، بی طرفه او په عینی حال کې د فعال سیاست او خوځنده ډیپلوماسۍ له دریځ د اړیکو بیا احیاء کول.
۳ـ په داسې حال کې چې د امریکا په محور ګڼ نړیوال قدرتونه له طالب سره په یوه خطرناک ۲۰ کلن تقابل کې واقع وو او دا وړاندوینه د ژبو په سر وه چې افغانستان به یوځل بیا د نړۍ په مطلقي انزواء کې راګیر شي، مګر داسې ونشول، د حکومت مشرانو نړۍ ته د ثبات، همکارۍ او یوه نهایت رغونکې تعامل پیغام مخابره کړل، چې په پایله کې یې په کابل کې له ۳ فعالو سفارتونو څخه اوس د سفیر په کچه فعالو سفارتونو شمیره تر ۱۵ اوړی، ګڼ نړیوال سازمانونه هم خپلو کارونو ته راستانه شول او کابل یوځل بیا د انزواء د نظریی پرځای د نړۍ د پام او محور په دریځ کې شامل شول.
۴ـ ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت فعال کردار، د ورکړل شوی کارخانګې څو چنده کار او په لویه کې د سیمي او نړۍ د تصمیم او دریځ له پلازمینو سره له تهرانه تر انقرې، له بیجینګه تر ماسکوه، د مرکزی اسیا له جمهوریتونو تر پاکستان او خلیج پورې لابی او ددې ټولو سربیره له اروپایی ټولنی او امریکا سره پرلپسي ناستی ددې سبب شوی، چې زموږ ستراتیژیکه سیمه او د اسیا ستر قدرتونه په اعتماد کې واخلی او بل لور ته د سیمه اییز فشار او له هر چا سره د مشروع او معقول تعامل په دریځ کې امریکا او اروپا دیته راوکاږی چې له افغانستان سره د دولت په دولت خبرو نوی پړاو ته داخیل شي.
د زلمی خلیلزاد پرځای د ټام ویسټ انتخاب، د نوموړی له ناټو تر روسیې، ډهیلی، ترویکا پلس او اروپایی پلازمینو تګ راتګونه او په نهایت کې دوحه د امریکایی ګټو د ساتونکې په توګه ټاکل او تازه داچې واشنګټن په قطر کې له افغان حکومت سره د خبرو نوی پړاو پرانیست، ددې ښوودنه کوی چې افغانستان یوځل بیا په ښه توګه راپورته شوی.
۵ـ ددې فعال بهرنی سیاست او ډیپلوماسي پایله دا شوه چې په عربی خلیج کې د امریکا له ۳ ستراتیژیکو پارټینرانو څخه چې قطریان، اماراتیان او سعودیان دې هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزی، نوی ډهیلی او اندونیزیا هم اعلان کړې چې په کابل کې د خپلو سفارتی چارو په بیا پیل غور کوی، او د جرمنې سربیره اوس فرانسه غواړی د ټول اروپایی بلاک په شمول کابل ته راوګرزی.
۶ـ د جی شل یا د نړۍ د سترو اقتصادونو ۳ پرلپسی کنفرانسونه، د ماسکو او اسلام اباد د ترویکا پلس ناستي، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته، د اروپایی ټولنې ناستي، په هند کې د سیمي د ملي امنیت د مشاورانو ناسته، د ناټو د مشرانو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ناستي او تازه د سعودی عربستان په غوښتنه د اسلامی هیوادونو د ګډ کنفرانس راغوښتل کیدل نور هغه نړیوال فعالیتونه او د افغانستان په محور او مرکزیت حرکتونه دې، چې ددې ښوودنه کوی چې افغانستان له سیاسی اړخه د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د کرغیړنو تحلیلونو او غوښتنو په خلاف د نړۍ د توجه ګرمه موضوع دی.
په کورنی اړخ او برخه کې هم الحمدالله ل
ه خوشباورانه لید پرته افغانستان په هیله بښونکې توګه راپورته شوی، د نظام مشرانو خپل ملي مسوولیت او تاریخي رسالت درک کړې او په ګڼو برخو کې د ملی حاکمیت او یوه تعریف شوی دریځ له تربیون څخه ولس ته د اړینو خدماتو د رسولو ترڅنګ د نظام جوړونې، دولتی بسترونو د ترمیم او د حکومتي سټرکچر د په کار اچولو په برخه کې اساسي کارونه روان دې.
د بیلګې په توګه د ګران افغانستان د امنیتی، نظامي او دفاعي جوړښت او ترمیم په برخه کې مهم کارونه لکه:
۷ـ د افغانستان د قوت، عزت، تعریف او ملي برم د ساتونکې رکن ملي آردو بیا جوړول. داسې ځواک چې هغه د مور وطن د استقلال، خپلواک حاکمیت، ځمکني تمامیت او تاریخی عزت او عزمت په ننګه او مېړانه دفاع وکړای شي.
۸ـ نږدی ۲۰ کاله وروسته د افغانستان د هوایی حریم افغانی کیدل، داسې چې اوس د ورځی تر ۳۰ ډیرې نړیوالۍ او کورنۍ الوتنې ورڅخه کیږی.
۹ـ د هوایی نظامی ځواک فعالول او د هغوی د ګڼو له کاره لویدلو الوتکو رغول.
ددې ټولو ترڅنګ د اقتصاد، سوداګرۍ او اقتصادې بنسټونو د ترمیم، تړلو او رغونې په برخه کې هم اساسي ګامونه اخیستل شوی:
۱۰ـ د سترو سیمه اییزو اقتصادی پروژو لکه ټاپی، ټاپ او لاجوردو په پیل خبرې.
۱۱ـ چین ته د جلغوزو او د نړۍ ګڼو تجارتی مارکیټونو ته د افغان زراعتی او نورو اقلامو صادرول.
۱۲ـ له مرکزی او جنوبی اسیا سره د ترانزیټی اتصال په سر مذاکرات او په لومړی ځل د براعظمګی تر بازارونو د مرکزی اسیا د توکو تګ.
۱۳ـ د حکومت نږدی نیم میلیون کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه، هغه چاره چې د تیر حکومت څخه د مطلقا خالی او چور شوی خزانې په وجود کې تر ټولو مهم ملی چلینج وو.
۱۴ـ د بشری مرستو جذب او سالم مدیریت.
۱۵ـ د برق د قطع څخه د مخنیوی په موخه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګټور مذاکرات، داچې د ژمی په سړو میاشتو کې به بریښنا نه قطع کوی.
۱۶ـ له ایران سره تر ۵ کالو د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا هوکړه.
۱۷ـ د بریښنایی انرژۍ د ځان بساینی په برخه کې د ټولو مهمو او اساسی بندونو د فعالولو، رغولو او پلانیزه کولو هڅې او تازه د کابینې لخواه د شاه او عروس د بریښنا کوټ او بند د رغونې د چارو چټک کول.
۱۸ـ د ۴۰زره کارونو ایجاد.
۱۹ـ د ټولي ګډوډ شوی بریښنایی حکومتوالۍ بیا فعالول.
۲۰ـ د ګمرکونو او مالیاتی ادارو فعالولو او فساد پکې صفر ته راکښته کول.
۲۱ـ په ۷۸ کاری ورځو کې د نږدی ۲۷۰۰۰ میلیونه افغانیو راټولولو. دا په داسې حال کې چې د وارداتو کچه په لویه کې راټیټه شوی او تر ټولو مهمه داچې حکومت د اساسي توکو لکه اوړو، بورې غوړیو او سون توکو پر سر نږدی ۷۰ سلنه مالیه هم کمه کړې دی.
د حکومتوالۍ او دولتي نورو ګڼو خدماتو او لاسته راوړنو په برخه کې هم د یادونې وړ مثالونه شته:
۲۲ـ د عامی روغتیا وزارت له اړخه د ۱۴ میلیونه افغانانو وړیاه درملنه کول.
۲۳ـ ولس ته د غوره او بشپړو خدماتو د وړاندی کولو په موخه د حکومت د ټولي ادارې او تشکیلاتی اډانې فعالول او پر کار پیل.
۲۴ـ پر لومړی ځل له پاکستانی لوری سره د کراچۍ، ګوادر او واګی بندرونو پر سر خبری شوی او هغوی له دې مهمو، اسانو او ارزانو لارو د افغان ترانزیټ او تجارت د بیا پیل هوکړه کړی.
۲۵ـ د لسګوونو زره هکټاره ځمکو د غصب، د قاچاق د مخنیوی او د ځنګلونو له وهلو څخه د مخنیوی په موخه د ۴۵۰ کسیزی قطعې رامنځته کول.
۲۶ـ ټولګډونه او هېوادشموله حکومت جوړول.
۲۶ـ د نشه یی توکیو او مسکراتو سره د مبارزی په برخه کې د زرګوونو معتادینو وړیا درملنه، د نشه یی توکو د کښت صفر کول او د سلګوونو کیلو ګرامه نشه یی توکو نیول.
۲۷ـ د انسان د قاچاق په خلاف منظمه، هدف محوره او نتیجه لرونکې مبارزه.
۲۸ـ د روڼتیا، مسوولیت پذیری او ځواب وینی پیاوړی کیدل.
۲۹ـ د صفوفو د تصفیی کمیسون له لارې ولسی حکومتواله ته لاره پرانیستل، تر څو د بشر حقونو ناقضین، غله، داړه ماران، له قانون څخه فراریان، مضره اشخاص او ډلي د نظام د قانونمند کیدو او ولسي تابه په لار کې خنډ نشي.
۳۰ـ د حکومتی انحصار پایته رسول او د قدرت د ویش په برخه کې عادلانه ګامونه اخیستل.
۳۱ـ ښځو ته د هغوی د تعلیم، کار او مصونیت په برخه کې د میکانیزم محوره کار جریان.
۳۲ـ د مذهبی، قومی او ژبنیز تعصب ختم او د اقلیتونو د حقونو د تضمین او ساتنې په برخه کې د پام وړ هڅې.
مګر طالب ته د وطن واکمني داسې مهال انتقال شوه، چې د ملي اقتدار هرڅه په قمار وهل شوی وو، د وطن ملی امیانۍ چور شوی وه، د ۹۰ سلنه افغانا د فقر تر کرښې لاندی ژوند کول، افغانستان د نړۍ د فاسدو حکومتونو په لیست کې ۲۰ کاله لومړی نوم وو، د وطن ټوله سرمایه له وطن څخه ایستل شوی وه، مافیا دولتی شوی وه، حکومت پخپل منځ کې په ډلو ټپلو ویشل شوی وو، داسې چې د واک د وېش جرګې به یی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې کولی او یو وخت خو داسې هم راغي چې د جمهوریت ۲ مدعیانو ځانونه د یوه دیوال په واټن کې ولسمشران اعلان کړل.
دې خلګو یو
ازی په دې هم بسنه ونه کړله بلکی د جګړې دوام ته یی کار وویل، د سولې سره یی جګړه اعلان کړه او د سولې د مدافعانو وژل، ګواښل او د سولې سبوتاژ د وخت د حکومت سیاست وو، د اشغال حضور ته د دلایلو تراشلو ترڅنګ یې د ډیورنډ په فرضي کرښې له پنجابی اسټبلیشمینټ سره د ازغځن تار په کښولو هم هوکړه وکړه او دا د بیلتون اسراییلي تارونه د غنی په امریتی ـ جمهوریت کې بشپړل شول.
ددې ټولو سربیره د افغانستان جغرافیوی سالمیت د فیډرالیزم له وباه سره مخ وه، له ملی هویت، افغانستان او افغان تاریخ څخه منکرین د مدنیت سرلارې بلل کیدل، د ملک پاچا په پردې خیرات خلګ کرایی کول او پر هغوی یې د جمهوریت په ننګه خپل ولس وژل، دوی به د پردیو جنایتونو، بمباردونو او وحشتونو پورونه هم په جارر پخپله غاړه اخیستل، تنظیمي ټوپکیانو او پاټکیانو هم لکه د وچې مار خپل زوړ پوست اچولی وو، دوی هم له هېڅ رنګه بدنامۍ او بی باکۍ څخه دریغ ونه کړل.
طالب د داسې یوه وضعیت په منځ کې افغانستان لومړی له یوه خطرناک ګړنګ څخه چې د افغانستان ماتیدل او پاشل کېدل وو بچ او په یوه تاریخی آزادی او خپلواکې یې ونازول او ورپسې یې داسې مهال چې خپله لوڅې پښې او نهر ګرزېدل او لا یې د ۲۰ کلن مقاومت او مبارزی ګردونه په مخ او ستړې یې په وجود کې له ورایه مالومیدې، مګر قرار او دمه یې ونه کړله، بلکې د وطن د اقتصادی ځان بساینې، سیالۍ او ملت ته د خدماتو وړاندې کول او افغانستان راپورته کولو بل جهاد یې پیل کړل.
درنښت
https://wp.me/p8XUyy-uhb
کابلوف: نړيواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې نړيواله ټولنه دې پر افغانستان بنديزونه پای ته ورسوي او کنګل شوې پانګه دې ازاده کړي.
کاملوف دا څرګندونې، د ایټالیا په کوربتوب د مرکزي اسیا بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې وکړې او زياته يې کړه چې نړیوال دې د افغانستان بانکي سیسټم د بیا فعالولو لپاره لاس پر کار شي،ځکه دا هېواد د یوه بد بشري ناورین پر لور روان دی.
نوموړي ويلي، افغانان ډېر سخت بشري وضعیت سره مخ دي او مهمه ده،چې د افغانستان له خلکو سره اغیزمنه مرسته وشي.
په ورته وخت کې کاملوف پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې له افغان خاورې نورو ته د ترهګرۍ له خوریدو مخنیوی وکړي.
تر دې مخکې چین، روسیې، او پاکستان هم له نړۍ غوښتنه کړې وه،چې د افغانستان نهه اشاریه پنځه میلیارده ډالر چې امریکایی بانکونو کې کنګل شوې ازاده کړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhe
کاملوف: نړيواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې نړيواله ټولنه دې پر افغانستان بنديزونه پای ته ورسوي او کنګل شوې پانګه دې ازاده کړي.
کاملوف دا څرګندونې، د ایټالیا په کوربتوب د مرکزي اسیا بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې وکړې او زياته يې کړه چې نړیوال دې د افغانستان بانکي سیسټم د بیا فعالولو لپاره لاس پر کار شي،ځکه دا هېواد د یوه بد بشري ناورین پر لور روان دی.
نوموړي ويلي، افغانان ډېر سخت بشري وضعیت سره مخ دي او مهمه ده،چې د افغانستان له خلکو سره اغیزمنه مرسته وشي.
په ورته وخت کې کاملوف پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې له افغان خاورې نورو ته د ترهګرۍ له خوریدو مخنیوی وکړي.
تر دې مخکې چین، روسیې، او پاکستان هم له نړۍ غوښتنه کړې وه،چې د افغانستان نهه اشاریه پنځه میلیارده ډالر چې امریکایی بانکونو کې کنګل شوې ازاده کړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhe
څنګه کولای شو افغانۍ له بحران څخه وژغورو؟
زاهدالله محمدي صافی
دا چې افغانۍ په تدریجي ډول خپل ارزښت د لاسه ورکوي، چې د انفلاسيون یا د روپو د پړسوپ لامل کیږي. پداسي حال چې د افغانستان بانک ذخایر کنګل شوي او مرکزي بانک نشي کولای چې د تير حکومت په څير په اونۍ کې دوه ځل ډالر بازار ته وړاندي کړي ، پداسي حالت کې څنګه کولای شو افغانۍ ارزښت بیرته عادي حالت ته وګرځوو؟
ددې لپاره یوه اوږد مهاله کړنلاره ده او بله هم لنډ مهاله تګلاره ده چې په لاندي ډول روښانه شوي دي.
اوږدمهاله پلان:
د دایمي حل لپاره لومړی باید زمونږ د کنګل شوو ذخایرو د خلاصولو لپاره لاره ولټول شي. ددي ترڅنګ افغانستان باید د مصرفي اقتصاد پر ځای په صنعتي اقتصاد بدل شي چې صادارت یې زیات وي یا په بله اصطلاح د تادیاو بيلانس یې یا په تعادل کې وي او یا هم مثبت وي په ساده اصطاح باید د وارداتو څخه یې صادرات زیات وي. دا ددې لامل کیږي چې زیات ډالر هېواد ته راشي همدارنګه د افغانۍ لپاره دا کار تقاضا هم زیاتوي چې ورسره یې د تبادلي نرخ لوړیږي. ددې لپاره باید هېواد کې پراخه پانګونه وشي، دا کار هله شونی دی چې په هېواد کې ډاډمنه فضا او سیاسي ثبات رامنځ ته شي، ښه حکومتولي وي، کار اهل کار ته وسپارل شي، د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل او ورسره په دوه اړخيزو ګټو ولاړې اړیکې جوړي شي او افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پل حيثیت پیداکړي او لويې پروژې لکه د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ او داسي نور پیل شي. همدارنګه افغانستان د سيلانیانو لپاره مساعد شي.
لنډ مهاله تګلاره
دا چې اوږد مهاله تګلاره زیات وخت ، بهرنيو مرستو او پراختيایې بودیجې ته اړتيا لري ، نو ددې لپاره چې افغانۍ په نسبي ډول خپل ثبات وساتلای شي لاندي اقداماتو ته اړتيا ده .
په نورو هېوادونو کې په داسي حالت کې د سود کچه لوړيږي او يا هم د ازاد بازار د عملیاتو له لاري حکومتي پانګه ایزي پاڼي خرڅلاو ته وړاندي کیږي یا هم په بانکونو کې د زیرمو په بدلون او د بانک نرخ په تغیر سره ستونزې حلوي خو داچې اوسنی اقتصاد په هغه حالت کې نه دی نو باید د بديلو لارو څخه استفاده وکړي.
د تبادلي ثابت نرخ ټاکل :
دا چې دا مهال دوه ډوله د تبادلي نرخونه په نړۍ کې شتون لري یو د تبادلي ثابت نرخ Fixed Exchange rate او بل ارتجاعي نرخ Flexible Exchange rate. په تاریخي لحاظ هغه هېوادونه چې د تبادلې ثابت نرخ څخه استفاده کوي په هغه کې د کرنسي ثبات او د انفلاسيون کچه ثابته پاتي شوي ده . په افغانستان کې اوس وخت لپاره د ثابت نرخ تبادله پکار ده . په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت د ډالر لپاره د تقاضا او عرضي پوري تړل شوي دا چې ډالر ته تقاضا زیاته او عرضه کمه ده نو افغانۍ ورسره وخت په وخت ارزښت کموي نو باید دلته د تبادلي د ثابت نرخ څخه استفاده وشي. که دغه کړنلاره امکان ونلري نو د لاندي نور امکاناتو څخه باید استفاده وشي.
بانکي سیستم فعالول او خلکو ته اطمنان ورکول:
د پیسو ارزښت په بانکې سیستم پوري زیات تړل شوی دی. کله چې بانکې سیستم فعاله وی او د دیوالي کیدلو ویره یې نه وي خلک پیسي په بانک کې ذخیره کوي او بانکونه بیا هغه پیسي پانګه والو ته ورکوي ترڅو پانګونه پري وکړي پدي سره هم اقتصادي څرخ فعالیږي او هم ورسره خلکو ته کار پیداکوي او هم ورسره د پیسو ارزښت لوړیږي. د ااا باید خلکو ته قناعت او اطمنان ورکړي چې د دوی پیسی به نه ضایع کیږي. ددې اطمنان ورکولو لپاره عملي اقدام ته اړتيا ده، په مرکزي بانک کې باید باتجربه اقتصاد پوهانو ته دندې ورکړل شي.
بنديزونه لګول:
بله تګلاره هغه ده چې شمالي کوریا یې کاروي، شمالي کوریا باندي اقتصادي بندیزونه لګیدلي خو سره ددې د دغه هېواد کرنسي ارزښت لوړ ساتلی لامل یې دادی چې حکومت یې په هر ډول بهرنۍ کرنسي باندي پلور او پیر بند کړی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې بهرني اسعار په کور کې د ځان سره وساتي. همدارنګه په اربټراج هم بندیز ولګول شي یعنی هغه خلک بايد ونیول شي چې یا ډالر قاچاق کوي او یا هم د ګتې لپاره ډالر اخلي ترڅو په لوړه بیه یې وروسته خرڅ کړي. لکه څرنګه چې له شکل څخه معلومیږي کله چې سخت بنديزونه ولګول شي د ډالر لپاره تقاضا منحني کیڼ لور ته د D2D2 ځای ته بدلون مومي چې ورسره د افغانۍ د تبادلي نرخ هم ۷۲ ته ټیټيږي.
بارټر سیستم څخه استفاده کول :
یوه څه مشکله او پخوانۍ تګلاره داده چې د ډالرو پرځای سوداګري په اجناسو وشي ، یعني هغه هېوادونه چې مونږ ته شیان واردوي ددې پرځای چې ډالر وغواړي مونږ ورته خپل اجناس ورکړو.
په پور تیل اخستل:
دا چې انفلاسیون او د روپو ارزښت په تیلو نرخ باندي مستقیم اغیز لري، حکومت کولای شي د ایران یا بل کوم هیواد څخه تيل په پور واخلي لکه څنګه چې پاکستان د سعودي څخه واخستل .
د عام ولس ملاتړ:
پیسي د سره زرو په څير په خپل ذات کې کوم ارزښت نلري، بلکه دا ارزښت ورته عام ولس ورکوي. کله چې مونږ افغانۍ زیاتي استعمالوو او د نورو پولي
واحدونو څخه اجتناب کوو په حقیقت کې دا مونږ خپلو روپو ته ارزښت ورکوو او دا بیا د افغانۍ د ارزښت د لوړيدلو سبب ګرځي. خو کله چې مونږ په نورو کرنسيو باندي راکړه ورکړه کوو د افغانۍ لپاره تقاضا کمیږي او ورسره یې ارزښت هم ټيټيږي. نو باید مونږ خپل ملي هؤيت افغانۍ باندي پیروپلور وکړو او د ملي احساس له مخې د نورو هر ډول پولي واحدونو د ذخيره کولو او په هغه باندي د سوداګرۍ څخه اجتناب وکړو. لکه څرنګه چې په شکل کې معلومیږي کله چې د افغانۍ لپاره تقاضا کمه شي او د ډالر لپاره زیاته شي د تقاضا منحني د DD څخه D1D1 بدلون مومي ، چې ورسره د تبادلي نرخ لوړیږي. ددې کار د مخنیوي لپاره باید په افغانیو باندي د خلکو باور زیات شي ، عام ولس هم باید پدې برخه کې د حکومت سره همکاري وکړي او د بي ځایه تبليغاتو څخه اجتناب وکړي.
د مرکزي بانک مسؤليت:
دا چې د پولي سياست واک او اختيار د مرکزي بانک سره دی نو زیات مسؤليت هم دوی ته راجع کیږي، د ا د مرکزي بانک د موخو څخه ده چې هېواد کې د پیسو ثبات او ارزښت وساتي، همدارنګه په هېواد کې د پیسو د حجم مراقبت او د روپو ګردش او د نورو سوداګریزو بانکونو د ديوالي کیدلو مخنیوی هم د مرکزي بانک دندو څخه دی ، باید خپله پولي پالیسي په داسي ډول مخ پر وړاندي بوځي چې په بيو کې ثبات رامنځ ته شي
مرکزي بانک کولای شي دپیسو په عرضه کولو، کرېډېټونو یا اعتبارونو په رامنځ ته کولو او د سود پرځای د اسلامي بانکدارۍ د اصولو له مخي خلکو ته پیسي په واک کې ورکړي ترڅو اقتصادي څرخ په ګردش پیل وکړي. په تیر حکومت کې د پیسو د عرضه کولو لپاره مرکزي بانک دوه سیساستونه درلودل لومړی د لیلام له لارې د دالر او افغانۍ پیروپلور او دویم د دولتي ارزښت لروونکو پاڼو یا Capital Notes د پیروپلور د لارې . دا چې دویمه تګلاره په ربحي ولاړه وه معلومه نده چې نوی حکومت به څه اقدام وکړي خو ځيني اسلامي بانکدارۍ اصولو څخه استفاده کولای شي.
https://wp.me/p8XUyy-uhi
مکسیکو: د کډوالو لېږدوونکي ټېلر چپه کېدو پېښه کې۵۴ تنه وژل شوي
کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د راپورنو له مخې، په مکسیکو کې د یوې ټیلري‌ لارۍ د چپه کیدو پېښه کې تر سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مکسیکو د چیاپاس ایالت څارنوالۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي: یوه ټیلري‌ لارۍ چې ناقانونه کډوال يې لیږدول په لویه لاره کې د استنادي‌ دیوال سره د جنګیدو له امله چپه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پېښه کې ۵۴ تنه مړه او ۵۹ نور ټپيان شوي دي.
د مکسیکو چارواکي وايي، دا کډوال د ګواتامالا، هندوراس او السلوادور وګړي‌ دي.
چارواکو د مهاجرو لېږدونکو په دې قاچاقبرۍ کې د ککړو کسانو د محاکمه کولو او مجازات ژمنه کړې.
يادو کډوالو غوښتل چې په ناقانونه توګه امريکا ته واوړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhl
غزني کې ۳۰۰ کورنیو ته بريښنا برابره شوه
غزني کې ۳۰۰ کورنیو ته بريښنا برابره شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۰)

غزني کې ۳۰۰ کورنۍ له بریښنا برخمنې شوې. د غزني ښار په ارباب سیمه کې د غزني د بریښنا شرکت او د سیمي د ولسي خلکو په مرسته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت په دې سیمه کې د بریښنا یو «ټرانسفارمر» نصب شو، چې نږدې درې سوه کورنیو ته د بریښنا ورکولو بشپړه وړتیا لري.

باید وویل شي له هغه وروسته چې اسلامي امارت پر هيواد ولکه وکړه، د بریښنا سیسټم چاري د مالي او ځینو نورو ستونزو له امله ټکنۍ شوي دي، خو د افغانستان بریښنا شرکت ژمنه کړې، چې د بریښنا سیسټم کې رامنځته شوي ستونزو ته به رسیدګي کوي او هېوادوالو ته به پوره بریښنا ورکوي.
https://wp.me/p8XUyy-uhs
پاکستان: د عربي ژبې تقريري سيالۍ کې افغان زده کوونکي لومړی مقام ګټلی
کابل ټکی کام(شنبه، ۱۷لړم ۱۴۰۰ل)

د پاکستان ستر ښار کراچۍ په مشهوره مدرسه "جامعه ابن عباس" کې څو ورځې وړاندې د لسګونو عالمانو تر منځ په عربي ژبه د تقرير کولو دوه ورځنۍ سيالۍ تر سره شوه، چې افغان زده کوونکي پکې لومړی مقام ګټلی.

د شیخ عبدالمعز بن علي منصور تر سرپرستي، لاندې جوړې شوې دغې سيالۍ کې، چې د افغانستان، پاکستان، ايران او تايلنډ هيوادونو ۳۲۰ تنه متخصصو عالمانو پکې برخه درلوده، د افغانستان لوګر ولايت اوسيدونکي مفتي شفيق الله حسيني لومړی مقام ګټلی.

دغه راز دوهم او دريم مقامونه هم افغان زده کوونکو: د کابل ولايت اوسېدونکي مولوي ثناءالله صاحبزاده او د ننګرهار ولايت اوسېدونکي مولوي ثناءالله مخبت ترلاسه کړي.

بايد وويل شي، چې افغانان په ديني او عصري علومو کې ګڼ استعدادونه لري، خو د څلويښت کلنې اوږدې او خونړۍ جګړې له امله ياخو د زده کړو بهير په نيمه کې ترې پاتې شوی او يا د خدمت او کار فرصتونه، نه لري.
https://wp.me/p8XUyy-uhv
سپین لښکر د پاڼ او پړانګ تر منځ دی! څه وکړي؟
امین وردګ
سپن لښکر خو فاتح شو، حاکم شو او د افغان ملت زعیم شو؛ مسؤل یې شو او بلا جنجالونه ورته پاتې شول.
سپن لښکر خو پوره شل کاله، له ټولې غربي نړۍ سره (په افغانستان کې) ټټر پر ټټر جګړه وکړه؛ سربداله یې کړه، ماته یې کړه او ذلیله یې کړه.
سپین لښکر د غربي استکبار سل کلن پلالونه له خاورو سره خاورې کړل.
دغه لښکر د غربي ښامار خوبونه د طبیعت خلاف تعبیر کړل.
سپین لښکر په نظامي ډګر کې غربیان بوټ پر ملا مات کړل او اوس غواړي چې د سیاست په میدان کې یې هم مات کړي، اما بیخي ډېر خنډونه یې مخې ته لا پراته دي.
ګورئ! معمولاً هره جګړه څلور اساسي ابعاد لري لکه: کلتوري، نظامي، سیاسي او اقتصادي.
خو موږ لا تر اوسه یوازې یو بُعد ګټلی! چې هغه نظامي بُعد دی او په دری نورو کې لا نه یو بریالي شوي.
دا یو منلی حقیقت دی چې د یوه هېواد د پرمختک لپاره اساسي شرطونه فقط دوه دي: استقلال او امنیت.
اوس چې سپین لښکر پاسني دوه اهم شرطونه پوره کړي؛ نو موږ او نوره نړۍ کلک باور لرو چې؛ که حاکم نظام پښې ټینګې کړې، افغانستان به ارو مرو مستقلیږي او د نورو له احتیاجه به وزي ان شاءالله.
خو د افغانستان دښمنان هېڅکله هم نه غواړي چې دلته دې جګړه ختمه شي او د وینو بهوول دې ودریږي.
په هر صورت! راځو اصل مطلب ته:
سپین لښکر اوس یقیناً د پاڼ او پړانګ تر منځ شوی دی!
کفري نړۍ خو پوره شل کاله زموږ وینې تویې کړې، زموږ پت او عفت ته یې صدمې و رسوولې، زموږ مقدسات یې توهین کړل، خو بیا یې هم د غیورو افغان زمریانو پر وړاندې شرموونکې ماتې وخوړه او (سره یې له تربیه شوو مزدورانو) وتښتېدل، مګر بیا یې هم له ظلم او ناځوانیو څخه لاس وانخیست!
زموږ (څه کمه) لس میلیارده ډالره سرمایه یې برمته کړه.
هو!!! زموږ خپله پانګه ده! چا په خیرات کې نه ده راکړې، بلکې دا مو د کلونو کلونو ذخیره ده؛ چې اساس یې زموږ نیکونو راته ایښی.
هر حاکم نظام د یادې ملي سرمایې په زیاتوالي کې تر خپلې وسې مرسته کړې ده.
دا ځل به اوسنی نظام هم پکې سهیم شي او یاده ذخیره به دوه برابره کړي ان شاءالله.
هوکې! پاسنۍ پیسې د افغانانو خپل حق دی او له دوی سره مو د امانت په توګه ایښی؛ تر څو هم زموږ د کرنسیو اعتبار وساتي او هم په اضطراري حالاتو کې زموږ د دردونو دوا شي.
اوس چې زموږ مظلوم ملت د بل هر وخت په تناسب حساس پړاو ته ننوتلی او له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی ، نو دغې ظالمې او بې رحمې کفري نړۍ زموږ ملي سرمایه کنګل کړه.
(د بشري او انساني حقوقو او خواخوږۍ له امله خو) مناسبه دا وه چې: نن بډایو هېوادونو افغانانو ته د مرستو او احساناتو لاسونه ورکړي وای، مګر هر عمل او عکس العمل د توقع او تمې خلاف شو! غربیان اوس په دغه حساس وخت کې غواړي چې (موږ ته د لاس راکولو پر ځای) زموږ لاسونه پرې کړي ، ځکه خو یې تر خوږ ګوته نیولي یو.
خُلص مطلب دا دی چې: امریکا او ناټو غړي هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې دې جګړه ختمه شي!
ځکه خو د رسمیت پېژندنې او مالي تحریمونو د لیرې کولو لپاره موږ ته داسې شرائط وړاندې کوي؛ چې هغه په هېڅ صورت کې غیورو افغانانو ته د منلو وړ نه دي.
اوس موږ په دواړو صورتونو کې د بیاځلې جګړې د پیلېدو سوچونه ځوروي! چې د امریکا له دغه سیاسي شطرنج څخه هدف هم د بیاځل جګړې پیلېدل دي او هغه داسې: که موږ د امریکا او ناټو د ظالم پیمان شرائط ومنو؛ نو زموږ پر وړاندې خامخا ملت راپورته کیږي او بیا به له موږ سره د جهاد اعلان کوي (لکه موږ چې د پخواني نظام پر وړاندې کړی ؤ) او که د دوی شرائط نه منو؛ نو زموږ سرمایه نه خوشې کوي، هم مو په رسمیت نه پېژني؛ چې دغه ظالمانه عمل زموږ امنیت، سیاسي موقف، نړیوال اعتبار او ملي یووالي ته سختې ضربې ورکوي.
خو تر ټولو مهمه دا چې: ورځ تر بلې مو اقتصاد لویږي، خلک مو وږي کیږي او په نتیجه کې بیا د لږو پیسو لپاره هم قتل، قتال؛ غلا، رشوه او داسې نورو کارونو ته مخه کوي، همداراز! ممکن د حکومت پر وړاندې جدي ستونزې هم جوړې کړي، چې بیا به د ګرمو جګړو لامل هم ګرځي.
نو ځکه خو سپین لښکر اوس د پان او پړانګ تر منځ شو.
یادښت او حل لاره:
د اسلام په اوائلو کې د مکې مشرکینو هم داسې ظالمانه او جابرانه تحریمات د اسلام پر ستر لارښود (صلی الله علیه و آله و سلم) او د ده مبارک پر مخلصو ملګرو وضعه کړي وو، بلکې تر دې هم بدتر او سختر وو! ځکه چې په شعب ابی طالب کې یې هغه مهال مسلمانان داسې کلابند کړل؛ چې هېچا به له دوی سره د هېڅ ډول اړیکو نیولو حق نه لرلو.
مګر دا چې مسلمانانو صبر وکړ او له خپل زعیم پیغمبر سره (په هر قسم سختو شرائطو کې) باوفا پاتې شول؛ نو الله یې هم ملګري وکړه او اسلام یې دومره سرلوړی کړ؛ چې بیا یې پر نیمه نړۍ واحد حکومت تأسیس کړ.
اوس هم مسلمانانو ته پکار ده چې صبر وکړي، حوصله و نه بایلي، وچه دې وخوري خو کورنیو جګړو او استعماري موقف ته دې زمینه نه برابروي.
وال
له قسم چې موږ صبر وکړو او الله ته راجع شو؛ حالت مو بدلیږي او داسې نه پاتې کیږي ، سمیږي او د پخوا په پرتله به څو برابره ښه هم شي ان شاءالله
دا د ایماني قوت او افغاني برم دویمه آزموینه ده! نو تاسو د یادښت په توګه زما دا خبره درسره وساتئ چې ((هر شی که د اکمال درجې ته ورسیږي تنزل غوره کوي او هر شی چې د تنزل تر کرښې ټيټ شي د ارتقا سبب ګرځي)) عیناً ارغینچک!!! یا د تلې دوه پټه او یا هم شپه او ورځ.
بیا هم درته وایم چې: زموږ دا سخت حالت به موږ عزیز او ځانکفا کړي ان شاءالله فقط صبر، زغم، حوصله او لاس پکار کېدل.
مګر که مو صبر و نه کړ او الله ته د رجوع پر ځای مو کفارو ته رجوع وکړه؛ نو بیا هم کلک یقین لرم چې؛ د کفارو شومې نقشې به بیا پر موږ پلې کیږي او بیا به د پخوا په توګه هم له بدترو حالاتو سره مخ کیږو او هم به یو د بل وینې څښو.
نو الله ته وګورئ ویښ شئ! هغه ته راجع شئ! هغمه دی چې زموږ ستونزې حل کولای شي، د بل چا په وس کې نشته.
https://wp.me/p8XUyy-uhB
جمع‌آوري معتادین؛ اقدامی‌که طی دو دهه اخیر به آن توجه نه‌شده بود
ابوالیاس جهادوال
کشت کوکنار‌ و تولید، قاچاق و استعمال مواد مخدر از جمله معضلات فراگیری است که از چهاده بدينسو دامنگیر کشور ما بوده که در کنار رشد اقتصاد جرمی باعث اعتیاد میلیون‌ها افغان ما نیز شده است. با وجودی‌که کشت در زمان حاکمیت امارت اسلامی در سال ۲۰۰۰ ميلادی با صدور فرمانی از سوی امیر‌المومنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد به صفر تقرب نمود، اما با تجاوز جهان غرب به رهبری آیالات متحده امریکا به افغانستان، این کشور بار دیگر به مرکز کشت و تولید مواد مخدر مبدل شد که بر مبناء سروی ۲۰۲۰ دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر ملل متحد (UNODC ( با تولید ۷۰۰۰ تن، ۸۲ درصد تریاک جهان را تولید نموده است.
با وجودی که اشغالگران غرب به‌خصوص ایالات متحده امریکا و بريټانيا تحت شعارهای قلابی مبارزه با مواد مخدر حدود ۵۰ ميلیارد دالر را در این بخش هزینه کردند،چندین نهادی را به نام مبارزه با مواد مخدر تشکيل دادنده و همه ساله کمپاین های ميان تهی مبارزه با مواد مخدر و محوی کشت کوکنار را راه اندازه می‌کردند، اما این اقدامات آنها طی دو دهه اخیر نتیجه برعکس داشته که نه تنها کشت، تولید و قاچاق مواد مخدر کاهش نداشت بلکه به‌گونه روز افزونی افزايش يافته است، که یکی از تبعات مرگبار آن اعتیاد ۲.۵ ميليون تن افغان به این پدیده کشند شده که بيش از چهل درصد آن زنان می‌باشند. و در حدود یکصد و پنجاه هزار کودک به مواد مخدر مبتلا شده اند که آسيب پذير ترین قشر جامعه را تشکيل می‌دهد.
اما با وجود این رقم درشت معتادان و فروشنده گان مواد مخدر که بيشتر آنها در کابل پايتخت کشور در برخی از اماکین مخروبه و خیابان‌ها زنده‌گی می‌کردند و همه ساله شاهد تلف شدن ده‌ها معتاد از اثر سرما و سيلاب‌ها دریابی کابل بودیم، اما وجودی‌که هزینه میلیاردها دالری در راستای مبارزه با مواد مخدر طی دو دهه اخیر هیچ‌گاهی شاهد اقدام جامع در رابطه به سرنوشت این معتادان نه بودیم.
قرار اظهارات وزارت صحت عامه در کل کشور ۴۰۷۰ بستر برای معالجه معتادین اختصاص یافته بود که تنها ظرفیت تداوی یک درصد معتادین را داشته و سالانه یک میلیارد افغانی به تداوی این قشر آسيب پذير اختصاص می‌یافت که به تناسب شمار معتادان این یک رقم ناچیز می‌باشد وبیشتر بودجه اختصاصی در این در بخش تادیه معاشات هنگفت کارمندان، تدویر کنفرانس‌ و اعلانات رسانه‌یی هزینه می‌شد.
اما با حاکمیت دوباره امارت اسلامی افغانستان طی چند ماه اخیر، به‌منظور جمع‌آوری و تداوی معتادان با وجود نبود امکانات اندک و مشکلات اقتصادی برنامه جامع روی دست گرفته شد که طی آن ده‌ها تن از گرفتاری فروشنده گان مواد مخدرگرفتار و به ارگان‌های عدلی و قضایی معرفی شدند و صدها تن از معتادان از خیابان‌ها جمع آوری و تحت تداوی و آموزش قرار گرفته اند.
در حالی‌که در نتیجه این برنامه، تعداد بيشتر معتادین از خیابان های شهر کابل و برخی از ولایات جمع‌آوری شده اند، در صورتی‌که با همکاری نهادهای خيريه به این بیماران تداوی شده زمينه کار فراهم شود و فروشنده‌گان مواد مخدر که عامل عمده افزایش معتادن دانسته می‌شوند، گرفتار و به پنجه قانون سپرده شوند، در آينده نزديک شاهد عاری شدن کشور از وجود معتادان و مبدل شدن آنها به اعضای مفید و فعال جامعه خواهیم بود.
https://wp.me/p8XUyy-uhE
افغانستان تر ټولو بډای هېواد دی، خو صاحب نه لري!
امین وردګ
نړۍ موږ ته اړه ده که موږ نړۍ ته؟
دا یوه داسې اړینه او پر ځای پوښتنه ده؛ چې هر افغان یې باید ځواب زده کړي.
زه خو وایم چې نړۍ موږ ته اړه ده، نه موږ نړۍ ته! ځکه چې موږ (افغانان) په ټوله نړۍ کې بډای او ثروتمن خلک یو.
موږ چې څومره پانګه (سرمایه) لرو؛ د نړۍ هېڅ هېواد یې هم نه لري.
مګر افسوس! چې د سیند پر غاړه اوسیږو، خو له تندې مرو.
هو! یوه خبره شته او هغه دا چې: موږ هر څه لرو، خو د سر سړي نه لرو، موږ اوس هغې رمې ته ورته شوي یو، چې چوپان یې نه وي او دوی یوې – بلې خوا ته لالهانده منډې وهي؛ نو ځکه خو په هر کنډو کې (لېوانو څه چې) شغالانو او ګیدړانو لا خوړلې، یا داړلې وي.
راځئ چې لږ له خپلې بډې او پانګې ځانونه خبر کړو:
۱- د دوو ترېلیونو(2 × 10¹²) ډالرو په ارزښت سره معدني کاڼي (لکه لیتیون، اورانیوم، الماس ، مس، زمرود، لاجورد، طلا و غیره…) او تېل لرو.
۲- د یوه ترېلیون (10¹²) ډالرو په ارزښت سره ګاز لرو.
۳- باختري ګنجینه مو هم دومره ارزښتناکه سرمایه ده، چې (په تېره اداره کې یې) په تشو (۱۳) کالونو کې یوازې د لیدنې د ټيکټونو پیسې دری سوه ( 300 × 10⁶) میلیونه افغانۍ او څلور لکه (4⁵) ډالر شوي دي؛ نور یې اصلي ارزښت تاسو اټکل کړئ!
۴- پراخه دښتې او تر بسه خوږې اوبه لرو، نفوس مو نسبت جغرافیا ته څو برابره لږ دی.
۵- زړور، توریالي، بهادر او نه ماتېدونکي جنګي ځوانان لرو (چې دغه خصوصیات یې ټولې نړۍ منلي دي !)
۶- جغرافیایي جوړښت مو داسې دی؛ چې دلته هر نړیوال قوت په آسانۍ سره په ګونډو کولای شو، ځکه چې غرنۍ سیمې مو د هر یرغل لپاره کافي کږلېچي لري او هر یو یې فوق العاده سنګر دی؛ دلته اتومي وسلې هم سم کار نشي کولای! ځکه چې د زراتو حرکت ته یې د دنګو څوکو سدونه او موانع پراته دي.
پنځه مشهورې حوزې لرو:
ا: د هلمند حوزه.
ب: د آمو حوزه.
ج: د کابل حوزه.
د: د شمال حوزه.
ه: د هریرود یا مرغاب حوزه.
چې په پاسنیو پنځو حوزو کې یوازې د شمال حوزې اوبه زموږ په خپله خاوره کې بهیږي، د نورو ټولو حوزو اوبه مو (چې د کال پنځوس میلیارده متر مکعبې کیږي او د سلنې په حساب ۶۹% دي) ګاونډیان خوشې تشې رانه لګوي؛ یعنې یوازې ۳۱% موږ پخپله مصرفوو، پاتې ۶۹% رانه پردۍ شوې دي.
که چېرې موږ خپلې اوبه (چې مسلم حق مو دی) سمې مدیریت کړو، په میلیونونو بې روزګاره وروڼه به مو په مرزونو کې (د ګاونډیو) له تحقیر، تعذیب او سپکاوي څخه خلاص او په خپلو کورونو کې د با عزته ژوند خاوندان شي.
که چېرې موږ له دغه بدمرغه درانه خوب څخه لږ را ویښ غوندې شو او د خپلو قدرتي زېرمو ارزښت ته ځير شو او قیمت یې (چې دری ترېلیونه { 3 × 10¹²} [۳۰۰۰،۰۰۰۰۰۰۰۰۰] ډالره او یا دری زره میلیارده ډالره اټکل شوی) تر خپلو منځونو په عادلانه او مساویانه توګه، په خپل تخمیني نفوس (چې پنځه دېرش مېلیونه نران او ښځې کیږي) و وېشو؛ هر فرد ته مو ( ۸۵۷۱۴.۲۸۵۷ پنځه اتیا زره اووه سوه څورلس اعشاریه آته ویشت اووه پنځوس) ډالره سهم رسیږي.
اګر که (د ځینو تحقیقاتو له مخې) یوازې لیتیوم (چې یو مهم فلز دی او په سټلایټونو، کمپیوټرونو، ډرون الوتکو او مبائیلونو کې کاریږي) دری تریلیونه ډالره اټکل شوی او نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه معدن د سعودي عربستان د تېلو له ذخائرو سره مساوي بللی دی!
نو اوس پوه شوئ! چې پر موږ د وږیو ښامارانو پرله پسې بریدونه؛ دا پر موږ نه، بلکې زموږ پر خزانو دي؟
نو څو چې دغه خزانې او بډه پر ځای مصرف نه کړو، زموږ په ګران هېواد کې به جګړې همداسې روانې وي او خپلې جنازې به مو په خپلو لاسونو (د شهیدانو او مردارو په نوم) خاورو ته سپارو او فتواوې به یې هم موږ په خپله ورکوو، چې سبا به یې د کونډو او یتیمانو کفالت هم زموږ پر غاړو وي.
مګر هو! یوه لاره لرو! او هغه دا چې: الله راکړی نعمت، نعمت وګڼو او پر ځای ګټه ترې واخلو، خو د دغه کار لپاره لاندې څو مادې اړینې دي:
۱- ریښتینې سوله او پرته له شرائطو څخه یو بل سره بښل او منل.
۲- پرته له سمتي، نژادي او مذهبي تعصبونو څخه له مینې ډک اتحاد.
۳- د راتلونکي درانه بار د پاره (سر له اوسه) د کدرونو روزل او بیا همغوی ته د واګو سپارل دي؛ چې دغه کار کولای شي زموږ ټپونه درمل کړي او په ګران ټاټوبي کې مو د وروڼو تر منځ د وینو بهېدل ختم او د پردیو زینارونه مو له غاړو لیرې کړي ان شاءالله.
نوټ: یو میلیون لس لکه کیږي ، یو میلیارد زر میلیونه او یو ترېلیون بیا زر میلیاردو ته ویل کيږي، دا بیا ضرب د دریو کړئ او دری زره میلیارده ډالر افغانیو ته واړوئ؛ بیا نو ورته کېنئ او حساب یې کړئ.
https://wp.me/p8XUyy-uhI
راځئ چې مالي تحریمات داسې ختم کړو!
امین وردګ
مغروره کیږو به نه! له کفري نړۍ څخه مو لا په پوره توګه جګړه نه ده ګټلې؛ ځکه چې جګړه په دوه ډوله ده: فکري جګړه او فزیکي جګړه؛ چې اولې ته یې سړه او دویمې ته یې توده جګړه ویل کیږي.
بیا هره یوه یې څلور اساسي ابعاد لري! لکه: کلتوري، سیاسي، نظامي او اقتصادي.
په دریو بُعدو کې دواړه جګړې یو ډول دي ، مګر په نظامي بُعد کې بیا یوازې دومره توپیر سره لري چې؛ په توده جګړه کې مخالف لوري نېغ په نېغه سره نښلي او په سړه کې بیا له غیر مستقیمو لارو دښمن وهل کیږي (یعنې د بل پر مټو) لکه پخواني رهبران چې (د کابل له فتحې وروسته) د پردیو په نغوتو! یو بر سره وخوړل.
په هر حال...یعنې د دواړو جګړو ابعاد ټولټال آته (۸) راغلل! چې موږ یې اوس یوازې یو ( هغه هم د تودې جګړې نظامي) بُعد ګټلی او په نورو اوو ابعادو کې لا پاتې یو ! ګورو به چې بریالي به شو، که مات؟
نو راشئ چې په ټولو سره دا پاتې اووه بُعده هم وګټو!
خو تر ټولو مهم یې فعلاً اقتصادي او سیاسي ابعاد دي.
د نورو ابعادو بحث بیا بل وخت ان شاءالله! خو اوس به راشو په اقتصادي بُعد کې یوازې مالي برخې ته!
له کله نه چې کفري نړۍ د مسلمانانو ستر زعامت (عثماني خلافت) چپه کړ، نو د فکري تمرکز هدف یې فقط مالي برخه و ګرځوله.
کرنسۍ یې کاغذي کړې او د چاپ اختیار یې په خپل لاس کې واخیست.
بانکي سیستم یې رامنځته او د خزانې نوم یې ختم کړ.
اوس نو د کرنسیو اعتبار د دوی په لاسو کې دی! چې څه رقم یې زړه غواړي هغسې یې اړوي.
دا بحث هم یو کتاب خبرې او په سلګونو دلائل لري خو موږ یې را لنډوو!
که موږ وغواړو چې مالي استقلال تر لاسه کړو؛ نو کولای شو! خو هغه داسې: موږ باید خپله کرنسي له کاغذ نه فلزاتو ته واړوو! یعنې بېرته پخوانۍ مړې سیکې را ژوندۍ کړو.
موږ باید په راکړه ورکړه کې فلزي سیکې او اجناس وکاروو.
کولای شو چې له الماسو، سرو زرو، سپینو زرو، میسو، برنجو، جستو، آلمونیمو او داسې نورو... قیمتي فلزاتو څخه سکې جوړې کړو، همداراز له قیمتي غمیو څخه کار واخلو لکه: له یاقوتو، زمرودو، لاجوردو، فروزو، عقیقو او داسې نورو... څخه.
دا منو چې دغه کار نسبت کاغذي کرنسیو ته سخت دی، مګر مالي تحریمات مو بیا نه شي ځپلای.
دا کار مو ځکه له مالي تحریماتو څخه ساتي ؛ چې یاد اجناس هېڅکله هم خپل قیمت له لاسه نه ورکوي.
مګر هو! په هغه صورت کې، چې صادرات او واردات مو ټول په الماسو، طلا او نقره شي.
بله او مهمه خبره چې زموږ سم نه دی ورته پام! مګر د افغانۍ ارزښت مو هره ورځ ځپي! هغه د ماشومانو مخصوص خوراکي زهریات دي!!! لکه د یوې، دوو، بیا تر لسو افغانیو پورې -په دوکانونو کې پوفک، پاپړ، مصالجات و غیره... یعنې دوی پر موږ (غیر ضروري شیان څه چې حتی) زهر پلوري او له موږ نه (په بدل کې) مېوه جات او حبوبات پېري! خو موږ ویده لاهم ویده یو.
که زموږ حکومت کومه ورځ پر ټولو غیر ضروري وارداتو بندیز ولګولو! زه یقین لرم چې نسونه به مو هم ماړه شي ان شاءالله.
غټ دبنګ به خپل ګلالی ماشوم تر لاس نیولی دوکان ته کوږ -کوږ را روان وي، دوکاندار ته به وایي: ((زما زوی ته خو د لسو افغانیو سلانټي ورکړه )) بیا به نو دا غړنګه هم پسې کش کړي چې: زما زوی هره ورځ پنځوس افغانۍ مصرفوي.
وا سوپړنه! ورمېږ دې مات شه چې ته هره ورځ زوی ته د پنځوسو افغانیو زهر اخلې او پیسې یې هم خارج ته لېږې.
وا ماماګیه! دا تا چې کومې پیسې دوکان والا ته ورکړې، دا د هغه نه شوې! دا تجار ته وروړي او تجار یې خارج ته لیږي؛ چې نور زهر درته را وارد کړي او ته سوپړن یې واخلې.
نو حکومتي مسؤلینو ملګرو ته مې مشوره دا ده چې: کرنسۍ فلزي کړئ، پاپړ او پوفک بند کړئ، خلک وهڅوئ چې غنم وکري؛ ان شاءالله چې ټولې مالي ستونزې به مو په راتلونکو کالونو کې حلې شي.
خود به د پیسو تغیر څه ستونزې او حساسیتونه را و پاروي! مګر افغانستان به په تاریخي او بې ساري ډول مالي استقلال تر لاسه کړي ان شاءالله.
https://wp.me/p8XUyy-uhO
بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی
بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی
محمد اسماعيل (عندليب)
اوس چې سياست د يو  علم بڼه غوره کړې، په دې ډګر کې خبرې کول يوه معنا او چوپتيا ډېرې معناوې لري، د خبرو، چلند، لباس او حتی د خوراک انداز خپل مطلب لري، په سياست کې آن اشارې او رموز تر څرګندو خبپېچليرو ډېر اهميت لري، او تر دې چې شونې ده روانپوهان د سياسيونو د ساه اخستلو په اړه هم سياسي تبصرې ولري، د يو سياسي مشر د شخصيت په اړه پرېکړه کول خورا ستونزمن کار دی.
زما اند پر څېرو له لېکنو سره په مخالفت کې دی، زه وايم چې د اشخاصو پر کردار دې بحث وشي، کله مې هم د يو چا پر شخصيت تبصره نه ده کړې، شخصيت مې د هغه د نظرياتو او کړنو په تله کې تللی دی، هغه هم که کله په شخص خبره شوې هلته.
کومې خبري ادارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې د کرزي پر لباس لېکل کړي وو، لېکنه په قرقل، چپن، يو رنګ لباس، تل يو لباس اغوستل او.....راڅرخېده، هغه لېکنه ښه وه يا بده، خو زموږ د اصيل فرهنګ ترجماني يې نه کوله.
له کله چې د طالبانو د تحريک د بنسټګرو له جملې يو او مخکښ غړی او اوسنی د رياست الوزراء مرستيال ملا عبدالغنی برادر د پاکستان له زندانه راخلاص شوی، او په رسنيو راڅرګند شوی، ما يې نژدې ټولې اعلاميې، ټولې بيانيې، او په ځينو برخو کې پټ نظريات تر نظر لاندې نيولي، البته پټ نظريات د افغانستان د سياستونو په اړه د هغه دريځ چې رسينيز شوی نه دی، ما ملا برادر مخامخ نه دی لېدلی، ځکه يې شخصيت په کړنو کې لټوم، له خبرو يې زړه ته د ورکوزېدو هڅه کوم، او هر ځل مې کوښښ کړی، چې د خبرو پر مهال د هغه الفاظ، د هغه جذبات او احساسات او د موضوع په اړه د هغه وضعيت او حساسيت د هغه له خبرو، حرکاتو او سکناتو درک کړم.
زه چې د طالبانو تحريک په اړه مې لږه ډېره مطالعه کړې، شايد هغوی ته نژدې هغه څوک و اوسم چې ډېرې نېوکې پرې هم ولرم، آن تر دې بريده چې اوس د حکومت واګي په لاس کې لري، بيا يې هم روان سياستونه نقد کړم، ځکه خو که کومه مثبته وينم، نو په زغرده يې ويلی شم، چې رسمي غړيتوب يې نه لرم.
په دې تحريک کې داسې ډېرې څېرې شته، چې د خوځښت غړي يې درانده تلي، خو د ولس په منځ کې مبهمې څېرې دي، يادول به يې اړين نه وي، خو داسې مشران به وي د امارت په لېکو کې چې تېرو شلو کلونو کې يې يو ځل هم هيواد ته په دې نيت د راتګ زړه نه وي ښه کړی، چې دلته وضعيت وګوري، يا د دوی وينا په (مفتوحه) سيمو کې د خپلو مجاهدينو سره وګوري، له ولس سره يو والی او رښتيا يووالی څرګند کړي، په پټو غونډو او اعلاميو کې نه، اوس هم ځينې داسې به وي چې له څېرې ښکاري، چې د واکمنۍ شوقيان دي، ځانونه سياسيون بولي، نه عسکر، خو نورو ته عسکري خوښوي، شايد ډېر راسره مخالف وي؛ خو زه باور لرم، چې ملا صاحب برادر تر ډېره بريده له دې څخه پاک دی.
که افغانيت خبره کوو نو کلونه وړاندې يې سياسي او نظامي مخالفينو دا اعتراف کړی و، چې ښاغلی برادر ځکه د زندان په تيارو کې پروت دی، چې په دې هيواد کې يې د ارامۍ، سوکالۍ او د ولس د خپلواکۍ فکر په سر کې درلود، کله چې له زندانه خوشې شو، په ډېر عاميانه ژبه يې په هماغه پاکستان کې وويل چې ګيله نه لري، شايد هغه پر ځان پښې د دې ورځې لپاره اېښې وي، چې بيا هغه هيواد ته مجبور نه شي، يو وخت دا هم چې د پاکستان په دولتي ايوانونو کې ورته ډېر په درناوي هرکلی وشو.
که د اصيل افغاني کلتور خبره کوو نو ملا برادر يې په هره ټيږه پوره خېژي، ملا صيب په خپلو ټولو لېدنو کې که له هېواده بهر وې، او که اوس د هېواد په داخلکې دي، هغه که له بهرنيانو سره دې که له افغانانو سره دي، هغه که په هره موضوع کې وي، له څېرې څخه يو دروند افغان ښکاري، د ملا صيب دا بې ځان ښودنې لباس شايد چې ډېرو کمو سياسيونو په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر تن کړی وي، خصوصاً له بهرنيو مسئولينو سره د کابل په يخ ژمې کې په يو عادي څآدر کې راڅرګندېدل.
ملا برادر چې کله هم خبرې کوي، نو له ورايه ښکاري، چې هېڅ راز تصنع پکې نه شته، ما چې څومره د هغه خبرې اورېدلي، نو د يو پاک زړي افغان رنګ مې پکې لېدلی دی،زه فکر کوم چې د هغه په ځېنو څرګندونو د نېوکو لامل به هم دا وي چې هغه له ولس سره د يو يو ولسي مشر په توګه خبرې کول غواړي، نه د يو واکمن، مسئول واجب الاحترام په توګه، يعنې کېدای شي هغه هيڅکله دا تمه ونه لري، چې په يوه نيمه ژبنۍ ښوېدنه به ولس زما په وړاندې راپورته شي.
تر اوسه د هغه د سياسي اقتدار د لوږې تندې څرک نه دې لګېدلی، حال دا چې زما دمعلوماتو پر اساس نوموړی د شوروي اتحاد د جهاد په کلونو کې او بيا را وروسته پړاونو کې هغه ځواکمن نظامي مسئول و چې ککرۍ يې ماتولې، خو اوس چې وخت دواک دی، نو ډېرغلی دی، حال دا چې د ځينو د حکومت او مشرتابه سره د مينې داستانونه پټ نه دي.
د زړونو مالک الله دی، خولږ تر لږه د ملا برادر له مظاهرو دا درک کولای شم چې ممکن د طالبانو
په تحريک کې اوس مهال له ملا برادر څخه پر ولس هيڅوک زړه سواندی نه وي.
داسې ښکاري، چې هغه د چوکۍ لپاره په خپلو خبرو، کارونو، منډو ترړو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی، او په ولس کې د محبوبيت د ګټلو لپاره يې هېڅ کوم تصنعي اقدام نه دی کړی، هغه د ځينو په څېر په ولايتونو کې د خپل شان او شوکت ښودلو هڅه نه ده کړې، دابريت يې نه دی تاو کړی چې موږ امريکا ماته کړه، او اوس نو وطن هم جوړوو، خو زه باور لرم، چې د همدې ټولو په پرتله به د ابادۍ فکر هغه په خپل سر کې لري.
ملا صيب يو قومي او ملي سړی ښکاري، او زه باوري يم چې د ملي محبوبيت لپاره به يې همدا ساده چلند بسنه وکړي، نه له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو لپاره لاس پښې وهل، يوه فقهي قاعده چې « من تعجل شيئا قبل أوانه عوقب بحرمانه» يعنې څوک چې له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو هڅه کوي، ترې بې برخې کېږي، دا ځينې خو لګيا دي، د انګريزانو په اصطلاح د (شارټ کټ) لار غوره کوي، او هر يو دا هڅّه کوي، چې د هيواد په يو کونج کې د انقلاب د بريا د پګړۍ ولونه يې پر سر تاو شي، خو که ملا برادر په دې فکر کې نه وي، نو تاريخ به يې دا لونګۍ پر سر کېږدي.
له ظاهري بڼې داسې ښکاري، چې ملابرادر اوس د اصيل افغان او اصيل افغاني کلتور تمثيل وړاندې کوي، هغه يو رېښتينی افغان بلل کېدای شي، له باطن او راتلونکي خدای خبر دی.
2021-12-18
https://wp.me/p8XUyy-uhR
بهرنيو چارو وزارت: جاپان له افغانستان سره د ۱۰۰ملېونه ډالرو مرسته کوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل):
‏د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې جاپان په پام کې لري څو له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي وايي، ‏د دوشنبې په سهار د ااا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي د افغانستان په اړه د او آی سي نړيوال کانفرانس نه وروسته د افغانستان لپاره د جاپان سفير تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.
د بلخي په وينا، ‏په ليدنه کې د افغانستان بشري او اقتصادي حالاتو په اړه خبرې وشوې چې ترڅ کې يې ښاغلي اوکادا د جاپان له لوري له افغانستان سره سل ميليون ډالر مرسته اعلان کړه چې محترم متقي صاحب يې هرکلی وکړ.
دغه راز د جاپان رسنيو د یاد هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، چې ښایي دغه مرستې د ۱۶ نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان ته ورکړل شي.
https://wp.me/p8XUyy-uhU
د ناخوالو سبب زه یم
د ناخوالو سبب زه یم
ليکوال: عبيدالله رقيب
ډير خفه وم، د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل نفس مې ګویان شو، راته یې ویل: د دې ټولو مصیبتونو سبب ته یې! ته یې چې له ملته دې د اللهﷻ نصرت ګرځولی دی، ته د ټولو ناخوالو لومړنی لامل یې، ته د هغو مشکلاتو ستر باعث یې چې ملت ورنه کړېږي!.
ما ورته وويل: ای زما نفسه! زه یو غریب عاجز بنده یم، نه قدرت لرم نه منصب نو څنګه دا مشکلات زما له لاسه پېښ شول؟ زه که چاته د څه امر وکړم نه یې مني او که نصیحت ورته وکړم نه یې قبلوي نو ولي مې د ناخوالو سبب ګڼې او…
په ډېرې تیزۍ سره یې زما خبره غوڅه کړه او راته یې وویل: ستا ګناهونه دي، هماغه ګناهونه چې د چپې اوږې ملائکه یې په لیکلو ستړي او ستومان دي، ستا ګناهونه دي چې په مټ یې له اللهﷻ سره په جنګ یې… ستا بې پروايي چې په واجباتو کې یې کوې او ستا حرص چې په حرامو کې یې لرې.
ما ورته وويل: ما نو څه کړي دي چې دومره زیاتې ملامتۍ راباندې اچوې؟ او د الهي نصرت د ځنډیدو لامل دې هم زه وګڼلم؟!
راته یې وویل: ای د الله بنده! والله چې همدا اوس درته کښېنم او ستا ناوړه کړنې در شمیرم اوږده موده به یې ونه شمیرلای شم… ایا د سهار لمونځ په جماعت سره کوې؟
ماول: هو، کله کله یې په جماعت وکړم او کله کله رانه پاتي شي.
زما خبره یې ونیوه، ویل یې همدا دې ضد و نقیض کړنې دي؛ ته څنګه د حالاتو د سمون او د دښمن په وړاندې د مبارزې دعوه لرې خو د نفس په وړاندې په داسې مبارزه کې ناکام یې چې نه پکې د مال تاوان شته او نه د ځان قرباني، فقط یو څو دقیقې په دوه رکعته لمونځ باندې مصروفیت چې د اللهﷻ له لوري درباندې فرض دی او بس؟! ته څنګه د ملت د حالاتو په سمون فکر کوې او د سمون لاپې یې وهې چې دوه رکعته لمونځ جماعت ته نه شې رسولای او د رسول الله ﷺ مؤکد سنت نه شې ترسره کولای؟!
ته څنګه د ملت په حالاتو تبصرې کوې چې خپله د الله د رالیږل شوي کلام یوه برخه نه شې تلاوت کولای او د سهار اذکار نه شې لوستلی؟! څنګه د ملت په درد اظهارات کوې چې د خپلې مور او پلار حال احوال نه شې پوښتلی، د خپلوانو خپلوي نه شي پاللی؟
پسې زیاته یې کړه: ته څنګه په هیواد د شریعت نفاذ غواړې حال دا چې په ځان یې نه عملي کوې او خپله کورنۍ نه ورته دعوتوې؟ هیواد که نه ده، ځان خو دې په واک کې دی، نو ولې هغه شریعت چې په هیوادوالو یې نافذول غواړې په ځان نه نافذوې؟!
له نورو د حلال کاروبار غوښتنه لرې او خپله یې په ناحقه قسمونو، دوکو او تېر ویستلو ګټې، ته هغو خلکو ته مائل یې چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:«یحبون المال حبًا جمًا» ته دروغ وایې، دوکه کوې، وعده خلاف یې نو د سزا مستحق یې.
ما ورته وویل: د دې کارونو او د اللهﷻ د نصرت د ځنډیدو یې سره څه؟ ایا له ټول ملته یواځې زما په ګناهونو د الله کومک ځنډېدلی؟!
نفس مې راته وویل: افسوس افسوس.. نړۍ ستا غوندې میلیونونه انسانانو بدرنګه کړه.. ټول یې ستا منطق کاروي د طاعت پروا نه لري او له ګناهونو وېره نه لري، ټول همدا خبره کوي چې د ملت خیر غواړي په ملت له هرچا زیات مهربان دی؛ مګر تریخ حقیقت دا دی چې ټول سره برابر دي، پرته له یوڅو هغو چې د الله رحم ورسره مل دی.
ای د خدای بنده! ته خبر یې چې کله به د صحابه کرامو نه د اللهﷻ کومک وځنډید نو باور به یې شو چې په صف کې یې یو ګناهګار انسان شته نو ستا په هغه امت څه خیال دی چې له مشره تر کشره له مسؤله تر رعیته ټول په ګماهونو کې نښتي دي… ایا دا ولسونه د همدغو ناخوالو وړ نه دي؟!
د سترګو اوښکې مې په مخ باندې را ورغړیدې، تر ننه مې هیڅ فکر نه و کړی چې همدا زه به هغه شخص یم چې په سبب یې له دې ملته د الله نصرت ګرځول شوی… حال دا چې له الله سره مینه لرم، له رسول الله ﷺ سره یې مینه لرم او له دې ملت سره هم مینه لرم… هیڅ فکر مې نه و کړی چې زه د زرګونه مؤمنانو په وینه تویولو کې شریک یم… په نورو باندې ملامتي راته ډیره اسانه وه، په واکمنو، په مسؤلینو وزیرانو او رئیسانو مې ډېر په کلکه نیوکې کولې مګر هیڅکله مې خپل عیب ته کتلي نه وو خپلې غلطیانې مې کتلې نه وې… د الله تعالی په دې فرمان مې فکر نه و کړی چې فرمایې:« إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم »
نو مې له ځان سره وویل:«الله لره لویه ستاینه ده چې ماته یې ملامتوونکی نفس راکړی، د دغسې نفس په څېر نفس باندې الله قسم یاد کړی او فرمایلي یې دي «وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ».
زما ځانه راته وایه! ستا نصیحت په سر سترګو منم…
راته یې وویل: له ځانه یې پیل کړه، فرائضو ته پابند اوسه، پنځه وخته لمونځ په خپل وخت کوه، د خپل مال زکات پوره اداء کوه، خیال کوه چې مور او پلار ازار نه کړې، الله ته په مسنونو اعمالو سره ځان محبوب کړه، د الله د قربت هیڅ فرصت له لاسه مه ورکوه هرڅومره وړه نیکي چې وي کوه یې، یاد ساته چې د مؤمن په وړاندې ستا مسکا هم صدقه ده، الله پرې ثوابونه درکوي، داسې مه کوه چې نور
نیکیو ته رابولې او الله تعالی فرمایې:« ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ». په وچه او دریابونو کې د خلکو د کړنو په سبب فساد رامنځ ته شوی دی؛ د دې لپاره چې الله دوی ته د خپلو اعمالو یو څه سزا وروڅکي ترڅو دوی بیرته د الله لوري ته راوګرځي.
الله ته راګرځېده د دنیا او آخرت د سعادت پیلیزه نقطه ده، الله ته راګرځېده د دښمنانو د شکست لومړنۍ مورچه ده، الله ته را ګرځیده د جنت د پیدا کولو او له جهنم نه د ژغورلو مهمه زینه ده.
ای مومنانو څه چې مو وویل ښه دقیق فکر ورباندې وکړئ دا د ټولو لپاره مهم درس دی.
بارک الله في الجمیع
وصلی الله تعالی و سلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.
https://wp.me/p8XUyy-uhX